مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول او وفات النبي لړۍ

بسمه تعالی !!!
اللهم صل و سلم وبارک أفضل صلاتک و سلامک و برکاتک علی سيدنا محمد و آله و صحبه أ جمعين .
قدرمنو مسلمانانو! په دې برخه کښي په دې باب شرعي معلومات درکوم چي د إسلام د پيغمبر د ميلاد د ورځي لمانځنه په دې ډول چي له منکراتو شرعيه ؤ څخه خالي وي او په دغه ورځ د ميلاد کښي مسلمانان سره راجمع سي او علماء کرام د إسلام د پيغمبر د ميلاد او دوفات او دده مبارک د سيرت په باب و خلګو ته بيانونه وکړي او د مسلمانانو په زړو او دماغو کښي د إسلام د پيغمبر ياد تازه کړي او د بخاري شريفي ددې روايت په مطابق چي :� اجلس بنا نؤمن ساعة � د خپل ګران پيغمبر د ميني او د محبت اظهار وکړي ، او يا په دغه ورځ کښي صدقې او خيراتونه وکړي ، او يا نور نفلي عبادات وکړي او يا درودونه ووايي او ثوابونه يې د إسلام و پيغمبر ته وروبخښي .

محترمو وروڼو ! په دې مسئله کښي خلګ درې فرقې دي :
يوې فرقې دتفريط لار غوره کړېده ، چي دغه ډول لمانځنه بدعت او ناروا کار بولي ( العياذ بالله ، العياذ بالله ) لکه وهابيان .
او يوې فرقې بيا د إفراط لار غوره کړېده چي په دې باب له شرعي حدودو څخه تيرئ کوي او د ميلاد لمانځنه په دې ډول کوي چي متضمن ډيرو ناروا کارو لره وي ، لکه إختلاط او ګډون د ښځو او نرانو او لکه ډولونه وغيره ، چي ځيني خالي په نامه پيران يا خليفه ګان يې کوي .

دغه دواړي فرقې چي دغه ډول کارونه کوي دا د دوۍ د جهل يا د ضلالت نښانه ده ، لکه چي مشهور قول دئ چي : � الجاهل إما مفرط او مفـَرّط � يعني جاهل به يا إفراط کوي يا به تفريط .

دريمه معتدله ډله ده ، د حق والا ډله ده ، چي د مبتدعينو او د وهابيانو په شان تفريط هم نکوي او دارنګه ددغو خالي په نامه پيرانو په شان إفراط هم نکوي ، په دې ډول چي د إسلام د پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) د ميلاد لمانځنه په مذکوره طريقه يو ډير أفضل او أهم کار بولي او مرتب عليه د لوۍ أجر او ثواب يې بولي او په ذکر سوې طريقه نه لمانځنه د ميلاد د ورځي له رحمة اللعامين پيغمبر سره يو قسم جفا او بې وفايي بولي او د أمتيت له شانه سره يې مخالف سلوک بولي او د خپل ګران پيغمبر د ميلاد لمانځل دده مبارک د سيرت ، ولادت او د رحلت په بيانولو سره او دارنګه په صدقو او خيراتو او په نورو عبادتو سره د مسلمانانو د ترقۍ او د کفارو د غم او د درد د زياتولو سبب يې ګڼي .
محترمو وروڼو ! د أصلي او سوچه او حقو شرعي دلائلو له مخي د همدغي دريمي ډلي رويه اسلامي او شرعي رويه ده او مخکنۍ دواړي ډلي چي په دې باب څه وايي او يا يې کوي باطلي او ناروا دي او الله ( جل جلاله ) دي موږ او تاسي د لعنت په داسي طوق نه ګرفتاره کوي لکه څرنګه چي يې دغه دواړي ډلي مبتلا کړيدي .
ددې مطلب د ثابتولو دپاره په دې برخه کښي د عالم إسلام د منل سويو علماؤ او د عمده کتابو قولونه او عبارتونه وتاسي محترمو ته په دې برخه کښي نمبر واره ذکر کوم ، تر څو چي و تاسي محترمو ته حق پوره واضح سي .

در خانـــــه أګر کس است يک حرف بـــس است
د عوامو دپاره ځما دغه يو څو د پښتو خبري کفايت کوي او بايد همدغه لار تعقيب کړي ، او د علماؤ دپاره دلائل ذکر کوم چي دوۍ له هغو څخه کار واخلي ، البته موږ به ډير تکليف کړئ وي چي له مختلفو منابعو څخه موږ دا دلائل راجمع کړيدي الله تعالی دي راڅخه قبول کړي ، خو د علماؤ په خدمت کښي موږ دغه دلائل له کتابو څخه راټول سوي تقديموو چي په دې سبب به دوۍ د تفتيش او پلټني له مشقت او تکليف څخه خلاص سي .

اوس په دې اړه ودلائلو ته متوجه سۍ !

( ۱ ) : امام أبوشامه چي شيخ او استاذ دئ د امام نووي داسي فرمايلي دي :
و من أحسن ما ابتدع في زماننا مايفعل کل عام في اليوم الموافق ليوم مولده (صلی الله عليه وسلم) من الصدقات والمعروف واظهار الزينة والسرور . فإن ذالک مع ما فيه من الإحسان للفقرآء مشعر بمحبة النبي (صلی الله عليه وسلم) و تعظيمه في قلب فاعل ذلک و شکرالله تعالی علی ما مَن به مِنَّ به ايجاد رسوله (صلی الله عليه وسلم) الذي ارسله رحمة للعالمين .

يعني چي ځمو په زمانه کښي له يرو أفضلو او بهترينو کارو څخه چي مسلمانانو په عمل کښي راوستلئ دئ يو کار دادئ چي د اسلام د پيغمبر د ميلاد په ورځ يې هر کال مسلمانان کوي ، چي هغه عبارت دئ له صدقو ، خيراتو او داسي نورو نيکو کارو څخه او دارنګه اظهار د زينت او د خوشحالۍ چي مسلمانان يې په دغه ورځ کښي کوي داهم له ډيرو نيکو کارو څخه دئ ؛ ځکه دا کارونه سره له دې چي په دغو کارو کښي له فقيرانو سره امداد او کومک او احسان موجود دئ دغه کارونه د مسلمانانو مينه او محبت له خپل پيغمبر سره او د ارنګه د دوۍ تعظيم خپل پيغمبر لره ښکاره کوي ، او دارنګه په دغو کارو کښي چي مسلمانان يې د ميلاد په ورځ يا په شپه کوي د الله (جل جلاله ) ددغه عظيم نعمت چي پر جهانيانو باندي يې کړئ دئ چي ايجاد او پيدايښت د رحمة اللعالمين رسول دئ د شکر اداينه راځي .

( ۲ ) : امام سخاوي چي يو له هغو شخصيتو څخه دئ چي په عالم اسلام کښي ددوۍ پر قول او خبره باندي تمام أمت مسلمه اعتماد کوي د اسلام د پيغمبر د ميلاد د لمانځني په ارتباط فرمايلي دي :

ان عمل المولد حدث بعدالقرون الثلاثة ثم لا زال أهل الإسلام في سآئرالأقطار والمدن الکبار يعملون المولد و يتصدقون في لياليه بأنواع الصدقات و يعتنون بقرائة مولده الکريم و يظهر عليهم من برکاته کل فضل عميم .

يعني چي بېشکه دغه عمل ( يعني دغه د مسلمانانو راغونډيدل او بيا د علمآؤ له طرفه و مسلمانانو ته د إسلام د پيغمبر د ولادت او د سيرت په باب بيانونه کيدل او دارنګه خيراتونه او نور عبادات ترسره کيدل چي د إسلام د پيغمبر د ميلاد په مناسبت کيږي دا کارونه ) د صحابه ؤ او د تابعينو او د تبع تابعينو له زمانې څخه وروسته مسلمانانو عملي ګرځولي دي او بيا په داسي ډول عملي ګرځيدلي دي چي په دوامداره توګه يې ټول أهل إسلام په ټولو أقطارو او أطرافو د مځکي کښي او په ټولو غټو غټو ښارو کښي د مسلمانانو د اسلام د پيغمبر د تولد په مناسبت د ميلاد په شپو کښي تر سره کوي او له ورايه ددغو مبارکو أعمالو له برکاتو څخه قسم قسم عام فضل او کرم د الله تعالی پر مسلمانانو باندي ښکاره کيږي
( ۳ ) : او ابن جوزي چي د بې مذهبه مبتدعه ؤ او د أهل مذهب والاؤ د ټولو په نزد معتمد عليه علمي شخصيت دئ په سلسله کښي د بيانولو د ګټو ، فايدو او د برکاتو د لمانځني د ميلاد د سرور کآئنات ويلي دي چي :

من خواصه إنه أمان في ذلک العام و بشری عاجلة بنيل البغية والمرام .
يعني چي ځني له خاصو او برکتو څخه د لمانځني د ميلاد د سرور کآئنات ( يعني په شرعي طريقه چي له شرعي منکراتو څخه خالي وي ) يو برکت او خصوصيت دادئ چي هر څوک چي د ميلاد ورځ ولمانځي ( يعني يا په صدقه ، يا په عبادت ، يا په درود ويلو سره او يا په بيانولو سره د سيرت د نبي [عليه الصلاة والسلام ] او په غوږ نيولو سره و بيان د سيرت دده مبارک ته ) نو په دغه کال کښي به دغه سړئ له هره آفته په أمن وي او دارنګه به و دغه سړي ته اول دده د حاجاتو د پوره کيدو زيرئ له الهي لوري کيږي ( يعني په خوب کښي يا له يوې بلي لاري ) او وروسته بې ( يعني په همدغه کال کښي ) الله پاک حاجتونه ورپوره کوي .

و اول من أحدثه من الملوک ، الملک المظفر أبو سعيد صاحب إربل و ألف له الحافظ بن دحية تاليفًا أسماه � التنوير في مولد بشير النذير � فأجازه الملک المظفر بألف دينار . و صنع الملک المظفر المولد و کان يعمله في ربيع الأول و يحتفل به إحتفالا هائلا و کان شهما شجاعا بطلا عاقلا عادلا و قيل انه کان يصرف علی المولد ثلاثمائة الف دينار .
يعني د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د ميلاد د لمانځني د مبارک رسم اول إحداث او پيل په إسلامي بادشاهانو کښي � ملک مظفر أبو سعيد � صاحب اربل وکړ ، بيا ددغه مبارک بادشاه ددغي مبارکي او مقدسي اختراع په تايد او خوشحالي کښي د إسلامي أمت يو ستر عالم حافظ بن دحية يو کتاب په شان کښي د عظمت او د شرافت د لمانځني د ميلاد د نبي جوړ کړ چي په � التنوير في مولد بشير النذير � سره يې مسمی کړ ، بيا دده د دغه کتاب په جائزه او انعام کښي ذکر سوي محترم بادشاه زر ديناره ودغه عالم ته ورکړل .

د لاندي عربي عبارت ترجمه او بيان موږ ځکه ونه ليکئ چي دا عبارات په أصل کي موږ د علماؤ دپاره رانقل کوو او وعلماؤ ته يې د ترجمې کولو ضرورت نسته ، البته کوم ځايونه چي ترجمه کوو نو هغه د عامو مسلمانانو دپاره .

و کان سلطان أبو حمو موسی صاحب تلمسان يحتفل ليلة المولد غاية الإحتفال کما کان ملوک المغرب و الأندلس في ذلک العصر و ما قبله و من احتفاله له ما حکاه الحافظ سيدي أبوعبدالله التنسي ثم التلمساني في کتابه � راح الأرواح � فيما قاله المولی أبو حمو من الشعر و قيل فيه من الإمداح و ما يوافق ذلک علی حسب الإقتراح و نصه أنه کان يقيم ليلة الميلاد النبوي علی صاحبه أفضل الصلاة والسلام بمشورة من تلمسان المحروسة مدعاة حفيلة يحشر فيها الناس خاصة و عامة فما شئت من نمارق مصفوفة و زرابي مبثوثة و بسط موشاة و وسائد بالذهب مغشاة و شمع کالإسطوانات و موائد کالهالات و مباخر منصوبة کالقباب يخالها المبصر تبرًا مذابًا و يفاض علی الجميع أنواع الأطعمة کأنها أزهار الربيع المنمنمة فتشتهيها الأنفس و تستلذ بها النواظر و يخالط حسن رياهاالأرواح و يخامر رتب الناس فيها علی مراتبهم ترتيب احتفال و قد علت الجميع أبهة الوقار و الاجلال و بعقب ذلک يحتفل المستمعون بإمداح المصطفی (صلی الله عليه وسلم) و مکفرات ترغب في الأقلاع عن الآثام يخرجون فيها من فن الی فن و من أسلوب الی أسلوب و يأتون من ذلک بما تطرب له النفوس و ترتاح الی سماعه القلوب و بالقرب من السلطان رضوان الله تعالی عليه خزانة المنجانة قد زخرفت کأنها حلة يمانيه لها أبواب موجفة علی عدد ساعات الليل الزمانية فمهما مضت ساعة وقع النقر بقدر حسابها و فتح عند ذلک باب من أبوابها و برزت منه جارية صورت في أحسن صورة ، في يدها اليمنی رقعة مشتملة علی نظم فيه تلک الساعة باسمها مسطورة فتصفها بين يدي السلطان بلطافة ويسراها علی فمها کالمؤدية بالمبايعة حق الخلافة . هکذا حالهم الی انبلاج عمود الصباح و نداء المنادی حي علی الفلاح . انتهی .


و في زماننا هذا يحتفل المسلمون بيوم مولده (صلی الله عليه وسلم) في جميع الأمم الاسلامیة.وفی القطرالمصری تتلی الاذکاروتوزع الصدقات علی الفقراء والمحتاجین. وفی القهرة یتحرک موکب أرباب الطرق بعد الظهرمن میدان باب الخلق أمام المحافظة ویسیرقاصدا میدان الاحتفال بالعباسیة مجتازا شوارع تحت البع فالسکریة فالغوریة فمیدان الاشراقیة فالفحامین فالحسینیة فالعباسیة ویشتدالزحام فی هذه الشوارع وتتقدم الموکب کوکبة من فرسان رجال الشرطة وتحف به من الجانبین قوة من رجال الجیش وقدجرت عادة الحکومة أن تحتفل بهذا الیوم المبارک احتفالا رسمیا فی العباسیة حیث تقام سرادقات للوزارات ویتوجه جلالة الملک أونائبه الی مکان الاحتفال و هناک یعرض الحامیة المصریة علی أثروصوله ثم ینقتل الی السرادق الملکی ویستقبل الطرق الصوفیة بأعلامهم وبعدئذ یقصد سرادق شیخ مشایخ الطرق الصوفیة فیستمع تلاوة القصة النبویة وبعد سماعها یخلع علی تالیها الخلعة الملکیة وتدار المرطبات والحلوی علی الحاضرین ثم ینصرف بعد ذلک بموکبه الحافل أثناء قصف المدافع وفی المساء تنارالزینات المقامة علی السرادقات وتطلق الألعاب الناریة البدیعة وفی الصباح تعطل الحکومة وزارتهاومصالحها وتتلی القصة النبویة الشریفة فی المشهد الحسینی بحضور محافظ مصر.
أنظر � محمد رسول الله � ص ۱۴ـ۱۵ـ۱۶ تاليف : علامه محمد رضا .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery