مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د قاتل په لټه

د نيمې شپې د دروازې ټك ټك نه يوازې له درانده خوبه راكېنولم ، بلكې ويره يې هم زما مله كړه ، په كراره مې له بړستنې په ورو غږ كړ :
- څوك ياست ؟
- د دروازې تر شا ستومانه غږ واورېدل شو .
- وبخښئ ! دروازه پرانيزئ !
ما ډېر ژر دى وپېژاند ، په بيړه دروازې ته ورغلم او دروازه مې پرانېستله .
- سلام شوستر ! په دې نيمه شپه كې ! خيريت خو به وي ؟
هغه له وعليكم پرته په رېږدېدلي غږ ځواب راكړ :
- غواړم په يو چا خپل زړه سوړ كړم او سر يې پرې كړم .
د ده پرېكړې حيريان ، دريان كړم ، له خولې مې ژر ور ووتل :
- خير دې وي ، څه خبره شوې ؟
ژر يې ځواب راكړ :
- په دې دې هله خبروم چې ډاډ راكړې ، چې دا كار دې له وسې څومره پوره دى ؟
زه موسك شوم .
- په ما دې ګومان راځي ، چې زه دې څوك ووژلى شم .
په ورو يې ځواب راكړ :
- زه نه وايم چې ته يې ووژنه ، خو څوك راته پيدا كړه . زما هيله او اميد هم ته يې، دا راز يوازې له تا سره شريكوم . په دې چې ته مې د خپل شرقي او افغاني كلتور له مخې نشې محكومولى .
اوسيلى يې وويست او خبره يې داسې وغزوله .
- دا ډمه ، بې وجدانه � .
په خبرو كې ورولوېدم .
- څوك يادوې ؟ ولې څه يې كړې چې دومره يې پړسولى يې ؟
ويې ويل :
- زما ښځه ، دا تايوانۍ بيزو ، دا لولۍ ، له ما سره جوخته له خپل لونډ سره يوځاى كالېفورنيا ته راورسېده ، او په همدې هوټل كې يې له خپل لونډ سره زما سره څنګ كې كوټه كرايه كړه .
بيا يې سوړ اوسيلى وويست :
- اى كاشكې ړومبيه عقله چې وروستى واى � پوهېږې همدا يوه اونۍ دمخه مې د خپل ملكيت ( 70 ) برخه دې ته او ( 30 ) برخه د اولنۍ ښځې نه زېږېدلو زامنو ته په نامه كړه .
په خبرو كې ورولوېدم .
- نو ولې دې داسې بيړه وكړه ، ته خو لا ځوان يې ، داسې پريكړې خو هغه څوك كوي چې د ګور په غاړه ناست وي .
ځواب يې راكړ :
- مياشت وړاندې داكترانو راته وويل چې د زړه رنځ مې په بحراني حالت كې دى او هره شپه كېداى شي ، د قبر مېلمه شم . ما د دې لپاره چې له مړينې وروسته دا ډمه تايوانۍ له ميراثه محرومه نه وي او د زامنو له شره مې ژغورلې وي ، دا كار وكړ او دې چې څنګه خپل كار وكړ ، يوه ثانيه يې هم ماته ونه كتل . اوس چې فكر كوم دې له هماغه د واده له پيله زما ميراث ته سترګې پټې كړې وې .
په ډاډيېنه مې ورته وويل :
- زه خداى به هر څه اسانه كړي ، ځه اوس بېده شه ، سبا به بيا په آرامه سره پرېكړه او مشوره وكړو .
خو وړانديز پرې ښه ونه لګېد :
- تر سبا به زما زړه له قهره وچوي ، زه مې په زړه باور نه لرم ، غم يې لكه غر په ما ولاړ دى ، غواړم نن شپه دا هر څه سر ته ورسېږي او يا دې ډاډ راكړ شي .
بيا يې په كراره شان پسې اوږده كړه :
- زه د دې كار لپاره چې څومره ژر وشي ، چې څه لرم او نه لرم د ټولو وركړې ته چمتو يم .
ما بيا سكون او آرام ته راوباله :
- ځه خداى به هر څه اسان كړي ، په دې نيمه شپه كې په دومره بيړه دا كار ناشونى دى .
خو هغه لكه زما خبره چې نه وي اورېدلي - وويل :
- زه پوهېږم ، خو زه تر سل زرو ډالرو پورې همدا اوس د قاتل له سره قربانولى شم.
بيا بېرته د هغې په غيبت سر شو :
- دا لولۍ پوهېږې چې زه مرم ، څه آسمان به رالوېدلى واى چې زما تر مړينې يې صبر كړى واى ، بيا يې چې ټوله جرمني په ځان اچولى واى خپل كار يې و ، زه خو په رښتيا د زړه رنځ لرم ، خو لا له زوره نه يم ولېدلى او په داسې حالت كې نه يم چې د دې ډمې د جنسي غريزې ځواب ونه وايم .
زه يې اندېښنو ته چُرت وړى وم او نه پوهېدم چې په دې نيمه شپه كې يې څنګه مرستې ته وردانګلى شم ، په ورو مې بيا د غوږه ورتيره كړه :
- زه تا دركوم ، ځه اوس پرېوزه ! سبا به داسې يو سړى په لاس دركړم .
په دې خبره له خوشالۍ وغوړېد ، ژر يې پوښتنه وكړه :
- زه ډاډه اوسم ، سرونه به پرې شي .
بيا يې وويل :
- زه هم دې عمل ته تيار يم ، خو هسې نه چې رسوا شم او دوى راڅخه دمخه شي .
ما بيا ډاډ وركړ :
- ځه بې غمه اوسه !
له دې شېبې وروسته مې د قاتل په لټون شروع وكړه ، خو په امريكا كې داسې كسان چې يا ما او يا زما دوستانو پېژندل ، يا خو بنديان او يا هم نادركه شوي وو .
شوستر شپه او ورځ او هره ګړۍ زما كوټې ته د دې معاملې له پاره ته او راته ، په څلورمه ورځ له جرمني داسې يو قاتل راورسېد ، له هوايي ډګره سيده د شوستر كوټې ته ورغلو :
شوستر زموږ په ليدو وغوړېد او پرته له دې چې قاتل ته د روغبړ له پاره لاس وركړي او يا ترې د قتل بيه وپوښتي ، سمدلاسه يې خپل دېپلومات ته لاس كړ او له ما سره راغلي قاتل ته يې وويل :
- ما ده ته د ( 50 ) زرو ډالرو ويلي ، خو زه درته له لكو زيات چك لاسليك كوم ، دا ټول له تا قربان . بيا يې په ورو بكس پرانېست او موجود ډالر يې زموږ سترګو ته ونيول .
- اوس مو باور راځي او كه نه ؟
خو د مخه تر دې چې د ډالرو بكس پرانيزي ، په رېږدېدلي غږ يې له راغلي كس وپوښتل :
- څه وخت دا زېرى راباندې كولى شې ؟
قاتل دستي ځواب وركړ :
- همدا نن شپه .
د شوستر په سترګو كې د خوشالۍ اوښكې په نڅا شوې .
- رښتيا !
قاتل ځواب وركړ :
- ډاډه اوسه ! په همدې مېز يې سرونه رانه وغواړه .
شوستر بيا هم وپوښت :
- دا امكان لري ، ته دومره ماهر يې !؟
قاتل ځواب وركړ :
- بې غمه اوسه !
شوستر په دې ډاډ په بيړه د پيسو بكس بيا پرانېست او په شمار شميرلي د(100) زريزو ډالرو بسته د هغه په ګوتو كې كېښوده .
بيا يې ورو شان وپوښت :
- بس دى ؟
قاتل حيران شو :
- څه چې ستا خوښه وي .
شوستر وويل :
- زما خو ټوله هستي له تا قربان ده .
قاتل هم بيا ډاډ وركړ :
- زه به هم په ټول قهر سره دا سرونه قلم كړم .
شوستر له خوښۍ وغوړېد :
- بس چې سرونه ووينم ، نور انعامونه دې هم خپل دي .
بيا يې د وروستي ځل له پاره قاتل وپوښت :
- بس زه د دې سرونو د ليدلو په خوبونو كې ويده شم .
قاتل ځواب وركړ :
- ډاډه اوسه ! دا خوب نه رښتيا دي .
شوستر غيرارادي چېغه كړه :
- ته رښتيا وايي ؟ بيا يې قلم راواخېست او ويې ويل :
- دا دى زه د ( 50000 ) بل چك هم لاسليك كوم ، خو په چك يې قلم نه و راكښلى چې ناببره په مځكه راولوېد او چې مو څو پام كېده بيا يې په خوله كې ځګونه راغلل او سترګې يې د تل له پاره پټې شوې .

براتسلاو � سلواكيا
د 2004 ميلادي كال د مارچ 20

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery