مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

بسمه تعالی !

محترمومسلمانانووروڼو !
په تېره برخه کښي د � محاسن الاسلام � ماوتاسي ته په دې اړه معلومات درکړئ وو چي إسلام په څونه اندازه اوپه څونه تاکیدسره خلګ ودې ته رابولي چي حلال کسب وکړي اوخپل شخصي او إجتماعي إقتصاد له سپیځلیواوحلالو منابعو څخه پیاوړئ کړي .
اوس په دې برخه کښي په دې با ب معلومات درکوم چی اسلام په څونه ډیر ټینګار اوترهیب سره خلق له دې څخه رامنع کوي چي دوۍ بایدله هغولاروڅخه خپل مالي حیثیت اواقتصاد ته له هغولاروڅخه وده اوقوت ورنکړي کومي چي ناجائزي اوناروالاري دي ، اوداهم داسلام دمبین دین له سپیځلیو ښیګڼواوخوبائی ګانوڅخه یوه بله مقدسه ښیګڼه ده چی په بل هیڅ تهذیب اومذهب کښی وجودنلري ، اوس دموضوع په باب وتفصیل ته فهم وکړۍ .


اول : ـــ إبن عابدين په شرح د � درمختار ) کي په بحث کي د نيت د لمانځه ذکر کړيدي :
مَن کانت له مظلمة لأخيه فليتحلله منه اليوم و الا سيؤخذ منه ثوابَ سبعمائة صلاة بجماعَةٍ يوم القيامة لدانق واحد،والدانق سدس الدرهم )
يعني : دهرچا پر‌ذمه باندي که دده ديوه مسلمان ورور حق پاته وي نو نن ورځ دي په دنيا کښي لا له هغه څخه ځان خلاص کړي اوکه داسي ونه کړي نو دقيامت په ورځ کښي به په بدل کښي دښپږمي حصي ديوي روپئ چي دده پرذمه باندي پاته وي وهغه چاته دده داووسوو ۷۰۰لمونځو ثواب کوم چي په جماعت سره ده اداکړيوي ورکړه کيږي


دوهم : ــــ قالَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) :
و الذي نفسي بيده إنَّ العبدَ لَيَقذِفُ اللقمَة الحرامَ في جوفه مَا يُتقبلُ منه عملٌ اربعينَ يومًا ، وأيما عبدٍ نبتَ لحمُه من سحتٍ فالنارُ اولی به ( رواه الطبراني مرفوعًا ) .
يعني : اوقسم کوم زه په هغه ذات چي ځما نفس دده په قدرت کښي دئ چي بیشکه يوبنده اچوي يوه ګوله حرامه په نس خپل کښي په داسي حال کښي چي نه قبليږي له ده څخه نيک عمل څلويښت ورځي ،اوهربنده چي شنه سويوي غوښه دده له حرامي غذا څخه نواور ددوږخ ډیر لايق او حقدار دئ په ده سره .
مطلب دحديث دادئ چي يوه حرامه ګوله که څوک و خپل نس ته ورواچوي ، نو ددغه سړي څلويښت ورځي نيک عمل نه قبليږي ، او د هر سړي د بدن غوښه چي له حرامي غذا څخه پيداسوې وي نو د قيامت په ورځ د دوږخ اور په دغه سړي سره ډير حقدار دئ چي دَی بايد و دوږخ ته ورسي ، يعني تر دې چي و جنت ته ولاړ سي .


دريم : ـــ قال النبي (صلی الله عليه وسلم): مَن اشتری ثوبًا بعشرَةِ دَراهِمَ وفيه درهمٌ مِن حرامٍ لم يقبَلِ اللهُ (عزوجل ) له صلاة مَا دامَ عليهِ ( رواه الإمام أحمد مرفوعًا ) .
يعني : هر څوک چي رانيسي په لسو روپو او په دغو روپو کښي يوه روپۍ له حرام مال څخه وي ، نو نه قبلوي الله (جل جلاله) لمونځ دده تر هغه پوري چي دغه جامه ده اغوستې وي .


څلرم : ــــ قال الرسول (صلی الله عليه وسلم ) : إن اللهَ لا يُدخِلُ الجنة لحمًا نبتَ مِن سُحتٍ .
( رواه ابن حبان في � صحيحه � مرفوعًا ) .
يعني : بېشکه الله (جل جلاله) نه داخلوي وجنت ته داسي غوښه چي له حرامي غذا څخه شنه سوې وي .


پنځم : ـــــ قال (صلی الله عليه وسلم ) : � لا يَدخُلُ الجنة جسدٌ غذِيَ بِحرامٍ � والله تعالی أعلم .
( رواه أبو يعلی والبزاز والطبراني مرفوعًا ) .
يعني : نه داخليږي وجنت ته داسي بدن چي غذا ورکړه سوې وي په حرامه غذا سره .


شپږم : ــــ قال النبي (صلی الله عليه وسلم ) : مَن ظلَمَ قدرَ شِبرٍ مِنَ الأرضِ طوِّقــَه اللهُ إلی سبعِ أرضينَ يومَ القيامَةِ .
رواه الشيخان مرفوعًا .
يعني : هر څوک چي ظلم وکړي پر بل چا باندي په قدر د يوې لويشتي له ځمکي څخه ( يعني د يوې لويشتي قدر مځکه له يو چا څخه په ناروا او زور قبضه کړي ) نو د قيامت په ورځ به دغه مځکه تر اوومي طبقې پوري دده دغاړي طوق وګرځوله سي .


اوم : ــــ قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) : لا يَحِل لِمُسلِمٍ أن يأخُذَ عصا أخيه بغير طيبِ نفسٍ منه .
(رواه ابن حبان في � صحيحه � مرفوعًا ) .
يعني : نه حلاليږي هيڅ مسلمان ته دا کار چي د يوه مسلمان ورور عصا او لکړه بېله رضا او خوشحالۍ د نفسه د هغه ورواخلي .

اتم : ــــ په مشکاة ، جامع الاصول اوپه صحیح مسلم کښی له حضرت ابوهریره څخه روایت دئ چي رسول (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي :
إن الله طيب لا يقبل إلا طيبًا ، وإن اللهَ أمر المؤمنينَ بما أمر به المرسلين فقال : يآأيهاالرسل کلوا من الطيبات واعملوا صالحًا ، وقالَ : يآأيهاالذين آمنوا کلو من طيبت ما رزقنکم ، ثم ذکر الرجل يطيل السفر أشعث ، أغبر يمد يديه إلی السمآء ويقول : يارب يارب ، ومطعمه حرام و مشربه حرام و غذي بالحرام فإني يستجاب لذلک .
يعني بېشک الله (جل جلاله) پاک دئ ، نه قبلوي الله پاک مګر پاک ، پاکيزه او حلال ، او بېشکه الله (جل شانه) أمر کړيدي مؤمنان په هغه سره چي رسولان يې په هغه سره أمر کړيدي ؛ ځکه فرمايلي دي الله تعالی ( يعني ورسولانو ته )چي :


اې رسولانو خورک کوۍ له پاکيزه او حلالو غذاګانو څخه او په دوامداره توګه کوۍ نيک عمل ، او دارنګه يې فرمايلي دي ( يعني و مؤمنانو ته ) چي اې مؤمنانو ! خوراک کوۍ له حلالو د هغو روزيو چي درکړې دي موږ وتاسي ته ( يعني حرام شيان مه خورۍ ) بيا د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) دا خبره ذکر کړه چي يو سړئ خپل سفر اوږد کړي په داسي حال کښي چي سر يې ببر وي او په ګرد او غبار سپيره وي د اسمان وطرف ته خپل دواړه لاسونه غځوي ( يعني د دُعا په وجه ) او وايي چي :


اې ربه ځما ! اې ربه ځما ! ( يعني پلانئ حاجت مي راپوره کړه او پلانئ مشکل مي راحل کړه ) .
حال دا وي چي خورکه دده حرامه وي او د چښلو شئ دده حرام وي او غذا يې په حرامو اخستې وي ، نو چيري به دده دُعا قبوله کړه سي .


نهم :ـــــ علماؤ د شريعت او طريقت ذکر کړيدي چي غذا د انسان و بدن ته په مثال د تخم ده او د انسان بدن نسبت وغذا ته په مثال د مځکي دئ ، په مځکه کښي که سړئ غنم کري نو غنم ورته راشنه کوي او که اغزي کري نو ځوځان ورته راشنه کوي .
لکه شيخ رازي ( رح ) چي فرمايلي دي :
أګر خارُ کاري سمن ندروي .
دغه راز که انسان حرامه او خبيثه غذا خوړله نو له دغه انسان څخه به خبيث أقوال ، خبيث أفعال ، خبيث أخلاق او خبيثي عقيدې صادريږي ، او که يوه انسان حلاله نفقه خوړله نو له ده څخه به بيا نيکي عقيدې ، صحيح أخلاق ، ښې خبري او صالح عملونه پيدا کيږي .


لسم : ــــ په � شامي � او په � فقه في ثوبه الجديد� کښي دا خبره ذکر سوې ده چي که يوه سړي حرام مال د خيرات په نيت و يوه مسکين ته ورکړ او دغه مسکين دعا ورته وکړه او بل سړي بيا پر دغه دعا باندي آمين ووايه ، نو دغه درې سره نفره کافران سول .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery