مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د هنر او فن په اړه د اسلام دريځ


علامه قرضاوي ليكي: په سندرو كې له دنيوي ښكلا پرته، چې ارواوې تازه كوي، خوښوي يې، تاندوي يې نور څه نشته. سندرې د فطرت غوښتنه ده، غوږونه يې د اورېدلو اشتها لري، خوند ترې اخلي، هماغه ډول خوند، چې معده يې د خوندورې غذا له خوړلو اخلي، هماغه ډول خوند چې سترګې يې د ښكلې منظرې له ليدلو اخلي، هماغه ډول خوند چې پوزه يې د يو پاك شي، يو بوى لرونكي ګل په بويولو احساسوي.
آيا پاك او خوندور شيان په اسلام كې حرام دي ؟.
ښكاره خبره ده، چې الله جل جلاله ځينې روا، پاك او خوندور شيان پر بني اسرائيلو ځكه حرام كړي وو، چې هغوى ته د هغوى د ناوړو كارونو جزا وركړي. دا حرمت هغوى ته په حقيقت كې سزا وركول وو:" فبظلم من الذين ها دوا حرمنا عليهم طيبت احلت لهم و بصد هم عن سبيل الله كثيرا و اخذهم الربا و قد نهوا عنه و اكلهم اموال الناس بالباطل". يعنې "د هغه ظلم او تېري له كبله، چې يهوديانو ترسره كړ او په دې خاطر، چې ډېر خلك يې د خداى جل جلاله له لارې منع كړل، پاك او پاكيزه شيان مو چې هغوى ته حلال وو په هغوى حرام كړل. او د سود په اخيستلو په داسې حال كې، چې دوى يې له اخيستلو منع شوي وو او په ناروا سره د خلكو د مالونو او شتمنيو د خوړلو په خاطر (مو دا كار وكړ)". (النساء، 160_161)

بل ځاى فرمايي:"ياايهالذين امنوالا تحرمواطيبت ما احل الله لكم ولا تعتدوا ان الله لا يحب المعتدين." يعنې "اى مومنانو هغه څه په ځان مه حراموئ كوم چې الله جل جلاله تاسو ته حلال كړي دي او تېرى مه كوئ، الله جل جلاله تېري كوونكي نه خوښوي."

دلته وينو چې الله جل جلاله هغه خلك تېري كوونكي بولي، څوك چې د الله جل جلاله روا شوي شيان په ځان يا په نورو حراموي.

الله جل جلاله د پخوانيو امتونو د پېغمبرانو په كتابونو كې د حضرت محمدصلى الله عليه وسلم د رالېږلو او د هغه رسالت زېرى په دې ډول كړى دى:"ياُ مرهم بالمعروف وينها هم عن المنكر و يحل لهم الطيبت و يحرم عليهم الخبائث و يضع عنهم اصرهم والاغلل التى كانت عليهم". هغوى ته د ښو كارونو په كولو او د ناوړو كارونو په نه كولو امر كوي او پاك شيان ورته حلالوي او ناپاك شيان پرې حراموي او هغه لېرې كوي له دوى څخه ددوى درانه بارونه او د سختيو هغه قيدونه چې دوى په كې بند وو. (الاعراف، 57)

داسې ښه شى به نه وي، چې عقل او روح يې ښه وبولي، ورته ميلان ولري او اسلام هغه د خپل هغه رحمت، مهربانۍ او شفقت له مخې، چې په دې امت يې لري، روا كړى ونه اوسي او دې امت ته يې د هغوى په كارولو يا كولو اجازه نه وي وركړې:"يسئلونك ما ذا احل لهم قل احل لكم الطيبت" يعنې" له تاسې پوښتي چې دوى ته څه شى حلال دي، ورته ووايه چې پاك شيان تاسو ته حلال شوي دي."(مائده 45)

هېچا ته هم اجازه نشته، چې د الله جل جلاله له خوا څخه روا شوي پاك شيان پر ځان يا په نورو حرام كړي. حلال ګرځول او حرام ګرځول د الله جل جلاله واك او اختيار دى او كه څوك دا كار كوي، دا په حقيقت كې د الله جل جلاله په اختياراتو او واكونو كې ځان ورګډول دي، چې دا كار په خپله شرك دى. (قل ارئيتم ما انزل الله لكم من رزق فجعلتم منه حراماً و حللاً، قل الله اذن لكم ام على الله تفترون) يعنې"ورته ووايه " دا راته ووايئ چې هغه څه چې الله جل جلاله تاسو ته پيدا كړي دي او تاسو ته يې رزق ګرځولي دي او د هغوى يوه برخه مو روا او يوه برخه مو ناروا ګرځولې ده آيا الله جل جلاله تاسو ته دا اجازه كړې ده [چې ځينې روا او ځينې يې ناروا وګرځوئ] او كه په هغه جل جلاله باندې دروغ وايئ." (يونس 59)

ځينې كارونه او شيان الله جل جلاله د خپل لزوم ديد له مخې حرام كړي دي او ځينې يې روا كړي دي، نو الله جل جلاله بيا هېچا ته دا حق نه دى وركړى، چې د هغه جل جلاله په واك او اختيار كې تشبث وكړي، روا، ناروا او ناروا، روا كړي. د بېلګې په ډول الله جل جلاله زنا، غلا، ناحقه وژنه... حرام كړي دي، نو هېچا ته دا حق نشته، چې دا كارونه روا اعلان كړي. څرنګه چې هېڅوك حق نه لري، چې ناروا، روا اعلان كړي، همدا ډول هېڅوك حق نه لري، چې روا كارونه او شيان ناروا اعلان كړي او كه څوك د الله جل جلاله له خوا روا شوي شيان په ځان يا په ټولنه حراموي، نو د الله جل جلاله له هماغه ډول قهر، غضب، عذاب او غوسې سره به مخ كېږي لكه څوك چې غلا يا زنا حلالوي. الله جل جلاله روا كوونكي او ناروا كوونكي دواړه غندي، ګمراه او بې لارې يې بولي. (قد خسرالذين قتلوا اولادهم سفهاً بغير علم و حرموا ما رزقهم الله افتراء على الله، قد ضلوا و ما كانوا مهتدين" يعنې "ښكاره خبره ده، چې هغه كسانو تاوان ليدلى، چې خپل اولاد د حماقت او ناپوهۍ له مخې وژني او هغه څه چې الله جل جلاله دوى ته د روزۍ لپاره وركړي، نو په الله جل جلاله د دروغو د تړلو له مخې يې پر ځان حراموي، له شك پرته چې په دې كارونو دوى ګمراه كېږي او لاره نه مومي " (الانعام 140)

نو الله جل جلاله هغه كسان غندي، ګواښي يې او رټي يې څوك چې له ځانه، بې دليله، د الله جل جلاله روا او مباح شيان پر مسلمانانو حراموي او د الله جل جلاله له نعمتونو څخه يې بې برخې كوي. هغه كه هر څه وي، چې ساز، سرود او موسيقي هم په همدې ډله كې راځي، چې كه څوك ښه په دې پوه وي، چې سماع او موسيقي تر دې حده روا ده او بيا هم په حق سترګې پټوي او په تاْويلونو، تا ويلو ما ويلو، كمزوريو او موضوعي رواياتو، د قوي، څرګندو او قطعي دلايلو د مخنيوي هڅه كوي. په داسې حال كې چې خپل ضمير او وجدان ته هم قناعت وركولى ونه شي، نو له شك پرته دوى هم هماغه كار كوي كوم چې بني اسرائېلو كاوه او د الله جل جلاله له عذاب او وعيد سره مخ شول. موږ مسلمانان يو، موږ د ژوند په ټولو چارو كې د يو نظام او يو قانون تابع يو، موږ يو غښتلى ، بشپړ، تلپاتې، تغيير نه منونكى اساسي قانون لرو، چې د اسلام شريعت او په ځانګړي ډول عظيم الشان قرآن دى. زموږ ټولې پرېكړې او فتواګانې به د قرآن او شريعت په رڼا كې وي. له ځانه او د خپل نفس له غوښتنې سره سمې پرېكړې نه شو كولى. الله جل جلاله له دې كار څخه منع كړي يو "ولا تقولوا لما تصف السنتكم الكذب هذا حلال و هذا حرام لتفتروا على الله الكذب" يعنې "او د خپلو ژبو دروغجنو دعوو له مخې مه وايئ چې دا شى حلال دى او دا حرام. ددې كار پاېله دا ده، چې الله جل جلاله باندې د دروغو تهمت وايئ". (النحل116)
"قل من حرم زينة الله التى اخرج لعباده" يعنې "ورته ووايه: چا د الله جل جلاله ښكلا (زينت) حرامه كړې ده، هغه ښكلا چې خپلو بنده ګانو ته يې پيدا كړې ده (پنځولې ده).
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery