مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د هيليو جهيل- د جرمني كيسه

سيګ فريډ نومي شهزاده په يوې ښكلې ماڼۍ كې له خپلې مورسره يوځاى ژوند كاوه. كله چې دى د يوويشتو كلونو شو، نو ملكې د ده لپاره يو لوى جشن جوړ كړ. په اروپا كې يوويشتم كال دا معنى لري، چې هلك يا جينۍ ځوان شو او د واده جوګه دي. نو ځكه د شهزاده مور خپل زوى ته وويل: �زه غواړم چې په دې جشن كې ته د خپل ژوند ملګرې غوره كړې. د مېلمستيا لپاره د ملك ټولو لويو لويو خلكو ته بلنه وركړل شوې وه او دوى به د خپلو لوڼو او خويندو سره په كې ګډون كوي�. ستا كه هره جينۍ خوښه شوه، نو د هغې لاس ښكل كړې، زه به پوه شمه چې همغه جينۍ ستا خوښېږي. د جشن په ورځ ټول مېلمانه په ماڼۍ كې راټول وو، د ماڼۍ په څنګ كې يو ځنګل و، چې په دې ځنګل كې د اوبو يو لوى جهيل و. سيګ فريډ ټوله ورځ له مېلمنو سره تېره كړې وه او يوه جينۍ يې هم نه وه خوښه شوې. هغه خپل نژدې ملګري بينو ته وويل چې څه پلمه جوړه كړي، چې له ماڼۍ نه ووځي. بينو ټولو مېلمنو ته اعلان وكړ چې دوى به د مازيګر د لمر د ډوبېدو پر وخت له خپلو غشو او ليندو سره ځنګل ته ورځي او هلته به په جهيل كې د هيليو ښكار كوي. هيلۍ به هرماښام د ځنګل جهيل كې راكوزېدې او سهار به الوتلې. هغه مېلمانه چې د ښكار شوقيان وو، له شهزاده او د ده ملګرو سره له ماڼۍ څخه راووتل. له ټولو سره خدمتګاران هم وو. دوى چې په ځنګله كې جهيل ته ورسېدل، نو څه ګوري چې د اوبو په بله غاړه هيليو خپلې وزرې پرانيستې او په ارامه ناستې وې. ټولو ځوانانو خپلې ليندۍ راوايستلې او غشي يې ورباندې برابر كړل، خو د سترګو په رپ كې ټولې هيلۍ له هغه ځايه وركې شوې. دوى حيران پاتې شول. چا ويل اوس د ماښام تيارې په خپرېدو دي، نو ځكه هيلۍ نه ښكاري. بينو د مېلمنو په ګڼه ګوڼه كې شهزاده نه ليده، اخوا دېخوا يې وكتل، چې له هغه سره خبرې وكړي. خو شهزاده ورك و. ده د شهزاده په لټون يو څو خدمتګاران ځنګل ته ورواستول، په خپله يې له مېلمنو څخه معذرت وغوښت او دوى ته يې وويل: تاسو بېرته ماڼۍ ته ورشئ، داسې معلومېږي، چې اوس ناوخته دى او هيلۍ په ځنګل كې پټې دي. ټول مېلمانه له هغه ځايه لاړل، په دې وخت كې د هيليو يوه جوپه د جهيل له بلې غاړې راوالوتله او بينو چې لينده ورته برابروله، څه ګوري چې هره يوه هيلۍ چې پښې يې پر مځكه لګېدلې، د يوې ښكلې جينۍ په شكل به بدله شوه. په دې وخت كې شهزاده هم راښكاره شو. د هغه د قدمونو په ښكالو ټولې جينكۍ د ونو او بوټو شا ته پټې شوې. خو د دوى سپينې جامې په تيارو كې لكه د هيليو د سپينو وزرو په شان ښكارېدې.
شهزاده او بينو دواړه هك پك ولاړ وو، چې څه وكړي. په دې وخت كې يوه ښكلې جينۍ چې د هيليو په شان سپينې جامې يې په غاړه وې راوړاندې شوه او شهزاده ته يې وويل: "موږ ته زيان مه رسوئ، زما نوم اوديت دى. يو ظالم جادوګر زه او زما ملګري په هيليو بدل كړي وو. زه ملكه ومه او دې جادوګر چې وان رات برډ نومېږي، ما سره واده غوښتو، كله چې مې انكار وكړ، نو داسې عمل يې راباندې وكړ، چې زه او زما ملګري ټوله ورځ د هيليو په بڼه وګرځو. ماښام بيا انسانان شوو، شهزاده ترېنه تپوس وكړو، چې دا جادوګر كوم ځاى اوسېږي". اوديت ورته وويل دى هر وخت له موږ سره وي او د ښاپېرۍ په شان زموږ څارنه كوي. هر چېرې چې ورځو، دى راسره ګرځي. شهزاده بيا پوښتنه وكړه چې جادوګر به څنګه له منځه ځي؟ اوديت ورته وويل: دا دې ډېر سخت شرط دى. يو داسې ځوان چې مخكې يې چا سره مينه نه وي كړې، بايد له ما سره واده وكړي. سيګ فريډ ورته وويل: زه به له تا سره واده كوم او له دې جادوګر څخه به دې خلاصوم. اودېت خوشحاله هم شوه او خواشينې هم. هغې وويل: "ته به سبا د واده لپاره د جينۍ غوره كولو اعلان كوې. هغه وخت به زه د هيلۍ په بڼه يم. جادوګر به په دې وخت كې زيار باسي چې تا وغولوي". سيګ فريډ ورته وويل: "ما هېڅوك نه شي دوكه كولاى. زه به سبا د ټولو مېلمنو په وړاندې تا سره د واده اعلان كوم". په دې وخت كې ناڅاپه د يوې ښاپېرۍ غږ واورېدل شو اودېته لاړه او په ونو كې پټه شوه. په بله ورځ ماڼۍ ته ډېر مېلمانه راغلل، د جشن درېيمه ورځ وه او له دود سره سم به سيګ فريډ نن د خپل واده اعلان كاوه. ټول په تلوسه كې وو، چې كومه جينۍ به د هغه ملكه شي. شهزاده د اوديت په هكله فكر كاوه.
په دې كې پيره دارانو اعلان وكړ، چې يو څو مېلمانه اوس رارسېدلي دي. د ټولو سترګې د دربار لويې دروازې ته وې، چې يوه جينۍ په تكو سپينو جامو كې له يوه سپين ږيري سره راننوتله. د سپين ږيري تورې جامې په غاړه وې او د جينۍ لاس يې داسې نيولى و، چې معلومېده دا به يې لور وي. د سيګ فريډ باور نه كېده، چې اوديت به په خپله د هغه دربار ته راځي. دى په منډه لاړ او د هغوى هركلى يې وكړ. خو هماغه شېبه د دې لوى دربار د هرې كړكۍ په شيشو يوه هيلۍ به بيا بيا راښكاره شوه او خپلې وزرې به يې وڅنډلې. شهزاده دا هيلۍ نه ليدله. د هغې سترګې دې ښكلې جينۍ ته وې، چې سيګ فريډ ته موسېده. شهزاده نور انتظار نه شو كولاى. هغه ژر د دې جينۍ لاس ښكل كړ، سملاسي د ماڼۍ ټولې رڼاګانې مړې شوې او په تكه توره تياره كې يو ښاپېرك د مېلمنو په سر تاو راتاو وڅرخېد او بهر والوتلو. شهزاده پوه شو، چې ده غلطي كړې وه، ځكه له كړكۍ نه بهر هيليو هم هماغسې وزرې څنډلې. هغه ځنګل ته منډه كړه، د جهيل په اوبو كې هېڅ هم نه وو. خو پاس په هوا كې هيلۍ ناارامه ګرځېدې. شهزاده د اوبو پر غاړه كېناست او د ماښام په انتظار شو. كله چې لمر په ډوبېدو شو، نو د جهيل پر بله غاړه اوديت له خپلو ملګرو سره د انسان په شكل بدله شوه. اوديت خپلو ملګرو ته وويل: زه نور ژوند نه غواړمه. ځكه د انسان په شكل د ورځې رڼا كې موږ نه شو ګرځېداى. يوه هيله وه چې شهزاده سيګ فريډ به موږ له دې حالته وباسي. خو هغه هم وغولېد، زه هم اوس خپل ځان د انسان په شكل كې وژنم، چې له تاسو هم دا سپېره عمل مات شي. د اوديت ملګرو ډېره هڅه وكړه چې دا ايساره كړي، خو هغه ورو ورو د جهيل اوبو ته وركښته شوه. شهزاده د اوبو بلې غاړې ته چې رسېدو، نو اوديت په اوبو كې پټه وه. او كله چې د دې مړ وجود په سپنو جامو كې د اوبو له پاسه راښكاره شو، نو هماغه وخت يو ښاپېرك د جهيل له پاسه والوتلو، شهزاده خپله توره راوايستله او په خپله سينه كې يې ښخه كړه. له دې سره ښاپېرك هم په يوه سپېره غږ مځكې ته راولوېد او مړ شو. د جادوګر عمل مات شوى و. د سهار په رڼا كې خلكو وليدل، چې د جهيل له لوري د جينكو يوه جوپه راروانه ده. خو په جهيل كې دوه سپينې هيلۍ څنګ تر څنګ روانې وې. خلك اوس هم باور لري، چې سيګ فريډ او اوديت تر اوسه د هيليو په شان ژوندى دى او په اوبو كې كله چې جوړه روان وي، نو د دوى ويشتل نه دي په كار.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery