مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ٌ په پښتو ٌ يې وکاږم که ٌ پرپښتو ٌ

ضميمه
په دې برخه کي زه خپلي هغه ليکني راوړم چي په بېلابېلووختوکي مي دکره ليکني اونيولوګيزمونوپه باب خپرې کړي دي . په دې ډول غواړم وښيم ، چي په دې
هکله زماهڅي نوي نه دي اوله ډېره وخته مي خپل نظريات اوپه ځينو
برخوکي اندېښنې له لوستونکوسره شريکي کړي دي .په دې ليکنو
کي به لوستونکي ځای ځای پرمکرروخبروباندي ، چي
دکتاب په متن کي هم راغلي دي ، پېښ سي .
زه دهغوله بابته بخښنه غواړم .
 

ٌ په پښتو ٌ يې وکاږم که ٌ پرپښتو ٌ
موږ پښتانه بايد د ډېوې مجلې احسان ومنو،چي په دې تياره شرايطوکي يې راته په خپله ژبه اوپرخپله ژبه دڅه ليکلوزمينه برابره کړې ده . په دې لړکي مي داستادډاکټرعبدالرازق پالوال هغه ليکنه په ډېره علاقه مندۍ سره ولوستله چي د ډېوې مجلې ددريم کال په لسمه ګڼه کي يې دامريکاږغ په نامه خپره سوې ده . دپښتونشراتوپه باب زما په زړه کي له ډېره وخته ځيني خبري راګرزېدلې اود ليکلو زړه مې ځکه نه سوای کوﻻی چي يوخودچاخبره ٌ الم نشرح هغه الم نشرح ده خو خوله د ملاعثمان غواړي ٌ، بل مي په ځان کي دوني بيچ هم نه ليدئ چي ددغه رازعمومي جريان په غېږدي ورسم . اوس چي مي ښاغلي استاد پالوال پدل رامات کړئ نوبه زه هم خپل معروضات درته وړاندي کړم . واردواره به يې له ( په)او (پر) څخه راونښلوم . د دغو دوو اداتو بيځايه کارولو ځيني بېخوندۍ ، يابايد ووايم تېروتني پېښي کړي دي . په اوسنيوزياتره نشراتوکي دغه ادات لکه څرنګه چي بايد وي ، نه استعمالېږي اوځای ځای خـوﻻداسي هم راته ښکاره سوې ده چي( پر ) د (په ) پرځای په ارادي توګه راوړل سوئ اوپه پښتو کي ديوراز نوي انکشاف رنګ ورکول سوی دئ .
ٌ په پښتويې وليکم ٌجملې معناداده ، چي دليکني ژبه مي پښتوده ، دمفاهمې وسيله مي پښتوده ، پاړسي ياانګرېزي ياکومه بله ژبه نه ده او ٌ پرپښتويې وليکم ٌ معنا داده، چي ليکنه دپښتوژبي په باب ده ، يا يې پرګرامر ، يايې پرتاريخ اوادب يا پر نورو اړخونوږغېږم . زه چي اوس ځيني نشرات لولم زياتره يې ( پر )د (په)پرځای راوړی وي . د مثال په توګه د ډېوې مجلې په همدغه ګڼه کي چي وړاندي مې يادونه وکړه ، يوه جمله داسي ده ٌ ... دمغازواولويوځايونوښيښې ماتول ، د ماشومانواوښځوتښتول،په هغوتېری کول اوبيايې وژل .... ٌ
دلته ٌ په هغوتېری کول ٌ هغه رازمعنانه ورکوي ، چي دليکونکي مرادده . دليکونکي مراددادئ چي له بې سرپرسته ماشومانوڅخه په غرب کي داسي ډلي جوړي سي ،چي د مغازو او لويوځايونوښيښې ماتوي ، ماشومان اوښځي تښتوي اوښځوته بيا بدنامي ور اړوي ، بې عفته کوي يې . چي دغه رازمطلب بايد ٌ پرهغوتېری کول ٌ وي ، نـه ٌ په هغوتېری کول ٌ . د ٌ په هغوتېری کول ٌ دا معنا ، چي له دغو تښتول سوو ښځوڅخه دنوروښځودبېعفتۍ له پاره کاراخيستل کېږي . يالکه موږ چي ووايو ٌ په ښځويې غلاوي وکړې ٌ ، يعني داغله د جنس له مخي ښځي وې .
د ( پر ) دغه رازبېځايه کارول په هيوادکي دننه هم رواج سوي و . کال مې دقيق نه دئ په ياد ، چي کوم و ، په پوهنتون کي په يوه علمي سيمينارکي ښاغلي زلمي هيوادمل دفاضل استادپوهاندرشادصاحب د مضمون لوستل زماپرغاړه راواچول . پخپله استاد سيمينارته تشريف نه و راوړی . مضمون درحمان بابا دمړيني دنېټې په باب نوې څېړنه وه اوعنوان يې و ٌ رحمان باباپه کوم کال مړدئ ؟ ٌ . له دې عنوان څخه ٌ رحمان پرکوم کال مړدئ ؟ ٌ جوړسوی و . داستاد مقصد خوداو، چي درحمان بابا دمړيني سنه وښيي چي کومه يوه ده ؟ ١١١٨ هجري قمري که ١١٢٨ هجري قمري . خوترﻻسوهلو وروسته دجملې معنا داسي اوښتې وه چي ګويادليکوال مطلب دادئ چي رحمان بابا په څوکلنۍ کي مړسوی دئ . ٌ پرکوم کال مړ ٌ همدغه مفهوم افاده کوي . په داسبا چي مي استادته دسيميناربيان کاوه اوپه ضمن کي مي د څېړني دعنوان يادونه ورته وکړه ، په خندايې راته وويله چي ٌ معياري کړی يې دئ ٌ . خوزه پوه سوم ،چي له دغه رازﻻسوهلوڅخه خوښ نه و . ٌ پر کوم کال مړ ٌ ترکيب مي په ډېوه مجله کي هم يووارپه سترګه سوی دئ چي په ناسم ډول يې کارکړی و . ماته ديوې پېښي دوخت دښوولو له پاره د ( پر )کارول هله غوره ايسي ، چي وغواړو پرکال سربېره يې دمياشتي ورځ هم وښيو . دمثال په توګه :
زه په يوزر ودرې سوه شپږويشتم هجري شمسي کال ددلوي پر شپاړسمه زېږېدلی يم . دلته چي دمياشتي و ورځي خبره راغله نو( پر ) کارول پرځای کاردئ . يا روسانو په يوزرودرې سوه اته پنځوسم کال دجدي پر شپږمه پرافغانستان يرغل وکړ . د ( پر )نورمواردبه هم راوړم . پلانی يې په توپک وواژه اوهابل يې پرتوپک وواژه . په لومړي مثال کي دوژلو وسيله توپک دئ . په چاړه ياسوټي يې نه دئ وژلی اوپه دوهم مثال کي مطلب دادئ چي توپک ورڅخه و ، غله پر پېښ سول ، توپک يې ځني اخيستی ، ده نه ورکاوه ، څويې مړکړی او توپک يې ځني واخيست . ګويا پرتوپک يې سروخوړ . دادوه مورده بايد سره بېل سي . ( ١ ) .

( ١ ) دامقاله د ډېوې مجلې دڅلرم کال په لومړۍ ګڼه ( جنوري ـــ ١٩٩٧ ع ) کي خپره سوه . دهمدې کال په دوهمه ګڼه کي دراغلي ليک ترعنوان ﻻندي پوهاند زيارصاحب زماپرپورتنۍ مقاله تبصره کړې ده . ليک ته په واضح ډول د زيار صاحب نوم نه دئ ليکل سوی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery