مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پايله

كېدو موپاسان/فرانسه
له ډوډۍ څخه وروسته مېلمستيا ته راغلي سړي د چلم څكولو لپاره په بله كوټه كي سره راټول شول، او له غره، وره خبري پيل شوې، په خبرو، خبرو كي د هغو ميراثونو يادوني پيل شوې، چي ډيري عجيبي او نادري وې، پدې وخت كي ښاغلي انتوني يوه په زړه پوري كيسه وكړه، ښاغلى انتوني د ښار له وتلو وكيلا نو څخه دى، هغه وويل" نن سبا زه د يوه داسي وارث په لټه كي يم چي په ډېر بد حالت كي غيب شوى دى، هسي خو دا يوه عادي كيسه ده، چي په نړۍ كي هر مهال رامنځ ته كيداى شي، خو تفصيل يې ډېر دردونكى دى.
تقريبا شپږ ميا شتي مخكي يو ې شتمني كونډي ما ته د يوه سړي له لاري بلنه راكړه، چي د هغې كور ته ورشم، هغې بخښنه غوښتې وه چي د ناروغۍ له امله هغه خپله زما دفتر ته نشي راتلاى، زه د هغې ليدو ته ورغلم، له څو رسمي جملو وروسته هغې راته وويل:" وكيل صاحب! زه غواړم چي تاته يوه ډېره مهمه او سپېڅلې دنده دروسپارم، ما ته د دې كار لپاره تر ډېر غور وروسته غوره كړى يې ، زما د ژوند شېبې نوري لنډي شوي دي، كوم كارچي غواړم تا ته يې وسپارم، هغه به ته زما له مړيني وروسته پيل كوې، پر مخا مخ مېز زما وصيت نامه پرته ده، او ورسره د لسوزرو "فرانكو" نوټونه هم دي، كه چېرى ته پخپل كار كي پاته راغلې، نو همدا لس زره فرانكه خپل فيس وبوله، اوكه چيري بريالى شوې، نو زما له وصيت سره به سم يو لك فرانكه نوري تاته د جايزې په توګه دركړل شي، ماله هغې وپوښتل چي هغه غواړي په ما كوم كار وكړي؟ هغې ځواب راكړ، چي زه به د هغې ورك زوى ور پيدا كوم، چي د دې د ټولي شتمنۍ يوازينى وارث دى، كونډي دا خبره بيا تكرار كړه چي زه به د هغې له مړني وروسته خپل لټون پيل كوم، او هغه باور لري چي دا به ډېر ژر مړه شي، هغې له ما هيله وكړه چي زه هغې ته تكيه وركړم او پركټ يې د دې لپاره كښېنوم، چي هغه خپله كيسه ماته وكړي، چي كيسه واورم، نو كيداى شي، چي زه د خپلي دندي پلان ترتيب كړم،كونډه په ريښتيا هم ډېره ناروغه وه، سره له دې چي زه ډاكټر نه وم خو بيا مي هم اندازه لګولاى شوه، چي هغه نوره د يو څو ورځو مېلمنه ده.
كونډي خپله كيسه داسي پيل كړه "ښاغلې! ته هغه لمړنى كس يې چي زه داكيسه ورته كوم، د دې لپاره چي تاته زما د درد اوخوږ احساس وشي، ځكه ته يو خواخوږى انسان رامعلوميږې، زه باور لرم، چي ته زما بدبختي داستان واورې نو زما د زوى په لټه كي به هيڅ كمزوري نه ښيې، زه نه غواړم چي ډېره ليري لاړه شم ځكه داسي نه وي چي د څه درښودلو وړاندي زما ځواك ځواب راكړي".
تر واده وړاندي ما له يوه هم سينه ځوان سره مينه كوله، ما پتيلې وه چي له هغه سره به واده كوم، خو زما مور او پلار په دې خوښ نه وو، ځكه زما محبوب شتمن نه و، زه يې يوه لوړ او شتمن سړي ته وركړم، ما د دې واده مخالفت و نه كړ، ځكه چي زه هغه وخت كم سينه، بې تجربې او د مور او پلار په خوښه وم"
څو كاله ورسته ځينې مهمي پيښي را منځ ته شوې، له يوه لوري زما محبوب بل واده وكړ او له بل لوري زما يو ډېر ښكلى زوى وزېږېد، د زوى له پيدا كېدو دوه كاله وروسته زما مېړه مړ شو، او په دې لويه نړۍ كي زه د يوه زوى او خپلي ډكي ځوانۍ پيټي ته يوازي پاته شوم"
"زما محبوب چي زما د مېړه له مرګه خبر شو، نو هغه ډېر خواشينى شو، په دې نه چي زما مېړه مړ شوى و، بلكي په دې چي هغه بل واده كړى و، او اوس سره له دې چي د هغه لار پاكه وه، هغه له ما سره واده نشواى كولاى، هغه د عذر لپاره ماته راغى، او پر دې غم يې په چيغو، چيغو وژړل، زما زړه ټوټې، ټوټې شو .
"له دې وروسته زما كور ته د هغه راتګ پيل شو، همدا زما لويه غلطي وه، ځكه ما بايد په لمړيو شپو كي هغه له خپله كوره منع كړى واى، خو دا چي زه د مېړه بې وخته مړني ډېره ځورولې وم، نو ځكه مي خپل محبوب ته د دوستۍ تر بريده د اړيكو ساتلو اجازه وركړه، خو دا اړيكي ډېر ژر د دوستۍ له بريده واوښتې، معلومداره خبره ده چي همداسي به كېدلاى، ځكه زه ځوانه وم، يوازي وم، او له هغه سره مي مينه وه، موږ ښځي بايد څنكه راز، راز تكليفونه وزغمو"
بيا داسي وخت راغى چي د هغه ډيري شپې به له ما سره تېرېدې، هغه واده درلود، زه كونډه وم او يو زوى مي هم درلود، نور نو موږ ته مناسبه نه وه چي مينه او عاشقي وكړو، ما بايد لمړى لا دغه خطر حس كړى واى، خو افسوس چي احساساتو مي پر عقل پرده غوړولې وه، زه له فطري غوښتنو څخه مغلوبه شوې وم، نتيجه يې دا شوه چي هغه ټول څه وشول چي بايد نه واى شوي، زه د هغه يو ډول يارانه وګرځېدم، ښايي ته به فكر كوې چي دا ټوله ګناه زما زه، خو داسي نه ده، كيسه دا سي وه چي زما ميني او يوازيتوب زما د محبوب حوصله ور لوړه كړه، د هغه غوښتني له يوې نه بلي ورځي ته پسې ډېرېدې، ما ډېر مزاحمت وكړ خو حقيقت دادى چي د ښځي كردار چي هر څومره كلك وي، كه له يو سړي سره څو ساعته يوازي پاته شي نو د كردار ټول بنسټ يې له منځه ځي او داچي هغه تر واده وړاندي زما محبوب و ...
همداسي څورلس كاله تېر شول، دغه څولس كاله زما د ژوند تر ټولو ښې شيبې وې، په دې زمانه كي زما زوى لوى شو، هغه دومره ځيرك او صالح هلك و چي يو مور وياړ پرې كولاى شواى، زما پر يار هم ګران و، موږ دواړو په ګډه هغه لوى كړ، د هغه د زده كړي لپاره زما محبوب ډېر زيار وكيښ، زما زوى به هغه ته كاكا ويل، له هغه سره يې بې كچه مينه كوله او د هغه يې ډېر درناوى كاوه، هغه يې خپل پلار، ښونكى، پالونكى او ملګرى باله او په هر څه كي به يې له هغه سره مشورې كولې، هغه هيڅكله په خپل كور كي د كاكا پر شته والي نيوكه نه وه كړې، نيوكه خو لا پرېږده هغه تر اوسه دا هم نه و پو ښتلي چي كاكا هره ورځ زموږ كور ته داسي بې خاره ولي راځي، هغه له كوچنيوالي هغه خپل ځان او مور ته نژدې ليدلى و او هغه يې د خپل ځان مخلص ګڼلى وو هغه په خپل كور كي په كاكا عادي شوى و او هغه يې د ځان او مور خير خوا ګڼلى و .
بيا يو وخت زما يار له خپلي ښځي سره د يوې مياشتي لپاره په سيل برتانيې ته ولاړ، هغه به هر وخت په كال يا دوو كلونو كي بهر ته په سيل تلى، خير كله چي بيرته له برتانيې څخه راغى نو تر ټولو لمړى زما ليدو ته راغى، موږ ډېر احساساتي سره يو ځاى شوو او په يو بل كي ورك شو، زما سد والوت،نه پوهيږم چي څومره وخت به تېر شوى و، خو چي ځان او شاوخوا ته مي پام شو، نو ټكان مي وخوړ، زه ناببره پوه شوم چي په كوټه كي دريم كس هم شته، ما چي سر را پورته كړ او د وره خوا ته مي وكتل نو پر سترګو مي توره شپه شوه، ما خپل زوى "هنري" وليد چي ژر وګرځېد او لاړ"
"زما پر سر اسمان را ولوېد، كشكي مځكه چاودلې واى او زه په ننوتلې واى او يا مي پر كړي واى او د همېش لپاره وركه شوې واى، نه پوهيږم چي ما تر كومه سلګۍ وهلې او ژړل مي، زما زړه د چاودېدو په حال كي و، ټول بدن مي لكه په اور چي كبابېدى، زه د هغه كب په څېر تړپېدم چي له اوبو را ايستلى شوى وي او پر وچه يې غورځولى وي، وكيل صاحب! هغه مهال چي زما كوم حالت و، هغه زه په ژبه نه شم بيانولى، زما يار هم چوپ و، هغه له ما څخه ليري ناست و، هغه نه ماته ډاډ راكړ، نه يې له ژړا څخه منع كړم او نه هم نژدې راته راغى، ډېر ورسته هغه چوپتيا ماته كړه او و يې ويل:"زه د هنري پسې ځم، د هغه ... د هغه د پوهولو هڅه كوم، زه ... زه هغه ته وايم"
هغه هم لاړ، زه يوازي پاته شوم، د اوښكو چينې مي وچي شوې او ډېره كمزورې شوم، كله چي ښه ستړې شوم نو پر كټ ولوېدم او د خپل تللي زوى په تمه شوم، زه چوپه وم په زړه كي مي ډول، ډول اندېښنو سر كړى و او له وېري په رېږد وم، كله چي به په نغري كي د كوم لرګي ټك شو نو زما ترهنده سترګي به د وره خوا ته واوښتې، يوې نا څرګندي وېري زما زړه په اوسپنزو زولنو كي را حصار كړى و، زه پوره باور لرم چي كوم سخت مجرم به هم داسي درد نه وي ليدلى،"د شپې په نيمايي كي ماته د خپل محبوب له لوري خبر راغى، چي هغه تر اوسه د هنري په پيدا كولو كي پاته راغلى دى، هغه پوښتلي و چي هنري خو به كوگر ته بيرته نه وي راغلى؟ ما ځواب ور ولېږه چي نه هغه تر اوسه بيرته كور ته نه دى راغلى، ته خپل لټون جاري وساته"
"زه ټوله شپه هغه ته په تمه ناسته وم، څو ځلي پر خپل زهني توازن باندي شكمنه شوم، كله به مي زړه راته ويل چي جامې وشلوم، ټوپونه ووهم او دومره منډي كړم، چي عصاب مي شل شي، كله به مي زړه و چي پر مځكه ځان وغورځوم، خو هيڅ غوښتنه دومره قوي نه وه چي ماته يو كوچنى حركت راكړي، زه ټوله شپه ډول، ډول اندېښنو لاندي كړې وم، بد، بد چورتونه رالوېدل د توپاني جګړو غوندي په زهن كي راګرځېدل چي اوس به څه كيږي؟ كه هغوئ دواړه سره مخامخ شول نو بيا به زما د زوى غبرګون څه وي؟ كه هغه بېرته راغى نو زه به دومره توان ولرم چي له هغه سره مخامخ شم؟ هغه به بېرته راشي؟ كه را نه شي نو زه به څه كوم؟ دا دومره لوى ژوند به يوازي څنګه تېروم؟
شين سهار و، چي زما مزدوري كوټې ته سر را ښكاره كړ، ما له دې پرته چي هغې ته وګورم په لاس د تلو اشاره ورته وكړه، نه پوهېږم چي هغه ولاړه كه پاته شوه خو لږ وروسته په داسي حال كي چي يو ډاكټر ورسره ملګرى و ماته نژدې راغله، ډاكټر ويل زه سربداله شوې يم، هغه زه پر كټ پرې ايستم او نور په ځان پوه نه شوم"
"مزدوري مي ويل چي زه تر ډيرو ورځو پوري سمه په هوښ كي نه وم، په همدې نا سم حالت كي به مي كله چيغي وهلې، كله به مي بغاري وهلې او كله به مي اپلاتي ويلې"
"كله چي زه پر سد شوم نو زما محبوب ماته نژدې ناست و، هغه ډېر ستړى او پرېشانه ښكارېدى، زما چي پر هغه سترګي ولګېدې نو سملاسي مي بېرته ورڅخه واړولې او د خپل زوى حال مي ورڅخه وپوښت، هغه راته وويل: ما چي هر څومره د هغه لټه وكړه بيا هم د هغه په موندلو كي پاته را غلم" ما هغه ته په قار وويل: سملاسي له دې ځايه پورته شه او زما زوى را پيدا كړه، تر څو چي دي هغه نه وي پيدا كړى له ما سره د ليدو هڅه مه كوه، هغه ولاړ"
"وكيل صاحب! له هغې ورځي راهيسي، نه زما زوى بېرته راغى او نه زما محبوب، ما له تېرو شلو كلونو راهيسي د هغوئ يوه مخ نه دى ليدلى، له شلو كالو څخه پرلپسې زه دغه عذاب ګالم، زه هره شيبه په تمه تېروم، هر وخت مي زړه دربيږي چي خداى خبر زوى به مي كله بېرته راشي، ته د دې سزا درد نه شې محسوسولاى، دا يوازي د يوې مور زړه محسوسولاى شي، هغه تمه چي پاى نه لري ، اف " هغه چوپ شوه، بيا يې څو شيبې ورسته پسې وويل:" خو اوس هغه وخت رارسگېدلى چي دغه تمه پاى ته ورسيږي، زما وخت رارسېدلى زما ژوند په خلاصېدو دى، ما د مرګ ښكالو اورېدلې ده، مرګ دې كور ته را ننوتلى دى او نور زه هم د ژوند هيله نه لرم، له دې شلو كلونو را هيسي چي زه كوم ژوند تېروم تر هغه مرګ وېرونكى نه دى"
او هغه زما محبوب، هغه له تېرو شلو كلونو څخه بې له ناغې زما كور ته راځي او زما د نوكرانو په منځګړيتوب له ما څخه د ليدو غوښتنه كوي، له هغه راهيسي ماته لوى، لوى ليكونه ليكي، زما له نوكرانوسره غوړمالۍ كوي، هغوئ ته لوى، لوى رشوتونه ور مني چي په يو ډول څان دننه را پرېږدي او د يو څو شيبو لپاره له ما سره وويني، خو ما هيڅكله هغه ته د ليدو اجازه نه ده ور كړې، د يوې شېبې لپاره هم نه، ځكه چي ... نه پوهېږم چي ولي؟ زه په دې پوره باور لرم چي كه په هره شېبه كي هغه زما مخي ته راغى نو په هغه شيبه به زما زوى هم بيرته راشي او موږ دواړه به يو ځل بيا يو ځاى وويني، اف، زويه ... خداى خبر هغه به چيري وي؟ مړ به وي كه به ژوندى؟ خدايزده چيري به پټ وي؟ په همدې وطن كي به و ي كه به له سمندر پوري وتلى وي؟ زه به كله ور يادېږم كه نه؟ نه پوهېږم چي اولاد خپل مور او پلار دومره ولي ځوروي؟ داسي سختي سزا وي ولي وركوي؟ خپل زامن دومره بې رحمه كيږي ولي؟"
يوې مور په داسي حال كي چي د مرګ شېبې يې شمېگرلې په اسمان كي سترګي ښخي كړې او په دردناك ږغ يې خپل زوى ته ور ناري كړل:" زويه! زما زويكه! ته خو دومره ظالم نه وې، تا خو همېشه خندل او زه دي خندولم، ته دومره احساس نه لرې چي تا خپلي مور ته څومره سخته سزا ور كړې ده، تا خپله مور ژوندۍ ښخه كړې ده هغه مور چي له تا سره يې دومره مينه كول، چي كله به ستا تبه وه نو هغې به خوب پر ځان حرام كړ او كرۍ شپه به ستا سرته ناسته وه"
"ګوره دغه ټولي خبري هغه ته وكړه" كونډي ماته وويل:" ورته كوې يې كه نه؟ ژمنه ده؟ هغه ته ووايه ... هغه ته ووايه زما زويه زما زړګيه! پر خپلي تللي مور رحم وكړه، وخت له هغې سره ډېره جفا وكړه، له كله راهيسي چي ته تللى يې، له هغې ورځي څخه ستا له مور څخه د ګور مړى جوړ شوى دى، اوس هغه په ريښتيا مړه شوې ده، ته خپله مور وبخښه، يو ځلي يې په مينه ياده كړه، ستا د دغه شل كلن بېلتون هره شيبه د هغې لپاره تر مرګ په كمه نه وه، او ستا په ياد كي يې د وينو اوښكي توى كړي وې او يو ځل د هغې قبر ته ورشه او هغې ته ور چيغي كړه چي مور جاني! هغه به پوه شي چي تا هغه بخښلې ده" كونډه په چيغو شوه، او بيا يې سلګۍ پيل شوې، زه چوپ ناست وم هغه دردېدلې ننداره مي كول چي يوازي يې پاى زما په مخكي و، هغې په لاس ماته د تلو اشاره وكړه، زه چي پورته شوم نو هغې پرته له دې چي ماته وګوري په سلګيو راته وويل:"هغه ته دا خامخا ووايه چي ما ... چي ما له هغه وروسته بيا هيڅكله د هغه (خپل يار) مخ لا نه دى ليدلى، دا به ستا ډېره لويه مهـرباني وي، نور نو ما يوازي پرېږده چي په خپلو ګورومونو كي ډوبه مړه شم"
زه دباندي راووتم له سترګو مي اښكي رواني وې، څو ورځي وروسته خبر شوم چي هغه كونډه مړه شوې ده، ما د هغې په جنازه كي ګډون وكړ"
بيا ما له خپلو ټولو امكاناتو او اړيكو څخه كار واخيست، په پټو سترګو مي هڅي وكړې چي د هغې زوى پيدا كړم خو تر اوسه په خپلو هڅو كي پريالى شوى نه يم، تاسو چي د هغه په اړه هر فكر كوئ خو زه هغه يو مجرم زوى بولم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery