مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يوه شپه دباندي

ټالاخوامورتي مولل/تانزانيا
ميكا تر ډېره پوري همداسي وچ او چوپ ناست و، چي كله وښورېد نو په رګونو كي يې د شرابو مستي په پوره سر و تال سره د شهوت سندره پورته كړه، هغه ځان ناارامه محسوسوه، تر ځو چي غاړه يې تازه كړه او په مشكل سره يې وويل:
"ستا نوم څه دى؟"
"ماما توميني..." (د توميني مور )
هغې بې له دې چي ميكا ته وګوري پر مځكه ټغر هوار كړ او خپل زوى يې پر پرېيستى،كوچنى بې ارادې په ټوخي شو، ټوخى پسې زورور شو، او كوچنى يې مرګي حاله كړ.
ميكا ورغى كوچنى يې وكوت، د هغه سترګي تكي سپيني راختلي وې او تندى يې له تبي سره سكروټه و.
"ايا ته دى نه تداوي كوې؟"
ميكا د دې لپاره چي ځان يې د وجدان له ملامتۍ څخه خلاص كړى وي له هغې څخه وپوښتل.
"زموږ په كلينك كي هيڅ نشته، د ډسپرين يوه ګولۍ لا نشته"
هغې ځواب وركړ.
د مور د غېږي د ګر مۍ له امله كوچنى سيده وغځېد، د هغه له سينې څخه د سا ايستلو د تېزوالي شدد څرګندېدى، ماما توميني كوچنى په بړستنه كي پټ كړ او بيا يې د مياشو د وژلو پليته بله كړه د هغه سرته يې كښېښوده، له پليتې څخه ورو، ورو لوګى پورته كېدى او پر كوچني را تاوېدى كوچنى وښورېد ناارامه غوندي شو، مور يې په مينه وتپاوه.
"خداى دي را جوړ كړه " ماما توميني ساده غوندي وويل "زما تنكى سپاهي خداى دي هيڅكله څه نه درباندي كوي"
سپاهي ولي؟... "ميكا وپوښتل
"هو سپاهي... سپاهي هيڅكله وږى نه پاتيږي او نه هم ناروغه كيږي" ماما توميني داسي ګډه وه لكه يو كوچنى چي له مشرانو اورېدلي خبري تكراروي.
"هغه له لوږي نه مري، وژل كيږي"
ميكا ښايي طنزا وويل:
"هو تر دې خو مرګ ښه دى چي زموږ غوندي په مشكلاتو اخته وي" ماما توميني وويل: "تر دا زموږ رنګه په وار، وار ورو، ورو مرګ خو هغه د يوې ګولۍ مرګ ښه دى"
ميكا پسپايي محسوسه كړه، لږ وروسته يې بيا وويل:
سپاهي هم كيداى شي له لوږي مړ شي، كله چي د خورك لپاره څه نه وي نو بې له دې چي په څو، څو واره ورو، ورو مړ شي بله لار نه وي، هم ستاسو لپاره هم د سپاهي لپاره"
ماما توميني ښايي د ميكا هيڅ خبره نه وي اورېدلې او يا يې هم ښايي سر نه وي په ګرځولى، هغه همداسي په خبرو سر وه لكه په كوټه كي چي يوازي وي، هغه خپلو چورتونو دومره په مخه كړېوه چي د ميكا يوه خبره يې هم نه اورېده، بس ګډه وه لكه خپل ځان ته چي څه وايي.
"د توميني پلار هم يو سپاهي و..."
"و... څه مانا؟... اوس نشته؟" ميكا وپوښتل.
"هغه د زمري غوندي زړور و، په دې سيمه كي د هغه بل سيال نه و، په هغه شپو كي زموږ ژوند ډېر اسوده و" هغه نه يوازي زما سړى و بلكي د يو پلار غوندي مهربانه هم و... پر ما باندي... زما پر مور باندي... او موږ ټولو باندي... اوس مو ژوند ټول يوه پوښتنه ګرځېدلى دى، د هر كوچني شي د تر لاسه كولو لپاره اړ يو چي پوره منډي ترړي ووهو، د هر شي لپاره اړ چي خپله وينه خرڅه كړو... بدن خرڅ كړو... ارمان چي د توميني پلار ژوندى واى .
د ماما توميني له سترګو څخه اوښكي را توى شوې خو بيرته يې ژر ځان په واك كي كړ.
"ولي... هغه مړ شوى دى؟"... د ميكا پوښتنه له تلوسې څخه ډكه وه، په لهجه كي يې خواخوږي وه، خو هغه د يوې غملړلي غم نشواى جبرانولاى .
"زه نور نه غواړم د هغه په ا ړه خبري وكړم... د خداى لپاره ره نور د هغه په اړه كومه پوښتنه مه كوه "د هغې له سترګو څخه اوښكي پرلپسې رواني وې " هغه ( يوګانډا) ته تللى و، خدايزده په كورنۍ جګړه كي ووژل شو؟... كه، تراوسه ژوندى دى؟... درك يې نشته... هيڅ درك يې نشته"
ميكا هيڅ ونه ويل، كوچنى هغه رنګه پروت و، مور يې خپل لاس باندي تپاوه... هغه ډوبه وه... چورتونو په مخه كړې وه... تر څو شيبو همداسي بې حسي ناستي وروسته هغه پورته شوه، د اوسپني كوچنۍ ډېوه يې مړه كړه او كوټه يوې ژوري تيارې او چوپتيا په غېږ كي واخيسته، ماما توميني خپل په تياره كي نغښتى بدن په چوپه، ذمه واري او كاروباري ديانت سره ميكا ته وړاندي كړ، ميكا د بري په احساساتو كي نغښتى هغې ته نژدې ورغى، خو په زړه كي هغه هم د ماما توميني غوندي ناارامه او ناكراره و، كله چي هغه د خپلو جذباتو په ګرداب كي ډوب و، نو هغه وخت هم ده ته د هغه كوچني د ساه ايستلو ږغ راتلى چي د ده خوا ته پر ټغر پروت و .
هغه ته معلومه نه وه چي كله د هغه سيلاب تم شو او كله ويده شو، خو چي كله راويښ شو نو هغه ډېر ګنس و، لكه هغه چي په دې هم نه پوهېدى چي هغه چيري دى او په څه حال كي دى، تر څو چي ېې د ماما توميني له لوڅ بدن سره لاس نه و لګېدلى هغه په همدې تذبذب كي و .
هغه له خپله ځايه پورته شو،كالي يې واغوستل، سګرېټ يې ولګاوه او د مياشو ږغ ته غوږ شو چي د پليتې له سوځېدو ورسته په كوټه كي آزادي ګرځېدې ، هغه په دې توره تياره كي يوه عجيبه ناكراري محسوسوله، يوه خبره په دې كوټه كي خامخا وه چي د هغه په زړه كي يې اضطراب پيداكړى و خو ناڅاپه هغه په دې رمز باندي پوه شو چي د هغه په زړه كي پيدا شوې ناكراري اصلا په كوټه له دې خورې چوپتيا نه سر چينه اخلي چي بر ايي ماښام هغه وخت نه وه كله چي هغه كوټې ته راننوتلى و.
د هغه ستونى وچ و او سر يې درد كاوه، هغه خپل سګرېټ مړكړ او چوپ د كوچني د بړستني خوا ته ورغى او په داسي حال كي چي يوه نابلده وېره يې احساسوله خپل تود لاس د كوچني پر تندي كښېښود، هغه ته داسي څرګنده شوه چي كوچنى مړ پړ پروت دى او د ساه ايستلو موسيقي يې له وخته خاموشه شوې ده، د هغه زړه و چي كوچنى وګوري خو هغه د ليټر د لګولو ننګه ونكړه، ښايي هغه نه غوښتل چي له هغه څه سره مخامخ شي چي د حقيقت څېره يې خپله كړې وه، هغه خپل لړزېدلي لاسونه د كوچني بدن ته ورنژدې كړل، د هغه څېره، بدن اوسترګي ټول ساړه پاړه وو .
ماما توميني پر بل لټ واوښته، له ځان سره وبوڼېده او بيرته په خوب كي ډوبه شوه، ميكا څو شيبې وچ ناست و خو كله چي ماماتوميني په خواږه خوب ويده شوه نو هغه بيرته پر خپل ځاى كښېناست، له جېب څخه يې سګرېټ را وايست هغه يې ولګاوه او په ژورو چورتونو كي ډوب شو، څو شيبې هغه همداسي بې حسه ناست و، سګرېټ يې څكاوه، بيا يې خپلي پاته جامې راپورته كړې او چي چمتو شو نو د كوچني د بستر خوا ته يې وكتل چي د هغه د سګرېټ په رڼا كي ډېر تت ښكارېدى .
بيا هغه نا څاپه پرېكړه وكړه چي هغه بايد ژر تر ژره له دې كور څخه ووځي او هغه بايد د كوچني په تدفين كي شريك نه شي، د هغه شته والى ښايي د دې كور په ګټه نه وي، نور د هغه په وړاندي كوم داسي ذهني خنډ نه و چي هغه نور ځنډ وكړي او دلته پاته شي، د هغه په ذهن كي پوښتنه پيدا شوه چي د هغه دغه پرېشاني له څه شي څخه ده؟ په كوچني يې د هغه څه؟ يا د هغه له مور سره د ده څه رشته شته، هغه دا ډول پوښتني له ذهن څخه وڅنډلې او په اتو مات ډول يې لاس جېب ته لاړ، له شمېرولو پرته يې څو نوټونه پر مېز كښېښول او پر هغه يې ډېوه كښېښول، د هغه غوږونه پرلپسې د ماما توميني خوا ته متوجه وو، په همدې شيبه كي د ماما تو ميني ږغ را پورته شو.
"ته خو تلو ته تيار شوى يې..."
"هو..."
"دومره وختي ؟...
"هو، ته خو پوهېږي چي په دې شپو كي د ټرانسپورټ لوى مشكل شته او زه بايد خامخا ځان ورسوم"
هر څه چي وو، هغه نن خامخا روانيدى او په هر ډول بايد تر ماښام وړاندي "دارالسلام" ته رسېدلى واى، له تېرو دوو، ورځو څخه هغه په دې كلي كي بند پاته و، د پټرولو د نشتوالي له امله د ترانسپورټ ستونزه پيدا شوې وه، او ډېر سېلانيان او نور خلګ مجبوره شوي وو چي په دې كلي كي
پناه واخلي، تېره ورځ هغه د كوم موټر په لټه پسې په ټول كلي وګرځېد خو چي څه نشول ور پيدا نو هغه په همدې كلي كي د شپې د تېرولو پرېكړه وكړه او دا پرېكړه يې هم ورسره وكړه چي دا شپه په يوه رنګينه شپه بدله كړي، هغه په يو هوټل كي كوټه ونيول،سامان يې هلته كښېښود او د "وسكي" په لټه شو، همدا يو شى و چي د هغه شپې ته يې رنګ او خوند وركولاى شو، "بير" د هغه د زړه شى و، هغه ټول كلى پسې چاڼ كړ خو پيدا يې نه كړ، كه څه هم دوكاندار هغه ته ويلي وو چي "بير" په يوه لارۍ موټر كي راروان دي، هغه پر يو پله ولاړه ده او ماښام ته رارسيږي خو ميكا پوهېدى چي هغه درواغ وايي .
دا كلى له دوړو، بادونو، تنګو كوڅو او چټليو پرته نور څه نه وو، هغه په دې ټولو كوڅو وګرځېد خو بخت ياري ورسره ونه كړه ځكه نو اړ شو چي په همدې كليوالو شرابو خپل نس ډك كړي چي ورسته يې د هغه په رګونو كي روانه وينه ور ګرمه كړه، د دې شپې د لا رنګينولو لپاره هغه د شرابخانې يو داسي مېز د ناستي لپاره غوره كړ چي د هغه ډېر كسان سيميز خلك وو، هغوئ د شپې له پخېدو سره ورو، ورو خپلو كورونو ته مخه كړه او هغه هم د يوه سيميز كس په مرسته د ماما توميني تر كور پوري ورسېد.
هغه د ماما توميني كور ته كله ورسېد؟ او بيا سره له دې چي هغه په هوټل كي كوټه نيولې وه، د ماما
توميني په كور كي ولي پاته شو؟ ايا هغه نه غوښتل چي يوازي شپه تېره كړي؟ او يا داچي ايا هغه يوازي د پيسو تاوان كړى و؟ كله چي هغه په دروازه كي ولاړ و نو دا رنګه ډېري پوښتني د هغه په ذهن كي ګرځېدې .
ماما توميني هغه ته ويل:
"سمه ده، ته بايد ژر ولاړ شې، خو ايا دومره هم نه شې كتلاى چي زه يوه پياله چاى درته دم كړم ؟..."
په دې مهال يوه پياله چاى د هغه تر ټولو لويه غوښتنه وه، هغه چوپ و، ماما توميني پورته شوه او چي كله تر ټولو مخكي خپل زوى ته وروړاندي شوه نو ميكا يو دم وويل:
نه... نه... ماما توميني په هوټل كي هرڅه شته، زه هورې چاى څښم، ته فكر مه كوه، زه بايد ولاړ شم"
"چي څنګه ستا خوښه وي "
ماما توميني وويل او مخ يې راواړوه هغه ته نژدې راغله او هغه ته يې مخه ښه وويل.
هغه له ماماتوميني څخه مننه وكړه او د يو نابلده جرم له احساس سره مل يې هغې ته وويل چي پيسې يې پر مېز پرتې دي، ماما توميني هغه ته هيڅ ونه ويل، پيسې يې هم ونه شمېرلې چي پوره دي كه نه، ميكا دروازه خلاصه كړه او ژر دباندي ووت، د هغه قدمونه كمزوري او بې واكه وو، پر اسمان رڼا خوره شوې وه، او د ځينو كورنو له دودكشونو څخه لوګي هم پورته كېدل، چي د دې خبري دلالت يې كاوه چي د دې كورنو خلك وختي پورته كيږي او له كورنو څخه د ډوډۍ د پخولو بوى د دې خبري اعلان كاوه چي نوې ورځ پيل شوې، يوه داسي ورځ چي چي د ماما توميني پر كور او د ميكا پر زړه يې يو رنګه غم خپور كړى و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery