مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

هم دين او هم دنيا

مولوي سيدكريم چې څنګه دريشي وويستله ، په بيړه بيا كټ ته پورته شو ترڅو يې د الوتكې د اوږده سفر ستړيا ليرې او د څه شېبې لپاره يې سترګې سره ورشي، د شپې لس بجې وې چې د سر څړيكو او درد له درانه خوبه راكېناوه ، ګروپ يې ولګاوه ، بيا بيت الخلا ته لاړ او چې بېرته راوګرځېد دستي يې يخچال پرانېست ، ترڅو څه وڅكي ، ځكه په سرخوږۍ سربېره يې حلق هم له تندې ښه پوره وچ شوى و .
د يخچال له پرانېستلو سره سم يې عجيبه فكرونو زړه ته لار وكړه .
- دلته خو داسې بوتلې دي چې هېچرې مې نه دي تر سترګو شوي ځېنې به ضرور د ستړيا او سردردۍ وي .
بيا يې په ورو يو كوچنى د "ودكا" د شرابو بوتل راواخېست :
- دا به هرومرو څه دارو وي ، دلته خوشې شيان نه ږدي ، زه خو سردردۍ مړ كړم.
خو بېرته په زړه كې ور وګرځېدل :
- دا كافران ډېر ټګان دي ، هسې نه چې چېرته شراب مراب نه وي ، د كلونو عبادت به په اوبو لاهو كړم .
مولوي د شرابو بوتل سترګو ته ښه رانژدې كړ :
- د شرابو رنګ لكه چې سپين وي !!
د ودكا بوتل يې بېرته كېښود ، سترګې يې د ويسكي په بوتل ولګېدې :
- دا راته شربت ښكاري ، خو خداى دې وكړي چې دارو وي ، هسې تشه كولا مولا نه وي .
په ورو يې د بوتل سر پرانېست ، خو زور يې پرې ونه رسېد . بوتل يې په زمكه كېښود ، سترګې يې په بل بوتل ( كنياكو ) ولګېدې ، له ځانه سره يې كړل :
- خداى مې دې غاړه نه بندوي ، دا بوتل راته روغ ښكاري .
بيا په ټول زور سره د بوتل په پرانېستلو شو :
د مخه تر دې چې له بوتله لږ څه ګيلاس ته راوځنځوي ، بوتل يې سپږمو ته نږدې كړ .
- دا خو د يوناني شربت غوندې بوي كا .
لږ چُرتي شو :
- شى خو معمولى شربت نه دى ، هر شى چې دى ، يا شراب دي او يا دوا ؟
بيا ور په زړه شول :
- وايې دا د كافر زامن ځېنو دواګانو ته هم شراب وراچوي هلته چې د اسلام هېواد دى ، څومره به مو په ناخبرۍ كې څكلي وي ، دلته چې د كفارو ملك دى � خداى دې راته عفوه وكړي .
خو بيا يې سترګو ته هغه بل بوتل "ويسكي" چې لا يې په يخچال كې بېرته نه و اېښى ، ودرېد :
- ته راځه دا هم بوي كړه .
مولوي د كنياكو بوتل په خورا احتياط بېرته يخچال ته كړ او د "ويسكي" په خلاصولو شو ، د بوتل سر په سختۍ خلاص شو . هغه يې هم سپږمو ته ور وړ او چې ورته بوي يې سپږمې وتخڼولې خورا حيران شو :
- عجيبه � دا خو ټول يو شان دي � .
ژر يې لومړنى د "ودكا" بوتل ته لاس ورتير كړ او په بيړه يي سر ور پرانېست . هغه يې هم ژر وازمايه ، دا ځل يې حيرانتيا نوره هم زياته شوه او څه غلى شان له ځانه سره وبوږنېد :
- دا خو ولاكه بل شى وي � تو لعنت په شيطان .
مولوي په شړك سرخلاصى بوتل بېرته يخچال ته ورتير كړ . ناهيلى او اندېښمن بېرته په كټ كې وغځېد ، خو لږه شېبه تېره نه وه چې بېرته له ځايه راپاڅېد . دا ځل يې په زړه تلوېزيون ور وورېد :
- ته راځه ، دا د خنځير شى چالان كړه ، چې په دنيا كې څه خبرې دي .
د تلوېزيون په روښانه كېدو اتومات CNN چالا شو . د دې كانال په خبري سروېس كې د جورج بوش په باب مطلب ويل كېده . مولوي په قهر له ځانه سره وويل :
- دا بلا خو په هر كانال كې لربر كېږي. په پېښور كې، په كابل كې، په دوبۍ كې، هر چېرې � رنګ يې ورك كړه .
دستي يې بل كانال ونيو ، دا د الجزيرې خبري كانال و ، په هغه كې بيا د بن لادن څېره لره بره كېده او هرومرو د هغه په اړه كوم مطلب خپرېده، مولوي ته د هغه ليدو هم خوند ورنه كړ .
- ته خو په غضب شې ، دنيا ته دې اور واچاوه ، په شرمو دې ټول عالم اسلام وشرماوه .
ژر يې بيا بل كانال كړ . دا د MTV د موسيقۍ ځانګړى كانال و ، په خپرونه كې مادونا په نيمه بربنډه حال كې له نڅا سره يوځاى سندره ويله . د مولوي سترګې چې څنګه د هغې په راښكاره شوو تيونو ولګېدې ، ژر يې سترګې واړولې .
- خدايه ! پرده مې وكړې !
په بيړه يې دا كانال هم واړاوه ، بل كانال د فرانسې و چې يو رومانتيك هنري فلم يې خپراوه ، مولوي يوه شېبه ورته ځير و ، خو دقيقه لا نه وه تېره چې د فلم د اتلانو غېږه په غېږ كېدل او د يوه بل بربنډول بيا په مولوي پيريان راوستل . ناببره يې غلې شان چېغه كړه :
- دا څه حال دى !؟ � دا خو له يوې مخې بې لارې كانالونه دي خداى دې معافي راته وكړي .
له ځانه سره يې وويل :
- يو بل كانال چالانوم ، كه هغه هم بې لارې و ، بس ځان هسې نه ګنهګاروم ، بېدېږم .
بل كانال د بربنډو فلمونو سوداګريز كانال و . مولوي لكه مچۍ يې چې وچيچي چېغه كړه او په قهر له ځايه راولاړ شو :
- خدايه له غضبه دې امان غواړم � لعنت دې په شيطان وي � دا څه نخرې دي؟ ژر په بړستن ورننوت او لكه بېرېدلى چې وي په روښانه ګروپ كې يې د خوب تابيا وكړه ، خو د يخچال شربتونو او د تلوېزيوني خپرونو چرتونو ترې خوب داسې وړى و چې په ګرانۍ يې بېرته رانيولى شو . په دې سربېره يې د سر د درد كړيكې هم ګړۍ په ګړۍ زياتېدې . پوره درې څلور ګړۍ يې ځان اړخ په اړخ واړاوه را واړاوه ، خو خوب يې له سترګو تښتېدلى و ، د ليوني په څېر له ځانه سره په خبرو راغى !
- خداى دې راته معافي وكړي ، هرڅه چې وي څكم يې ، كه شراب هم وي ، كفر ته خو څه پرې نه خېژم ، له دې مې ډېر لوى ګناهونه كړي � .
ژر يخچال ته ورغى او په ورو يې پرانېست .
- بس اول د همدغه سپين بوتل مزه ګورم .
په ورو يې د "ودكا" له بوتله ګيلاس ته شراب راوځنځول ، د ودكا څكلو يې مرۍ ترخه غوندې كړه ، ويې ويل :
- ولاكه بل شى وي !؟
بيا يې ورو تلوېزيون هم پسې ولګاوه .
- دا د ايټاليا كوم كانال و چې دوه جوړه ميينان پكې بربنډ او يو د بل په رودلو بوخت وو ، ملا څو ځلې سترګې پټې ، خو تلوېزيون يې ګل نه كړ ، يوازې همدومره يې وويل :
- خدايه ! معافي ، معافي ، توبه ، توبه ! ستا ګنهكار بنده يم .
بيا نو د ملا سترګې له تلوېزيونه ليرې نه شوې او چې د ودكا اثر يې ماغزه لږ څه ګرم كړل ، په ورو يې وويل :
- ايله چې دا سرخوږى مې ودرېد .
دا ځل يې بيا په زړه كې څه وګرځېدل .
- راځه دا ځل د دې بل بوتل خوند وګوره .
دستي يې ويسكي په سر را واړاوه .
- دا خو هم هماغسې خوند كه .
او چې لږه شېبه تېره شوه ، نو د ملا له خولې غيرارادي ووتل :
- ولا چې تبه مې وشلېده ، دا ځل دا بل ګورم ، چې څه را كې پاتې وي ، ګوندې هغه يې جارو كړي .
خو د مخه تر دې چې مولوي كنياكو ته لاس كړي ، لكه پوهېدلى چي وي ، نشه كېږي ، څه صبر يې وكړ او ښه پوره شېبه د فلم عشقي صحنو له ځانه سره بوت .
- او الهي ! د قدرتونو دې جار شم ، په قلم دې رسمه كړې ، په ليدو يې سړي مړېږي نه .
او چې څو صحنې يې پرله پسې وليدې ، بيا يې بل كانال واړاوه .
دا ځل د پاپ مشهوره سندرغاړې شكريه سندره بلله چې تر ډېره نيمه بربنډه وه ، په مولوي دا ښه ولګېده ، زر يې له ځانه سره كړل :
- واه ! قربان خو دې شم ، ته اودرېږه چې زما دا چرتونه لږ نور هم جوړ شي .
د كنياكو بوتل يې په ګيلاس كې راوځنځاوه ، درېيم ګيلاس مولوي ورو پسې واخېست ، نور ترې هر څه هېر شول چې چېرې دى او څه كوي ، په بيړه د تلوېزيون د كانالونو په اړولو سر شو .
له ځانه يې وپوښتل :
- هغه لعنتي كانال څه شو ؟ هغه بربنډ ؟
او چې څو كانالونه يې تيرو بير كړل ، نو ناببره يې له خولې چېغه ووتله !
- بس دا دى پيدا شو !
دا ځل يې د وروستي ځل لپاره له ويسكي غړپونه وكړل او په لږه شېبه كې په يوه ساه په لنډو وقفو كې د شرابو وړې بوتلې چې ايله څو ګرامه وو ، وڅكلې ، خو وايي چې د لمدو خټو لږې اوبه بانه وي ، مولوي نور په خود كې نه و . په خپل كټ وغځېد او د مستۍ او خندا په عالم كې يې تر سهاره د بربنډو فلمونو نندارې ته شپه سبا كړه .
سهار وختي چې د ده نور ملګري او د سيمينار برخه وال له خوبه راپاڅېدل ، د ملا ايله نوې سترګې سره ورغلې او په درانه خوب ويده شو ، خو په تلوېزيون كې بربنډ فلمونه لا هماغسې د تلوېزيون په پردې لربر كېدل .
د هوټل په رستوران كې له مولوي پرته د سيمينار ټول برخه وال حاضر وو ، او لږه شېبه په نهو بجو ټول بايد له دغه ځايه د سيمينار د جوړېدو ځاى ته لېږدېدلى واى . د مولوي غيابت ټولو ته سودا ورواچوله ، يو تن له نورو وپوښتل :
- ملا صاحب ، څنګه نه ښكاري ؟
بل تن چې په الوتكه كې د ملا ترڅنګ ناست و ، ځواب وركړ :
- ملا لږ څه ناسازه ښكارېده ، هسې نه چې د شپې بې خوبه او اوس خوب پرې غلبه كړي وي .
وړانديز وشو چې مېلمه پال يې بايد پوښتنې ته ورشي چې څه بل څه پرې نه وي شوي ؟
مېلمه پال په دې خبره دستي له ځايه ولټېد او نېغ د ملا كوټې ته ورغى .
په ورو يې د ملا د خونې دروازه ووهله ، خو هېڅ ځواب ورنه كړل شو ، بيا يې په زوره دروازه ووهله ، خو بيا يې هم هېڅ وانه ورېدل . دا ځل يې د دروازې تر شا ورو ورغږ كړ :
- مولوي صاحب !
د مولوي په اورېدو ملا په ورو وټوخېده او ځواب يې وركړ :
- درځم . سر مه لږ څه دروند دى .
مولوى ژر كالي واغوستل ، په بيړه يې پرانېستي بوتلونه واړول او تش يې باطله دانۍ ته كړل ، ترڅو چې مولوي ځان جوړاوه بيا د سيمينار ټول برخه وال له هوټله په وتلو شول .
د سيمينار ګډونوال يو يو له دروازې وت چې ناببره د هوټل له ادارې غږ شو :
- د 320 خونې ښاغلى دې حساب تصفيه كړي .
- د 320 په اورېدو د ملا رنګ زيړ شو .
دستي يې ورغبرګه كړه :
- زه يم ، د څه شي حسابي ، له مېلمه چا حسابي غوښتې ؟
له مديريته په بيړه ځواب وركړ شو :
- د څښاك او فلم 300 ډالره .
د دې رقم په اورېدو مېلمه پال ژباړن حيران غوندې شو ، ژر يې وپوښتل :
- مولوي صاحب ! دا څه وايي ، څنګه شراب خو به دې نه وي � . مولوي ژيړ او سور شو ، خو بله چاره نه وه اعتراف يې وكړ .
- نوم يې مه اخله ، بس په خولې برغولى كېږده ، چې څوك درنه ګوره خبر نه شي ، د الله شرمنده ښه يم ، نه د اولس .
او بيا يې په حيرانۍ وپوښتل :
- دا نو دومره ګران دي ؟
مېلمه پال ورغبرګه كړه :
مولوي صاحب ! سل ډالره د بربنډ فلم دي ، دلته هر څه په پيسو دي .
ملا چې فكر يې كاوه ، هېڅوك ترې خبر نه دي ، نور هم له شرمه غړي سست شول، ناڅاپه يې له خولې ووتل :
- هم دين او هم دنيا � خداى دې له دې حاله مسلمان ساتي .
بيا يې ورو د پطالنه جيپ ته لاس كړ ، درې سل ګوني ډالري نوټونه يې ترې راكښل او په تلوار موټر ته په سيمينار كې د ګډون په موخه پورته شو .

سلواكيا � براتسلاو
د 2004 ميلادي كال د فبرورۍ 16

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery