مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بعضې سوالونه او د هغې جوابونه

اول سوال:
د بخاری او مسلم په حدیث کې ولې ښځو ته ناقص عقل او ناقص دین ویلی شوی دی؟ ددغه حدیث څه معنی ده؟ او هغه حدیث دادی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم یوه ورځ ښځو ته وفرمایل (( يا معشر النساء تصدقن فانی اريتکن اکثر اهل النار فقلن و لم يا رسول الله صلی الله عليه و سلم ؟ قال تکثرن اللعن وتکفرن العشير ما رايت من ناقصات عقل و دين اذهب للب الرجل الحازم من احداکن قلن و ما نقصان ديننا و عقلنا يا رسول الله صلی الله عليه و سلم ؟ قال اليس شهادة المرا‌ة مثل نصف شهادة الرجل ؟ قلن بلی قال فذلک من نقصان عقلها اليس اذا حاضت لم تصل و لم تصم ؟ قلن : بلی قال : فذلک من نقصان دينها))
((بخاری صفحه ۴۴ جلد ۱ ، مسلم صفحه ۶۰ جلد ۱،مشکا‎‎‎ة صفحه ۱۳ جلد ۱، فتح الباری صفحه ۵۳۴ جلد ۱))
ژباړه: ای ښځینه پرګنو صدقه او خیرات کوی ځکه چې ستاسو اکثریت ماته دوزخیان ښودلی شوی يې ؟ نو ښځو وویلی چې دا په څه وجه یا رسول الله صلی الله علیه و سلم ؟ نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې دا په دی وجه چې تاسو یو پر بل لعنت ډیر وایی او د خپلو خاوندانو نا شکری کوی ستاسو په شان می داسې ناقص عقل او ناقص دین نه دی لیدلی چې د هوښیار سړی نه عقل سلبوی نو ښځو وویلی چې زمونږ د عقل او دین نقصان څرنګه دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې آیا د یوی ښځې ګواهی د یو سړی د نیمی ګواهی سره برابره نه ده؟ نو هغوې وویلی چې هو نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې دا يې د عقل د نقصان له وجی نه دی. او بیا يې وفرمایل چې آیا ښځه داسې نه ده چې کله حیض شی نو مونځ نه کوی او روژه نه نیسی نو هغوې وویل چې هو. نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې دا يې د دین نقصان دی.
جواب: ددغه سوال او شبهی څخه لاندې جوابونه کيږی:
اول ځواب:
د شیخ محمد متولی شعراوی : هغه داسې وایی : باید ووایم چې تر اوسه پوری بشریت داسې دین نه دی لیدلی پرته د اسلامه چې ښځو ته يې بشپړ کرامت او حقوق او منزلت ورکړی وی ، اسلام ښځې ته د کرامت او منزلت له لحاظه هیڅ هم نه دی کم کړی هغه يې د یو کامل انسان په ډول مکرمه وګڼله په دغه حدیث کې د منزلت او مکانت له لحاظه هیڅ داسې عیب او نقص ندی بیان شوی چې د ښځې او نارینه ترمینځ فرق ترینه محسوس شی بلکې په حدیث کې د تکوین او خلقت له لحاظه هغه نقص (نیمګړتیا) ته اشاره شوی چې الله تعالی خلق کړی د الله تعالی په نزد د شرعي او دنیوی تکالیفو او وجایبو له لحاظه او د د نیوی او اخروی مسؤلیتونو او حقوقو له پلوه د ښځې او نارینه ترمینځ هیڅ توپیر نشته الله تعالی نارینه و ته د تکوین او خلقت له لحاظه هغه ځانګړتیاوې ورکړی چې ددې له رول او ماموریت سره مناسبت ولری او په همدی توګه ښځې ته هغه تکوینی او خلقی صفات ورکړی چې په دنیوی ژوند کې يې د رول او ماموریت سره مناسبت لری .
رسول الله صلی الله علیه و سلم ځکه ښځې ناقص العقله توصیف کړی چې هغوې په عاطفی توګه هاغه کارونه کوی چې هلته عقل جام اودریږی یعنې د دوې عاطفه دومره زیاته او قوی ده چې پر عقل تل غلبه کوی.
خو د دین نقصان ( کمښت) د هغه طبیعت له مخی ور پیښ شوی چې الله تعالی له خلقت نه د هغې له ذات سره تړلی لکه چې وویل شو ورځې او شپې پری تیریږی خو دا له عبادت څخه معاف وی د رمضان د روژی څخه معاف وی
(( د حیض یا نفاس له کبله )) او دا عیب نه دی ځکه چې الله تعالی همداسی دوې خلق کړی او داسې يې ځکه خلق کړی چې الله تعالی په خپل حکمت ښه پوهیږی هغه ته معلومه ده چې د ژوند او دنیاوی چارو بقا په همدی توګه بهتره پر مخ ځی الله تعالی پوهیږی چې باید نارینه داسې خلق کړی او ښځینه داسې . د دین نقصان يې ځکه دی چې د عباداتو ګراف يې تر نارینه ټیټ او نیمګړی دی دوې د مخصوصی بیماری په وخت کې د لمانځه او روژی او نور عباداتو څخه معاف وی، په دی معافی کې چې کوم مونځونه پاتې کیږي هغه یو نیمګړتیا ده او که قضیه په بنیادی توګه وڅیړل شی وینو چې الله تعالی ځکه د بیماری په وخت يې ښځې له عبادت معاف کړی دی چې دوې په تکلیف کې وی په مشقت کې وی او الله تعالی نه غواړی چې پر دوې باندې مزید مشقت ور بار کړی . دا د دین عظمت او لطف ثابتوی نه دا چې د ښځو په حق کې څه اهانت وی په حدیث شریف کې نقصان د عیب په معنی نه ده راغلی بلکې د کمبود په معنی راغلی د کمیت په لحاظ د یو شی کمبود یا کثرت څه خاص مفهوم نه لری څه پروا لری که یو شی کم یا زیات شی.دا هم باید ووایم چې هاغه کسان چې پورتنی حدیث داسې تفسیروی چې ګویا د ښځې سپکاوی او توهین يې کړی غلط پوه شوی هغوې نه دی پوه شوی چې د دین او عقل له نیمګړتیا څخه هدف څه دی دا د الله تعالی د خلقت صفات او ځانګړتیاوی دی تر څو د ژوند چاری په صحیح توګه پر مخ لاړ شی . او هر یو نارینه او ښځینه خپل خپل رول( کوم چې تکوینی او خلقی صفاتو سره مناسبت لری ) ادا کړی مثلاً نارینه مکلف دی چې د کورنی نفقه او د عیال رزق پوره کړی هغه باید باندې وځی کار وکړی زحمت وکاږی او اولاد ته نفقه راوړی ځکه خو دی ته محتاج او اړ دی چې عقلانیت يې پر عواطفو غالب وی تر څو په بهتره توګه د کورنی اړتیاوی او ضروریات کمایی کړای شی او ښځه په دی خاطر عاطفی خلق شوی ده چې اولاد روزی او میړه په زړه کې ځاې مومی نو پکار ده چې حنان ولری عاطفه ولری تر څو خپل مکلفیت په بهتره توګه ادا کړای شی.
((فقه خانواده صفحه ۱۹۸، افغانه ښځه صفحه ۱۱۳-۱۱۴ ))
دوهم ځواب:
حافظ ابن حجر عسقلانی: هغه د پورتنی حدیث په شرحه کې داسې ویلی دی :
( وليس المقصود بذکر النقص فی النساء لو مهن علی ذلک لانه من اصل الخلقة لکن التنبيه علی ذلک تحذيرا من الافتتان بهن و لهذا رتب العذاب علی ما ذکر من الکفران و غيره لاعلی النقص، وليس نقص الدين منحصرا فيما يحصل بالاثم بل فی اعم من ذلک قال النووی لانه امر نسبی فالکامل مثلا ناقص عن الاکمل و من ذلک الحايض لا تاثم بترک الصلاة زمن الحيض لکنها ناقصة عن المصلی ، و هل تثاب علی هذا الترک لکونها مکلفة به .... قال النووی الظاهر انها لاتثاب))
(( فتح الباری صفحه ۵۳۶ جلد ۱)
ژباړه: په حدیث کې مقصد په ذکر د نقصان سره د ښځو ملا متول ندی ځکه چې دغه نقصان د دوې د اصل خلقت سره تعلق لری ( یعنې الله تعالی همدغسې پیدا کړیدی) لکن د ذکر د نقصان څخه مقصد دا دی چې ښځې متوجی کړی تر څو هغوې د خپل خلقتی مواصفاتو له کبله په فتنه کې واقع نشی ( اما د عذاب او ثواب لپاره قاعده عمل ده نه دغه نقصانی ځانګړتیا ځکه يې ونه فرمایل چې د همدی نقصان له کبله به دوزخیان یاست بلکې ورته وی ویلی چې ستاسو اکثریت به ځکه دوزخیان وی چې تاسو د میړه نافرمانی کوی او یو پر بل ډیر طعن وایی په همدی ګناه به دوزخ ته ځی او نقصان د دین په ګناه کې منحصر ندی بلکې ددې نه عام دی لکه چې نووی ویلی ځکه چې دا یو نسبی خبره ده د مثال په توګه کامل نسبت ډیر کامل ته ناقص دی او قوی تراقوی را کم دی او حسن تر احسن را کم دی په همدی اساس حایضه یا نفاسه ښځه د لمانځه په نه کولو نه ګناهګاریږی خو نسبت مونځ کوونکی ته د هغې د لمانځه ګراف کې کمښت راځی خو دا سوال پیدا کیږي چې ښځه د حیض او نفاس په حالت کې د شریعت له طرفه مکلفه ده چې مونځ ونکړی او روژه ونه نیسی نو ایا هغې ته په دغه نه کولو باندې ثواب ورکول کیږي او که نه ؟ نو د امام نووی نظر دادی چې هغې ته په دغه ترک باندې ثواب نه ورکول کیږی.
(فتح الباری صفحه ۵۳۶ جلد ۱)
خو د حافظ ابن حجر میلان دی خبرې ته دی چې حایضه ښځې ته په دغه ترک (مونځ نه كول او روژه نه نيول ) باندې ثواب ورکول کیږي او دا خبره قوی ده.
( فتح الباری صفحه ۵۳۶ جلد ۱)
دريم ځواب:
لکه چې مخکې وویل شو ښځې کولاې شی چې د علم او معرفت او روایت او فتوی په میدانونو کې لکه د نارینه و غوندې اوچتو مرتبو ته ورسیږی لکه چې بی بی عایشه رضی الله عنها په علم کې داسې اوچتی مرتبی ته رسیدلی وه چې صحابه کرامو به په هره مشکله مساله کې د هغې څخه پوښتنه کوله او هغې به ورته د مشکل حل کوله لکه چې یو صحابی فرمایي : ((ما اشکل علينا اصحاب رسول الله صلی الله عليه و سلم حديث قط فسالنا عايشه الا وجدنا عندها منه علما))
(ترمذى صفحه ۲۲۷ جلد ۲، مشكاة صفحه ۵۷۴)
ژباړه: په هره مشکله مساله کې به چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم صحابه کرامو د عایشې څخه پوښتنه کوله نو د هغې سره به د هغه مسالې په باره کې معلومات موجود وه نو ځکه په حدیث کې ښځو ته ناقص العقل ویلی شویدی او ناقص العلم او المعرفة نه دی ويلی شویدی.
او د نقصان د عقل څخه مراد دوه مشخص شیان دی اول دا چې ښځې د حمل او ولادت او د ماشوم د حضانت او د حیض او نقاس په نتیجه کې د جسمانی او عصبی لحاظه ضعیفې کیږي چې دا ټول د هغې په قوه حافظه او ذاکره باندې تاثیر کوی او هیره پکې زیاتیږی او له همدی کبله چې هیره په ښځو کې زیاته ده د ګواهی په وخت کې الله تعالی دوه ښځې شرط کړیدی که د یوی نه کوم شی هیر شی نو بله به يې وریاده کړی لکه چې الله تعالی فرمایي : ((فان لم يکونا رجلين فرجل وامراتان ممن ترضون من الشهداء ان تضل احداهما فتذکر احداهما الاخری))
(سورة البقرة ایت ۲۸۲)
ژباړه: که د ګواهی لپاره دوه سړی موجود نه وی نو یو سړی او دوه ښځې دی ګواهی ورکړی چې تاسو يې ښه ګڼی که چیرته د یوی نه هیره شی نو بله به يې ور په یاده کړی .
دوهم دا چې : د ښځو عاطفه ډیره قوی ده او هغوې په ډیرې آسانی او تیزی سره په معمولی خبره متاثری کیږي او د هغوې په تصمیم کې تغیر راځی ځکه خو علماؤ ویلی دی چې د ښځې عاطفه د هغې په عقل باندې غالبه ده او د نارینه عقل د هغوى په عاطفه با ندی غالب دی او د همدی کبله چې د ښځو عاطفه د هغوې پر عقل باندې غالبه ده نو د ماشوم رضاعت او ساتنه هغوې ته سپارلی شویدی ځکه ماشوم زیات شفقت او مهربانی ته ضرورت لری.
همدارنګې جدید طب دا ویلی دی چې د ښځې جسمی جوړښت د نا رینه د جسمی جوړښت سره فرق لری او د ښځو د د مغزو وزن نسبت نارینه و ته کم دی چې دا هم په ښځو کې د هیری د زیاتوالی یو دلیل دی.
فایده : ښځه کولاې شی د حیض او نفاس په حالت کې د مونځ او روژی او تلاوت څخه بغیر نور نیک عملونه وکړی لکه د الله تعالی ذکر کول ، صدقه کول د خپل خاوند خدمت کول خپلو ماشومانو ته ښه تربیه ورکول او داسې نور عملونه چې د اجر او ثواب د لاسته راوړلو ښې وسیلې دی.
دوهم سوال :
آیا د دوو اخترونو ترمینځ واده کول ناروا دی :
جواب : یوه خرافی خبره زمونږه په ټولنه کې داسې دي چې بعضو ځایونو کې خلک داسې فکر کوی چې ګوندی د دوو اخترونو ترمینځ واده کول ناروا او د ضرر او تاوان سبب دی ، نو دغه خبره غلطه ده بلکې ددې بر عکس د دوو اخترونو ترمینځ واده کول یو ښه او غوره عمل دی ځکه چې عایشه رضی الله عنها داسې فرمایلی : ((تزوجنی رسول الله صلی الله عليه و سلم فی شوال و بنی بی فی شوال فای نساء‌ رسول الله صلی الله عليه و سلم کان احظی عنده منی ))
( رواه مسلم، مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۱۷))
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم د شوال په میاشت کې ( د وړوکی اختر میاشت ) کې زما سره نکاح وتړله او د شوال په میاشت کې يې زه واده کړمه او زما سره د رسول الله صلی الله علیه و سلم مینه د نورو ښځو نه زیاته وه.
او عروة بن الزبیر رضی الله تعالی عنه فرمایي : ((کانت عايشة تستحب ان تدخل نسا‌ء ها فی شوال ))
(مسند احمد، الفتح الربانی صفحه ۲۱۴ جلد ۱۶)
ژباړه: عایشة رضی الله عنها به دا ښه ګڼله جی د هغې د کورنی ښځې دی په شوال کې واده شی.
دريم سوال :
آيا ښځو ته روا دی چې په واده کې داريا ووهی او سندرې ووايی :
جواب : هو، ښځو ته روا دی چې داریا ووهی او سندرې ووایی خو په داسې محفل کې چې نارینه نه وی او داسې سندرې ووایی چې په هغه کې د فسق او فجور خبرې او د ښځو یا نارینه و د ښایست بیان نه وی او په دغه باره کې زیات احادیث شته دی چې زه دلته یو څو ذکر کوم چې په لاندې ډول دی :
اول حديث:
د جلیل القدره صحابیه ربیع بن معوذ رضی الله عنه څخه روایت دی هغه داسې فرمایي : (( دخل علی النبی صلی الله عليه و سلم يوم عرسی فقعد فی موضع فراشی هذا و عندی جا ريتان تضربان بالدف و تندبان ابايی الذين قتلوا يوم بدر فقالتا فيما تقولان و فينا نبی يعلم ما فی غد فقال رسول الله صلی الله عليه و سلم اما هذا فلا تقولاه لا يعلم ما فی غد الا الله ))
(رواه احمد والبخاری مشکوة صفحه ۲۷۱ ، ترمذی صفحه ۲۰۷ جلد ۱)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم زما د واده په ورځ ماته راغی او ځما ددغه توشکی په ځاې کښیناست او زما څنګ ته دوه جینکیانې وې چې هغوې داریا وهلې او زما د هغه خپلوانو صفتونه يې بیانول چې د بدر په غزا کې شهیدان شوی و نو دغو انجونو پخپلو سندرو کې یوه دا خبره وکړه چې زمونږ سره پیغمبر ناست دی چې د سبا په حالاتو پوهیږى نو رسول الله هغوې ته وفرمایل چې دا خبره مه کوی ځکه چې د سبا په حالاتو بغیر د الله تعالی نه بل څوک نه پوهیږی يعنې په غيبو باندې د الله تعالي څخه بغير بل څوك نه پوهيږي.
دوهم حديث :
جلیل القدر صحابی جابر بن عبدالله رضی الله عنه روایت کوی چې عایشه رضی الله عنه یوه ښځه یو انصاری سړی ته په نکاح ورکړه نو رسول الله صلی الله علیه و سلم عایشه رضی الله عنها ته وفرمایل : اهديتم الجارية الی بيتها فقالت نعم قال فهلا بعثتم معها من يغنيهم قالت عايشه تقول ماذا ؟ قال تقول :
اتينا کم اتيناکم فحيونا نحييکم
لولا الذهب الاحمر ما حلت بواديکم
لولا الحنطة السمراء ما سمنت عذاريکم
( رواه احمد و این ماجه مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۷۲، الفتح الربانی صفحه ۲۱۳ جلد ۱۶)
ژباړه: ای عایشه آیا تاسې پیغله د میړه کور ته ولېږله. نو هغې ویل چې هو نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې ولې مو د هغې سره داسې يو کس ونه لیږله چې هغوې ته سندرې ووایي نو عایشة رضی الله عنها وفرمایل چې سندرې ویونکی به څه ووایي؟ نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې هغوې به وایی :
مونږه تاسو ته راغلو نو تاسو مونږ ته سلام ووایی او مونږ تاسو ته سلام وایو که چیرته سره زر نه وای نو دغه پیغله به تاسو ته نه وه راغلی او که چیرته غنم نه وایی نو ستاسو پیغلې به نه وی غټې شوای.


دريم حديث :
جلیل القدر صحابی محمد بن حاطب رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه روایت کوی چې هغه فرمایي: (( فصل ما بين الحلال والحرام الدف والصوت بالنکاح ))
( ترمذی صفحه ۲۰۷ جلد ۱، نسایی صفحه ۹۰ جلد ۲)
ژباړه: داریا وهل او د نکاح اعلانول د حلال او حرامو ترمینځ فرق راولی.
څلورم حديث : عایشه رضی الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی: ((اعلنوا هذ النکاح واجعلوه فی المساجد واضربوا عليه بالدفوف))
( رواه الترمذی صفحه ۲۰۷ جلد ۱)
ژباړه : د نکاح اعلان وکړی او په مساجدو کې يې عقد وکړی او داریا ورباندې ووهی .
څلورم سوال :
د طلاق حق ولې نارینه و ته ورکړی شویدی ؟
ددغه سوال د جواب نه مخکې باید دا وویل شی چې بغیر د کوم موجب نه خپلې ښځې ته طلاق ورکول مکروه دی بلکې امام ابو حنیفه رحمه الله فرمایلی دی چې کله د میړه او ښځې ترمینځ علاقات ښه وی نو بیا په دغه وخت کې ښځې ته طلاق ورکول حرام دی.
(المیزان للشعرانی صفحه ۱۵۳ جلد ۲)
اوس راځو د مخکې سوال جواب ته نو ددغه سوال جواب په لاندې ډول دی :
اول جواب:
څرنګه چې د ښځې احساسات او عاطفه د نارینه و په نسبت زیاته ده او په معمولی خبره باندې زر خفه او غصه کیږي او عواقبو ته نظر نه کوی نو په دغه وجه هغې ته د طلاق اختیار نه دی ورکړی شوی تر څو کورنی نظام له مینځه لاړ نه شی او ښځه او خاوند او د هغوې ماشومان تیت او په مشکلاتو کې واقع نه شی .
دوهم جواب :
څرنګه چې سړی پخپل واده کې زیات مصارف کړی وی او د ښځې مهر او د هغې او د هغې د اولادونو نفقه هم د سړی په غاړه وی نو ځکه د طلاق په صورت کې غټ تاوان سړی ته رسیږی او دا ځکه چې د هغه کور له مینځه ځی او د هغه اولادونه بی سر نوشته پاتې کیږي نو ځکه اختیار د طلاق سړی ته ورکړی شویدی.
نو نارینه و ته د طلاق اختیار ورکول دا پر ښځو باندې یو قسم ترحم دی او دا ځکه چې نارینه زیات صبر او زغم لری او که دغه طلاق د ښځو په اختیار کې وای نو ښځه به پخپل لاس خپل ژوند زر زر خراباوه.
خو ددې په مقابل کې اسلامي شریعت ښځې ته د خلع حق ورکړیدی په هغه صورت کې چې د هغې حقوق د میړه لخوا نه ورکول کیږي او که میړه يې د خلع موافقت نه کولو نو بیا ښځه کولی شی قضا ته ورشی ترڅو د هغې او میړه ترمینځه يې جدا والی راولی .
پنځم سوال :
نارینه ولې څلور ښځې کولاې شی ؟ ددې څه حکمت دی ؟ ددغه سوال څخه په لاندې ډول جواب کیږی.
اول جواب : ښځه هر وختی د جنسی معاشرت لپاره تیاره نه وی لکه د حیض یا نفاس یا حمل یا بیماری په وخت کې او د حیض اکثره موده لس ورځې وی او د نفاس اکثره موده څلویښت ورځې وی او څرنګه چې سړی هر وختی جنسی معاشرت ته تیار وی او ددغه جنسی رغبت دفع کول د اوږدې مودې لپاره مشکل وی او دا خطر وی چې دغه سړی په زنا کې واقع شی نو ځکه اسلامي شریعت سړی ته دا روا کړیدی چې دوهمه ښځه وکړی تو څو د هغه عفت محفوظ شی.
دوهم جواب : ښځه تر څلويښت کلنی پوری حمل نیولی شی او ددغه سن څخه وروسته غالبا حمل نه نیسی خو سړی په شپیته کلنی کې هم ژوندی نطفه درلودلی شی او ښځه ترې حمل اخیستلی شی نو که د ښځو تعدد منع شی نو د نسل انقطاع به مینځ ته راشی
دريم جواب : په جنګونو کې اکثره نارینه وژل کیږي او ښځې بی سر نوشته پاتې کیږي نو که نارینه د تعدد د ښځو څخه منع شی نو ډیرې ښځې به بی سر نوشته پاتې شی او اخر به دوې ګدایې او فحاشت ته اقدام کوی.
څلورم جواب :
که یو کس داسې ښځه ولری چې شنډه وی او دوهمه ښځه هم ورته روا نه شی نو د نکاح هغه هدف او مقصد له مینځه ځی چې هغه بشری نسل دی .
پنځم جواب :
ښځه ځکه په یو وخت کې څلور میړونه نه شی کولاې چې دغه عمل شرعا او عقلا ناروا دی او دا ځکه چې په هیڅ یو دین کې روا نه دی چې یوه ښځه دی د یو څخه زیات میړونه ولری او عقلا ځکه روا نه دی چې که یوه ښځه څلور میړونه ولری او څلور واړه د هغې سره کوروالې وکړی او هغه حامله شی نو بیا نه معلومیږی چې دغه حمل يې د کوم سړی څخه دی او په دغه صورت کې د نسب اختلاط او نزاع منځ ته راځی . او ددغه عمل مثال دادی چې د یو جګ څخه اوبه په څلورو ګیلاسونو کې واچول شی نو هر یو کس ویلی شی چې ددغو ګیلاسونو اوبه ددغه جګ څخه دی او که ددغو ګلاسونو اوبه دغه جګ کې واچول نو بیا د هر ګیلاس اوبه نه پیژندل کیږي او نه جدا کیږی.
شپږم جواب :
که یو سړی وغواړی په یو کال کې څلور بچیان لاس ته راوړی نو کولاې شی د خپلو څلور واړو ښځو سره کوروالې وکړی او هغوې بچیان ورته راوړی او که ښځه دغه کار وغواړی نو هغه د یو بچی څخه زیات اولاد لاس ته نه شی راوړی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery