مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۱۹ له محاسنوداسلام څخه دحقوقومراعت کول دی



بسمه تعالی،
محترمومسلمانانو� �۹له محاسنوداسلام څخه دادۍ چی له یوه طرفه اسلا م د انسانانو په منځ کښی دداسی مقدسورشتواومعنوی ا� �تباطاتو ایجاد اواحداث کړیدۍ چی که انسان دهغورشتومراعات اولحاظ وساتی نوټوله بشری ټولنه به له یوه بی مثله اواعلی ترین وحدت اویووالی څخه برخورداره سی اوله بله طرفه اسلام په دغورشتوکښی دهری رشتی ودواړوسرواوط� �فوته دفطرت له تقاضاسره برابر اودسلیم عقل اودنفس الامر له توافق څخه برخورداره حقوق په نخښه کړی اوانسانان ئی دهغوی په اداکولو سره مأمور کړی اومکلف کړیدی تفصیل ددی اجمال دادۍ چی اسلام دانسانانوپه منځ کښی په دی شرح ه سره درشتوقائل دۍ اول دبشریت رشته دوهم دټولوانسانانوپه یوه پلاراومورکښی داتحاداویووالی رشته ده دریم ددین اوده ایمان رشته ده څلورم دجواراوهمسايه توب رشته ده پنځم دنکاح اوزوجيت رشته دهشپږم دتوا� �داودتناسل رشته دهاوم درضاع رشته دهاتم د داستيمان اوامان رشته ده نهم دمعاهدې اودتړون رشته ده لسم دعقدال� �مة رشته ده يؤلسم دصغر اوکبريعني دمشرتوب اوکشرتوب رشته ده دؤلسم داميريت اومأموريت رشته ده ديارلسم دما� �کيت اومملوکيت رشته ده او دا داسي رشته ده چي دانسان اودحيوان بلکی دانسان اودجماداتوپه منځ کښي هم ددغی رشتې له لاری اتصال اوپيوستون راځی داسلام مقدس دين وانسانانوته دذکرسويورشتواودهغوۍد پالنی عظمت اواهميت څرګندکړيدۍ اوددغی هری يوی رشتې او دهغې ددواړوطرفو مسلم اوحقه حقوق يې وعالم بشريت ته توضيح کړيدی اوهمدا� �نګه يې انسانان په دي سره مکلف کړیدی چي ددغوبشری پيوندونواورشتواودهغوۍ دحقوقو احترام اودرناوۍ وکړی اووه� �حقدارته دهغه خپل حق ورورسوی او په دې باره کښي اسلام وانسانانوته ترداسی اندازی پوری تاکيداوټينګا� �کړیدۍ چی کوم انسان چي ددغورشتو اوپيوندونو مراعت کوی نواسلام وهغه انسان ته په دنيا اوپه عالم برزخ اوپه اخرت کښي د لوړو اواوچتو مقاماتواودغټونعمتو وعده ورکوی اوبالمقابل کوم انسان چی دهمدغورشتودحقوقومراعات نه کوی اسلام وهغه ته دسختوعذابواوبدوحالاتو خبردارۍ ورکوی کوم چی دَیْ به په همدی سبب ورسره مخامخ کیږ ی،هوداتنهاوتنهااسلام دۍ چي و انسانوته دحقدارانو دحقوقو په اړه داسی عظيم اوله عدل اوانصاف څخه اودارنګه له بې طرفۍ اوله رحمت اوشفقت څخه ډک فرمان صادره وی چي (وآت کل ذی حق حقه) يعنی اوورکوه وهر خاوندته دحق حق دده ما دامطلب په يوه نظم کښي په دې ډول خلاصه کړیدۍ،، وهرحقدارته خپل خپل حق ورکوه ـــــ همداسی نو� �وته سبق ورکوه،، دافقط اوفقط داسلام مقدس دين دۍ چی وعالم بشريت ته ئې دادرس اوتعليم ورکړيدۍ چي دهرانسان نفس اوځان پرده باندی حق لری اوښځه پرميړه باندی اوميړه پرښځه باندی حق لری اودارنګه هرانسان پربل انسان باندی حق لری ،همسايه پرهمسايه باندی حقدار دۍ قريب پرقريب باندی حقداردۍ پلارپرځوۍ باندی اوځوۍ پرپلار باندی دحقوقو خاونددۍ،معلم اواستاذپرمتعلم اوشاګردباندی وبالعکس حقوق لری مشيران يرکشيرانوباندی اوکشيران پرمشي� �انوباندی خاوندان دحقوقودی وهکذا، داهم اسلام دۍچي واميرته دمأمورپه باره کښي اوومأمورته داميرپه باره کښی له انصاف اوله عدالت څخه ډک تاکيدات اوتوصيې کوی دايواځی اسلام دۍ چي وهرموجودته په نفس الامری اوواقعی سترګه ګوری اوهرڅوک په خپل نامه سره ياده وی اودهيچا دحقوقو اهمال يې نه دۍ کړۍ اونه يې دهيچا په حقوقوکښي له افراط اوتفريط څخه کاراخستۍ دۍ اونه يې دکوم لالچ په وجه وناقص ته کامل اووکامل ته ناقص ويلۍ دۍ لکه چي ځما يوشع� �دۍ،،

حق ته به حق وايې ته دلته که ته ژوندکوې
جرم به طاعت بولې هلته که ته ژوندکوی،،

ه� �ته خرکاکا بولي سپوته لالاګان وايی،،
هرشی خپل لقب لری دلته که ته ژوندکوې

دلته دخداۍ فضل دۍ ه� �يوابوالفضل دۍ
لوۍ لوۍ افتونه دی هلته که ته ژوندکوې،

محترمووروڼودايومقدماتی بيان دۍ چي داجمال په توګه مي په دې باره کښي وتاسی ته تقديم کړ چي دحقوقوپيژندنه او دهغوۍتشخيص اوپالنه يواځي دااسلا دسپيځلی اوم بين دين کاردۍ وبس

لکه چي ځماديوبل نظم يوه حصه ده،

حق دين داسلام يم ماهرچاته حق ويلی دی
هرچاته می هروخت په انصاف سره کتلی دی،

اوتفصيلات به ددې اجمال په راروانوبرخوکښي دمحاسن الاسلام انشاءالله نوبت په نوبت درته راسی والسلام ومن الله التوفيق.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery