مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول اوميلادالنبي

بسمه تعالی ! !
اللهم صل علی محمد النبي الأمي و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
محترمومسلمانانو ! په دې برخه کښي داسلام دپيغمبر د تولد اود زوکړي په اړه ديهوديانوپيشګويې ګاني اودده مبارک له زوکړي سره سم وخلګوته ددوۍ له خوا ددې اظهارات کول چي داخيري پيغمبر تولداوزوکړه وسوه بيان درته کوم .
( ۱ ) : ابن سعد ، أبونعيم او ابن عساکر له أبي نمله څخه روايت کړئ دئ چي ده فرمايلي دي چي د بني قريظه يهودو به د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) بيان پخپلو کتابو کي ددرس او د تعلم په شکل لوستئ او دارنګه بې و خپلو ماشومانو ته دده مبارک په باره کښي تعليم ورکاوه او دده صفتونه بې ورايزده کول او دده مبارک د نومو په باب بې درس ورکاوه او دا بې ويل چي هجرت دده به و موږ ته او مدينې منوري ته کيږي ، خو کله چي د إسلام پيغمبر و دوۍ ته ښکاره سو او دوۍ د سر په سترګو وليدئ نو له ده مبارک سره يې حسد او کين شروع کړ او بغاوت يې وکړ او دده مبارک له رسالت څخه منکر سول .
( ۲ ) : همدارنګه ابن سعد او أبو نعيم له إبن عباس څخه روايت کړئ دئ چي د � قريظه ، نضير، فدک او خيبر � يهودانو ټولو د إسلام پيغمبر ړومبئ له دې څخه لا پيژندئ چي دَی مبارک مبعوث کيدئ ، او دا هم ورته معلومه وه چي دَی مبارک به و مدينې منوري ته په هجرت راځي ، بيا کله چي دَی مبارک وزيږيدئ نو د يهودو ټولو علماؤ وويل چي په نن شپه کي أحمد ( يعني اخيري نبي ) و زيږيدئ ، او د هغه معلومات له مخي چي دوۍ د علمِ نجوم له لاري درلودئ پر دغه خبره باندي يې و خلګو ته دا دليل پيش کړ چي نن شپه هغه ستورئ راختلئ دئ کوم چي د اخيري پيغمبر د تولد په مناسبت و موږ ته له پخوا معلومات ؤ چي دغه ستورئ به راخيږي ، بيا چي کله د إسلام پيغمبر په نبوت مشرف کړ سو نو د يهودو علماؤ دده له نبي کيدلو څخه هم و خلګو ته اطلاع ورکړه ( إنتهی مع توضيح و إختصار ) .

تنبيه :
محترمو مسلمانانو ! يو قسم ډير تک سور ستورئ دئ ، چي په يهودو کښي دا خبره مشهوره وه چي دغه ستورئ هغه وخت په اسمان کښي ښکاره کيږي چي يا د يوه نبي تولد وکړ سي او يا په نبوت سره مشر کړسي ، د إسلام د پيغمبر د تولد په شپه هم دغه ستورئ د يهودو علماؤ وليدئ او دده مبارک له نبي کيدو سره سم يې هم دغه ستورئ وليدئ ، نو ځکه دوۍ و خلګو ته وويل چي دغه ستورئ خو د يوه نبي د تولد يا د هغه د نبي کيدو په مناسبت ښکاره کيږي او نبي خو له أحمد څخه پرته بل هيڅوک پاته ندئ ، نو معلومه ده چي دَی مبارک زيږيدلئ دئ يا نبي سوئ دئ .
( کذا أخرج أبو نعيم من طريق أبو سعيد الخدري في حديث طويل مع وضاحة ) .
( ۳ ) : همدارنګه ابن عساکر او أبو نعيم له حضرت أبوهريره څخه روايت کړئ دئ چي کله چي � بخت نصر � پر بني اسرائيلو باندي حمله وکړه او دوۍ يې تار پتار کړل نو ځيني يهود چي د هارون له اولادې څخه وو و � يسرب � ته راغلل کوم چي د مدينې منورې پخوانئ نوم دئ او دغه راتګ يې په دې سبب ؤ چي دوۍ ته دا معلومه وه چي اخيري نبي به و دغه ځائ ته په هجرت راځي ، او دوۍ به و خپلو اولادو ته د نبي ( عليه الصلوة والسلام ) په باره کښي توصيې کولې او په دې باب بې ډير تاکيد ورته کاوه چي هر وخت که دغه نبي تاسي وليدئ نو مکمل متابعت او فرمانبرداري بې کوۍ .
( ۴ ) : همدارنګه له حضرت کعب او وهب منبه څخه روايت دئ چي دوۍ دواړو مبارکانو فرمايلي دي چي �بخت نصر� يو وخت يو داسي شانداره او د عظمت والا خوب وليدئ چي دَی يې په ډيره ويره کي واقع کړ ، بيا کله چي له خوب څخه رابيدار سو نو خوب ورڅخه هير سو (يعني دونه قدر خو يې پياد ؤ چي ما يو ډير د عظمت والا خوب وليدي ، خو تفصيل د خوب ورڅخه هير سو ) نو يې خپل ټول کاهنان او ساحران سره راجمع کړل او د خپل تشويش او دخوب د ليدلو ذکر يې ورته وکړ او له دوۍ څخه يې وغوښتل چي ماته ځما د خوب معنی راکړۍ !
کاهنانو او ساحرانو ورته وويل چي ته ستا خوب و موږ ته بيان کړه نو به موږ و تاته د هغه معنی درکړو ؟
ده ورته وويل چي خوب خو راڅخه هير سوئ دئ ، هغوۍ ورته وويل چي بيا خو نو موږ ددې قدرت نلرو چي تعبير يې درکړو ، بيا بخت نصر حضرت دانيال (عليه السلام ) کوم چي په اسيرانو کښي د يهودو يې دَی مبارک هم راوستلئ ؤ و خپل حضورته راوباله ، نو حضرت دانيال و ده ته دده ليدل سوئ خوب توري په توري ورپياد کړ ، په دې ډول چي و بخت نصر ته يې وويل چي تا په خوب کي يو لوۍ بت وليدئ چي دواړي پښې يې په ځمکه کښي وي او سر يې په اسمان کښي ؤ ، او ددغه بت لوړه حصه د سرو زرو وه او مابين يې د سپينو زرو ؤ او لاندي حصه يې تر ځنګنو پوري دژيړو يا د پتلو وه او لينګي يې د وسپنو وه او دواړي پښې يې د کودريو وې ، نو په دې منځ کښي چي تا په خوب کښي و دغه بت ته کتل په داسي حال کښي چي ددغه بت حسن او محکم صنعت ته په تعجب کښي اچولئ وې نو الله ( جل جلاله ) د اسمان له طرفه دغه بت پر ککرۍ باندي په يوه ډبره وويشتئ او داسي يې ميده کړ لکه غنم چي تر ژرنده راووزي ، نو ددغه بت سره او سپين زر او ژړ او کودري ټول سره ګډ سول تر داسي اندازې پوري چي تاته په خٍيال کښي دا خبره دروګرځيدله چي که ټول انسانان او پيرانان سره اټول سي ددې دپاره چي دغه سره زر او سپين زر او دغه ژړ او اوسپينه او کودري سره جلا کړي نو ددغه کار قدرت به ونلري ، او دارنګه تا په خوب کښي ودغي ډبري ته وکتل کومه چي د اسمان له طرفه دغه بت په وويشتل سو نو ودي ليدل چي دغه ډبره وار په وار ، دقيقه په دقيقه غټيږي او سره ځي تر داسي حده پوري چي دغي ډبري ټول مخ د مځکي ونيوئ ، نو تاچي وکتل بل شئ په نظر نه درتلئ ماسوی له اسمانه او له دغي ډبري .
بخت نصر و حضرت دانيال ته وويل چي بېشکه همدغه ډول خوب مي وليدئ ، بيا يې ورته وويل چي نو ددغه خوب تاويل او معنی څه ده ؟
نو حضرت دانيال ورته وويل چي کوم بُت چي تا په خوب کښي وليدئ نو هغه عبارت دئ د دنيا له مختلفو ډلو او امتو څخه چي له ابتدا څخه د زمانې يې واخلې بيا تر اخيره پوري ، او کومه ډبره چي تا په خوب کښي وليدله نو هغه عبارت د ئ د الله تعالی له دين څخه چي په اخير د زمانې کښي به الله ( جل جلاله ) ټول امتونه په وولي په دې ډول چي الله پاک به له عربو څخه نبي أمي مبعوث وګرځوي او دده دين به پر ټولو اديانو باندي غالبه سي او ټول مخ د مځکي به ونيسي لکه څنګه چي تا دغه ډبره په خوب کښي وليدله چي مخ د مځکي يې ټول ونيوئ .
( کذافي الخصائص الکبری للسيوطي ) .
( ۵ ) : همدارنګه بيهقي او أبو نعيم له علي ازدي څخه روايت کړئ دئ چي يهودو به ( يعني په هميشه ډول ) داسي دعا کوله : � اللهم ابعث لنا هذا النبي يَحکُمُ بيننا و بينَ الناس � يعني اې الله ! مبعوث کړه وموږ ته دغه نبي ( يعني کوم چي تا يې وعده په تورات کښي راسره کړېده چي حضرت محمد [ صلی الله عليه وسلم ] دئ ) چي حکم او فيصله وکړي ځموږ او د نورو خلګو په منځ کښي .
( ۶ ) : همدارنګه حاکم او بيهقي له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي د خيبر د يهودو او د � غطفان � د قبېلې سره جنګ سو بيا په جنګ کښي د خيبر يهود له شکست سره مخامخ سول ، نو دوۍ په دغه دعا سره له الله پاک څخه نصرت او امداد وغوښتئ : � اللهم إنا نسألکَ بحق محمد النبي الأمي الذي وعدتنا أن تخرجه لنا في آخرالزمان إلا نصرتناعليهم � بيا ددغه دعا په برکت دوۍ د غطفان پر قبيله باندي غالبه سول ، بيا چي کله د إسلام پيغمبر مبعوث سو نو دوۍ کفر غوره کړ ، نو الله ( جل جلاله ) دغه مبارک آيت نازل کړ : � و کانو من قبلُ يستفتحون ...الی اخر الآية � .

والسلام
نور بيا . . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery