د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې
مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان څوارلسم ه برخه پرلپسې......(۳۸-۳۷)
او زمونږ د ټولو موخې دادي چې د خداېج او د هغې د رسول ص د نظام پولي تر لرې لرې
پورې و غځوو او هیواد ددې صلیبي فتنې څخه د تل له پاره پاک کړو .(سلطان ایوبي)
مسلمان جنرالان د ص� �یبي جاسوسي شبکې په لومو کې :
دوېمه میرمن.......(۱)
دقاهرې د ښار څخه دوه نیم میله لرې پرته دښته ،چې له یواړخه د شګلوړه غونډیو اود
نورو درېو اړخونو څخه ان تر افق پورې شګو پوخلی وه ، د انسانانو د سمندر لاندې ډوبه
پرته وه. دا د سلونو زره انسانانو هجوم و، په دوې کې اوښ سپاره هم و او آسپ سپاره
هم ، یو زیات شمیر خلک په خرو هم سپاره راغلي ول ، خو د هغو خلکو شمیره تر ټولو
ډیره وه چې هیڅ سپرلۍ یې نه درلوده . دغه بې شمیره هجوم د څلورو پنځو ورځو څ خه را
په دیخوا دې دښته کې را ټولویده ، د خلکو ګڼې ګوڼې د قاهرې د بازارونو ښایسته والې
نور هم ور زیات کړې و . سرایونه ټول دخلکو ډک و. دا خلک د لرې لرې ځایو څخه د سرکار
ددې اعلان نه وروسته راغلي و چې ویل یې ، پنځه شپږ و� �ځې وروسته به دهمدې شګلوړه
دښتې په څنډو کې د مصري فوځ د آسونو د ځغاستې ، د آسونو او د اوښانو د سپرو د غشو د
ویشتولو مقابلې تر سره کیږي او نور زیات شمیر جنګي کمالونو به ښوول کیږي . ډنډوره
چي دا اعلان هم کوه چې هغه شمیر غیر فوځې خلک هم په دې مظاهرو کې ګډون کولاې شي چې
په توري وهلو ، د آس په ځغلولو اود غشي په ویشتلو کي د مقابلې توان ولري .
دا اعلان د صلاح الدین ایوبي له اړخه کیده ، هغه ددې اعلان څخه دوه موخې درلودې یو
داچې خلکو ته په فوځ کې د استخدام کیدو په لور رغبت ورکړي اوبل دا چې ،هغه خلک چې
له فوځې اړخه س� �طان کمزورې ګڼي دهغوې شکوک له منځه ولاړ شي . کله چې سلطان ته د
اخبر ور ورسید چې خلک شپږ ورځې دمخه د سیل او نندارې ځاې ته را رسیدلي نو زیات
خوشحاله شو . خو علي بن سفیان اندیښمن بریښیده ، هغه سلطان ته هم دخپلو اندیښنو په
هکله ویلي و . س� �طان په ډیره خوښۍ هغه ته ویلي و « چې که چیرې د سیلانیانو شمیره
تر یو لک کسانو پورې ورسیږي نو مونږ به ددې جوګه شو چې دهغوې له م نځه پنځه زره زړه
ور عسکر تر لاسه کړو .»
«درونده امیره !»علي بن سفیان ورته وویل « زه د سیلانیانو هجوم د یو بلې زاویې څخه
هم وینم ،زما د آند په مطابق که دا هجوم تر یو لک کسانو هم ورسیږې نو په هغوې کې به
حتماً زر کسه جاسوسان راننوتې وي د کلو او بانډو څخه ښځې هم راروانې دي چې ډیرې یې
سوډانیانې دي ، دهغوې د زیاتو رنګ دومره سپینوالې لري چې عیسایې ښځې په کې په اسانۍ
سره ځانونه پټولاې شي .»
«زه ستا په دې ستونزې باندې ښه پو هیږم علي !» سلطان ورته وویل« خو ته پوهیږې چې ما
ددې میلې اوسیل انتظام د څه له پاره کړې ؟ ته به خپله شبکه نوره هم زیرکه ، هوښیاره
او فعاله کړې .»
«زه ددې میلې په هکله خوښ یم » علي بن سفیان ورته وویل « دا میله ډیره زیاته اړینه
وه ، ما خپله اندیښنه ستا د اندیښنو د زیاتولو په خاطر تاته نه ده ویلې ، یواځې دا
خبر مې درکړې چې دا میله دخپله ځانه سره دا ډول ګواښونه هم لري . په قاهرې کې موقتي
قحبه ځایونه جوړ شوي چې ټوله شپه د نندارچیانو څخه ډک وي . د نندارچیانو او
سیلانیانو ډیرو یې د ښهر څخه دباندې خیمې درولي دي . زما شبکې ماته خبر راوړې دې چې
په دوې کې د جوارګرو او عصمت پلورونکو خیمې هم شتون لري . سبا د میلې ورځ ده ، خو
نڅونکو او سندرغاړو د همدا اوسه د نندار چیانو � �تمنۍ لوټ کړي دي ،»
«کله چې میله پاې ته ورسیږي نو دا ناپاکي او غلاظت به هم د هجوم سره یو ځاې له منځه
ولاړ شي » سلطان ورته وویل « زه اوس نه غواړم په دوې باندې بندیز و لګوم ، دمصر
دخلکو اخلاقي حالت ډیر خراب دې ، جوارې او عصمت پلو� �نه په یوه یا دوه ورځو کې له
منځه نه شي تللاې ، اوس هم ماته د لا زیاتو نندارچیانو او سیلانیانو اړتیا ده . زه
باید فوځ تیار کړم او علي ! ته پوهیږې ، چې مونږ ته د ډیر زیات فوځ اړتیا ده ، او
ما د فوځې مشرانو په غونډه کې ددې خبرې پو� �ه سپینوالې هم کړې دې .»
«ما ونه شو کولاې تا د هغې سپینوالې څخه منه کړم ، درونده امیره !» علي بن سفیان
ورته وویل « زما استخباراتې سترګو ویل چې په هغو مشرانو کې تر نیمایې ډیر زمونږ
خواخوږی او وفاداره نه وو ، ته ډیر ښه پو هیږې چي په هغې ډله کې څه داسې هم و چې نه
غواړي تا په دې مقام او ځاې کې وویني ، اوپاته نور هم د سوډانیانو پخواني دوستان
اوملګري دي ، ما دهغوې د هر یوه تر شا دخپلې شبکې یو یو کس مؤظف کړې دې ، او زما
خلک ما ته دهغوې د کړوړو او کړ چار په هکله وخت په وخت خبر راکوي .»
«ایا د کوم یوه په هکله تر اوسه کومه خطرناکه خب� �ه را رسیدلې ده؟ » سلطان ایوبي
ترې و پوښتل .
«نه » علي بن سفیان ځواب ورکړ ، « یواځې دا یوه خبره ده چې دغې خلکو خپلې رتبي او
حیثیتونه له یاده ویستلي او د شپې هغه مشکوکو خیمو او ځایو ته ورځې چې موقتي قحبه
ځایونه او نڅاځایونه ګرځیدلي دي . تر اوسه پورې ددوې د ډلې څخه دوو کسانو هغه
نڅونکی نجونی خپلو کورونو ته هم ور بل� �ې دي.... ددې څخه اخوا زما ذهن د هغه
بادباني کشتیو په شاوخوا کې را څرخیږي چې لس ورځې مخته د روم د بحیرې په ساحل کي تر
سترګو شوې وې .»
« ایا په هغوې کې څه خاص خبره وه ؟» سلطان ایوبي ترې و پو ښتل .
تر هغه وخته پورې د روم د بحیرې څ خه فوځ بیرته را ستون شوې و، خو په پټو او
ځانګړیو ځایو کې دوه دوه کسان هملته په ساحل باندې د پهرې له پاره ګمارل شوي و، علي
بن سفیان د ماهې نیونکو او کوچیانو په کالیو کې په ساحل باندې د استخباراتو د شبکې
څو کسان ټاکلي و ، هغه دا کار په دې خاطر کړې و چې صلیبیان په ناڅاپي توګه یرغل و
نه کړي او بل دا چې ددې لارې د صلیبیانو جاسوسان را دا خل نشي . خو د ساحل غاړه
ډیره اوږده او پراخه وه ، په ځاې ځاې غونډۍ او لوړې ژورې هم وې . په دې اساس ټول
ساحل په یوه وخت کې تر څارنې لاندې نه شو راتللاې . لس ورځې تیرې شوې وې چې دهغه
ځایه څخه ، چیرې چې سمندر د غونډیو تر منځ را ننوځې ، دوه بادباني کشتۍ دوتلو په
حال کې کتل شوي دي . داسې بریښي چي هغوې د � �پې هلته راغلې وې .
د هغوې د بیرته تګ په کتلو سره د سلطان دوه سپاهیانو خپل اسونه د هماغه ځاې په لور
ور ورځغلول ، خو څه یې تر لاسه نه شو کړاې، هلته د انسان بوي هم نه احساسیده ، او
کشتۍ هم په سمندر کې تر لرې لرې پورې تللې وې ، د کشتیو د بادبانو د جوړښت څخه
څرګندیده چې دا د مصر د ماهې نیونکو کشتۍ نه دي ،او د سمندر د هغې لورې دلته راغلي
دي . سپاره لږ څه اخوا دیخوا په دښته کې و ګرځیدل خو هیڅ یې په سترګو نه شول . هغوې
قاهرې ته خبر ورکړې و چې د ساحل تر څنګ دوه � �کمنې کشتۍ تر سترګو شوې دې، د علي بن
سفیان له پاره دا شوني نه وه چې په شګ� �وړه ځمکه کې دا ومومي چې د کشتیوڅخه څوک او
یا څه را ښکته کړل شوي دي . ځکه هغه ته د خبر په ورسیدو هم درې ورځې تیرې شوې وې .
علي بن سفیان د سلطان ایوبي ددې پو ښتنې ځواب چې په هغې کشتیو کې کومه ځانګړې خبره
وه ، دا سپیناوې وکړ او ویې ویل « مونږ د یوې یوینمي میاشتې راهیسي د میلې اعلانونه
پیل کړي دې ، په دومره موده کې خو د اروپا مرکز ته هم خبر ور رسیږي او دهغه ځایه
څخه جاسوسان را تللې شي ، زه تر ډیره ځایه پورې شکمن یم چې د نندارچیانو سره به
صلیبی جاسوسان هم میلې ته راغلي وي ، په قاهر کې اوس نجوني په موقتي توګه نه بلکه
په تل پاتې توګه پلورل کیږي . سلطان دا درک کولاې شي چې دهغوې را نیونکي خلک د
معمولي حثیثت خاوندان نه دي ، بلکه په دغه را نیونکو کې د قاهرې تاجران ، زمونږ د
انتظامی یوشمیر غړي او د فوځ لوړپوړي مشران هم ګډون لري . په پلورونکو نجونوکې به
په ډاډمنه توګه د صلیبیانو دجاسوسي شبکې روزل شوې نجونې هم ورګډې وي .»
سلطان ایوبي په دغه اط� �اعاتو باندې څه اندیښنه و نه ښووله ، د روم په بحیره کې
صلیبیانو ته د ماتې د ورکولو څخه نژدې یو کال تیریده ، علي بن سفیان د سمندر هغې
لورې ته هم دجاسوسې شبکې جال غوړولې و. خو ډیر باو� �ي نه بریښیده ، دلته قاهرې ته
په همدې وختو کې خبر رارسیدلې و چې صلیبیانو په مصر کې د جاسوسۍ او تخریب کارۍ له
پاره خپل روزل شوې وګړي ګمارلي دي ،مګر تر اوسه پورې دا نه وه � �اګیزه شوې چې د
مصر په اړوند هغوې څه پلانونه لري ، د بغداد او دمشق نه په راغلو اطلاعاتو کې ویل
کیده چې صلیبیان به ډیر فشار هملته راوړې . ځکه هغوې لا د پخوا څ خه په سوریه «شام
» کې مسلمان امرأ او رئیسان په شرابو کې ډوب کړي و ، خو د سلطان زنګې په شتون کې
صلیبیانو تر اوسه پورې هلته د نیغ په نیغه د ټکر کولو همت نه شو کولاې. خوکله چې
صلاح الدین ایوبي دهغوې ستره جنګې بیړۍ د روم په بحیره کې د ټول فوځ س� �ه یوځاې
غرقه کړه نو تر څنګ یې عربو هم د سلطان زنګې په مشرۍ د صلیبیانو په هیواد یرغل
وروست او د هغوې څخه یې جزیه واخسته او سولې ته یې مجبور کړل. په دې جنګ کې زیات
شمیر صلیبیان د سلطان زنګې په ولکه کې د بندیانو په څیر راغلي و ، چې په دې ډله کې
دهغوې یو شمیر سالاران او لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو. سلطان زنګې دا بندیان له
ځانه سره وساتل ، ځکه چې صلیبیانو د مسلمانانو جنګي بندیان شهیدا ن کړې و. ددې نه
اخوا صلیبیان په وعده باندې هم نه دریدل او تل به یې وعدې ماتولې.
د میلې څخه یوه ورځ دمخه علي بن سفیان ، سلطان ایوبي د عیسایي جاسوسانودنفوذ د خطر
څخه خبر کړې و . هغه ورته وویل « درونده امیره ! زه د جاسوسانو څخه ویره نه لرم .
په حقیقت مونږ ته ګواښ د خپلو کلیمه ویونکو ورونو څخه دې چې غواړي د کفارو دغه تر
ځمکې لاندې عملیات بریا ته ورسوي . که چیرې دهغوي ایمان کلک وي نو بیا خو د
صلیبیانو د جاسوسانو ټول لښکر هم پر مونږ نه شي بریالې کیداې . دمیلې د نندارچیانو
تر منځ چې کومې نڅونکي نجوني تر سترګو کیږي دا ټولې دصلیبیانو د جال لومې دې چې دیو
شمیر بې ایمانه مسلمانانو د رانیولو له پاره یې خپرې کړې خو بیا هم زمونږ شبکې ټولې
فعاله او شپه او ورځ د خپلو اطلاعاتوپه راټولو کې مشغولې دي.»
که څه هم سلطان ایوبي په دې ډاډمن و چې له هغه اړخه سلطان زنګې د اسلامې امت ساتنه
کوي خو بیا یې هم د خپل فوځ جوړښت ته دوام ورکړ تر څو د صلیبي ځواکونو څخه دفلسطین
سیمه بیرته واخلي ، او تر څنګ یې د عربو ځمکه د کفارو د شر څخه د تل له پاره و
ژغوري. همدا � �از هغه غوښتل د مصر دفاعی سیستم نور هم ورکلک کړي ،خو هغه ته په یوه
ځل دحملې کولو او دفاع کولو دواړو له پاره د ډیر زیات فوځ اړتیا وه . په مصر کې په
فوځ کې دخلکو د را ننوت� �و او د فوځي خدمت له پاره د خلکو استخدام کولو پروسه
(Process )د سلطان له آنده ډیره کمزورې وه . ددې یو علت دا هم کیداې شو چې د
سوډانیانو فوځ له منځه تللې و او دهغې پاته شونو قومندانانو او منصبدارانو په کلیو
او بانډو کې د سلطان پر خلاف سخت منفې تبلیغات پیل کړي و . ددې فوځ ډیر کم
شمیرچارواکو د سلطان سره د وفادارئ تړون کړې و او بی� �ته په فوځ کې شامل شوي و .
سلطان ایوبي و توانید چې دغه لږه شمیره مصری فوځیان او د سلطان زنګې له اړخه رالیږل
شوې فوځیان، ټول سره د یوه منظم فوځ په شکل کې راټول کړي . د مصر خلکو تر اوسه پورې
دا فوځ نه و کتلې ، او نه یې سلطان ایوبي لیدلې و. سلطان ایوبي ددې میلې د اعلان
سره سم خپلو فوځي او نورو لاس لاندې قومندانانو ته لارښوونه کړې وه چې هغوې دې دبهر
څخه د راغلو میلمنو سره وویني ، او د میني او محبت له لارې دې دهغوې باور تر لاسه
کړي اوهغوې ته دې دا ډاګیزه کړي چې دا هر څه ددوې خپل دي او زمونږ د ټولو موخې دادي
چې د خداېج او د هغې د رسول ص د نظام پولي تر � �رې لرې پورې و غځوو او هیواد ددې
صلیبي فتنې څخه د تل له پاره پاک کړو .
د میلې څخه یوه ورځ دمخه علي بن سفیان ، سلطان ایوبي د عیسایي جاسوسانودنفوذ د خطر
څخه خبر کړې و . هغه ورته وویل « درونده امیره ! زه د جاسوسانو څخه ویره نه لرم .
په حقیقت مونږ ته ګواښ د خپلو کلیمه ویونکو ورونو څخه دې چې غواړي د کفارو دغه تر
ځمکې � �اندې عملیات بریا ته ورسوي . که چیرې دهغوي ایمان کلک وي نو بیا خو د
صلیبیانو د جاسوسانو ټول لښکر هم پر مونږ نه شي بریالې کیداې . دمیلې د نندارچیانو
تر منځ چې کومې نڅونکي نجوني تر سترګو کیږي دا ټولې دصلیبیانو د جال لومې دې چې دیو
شمیر بې ایمانه مسلم انانو د رانیولو له پاره یې خپرې کړې خو بیا هم زمونږ شبکې
ټولې فعاله او شپه او ورځ د خپلو اطلاعاتوپه راټولو کې مشغولې دي.»
«خپلو کسانو ته ووایاست چې هیڅ یو جاسوس و نه وژني ،»سلطان ایوبي ورته وویل ،«ژوندي
یې را ونیسئ، ځکه جاسوس د دښمن سترګې او غوږونه وي ، خو مونږ ته ژبه ده . هغوې تاسې
ته د هغوخلکو رازونه وایې چې دلته یې را استولي دي»
*****(۳۷)
دمیلې سهار را وخوت ،هغه میدان ډیر پراخه او خپور و، د میدان په درې واړو اړخونو کې
دنندارچیانو هجوم و. خو هغې لورې ته چې د شګو غونډۍ پرتې وې چاته د تللو اجازه نه
وه ، د جنګ ډول ووهل شو او د آسونو د پښو اوازونه داسې را پورته شول لکه ستر سیلاب
چې را روان وي ، ګرد او دوړي د اسمان په لور ختلې ، دا د دوه زرو څخه د زیاتو
سپاهیانو � �سونه و ، لمړې آس سپور میدان ته را ننوت ، دا په خپله صلاح الدین ایوبي
و . دهغه دواړو خواو ته بیرغچیان و . وروسته ورپسې دسپرو ډله را � �وانه وه ، په
آسونو باندې ګلداره څادرونه غړول شوي و . د هر سپور په لاسو کې ب� �چه وه ، د هرې
برچې په څرکیدونکې څوکي د رنګینو ټوټو یو کوچنۍ جنډه را ځړیده ، د هر سپور په ملا
باندې یوه توره را ځړول شوې وه ، آسونه په ډیرې دبدبې سره را روان ول، دسپرو غاړې
پورته او سینې یې خپرې وې ، دهغوې پر مخونو باندې یو جلالي اغیز و ، داسې معلومیدل
چې دوې د نندارچیانو د هجوم څخه پورته او اعلي و ستر نور خلک دي ، دهغوې دغه شان او
شوکت د نندار چیانو تر منځ چپتیا او دفوځي ډلې رعب را پیدا کړ.
نندارچیان د نیمې دایرې په شکل کې ودریدل ، دهغوې شاته نور نندارچیان په خپلو �
�سونو سپاره ناست و او بیا د هغوې تر شا اوښ سپاره نندار چیان ول ، ان تردې چې په
یوه یوه آس او یوه یوه اوښ تر دوو او یا درې درې کسانو پورې ناست ول . ددوې تر مخه
په یوځاې کې شامیانې لګیدلې وې ، په دې ځاې کې چوکۍ ایښول شوې وې ، چې د ست� �و
رتبو خاوندان پرې ناست ول، په دې ناستو خلکو کې تاجران هم وواو دسلطان د حکومت
افسران او د ښار اوسیدونکې معزیزین هم . په دوې کې د قاهرې د مساجدو امامانو ته هم
دناستې ځاې ورکړل شوې و. امامان تر ټولو مخته ناست وو. ځکه چې سلطان ایوبي دمذهبي
مشرانو او علماؤ ډیر زیات احت� �ام او عزت کاوه . ان تردې چې دهغوې د اجازې پرته
کښیناسته هم نه . په دې ډله کې د سلطان هغه افسران هم ناست وول چې په انتظامیه کې و
خو اصل اړیکې یې د فوځ سره و. سلطان هغوې ته په ځانګړې توګه ویلي و چې ددې مشرانو
سره کښینې او دهغوې سره ددوستۍ اړیکې پیدا کړي ، په دې ډله کې «خادم الدین البرق »
نومې وګړې هم و. دا د علي بن سفیان نه وروسته دویم کس و چې دس� �طان ایوبي د پټو
پلانونو او دمملکت او فوځ د هر راز څخه خبرو. دهغه کار همداسې و او دهغه رتبه د
سالار په اندازه وه. د جنګ پلانونه او نقشې ټولې دهمغه سره وې ، دهغه عمر نژدې
څلویښت کاله پوره کیده . هغه د عربو د نارینتوب د ښایست او جلال یو پیکر و . هغه د
ځواکمن جسم خاوند او د روڼ مخ خاوند و.
د البرق سره یوه نجلۍ ناسته وه . ډیره زیاته ښکلې اوښایسته وه ، ځوانه هم وه .د
نجلۍ سره یو سړې هم ناست و چې عمر به یې شپیته کالو ته رسیده ، هغه د رنګ او لبا س
له اړخه یو ستر تاجر معلومیده ، البرق څو ځله دهغې نجلۍ په � �ور کتلي و، یوځل نجلۍ
هم دهغه په لورې وکتل او ورته مسکۍ شوه . بیا یې دهغه زوړ سړې په لور وکتل نو دهغې
مسکا له منځه ولاړه .
آسونه د نندارچیانو له مخه تیر شول او د اوښانو نوبت را ورسید ، اوښان یې هم د
آسونو په څیر په ګلداره څادرونو پو ښلي و.دهر سپور په لاسو کې یوه اوږده نیزه وه،
او دهرې نیزې د څوکي څخه لږ لاندې دوه رنګین بیرغونه را ځړول شوي و، په هوا کې ددې
بیرغونو رپیدل اوپړکیدل ډیر ښه بریښیدل اوټول نندارچیان یې ځانته متوجه کړي و . د
هر سپور په اوږو یو کم انو را ځوړنده وه او د اوښ په زین د پاسه د غشو رنګینی خلطي
پرتې وې . د سپَرو شان څه بل شان و ، د آس سپَرو په څیر اوښ سپرو هم مخ ته کتل ، ان
تر دې چې خپلې سترګې یې هم ښي یا کیڼ لورې ته نه اړولې را اړولې . دا اوښان د هماغه
اوښانو په څ یر وو چې یو شمیر نندارچیان پرې د نندارې له پاره ناست و . خودفوځې
روزنې ، فوځې چال اودفوځي سپَرو لاندې هغوې څه دبلې نړۍ اوښان معلومیده .
البرق په خپل څنګ کې ناستې نجلۍ ته یو ځل بیا وکتل ، اوس نو نجلۍ هم دهغې په سترګو
کې سترګې ور و ټومبلې ، دهغې په سترګو کې داسې جادو و چې البرق په خپل ځان کې هغه د
برق د ټکان غوندې محسوس کړ.
دنجلۍ په شونډو باندې د حیا او شرم خندا راښکاره شوه ، خو کله به یې چې په خپل څنګ
کې ناست بوډا ته وکتل نو خندابه یې په کرکې او نفرت بدله شوه. ا� �برق یوه ښځه هم
درلوده ، چې څلور اولادونه یې ترې پیدا شوي و . کیداې شې په دې وخت کې هغه خپله ښځه
له یاده ویستلې وي ، هغه د نجلۍ سره دومره نژدې ناست و چې دنجلۍ وریښمین نقاب به د
هوا دڅپو په واسطه دهغه په سینې لګیده ، هغه یو ځل دا نقاب په لاس باندې پورې واهه
، نو نجلۍ په شرمیدلې توګه ترې معذرت و غوښت ، البرق ورته و خندل خو په خوله یې څه
و نه ویل .
داوښانو پسې پیاده فوځ را روان و ، په هغوې کې د غشي ویشتونکو او تیغ وهونکو ډلې
شاملې وې ، دهغوې یو ډول تګ ، یو ډول وسله او یو ډول لباس په نندارچیانو همغه ډول
اغیز و کړ لکه څنګه چې دسلطان ایوبي راتګ هغوې تر خپل اغیز لاندې � �اوړي وو. د
سپاهیانو په مخونو باندې خوښي او ځلا وه ،او ډیر زیات ډاډه تر سترګو کیدل . دا ټول
فوځ نه و ، یواځې منتخب ټولي و. دهغوې شاته منجنیقونه و چې توانمنده آسونو راکشول،
د منجنیق دهر دلګي تر شا د آسونو ګاډۍ وې چې په کې سترې سترې تیږي ، یو ډول خټین
لوښي او نور اړوند شیان بار کړل شوې و، په دوې کې د تیلو په څیر کومه ماده هم ایښول
شوې وه چې د م نجنیقونو په واسطه غوځارول کیده . هر چیرې به چې دا لوښې غورځیده
هلته به په څو ټوټو باندې ویشل کیده او اور اخستونکې ماده به یې تر لرې لرې ځایو
پورې � �یندله ، او کله به چې اور لګونکي غشي ورورسیدل نو ټولو ځایو به اور اخسته .
دسلطان ایوبي په قیادت کې دغه سپاره او پیاده دلګي ، د نیمې دایرې په شکل کې ښکته
پورته شول او په ډیره ګړندۍ توګه د نندار چیانو له منځه تر لرې پورې ولاړل ، سلطان
ایوبي د لارې څخه بیرته راستون شو، د هغه د اس تر مخه د بیرغچیانو آسونه ، ښي ، کیڼ
او � �اته د ساتونکو آسونه او دهغوې وروسته د نائب سالارانو اسونه را روان وو . س�
�طان خپل آس و دراوه ، را ټوپ یې کړ او نندارچیانو ته یې په هوا کې د خپل لاس په
خوځولو سره سلام کاوه او شامیانې ته دکښیناستو له پاره ور ننوت. هلته ناست ټول خلک
پو� �ته شول ، سلطان ایوبی ټولو ته سلام وکړ او په خپل ځاې باندې کښیناست .
سپاره او پیاده د� �ګي ټول مخته ولاړل او د غونډیو شاته یې ځاې و نیو ،میدان خالي
شو ، یو آس سپور دخپل آس په ځغاسته هلته را ورسید ، دهغه په یو لاس کې د آس قیضه او
په بل لاس کې یې د اوښ رسۍ وه . اوښ هم د آس د منډې سره سم په منډه وهلو سره
ځغلیده. دم یدان په منځ کې آس سپور په خپل آس و درید ،او د آس قیضه یې پریښوده ، او
ټوپ یې کړ د اوښ په شا کښیناست . اوبیا یې دهغې څخه لاندې پر ځمکه ور ټوپ کړ.
څوقدمه یې د اوښ او � �س سره منډه ووهله اوبیا یې ورټوپ کړ او په آس سپور شو ، د آس
او اوښ په منډه کې هیڅ توپیر نه تر سترګو کیده . یو ځل بیا هغه دآس د شا څخه د اوښ
شا ته ور ټوپ کړ ، هغه ډیر مخته ولاړ او غائب شو.
خادم الدین البرق لږ څه ښي لورې ته ښکته شو دهغې دخولې او د نجلۍ د سر تر منځ دوه
درې انچه فاصله پاته شوې وه . نجلۍ هغه وکوت ، البرق ورته وخندل ، نجلۍ و شرمیدله ،
هغه بوډا دا دواړه په همدې حال کې و کتل . دهغه په هغې زړې ټنډې باندې غونجې نورې
هم زیاتې شوې .
یو ناڅاپه د غونډیو له منځه هغه د سطلونو په څیر دخاورو جوړ شوې لوښي چې د آسونو په
ګاډیو کې بار شوي و ، پورته و غورځول شو او بیرته په میدا ن کې را پریوتل، لوښې به
مات شو او تیل به ترې هر لورې ته و شیندل شول. لږو ډیر سل داسې لوښي میدان کې را
پریوتل او دهغوې څخه را وتلې ماده به نژدې په سل متره مربع ځمکه کې خپره شوې وې ،
په یوې غونډۍ باندې شپږ کسه غشي ویشتونکي را پیدا شول ، هغوې اور بلونکي غشي را
وویشتل او په هغه ماده باندې، چې د ماتو لوښو په واسطه خپره شوې وه ، اور بل ولګید
، دغشو د ویشتلو سره سم ټوله سیمه یوه شعله و ګرځیده ، چې لوړوالې یې د اس تر ګیډې
پورې او خپور والې یې نژدې سل مترو ته رسیده .په همدې وخت کې څلور آس سپ� �و خپل
اسونه په پوره تیزۍ سره را وځغلول ، شعلو ته په را رسیدو هغوې آسونه و نه درول ،او
نه یې د آسونو دځغاستې چټکتیا را کمه کړه . ټول په همغه شعلو کې ور ننوتل ،
نندارچیان حیران و چې هغوې به ټول په اور کې لولپه شي خو هغوې په دومره پراخه اور
کې هماغسې په څغاسته تر سترګو کیدل ، اخر هغوې ټول د اور څخه سلامت ووتل . نندار
چیانو د چک چکوکولو په واسطه هغوې ته شاباسې ووایه ، دنندا� � چیانو شور او ځوږ
دومره زیات وو چې تابه ویل آسمان چوي. هلته ددوو سپ� �و په کالیو اور لږیدلې و .
دواړه د ځغلیدونکو آسونو څخه په شګو کې را پریوتل او لږ څ ه په دې شګو کې ور غښتل
،او په دې ترتیب یې د خپلو کالیو اور مړ کړ.
البرق د دې ټولې شورو غوغا او د آس سپرو دکمالاتو د کتلو څخه سترګې اړولې وې او د
نجلۍ په لور متوجه و . نجلۍ به هم کله کله دهغې لورې ته کتل او د لږې مسکا وروسته
به یې د هغه زوړ بو� �ا په لور وکتل. هغه زوړ پورته شو او هیڅوک پوه نه شو چې ولې د
هغه ځایه څخه ولاړ . نجلۍ هغه د تللو په وخت کې تر سترګو لاندې څاره. البرق ته د ا
معلومه وه چې نجلۍ د همغه زوړ سره � �اغلې وه . هغه د نجلۍ څخه و پوښتل « ستا پلار
چیرې ولاړ .»
«دا زما پلار نه دې» نجلۍ ځواب ورکړ « زما میړه دې »
«میړه !» البرق ترې په حیرانتیا سره و پوښتل « ایا دا واده ستا دمور پلار په خوښه
شوې دې او که ستاپه خوښه ؟»
«نه ! هغه زه اخستې یم ،» نجلۍ ورته په غمجنه لهجه ځواب ورکړ .
«هغه چیرته ولاړ ؟» البرق ترې و پوښتل .
«هغه خفه شو او ولاړ .» نجلۍ ځواب ورکړ « هغه ته شک پیدا شو چې زه تا ته د میني په
ست� �ګو ګورم .»
«ایا ته رښتیا هم زما سره مینه لرې ؟»البرق ترې په رومانې شکل و پو ښتل .
دنجلۍ په شونډو دحیا او شرم خندا راغله ،او په ډیر نرم اواز یې وویل « زه ددغه بوډا
څخه نوره تنګه یم ، که چیرې چا زه دهغه څخه خلاصه نه کړم نو زه به ځان ووژنم »
هلته په میدان کې پیاده اوسپرو فوځیانو حیرانونکی کمالونه ښوو� � او د حرب وضرب
مظاهرې یې کولې ، نندارچیانو داسې جنګی مظاهرې کله هم نه وې کتلې هغوې یواځې سوډاني
فوځ کتلې و چې د خزانې د لوټولو له پاره ترې سپین فیلان جوړ شوې و. دهغوې قومندان
به دپادشاهانو په څیر بهر را ووت ، د هغوې سره به که د فوځ کومه ډله وه نو هغه به د
بانډو او کلیو له پاره مصیبت ګرځیدل ، ان تردې چې دخلکو مالونه به یې � �وټول او
حیوانات به یې را پرانستل او له ځانه سره به یې بوتلل. که د چا سره به یې هم دښه
نسل � �س او یا اوښ وکوت نو په زور به یې ترې اخیست . د خلکو په زړونو کې دا خبره
ناسته وه چې فوځ یواځې او یواځې په رعایاو باندې د ظلم او تیري په خاطر ساتل کیږې .
خو د سلطان فوځ بلکل بل منګه و . یوخو هغه فوځ و چې د نندارچیانو مخته یې مظاهرې
ښوولې او پاته نور فوځ د سلطان د لار ښوونې په مطابق د خلکو تر منځ خپور شوې و.تر
څو هغوې د خلکو سره یوځاې شی او دهغوې تر منځ دا انګیرنه را پیدا کړې چې فوځیان
ستاسې ورونه دي او هم ستاسې څخه دي ، د بداخلاقه او بد تمیزه سپاهیانو له پاره ډیره
سخته سزا ټاکل شوې وه.
خادم الدین البرق چې دسلطان ایوبي د جنګي مشورتي شبکې مشر او دهغه د راز ملګرې و
دس� �طان د لارښونې اود میلې د شور و غوغا څخه یې بلکل اړیکې پرې شوي و. د نجلۍ څخه
یو جادو جوړ او دهغې عقل اوذهن یې په خپلو لاسو کې اخستې و. هغه په نجلۍ باندې خپل
زړه له � �اسه ورکړ . او نجلۍ هم هغه قبول کړې و . دې کار دواړو لوریو ته څه
اسانتیاوې � �اپیدا کړې . کله چې البرق ورته په کوم ځانته ځاې کې د لیدلو کتلو له
پاره وویل نو نجلۍ سمدستي ورته وویل چې هغه خو اخستل شوې وینځه ده او هغه بوډا تر
څارنې لاندې نیولې ده . هغه هیڅ کله هم هغه له خپلو سترګو نه باسي ، نجلۍ دا هم
وویل چې د بوډا په کور کې څلور نو� �ې ښځې هم شته ،...... البرق خپله رتبه له یاده
ویستلې وه د عشق کونکې ځوان په څیر یې د لیدنو کتنو له پاره دهغو ځایونو نومونه
واخستل چې هلته د اواره ، بدکړچا� �ه او بداخلاقه انسانانو پرته بل هیڅوک نه ورځي.
دالبرق له اړخه د لیدنې د ځایو په اخستل شوو نومونو کې یو ځاې ددې نجلۍ خوښ شو. دا
دښاره بهر د پخوانۍ زمانې یوه کنډر وه ، البرق د نجلۍ سره دا وعده وکړه چې هغه به
یې دهغه بوډا څخه د ازادولو هڅ ه وکړې .
پاته په پنځلسمه برخه کې......