مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوی اختر او مقدس مقامونه

د لوۍ أختر د مبارکو شپو او ورځو ، داراز د لوۍ أختر د لمانځه ، أضحيې او قربانۍ کولو په ارتباط مفصل او محقق بيان :

محترمو مسلمانانو ! دغه بيان په متعددو برخو کښي درته وړاندي کوم :

اولــــــه برخه :
د أختر ومبارکي ورځي ته � عيد � ولي ويل کيږي ؟
په دې باب علماوو بېلابيلي وجي ويلي دي : اوله وجه داده چي په دغه ورځ کي الله پاک د فرح او سرور ، يعني د خوښۍ او خوشحالۍ إعاده و خپلو بندګانو ته کوي .
دوهمه وجه يې داده چي په دغه ورځ کښي بندګان و تضرع ، ژړا او و يو داسي عبادت ته عود او رجوع کوي کوم چي په بل وخت کښي هغه عبادت نسته ، لکه د أختر لمونځ ، سرسايه او أضحيه ، او الله پاک و داسي إنعام او ورکړي ته او و داسي بخشش ته پر خپلو بندګانو باندي عود او رجوع کوي کوم چي هغه قسم إنعام په نورو وختو کښي نکوي .
دريمه وجه يې داده چي په دغه ورځ کښي بندګان و خپل أصلي حالت ته راګرځي چي عبارت دئ له طهارت او پاکوالي څخه له ګناهونو .
څلرمه وجه يې داده چي و مؤمنانو ته په دغه ورځ کښي د الله (جل جلاله) له طرفه داسي فرمايل کيږي چي : عودوا إلی منازلکم مغفورا لکم .

يعني اې مومنانو ! وګرځۍ ( له عيدګاه څخه ) و خپلو کورو ته په داسي حال کي چي بخښه د ګناوو وکړه سوه تاسي لره .

پنځمه وجه يې داده چي څرنګه چي دغه مبارکي ورځي د أختر هر کال پر مسلمانانو باندي عود او رجوع کوي نو ځکه عيد ورته ويل کيږي .
شپږمه وجه يې داده چي په دغو ورځو کښي مسلمانان د يوه او بل و کور ته د مبارکۍ په خاطر رجوع کوي .
اومه وجه يې داده چي و دغي مبارکي ورځي ته مسافر خلګ چي څونه يې کوشش کيږي له سفر څخه وخپلو کورو ته عَود او رجوع کوي .

( کذا في الغنية للشيخ عبدالقادر جيلاني رح ) .

دوهــــــمه برخه :
پوه سه ! چي عالم بشر چي له کومه وخته و دنيا ته راغلئ دئ نو عام له دې که مؤمنان وي او که کافران وي ، په هر قرن کي هر قوم په کال کي د خوشحالۍ او د سره راغونډيدلو داسي ورځي درلودلي دي لکه څرنګه چي په اسلام کښي د أختر مبارکي ورځي دي ، خو د مسلمانانو او کفارو د داسي ورځو په نسبت فرق په دې کښي دئ چي د مؤمن أختر د الله تعالی د رضـــا لپاره وي او د کافر أختر دشيطان ملعون د خوشحالۍ په خاطر وي .

مومن د أختر د ورځي په مناسبت چي د إجتماع او راغونډيدلو وځائ ته ځي نو په داسي حال کي ځي چي پر سر باندي يې تاج د هدايت وي او په سترګو کښي يې علامه او نښانه د فکر او عبرت ښکاره کيږي او غوږونه يې د حق د خبرو اوريدونکي وي او پر ژبه باندي يې د توحيد کلمه جاري وي او په زړه کښي يې معرفت ، يقين او ايمان موجود وي او پر اوږو باندي يې د إسلام پټو اچولئ وي ، او ملا يې د الله پاک د بندګۍ په کمربند تړلې وي ، او د ورتللو ځايونه يې جامعګاني او مسجدونه وي ، او معبود يې ربُّ العبـــاد و البــــلاد وي

بيا و الله (جل جلاله) ته تضرع کونکئ او له ده څخه د خپلو حاجتو غوښتونکئ وي ، او په مقابل کښي يې الله پاک دده د دعا ګانو إجابَت کوي او قِسم قِسم إنعامات ورکوي او د قيامَت په ورځ د عزت او کَرامت و ځائ ته چي جنتونه دي ورولي .
او بالمقابل کافر چي د خپلي خوشحالۍ او د أختر په ورځ کښي و إجتماعګانو ته ورځي ، نو په داسي حال کښي ورروان وي چي د ضلالَت او ګمراهي او د دُنيا اوآخرت د خُسران او تاوان تاج يې پر سر وي او پر غوږو باندي يې مُهر د غفلَت وهل سوئ وي ، او پر سترګو باندي يې حِجاب او پرده د ضلالت راغوړېدلې وي او د نفسي او شيطاني خواهشاتو نښانې له ليري لا په ده کښي ښکاره کيږي ، او پر ژبه باندي يې د شقاوَت او بدبختۍ مُهر وهل سوئ وي ، او زړه يې د کُفر او د بې ايمانۍ ظلمت او تيارې نيولئ وي ، او پر ملا باندي يې د حق د مخالفت او د شيطان د إطاعت او فرمانبردارۍ کمربند تړلئ وي ، او د ورتللو ځايونه يې هغه وي په کوم کښي چي نفساني و شيطاني او د فسق او فساد کارونه إجرا کيږي ، او معبود دده نفسي خواهشات ، شيطان او بُــتان وي ، او ورتګ بې اخير اخير د جهنم و اورته وي .

دريــــــمه برخه :
پوه سه ! چي د تاريخ په اوږدو کښي په دنيا کښي څلور قسمه اخترونه و شهرت ته رسيدلي دي :
اول : د إبراهيم (ع) د مُشرک او کافر قوم أختر ، چي په قرآنکريم او تفسيرو کښي يې ذکر راغلئ دئ

دوهم : د فرعونيانو أختر چي په قرانکريم کښي يې په دغه قول کښي د الله پاک ذکر سوئ دئ چي : قالَ موعدکُم يومُ الزينة .
چي په همدغه ورځ د أختر کښي د دوۍ د موسی (ع) او د فرعون د ساحرانو مقابله وسوه ، چي په نتيجه کښي ټولو ساحرانو پر حضرت موسی (ع) باندي ايمان راوړئ .
دريم : د حضرت عيسی (ع) د قوم (يعني د نصاراوو) أختر ، چي کله عيسی (ع) د حواريينو په غوښتنه له الله (جل جلاله) څخه د اسماني مائدې او سترخوان غوښتنه وکړه او الله پاک دده دُعا قبوله کړه او له اسمان څخه يې دده له غوښتني سره سم مآئده او سترخوان چي پر قِسم قِسم خوراکي موادو باندي مشتمل ؤ ورته راکښته کړ ، لکه چي الله تعالی په قرانکريم کښي د حضرت عيسی (ع) له دغي غوښتني څخه په دې ډول حکايت فرمايلئ دئ :
اللهم ربنا أنزل علينا مآئدة منَ السمآءِ تکونُ لنا عيدًا لأولنا و اخرنا و آية منک .
نو په کومه ورځ چي دغه مآئده د عيسی (ع) پر قوم باندي له الــــهي لوري نازله کړه سوه هغه ورځ د دوۍ دپاره د أختر ورځ مقرره کړه سوه .

څلرم : قِسم أختر د أمت د حضرت محــــمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وصحبه وسلم) دئ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery