مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څه ډول موسيقي او كومې سندرې؟


كله چې موږ وايو موسيقي روا ده او يا د سندرو په اورېدلو كې كومه شرعي ستونزه نشته، نو پام مو وي چې له دې دعوې څخه مو غرض هر ډول ښه او ناوړه، شرمېدلې او مبتذله موسيقي نه ده، بلكې لكه څرنګه چې شريعت هرې چارې او هر شي ته پولې ټاكلي دي، نو همدا ډول يې موسيقۍ ته هم حدود او چوكاټونه ايښي دي، چې بايد ددې پولو په حدودو كې ځان بوخت كړو او تېرى ترې ونه كړو.
دا چې كومه موسيقي روا ده او كومه ناروا ده، په دې اړه ډېر تفصيل به ګومان كوم اوږدې ليكنې ته اړتيا ولري، خو ګومان كوم چې ددې پولو د پېژندلو او د روا او ناروا موسيقۍ د بېلولو لپاره تر ټولو غوره حكم كوونكى او ښه وسيله د انسان خپل وجدان دى، يانې د هر مسلمان وجدان او ضمير تر هر چا او هرڅه ډېر دا حكم ښه كولى شي، چې دا موسيقي مبتذله، بې لارې كوونكې او پاروونكې ده، چې اورېدل يا ليدل يې انسان ته تاوان رسوي او دا موسيقي رغوونكې، ويښوونكې، تاندوونكې، په انسان كې د ديني او ملي جذبې پاروونكې ده، نو اورېدل يې هم روا دي. ښه دا ده، چې هر مسلمان د خپل ضمير د محكمې پرېكړې ته غاړه كېږدي. كه د چا وجدان په دې قانع وي، چې دا سندره چې زه يې اورم د اخلاقو، كولتور او عنعنې ضد نه ده، د اسلام له روح سره ټكر نه لري، بې حيايي، بې حجابي، لوڅوالى، په لهجه كې ناز او نخرې نه لري، په انسان كې پرديو ته شهوت نه راپاروي، نو د دا ډول سندرو اورېدل روا دي، خو كه له دې پورته يادو شويو فاكتو څخه يو فاكت ولري او د انسان وجدان په خپله پرېكړه كوي، چې دا سندره اورېدل زيانمنوونكې او ناروا ده، نو اورېدل يې ناروا دي.
د هغې سندرې، چې اورېدل يې روا دي پېغام، متن، لهجه، منځپانګه (محتوى) بايد ټول د اسلام له اخلاقي چوكاټ، اسلامي زده كړو، اسلامي روح سره برابره وي او ټكر ورسره ونه لري. لكه وړاندې مو چې وويل، د خلكو اخلاق، د ټولنې تهذيب فاسد نه كړي، داسې شعر او سندره نه وي، چې له عقيدې، توحيد، رسالت، جنت، دوزخ... سره ټكر ولري، لارور کوونكې او ګمراه كوونكې نه وي، خلك شرابو، چرسو، پوډرو او نورو نشه كوونكيو شيانو ته ونه هڅوي، داسې سندرې نه وي، چې د اورېدونكيو يا ليدونكيو ټول پام، فكر، خيال، سوچ د نجونو، سترګو، شونډو... ته راواړوي. داسې چې ته به وايې ګوندې په ژوند كې له دې پرته بل هېڅ كار نشته دى. اسلام مسلمانانو ته امر كوي، چې خپلې سترګې په كنټرول او خپل واك كې ساتئ (قل للمؤمنين يغضوا من ابصارهم" يعنې "مؤمنانو ته ووايه چې خپلې سترګې په خپل كنټرول كې ولري" (النور30) "و قل للمؤمنت يغضضن من ابصارهن" يعنې "او مؤمنو ښځو ته ووايه، چې خپلې سترګې په خپل كنټرول كې ولري." (النور 31)
سندره بايد په دومره ناز، نخرو او داسې انداز هم نه وي، چې ويدې جذبې او جنسي غريزې په دې ډول راوپاروي، چې انسان بيا روا او ناروا ته ونه ګوري او په سترګو يې توره تياره خپره كړي. په ځانګړي ډول ښځې له دې ډول خبرو منع دي. كله چې ښځې په عادي خبرو كې له ناز و نزاكت منع دي، نو په سندرو كې خو بيخي ناروا دي:" فلا تخضعن بالقول فيطمع الذى فى قلبه مرض" يعنې " غږونه مو نرم او نازك كوئ مه (په خبرو كې ناز و نزاكت مه كوئ) چې (جنسي) ناروغان درته بې ځايه تمه ونه كړي." (الاحزاب 32)
كه د سندرو پېغام ښه هم وي، خو چې په داسې محفل كې وويل شي چې هلته شراب څښل كېږي، فحاشي په كې كېږي، د اراېش كړو ښځو او پرديو نارينه و ترمنځ اختلاط په كې وي، بې حجابي په كې وي، چې له بده مرغه دا كار ډېره لرغونتيا هم لري او آن له اسلام څخه له پخوانيو وختونو څخه راپاتې دى او اوس خو بيخي عام شوى دى، نو په داسې محفلونو كې ګډون روا نه دى او نه په كې موسيقي غږول او نه د موسيقۍ اورېدل روا دي. دا هماغه مطلب دى، چې په دې حديث كې ورته اشاره شوې ده "ليكونن قوم من امتي يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف" يعنې "زما په امت كې به داسې قوم پيدا شي، چې زنا، ورېښم، شراب او سندرې به روا بولي" (بخاري)
همداراز حضرت رسول اكرم (ص.) په دې اړه په يو بل ځاى كې هم فرمايي:"زما ځينې امتيان به شراب څښي، خو بل نوم به ورته وركوي او په همدې وخت كې به ښځې ورته سندرې وايي، نو الله جل جلاله به دوى په ځمكه ننباسي او بېزوګانې او خنزيران به ترې جوړ كړي." (ابن ماجه) ددې دواړو رواياتو په صحت او نه صحت کې دعلماوو تر منځ اختلاف مو وړاندې ولوست وګورئ: د موسيقۍ د حرمت د پلويانو دلايل
همداراز د موسيقۍ په غږولو او اورېدلو كې بايد له افراط او اسراف څخه كار وانه خېستل شي، ځكه چې د ژوند او يا په بله وينا، د انسان د پيدايښت اره موخه موسيقي نه ده او ډېر نور كارونه هم په مخ كې پراته دي. هر مسلمان بايد د وخت په قدر پوه شي. بې ځايه وخت ضايع نه كړي، نو كه يو څوك موسيقي اوري يا يې غږوي، نو بايد دومره يې واوري، چې ستړتيا، پرېشاني او اضطراب ترې ليرې كړي. ژوند او كار ته يې چمتو كړي، چې د يو مسلمان كار او زيار هم بايد عبادت وي، نو كه څوك موسيقي اوري بايد روا موسيقي واوري، ډېر وخت ورنه كړي او اسراف په كې ونه كړي. لكه علامه قرضاوي، چې وايي: "الله جل جلاله په هر كار كې اسراف منع كړى دى. موسيقي خو پرېږده آن په عبادت كې هم اسراف نه خوښوي، ځكه چې اسراف د نورو كارونو او نورو واجباتو مخه نيسي، د نورو حقوق ضايع كوي. ابن مقفع څومره ښه ويلي دي، چې [داسې هېڅ اسراف به نه وي، چې د نورو د حقوقو د ضايع كېدلو لامل ونه ګرځي].
نو اسراف په يو كار كې هم په كار نه دى او اسراف د روا كار د ناروا كېدلو لامل ګرځي.
مګر له بده مرغه نن سبا چې زموږ ځوانانو د موسيقۍ په اړه كوم چلند خپل كړى دى او په دې اړه څومره افراط كوي، نو بيخي خواشينوونكى دى. نه يواځې ځوانان ګرم دي، بلكې اسلامي حكومتونه او چارواكي، چې په خپلو تلويزيونونو كې كومه مبتذله، بربنډه، بې حيا كوونكې سندرې كه د نارينه سندرغاړي په غږ كې وي او كه د ښځينه سندرغاړې خپروي، نو دا ټولنې ته د شهدو په جام كې زهر وركول دي. دا سندرې له اسلام، مذهب، افغاني كولتور او عنعنې سره مخالفې دي، چې هېڅ اسلامي او كولتوري جواز ورته نه موندل كېږي او بايد په كلكه يې مخه ونيول شي.
دا سندرې زموږ ځوانان په ځانګړي ډول نوي ځوانان بې لارې كوي، د شهوانيت اور يې تازه كوي او هڅه كوي، چې څه ويني نو په عمل كې يې هم پلي كړي.
دا سندرې حېواني جذبه پر روحاني جذبې پياوړې كوي، معنويات وژني، ځوانان او پېغلې مو بې حيا كوي. لكه نن سبا يې چې ناوړې اغېزې په خپلو سترګو وينو. زموږ ډېر ځوانان په لمانځه _ اوداسه نه پوهېږي، د اسلام پنځه بناوې يې يادې نه وي. د خپل رسول او پېغمبر نوم (ص.) خو پرېږده، چې د خپل نيكه نوم يې نه وي زده، خو د هندي، انګليسي، روسي، ايراني.... فلمي د ټولو ستورو له پوره بيوګرافۍ آن د زوكړې له ورځې به هم خبر وي. سندرغاړي به سندره پيل كړې نه وي، چې دى به تر پايه پرې رسېدلى وي.
همداراز د شعر منځپانګه هم ډېره مهمه ده، شعر بايد رغوونكى او ګټور پېغام ولري، فحش وينا، چټيات، ښكنځلې په كې نه وي، د چا شخصيت په كې توهين شوى نه وي، په مشخص ډول په كې د كومې خاصې ښځې ښكلا (سترګې، مخ، زلفې، شونډې...) نه وي ستاېل شوې او نه په كې د چا عزت او شخصيت ترور شوى وي، ځكه چې د هر مسلمان شخصيت ترورول ګناه ده. "يايهاالذين امنوا لا يسخر قوم من قوم " يعنې "اى د ايمان خاوندانو يو قوم بل قوم مه ريشخندوئ"
(حجرات 11)
همداراز فرمايي:"ولا تلمزوا انفسكم ولا تنابزوا بالالقاب" يعنې "او د يو بل د عېبونو په لوڅولو پسې مه ګرځئ او په بدو نومونو يو بل مه يادوئ." (حجرات11)
همداراز په سندرو كې بايد اسلامي او مذهبي مقدساتو ته درناوى شوى وي، پېغمبرانو، اولياء كرامو، صحابه و او علماوو ته سپكاوى نه وي.
په شعر كې بايد ډېره بې ځايه غندنه او بې ځايه ستاينه نه وي، چاپلوسي او تملق په كې نه وي، درباري شعر نه وي، ځكه چې درباري شعرونه چارواكي بې لارې كوي. اسلام وايي، چې ظالم،فاسق، بدكاره او تېري كوونكي مشران وغندئ، نو چې څوك يې د غندلو پرځاى ستايي، نو ښكاره خبره ده، چې دا ګناه ده.
لكه وړاندې مو، چې وويل روا او ناروا موسيقۍ ته پولې ښودل اوږدې څېړنې ته اړتيا لري، چې زموږ د ليكنې له حوصلې څخه وتلې خبره ده، نو ښه خبره دا ده، چې هر انسان خپل ضمير او وجدان مفتي كړي او د هغه د فتوى په رڼا كې وړاندې لاړ شي. كه د چا ضمير په دې امر كوي، چې دا سندره او يا موسيقي ځوانان او يا ټولنه بې لارې كوي، يا په كې ديني مقدسات توهين شوي يا د چا شخصيت ترور شوى، يا فحش ده، د ځوانانو جنسي غراېز له كنټرول څخه وباسي، نو اورېدل يې ګناه ده. الله جل جلاله هغه خلك غندلي او په عذاب وركولو ېي ګواښلي، چې غواړي په اسلامي ټولنه كې فحشاء او بې حيايي خپره كړي. فرمايي:"ان الذين يحبون ان تشيع الفاحشة فى الذين امنوا لهم عذاب اليم فى الدنيا والاخرة" يعنې "هغه خلك چې غواړي په حق د مسلمانانو كې فحشا خپره كړي، نو دوى ته په دنيا او اخرت كې دردوونكى عذاب دى." (النور 19)
قرآن منحرفوونكى ، ګمراه كوونكى ، بې ګټې او فحشا ته هڅوونكى شعر غندي او دا ډول شعر ويونكي يې هم ټكولي دي او څوك چې د دا ډول شاعرانو شعرونه لولي او يا يې اوري،نو الله جل جلاله دا خلك هم ورك لاري او تېروتي بللي دي، نو بد شعر كه له موسيقۍ سره وي او كه بې موسيقۍ اورېدل يې روا نه دي. "والشعراء يتبعهم الغاوون" يعنې "او شاعران چې دي د دوى متابعت بې لاري خلك كوي." (الشعراء 224)
څومره چې د نارينه و پر وړاندې يا په راډيو ټلويزيون، ډېش، سي ډي ګانو كې د ښځو په سندرو پورې اړوند ده، نو په دې كې هېڅ شك نشته، چې د دوى سندرې د پرديو نارينه و له خوا اورېدل كېږي او ليدل كېږي، نو په حرمت كې يې هېڅ شك نه شته دى.
خو كه چېرې د كومې خوشحالۍ په مناسبت لكه ودونو، سنت ګريو، اخترونو... كې ښځې يواځې ښځو ته سندرې وايي، نو بيا په كې كومه شرعي ستونزه نشته ده، خو چې د سندرې الفاظ ګمراه كوونكي نه وي او نه ثبت شي او نه ريكارډ، ځكه چې بيا دا احتمال شته چې دا سندرې د پرديو نارينه و لاس ته ولوېږي.
علامه پالوي ليكي:"... خو دا ښكاره خبره ده چې ښځې په خپلو كورونو نڅېدلى هم شي او سندرې هم ويلى شي او دا په اسلام كې حرامه نه ده"
(قرآن اور فنون لطيفه 204مخ)
خو دا نن سبا چې په راډيوګانو، ټلويزيونونو، موزيك سنټرونو كې د نجونو كومې سندرې ليدل كېږي او اورېدل كېږي، هېڅوك يې روا نه شي بللى دا ناروا سندرې دي او پر ضد او دمخنيوي لپاره يې پاڅون په كار دى.
اوس تر هروخت ډېر ديوې اسلامي موسيقۍ تشه احساسېږي او مسلمانو هنروالو او هنرپالو ته په کار ده چې داتشه ډکه کړي . اوس تقريبا ټول خلک په نړۍ کې له خپرېدونکې مروجې بربنډې موسيقۍ څخه ماړه شوي دي او ډېر لېواله دي چې يوه خوږه او له انساني فطرت سره برابره موسيقي واوري . داسې موسيقي چې بربنډه نه وي ، حماسه او ننګ او غيرت پکې پالل شو ى وي ، چټيات او بېباکي پکې نه وي ، دالله ج ستاينه او درسول الله مقام پکې ياد شوى وي . داتشه ډکول دهرمسلمان او په ځانګړي ډول دهرهنروال او هنرپال دنده ده . دوى بايد ددې کار لپاره ځانګړي پروګرامونه او ځانګړۍ سټوډيوګانې جوړې کړي او ښې خوندورې اسلامي او افغاني سندرې ټولنې ته وړاندې کړي . چې بيا به څوک دا بربنډه او بې حيا موسيقي نه اوري او نه په پرې وخت ضايع کوي.

دالاندينىمضمون په ١٣٨١ هجري لمريز کال دهيلې مجلې په پرله پسې ٣٦ مه ګڼه کې خپور شوى دى
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery