مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول اوميلادالنبي

بسمه تعالی ! !
محترمومسلمانانو ! اوس د رحمة اللعالمين پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) د تولد او د زوکړي په تفصيلاتو پيل کوم .
محترمو وروڼو ! د حج مبارکي ورځي وې او د تشريق د ورځو مابين ؤ ، دجمعې مبارکي شپه وه چي د اسلام د پيغمبر د خلقت ماده دده د مبارک پلار عبدالله له وجود څخه ، دده د مبارکي مور حضرت بي بي آمنې ( رضي الله عنها ) و مبارک رحم ته ورنقل سوه .

حضرت امام أحمد بن حنبل فرمايلي دي چي د جمعې مبارکه شپه د ليلة القدر تر شپې بهتره ده ؛ ځکه چي کومي ښيګڼي ، برکتونه ، کرامتونه او نيکبختۍ چي په جنس کښي د جمعې د مبارکي شپې پر عالميانو باندي راتوۍ سوي او نازل سويدي په هيڅ بله شپه کښي نه راتوۍ سويدي او نه به د قيامت تر ورځي پوري راتوۍ سي ، نو که په دغه وجه د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د ميلاد شپه د � شب قدر � تر شپې أفضله او بهتره وګڼله سي نو لايقه خبرده .
او ډيرو علماؤ پر دغه خبره باندي تصريح هم کړېده ، په رواياتو کښي راغلي دي چي په دغه شپه کښي له الهي لوري و ملائکوته حکم وکړ سو چي ټول عالم په أنوارو د قدس (يعني د ذات مقدس چي الله [جل جلاله ] دئ ) منور وګرځوۍ ، او ټول ملائکه ، اسمانونه او مځکه په سرور ، ابتهاج او خوشحالۍ کښي راغلل ، او و خازن ته د جنت أمر وسو چي � فردوس أعلی � خلاص کړي او ټول عالم په خوشبويه رائحو سره معطر وګرځوي ، او و ټولو طبقو ته د اسمانو او و ټولو ځايو ته د مځکي زيرئ ورکړ سو چي محمدي نور نن شپه د حضرت بي بي آمنې په رِحم کښي قرار ونيوئ .

همدارنګه روايت سوئ دئ چي په سهار کي ددغي شپې د مځکي د مخ ټول بتان سرچپه پر مځکه باندي ولوېدل او د مځکي پر مخ باندي د ټولو بادشاهانو تختونه سرنګون کړه سوه ، او په دغه شپه کښي هيڅ يو سرائ داسي ندئ پاته سوئ چي روښانه سوئ دي نه وي او هيڅ يو ځائ داسي ندئ پاته سوئ چي منور دي نه وي ګرځېدلئ ، او هيڅ يو چارپائ داسي نه دئ پاته سوئ چي په دغه شپه کښي دي دَی ګويا سوئ او خبري کونکئ نه وي ګرځيدلئ ، او په دغه شپه کښي د مشرق وحشي حيوانانو د مغرب پر وحشي حيوانانو باندي د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) زيرئ وکړ او تر دغه شپه له مخه قريش په سختي قحطۍ او تنګۍ کښي واقع سوي وو چي درختي ټولي وچي سوي وې او چارپايان يې له ډيري کمزورۍ او ډنګروالي پر لار باندي نسوائ تللائ ، ددغه شپې په برکت الله تعالی بارانونه شروع کړل او له قريشو څخه قحطي ولاړه او له خوشحالۍ او پراخۍ سره مخامخ سول ، په دې وجه به قريشو ودغه کال ته � سنة الفرح و الإبتهاج � وايو .
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) پوره نهه مياشتي ( نه زيات او نه کم ) د خپلي مبارکي مور په رحم کښي ؤ ، په دغه موده کښي دده مبارکي مور هيڅ يو داسي تکليف ندئ محسوس کړئ لکه څرنګه چي يې نوري ښځي په عمومي ډول د حمل په وخت کښي محسوسه وي .
لکه چي له حضرت آمنې څخه نقل سوئ دئ چي دې مبارکي فرمايلي دي چي زه په دې هيڅ نه يم اګاه سوې چي زه خاونده د حمل يم ، مګر تنها له دې وجي مي پر ځان باندي د حاملې خيال راتلئ چي زنانه مرض مي قطع سوئ ؤ .

له ځيني روايتو څخه داسي فهميږي چي په وخت کښي د حمل ددې مبارکي په پيغمبر د إسلام دې د څه تکليف او ثقل حس وکاوئ ، خو علماؤ دا پر ابتدا د حمل ، حمل کړئ دئ ، چي دا بيايو بل خارق العادته کار دئ ؛ ځکه چي ښځي په ابتدا کښي د حمل کوم تکليف نه محسوسوي بلکي په وروسته کښي احساس د تکليف ورته پيداکيږي .
حضرت ابونعيم له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي يوه نښانه د حملداره کېدو د حضرت آمنې په رسول د خدائ دا وه چي په قريشو کښي چي څه چارپايان وو ټولو په هغه شپه کښي دا ويل چي : � موږ په خالق د کعبې قسم کوو چي د الله تعالی په رسول باندي دده مبارکه مور حملداره وګرځېدله ، کوم چي د تمامي دنيا امام او د ټولو خلګو د هدايت څراغ دئ � .
او په يوه روايت کښي داسي راغلي دي چي د مځکي د مخ ټولو چارپايانو دغه ډول خبر په دغه شپه کښي وکړه .
همدارنګه حضرت آمنې (رضي الله عنها ) فرمايلي دي چي په داسي حال کښي چي زه نيمئ ويښه وم او نيمئ بيده وم ، دا ږغ مي واوريدئ چي : � تر ټولو خلګو په بهترين شخص سره ته حملداره سوې يې � او د همدغه غيبي ږغ په وجه زه په دې عالمه سوم چي زه حملداره يم .
همدارنګه دې مبارکي فرمايلي دي چي په دوران کښي د حمل هره مياشت د اسمان او مځکي له طرفه پر ماباندي داسي غيبي ږغ کيدئ چي : � خوشحالي دي وي تا لره چي ددې وخت رارسېدلئ دئ چي ظاهر به سي له تا څخه � أبوالقاسم � ( صلی الله عليه وسلم ) .
همدارنګه حضرت بي بي آمنې فرمايلي دي چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) چي کله ځما په نس کښي ؤ ، نو په خوب کښي مي وليدل چي يو نور له ما څخه جلا سو داسي نور چي ټول عالم په هغه نور سره منور وګرځيدئ ، او دارنګه مي بنګلې د � بصری � کوم چي د شام په طرف کښي يو ښار دئ وليدلې ، او ددغه واقعې په مثل د إسلام د پيغمبر د ولادت په وخت کښي هم پېښه سوه .
له حضرت بي بي آمنې څخه ماسوی د اسلام له پيغمبر څخه بل کوم ولد ندئ پيداسوئ ، او دارنګه دده مبارک د پلار عبدالله هم بل هيڅ ځوۍ ندئ ځيږيدلئ .
په دې موضوع کښي روايتونه مختلف دي چي د إسلام د پيغمبر د تولد په وخت کښي دده پلار ژوندئ ؤ او که وفات سوئ ؤ ؟
ځينو علماؤ ذکر کړيدي چي دده مبارک پلار دده تر تولد له مخه وفات سوئ دئ او دغه قول ډير مشهور هم دئ او ځينو عمده علماؤ ددې تصحيح هم کړېده .

او ځينو علماؤ ويلي دي چي دَی مبارک د اتو يا د اوو يا د دوو مياشتو ؤ ، او دغه راز نور قولونه هم راغلي دي .

دده مبارک دپلار حضرت عبدالله صاحب د وفات واقعه په مختصر ډول داسي وه چي : عبدالله صاحب د قريشو له يوې ډلي سره په تجارت ولاړئ ، کله چي و مدينې منوري ته دوۍ ورسېدل نو عبدالله هلته مريض سو ، د مرض په وجه له خپلو ملګرو څخه د خپلو ماماګانو په کور کښي پاته سو کوم چي د بني نجار له قبېلې څخه ول ، کله چي دده ملګري و مکې شريفي ته راورسېدل نو عبدالمطلب له دوۍ څخه د خپل ځوۍ عبدالله پوښتنه وکړه ؟ دوۍ ورته وويل چي هغه د ناجوړۍ په وجه په مدينه منوره کښي د خپلو ماماګانو په کور کښي پاته سو ، بيا عبدالمطلب خپل مشر ځوۍ � حارث � دده د معلومات دپاره و مدينې ته وليږئ ، حارث چي و مدينې ته ورسيدئ نو په دغه وخت کښي عبدالله صاحب وفات سوئ او دفن سوئ ؤ په داسي ځائ کښي چي � دار نابغه � ورته ويل کيده .
او ځينو علماؤ فرمايلي دي چي دده مبارک دفن په � أبوا � کي سوئ دئ .
له حضرت ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي کله عبدالله صاحب وفات وکړ نو ملائکه و و الله تعالی ته عرض وکړ چي اې ځموږ باداره ! محمد چي پيغمبر او حبيب ستا دئ يتيم وګرځيدئ ، نو الله ( جل جلاله ) و فرشتو ته په جواب کښي وفرمايل چي د محمد زه حافظ ، مددګار او کفيل يم ، تاسي پر محمد باندي صلوة او سلام واياست او و ده ته دعاګاني کوۍ .
دا د إسلام د پيغمبر حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم ) تر ولادت له مخه د � مشت نمونهء خروار � په ډول ځيني له عظمت او له جلال څخه ډک حالات وو چي ما درته ذکر کړل ، نو تاسي فکر وکړۍ چي کله دَی مبارک ځيږېدئ او دنيا دده په وجود سره مشرفه کيدله نو لا به څه قسم عجائبات منځته راغلي وي چي د هغوۍ تفصيل به هم ( إن شآءالله ) سره له بيانه د واقعې د تولد دده مبارک په راتلونکي برخه کښي درته راسي .
( مدارج النبوت للمحدث الدهلوي وغيره ) .

ومن الله التوفيق .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery