مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان : اتلسمه برخه پرلپسې......( ۴۶-۴۴)
[که چیرې د نور الدین زنګي او سلطان ایوبي په څیر شخصیتونه هلته نه وای، او یا دوی دواړه هم د نورو وزیرانو او امرانو په څیر غوړه مالي او ایمان پلورنکي وای ،نو دهغې وخت خلفاؤ به اسلامي سلطنت لا د پخوا څخه په صلیبیانو پلورلې وای.]

داسلامي خلافت ماڼۍ یا د بدکارۍ هډه :
دخلیفه د معشوقې تښتول او د خ� �افت بحران (۲)

دوه ورځې وروسته د جمعې ورځ راتله ، د قاهرې دمرکزي جومات خطیب ته « عیسی الهکاري فقیه» ويلي و چې په خطبې کې دې د خلیفه نوم نه اخلي . دا خطیب د ترک د نسل څخه و چې په تاریخ کې ئې پوره نوم نه دې را خستل شوی خو د امیر العالم په نامه ئې شهر ت موندلې و، دهغه وخت داسې لیکل شوی ثبوت هم تر لاسه شوی چې دهغې له مخې خطیب امیر العالم پخپله هم څو څو ځله ددې بدعت د له م نځه وړلو له پاره خپله اراده ښوولې وه ، او دا د همدې د هڅو پایلې وې چې د خلیفه نوم د خطبې څخه لرې کړل شو . یوبل روایت دا هم دې چې صلاح الدېن ایوبي ته پخپله همدې امیر العالم سلا ورکړې وه چې ددې بدعت د له منځه وړلو له پاره دې حکم وکړي . خو د پیښو لیکونکې ددې ټول کار تاج د عیسی الهکاري فقیه په سر ږدي. خو شونې ده چې ددې پلان په هک� �ه عیسی الهکاري فقیه او امیرالعالم دواړو کار کړې وي خو د صلاح الدېن ایوبي د ويناو څخه چې کوم شواهد تر لاسه کیږي نو دا ډاګیزه کوي چې دا زړه ور قدم صلاح ا� �دېن ایوبي پخپله پورته کړې و. په هر حال په دې کې هیڅ شک نه شته چې په هغه وخت کې � �یښتوني مسلمانانو شتون درلود.
خطیب امیر العالم د جمعې د ورځې په خطبې کې د خلیفه نوم وانه خست ، صلاح الدېن ایوبي هم د لمانځه په منځنیو صفونو کې ناست و ، علي بن سفیان ترې لرې په یوه بل صف کې ځاې نیولې و، دسلطان ایوبي نور باوري ملګرې او سلاکاران په خلکو کې خواره وا� �ه ناست و تر څو دهغوی عکس العمل په خپلو سترګو وويني. دعلي بن سفیان د شبکې د غړو ډیر � �میر هم دلته په لمانځه کې موجود ول، د خلیفه نوم دخطبې څخه لرې کول یو دروند کار نه بلکه د خلافت د احکامو په مطابق ډیر دروند جرم ګڼل کیده ، اوس نو دا جرم تر سره شوې و ، د لم انځه په وخت کې چې د مشرانواو لوړ پوړو چارواکو له ډلې څخه څوک په جومات کې نه و نو هغه یواځې او یواځې خلیفه العاضد و.
دلمانځه وروسته سلطان ایوبي پورته شو ، خطیب ته ورغې ، دهغه س� �ه ئې په لاس روغبړ وکړ او دهغه چپنه ئې ماچ کړه او ورته ئې وويل « الله ج دې ستا مل او ملاتړې وي ،» خطیب امیر العالم په ځواب کې ورته وويل « ددې حکم په ورکولو سره تا په جنت کې ځانته ځاې جوړ کړ » دبیرته تللو په وخت کې سلطان ایوبي د څو قدمه اخستلو وروسته بیرته و درید، او د خطیب لور ته ولاړ او ورته ئې وويل « که چېرې ته خلیفه ځانته و بللې ، نو هغه ته د ورتللو پر ځاې زما لورې ته راشه ، زه به له تاسره یو ځاې ولاړ شم .»
«که چېرې امیر ئې سپین سترګی و نه ګڼي» امیرالعالم ورته وويل « نو عرض کوم چې د باطل او شرک پرخلاف عمل کول او د حق وينا که چېرې جرم وي نو بیا خو د هغې سزا زه پخپله ګالم ، زه به هیڅکله ستا څخه پناه و نه غواړم ، که خ� �یفه ور وبللم نو ځانته ورځم ، ما دخلیفه نوم ستا په حکم نه بلکه د خدایج په حکم له خطبې لرې کړې دې . زه تاته ددې کار مبارکې وایم .»
له ماښامه وروسته صلاح الدېن ایوبي ، علي بن سفیان ، بهاؤالدېن شدّاد او څو نور سلاکاران د راپورونو د ورکولو له پاره را ټو� � شوی وو. د جاسوسي شبکې زیات شمیر غړي د عامو خلکو په لباسو کې د خلکو تر منځ ګرځیدل او د خلکو � �ند ئې ځانته مالوماوه . علي بن سفیان سلطان ایوبي ته وويل چې د هیڅ ځاېه داسې کومه خب� �ه نه ده راغلې چې چا ویلي وي چې نن په خطبې کې د خلیفه نوم نه دې اخستل شوې . دعلي بن سفیان خپلو وګړو په یو څو ځاېو کې دا خبره یاده کړې وه چې نن خطیب دجمعې په خطبې کې د خلیفه نوم نه دې اخستې ،او دا خوئې ډیر بد کار وکړ. دهغوی په دې خبرو ډیر خلک حیران پاته کیدل لکه چې هغوی ته دا مالومه نه وي چې په خطبې کې د خلیفه نوم هم اخستل شوې او که نه . دهغوی له ډلې څخه ئې یو څو کسانو په ډیره بی پروائې سره وويل چې څه فرق کوي ، خلیفه خو خدای یا پیغمبر نه دې ! ددې راپورنو له مخې سلطان ایوبي ته ډاډ و� �په برخه شو چې دخلکو د هغه عکس العملونو څخه چې هغه ويرول کیده هغه په هیڅ ځاې کې هم را څرګند نه شول .
سلطان صلاح الدېن ایوبي په همدې وخت کې د سلطان نورالدېن زنګي په نوم یو پیغام ولیکه ، په دې پیغام کې ئې هغه ته دا خبر ورکړې و چې هغه د جمعې دخطبې څخه د خلیفه نوم لرې کړي دې . دخلکو له اړخه هم ډیر ښه عکس العمل را څرګند شوی دې . په دې اساس ته د مرکزي خلافت نوم د خطبې څخه ایسته کړه . په همدې مضمون هغه یو اوږود پیغام و لیکه او خپل قاصد ئې سهار وختي هغې لوری ته واستوه ،تر څو دا پیغام نور الدېن زنګي ته ور ورسوي . ددې وروسته هغه علي بن سفیان ته وويلې چې د خلیفه په ماڼۍ کې دخپلې شبکې غړي متوجه کړه ، که چېرې هلته لږ څه مشکوک خوزښت هم وشي نو سمدستي دې مونږ ته خبر راکړي . سلطان ایوبي رجب لا د پخوا څخه پیژنده ، او دا هم ورته معلومه وه چې رجب د خلیفه نازولې نائب سالار دې ، په دې خاطر ئې علي بن سفیان ته وويلې چې « د � �جب سره یو کس د سیوري په حیث و ټاکه.»
په دې شپه د خلیفه د عیش او نوش په محفل کې رجب نه و ، هغه د سلطان ایوبي د وژلو په پلان باندې کار کاوه . هغه غوښتل د حشیشینو د مشر حسن بن صباح سره وويني ، خلیفه د هرې ورځې په څیر د بهرنۍ نړۍ څخه بې خبره او د ”اُمّ عراره» په طلسم اتي ښایست او دهغې په نازو ادأ کې ورک و. هغه ته چا دا نه و ویلي چې نوم ئې د خطبې څخه لرې کړل شوی دې . هغه په دې خوښ و چې د صلاح الدېن ایوبي د وژلو پلان تر لاس لاندې دې ، ”اُمّ عراره» هم د هغې د سمدستي بیده کولو په خاطر هغه ته بې دریغه شراب و� �کړي و او تر څنګ ئې خوب راوړونکی سفوف هم پرې څښلي و. ددې زاړه څخه د ژر خلاصون په خاطر هغې ته ددې نسخې داستعمال پرته بله لاره هم نه وه پاته . هغه ئې ويده کړ ،دخوني قندېلونه ئې مړه کړل او د خلیفه دخونی څخه ووتله، هغه دخپلې هغې ځانګړې خونی په لور � �وانه وه چې په هغې کې به ئې د رجب سره هره شپه د زړه خواله کوله .
څنګه چې هغه خپلې خوني ته ور ننوتله ،نو چا پرې د شا لخوا کمبله ور واچوله ، هغه ئې اواز ويستلو ته هم پرې نښوده ، او دهغې خوله ئې د یوي بلې ټوټې په واسطه کلکه ور و تړله ، یو کس هغه په خپلو اوږو را واړوله او د خوني څخه ووت ، دا دوه کسان و ، چې د ماڼۍ د ټولو پټو او ښکا� �ه لارو څخه ښه خبر وو، هغوی د شپې په تیاره کې په زینو ور وښتل او دچت څخه ئې یوه رسۍ را و ځړوله او هغه کس چې نجلۍ ئې په اوږو اچولې وه د نجلۍ سره یوځاې لاندې را ښکته شو. دهغه وروسته هغه بل هم را کوز شو او دواړه د شپې په تیارو کې ورک شول .
لږ څه لرې څلور اسونه تیار ولاړ وو ، دوه کسان ددې آسونو تر څ نګ ناست و ، هغوی خپل ملګري وکتل ، او دا ئې هم وکتل چې یوه یوه نجلۍ په شا اړولي او ګړندې ګړندې را روان دې . هغوی آسونه لږ څه نور هم را مخته کړل ، ټول په اسونو سپاره شول، یوه سپور نجلۍ خپلې مخې ته واچوله ، دهغوی د ډلې څخه یوه وويل «آسونه اوس مه ځغلوئ ، د آسونو د پښو اواز به ټول ښار را ويښ کړي » آسونه سوکه سوکه م خته تلل او دښاره ووتل .
«دا د سلطان ایوبي کار دې ؟»
«د مصر د امیر پرته بل څوک داسې جرأت نه شي کولاې ،»
«دهغې پرته بل څوک دا کار کولې نه شي!»
دخلافت په ماڼۍ کې هرې لورې ته همدا شور و غوغا پورته وه چې صلاح الدېن ایوبي ”اُمّ عراره» تښتولی ده. � �جب هم بیرته راستون شوې و ، د محل او ماڼۍ کونج کونج ئې لټولې و، ساتونکې ډله د خپلو قوم ندانانو د قهر او غضب لاندې را غلي وو ، پخپله قومندان هم د سپاهیانو په څیر لړځیده ، د یوې نجلۍ تښتول معمولي خبره نه وه ، او نجلۍ هم داسې چې خلیفه د جنت دپیغلو څخه شمیرله ، دمحل د شا له لورې یوه رسۍ را ځوړنده وه ، په ځمکه هم دپښو نښې نښانې موجودې وې چې د لږ څه تګ وروسته د انسانانو دپښو نښې ورکیدې او بیا د آسونو د پښو نښې تر سترګو کیدې، ددې څخه دا ثبوت تر لاسه کیده چې نجلۍ ئې دهمدې رسۍ په واسطه لاندې ښکته کړې ده ، دا شک هم شونې و چې نجلۍ په خپله خوښه او رضا د چا سره تښتیدلې وي ، خو خلیفه دا � �ک شونې نه ګاڼه هغه ويل چې ”اُمّ عراره»په هغه باندې ځان ځارولو ته تیاره وه .
«دا د صلاح الدېن ایوبي کار دې » رجب العاضد ته وويلې ، « د خلافت په ماڼۍ کې دهر یوه په خوله همدا خب� �ه ده ، چې د هغه پرته بل څوک دداسې کار دکولو جرأت هم نه شي کولای ،»
خو دا خبره ټولو ته رجب پخپله کړې وه ،ځکه کله چې هغه ته د ”اُمّ عراره» د ورکیدو خبر ور و� �سید نو هغه په ټول محل کې وګرځید او دهر چا څخه ئې د نجلۍ په هکله و پوښتل او هر چا ته ئې ووي� � چې «دا دسلطان ایوبي کار دې » ، د خلافت د ماڼۍ د لوړ پوړو چارواکو څخه نیولې تر ښکته ملازم ینو پورې ، ټولو همدا خبرې بیا بیا کولې ، رجب بیا همدا خبره د خلیفه العاضد په غوږو کې هم ور واچوله ، هغه د یوي لحظې د فکر کولو اړتیا هم احساس نه کړه چې دا الزام صحیح هم دې او که نه . بلکه دا اوازه دهغه په غوږونو کې لا دم خه ور اچول شوی وه او ورته ويل شوی و چې سلطان ایوبي په ښکلو ښځو او نجونو باندې ځان ورکوي. هغه ته ”اُمّ عراره» ويلې و چې سلطان ایوبي د حرم څلور نجونې تر اوسه پو� �ې بې عزته کړي دي ، خلیفه په همدې وخت کې خپل ځانګړې قاصد را وباله ، او ورته ئې ووي� � چې د مصر د امیر په لور ولاړ شي او هغه ته ووایي چې په پټه دې نجلۍ بیرته � �ا واستوي ، زه به تر هغې کوم قدم نه پورته کوم .
په هغه وخت کې چې خلیفه قاصد ته دا پیغام ورکاوه نو په هماغه وخت کې د قاهرې څخه لس دولس کیلو متر ه لرې درې اوښ سپاره د � �اهرې په لور په پوره دبدبه کې را روان وو ، هغوی د مصر د فوځ ګشتي ډله وه ، څ� �نګه چې په دې وخت کې د مصر سیاسي او امنیتي حالات ډاډمن نه و او د جاسوسانو او تخریب کارانو فعالیتونه ددې پر ځاې چې کمښت ومومي نور هم ورځ په ورځ زیاتیدل، سلطان ایوبي ته په � �یره ښه توګه دا ډاګیزه وه چې په هیواد کې د غدارۍ او بغاوت سکروټې تازه کیږي ،هم دا راز دهغه سوډاني فوځ ګواښ چې هغه له منځه وړې و لا پوره له منځه نه و تللې و. ددې فوځ قومندانان ، مسؤلین او سپاهیانو پوره تجربه لرونکې وګړي و، او هغوی هر وخت د هیواد د سلامتۍ له پاره ګواښ پیدا کولې شو. تر ټولو ستره خطره دا وه چې د سلطان ایوبي م خالفینو د صلیبیانو سره دوستانه اړیکې کلک کړې و ، دهغوی جاسوسانو ته ئې پناه ورکړي وه ، او دهغوی له پاره ئې د تخریبي کارونو د کولو له پاره لاره برابره وله ، دهمدې خطرونو د په نظر کې نیولوپه اساس د دارالحکومت څخه لرې لرې او هرې لورې ته د فوځ ډلې ډلې خورې شوې وې. د هغوی ګشتي ډلې به شپه او ورځ او هر وخت په غرونو ، غونډیو او دښتو کې پر ګشت را وتلی تر څو د راتلونکو خطرونو د پیښیدو تر مخه مرکز ته خبر ورکړای شي .
دغه دری اوښ سپاره هم د همدې ګشتي ساتونکې ډلې څخه و چې په خپلې ور سپارل شوې سیمه کې ئې دخپلو دندو د تر سره کولو وروسته بیرته را ستانه شوی و. مخته د خاورو او تیږ و غریزه پراخه سیمه پرته وه، هغوی په یوي وادي(ناو ) کې تیریدل چې دېوي ښځې اواز ئې واوریده ، تر څنګ ئې د نارینه و اوازونه هم اوریدل کیده ، ددې څخه دا ډاګیزه کیده چې په کومه ښځی یا نجلۍ باندې ظلم او تیرې کیږي ، یو اوښ سپور را کوز شو او په هغه غونډۍ وخوت چې د بل اړخ څخه ئې ناری او سوری را تللې ، هغه په پټه و کت� � چې څلور آسونه ولاړ دي او څلور کسان ورسره دي، دوی څلور واړه سوډاني حبشیان دي ...ددوی س� �ه یوه ډیره ښکلې نجلۍ هم ولاړه ده ، یو حبشي هغه په خپلو مټو کې را نغښتې او دخپ� �و ملګرو تر مخ ئې درولې ، هغه په خپلې سینې لاس ایښې او وائې چې « ته ډیره پاکه نجلۍ ئې ، خپل ځان پخپله په ستونزو کې د اچولو په اساس مونږ مه ځوروه ، د دېوتا قهر به مونږ یا خو وسوځوي او یا به مو تیږی کړي.»
«زه مسلمانه یم » - نجلۍ چېغې کړې ، ستاسې په دېوتاګانو باندې لعنت وایم ،ما پریږدۍ او که نه زه به تاسې ټول د خلیفه د سپیو تر مخ د ټوټو ټوټو غوښو په څیر ور واچوم .»
«ته اوس دخلیفه م� �کیت نه ئې » یو حبشي ورته وويل « اوس نو ته دهغه دېوتاګانو ملکیت ئې چې په � �اسو کې ئې د اسمان د بریښنا قهر ، د مارانو زهر او د زمریانو ځواک شتون لري ، هغه یواځې ته خوښه کړې ئې ، اوس نو هر څوک چې دهغوی څخه ستا د بیلتون هڅه وکړي نو هغه به د دښتې � �ګې په خپل ځان کې وسوځوي او ایری به ئې کړي .»
یو حبشي بل ته وويل ،« ما تا ته ویلي و چې دلته مه ځنډیږئ ، خو تاسو ارام کول غوښتل ، هغه وتړۍ او خپلې لار ته دوام ورکړئ تر څو د ماښامه تر مخه خپل ځاې ته ورسیږو .»
«ایا زمونږ آسونه ستړي شوی نه و؟» حب� �ي ځواب ورکړ ، «ایا مونږ ټوله شپه ويښه تیره نه کړه ؟»
بل وویل « هغه بیرته و تړئ او روان شئ ، »
هغه نجلۍ کلکه کړه،خو یو ناڅاپه دهغه په ملا کې یو غشې ور ننوت ، هغه نجلۍ سسته کړه ، نجلۍ هغه ته ټیله ورکړه او د تیښتې هڅه ئې وکړه نو یوه بل حبشي هغه را ټینګه کړه او د خپله ځانه سره ئې را ښکوده، او د آسونو پورې ولاړ، په دې وخت کې یو بل غشې را غې چې د یوه بل سړي په غاړه کې و نښت ، هغه سړې و غورځید او په تړپیدو شو خو هغه چا چې نجلۍ ئې نیولې وه د خپل آس قیضه ئې کلکه کړه او نجلۍ ئې له ځانه سره په آس سپره او آس ئې د ښکته په لور و ځغلاوه چې ډیر نژدې و ، یو بل حبشي هم پاته و چې هغه هم د ښکته په لور منډې کړې.... دا غشي هغه اوښ سپور ويشتلي و چې په غونډۍ راختلې و ، و� �وسته چې هغه کوم بیان ورکړ په هغې کې هغه ويلي و چې هغه د دېوتاګانو له نامه څخه و وي� �یده ،خوکله چې نجلۍ وويلې چې هغه مسلمانه ده او په دېوتاګانو باندې لعنت استوي نو ددې ایمان هم را بیداره شو ، او کله چې نجلۍ د خلیفه نوم واخست نو هغه و پو هیده چې دا دح� �م سراې کومه پیغله ګوټې ده ، دهغې لباس ، شکل او صورت دا په ډاګه کوله چې هغه معمو� �ي څوک نه ده ، هغه تښتول کیدله ، او سوډان ته ئې د پلورلو په خاطر روانه کړې وه . ساتونکې ته دا څرګنده وه چې د لږو ورځو وروسته د سوډانيانو میله جوړیږي او په هغې کې نجونې پیرل او پلورل کیږی.
سلطان ایوبي خپل فوځ ته حکم کړې و چې د ښځو د حیا او عزت ساتندویان به وي ، که چېرې د یوي ښځې د عزت د خوندي ساتلو په خاطر د یوه درجن خلکو د وژلو وخت هم راشي نو هغوی ته اجازه ده . دې ساتونکي دغه ټولې خبرې خپلې مخې ته ایښې وې او پریکړه ئې کړې وه چې دا نجلۍ باید خوندي کړل شي ، هغه ددوه غشو په ويشتلو سره دوه حبشیان له م نځه یوړل ، خو هغه دا غلطي وکړه چې دهغه نورو دواړو حبشیانو د نیولو په خاطر د غونډۍ څخه را کوز شو اوپه خپل اوښ سپور شو او خپلو ملګرو ته ئې وويل چې ددې انسان پلورنکو تعقیب اړین دې ، هغوی درې واړو خپل اوښان و ځغلول خو هغوی د غونډۍ څخه د راتاويدو ستر چکر وواهه ، هغوی دا فکر هم و نکړای شو چې اوښ د آس تعاقب نه شی کولاې ، په هغوی درې واړو کې غشي او لیندۍ یواځې د همدې یوه سره وې . دنورو دواړو سره توري او برچې وې .
دوی هغه ځاې ته و� � ورسیدل چېرې چې ئې نجلۍ او حبشیان کتلي وو . هلته ددوه لاشونو پرته نور څه نه تر سترګو کیدل ، هغه سوډاني حبشیانو نجلۍ له ځانه سره وړې وه او دخپلو مړو ملګرو آسونه ئې هم . اوښ سپرو د هغوی په تعقیب پسې خپل اوښان ور ځغلول خو هغه سیمه د غونډیو او � �وړو ژورو سیمه وه ، لاره په لوړو ژورو کې ورکیده ، تر یوه ځاېه پورې هغوی د آسونو دپښو اواز اوریده خو وروسته هغه اواز هم ورک شو. اوښ سپرو هغه دواړه لاشونه په اوښانو بار کړل ، اوبیرته را ستانه شول ، هغوی په دې پوهیدل چې دا لاشونه د چا دي ، دا دعام انسان پلورونکو لاشونه هم کیداې شول ، دهغوی راوړل دومره اړین نه و خو نجلۍ دخلیفه د محل مالومیده نو په دې خاطر ئې دلاشونو له ځانه سره را وړل اړین وګڼل،تر څو دا ډاګیزه کړې چې تښتونکي څوک دي ؟
*****(۴۴)
صلاح الدېن ایوبي اندېښم ن و او د غُصّې په حال کې اوښت را اوښت ، په خونه کې ورسره د هغه سلاکاران او باوري مسؤلین هم ناست و . دوی دهغه دوستان هم و، ټولو سرونه ښکته اچولی ناست وو، سلطان ایوبي به تل خپل ځان په قابو کې ساته ، هیڅکله به ئې د جذباتو څخه کار نه اخست ، خپله غُصّه به ئې پخپله تیروله ، او په خپل ذهن به ئې قابو مونده او د سوچ او فکر وروسته به ئې پریکړه کوله ، هغه په داسې حالاتو کې هم ازمیښت شوی و چېرې چې جابرو او تیري کونکو جنګجويانو هم خپلې وسلې غورځولې ، هغه په محاصره کې هم جنګیدلې و او په داسې محاصره کې هم پاته شوې و چې سپاهیانو ئې زغم او حوصلې له لاسه ورکړې وې ،او په کلا کې د خوراک څښاک څه هم نه و پاته � �وی ، دسپاهیانو دغشو خلطې هم تشې شوې وې ، دهغه سپاهیانو به دا انتظار کاوه چې هغه به وس� �ه کیږدي او هغوی ته به د اذیت لرونکې مړینې څخه خلاصون ورکړي خو صلاح الدېن ایوبي به نه یواځې خپله حوصله ټینګه ساتله بلکه په خپلو سپاهیانو کې به ئې هم د جنګ او قهرمانۍ نوي روح ور پوکاوه ، خو په دې ورځ سلطان ایوبي پر خپل ځان قابو نه شو موندلاې ، دهغه پرمخ د غُصّې نښې هم وي ، او ويره هم. همدا علت و چې ټول چُپه خو� �ه ناست و .
نن دلمړي ځل له پاره زما ذهن زما سره ملګرتیا نه کوي » هغه وويل .
«ایا دا شونې نه ده چې ته د خلیفه دا پیغام له پامه و غورځوی؟» دهغه نائب سالار الناصر ورته وويل .
« زه په همدې هڅو کې مشغول یم » سلطان ایوبي ورته وويل ، « خوکله چې د هغه الزام څرنګوالې چې پر مائې کړې او ويلې ئې دي چې ما د حرم یوه نجلۍ را تښتولې ده ، وينم ، نو پرته له دې چې ووایم «استغفرالله - الله ماته بښنه وکړې ، هغه زما په سپکاوي کې هیڅ کمې نه دې کړې ، پیغام بلکه اخطار ئې دخپل قاصد په خوله را استولې دې ، هغه به زه ورغوښتې واې او له ماسره به ئې مخ په مخ خبرې کړې واې»
«زه اوس هم همدا سلا درکوم چې خپله سینه سړه کړه » بهاؤالدېن شدّاد ورته وويلې .
« زه دې فکر وړې یم چې ایا ریښتیا هم د حرم سراې څخه کومه نجلۍ تښتول شوی ده او که نه ؟» سلطان ایوبي وويل --« ما ته درواغ بریښي ، هغه ته به دا څرګنده شوې وې چې ما د خطبې څخه دهغه نوم ويستلې دې او دهغې په ځواب کې هغه پر ما دومره ستر الزام لګولې دې چې په اصطلاح ما دحرم کومه نجلۍ تښتولې ده ، هغه په دې ترتیب دبدلې د اخستلو هڅه کړې ،» سلطان ایوبي � ��عیسې الهکاري فقیه» ته مخ واړاوه او ورته ئې وويل « د مصر د ټولو جوماتونو په نوم یوه حکم نامه و لیکه چې په راتلونکې کې به په هیڅ یو جومات کې د جمعې په خطبې کې د خلیفه نوم امامان نه اخلي »
«ته هلته ورشه او د هغه سره خبرې وکړه » الناصر ورته ووي� � « هغه ته په ډاګیزه توګه ووایه چې خلیفه دقوم او ولس د عزت او وقار نښه ګڼل کیږي ، خو دهغه حکم نه چلیږي ، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې ددښمن د یرغ� � ګواښ شتون ولري او هیواد د بهر او دننه دواړو لورو د ګواښ سره م خ وي ، زه ان تر دې ځاېه پورې سلا درکولې شم چې دهغه د ساتونکې ډلې وګړي را کم کړل شي ، د سوډانيانوحبشو پر ځاې دې مصري وګړی هلته و ګمارل شي ، او دهغه د محل او دربار م صارف دې را کم کړل شي ، زه ددې د پایلو څخه خبر یم ، مونږ ته به مقابله کول اړینه وي . خو مونږ باید په الله ج باندې تکیه ولرو. »
«ما تل پر خپل خداې باندې تکیه او توکل کړې دې » سلطان ایوبي ورته وويل « ذوالجلال رب به ما ددې ذلت څخه هم خوندي و ساتي »
دروازه چې را ننوت ، ټولو دهغه په لور و کتل ، هغه وويل چې د سارا دګشتي ډلې � �ومندان د خپلو درې ملګرو سره راغلي او هغوی ددوه سوډانيانو لاشونه هم له ځانه سره را وړی دې ،»
ټولو د دروازه چي راننوتلو ته په ښه سترګه و نه کتل ، ځکه په دې وخت کې سلطان ایوبي د خپلو سلاکارانو سره په یوه ډیر مهمه او پټه غونډه کې مشغول و. خو سلطان دروازه چي ته وويل « هغوی دننه را ولیږه »، سلطان ایوبي خپل دروازه چي ته ويلي و چې کله هم کوم څوک دهغه سره د لیدلو کتلو له پاره راځي نو هغه ته ئې خبر ورکړئ او که چېري د شپې د هغه د راپورته کولو اړتیا وي نو هغه بې له ځنډه د خوبه را بیدار کړئ ، سلطان نه غوښتل کومه خبره او یا کومه لیدنه پرته له کوم عذره ځنډنې کړي .
قومندان دننه راغې ، دهغه مخ په دوړو سپیره شوې او ستومانه مالومیده ، سلطان ایوبي هغه کیناوه او دروازه چي ته ئې وويل چې دهغوی له پاره دخوراک څښاک څه راوړي ، قومندان سلطان ته وويلې چې دهغه ګ� �تي ډلې څلور سوډاني حبشیانو څخه د یوي نجلۍ د خلاصون هڅې کړې وې دوه ئې په غشو ويشتلي او وژلې ئې دي ، او دوه نورو نجلۍ پورته کړې او تښتولې ئې ده ، قومندان ورته وويلې چې د ساتونکو د ډلې د وينا په اساس نجلۍ د کوچېانو او یا بلې عامې کورنۍ څخه نه وه ، هغه د ډیرې شتمنې کورنۍ مالومیده ، او هغې دا ويلې چې هغه د خلیفه په ملکیت کې ده .
«داسې مالومیږي » سلطان ایوبي وويل --«چې ذوالجلال رب زما د ملاتړ له پاره لاس کړې دې » هغه بیرون را ووت ، په خونه کې دننه ناست ټول د هغې پسې را و خوځیدل .
بیرون پر ځم که دوه لاشونه پراته و ، یو لاش پړمخه پروت و ، تر څنګ ئې درې سپاهیان و� �اړ وو ، هغوی د مصر امیر ته چې دهغوی اعلی قومندان هم و او د لمړي ځل له پاره ئې کتلې و په عسکري توګه سلام وکړ او شاته شول ،سلطان ایوبي نه یواځې د هغوی د سلام ځواب ووایه بلکه دهغوی سره ئې په لاس روغبړ هم وکړ او ورته ئې وويل « زما مؤمنو ! دا ښکار مو چېرې ښکار کړې ؟» هغه چا چې د غونډۍ د سر څخه د غشو په ويشتلو دوه کسه را پرځولي و، خپل سلطان ته د ټولې پیښې په هکله تفصیلي مالومات ورکړل ،
ایا دا شونې ده چې هغه نجلۍ د سلطان ساتل شوی نجلۍ(معشوقه) وي ؟ » هغه د خپلو سلاکارانو څخه و پوښتل .
« مالومیږي خو هم داسې » علي بن سفیان ورته وويل « د هغوی خنجرونه و ګورئ ، هغه دوه خنجرونه سلطان ایوبي ته ور وښول ، په هغه وخت کې چې هغه سپاهي د پیښې په هکله مالومات ورکاوه نو علي بن سفیان د � �اشونو پلټنه وکړه ،د هغوی په تن سوډاني قبایلې لباس وو ، د کالیو دننه د هغوی م� �ابندونه وو چې یو یو خنجر ئې په کې پټ ایښودې و. دا د خلیفه دساتونکې ډلې له پاره جوړ کړل شوی ځانګړي خنجرونه وو. د هغوی د خنجرونو په لاسو باندې د خلافت ټاپه لږیدلې وه ، علي بن سفیان وويل « که چېرې هغوی دا خنجرونه را پټ کړې نه وي ،نو بیا خو دا دواړه د خلافت د ساتونکې ډلې ساتندویان مالومیږی ، دا هم شوني ده چې دهغوی را تښتول شوې نجلۍ هم همغه ده چې د خلیفه دحرم څخه را تښتول شوې ده او را تښتونکي ئې هماغه د خلیفه د ساتونکو دډلې وګړي دي .»
«لاشونه پورته کړئ او خلیفه ته ئې له ځانه سره یوسئ ،»سلطان ایوبي وويل « تر هر څه دمخه دا ډاډمنه کړئ چې دا په رښتیا سره د خلیفه د ساتونکو څخه دي ،» علي بن سفیان وويل او دهغې ځاېه څخه ولاړ .
ډیر وخت لا نه و تیر شوې چې د علي بن سفیان سره یوځاې دخلافت د ماڼۍ یو قومندان راغې ، هغه ته ئې دواړه لاشونه ور وښوول ، هغه سمدستي دواړه و پیژندل اووئې ويلې چې دا دواړه د ساتونکو د ډلې وګړي دي . دوی د تیرو درې ورځو را هیسې په رخصتیو وو ، هغوی اوه ورځې رخصت درلود.
«بل کوم سپاهي هم په رخصتۍ تللې دې ؟» سلطان ایوبي ترې وپوښتل ،
« هو ! دوه نور هم دي »
«ایا هغوی هم ددوی سره یو ځاې په رخصتیو تللې و ؟»
«یو ځاې تللې و» قومندان ځواب ورکړ او یوه داسې خبره ئې ډاګیزه کړه چې ټول ئې هک پک او حیران کړل.
هغه وويلې « دوی د سوډان دداسې یوي قبیلې سره اړوند دي چې په وينه تويولو کې شهرت لري ، ددوی تر منځ د فرعونیانو د وخت یو شمیر رواجونه اوس هم شتون لري ، دا قبیله هر درې کاله وروسته یو جشن جوړوي ، دا داسې یوه میله وي چې درې شپې او درې ورځې دوام کوي ، هغه ورځې ټاکې چې څلورمه شپه ئې سپوږمۍ پوره کیږی . میلې ته هغه خلک هم ورځي چې ددې قبیلې سره هیڅ ډول اړیکې نلري ، هغوی یواځي د خپلې عیاشۍ له پاره هلته ورځي ، په دې میله کې د نجونو د پیرلو اوپلورلو ځانګړی مارکیټ جوړیږي ، ددې میلې څخه نژدې یوه میاشت د مخه دشاو خوا خلک بلکه تر قاهرې پورې د ټولو هغه خلکو لوڼی چې ځوانی او پیغلې شوی وي هوښیار او سخته څارنه ئې کوي ، هغوی خپلې لوڼي بیرون وتلو ته نه پریږدې ، ان تر دې چې په دې ورځو کې کوچېان هم ددې ځاې څخه لرې لرې ځاېو ته ځي . خلک نجونې را تښتوي او دلته ئې په میله کې پلوري ، دغه څلور واړه سوډانيان هم د همدي میلې په خاطر په رخصتۍ باندې و . میله درې ورځې وروسته پیلیږي .»
«ایا ددې په اړوند دا ويلاې شې چې د خلیفه د حرم نجلۍ به هم همدوی را تښتولې وي ؟ علي بن سفیان ترې و پوښتل .
«زه په ډاډمنه توګه څه نه شم ويلاې » قومندان ورته ځواب ورکړ او وئې ويل « خو دا ويلې شم چې په دې شپو ورځو کې ددې قبیلې خلک خپل ځانونه په خطر کې اچوي او د نجونو د تښتولو هڅې کوي او دا دومره وينه تويونکې دي چې که چېرې د کومې نجلۍ وارث د میلې ځاې ته ورشي او دخپلې نجلۍ د خلاصون او یا بیرته اخستلو هڅه وکړي نو دوی ئې په وژلو هم دریغ نه کوي ،
د نجونو په اخستونکو کې دمصر ام یران ، وزیران ، او حاکمان هم شتون لرې ، په دې میلې کې موقتي قحبه ځاېونه هم پرانستل کیږي او هلته د جوارۍ ، شرابو او د ښځو خوښونکي خپله شتمني شیندي . ددې جشن اخری شپه ډی� �ه د رازونو نه ډکه شپه وي ، په کوم ځانګړی ځاې کې ځوانه او ښایسته نجلۍ قرباني کوي ،دا هیچا ته هم نه مالومیږي چې نجلۍ چېرې او په کوم ځاې کې او په څه ډول قرباني کیږي . دا کار د هغوی یو مذهبي لارښود چې حبشیان ئې خدای ګڼي ، تر سره کوي . دهغه سره ډیر کم شمی� � کسان او څلور پنځه نجونې وي ، خلکو ته د نجلۍ غوڅ شوی سر او وينه ورښوول کیږ ي چې دهغې په کتلو سره ددې قبیلې خلک د لیونیو په څیر شراب څښي او نڅاوی کوي .
***** (۴۵)
خلیفه ساتونکې ډلې ته سزا ورکوله ، ټول ساتونکې ئې د سهاره څخه په سور لمر کې درولي و ،خو اوس لمر هم پریوتو ته ور نژدې کیده ،قومندانانو او نورو چارواکو ته هم نه د ډوډۍ خوړلو اجازه وه او نه اوبو څښلو. رجب به بیا بیا را ته او اعلان به ئې کاوه چې نجلۍ د ساتونکو د ملاتړ او بسپنې پرته نه شي تښتول کیداې ، هر هغه چا چې په دې کار کې کومک کړې وي هغه دې خپل ځان و ښیي او که نه تاسې ټول به همدلته د لوږې او تندې څخه هلاک کړل شئ ، که چېرې نجلۍ په خپله بیرون تللې وای نو ستاسې د ډلې څخه به یو چا ضرور کتلې وه ،..... دې ټولو اخطارونو هیڅ اغیز و نکړ ، ټولو ويل چې هغوی بې ګناه دي .
خلیفه رجب ارام ته نه پریښوده ، هغه رجب ته ویلي و چې « زه د نجلۍ په هکله اندېښمن نه یم ، خو په دې اندېښمن یم چې څوک چې ددومره سختې پهرې څ خه یوه ژوندۍ نجلۍ تښتولې شي نو هغه خوبیا ما هم وژلې شي . زه دې ثبوت ته اړتیا ل� �م چې نجلۍ رښتیا هم صلاح الدېن ایوبي تښتولې ده .»
رجب هم د تښتولو دا بهتان د صلاح الدېن ایوبي پر سر ور تپلې و، خو خلیفه ورته ويل چې ثبوت راوړه ، خو رجب به ثبوت له کومه کړې و ، مګر اوس دهغه په ځان راغلې وه، هغه یو ځل بیا د ساتونکو د ډلې په لور ولاړ ، نور نو د غُصّې څخه سور را خوټیدلې و، هغه هغه پخواني اخطارونه یوځل بیا هغوی ته تکرار ول غوښت� � چې په دروازې ولاړ ساتونکې دروازه پرانسته او اعلان ئې وکړ چې « دمصر امیر تشریف راوړي »
په لوئې دروازې د سلطان ایوبي آس ور ننوت ، دهغه تر مخه د هغه ددوه ساتونکو آسونه هم روان وو او نور اته کسان سواره ورپسې تلل ، د هغه ښې لورې او کیڼ لورې هم دهغه ساتونکو پوښلې وه. دساتونکو وروسته دسلطان ایوبي سلاکاران او حاکمان هم را روان وو، په دې ډله کې علي بن سفیان هم و، رجب خلیفه ته خبر ورکړ چې صلاح الدېن ایوبي راغلې دې ، ټولو و کتل چې سلطان ایوبي دملګرې ډلې وروسته یوه دڅلور پښو ګا� �ۍ هم را روانه ده چې دوه آسونو را کشوله ، په دې ګاډۍ دوه لاشونه پراته و ، غ� �ي لا تر اوسه دهغوی په لاشونو کې همغسې نښتي و، ددې لاشونو سره هغه درې اوښ سپاره هم ملګ� �ي و چې دا حبشیان ئې وژلي و.
خلیفه بیرون را ووت ، سلطان ایوبي او دهغې ټول سواره ملګ� �ي د خپلو آسونو څخه را ښکته شول ، سلطان ایوبي خلیفه ته همغسې احترام وړاندې کړ دکوم چې هغه وړ و . هغه ته ښکته شو ، لاس ئې ورکړ او د هغه لاسونه ئې ښکل کړل ،
«ماته ستا پیغام رارسیدلې و چې زه ستا د حرم نجلۍ بیرته راولم ،» سلطان ایوبي ورته وويل « خو ما ستا د دوه ساتونکو لاشونه له ځانه سره راوړي دي ، دا لاشونه به ما بی ګناه ثابت کړي ، او زه د حضو� � په خدمت کې دا ويل اړین ګڼم ، چې صلاح الدېن ایوبي ستا د فوځ سپاهي نه دې بلکه دهغه خلافت نمایندګي کوي چې ته هم د همغې له اړخه را لیږل شوې ئې .»
خلیفه د صلاح الدېن ایوبي په فکر باندې و پو هید. دهغه د فاطمي خلافت ضمیر د ګناهونو د بار لاندې کړېکی وهلي ، هغه د سلطان ایوبي د هیبت ناکه او جلالي شخصیت تر مخ د را څرګندېدو وړ نه و . هغه د سلطان ایوبي په اوږه لاس کیښود او وئې ويل « زه تا دخپلو اولادونو څخه هم ډی� � دوست ګڼم ،صلاح الدېنه ! دننه راشه .»
«زه تر اوسه د ملزم په حیث دلته � �تون لرم ،»سلطان ایوبي ورته وويل « زه باید اوس دخپل ځان پاکوالی ثابت کړم او دا وښایم چې زه د نجلۍ په تښتولو کې کوم لاس نه لرم . الله ج زما سره بسپنه وکړه او م اته ئې دوه لاشونه را ولیږل ، دا لاشونه خبرې نه شي کولاې خو دهغوی چپوالې او دهغوی په وجودونو کې ور ننوتي غشي په دې ګواهي وائې چې صلاح الدېن ایوبي ددې جرم ، چې د خ� �افت په ماڼۍ کې تر سره شوې ،مجرم نه دې . تر هغې چې زه خپل ځان بې ګناه ثابت نه کړم نو دننه به ولاړ نه شم ،» هغه د لاشونو په لور ولاړ.
خلیفه هم خجالت نیولې د هغې پسې روان شو ، لږ څه اخوا دڅلور څلور نیم سوه کسانو ساتونکې ډله ولاړ ه وه ، س� �طان ایوبي دا لاشونه را پورته کړل او دهغوی تر مخ ئې کیښوول ، او په لوړ اواز ئې وويل « اته اته سپاهیان مخته راشئ او دا لاشونه و وينئ او ووایاست چې دا څ وک دي ؟»
لمړې قومندانان او نور چارواکي را غلل ، هغوی د لاشونو په کتلو سره حیران پاته شو، دهغوی نومونه ئې واخستل او وئې ويل « دوی زمونږ د ډلې سپاهیان دي » دهغوی وروسته نور اته عسکر راغلل هغوی هم د لاشونو د کتلو وروسته وويل چې دوی دهغوی د ډلې خلک دي. په همدې تر تیب اته اته کسان راتلل او ويل به ئې چې دا لاشونه دهغه اود هغه د ملګرو دي .
«صلاح الدېنه ! » خلیفه ورته وويل « ما دا ومنله چې لاشونه د خلافت د قصر د ساتونکو دي زه غواړم چې مخته واورم چې دوی چا او څه ډول هلاک کړي دي »
صلاح ا� �دېن هغه ګشتي ډلې ته چې دا دواړه ئې وژلي و وويل ، چې خپل د سترګو لیدلې حال بیان کړي ، هغوی خلیفه ته ټوله پیښه په تفصیل سره بیان کړه ، کله چې دهغوی خبرې خلاصې شوې نو سلطان ایوبي خلیفه ته وويل « نجلۍ ئې ماته نه ده راوړې ، هغه ئې د سوډاني حبشیانو میلې ته د پلورلو له پاره ور وړې ده»
خلیفه نور ددریدو وړ نه و - هغه سلطان ایوبي ته وويل چې دننه خونې ته ورشي ، خو سلطان ایوبي دننه خونی ته د تللو څخه ډه ډه کوله او وئې ويل ، زه به هغه نجلۍ ژوندۍ یا مړه را پیدا کوم او بیا به ستا خونی ته حاض� �ی درکوم . خو اوس همدومره وایم چې د حرم سراې دداسې یوې نجلۍ تښتول چې په تحفه کې راوستل شوی وه او ستا خپله ښځه هم نه وه بلکه ساتل شوی نجلۍ وه ، ماته د یوي ذرې په اندازه هم اهمیت نه لري ، الله ماته ددې څخه ډیرې مهمې نورې دندې را سپارلې دي .»
«زه په دې اندېښمن نه یم چې یوه نجلۍ چا تښتولې ده ،»خلیفه ورته وويل « اصل اندېښنه داده چې که چېرې په همدې توګه د نجونو د تښتولو کار دوام و کړي نو په هیواد کې به د قانون ح یثیت څه وي ؟»
«او زه په دې اندېښمن یم چې ټول اسلامې سلطنت لګیادې تښتول کیږي ،» سلطان ایوبي ورته وويل « ته ډیره اندېښنه مه کوه ، زما د څارکښۍ شبکه به د هغې نجلۍ د را پیدا کیدو پو� �ه پوره هڅې وکړي .»
«خلیفه سلطان ایوبي له لاسه و نیوه او لږ څه اخوا ئې یوړ او ورته ئې وويل « صلاح الدېنه ! زه د ډیره وخته راپه دېخوا احساسوم چې ته زما څ خه لرېوالې کوې ، زه د نجم الدېن ایوب (د سلطان صلاح الدېن ایوبي پلار)ډیر درنښت کوم ، خو ستا په زړه کې زما له پاره لږ احترام او عزت هم نه شته . او ماته نن وويل شو چې د مرکزي جومات امام امیر العالم دا ګستاخي کړې ده چې زما نوم ئې د خطبې څخه غورځولې دې . ماته رجب ويلې دي چې زه د ګستاخي سزا ورکولې شم ، زه له تا څخه پو ښتم چې هغه خو به ستا په ملاتړ دا کار نه وي کړې ؟»
زما په ملاتړ نه بلکه زما په حکم ئې د خلیفه نوم د خطبې څخه ایسته کړې دې ، » سلطان ایوبي ورته وويل « یواځې ستا نوم نه بلکه دهرهغه خ� �یفه نوم ، چې ستا څخه وروسته راځې هم ، دخطبې څخه لرې کړل شوې دې .»
«ایا دا حکم د فاطم ي خلافت د کمزوري کولو په خاطر ورکړل شوې دې ؟» خلیفه ترې و پوښتل .« زه شکمن یم چې د� �ته عباسي خلافت بیا راوړل کیږي .»
«حضور ډیر زوړ شوی دې ، »سلطان ایوبي ورته وويل « قران شراب څښل په دې خاطر حرام کړي دي چې دهغې په واسطه دماغ بې کاره کیږي ،»... سلطان د لږ څه فکر کولو وروسته وويل « ما پریکړه کړې ده چې د سبا څخه به ستا د ساتونکو په ډله کې بدلونونه را ځې ، او د رجب پرځاې به زه تا ته نوې قومندان ټاکم ،»
«خو زه غواړم چې رجب همدلته اوسي.» خلیفه ورته وويل .
«زه د حضور څخه غوښتنه کوم چې په فوځي او عسکري امورو کې د لاس وهلو هڅه و نه کړي » سلطان ایوبي ورته وويل او د علي بن سفیان په لور متوجه شو چې د پنځه حبشي ساتونکو سره هلته را روان و .
دې پنځه واړو هم د همغه قبیلې سره اړیکې درلودل ، ع
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery