مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۲ برخه )

محترمو وروڼو !
دوهم ( ۲ ) د اسلام له محاسنو او ښيګڼو څخه دادئ چي اسلام تشخيص د حقوقو په داسي انداز کښي کړئ دئ چي له إفراط او تفريط څخه خالي دئ ، او له فطرت سره موافق او برابر دئ .

توضيح ددې خبري داده چي تر اسلام له مخه چي د بيدينۍ ، او يا په دين کښي د تحريف زمانه وه د حقوقو د تشخيص ، او د حقوقو د رعايت په اړه انسانان د تفريط يا د إفراط په درجه کښي وو په دې ډول ــــ چي کوم خلګ قدرتمند به وو ، زور ، طاقت ، اودولت به يې درلودئ له دغسي خلګو سره به د لاندي طبقو سلوک په دې ډول وو چي که د تنزول په ډول ووايم نو د بادارانو په سترګه بې ورته کتل ، او خپل ځانونه بې د دوۍ لپاره د غلامانو په ډول بلل . اودارنګه به دغو د قدرت خاوندانو هم خپل ځانونه د بې قدرته خلکو لپاره باداران ګڼل . او که حقيقت ووايم نو تر دغه لا هم صورتحال بد ؤ ، ځکه چي د قدرت خاوندان د بادارانو په ډول نه بلکي د خدايي په درجه کښي يې په حقيقت کښي و خلګو ته ځانونه معرفي کړي وو .
دارنګه په يهودو کښي بيا يو لعنتي کار داهم ؤ چي دوۍ به په اصطلاح و خپلو راهبانو او علماوو ته (العياذ بالله) په داسي سترګه کتل چي هغه ډول له الله (جل جلاله) څخه پرته له بل چا سره لياقت نه لري ، بلکي ښکاره کفر دئ .
مطلب دا چي دوۍ و خپلو راهبانو ، اوعالمانو ته په داسي صلاحيت او حاکميت سره قائل وو چي هغه تر الله (جل جلاله) پوري خاص دئ . دا دهغې زماني دخلګو په حقوقو کښي د افراط ، يعني تر حد د تيريدلو يو مثال ما درته ذکر کړ .
اود تفريط حال يې په دې ډول ؤ چي دمثال په ډول د ښځو په باب کښي د هغه وخت د ځينو طبقو نظر دا وو چي ښځي د حيوان له جنس څخه دي ، اود انسانيت له دائرې څخه يې خارجي بللې .
او دځينو نظريه د ښځو په شان کښي داوه چي ښځي د انسان له نوعي څخه دي ، مګر خو د دوۍ تخليق د نارينه وو د منافعو لپاره سوئ دئ ، لکه څرنګه چي د حيوانانو تخليق د انسان د منافعو لپاره سوئ دئ .
او د ځينو خلګورسم او رواج بيا د ښځو په باب کښي دا وو چي کله به يوې ښځي ميړه (خاوند ) مړ سو نو دده ښځه بې په اجباري ډول ژوندۍ په قبر کښي ورسره ښخوله ، او دايې ډير د ننګ ، عار ، اوشرم کار باله چي ميړه مړ سي ، اوښځه يې ژوندۍ ګرځي . سربيره پر دې د عربو ه مشرکانو کښي بيا دا حالت جاري ؤ چي پلار ځان ته دا حق ثابته وئ چي دَی خپله لور يا ژوندۍ ښخه کړي ، اويا يې د هميش لپاره له کور څخه و غرو ته وشړي . همدا سبب ؤ چي غالباً به پلار له خپلي لور سره په دغو دوو رويو کښي يوه رويه کوله ، يابې ژوندۍ ښخوله ،او يابې و غرو ته له خپلو اوښانو سره وشړله بیا که بې اوښان هر وخت وکور ته راوستل خو راوستل بې ، مګر ودغي انجلۍ ته بيا ددې اجازه نه وه چي دا وخپل کورته راسي . لکه چي زما يو شعر دئ :

چا ښخولې ژوندۍ لوڼي نې درلودئ کرم= چا به شړلې لويو غرو ته دا ؤ حال د عالم

دارنګه ښځي ددوۍ په مسلک کښي هيڅ حقيت او لياقت ددې نه درلودئ چي د خپل پلار ، مور ، ورور ، يا د کوم بل قريب وارثه وګرځي ، بلکي ښځه په خپله د مال په ډول په ميراث وړله کيدله .
له ښځو سره په دغه ډول سلوک ، او دارنګه و کمزورو خلګو ته د غلامانو په سترګه کتل دا تر اسلام په له مخه دورو کښي دهغو خلګو د تفريط يوه نمونه وه .
د مکې مشرکانو دا عادت هم درلودئ چي د لوږي او د تنګۍ له ويري څخه بې خپل کوچني ، کوچني ځامن هم قتلول ، دغه ټول مَفاسِد او فَجَائِع د هغه وخت د خلګو د حماقت ، او دجهالت ، او دناپوهۍ محصول وو .
لکه چي په شريعت مقدسه کښي دا هدايت دئ چي ـــ( الجَاهِل إمَّا مُفرِط اَو مُفَرِّط ) يعني جاهل به يا تر حد تيريږي ، او يا به له اندازې څخه کمبوت کوي . هيڅوک په ټوله نړۍ کښي په هغه وخت کښي پيدا نه سو چي د داډول افراط او تفريط مخنيوئ وکړي ، او يا د مخلوق خاص بيا د بشر حقوق مُشَخَص کړي ، او هر حقدار په خپل حق ورسوي ، دا اسلام ؤ چي د ( وَآتِ کّلَّ ذي حَق حقَّه ) او د ( ولا تقتلوا اولادکم خشية إملاق ، نحنُ نرزُقکم و إياه ) او د ( اِذا المَوؤدةُ سُئِلَت ) او د ( ولاترِثوا النِّساءَ کُرهاً ) او د ( واتخذوا أحبارهم و رُهبانهم أرباباً من دون الله ) د فرمانو په صادره و لو سره يې د هر چا له فطرت سره موافق د هغه حقوق مشخص کړل ، او هر څوک يې په خپل اصلي ، او لايق نامه سره ياد کړ .
او دا د اسلام پيغمبر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم) ؤ ، اودده جانثار أصحاب ( رضي الله عنهم ) ول چي د داسي الهي أحکامو په تطبيقولو سره يې ، او د هغوۍ په تعليم سره يې د إفراط او تفريط مخه ونيوله ، او د بشريت بلکي د ټول مخلوق د حَقَّه حقوقو إحيا يې وکړله .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery