مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول او وفات النبي لړۍ

بسمه تعالی ! !
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
قدرمنو مسلمانانو ! د إسلامي قافلې د سالار حضرت رسول أکرم محمد ( صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ) د ميلاد او دده مبارک له تولد سره مقارن يا دمخه يا وروسته ، د عجائباتو او د خارق العادته واقعاتو په باب ( انشآءالله ) ما وتاسي ته په زړه پوري او کافي معلوماتونه درکړل ، اوس د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د وفات او له دنيا څخه د رحلت په اړه معلومات درکوم ، خو البته په دغه اوله برخه کښي د تمهيد په ډول د يوه مطلب بيانول غواړم .

محترمو ! داخبره وهر چا ته په واضح او په متيقن ډول څرګنده ده چي دنيا او د دنيا هر څه بقآء او وفا نلري ، که خوشالي وي او که غم ، که راحت وي او که مصيبت ، که غنا او دولت وي او که مسکنت ، که ګدايي وي او که بادشاهي ، که نامتووالئ وي او که ګمنامي ، که صحت وي او که مرض هر څه چي وي اخير ختميدونکئ دئ .

نظـــــــــــــم :
کنج امان نيست درين خاکدان
مغز وفا نيست درين استخوان
آنچه درين مآئدء خرګه ايست
کاسهء آلوده و دستِ تهيست
هر که ازو خورد دهانش بدوخت
وانکه ازو ګفت زبانش بسوخت
ګل ددې جهان د اغزو ملګرئ دئ ، خزانې ددې جهان له رنج او زحمت سره پيوسته دي ، راحت ددې دنيا د زحمت ملګرئ دئ ، خوشحالي يې مصاحبه د غم ده ، مسرت يې له مضرت سره ګډ دئ ، مهرباني يې له قهر سره پيوسته ده ، ترياق يې بې زهرو نسته ، اخلاص يې بې نفاقه نسته ، وصال يې له افتراق سره تړلئ دئ ، وفا يې له بې وفايي سره مخلوطه ده ، قوت يې له زور او عاجزي سره همخانه دئ .

نظــــــــــــم :
جهانرا هر ګلي بر نوک خار يست
خرابــي از پي هر نوبــــهار يست

وصال غنچه بې خار جفا نيست
چراغ لالـــه بې بادِ فنـــــا نيست

جهان ګر ګنچ دارد مار با اوست
و خَرما نـــــمايد خـــار با او ست

ګر از وَی لطف جويي قهر يابي
و ګر ترياق خــواهي زهر يابي

هر سحرګاه د الله ( جل جلاله ) د قضا او د قدر کارکونکي پر ټول مخلوق باندي داسي د وير او د درد ږغونه کوي چي :
کل مخــلوق سيـــموت
يعني هر مخلوق ژرده چي مړ به سي .

هر سهار د الهــــي دربار داعيان داسي له مشقت او ارمان څخه ډک اواز و مخلوق ته کوي چي :
أنتم و کل مـــرزوق ســيفوت

يعني تاسي او ټول مخلوقات ژرده چي فوت به کړه سۍ !
هو ! کوم مجلس دئ چي د � لقد تقطعَ بينکم � د مضمون مصداق دي نه وي ګرځيدلئ !!!
کوم دوه ياران دي چي اخير دي اواز د � هذا فراق بيني و بينک � نه وي اوريدلئ !!!
کومي سترګي دي چي د � کل شئ هــــالکٌ � په ترخو رانجو دي نه وي توري سوي !!!
او کومي ککرۍ دي چي د � کل مَن عليهـــا فانٍ � هيبتناک ګرد او غبار دي پر دوۍ باندي نه وي پاشل سوئ !!!

که خاقانان دي که أميران دي ، که سلاطين دي او که وزيران او منشيان دي ، دارنګه که غني دئ که فقير ، که صغير دئ که کبير ، که ځوان دئ که سپين ږيرئ ، که عالم دئ که جاهل ، هوښيار او قوي دئ او که سفيه او ضعيف دئ ، وضيع او شريف دئ او که موحد او ملحد دئ ، مُقر او جاحد دئ او که فاسق او زاهد دئ او که کاهل او جاهِد دئ ، هر يوه پخپل نوبت سره د مرګ سړې او تودې تيري کړي او تيروي يې .

بيـــــت :
دربارګاه حشر چي سلطان چي بينوا
بر آستان مرګ چي دربان چي بادشاه

محترمو وروڼو ! که په دنيا کښي يو چا بقا درلودلائ نو رسولان او نبيان به په دنيا کښي پاته وائ ، بيا بالخصوص د الله (جل جلاله ) تر ټولو ډير نازولئ رسول حضرت محــــــــمد ( صلی الله عليه وسلم ) چي الله پاک عرش او فرش او تمامه دنيا دده په توسط پيدا کړېده ، خو مګر و ده ته هم له پخوا لا له الـــهـــي لوري څخه په قرآن کريم کښي دا اطلاع ورکړه سوې وه چي :
إنکَ ميتٌ و إنهــم ميتون
او داسي ورته فرمايل سوي وو چي : � و مَا جعلنا لِبشرٍ مِن قبلِکَ الخُلدَ أ فإن متَّ فهم الخالدون � .
او دارنګه الله تعالی له الهي دربار څخه په قرآنکريم کښي پر ټولو خلګو باندي دا ږغ کړئ دئ چي : � قل يتوفکم ملک الموت الذي وُکلَ بکم � .

رباعـــــي :
ګيرد قرار در رحمِ خاک عاقبت
هر نطفهء که آمده ، از آدم است

کاخ فلک پر است ز ذکر ګذشتګان
ليکن کسي که ګوش کند اين صدا کم است


شعر :
و لو کان انسانٌ يدومُ بقآئه
لما مات خيرالمرسلين محمد

انديشه زمرګ مصطفی بايد کرد
شادي و طرب جمله رها بايد کرد
چون سيد هردو کون جاويد نمايد
مارا طمع خام چرا بايد کرد
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery