مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول اوميلادالنبي

بسمه تعالی ! !
اللهم صل علی محمد النبي الأمي و علی آله و أصحابه وبارک وسلم .
قدرمنومسلمانانو ! د إسلام د پيغمبر (صلی الله علیه وسلم ) د تولد او د زوکړي په حرمت او په برکت ، يا په بل عبارت دده د تولد په استقبال کښي چي الله (جل جلاله ) و عالم انسانيت ته ، بلکي و عالمِ مُلک او عالم ملکوت ته ، و عالم خلق او عالم أمَر ته ، و عالم علوي او عالم سفلي ته کوم عجآئبات او مختلف النوع د عادت خلاف ، نادر او په حيرانتيا کښي اچونکي أمور او واقعات ښکاره کړيدي ، د ټولو ذکر کول ځما عاجز ، بلکي د هر انسان له طاقت څخه وتلئ کار دئ ، خو بيا هم د يو کافي تعداد ذکر ما په تيرو برخو کي درته وکړ او د ځينو نورو ذکر په دې برخه کښي درته کوم .

: ( ۱ ) د اسلام د پيغمبر د مبارک نيکه عبدالمطلب څخه روايت دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي زه په شپه د ولادت د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) په نزد د کعبې شريفي وم ، کله چي شپه و نيمايي ته ورسېدله ومي ليدل چي کعبه شريفه د � مقام إبراهيم � پر طرف رامآئله سوه او پر سجده باندي پرېوتله او په دغه ډول د تکبير اواز ورڅخه راغئ چي : � الله أکبر ، الله أکبر ، رب محمد المصطفی الآن قد طهرني ربي من أنجاس الأصنام و أرجاس المشرکين � .
يعني الله ( جل جلاله ) ډير لوئ دئ ، الله ( جل جلاله ) ډير لوئ دئ ، چي رب د محمد مصطفی دئ ( يعني رب د هغه محمد دئ چي الله تعالی له مابين څخه د ټولو کائناتو غوره کړئ دئ ) په تحقيق سره پاکه کړم زه رب ځما له مرداريو څخه د بتانو او له نجاستو څخه د مشرکانو ( يعني اوس چي د إسلام پيغمبر حضرت محمد پيدا سو نو ددې وخت رانژدې دئ چي دغه درې سوه او شپيته بتان به چي کفارو پر ما باندي شاوخوا راګرځولي دي او دارنګه دغه مشرکان به چي قسم قسم د شرک عملونه دلته کوي نيست او نابود وګرځي ) .

( ۲ ) : د إسلام د پيغمبر د ولادت سره سم د کسری قصر او بنګله په لړزه کښي راغله او ۱۴ کنګرې ورڅخه راولوېدلې .

( ۳ ) : دده مبارک له ولادت سره سم د � ساوه � بحيره وچه سوله او اوبه يې په مځکه ننوتلې .

( ۴ ) : هغه شېله او کنده چي په هغه وخت کښي په � وادي سماوه � سره مشهوره وه ، چي په طول کښي د زروکالو يې اوبه قطعه سوي وې له اوبو څخه ډکه راوبهېدله .

( ۵ ) : د پارسيانو ، اتش پرستانو د عبادت خانې اور چي زر کاله متصل بل سوئ راچليدلئ ؤ په دغه شپه کښي مړ سو .

( ۶ ) : دده مبارک له زوکړي سره سم يو داسي نور او روښنايي پيدا سوه چي ددغه نور په سبب و حضرت بي بي آمنې ته د شام بنګلې ښکاره کړې سوې .

( ۷ ) : دده مبارک د زوکړي په وخت کښي حضرت بي بي آسيه ( رضي الله عنها ) او حضرت مريمه (رضي الله عنها ) او د جنت حوري و حضرت بي بي آمنې ته حاضري سوې او خبري يې ورسره وکړې .

( ۸ ) : امام سهيلي له تفسير څخه د � بقي بن مخلد الحافظ � څخه حکايت کړئ دئ چي ابليس ملعون څلور ځله سختي چغي او بغاري کړيدي : ۱: � په هغه وخت کښي چي دَی ملعون کړ سو � ۲ : � په هغه وخت کښي چي له اسمانو څخه و مځکي ته راکښته کړ سو � ۳ : � په هغه وخت کښي چي د إسلام پيغمبر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) و زيږیدئ � ۴ : � په هغه وخت کښي چي له الهي لوري څخه د فاتحې سورت پر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) باندي نازل کړ سو � .

( ۹ ) : کله چي د إسلام پيغمبر پيدا کړسو نو د طفوليت او شيرخورۍ په ابتدايي شېبو کښي بې و سپوږمۍ ته په ګوته اشاره کوله ، وهر طرفته چي بې اشاره وکړه نو سپوږمۍ به وهغه طرف ته ميلان وکړ ، او ده مبارک به له سپوږمۍ سره خبري کولې او سپوږمۍ به له ده سره کولې .

( ۱۰ ) : کله چي دَی مبارک پيدا سو نو خبري بې کولې او ملائکو او پرشتو به دده مبارک ځانګو ورځنګوله .
له حضرت حليمې سعديې (رضي الله عنها ) څخه روايت دئ چي دې مبارکي فرمايلي دي چي اول ځل چي ما د إسلام و پيغمبر ته تئ ورکړ نو ده خبري وکړي نو يې داسي وويل : � الله أکبر کبيرًا والحمدلله کثيرًا وسبحان الله بکرة و أصيلا � .
( مدارج النبوت ، الداية والنهاية ، المواهب اللدنية ) .
والسلام .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery