مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

انسان - [د جاپان كيسه]

وايي چې ډېر كلونه كېږي په جاپان كې يو سنګتراش (ډبر توږونكى) اوسېده. ده به له لويو لويو سختو غرونو نه كاڼي راماتول او بيا به يې په بازار كې خرڅول. د ده د كاڼو پېرودونكي زياتره هغه دكانداران وو، چې يا به يې ترې بوتان جوړول او يا د مقبرو څلي. دى په خپل كار ډېر رسېدلى و او په مهارت به يې داسې كاڼي له غره بېل كړو، چې سارى يې نه درلود. دى به سهار وختي د خپلو اوزارو سره د غرونو پر لوري روان شو او چې كاڼي به يې رابېل كړل، نو بيا به يې ورپسې د خر يا د اسپې ګاډى يووړ. په غرونو كې به زياتره يوازې په كار اخته وو. كله- كله به ماښام دى د خپلو ملګرو سره كېناستو او د چايو له څښلو سره به يې يو بل ته كيسې كولې. ځينو به ورته وويل: "موږ اورېدلي دي، چې په غرونو كې ښاپېرۍ اوسېږي او د خلكو ارمان پوره كوي. سنګتراش به ورته وخندل، چې دا هسې خوشې خبرې دي. ښاپېرۍ وجود نه لري، يوه ورځ ده ته د يوه شتمن سړي له كوره فرمايش راغى، چې دوى ته يوه لويه تيږه په كار وه. د شتمن سړي ښځه مړه شوې وه او د هغې د قبر لپاره يې ورته د شناختې كاڼي په كار وو. سنګتراش ټوله ورځ له غره نه په حساب برابره يوه تيږه رابېله كړه، په خرګاډي كې يې بار كړه او د شتمن سړي كور ته يې ورسوله. كله چې ده په كور كې دننه شيانو ته پام وكړ، نو حيرانه پاتې شو، ده په خپل ژوند كې چېرې داسې ښايسته كور او دومره ښكلي شيان نه وو ليدلي. دى چې بېرته خپل كور ته لاړ، نو له خپل ژونده خوښ نه و. په بله ورځ چې كار ته لاړ، نو خپل سټك او تېشه ورته درانه معلومېدل. سترګو ته به يې بيا بيا هغه ښايسته كور درېده. نن له سهاره ده ځان ستړى احساساوه. يو سوړ اسوېلى يې وكړ او هملته د غره په لمن كې كېناست. له ځان سره يې ډېر په ارمان ارمان غږېده. چې كاشكې زما هم يو ښكلى كور واى...ما به هم په ارام ژوند تېرولاى... ايا زما په نصيب كې خوشحالي نه شته. په دې كې ناڅاپه له يوې تيږې نه غږ رااوچت شو. "ستا دا ارمان هم اوس پوره كېږي... نن نه ته شتمن شوې". سنګتراش وارخطا شو. يوې او بلې خوا ته يې وكتل، خو هېڅوك ورته ښكاره نه شول. ده له ځانه سره وخندل او ويې ويل: "زه هم لكه چې لېونى شوم" د ده كار ته ډډه نه لګېده نو بېرته يې خپل كور ته مخه كړه. كور ته چې رسېد، نو څه ګوري چې د هغه د جونګړې پرځاى يو ښايسته كور جوړ دى او په كې نوكران ګرځي راګرځي. ده فكر وكړ، چې غلط ځاى ته راغلى دى. خو په لويه دروازه ورته دربان ولاړ و. چې ده ته يې په ډېر ادب هركلى ووايه او دروازه يې ورته پرانيستله. سنګتراش ته په غره كې هغه غږ ورپه زړه شو، چې ده خپل وهم ګاڼه. په كور كې دننه رنګارنګ خواړه ايښي وو. ښځه او اولادونه يې په ښايسته جامو كې پټ وو. دى ډېر زيات خوشحاله شو، بله ورځ سهار پاڅېد او په ارامه يې ورځ تېره كړه. مازيګر مهال د خپل ښايسته كور په كړكۍ كې ولاړ و، بهر د لارې ننداره يې كوله. سخته ګرمي وه، په دې كې څه ګوري چې يوه شهزاده په خپلې ښكلې ګاډۍ كې روان و او نوكرانو ورباندې چتر (سايه وان) نيولى و. سنګتراش چې دا وليدل، نو په خپل ځان پورې خپه شو. ارمان يې وكړ، چې كاشكې زه يو شهزاده واى، نو هرځاى كې به راباندې نوكرانو سيورى كاوه. اوس خو د ګرمۍ له لاسه بهر نه شمه وتلاى. په بله ورځ سهار چې دى له خوبه راويښ شو، نو ډېر نوكران ورته ولاړ و. دوو خدمتګارانو ورته ببوزي وهل او دوو نورو ورته شاهي لباس نيولى و. دى پوه شو چې د ده دا دويم ارمان هم پوره شوى دى. د ډوډۍ خوړو نه وروسته دى له كوره ووت، په خپلې شاهي ګاډۍ كې كېناست او ډېر په شان د ښار په سړكونو روان شو. د ده پر سر لوى چتر و، خو بيا هم د لمر حرارت دومره ډېر و، چې د ده خوله وچه شوه. ډېرې اوبه يې وڅښلې، خو ګرمي نه كمېده. په لاره كې يې وليدل چې هر شى د لمر په تاو كې سوځېدلي وو، دى چې كور ته لاړ، نو له خولې يې بې واره دا خبره راووتله، چې داسې ښكاري ټول قدرت له لمر سره دى. كاشكې زه لمر واى. ددې خبرې له كولو سره سم چې هغه سترګې ورپولې، نو ځان يې بره په اسمان كې وليد. اوس دى لمر شوى و. د خپل زور د ازموينې لپاره ده خپل ټول حرارت وكاراوه. ويالې وچې شوې، په ځنګلونو كې اور بل شو او د ښكلو ښكلو شهزادګانو دا حال شو، چې بېهوشه پراته وو. سنګتراش ډېر وخت د خپل طاقت نه خوند اخيست. خو په دې كې ناببره ده خپل ځان سوړ احساس كړ، مخې ته يې ورېځې ولاړې وې او د ده يوه پلوشه هم مځكې ته نه رسېده. ده ډېر زور وواهه، خو له ورېځو نه، نه شو تېرېداى. دى سخت په قهر شو او په چيغه يې ووي: "له ما نه زيات قوت خو له ورېځو سره دى، كاشكې زه د تورو ورېځو يوه ټوټه واى". له دې وينا سره سمدستي هغه احساس وكړو، چې په هوا كې الوزي.
اوس دى د ورېځو برخه ګرځېدلى و. د ده مخې ته به چې لمر راغى، نو ده به ورباندې سيورى وكړ او هماغه ځاى كې به واورېد، د خپل زور د ازموينې لپاره يې ځينو ځايونو كې دومره اورښت وكړ، چې سېلابونه راغلل. ويالې ډكې شوې، هر څه په اوبو لاهو شول، پوره پوره كلي يې وران كړل او د خپل زور په ليدو به يې له خوشحالۍ نه په زوره زوره خندل. ناببره يې په يوه ځاى كې هاغه غر چې ده به ترېنه كاڼي راتوږل وليده، چې له خپله ځايه نه خوځېده، ده ورباندې ښه بارن واوراوه. خو غر هم هماغسې پرځاى ولاړو. سنګتراش بيا ناارامه شو، ده ارمان وكړ چې له ورېځو نه زيات زور خو په غرونو كې دى. كاشكې زه غر واى. دا خبره يې چې وكړه، نو ځان يې پر مځكه احساس كړ. ښه دروند پر خپل ځاى ولاړ و، نه ورباندې باران اثر كاوه، نه لمر. دى اوس خوښ و، خو يو څو شېبې نه وې تېرې، چې د ده دا خوشحالي هم په غم بدله شوه، ځكه ويې ليدل چې يو ځوان سنګتراش تېشه په لاس د ده له ډډې د يوې لويې تيږې په ماتولو سر و. ده ډېر ځان پورته پورته كړ، چې د هغه ځوان لاس ونيسي، خو دومره زور په كې نه و، چې دا كار يې كړى واى. سنګتراش په ژړا پيل وكړ او ارمان يې وكړ، چې كاشكې زه بيا هم هاغه انسان شم، چې پخوا وم. دا خبره به ايله د هغه په شونډو وه، چې كتل يې دى د غره په لمنه كې له خپلو اوزارو سره ناست و. تر ډېره وخته حيران و، چې هغه هرڅه چې په ده تېر شول، خوب و، كه رښتيا. بيا يې اسمان ته وكتل او ويې ويل: "كه هرڅه وو، يوه خبره ثابته شوه، د انسان نه قوي بل شئ په دنيا كې نه شته. د ه خپل سټك او تېشه راواخيستل او يو وارې بيا يې د كاڼو په توږلو لاس پورې كړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery