مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول او وفات النبي لړۍ

بسمه تعالی !!!
اللهم صل و سلم وبارک أفضل صلاتک و سلامک و برکاتک علی سيدنا محمد و آله و صحبه أ جمعين .
قدرمنو مسلمانانو! په دې برخه کښي هم د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د مرض موت او دده مبارک له رحلت سره متصل ځيني مهمي خبري درته کوم .
اوله خبره داده چي په مرض موت کښي د اسلام پيغمبر يو وخت حضرت علي و خپل حضور ته وغوښتئ او ورته ويې فرمايل چي رنګ او يو کاغذ او ورقه راوړه چي ستا دپاره يو وصيت وليکم .
حضرت علي فرمايلي دي چي ما فکر وکړ چي داسي پېښه نسي چي زه قلم ، رنګ او کاغذ پيد اکوم او بيرته راځم د اسلام پيغمبر وفات کړئ وي ، نومي وده مبارک ته وويل چي يارسول الله ! هر وصيت چي کوې په خوله يې راته وکړه له ما څخه انشآءالله نه هيريږي !

نو د اسلام پيغمبر وفرمايل چي : � الصلوات و ماملکت أيمانکم � و في رواية � الله الله في ما ملکت أيمانکم البسوا ظهورهم و اشبعوا بطونهم و الينوا لهم القولَ � .
دوهمه خبره داده چي کله چي د إسلام د پيغمبر( صلی الله عليه وسلم ) مرض ډير سخت سو د پنجشنبې ورځ وه ، نو ده مبارک وغوښتل چي يو خط او يوه عهدنامه وليکي ، نو يې و عبدالرحمن بن أبې بکر ته وويل چي يوه تخته راوړه چي زه د أبوبکر دپاره خط وليکم ( يعني په دې باره کښي چي دَی به له ما څخه وروسته خليفه د اسلام وي چي د خلګو په منځ کښي اختلاف منځته رانسي ) ځکه الله ( جل جلاله) او مومنان له دې څخه منع کوي چي له أبوبکر څخه پرته دي بل څوک خليفه سي .

اهل السنت والجماعت په دغه خبره هم دليل نيسي پر دې باندي چي د اسلام له پيغمبر څخه وروسته أحق په خلافت سره حضرت أبوبکر ؤ .
دريمه خبره داده چي چي په دوران کښي د سختۍ د مرض دده مبارک اصحاب کرام دده مبارک په حجره کښي سره راټول سول ، نو ده مبارک ورته وفرمايل چي ماته يو شئ راوړۍ چي زه وتاسي ته يو وصيت خپل وليکم چي وروسته له ما څخه بيا هيڅکله تاسي ګمرهان نسۍ .
د أصحابو په منځ کښي د نظر اختلاف پيدا سو ، ځينو وويل چي بايد دده مبارک په قول باندي عمل وکړ سي او د وصيت د ليکني دپاره يوه ورقه ورته راوړله سي ، او ځينو وويل چي د إسلام پيغمبر په تکليف دئ نو مناسب ندئ چي ورقه ورته راوړو او د وصيت په ليکلو سره تکليف ورکوو ، حضرت عمر هم دا خبره تايد کړه او وې ويل چي د الله پاک کتاب قرآن مجيد ځموږ په منځ کښي موجود دئ او ځموږ د هدايت دپاره کافي دي ، خو په دغو دواړو ډلو کښي يوې ډلي هم يو غلط سوچ او يو فاسد مقصد په زړه کښي نه درلودئ او دا ځموږ د أهل السنت والجماعت دعلماؤ مَسلَک دئ �علی رغم أنوف الشيعة � .

څلرمه خبره داده چي د إسلام پيغمبر( صلی الله عليه وسلم ) د مرض موت په وخت کښي اوه ديناره درلودل چي له حضرت عائشې سره پراته وه ، نو ده مبارک هغه اوه ديناره و حضرت علي ته وروليږل چي حضرت علي بيا دده مبارک له هدايت سره خيرات کړل پنځمه خبره داده چي ددې دپاره چي دده مبارک له رحلت څخه وروسته خلګ دده مبارک په شان کښي د يهودو او نصاراؤ په ډول إفراط او تر حد تيرئ ونکړي په مرض موت کښي بې د الفاظ هم تکرارول � لَعنَ الله اليهودَ والنصاری ، اتخذوا قبور أنبيآئهم مساجد� .

شپږمه خبره داده چي د إسلام د پيغمبر( صلی الله عليه وسلم ) له وفات څخه وروسته أهل بيتو د کور له يوه طرف څخه دا کلمې اوريدلې او په ظاهره هيڅوک دوۍ نه ليدئ : � السلام عليکم أهلَ البيت و رحمة الله وبرکاته ، کل نفس ذائقة الموت و انما توفون أجور کم يومَ القيامة � دغه کلمې پرشتو او ملائکو ويلې چي د إسلام د پيغمبر د أهل بيت تعزية او فاتحه خواني يې کوله .

همدارنګه يو غټ سړئ چي ډير سباحت يې درلودئ د أصحابو وحضور ته راغلئ او وې ژړل او بيا يې و أصحابو ته وکتل او وې ويل چي بېشکه الله پاک له هر مصيبت څخه تسله ورکونکئ دئ او د هر فائت عوض ورکوي او د هر هالک خلف پيدا کوي ، د الله تعالی و طرفته متوجه سۍ او جزع ، فزع او ملالت مکوۍ ، مصيبت زده په حقيقت کي هغه څوک دئ چي دده د مصيبت جبران ونکړ سي او په مصيبت کښي صبر ونکړي .

دغه سړئ د أصحابو له مجلس څخه ولاړئ بيا حضرت أبوبکر و أصحابو ته وفرمايل چي دغه سړئ حضرت خضر(عليه السلام ) ؤ ، ځموږ او ستاسي د تعزيت او د تسلې دپاره راغلئ .
اوومه خبره د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د وفات سره سم د أصحاب کرامو د غبرګون او د عکس العمل په باره کښي ده :

محترمو مسلمانانو ! علمآء کرامو د سيَر ذکر کړيدي چي د آنحضرت ( صلی الله عليه وسلم ) له وفات څخه وروسته أصحاب کرام ټول په عمومي لحاظ داسي حيران وګرځيدل چي داسي بې له شانه څخه ښکاريدله لکه چي عقلونه يې سلب سويوي او د بدن ټولي قواوي او حواس يې له کار څخه معطل پاته سويوي ، خو لدې سره سره ددوۍ د ځنو حال له ځنو نورو څخه فرق او توفير درلودئ ، د ځينو کيفيت په دې ډول ؤ چي لکه ګونګيان ، ژبي يې وتړلي سوې او خبري يې نسوائ کولائ او هوش او سد يې له سرو څخه ولاړئ ، چي يو له دغي جملې څخه د إسلام دريم خليفه حضرت عثمان بن عفان (رضي الله تعالی عنه ) ؤ .

او د ځينو حال په دې ډول ؤ چي پر خپلو ځايو باندي له حرکت څخه عاجز وګرځېدل او طاقت د ګرځيدلو يې نه ؤ ، چي د إسلام څلرم خليفه حضرت علي بن أبي طالب ( کرم الله وجهه ) هم له دغي ډلي څخه ؤ .
او ځيني مريضان سول او بيا دونه ډنګر او کمزوري سول چي اخير په دغه کمزوري کښي په وفات ورسيدل .
او ځينو بيا په داسي دعاؤ شروع وکړه چي الله ( جل جلاله ) دي موږ په سترګو باندي ړانده کړي چي د اسلام د پيغمبر څخه وروسته بيا بل څوک په سترګو ونه وينو او دونه فرياد بې کوئ لکه څرنګه چي يې حاجيان د إحرام په تلبيه کښي کوي .

او د حضرت عمر ( رضي الله عنه ) عقل داسي مختل وګرځيدئ چي نعرې يې وهلې او قسمونه يې کول چي د خدائ تعالی رسول وفات سوئ ندئ ، بلکي بې هوښي باندي راغلې ده ، لکه چي په کوه طور کښي پر حضرت موسی ( عليه السلام ) باندي بې خودي راغله ، او دايې وويل چي زه اميدوار يم چي جناب رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) به تر هغه وخته پوري په دنيا کښي ژوندئ وي چي د ټولو منافقانو ژبي او لاسونه ورپرې کوي .
او ځنو منافقانو وويل چي که محمد ( صلی الله عليه وسلم ) پيغمبر وائ نو وفات بې نه کولائ ، حضرت عمر چي دغه خبر واورېدله نو خپل تيغ يې کش کړ او د مسجدنبوي په دروازه کښي ودريدئ او وې ويل چي هر چا که وويل چي پيغمبر د اسلام وفات سوئ دئ نو په دغه توره بې سره دوه ځايه کړم ، خلګو چي د حضرت عمر دغه وينا واوريدله د إسلام د پيغمبر په وفات کښي شک او شبهه ورته پيدا سوه .
حضرت أسمآء بنت عميس خپل لاس د إسلام د پيغمبر د اوږو مبارکو و مابين ته وروړئ او مهر د نبوت يې نکړ پيدا نعره يې وکړه چي مُهر د نبوت د اسلام د پيغمبر له مبارکو اوږو څخه پورته سوئ دئ ، نو دا ددې دليل دئ چي حضرت رسو ل الله ( صلی الله عليه وسلم ) له دې فاني دنيا څخه نقل کړئ دئ .
په دغه وخت کښي حضرت أبوبکر په کور کښي ؤ ، کله چي د أصحاب کرامو او د حضرت عمر له دغي واقعې څخه خبر سو نو په تلوار په داسي حال کښي د حضرت بي بي عآئشې و حجرې ته راروان سو چي په لاره کښي يې ژړل او داسي يې ويل :

وا محـــــــــــــمداه ! وانقــــــــطاع ظهراه
تر څو چي و مسجد نبوي ته راورسيدئ ، خلګ يې وليدل چي په سخته پرېشاني کښي واقع سويدي ، مګر ده مبارک و هيچا ته التفات ونکړ د حضرت عآئشې و حجرې ته ورغلئ ، د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) مبارک مخ يې لوڅ کړ او پرمبارک نوراني تندي باندي يې مچ کړ او خوله يې دده مبارک پر مبارکه خوله باندي ورکيښودله او داسي يې وويله : � وا نبياه ! � .
وروسته يې سر راپورته کړ او وې ژړل ، دوهم وار يې بيا دَی مبارک مچ کړ او وې ويل :� وا صفياه ! � .

بيا يې سر راپورته کړ او وې ژړل ، دريم ځل يې بيا دَی مبارک مچ کړ او وې ويل :� وا خليلاه ! بابي أنت و أمي طبت حيا وميتا لا يجمع الله عليک موتتين أما الموتة التي کتبت عليک فقد وجدتها � .

او داسي يې وفرمايل چي اې د إسلام پيغمبره ته تر دې ډير لوړ يې چي خلګ دي صفت وکړي او له دې څخه ډير بالاتر يې چي پر تا باندي خلګ وژاړي ، کچيري اختيار ځموږ په لاس کښي وائ نو ما به خپل ځان تر تا قربان کړئ وائ او کچيري دا نه وائ چي پر مرده باندي له ژړا کولو څخه تا و موږ ته منع کړېده نو خامخا به ما دونه ژړلي وائ چي له سترګو څخه به مي چنې بهيدلي وائ ، بيا يې وويل چي اې الله ! ته ځما له طرفه ستا و پيغمبر ته سلام ورسوه او بيا يې وويل چي اې محمده ! ما د الله (جل جلاله) په حضور کښي ياد کړه .
پوه سه چي د حضرت أبوبکر ددغه قول په مطلب کښي علماؤ اختلاف کړئ دئ چي :� لا يجمع الله عليک موتتين � .
ځينو علماؤ فرمايلي دي چي د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) له وفات څخه وروسته ځنو خلګو داسي ګمان ښکاره کړ چي د اسلام پيغمبر بيرته راژوندئ کيږي ددې لپاره چي منافقان له منځه څخه يوسي ، نو حضرت أبوبکر په دغه قول سره ددغه ګمان ترديد وکړ .

او ځينو علماؤ فرمايلي دي چي مطلب دده دا ؤ چي په قبر کښي ستا دپاره مرګ نسته ، لکه نور خلګ چي په قبر کښي د نکير او منکر د سوال او جواب دپاره په قبر کښ را ژوندي کيږي او بيا بيرته مړه کيږي .

او ځنو علماؤ فرمايلي دي چي له دوهم مرګ څخه مراد غم او پرېشاني ده ، يعني له دغه پرېشانۍ څخه پرته چي د وفات په وخت کښي دي تېره کړه له بلي هيڅ پرېشانۍ سره به مخامخ نسې .

وروسته حضرت أبوبکر دباندي راووتئ او حضرت عمر يې وليدئ چي د خلګو په منځ کښي ولاړ دئ او وخلګو ته وايي چي حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) وفات ندئ کړئ او نه دَی وفات کوي ، تر څو پوري چي منافقان په قتل ونه رسوي .

حضرت أبوبکر و حضرت عمر ته وفرمايل چي کښېنه ! خو حضرت عمر له کښينستلو څخه منع وکړه ، نو حضرت صديق أکبر و حضرت عمر ته وويل چي اې سړيه ! په دې پوه سه ! چي پيغمبر د اسلام له دنيا څخه رحلت کړئ دئ ، ايا تا ندي اوريدلي چي الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي و خپل پيغمبر ته فرمايلي دي چي : � إنک ميت و إنهم ميتون � او همدارنګه يې ورته فرمايلي دي : � و ما جعلنا لبشر من قبلک الخلد أفإن مت فهم الخالدون � .

وروسته حضرت أبوبکر د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) پر ممبر باندي ودريدئ او خلګو عمر پريښودئ او أبوبکر ته متوجه سول ، حضرت أبوبکر خطبه او نصيحت شروع کړ ، اول يې د الله پاک حمد او ثنا وويله او بيا يې پر رسول مقبول ( صلی الله عليه وسلم ) باندي درود ووايه ، بيا يې و خلګو ته وفرمايل چي هر چا که د محمد ( صلی الله عليه وسلم ) عبادت کاوه نو محمد خو وفات سو او هر چا څوک چي د الله (جل جلاله) عبادت کوي نو بېشکه الله پاک هميشه ژوندئ دئ او مرګ نلري ، بيا يې دغه مبارک آيت کريمه تلاوت کړ :
وما محـــــمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفإن مات او قتل انقلبتم علی أعقابکم (الی اخير الآية ... ) .

او دارنګه يې ددغه مبارک آيت تلاوت هم وکړ چي : ( و إنک ميت و إنهم ميتون ) .
خلګو چي د حضرت أبوبکر له خولې څخه دغه دواړه مبارک اياتونه واوريدل ، نو داسي ورته ښکاره سول لکه چي نوي او تازه د خدائ له طرفه نازل سول او هر سړي د مدينې منوري په کوڅو کښي دغه دوه مبارک اياتونه ويل .

وروسته له هغه حضرت عمر نصيحت شروع کړ او و خلګو ته يې وويل چي اې خلګو ! ماچي تر دغه له مخه کوم څه درته ويل نو هغه ټول بې ځايه وو ( يعني بې دليله مي يو سوچ وهلئ ؤ د هغه سوچ په مقتضی مي هغه خبري درته کولې ) او نوري يې هم ډيري خبري و خلګوته وکړې او دا به هم ده مبارک ويل چي کوم دوه اياتونه چي له أبوبکر څخه ما واوريدل نو داسي راته معلوم سول لکه دا اوس اوس چي نازل سول .

خلاصه د خبري داده چي په دغو ټولو غمو او پريشانيو کښي تر ټولو أصحابو حضرت أبوبکرالصديق ډير ثابت قدمه او د عقل پر مقتضی باندي ټينګ او زيات شجاع او دلاوره ؤ .
هو ! ولي به نه ؤ ، أبوبکر هغه شخص دئ چي د اسلام پيغمبر دده په باره کښي فرمايلي دي :
ما طلعت الشمس بعد النبيين علی أفضل من أبي بکر
محترمو وروڼو د إسلام د پيغمبر د ميلاد د لمانځني شرعي حکم به په بله برخه کښي درته راسي ، چي هغه به ددې لړۍ اخيري برخه وي .
( مدارج النبوت ، روضة الشهدآء و غيره ) .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery