مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

هوښياره جينۍ- [د چېك كيسه]

يو وخت د چيك سيمې په يوه كلي كې دوه وروڼه اوسېدل. په دوى كې يو شتمن او بل خوار و. د خوار ورور يوه لور وه، چې مانكه نومېده. مانكه چې د دوولسو كلو شوه، نو يوه ورځ خپل د تره كور ته لاړه، هلته يې د تره د ښځې سره په كور كې يو څه كارونه چې وكړل، نو هغوى ترې خوشحال شول.
شتمن ورور خپل غريب ورور ته وويل:
"مانكه نور څه كار نه لري.. دا زما كور ته راواستوه، چې كارونه هم زده كړي او زما د ښځې سره به هم لاس كوي..."
د مانكه پلار ډېر غريب و او د هغې ډوډۍ به يې نه شوه پوره كولاى. خو دا يې هم نه غوښتل چې لور يې په مفته كې د تره كره كار وكړي. اخر دواړه وروڼه په دې رضا شول چې د پيسو په بدل كې به مانكه ته يوه خوسۍ (سخۍ) وركول كېږي. چې دا به يې پالنه كوي او كه ژوندۍ پاتې شوه، نو دا به د مانكه شي.
ورځې تېرېدې، مانكه د خپل تره په كور كې ټول كارونه كول. بيا به يې بهر په ورشو كې له خپلې خوسۍ سره لوبې كولې. ماښام به يې هغه په غوجله كې وتړله، خبرې به يې ورسره كولې او داسې به يې ګڼله چې دا خوسۍ د هغې ملګرې وي...
خوسۍ هم ورسره داسې عادته شوې وه، چې د بل چا له لاسه به يې واښه هم نه خوړل. تر درېيو كالو مانكه د خوسۍ پالنه وكړه او هغه اوس ښه څربه غوا شوې وه... يوه ورځ د پلار له كوره ورپسې څوك راغلل، چې پلار دې ناروغه دى او غواړي تا وګوري. مانكه ناكراره شوه، هغه درې كاله له پلاره لرې وه او اوس يې غوښتل چې بېرته خپل كور ته لاړه شي.
تره يې خبر شو، نو د هغې د سفر لپاره يې تابيا وكړه. مانكه غوښتل چې غوا هم له ځان سره بوځي. خو د هغې د تره نيت ورته خړ شو، غوا ډېره ښكلې او څربه وه... هغه مانكه ته وويل:
"غوا مه بيايه، زه به د هغې په بدل كې تا ته پيسې دركړم".
خو مانكه پيسې نه غوښتلې... د هغې غوا په كار وه او دا يې خپله ملګرې ګڼله... د تره ښځې يې هم نه غوښتل چې دومره قيمتي غوا د دوى له كوره لاړه شي.
مانكه ژړل او دومره خوابدې شوه، چې د تره له كوره يې هېڅ وانه خيستل او د پلار كره لاړه. پلار يې هم خبر شو، چې ورور يې د خپلې وعدې نه سر غړولى دى. چې روغ شو، نو محكمې ته لاړو او په ورور يې دعوه وكړه چې غوا دې د هغې لور ته وركړل شي.
محكمه چې د كوم قاضي عدالت ته وړاندې شوه. دى د مانكه د تره نږدې ملګرى و. ځكه دا ورته ګرانه وه چې انصاف وكړي.
خبره ډېره ساده وه. خو د دواړو وروڼو ترمنځ چې درې كاله پخوا كومه لوزنامه شوې وه، هغه په كاغذ نه وه ليكل شوې، دواړو سره هېڅ ثبوت نه و.
اخر قاضي يوه بله لاره راوايستله، هغه دواړو وروڼو ته درې پوښتنې كېښودې، چې هرڅوك د دې پوښتنو سم ځواب ورته راوړي، نو غوا په د هغه وي. دا درې پوښتنې داسې وې:
1. هغه كوم شى دى، چې تر ټولو تېز او توند دى؟.
2. تر ټولو خوږ شى كوم يو دى؟.
3. تر ټولو شتمن كس څوك دى.
دواړه وروڼه خپلو كورونو ته لاړل او په چورت كې شول. شتمن ورور درې واړه پوښتنې خپلې ښځې ته تېرې كړې. ښځې ورته وويل دا خو ډېرې اسانې پوښتنې دي.
1. زموږ د تور سپي نه تېز او توند به بل څوك وي؟
2. زموږ له ګبين نه خوږ شى بل نه شته.
3. زموږ د خزانې هومره شته به بل چا سره وي؟.
شتمن ورور چې دا ځوابونه واورېدل، نو ډېر خوشحال شو، ښه په مړه ګېډه يې ډوډۍ وخوړه او په ارامه ويده شو. غريب ورور چې خپل كورته لاړ، نو لور ته يې ټوله كيسه وكړه. مانكه ورته وويل:
�بابا! خپه كېږه مه، سبا سهار به زه د دې ټولو پوښتنو ځواب دركړم. اوس ويده شه�.
بله ورځ سهار مانكه خپل پلار ته درې ځوابونه وروښودل، چې داسې وو:
1. د سترګو نه زياته تېزي او تندوالى په بل شي كې نه شته.
2. تر ټولو خوږ شى خوب دى.
3. تر ټولو شتمنه ځمكه ده، چې هر څومره ترې واخلې، د دې خزانه نه كمېږي.
دواړه وورڼه د قاضي عدالت (محكمې) ته حاضر شول. قاضي د دواړو ځوابونه واورېدل او فيصله يې وكړه، چې د غريب سړي ځوابونه زيات منطقي دي... غوا هغه ته وركړى شوه، خو قاضي غريب سړي نه پوښتنه وكړه، چې دا ځوابونه درته چا درښودلي دي. هغه ورته په وېره وويل:
�زما لور مانكه، چې دا غوا يې تر درېيو كلونو ساتلې وه�.
قاضي ورته وويل: ښه نو سبا ته دې ستا لور زما كور ته په داسې وخت كې راشي، چې نه ورځ وي او نه شپه دې سپره وي او نه پلې او له دې سربېره دې يې هم جامې اغوستې وې او هم نه.
غريب سړى چې دا واورېدل نو وارخطا شو، حيران و چې دا كارونه به څنګه كېږي.
كورته لاړ او مانكې ته يې وويل: �له غوا نه لاس ووينځه، قاضي زما د ورور ملګرى دى او نه غواړي چې هغه خوابدى كړي.�
بيا يې د قاضي شرطونه ورته واورول. مانكه وخندل او ويې ويل: �ته غم مه كوه بابا�.
هغې د قاضي د كور لاره معلومه كړه، نيمه شپه چې تېره شوه، نو دا راپاڅېده او ځان يې جوړ كړ، د خامتا يوه زړه بوجۍ يې په غاړه كړه، په يوه پښه يې جورابه كړه او په بله كې بوټ، بيا يوې غټې چيلۍ (اوزې) ته يې ملونه واچول او د قاضي كور ته روانه شوه. هلته چې ورورسېده، نو سپېدې په چاودېدو وې.
قاضي هم د دې په انتظار و او ويې ليدل چې جينۍ په چيلۍ (اوزې) باندې ځان بار كړى دى، خو پښې يې پر مځكه راښكلي.
قاضي د دې هركلى وكړ، په خپل كور كې يې ورته ښه مېلمستيا جوړه كړه او په همدې مېلمستيا كې هغه مانكې ته د واده وړانديز وكړ.
د مانكه پلار خبر شو، نو د خداى شكر يې وايست، شتمن ورور هم ورسره روغه وكړه او مانكه قاضي ته واده شوه.
تر واده وروسته قاضي مانكه ته وويل... زه پوهېږم چې ته ډېره هوښياره يې، خو د يوې خبرې خيال به ساتې، هغه دا چې زما د محاكمو په كارونو به غرض نه لرې. مانكه دا خبره ومنله او په خپل نوي كور كې يې ژوند پيل كړ... هغې د كور د ټولو خلكو خيال ساته، له نوكرانو سره به يې هم په نرمه خوله خبرې كولې.
قاضي د كور ټول واك هغې ته سپارلى و. يوه ورځ قاضي ته يوه دعوه وړاندې شوه. يوه سړي اسپه لرله او بل اس. جګړه د دې پر بچي وه، دواړو غوښتل چې دا بچى دې د هغه شي. د اس خاوند زورور و، د هغه دليل دا و، چې بې له اس نه اسپه بچى نه شي زېږولاى. د اسپې خاوند ويل چې بچى له اس څخه زېږېدلى دى او په كار ده چې له مور سره پاتې شي.
قاضي فيصله وكړه، چې د اس د خاوند په دليل كې وزن شته، نو ځكه به بچى د هغه وي. د كور يو نوكر له دې معاملې خبر و او هغه مانكه ته ټوله كيسه تېره كړه، د اسپې خاوند د هغې له ليرې خپلوانو نه و. مانكه چې دا واورېدل نو د اسپې خاوند سره يې په پټه وليدل او ورته ويې ويل: ته سبا سهار وختي د مخامخ غره له پاسه د لارې پر سر كښېنه او د كبانو د نيولو هڅه وكړه، قاضي هره ورځ سهار د سيل لپاره پر دې غر خېژي. كه له تايې پوښتنه وكړه، چې په غره كې ماهيان څنګه نيسې، نو ورته ووايه چې كه د اس بچى زېږېدلاى شي، نو په غرونو كې كبان هم نيول كېداى شي..
بيا يې هغه سړي ته په كلكه وويل چې ګوره په دې هرڅه كې به زما نوم نه اخلې.
په بله ورځ قاضي د چكر لپاره غره ته وخوت، مدعي يې وليد چې كبان نيسي او چې پوښتنه يې ترې وكړه، نو د هغه ځواب حيران كړ.
بيا يې ترېنه پوښتنه وكړه، دا خبره تا ته چا درښودلې ده؟ سړي عذر ورته وكړ، چې دا زه نه شمه ويلاى. قاضي ورته وويل:
ګوره زه به فيصله بدله كړم او د اسپې بچى به دركړم، خو په دې شرط چې ته به ما ته د هغه كس نوم راښيې، چې په غره كې د كبانو د نيولو خبره يې درته كړې ده.
سړى مجبور شو او ورته ويې ويل:
ستا مېرمنې راته دا چل ښودلى دى.
قاضي چې له وړاندې يې شك و، كورته راغى، نو له مانكه سره يې هېڅ خبره ونه كړه، مانكه وپوهېده چې قاضي خبر شوى دى. ډېر عذر يې ورته وكړ، خو قاضي ورته وويل:
تا له ما سره لوز كړى و اوتا لوز مات كړ. اوس ته نوره زما په كور كې ژوند نه شې كولاى. سبا سهار د خپل پلار كور ته لاړه شه. تا له ما سره ښه وخت تېر كړى دى، نو ته حق لرې چې له دې كوره يو شئ چې پر تا ډېر ګران وي او قيمتي هم وي، له ځان سره يوسې.
مانكه ورته وويل:
ډېره ښه ده. زه به سبا د پلار كورته لاړه شمه، خو نن زه غواړم چې د شپې ډوډۍ يوځاى وخورو او دا وروستۍ شپه په خوشحالۍ سره تېره كړو.
قاضي ورسره دا خبره ومنله، مانكه پخلنځي ته لاړه او د رنګارنګ خوړو د پخولو امر يې وكړ. بيا يې يو ډول خاص خواږه په خپله پاخه كړل او اشپز ته يې وويل:
دا خواږه يوازې او يوازې د قاضي لپاره دي، پام كوه بل هېڅوك يې ونه خوري.
مانكه د شپې د ډوډۍ لپاره ځان سمبال كړ او داسې يې ښكاروله، چې ډېره خپه ده، تر ډوډۍ وروسته خواږه شيان او مېوه راوړل شول. مانكه هغه ځانګړي خواږه قاضي ته په خپل لاس وړاندې كړل او لږه شېبه چې تېره شوه، نو قاضي بېسده شو. مانكه له وړاندې نه د سفر انتظام كړى و. د اسونو ګاډۍ تياره ولاړه وه.
هغې د خپلو نژدې خدمتګارو په مرسته بېسد قاضي په ګاډۍ كې واچاوه او د پلار كورته روانه شوه. د شپې ناوخته چې هلته ورسېده، نو پلار ته يې ټوله كيسه وكړه او قاضي ته يې كټ جوړكړ، چې دى ورباندې پروت وي.
مانكه خپل خدمتګاران او ګاډۍ رخصت كړل او ورته ويې ويل چې موږ به يو څو ورځې دلته په كلي كې تېروو.
په بله ورځ د غرمې مهال قاضي په سد شو. چارچاپېره يې كتل، چې دا كوم ځاى دى، راپاڅېد او چې له كړكۍ نه يې بهر وليدل، نو مانكه په كليوال لباس كې راروانه وه. پر سر يې سور رومال تړلى و او په لاس كې يې د غوا د تازه لوشل شويو شيدو بالټي نيولې وه.
قاضي ته يې په موسكا وكتل. ده ورته وويل:
ته اوس هم زما له كوره نه يې تللې؟
مانكه وخندل او ورته ويې ويل:
ستا له كوره خو تللې يم، دا ز ما د پلار كور دى.
قاضي په قهر ورته وويل:
زه دې ولې دلته راوستلى يم؟
مانكه بيا وخندل او ورته وې ويل:
خو تا راته ويلي وو، چې زما له كوره يو شى چې ستا خوښېږي، له ځان سره وړلاى شې.
قاضي ورته وويل:
هو ويلي مې وو.
مانكه كړكۍ ته رانژدې شوه او ورته ويې ويل:
ستا په كور كې يوازې ته زما خوښ وې، نو ته مې له ځان سره راوستلې.
له قاضي سره د دې خبرې هېڅ ځواب نه و. هغه وخندل او ويې ويل:
ډېره ښه ده، ته تر ما زياته هوښياره يې، له نن څخه به د محاكمو په فيصلو كې ته هم له ما سره شريكه يې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery