مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غوره نثرونه

د پردې خبرې
 
ترڅو، چې د ښځو مخونه پټ وي خبرې به هم په پرده كې وي، ځكه چې په پښتو كې خبره هم مونثه ده.
يوازې خبره لاڅه، چې ژبه، وينا، معنىٰ، خطابه، مقاله هم د تانيث علامې لري.
هغه وېنا، چې ابتكار په كې وي د ادب پردې ته لاډېر ضرورت لري.
تاسې زما خبرو ته لږ غوندې باريك شئ!
د ادب او سياست خبره ډېره باريكه ده.
زه په ډېره نرۍ او باريكه لار لاړم، خداى دې وكړي، چې ډېر باريك بين خلك پر دغه لار راشي او په ځيرځير وګوري.
ما اوښان نه دي باركړي، زما قافله دمچيو ده، چې د ګلونو له پاڼو نه په هوا څه راوړي او عسل جوړوي.
له دې قافلې سره د سبا وږمو خوشبويي بار كړې ده، چې څوك يې په سترګو نه ويني، مګر حساس دماغونه يې احساس كولى شي.
هو! زما كار له احساس سره دى، زما خريدار  بايد ډېر حساس وي يا ډېر حساس شي.
 


لاروى
 
مونږ د خپلوكورونو له څنګه په دېره كې ناست وو.
له پاسه يو لاروى راغى  د ونې  ډډ ته يې ډډه ولګوله.
له ملانه يې ډوډۍ پرانيستله او له څه شي سره يې په خوند خوند خوړله مونږ وږي تږي وو، هغه ځان موړ كړ او يخې اوبه يې وڅښلې.
مونږ روژه وو. هغه بوزه و، ځكه چې په مسافرو باندې روژې نشته.
لاروي وويل: ماته دخوړلو اجازه شته او تاسو ته نشته.
ماته خداى خواړه او اوبه رواكړي دي، په رمز او معنىٰ پوهېدل په كار دي.
د خداى كارونه بې حكمته نه دي، تاسې د دغه عملي تعليم په اصلي معنىٰ ښه فكر وكړئ!
تاسې ولې وږي ياست او زه موړ يم؟
زه په كار او مقصد پسې روان يم او تاسې ځاى پر ځاى پراته ياست.
ستاسو حركت لنډ دى، ځكه يې وږي كړئ!
تاسې د خداى قانون منلى دى، مګر  پوه شوي پرې نه ياست.
زه راوګرځېدم، چې تاسې په دغه راز پوه كړم او له لوږي نجات ومومئ، پاڅيږئ روان شئ او لرې ځاى په نظر كې ونيسئ!
لوږه او تنده په توقف او سكون كې ده به حركت كې نشته.


ژوند
 
د يوې چينې اوبه دي، څوك يې د زرو په جام كې څښي، څوك يې د خاورو په كنډولي كې.
هغه، چې نه دا لري نه  هغه، په  لپه كې يې را اخلي.
په اوبو كې هېڅ  فرق نشته، فرق په لوښو كې دى.
د شاه او  ګدا  فرق  په لوښوكېږي.
د اوبو په خوند هغه څوك پوهېږي، چې ډېرتږى وي.
هغه لاروى، چې له بيديا نه ستړى ستومانه راځي او تنده يې ډېره زياته ده، دا اوبه ډېر خوند وركوي.
هغه دهقان، چې په سره غرمه كې يوې كوي او خولې پرې راماتي دي دا اوبه د هغه دپاره ډېر لوى نعمت دى.
يو شپون، چې له غره نه تږى راكوزېږي او په چينې باندې خوله ږدي د اوبو په خوند ډېر ښه پوهېږي.
يوبل سړى چې يخ سيوري ته په ارامه چوكۍ ناست دى، ښايسته صراحي يې له څنګه ايښې ده او په ښوګيلاسونو كې اوبه څښي له اوبونه هغه خوند نشي اخيستلى.
هو! ده دلارويو او شپنو تنده نه ده ليدلې.
په سره او ټكنده غرمه كې يې لو نه دى كړى، ځكه هغه تلوسسه په ده كې نشي پيداكېداى.
چا، چې لوږه او تنده نه ده ليدلې، هغه د خوړو او اوبو پوره خوند هم نه دى لېدلى او  د ژوند په كيف نه دى پوه شوى.
 
نوى نسل
 
له زمكې نه بخار پورته شو.
له بخار نه ورېځ  پيداشوه.
له ورېځې نه باران وورېده.
له بارانه د پسرلي ګلونه پيدا شول.
دګلونو نه  خوشبويي پيداشوه.
وګورئ! مور او لور يا پلار  او  زوى څومره فرق لري؟
هغه تفاوت، چې د باران او ګلونو يا د زمكې او  بوټو ترمنځ  وينئ د يوه او بل نسل تفاوت هم دومره دى.
كه اولادونه ميندو غوندې واى، نو له غرونو څخه به لعلونه نه پيدا كېده، له دريابونو څخه به مرغلرې نه راوتلې، له ابشار نه به برېښنا نه راتله، د ړندو  اولادونه به ړانده وو، له كڼو نه به كاڼه زېږېدل.
اوس پوه شوئ! چې نوى نسل او زوړ نسل يو رنګه نه وي.
كه څوك خپل زوى ته زړه بوډۍ به نكاح اخلي يا خپله پېغله لور اتيا كلن  بوډا ته  وركوي ښه نه كوي.
زړه تربيه او نوى نسل همدغسې وګڼئ.
 


لوى او  وړوكى
 
په شفتالو كې زړى دى په زړي كې ونه ولاړه ده.
د غنمو په وږو كې دانه شته، په دانو كې همدغسې وږي شته.
په چرګه كې هګۍ ده په هګۍ كې چرګه ده.
دغه يوه دانه پندانه، چې ګورې تېل او پلته دواړه لري او په حقيقت كې بله ډيوه ده، مګرستا سترګې دغه رڼا نه ويني.
ته خبرنه يې، چې په يوه دانه او په يو څاڅكي كې عالمونه پراته دي.
ته پخپله هم دغنم په دانه كې وېده وې بيا دې په يوه څاڅكي اوبو كې لامبو وهله نن په لويه بېړۍ كې ناست يې او په لويو دريابونو كې ګرځې.
څه شى، چې ته وړوكى ګڼې هغه هم لوى دى يا هغه څه، چې تا ته لوى ښكاري هغه هم كوچنى او وړوكى دى.
ته  ونه لويه ګڼې هغه په يوه زړي كې ده.
تا ته زړى وړوكى معلومېږي په هغه كې غټه ونه ځاى شوې ده.
دغه غټه هندواڼه، چې ګورې كال ته نه پاتې كېږي او عمر يې ډېر لنډ دى، دغه د هندواڼې كوچنى زړى تا ته هر كال تازه هندواڼې دركوي.
د زړي قيمت له هندواڼې نه لږنه دى.
كه زړى ورك شو هندواڼه وركېږي.
نو راشه هېڅ شى وړوكى او كوچنى مه ګڼه، ځكه چې دلته غټ او كوچنى لوى او وړوكى نشته، ټول برابر دي يوازې خداى لوى دى او بس.
د نن ورځې ديموكراسي له همدغسې ژوندكتنې څخه پيدا شوې او د ډېر دقت نتيجه ده.
 
 
د شاعرتحفه
 
زه چې ورغلم هغه په كوټنۍكې ناست و، سر يې په ګرېوانه كې ښكته كړى و، فكري عبادت يې كاوه.
كله چې هغه سر راپورته كړ او پر ما يې نظر ولوېده، ما خپله تحفه يو د پړانګ پوستكى او يو غزنيچى پوستين د هغه په مخ كې كېښوده.
هغه وويل: دا يو د ظالم پوټكى دى، ځكه له پښو لاندې لوېږي، دا بل د ضعيفانو له پوستكو نه جوړ دى او پر غاړې پورې تعلق نيسي.
د شاعر تحفه بايد همدغسې وي او همدغه معنى ولري.
دى بايد دا دوه منظرې همدغه راز وښيي او خلك په دغه رمز ښه پوه كړي.
په دغو خبرو زه له خوبه راويښ شوم او په خوب كې د خپل خوب په تعبير پوهيدلى وم.

خدمتګار
 
هلته يو ړوند بې لارې روان و، هغه پر سمه لاره برابركړ، مګر ړوند پوه نشو چې زما رهبرڅوك دي.
يو بل په خواږه خوب وېده و، په خوا كې يې يوه منګري سر را اوچت كړ، هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې ناخبره پاتې شو.
د شپې په مسجد كې ناروغه مسافر زګېروي كول، هغه يې په خدمت كې شپه سبا كړه، مسافر سباوون خواته مړ شو او خپل زړه سواندى خدمتګار يې ونه پېژانده، هغه پر لاره روان و، يو ماشوم ته يې يو موټى ميوه وركړه، مګر يوه هم ونه پيژانده، چې دى څوك دى.
له دې لويې لارې نه هغه ډېر اغزي او كاڼي لرې كړه، مګر څوك چې سبا ته پر دې لاره راځي د هغه له خدمت څخه نه خبرېږي او هغه نه پېژني.
په رښتيا، چې مونږ خپل خدمتګاران نه پيژنو او باداران ډېرښه پيژنو.


عقل
 
ډېر لږ خلك دي، چې كله كله يو نيم كار د عقل په خوښه كوي.
نور ټول كارونه د مينې او محبت دپاره، د حسد او عناد دپاره، د حرس او هوس دپاره وي يا د كوم زورور په امر او د نادانۍ په فرمان اجرا كېږي. سره له دې چې د عقل برخه په ژوندانه كې ډېره لږه ده بيا هم هر څوك د عقل ستاينه كوي او د عقل دښمن هم عقل ښه ګڼي او بې عقلي نه خوښوي.
ښايې، چې عقل په همدغه سبب د هر چاخوښ وي، چې د چا په كار كې كارنه لري او د زورورو خوي په كې نشته.
عقل زمونږ تابع دى او زمونږ زړه ته ګوري هغسې مشوره راكوي، ځكه يې ستا يو او صفت يې كوو.
كه عقل پر مونږ باندې حاكم واى او اقتدار يې درلوداى مونږ به ترينه ډېر سرټكاوه او بد به مو ګاڼه، ځكه چې تر اوسه مونږ له يوه حاكم نه هم زړه كې ډېر خوښ نه يو او ډېر ښه حاكم هم ډېر خلك له ځانه خوابدي كړي دي.
په رښتيا، چې عقل غوندې بې ضرره شي نشته.
عقل هر كله زمونږ خير او ګټه راښيي او عقل د همدغه شي نوم دى. كه مونږ د عقل يوه خبره هم ونه منو بيا هم عقل رانه نه ځي او بد راسره نه كوي كه مونږ په ناكاره كار پسې په بده لاره روان شو عقل راسره ملګرى دى او څومره، چې كېداى شي له خطر نه مو ساتي.
 ډېرې غلاګانې د عقل په مرسته كېږي، كه څه هم غلا ته په ښه نظر نه ګوري او غلا يې نه ده خوښه.
هغه شيطاني چلونه، چې انسان كشف كړي دي او شيطان هم ورته حيران دى د سادګانو او احمقانو كارنه دى.
فرېب او ټګي سره له دې، چې سم او صحيح عقل ورته بد ګوري بيا هم د هوښيارۍ بد عمله اولاد دى او د بدسړي له عقل څخه دغه راز بد اولاد پيداكېږي، همدغسې عقل يوه غله ته هم د تېښتې لاره ښيي هم يې د ماړه كاله ته بيايي او كه حاكم ونيوه د ځان د خلاصولو چلونه هم ورښيي.
كه سړى هرڅومره ګنهكار و عقل ورته د نجات لاره لټوي او له همدردۍ نه يې لاس نه اخلي. په رښتيا، چې دومره مهربانه ملګرى بل نشته.
هغه وخت، چې څوك عقل له ځانه شړي او په عقل هجوم ور وړي باده او پياله دى په لاس كې وركوي او دمخه ورته لا يو داسې ځاى پيدا كاندي، چې ډېر رسوا نشي او محتسب يې ګرېوان ته لاس وانچوي.
د عقل خوى او خصلت په هيچا كې نشته په زړه كې حسد او عناد نلري، لكه ماشوم مرور كېږي، نه ظلم او نه يې ناروا خوښه ده، مګر له ظالم سره دښمني هم نه كوي، فسق او فجور ورته بد معلومېږي، خو د ذاهد په شان له فاسق او فاجرنه نه تښتي، هر چا ته د خېرخواه په نظرګوري او د انسان په مجبوريت ډېرښه خبر دى.
عقل په دې خبره ډېر زور اچولى دى، چې انسان پخپلو كړو كې پوره ازادي او اختيار نلري او د مجبوريت جنبه يې ډېره غالبه ده.
هو! عقل دا غواړي، چې د انسان له ضعف او ناتوانۍ نه يو داسې قوي دليل جوړ كړي، چې د هغه بل جهان له ملامتۍ نه يې هم خلاص كاندي.
عقل په دې پوهېږي، چې انسان د خپلو غرايزو او احساساتو تابع دى او منطق هر كله د خپلو اغراضو دپاره استعمالوي.
د انسان له منطقي تعريف څخه هم دا معلومېږي، چې دى اول حيوان او بيا عاقل دى، يعنې د ده نطق او عقل د حيوانيت تابع دى او حيواني غرايز پكې د اوليت حق لري.
دا يو منلى حقيقت دى، چې عقل زمونږ تابع دى، مونږ د عقل تابع نه يو.
عقل زمونږ دپاره پيدا شوى دى مونږ د عقل د پاره نه يو پيدا.
كه مونږ په عقل باندې د ليونو او ماشومانو كار كوو، كوي يې او زمونږ له امر نه غاړه نه غړوي.
كه زه او ته دوستان يو زما او ستا عقل هم دوستي كوي.
كه مونږ غليمان شو زمونږ عقلونه يو له بل سره دښمني كوي او په جګړه اخته كېږي.
ښه عقل هماغه دى، چې د مينې او محبت په غېږ كې وده وكړي او د ښو عواطفو او احساساتو په لمن كې وروزل شي.
عقل د اخلاقوتابع دى، كه اخلاق ښه و عقل ښه كېږي كه اخلاق بد و عقل په بده لار روانېږي او بده لاره ښيي.



پوهه او هوښياري
 
زه چې وړوكى وم، اګر چې اوس هم لوى نه يم له هر چانه به مې اورېدل:
فلانى بې عقله دى، په څه نه پوهېږي، د عقل په پوله هم نه دى تېر شوى او د دوه خرو اوربشې نشي بيلولى، مګر يو يو به چيرته داسې هم پيدا كېده، چې خلكو به ورته پوه او هوښيار ويلې. زه همدغه وخت په دې خبره پوه شوم، چې پوهان او هوښياران په دنيا كې ډېر لږ دي او ناپوهان ډېر زيات دي. كله چې زه په سبق كښېناستم ماته يې وويل:
سبق ووايه، چې پوه او هوښيار سړى درنه جوړشي.
دا خبره په ما باندې ښه ولګيده او پوه شوم، چې پوهه او هوښياري مې خوښه ده، هغه وخت زه هوښيار نه وم، مګر هوښياري مې ښه ګڼله او ناپوهي راته بده ښكارېده، نه پوهېږم چې دغه تميز ما له كومه كړى و او يو بې عقل څنګه پوهېدى شي، چې عقل ښه دى او بې عقلي ښه نه ده، خو اوس پوه شوم چې ماشومانو ته كه څوك هر څه هر رنګه وښيي هماغسې يې ګڼي او له ځانه څه فكرنشي كولى.
ماشومان لا پرېږده، چې د ږېرو خاوندان هم دغه شان دي او لوى سړي د يو او بل په خبرو تېروزي.
ما هغه وخت د ملا صاحب سوكانو ته د همدې دپاره سر ونيوه، چې پوه او هوښيار شم.
هو! د پوهې او هوښيارۍ ځاى سر او د ماغ و، مګر پوهه د ملا صاحب په لاس كې وه او له هر چا سره نه وه.
ما ته هوښياري، ځكه ښه ښكارېده، چې ډېره لږه وه او له لږو خلكو سره وه، هر څه چې لږ وي قيمت يې ډېر وي او خلك يې ارمان كوي، هر څوك هغه څه غواړي، چې نه يې لري.
كه زه پوه او هوښيار واى په پوهې او هوښيارۍ پسې به نه ګرځېدم.
ډېرخلك ډېرو شيانوته د ناپوهۍ په سبب هڅه كوي او ډېر كارونه له ناپوهۍ ولاړېږي، زه هم نه پوهېدم چې پوهه مې غوښتله.
هرڅه، چې وو او هر څنګه چې وو ما به ليك او لوست كې دانايي لټوله او سبق مې وايه، چې يوه ورځ مې د رحمان بابا په كتاب كې ولوستل:
دا دنيا په احمقانو ده ودانه    دانا نه كا په دنيا باندې غرض
مګر، چې شاوخوا مې ښه وكتل په رښتيا، چې د كلي خان به ټوله ورځ په دېره كې يخ سيوري ته پروت و او هېڅ به يې نه كول دهقانانو او مزدورانو به سره غرمه كې يوې، لوونه او غوبلو نه كول، زحمت او خواري به د دوى وه ګټه، به د خان كورته راتله.
زه دغه وخت د عقل او هوښيارۍ په كرامت او بركت نور هم پوه شوم او باور مې راغى، چې زمونږ په كلي كې يوازې خان صاحب هوښيار دى، چې هېڅ نه كوي او نور ټول بې عقله او ناپوهه دي، چې د دنيا كارونه كوي. د ده د پوهې او هوښيارۍ يو بل دليل هم له ما سره و هغه دا، چې دى به په ژمي پيتاوي ته كښېناسته او په اوړي كې يخ سيوري ته، هغه نور به  په سره اوړي كې سره لمر ته ولاړ وو او كار به يې كاوه ما به په جومات كې په زوره زوره ويل:
دا دنيا په احمقانو ده ودانه           دانا نه كا په دنيا باندې غرض
خو هغوى په دې خبره نه پوهېدل او زما چيغې عبث وې.
ډېره موده وروسته زه له كلي كوره راووتم ښار ته راغلم په دفتر كې مرزا شوم د مرزايانو له څنګه كښېناستم، په چپړاسيانو به مې حكمونه كول او په هر كار پسې به مې لېږل.
دلته هم هماغه قانون جاري و او د رحمان بابا خبره راته د كاڼي كرښه ښكاره شوه، چپړاسيان به ټوله ورځ په سره ژمي او په واورو كې دېره په دېره ګرزېدل، مكتوبونه به يې رسول مونږ به په توده كوټه كې ناست وو مكتوبونه به موليكل.
زمونږ مدېر صاحب به نور څه نه كول يوازې دسخط به يې كاوه، يعنې زمونږ كار به د ده په نامه ختمېده. كه د دسخط په ځاى مهر لګول رواج واى دا كار به هم كاتبانوكړى و، مګر نه پوهېږم چې مديران ولې مهرونه نه جوړوي؟ كه يو كاتب خپل كار د مدېر په نامه ختم كړي او دى پخپله د هغه مهر د مكتوب په اخر كې ولګوي دا كار اخلاقاً ښه دى، ځكه چې د ايثار او فداكارۍ معنىٰ لري، كه څوك پردى كار پخپل نامه ختموي ښه نه معلومېږي له چپړاسيانو نه زمونږ كار لږ او اسانه و او له م

ونږ د مدير صاحب كارسپك و. رئيس صاحب، چې عاقل عالم و هغه بېخي كار نه كاوه او كله كله به د يوه ساعت له مخې رياست ته راغى ځينې خو به يې خپل مبارك نوم هم په كوم مكتوب يا حاضرۍ په كتاب كې نه ليكه، چې د كار كمې د ده په نامه پرې نوزي او هوښيارۍ ته يې زيان ونه رسيږي.
زمونږ مكتوبونه ځينې داسې وو، چې چپړاسي ته به مو وركول، چې په مدير يې امضا كړي، ځينې به مونږ پخپله رئيس صاحب ته د امِضاء دپاره وړل.
د رئيس صاحب حضور ته چپړاسي مكتوبونه نشو وړلى، چې د ادب تقاضا دا نه وه، چې يو خوار چپړاسي په خواره جامه كې د يوه لوى سړي په حضور كې ودرېږي كه څه هم د خداى حضور ته په لمانځه درېږي.
هو! د دربار په ادابو هر څوك نه پوهېږي او درباري پوهه له هر چا سره نشته، هلته موقع شناسي له هر كار نه زيات قيمت لري او د نزاكت مراعات ډېر په كار دى. په رمز او اشاره پوهېدل، مزاج پېژندل، د بل په خوښه خبرې كول، د بل په نظر هر څه ليدل، ډېر لياقت او مهارت غواړي هر څوك نشي كولى، چې له ځانه به هېڅ فكر او هېڅ عقيده نلري، مګر د بل هر فكر او هره نظريه به د ارسطو په منطق ثابتوي.
پخپلو اوږو باندې هر څوك د بل پېټى وړلى شي، مګر له زړه نه د نورو يابو جوړول اسانه كارنه دي.
تاسې درباريانو ته په عادي نظر مه ګورئ، دومره باريك بين خلك بل چيرته نشته، د دوى ډېر لږ كار د پوهې او هوښيارۍ له بركته د نورو له ډېرو درنو كارونو نه دروند خېژي. د دوى مثقال او د نورو خروار برابر نه دي. كه د نورو د فعاليت دوړې او ګردونه اسمان ته ورسيږي او دوى محض د چا د بوټونو ګرد پاك كړي، د دوى د كار قيمت زيات دى او له هغوى نه يې محتوا ډبله ده.
دوى په جنګونو او جګړو كې د سربازۍ ميدان ته نه حاضرېږي. په فابريكو او كارخانو كې كارونه نه كوي، لوړې ژورې نه اوروي، معدنونه  نه سوري كوي، مګر ګټه يې له نورو نه زياته ده او په لوړ مقام كې ځاى لري.
د دوى كار دومره باريك دى، چې هر چا ته نه معلوميږي، مګر لياقت يې معلوم دى او په هوښيارۍ كې يې څه شك او شبه نشته. څومره، چې پوهه او هوښياري زياتېږي هغومره فعاليت او د كار ستوماني كمېږي. نه ګورئ چې ماشومان له لويو او درنو خلكو څخه ډېر حركت كوي دا باشي ولاړ دى او مزدوران تېږې چلوي.
مشران له ځايه نه ښوري او كشران په مخكې منډې وهي كه لرې نه ګورئ د خپل لاس ساعت ته وګورئ ثانيه ګرد، چې وړوكى دى څومره ژر ګرځي دقيقه ګرد، چې  لوى دى ورو روان دى.
كوچني موټر ډېر ګړندي ځي او لويه لارۍ هغسې نشي تللى.
اوس پوه شوئ، چې لويوالى او دروندوالى همدارنګه عقل او پوهه فعاليت كوي او منډې رامنډې د بې عقلو كاردى.
هوښياران كار نه كوي، فكر كوي او چرت وهي ناپوهان جبل وهي او غرونه سوري كوي.
يو مرزا هېڅكله په خپل كار كې د يوه جوالي غوندې نه دى ستړى شوى (عقل نيست جان در عذاب) همدغه معنىٰ لري او رحمان بابا د همدې له امله وايي، چې دنيا په احمقانو ودانه ده او دانا د دنيار په كار څه غرض نلري.
تاسې له هوښيارانو او پوهانو ډېر كار مه غواړئ، دوى پريږدئ چې فكر وكړي او بې كاره بې زياره ګټه خپل كاله ته راوړي. 
 هوښياري او پوهه همدغه ده، چې كار يې لږ او ګټه يې ډېره وي يا په بل عبارت هېڅ نه كوي او هر څه  د ده وي، د نورو له زيار او كار څخه ګټه اخيستل، بل غولول او ځانته ګټه اړول پوهه او هوښياري ده. دا د پوهې او هوښيارۍ بركت دى، چې ډېر لږ خلك، يعنى هغه چې د نن ورځې په اصطلاح به اقليت كې دي او لږه كي ورته ويل كېږي د ډېرو خلكو له ستړيا او ستومانۍ نه ډېره زياته استفاده كوي. كه تاسې د هر وطن د ناز او نعمت خاوندان او شتمن وګورئ، دوى ډېر لږ دي، مګر ډېر زيات خلك د دوى د ګټې دپاره استعماليږي. معنىٰ دا، چې د دوى سمسور بڼ د نورو په خولو وده كوي او د دوى راحت د نورو د زحمت نتيجه ده.
 دا ده هغه پوهه او هوښياري، چې ما په ليك او لوست كې لټوله او زه يې له كاره وايستم.
هو! پوهه او هوښياري سړى له كاره باسي، د كار خلك نور دي، پوهان او هوښياران ځان ته خير رسوي او خپل خير لټوي.
دهمدې لا مله وايي چې دجنت اكثره خلك ساده ګان دي او دنيا هم به ساده ګانو او احمقانو ودانه ده.
 
 
 
 
احمق څوك دى؟
 
هغه چې د دنيا په سود او زيان نه پوهېږي او د ګټې په ځاى تاوان كوي، خلك  ورته احمق، بې عقل او ساده وايي.
دا درې نومونه، لكه د يوه سړي مختلف عكسونه، چې په بېلوبېلو كمرو او مختلفو احوالو كې بېلو عكاسانو اخيستې وي. په عين اتفاق كې اختلاف هم لري او په يووالي كې يې يو څه بېلوالى معلومېږي.
كه څوك كوم بې عقل سړى سپكوي احمق ورته وايي او كه يې ستايي، نو ساده يې بولي. د وينا او بيان سحر د الفاظو په همدغسې فريب كې پټ دي.
په كتابونو كې راغلي دي، چې پخوا به يې ټوقيانو ته احمقان ويلې او د دربار احمقان به هغه كسان وو، چې پخپلو خبرو به يې خلك خندول او په مجلس كې به يې خوشحالي پيدا كوله، د احمق او ساده يو مثال ملانصرالدين دى، چې په ظرافت او مسخره توب هم شهرت لري. د دغه مرحوم د حماقت دليل د خلكو په نزد دا دى، چې ده به په يوه روپۍ څلور دانې هګۍ واخيستلې هغه به يې وخوټولې په رنګ به يې سرې او شنې كړې بيا به يې د روپۍ پنځه دانې خرڅولې، يعنې د ګټې په ځاى به يې تاوان كاوه او خپل مال به يې ارزانه خرڅاوه.
اوس چې څوك له چا نه څه شي ارزانه وغواړي هغه وايي: څه ملا نصرالدين خو نه يم. دا نوم اوس دومره عام شوى دى، چې كه هر څوك يو شى ګران واخلي او ارزانه يې خرڅ كړي خلك ورته ملانصرالدين وايي.
مونږ په خوله وايو، چې عقل بېل شى دى او د دنيا مال بېل شى دى، څوك به عقل لري مال به نلري، ځينو نورو سره به مال وي او عقل به نه وي، مګر په عملي ډول د هر چا عقل او بې عقلي د دنيا د ګټې او زيان له مخې معلومو او په حقيقت كې ګټې ته عقل وايو او تاوان بې عقلي يا حماقت  بولو.
زمونږ په خيال او تصور كې دا نشي راتلى، چې ملانصرالدين دا كار د دى دپاره كاوه، چې نرخ ارزانه كړي او خپل احسان په دغه تجارت كې پټ كړي، چې خريدار يې په سخاوت هېڅ پوه نشي او كرامت حماقت وګڼل شي.
كه زمونږ ګمان نېك او ښه واى ملانصرالدين به مو د خير او فيض خاوند ګاڼه او د هغه په عقل پورې به مو نه خندل.
هغه بل كال زمونږ په هېواد كې قحطي او ګراني وه يوه لوى سوداګر له هرات نه ډېره غله كندهار ته راوړه او په خلكو يې د بازار له نرخه ارزانه خرڅه كړه، يعنې ګټه يې ونكړه تاوان يې وكړ. دا كار هېچا د هغه په بې عقلۍ حمل نكړ او په اخبار ونو كې يې ډېره ستا ينه وشوه، هغه ته چا ملانصرالدين ونه ويلې، بلكې د خير او بركت خاوند يې وباله.
يو وخت زه د يوه شتمن سړي كره مېلمه شوم د هغه په كاله كې هر څه پاخه شوه، مګر سوكړك يې نه درلود، د كاله خاوند څو غنميې ډوډۍ خپلو همسايه ګانو ته ولېږلې او هماغومره سكړكان يې راوړه.
ما ته دا معلومه شوه، چې دوى هره ورځ دغه راز تجارت كوي او پخپل كاله كې جوارى نه پخوي. دا سودا ما ته د خوارانو او غريبانو دپاره سودمنه ښكاره شوه او مرحوم ملانصرالدين راپه ياد شو.
زه دا جرئت نه شم كولى، چې دغه راز ښه كار احمقانه وګڼم.
په كوم كاله كې، چې هر څه ډېر وي دغومره لږ تاوان هېڅ تاثير نلري.
بډايان له دغسې تظاهر نه يو مخصوص خوند اخلي، چې مونږ هغه نه دى څكلى. كه دغه راز كار يو خوار او غريب وكړي حماقت دى، مګر د بډايانو دپاره صفت دى.
عقل او پوهه خوارانو او فقيرانو ته دا اجازه نه وركوي، چې ډوډۍ په جواري باندې سر په سر وركړي او خپل حماقت ښكاره كړي، مګر بډايان په دغسې كارونو ښه ښكاري او څوك ورته ملانصر الدين نه وايي، بلكې حاتم طايې يې بولي.
كه خواران او غريبان له اسراف او تبذير نه كار واخلي ډېره لويه ناپوهي او نادانۍ ده، مګر بډايان په اسراف او تبذير د جود او كرم خاوندان ګڼل كېږي.
دغه عقل، چې د خوار او غريب رهبري كوي د بډايانو دپاره نه دي په كار.
هو! عقل امسا ده، چې ګوډ او ضعيف انسان ورته اړ دى، هغه چې د قوت او قدرت خاوند دى، دغه د ضعيفانو وسله ورته نه ښايې، د عقل عينكې د كمزوري نظر بينايي زياتوي او د تېز نظر خاوندان يې كله كله د ډول او فېشن دپاره په سترګو كوي.
كه څوك عقل او هوښياري لټوي د خوارو او غريبو په كور كې دې ولټوي زورور او بډايان له دغه شي نه بې نيازه دي.
تاسې يوه انسان يا يوه حيوان ته، چې څه نه ويني ړوند وېلى شئ، مګر سيند او سيلاب ته ړوند ويل غلطه خبره ده. كه څه هم په نااواره لاره روان وي او په سمه لاره نه درومي، دا ځكه چې دغه پرزېدل او جګېدل هغه ته څه هم په نا اواره لاره روان وي او په سمه لاره نه درومي، دا ځكه چې دغه پرزېدل او جګېدل هغه ته څه زيان نه رسوي او بې سترګو هم ډېر ګړندۍ تللى شي.
 كه مونږ د خپل هېواد په خلكو كې فكر وكړو هغه كارونه، چې ځينې زورور او بډيان يې كوي په عقل برابر نه دي، كه مونږ يې وكړو بد ښكارو او ضرور وينو، ځكه زمونږ د عقل مخه نيسي، مګر زورورو او د قوت خاوندانو ته زيان او ضرر نه رسوي، ځكه يې عقل هم مخه نه نيسي او دغه د غريبانو ناصح د هغوى حضور ته لاره نلري.
د زورورو په مخكې عقل ګونګ وي او ډېر مزخرف معلومېږي، هر څه چې بې ضرورته وي او احتياج ورته نه وي بد ښكاري او قيمت يې لږ وي.
كه چېرې په انسان كې ډېره نيمګړتيا او كمزوري نه واى او عقل ته يې احتياج نه درلوداى عقل او پوهې به دغومره قدر نه درلوده.
اوس پوه شوئ؟ چې هر خوار او غريب سړى كه ځان ته څپلۍ يا پڼۍ لږې غوندې ګرانې واخلي او دوه يا درې روېۍ پكې وغوليږي هر څوك ورته احمق وايي. يو بډاى كه په زرهاو روپۍ  په يوه شپه په قمار كې وبايلي احمق نه دى، هغه چې د ورځې د شلو يا دېرشو روپو په سګرټو اور لګوي يا د سينما او تياتر په تشه ننداره پيسې وركوي څوك ورته احمق نه وايي، مګر كه يو مزدور يوه ورځ كار ونكړي او وزګار وګرزي احمق دى، ځكه چې بيګا ته په كور كې څه نلري او وږى پاته كېږي.
 يو بډاى ګړندي موټر كې ډېر لرې ځاى ته په ښكار پسې ځي په لاره كې ډېر تېل مصرف شي، د موټركمانۍ ماته شي او ټاير هم بچ كاندي، مګر د ښكار برابري رانشي او پس له دوه درې شپو پنځه يا شپږ دانې زركې له ځان سره كاله ته راوړي، چې دانه په سلو روپو هم نه پرېوزي. هغه ته څوك ملانصرالدين نه وايي، ځكه چې ژوند دغسې تفريح او پام غلطولو ته احتياج لري او د شوق او ذوق دپاره مال تاوانول نا پوهي نه ده.
كله چې يو بډاى يوه ښكلې نفيسه تابلو په ډېرو روپو اخلي يا ځينې انتيك او زاړه شيان د تش نمود دپاره په ډېر لوړ قيمت رانيسي هغه بل، چې يو زوړ قلمي كتاب چې ذوق او صنعت پكې خرڅ شوى په ګرانه بيه اخلي او د هماغه كتاب چاپي نسخې ډېرې ارزانه لاس ته راځي، ته وايه چې دغه راز تاوانو نه د څه دپاره دي؟
كه غرض معنوي استفاده وي هماغه معنىٰ په چاپي كتاب كې هم شته.
معلومه شوه، چې مال تاوانول د نامه او شهرت دپاره د شوق او ذوق دپاره د هوا او هوس دپاره حماقت نه دى، صنعت دى او ستاينه يې كېږي، مګر په دې شرط چې سړي خور او فقير نه وي، بډاى وي او ډېرې پيسې ولري.
اوس خو به پوهيدلي ياست، چې احمق څوك دى او مونږ چا ته احمق وايو؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery