مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول اوميلادالنبي

بسمه تعالی ! !
اللهم صل علی محمد النبي الأمي و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
قدرمنومسلمانانو ! په دې برخه کښي د إسلام د پيغمبر د تولد په اړه او دده مبارک د زوکړي په مناسبت ځيني نور بيانونه درته عرضوم .
اول بيان په دې ارتباط دئ چي ايا د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) تولد په داسي حال کښي وسو چي خدايي مسرور او مختون ؤ ، يعني خدايي يې � نو� له مور څخه پرې سوئ او خدايي سنت کړ سوئ ؤ او که څنګه ؟

په دې موضوع کښي علماؤ او أهلِ سيَر درې قوله ذکر کړيدي :
اول قول د حضرت ابن عمر او د حضرت عباس ( رضي الله تعالی عنهما ) دئ چي دوۍ فرمايلي دي : � ولد رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) مسرورا مختونا � .

يعني زېږېدلئ دئ د خدائ رسول په داسي حال کښي چي خدايي يې � نو � پرې کړ سوئ ؤ او خدايي سنت کړ سوئ ؤ .
دوهم قول د حضرت أبي بکره ( رضي الله عنه ) دئ چي ده فرمايلي دي : � إن جبريلَ ختن النبي (صلی الله عليه وسلم ) حين طهر قلبه � يعني بېشکه جبريل (عليه السلام ) هغه وخت د إسلام د پيغمبر سنتي وکړه چي دده مبارک زړه يې ورپاکوئ .

دريم قول دادئ چي د إسلام د پيغمبر مبارک نيکه دده مبارک سنتي وکړه او دده د سنتۍ په مناسبت يې يوه غټه مهماني هم وکړه چي د قريشو خلګ يې په دغه مهمانۍ کښي سره راجمع کړل .
( البداية والنهاية وغيره ) .
دوهم بيان په دې اړه دئ چي د محمد نوم پر ده مبارک (صلی الله عليه وسلم ) باندي چا کيښودئ ؟
په دې باره کښي هم د سِيَر د معتبرو کتابو له مطالعې څخه مختلف قولونه څرګنديږي :
يو قول دادئ چي کله چي دَی د خپلي مبارکي مور په نس کښي ؤ نو ودې مبارکي ته په خوب کښي وويل سول چي کله چي دي دغه کوچنئ پيدا سي نو د أحمد او د محمد نومونه پر ده مبارک باندي کښيږده ، لکه چي په تيرو برخو کښي ددغه خوب مفصل ذکر تير سو .
دوهم قول دادئ چي دده نيکه چي کله دده له ولادت سره سم قسم قسم خارق العادته واقعات وليدل نو په دې سبب يې پر ده باندي د محمد نوم کيښودئ ؛ ځکه چي و ده ته دا څرګنده سوه چي دَی به محمود او ستايل سوئ د ټول مخلوق وګرځي .

دريم قول دادئ چي عبدالمطلب صاحب په دې وجه د محمد نوم پر کيښودئ چي ده يو وخت خوب وليدئ چي د سپينو زرو يو ځنځير دده له ملا څخه راخارج سي او ددغه ځنځير يو طرف په اسمان کښي وي بل طرف يې په مشرق کښي وي او بل طرف يې په مغرب کښي وي ، بيا دغه ځنځير ددرختي په شکل وګرځي چي پر هره پاڼه باندي ددې درختي نور او روښنايي وي او د مشرق او د مغرب خلګ په دغه درخته پسي لاسونه نيسي ، بيا ده مبارک ددغه خوب بيان و يو داسي چا ته وکړ چي د خوبو په معنی پوهيدئ ، نو هغه ددغه خوب معنی په دې ډول ورکړه چي ستا له ملا څخه به داسي څوک پيدا سي چي أهل مشرق او أهل مغرب بې تابعداري کوي او أهل د اسمان او أهل د مځکي بې ستاينه کوي .
څلرم قول دادئ چي عبدالمطلب صاحب دغه نوم د الهي الهام په وجه پر ده باندي کيښودئ .

محترمو مسلمانانو ! په دغه نامه سره د إسلام له پيغمبر څخه پرته دده مبارک د تولد د وخت تر رانژدې کيدو پوري هيڅوک نه ؤ مسمی کړ سوئ ، البته کله چي دده مبارک د تولد زمانه رانژدې سوه نو ځينو مشرکانو په خپلو ځامنو باندي په دې وجه د محمد نوم کيښودئ جي دوۍ له يهودو څخه دا خبره په وار وار اوريدله چي د اخيري نبي د تولد زمانه هم دغه زمانه ده او پيدا کيږي به هم په قريشو کښي او نوم بې محمد وي .
دغه مبارک نوم ډير خصوصيتونه لري :
اول خصوصيت يې دادئ چي دغه مبارک نوم په شکل او صورت د انسان دئ ، چي اول ميم يې د انسان د سر په ډول دئ او حاء يې د انسان د دوو لاسو په ډول ده او دوهم ميم يې د انسان د � نو � په محاذات کښي دئ او دال يې د انسان د پښو په برابري کښي دئ ، که په قديم کوفي خطه سره دغه مبارک نوم وليکل سي نو ددې خبري ښه وضاحت وسړي ته کيږي .

دوهم خصوصيت يې دادئ چي ( العياذ بالله ) د قيامت په ورځ چي کوم څوک و دوږخ ته ورځي نو د هغه انساني صورت مسخ ګرځي له وجي د احترامه د صورت د لفظ د محمد .
دريم خصوصيت يې دادئ چي دغه مبارک نوم د الله ( جل جلاله ) د محمود له نامه څخه جوړ سوئ دئ ، لکه چي حضرت حصان ( رضي الله عنه ) د خپلو عربي اشعارو په يوه برخه کښي و دغه مطلب ته اشاره کړېده ، اشعار دادي :

أغر عـــليه لــــــلنبوةِ خــــــــاتَمٌ من اللهِ مِن نورٍ يَلــــوحُ و يَشهَدُ
وضمَّ الإلهُ اسما النبي الی اسمه اذا قال في الخمس المؤذن أشهَدُ

وشـــــق لهُ من إسمه لِيُــــجِلَّـــه فذوالعرش محمودٌ و هذا مــــحمدٌ
څلرم خصوصيت يې چي پر ډيرو خصوصيتو باندي مشتمل دئ دادئ چي ابن عساکر له کعب الأحبار څخه روايت کړئ دئ چي حضرت آدم (عليه السلام ) و خپل ځوۍ شيث ( عليه السلام ) ته وفرمايل چي : � اې ځوۍکيه ته به له ما وروسته ځما خليفه او جاينشين يې ، نو دغه خليفه توب په تقوی او په پرهيزګاري سره سنبال کړه او هر وخت چي الله ( جل جلاله ) ذکر کوې نو د محمد نوم هم ورسره ذکر کوه ؛ خکه چي بېشکه نوم د محمد پر ساق باندي د عرش ما ليکلئ وليدئ او پر ټولو اسمانو زه وګرځيدم نو داسي ځائ مي په اسمانو کښي ونه ليدئ چي د محمد نوم دي هلته نه وي ليکل سوئ ، دارنګه دغه نوم د محمد
ما د جنت د حورو پر ځيګرو باندي ليکلئ وليدئ ، دارنګه مي د طوبی د درختي پر پاڼو باندي نوم د محمد ليکل سوئ وليدئ ، دارنګه مي د سدرة المنتهی ددرختي پر پاڼو باندي دغه مبارک نوم ليکلئ وليدئ او دارنګه مي د هري پرشتې پر تندي باندي دغه نوم ليکل سوئ وليدئ ، نو اې شيثه ! دغه مبارک نوم ډير يادوه ؛ ځکه چي ملايکي او پرشتې يې په خپلو ټولو وختو کښي يادوي � .

پنځم : په شفا کښي راغلي دي چي پر يوه ډيره پخوانۍ او قديمي ډبره باندي دا جمله ليکله سوې وه : � محمد تقي مصلح أمينٌ � .
شپږم : پر يوه ډبره باندي په عبراني خط سره د موسی ( عليه السلام ) په کتابت سره دا توري ليکلي وو :� بسمک اللهم ! جآءالحق من ربکَ بلسانٍ عربي مبين ، لاإله إلاالله محمد رسول الله ، کتبه موسی بن عمران � .

(کذا ذکره ابن ظفرفي البـِشـَر عن معمر الزهري ) .
اوم : علامه ابن مرزوق له عبدالله بن صُحان څخه روايت کړئ دئ چي د هند د بحر په يوه جزيره کښي موږ يو ډير پاکيزه او ډير خوشبويه تک سور ګل وليدئ چي په سپين خطه سره پر ده باندي ليکل سوي ؤ ( يعني په فطري او خدايي ليکنه سره ) :� لا إله الااللــــــه مــــحمد رسول الله � او دارنګه مو يو سپين ګل وليدئ چي په ژړ رنګ داسي باندي ليکل سوي ؤ (يعني په فطري ډول ) : � برآءة من الرحمن الرحيم الی جنات النعيم لآإله إلاالله محمد رسول الله � .

اتم : په شفا کښي ذکر سويدي چي د خراسان په ځينو ښارو کي يو کوچنئ و زيږيدئ چي پر يوه بغل باندي يې � لا إله إلاالله � ليکل سوئ ؤ او پر بل بغل باندي يې � محمد رسول الله � ليکل سوئ ؤ .
نهم : رافعي په � روض الرياحين � کښي ذکر کړيدي چي د هند په بعضي ښارو کښي يوه ميوه داره درخته ده چي پوستکئ لري ، کله چي دغه پوستکئ مات کړ سي نو يوه پېچله سوې شنه پاڼه پکښي پرته وي چي په واضح کتابت سره باندي ليکلي وي :

لآ إله إلا الـــــــــاـــــــــه محـــــمـــــد رسول الله
او خلګ په دغه درخته باندي تبرک حاصلوي .

لسم : أبو يعقوب صياد فرمايلي دي چي د � اُبلّې � په نهر کښي کښي مي د ماهيانو ښکار کاوئ ، نو مي داسي يو ماهئ ونيوئ چي پر راسته طرف يې � لااله إلاالله � ليکلئ ؤ او پر چپه طرف يې � محمد رسول الله � ليکلئ ؤ ، نو کله چي دغه ليکنه ما وليدله نو دغه ماهئ مي بيرته و اوبو ته پريښودئ .
يولسم : په سنة ۸۰۹ کښي د انار يوه دانه پيدا سوه چي په تور رنګ د محمد نوم باندي ليکلئ ؤ .
دوولسم : ابن طغربِک په � نطق المفهوم � کښي له ځينو علماؤ څخه روايت کړئ دئ چي په يوه جزېره کښي يوه غټه درخته ده چي ډيري پاڼي لري او ډېره خوشبويه ده ، ددغي درختي پر پاڼو باندي په ډير واضح کتابت سره په سره رنګ ( يعني په فطري ډول ) درې ليکي خط ليکل سوئ دئ ، اوله ليکه يې � لآإله إلاالله � ده ، دوهمه ليکه يې � محمدرسول الله � ده ، دريمه ليکه يې � إن الدين عندالله الإسلام � ده .
( کذا في الأنوار المحمديه من المواهب اللدنية و غيره ) .
والسلام نور بيا . . .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery