مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان

درویشتمه برخه
پرلپسې.....(۶۴-۶۳)

مسلمان به یواځې په نوم مسلمان پاته وي ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیداشي،او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې و رنګول شي(سلطان ایوبي)


هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه (۶-۳)

*****(۶۲)

سلطان ایوبي دخپل هیواد د پولو د ساتلو له پاره په هرې پولي ساتونکي درولي و ، د سوډان سره په نښتې پولې ئې هم د ګشتې پهرې انتظام کړې و د هغوی له ډلې څخه د درې دلګیو قشله دسوډان دعسکري مرکزونو او دمصر په پولو کې نژدې څلور پنځه میله دننه پرته وه . ددې عسکري قشلې خیمې داسې ښخې کړل شوې وې چې د توپانو څخه د خوندي کیدو خورا ډاډمن ځاې ګڼل کیده ، خو دې توپان دهغوی خیمې هم له بیخه نړولې وې ، تر څنګ ئې د آسونو او اوښانو سنبالول هم ستونزمن شوی و . کله چې توپان و درید نو سپاهیان اونورکارکونکي ټول د خیمو او نورو سامانونو په بیرته جوړولو کې و نښتل ، ددې درې واړو عسکري قشلو قومندان یو ترک نژادې احمد کمال نومیده ، هغه یو ښایسته شکله او تنومنده انسان و ، هغه هم د توپان د تم کیدو سره یوځاې بیرون راووت او د ځناورو او د نورو سامانونو په لیدنه کتنه بوخت شو. اوس نو فضا هم د ګرد او خاورو څخه پاکه شوی وه ، یوسپاهي یوي لورې ته اشاره وکړه او ورته ئې وويل «قومندانه ! هغه اس او دهغې سپور خو زمونږ د ډلې څخه نه دي ؟»

« مونږ لا تر اوسه پورې نجونې په فوځ کې نه دې را ګډې کړي» احمدکمال ځواب ورکړ « هغه خو نجلۍ ښکاري ، ويښتان ئې خواره واره دې ، چې د ورایه تر سترګو کیږی .»

هغه د هماغه سپاهي سره یوځاې هغه لورې ته ورمنډې کړې ، یو آس ټیټ سر ډیر سوکه سوکه روان و ، کله چې هغې ته د ګیاه بوي په پوزې شو نو سمدستي د تبیلې په لور رهي شو، په اس باندې یوه نجلۍ داسې سپره وه چې دهغې مټې د آس د غاړې په اخوا دېخوا باندې غوځیدلې وی او نجلۍ پخپله مخې لورې ته د آس په غاړه پرته وه ، د نجلۍ ويښتان خواره مخته را پریوتي و ، د احمد کمال تر ورسیدو پورې هغه آس د نورو اسونو تبیلې ته ستون شوی و او د ګیاه په خوړلو ئې پیل کړې و، احمد کمال د نجلۍ پښې د رکابونو څخه وويستې او دآسه ئې کوزه کړه او په خپلو لاسو کې ئې پورته کړه . سپاهي ته ئې وويل «ژوندۍ ده او فرنګۍ مالومیږي ، دهغې آس ته هم اوبه ورکړئ ،» هغه دا نجلۍ خپلې خیمې ته یوړه ، دنجلۍ ويښتان د شګو له لاسه یو له بله سره سلیښت شوی و. احمد کمال د هغې په خوله باندې اوبه ور وشیندلې اوبیا ئې په خوله کې د اوبو څاڅکي ور واچول .

نجلۍ خپلې سترګې پرانستې ، څو لمحې ئې احمد کمال ته په حیرانتیا سره کتل ، اوناڅاپه را پورته شوه او کیناستله ،د احمدکمال رنګ ئې تور وکوت او په انګلیسې ژبه ئې ترې و پوښتل ،« ایا زه په فلسطین کې یم ؟» احمد کمال ورته سر و خوځاوه او د هغې د پوهولو هڅه ئې وکړه چې هغه په دې ژبه نه پوهیږي ، نو نجلۍ په عربي ژبه بیا ترې و پو ښتل چې « ته څوک ئې ؟ او زه چېرې یم ؟ »

«زه د اسلامي فوځ یو مامولي قومندان یم » احمد کمال ورته ځواب ورکړ .« او ته اوس په مصر کې ئې »

د نجلۍ سترګې د اوښکو ډکې شوی او دومره وويریدله چې تا به ويل چې اوس به بیا بې هوشه کیږي . خو احمد کما ل ورته وويل « مه ويریږه ، خپل ځان کنترول کړه ،» هغه دهغې په سر باندې دشفقت او مهربانۍ لاس را ښکود او ورته ئې وويل « زه پوهیږم چې ته فرنګۍ ئې ، ته زما میلمنه ئې ، د ويریدو هیڅ علت نه شته . » هغه یو سپاهي را وباله او د نجلۍ له پاره ئې اوبه او خوراک را و غوښتل .

نجلۍ ور ټوپ کړ او داوبو پیاله ئې پورته کړه او په ډیره بې صبرۍ سره ئې دهغې په څښلو پیل وکړ. احمد کمال دهغې د خولې څخه پیاله لرې کړه او ورته ئې وويل « سوکه ، لمړې غذا وخوره او بیا اوبه و څښه ،» نجلۍ د غوښې یوه ټوټه راپورته کړه او بیا ئې په خوراک پیل وکړ او اوبه ئې پسې و څښلې ، نو په مخ کې ئې رڼا را پیدا شوه .

احمد کمال هلته یو تشه خیمه ښخه کړې وه . چې هغه ترې د غسل د ځاې کار اخست ، هلته د اوبو کمښت نه و، دا خیمه ځاې د خرما دېوه ځنګل سره یوځاې و ، احمد کمال نجلۍ د خوراک څښاک وروسته دغسل خیمې ته ور ننويسته او پرده ئې و تړله، نجلۍ خو غسل وکړ خو ډیره ويریده ، ځکه چې هغه دخپل دښمن په پناه ځاې کې نښتې وه ،او هغه ددې دښمن څخه د ښه سلوک هیله نه درلوده ، هغه ته دکوچنیوالي څخه دا په ذهن کې ور کینول شوی و چې مسلمانان وحشي دي او د ښځو له پاره هغوی د څیرونکو حیواناتو په څیر دي . ددې ويرې تر څنګ پر هغې د حبشیانو ، د سترو څمڅارو او صحرائې شګلوړه توپان ويره هم پرته وه . دخپلو دوه ملګرو داسې ويرونکی مړینه چې د انسان ويښتان را ولاړوي ، هم ئې په ذهن کې را څرخیده . هغې د غسل کولو په وخت کې ډیره زیاته دا محسوسوله چې هغه د خپل داسې ناپاک وجود د مینځولو هڅه کوي چې ددنیا اوبه ئې نه شي پاکولې ، هغې دغه ټول حالات تر سترګو لاندې و نیول او مجبوراً ئې خپل ځان د حالاتو بهیر ته ورحواله کړ . احمد کمال و کتل چې د داسې ښایسته او زړه وړونکې صورت نجلۍ مامولې نجلۍ نه شې کیداې ، دمصر دې برخې ته داسې فرنګۍ نجلۍ څنګه را تلاې شي ؟ هغه د نجلۍ څخه و پوښتل نو نجلۍ ورته وويل چې هغه دقافلې څخه وروسته پاته او جدا شوی ده . په توپان کې ئې آس بې واکه شو ، خو احمدکمال دداسې ځواب څخه ډاډمن کیداې نه شو. هغه ترې درې څلور نورې پو ښتنې هم وکړې نو د نجلۍ شونډې په رپیدو شوی ، احمدکمال ورته وويلې که چېرې تا دا ويلې واې چې ته را تښتول شوې وې او توپان تا ته نجات درکړ نو شاید چې دا دلیل دې منل شوی واې ، تاته درواغ ويل هم نه درځي »

په دې وخت کې هغه سپاهي چې د احمد کمال سره یوځاې و د خیمې پرده پورته کړه اويو کڅوړه او یوه مشکیزه ئې هغه ته ورحواله کړه ،او ويي ويل چې دا شیان د نجلۍ د آس د زین سره تړل شوی و . کله چې احمد کمال غوښتل داکڅوړه پرانځي نو نجلۍ وويریدله او په کڅوړې ئې لاس کیښود، دهغې د مخ رنګ بدل شو احمد کمال کڅوړه همغې ته ورکړه او ورته ئې وويل چې واخله او پخپله ئې پرانیزه .

داسې مالومیده لکه د نجلۍ ژبه چې بنده شوې وې، هغې د کوچنیانو په څیر کڅوړه شاته کړه خو احمد کمال ورته وويل چې داسې خو نه شي کیداې چې زه تاته ووایم چې ځه او ددې ځاېه ولاړه شه ، زه هیڅ حق نه لرم چې تا تم کړم خو یوه داسې نجلۍ چې د ابادېو څخه لرې په یواځې ځان په آس سپره د بې هوشۍ په حال کې و موندل شي نوبیا خو هغه زه یواځې نه شم پریښولاې ، دا زما انساني دنده ده ، ماته خپل ځاې را وښایه، زه به تا د خپلو سپاهیانو په ساتنه کې هلته خوندي و استوم . او که ځاې دې نه را ښئې ،نو بیا تا د شکمنې نجلۍ په توګه خپل مرکز قاهرې ته استوم ځکه ته نه مصري ئې او نه سوډاني .

دنجلۍ د سترګو اوښکې را رواني شوی هغه چې دکومو مصیبتونوڅخه راخلاصه شوی وه نو دهغې ويره او دهشت لا تر اوسه پر هغې باندې حاکم و، هغه کڅوړه د احمد کمال مخی ته ور واچوله، احمد کمال چې پرانسته نو په هغې کې څه خرما او څه نور واړه او غټ شیان پراته و ، او یوه کڅوړه په کې هم وه چې د طلااو سرو زرو سکّې او د طلا یو کوچنې زنځیر د یوه صلیب سره یو ځاې پراته و. احمدکمال ددې څخه همدومره و پو هیده چې نجلۍ عیسوي ده ، هغه ته غالباً چې مالومه نه وه چې هر هغه صلیبې چې د مسلمانانوپر خلاف په عیسائې لښکر کې شاملیږي نو هغوی په یوه صلیب باندې سوګند یادوی او یو کوچنې شانته صلیب د تل له پاره له ځانه سره ګرځوي ، خو احمد کمال ورته وويل چې زما د پو ښتنو ځواب په دې کڅوړه کې نه و .

«که زه دا ټول سره زر تاته درکړم نو بیا به زما سره مرسته وکړې ؟» نجلۍ ترې و پوښتل .

«څنګه مرسته ؟»

« ما فلسطین ته ورسوه » نجلۍ ترې و غوښتل « او له ماڅخه نوره پوښتنه مه کوه »

« تر فلسطینه پورې به دې هم ورسوم او پو ښتنه به هم کوم »

« که چېرې له ماڅخه هیڅ شې پټ نه کړې نو دهغې به ځانته انعام درکړم ،»

« هغه څه دي ؟»

«آس به تا ته درکړم » نجلۍ ځواب ورکړ .« او تر درې ورځو پورې ما خپله وينځه وګڼه »

احمدکمال پخوا هیڅکله هم په لاسو کې دومره زیات سره زر نه و پورته کړي ، او نه ئې داسې حیرانونکی ښایست او صورت تر سترګو شوی و ، هغه خپلې مخې ته ځلیدونکې طلاو کتل او بیا ئې د نجلۍ د وریښمو په څیر ويښتانو ته وکتل چې د سرو زرو د تارونو په څیر ځلیدل بیا ئې دهغې سترګو ته وکتل ، چې یو طلسماتي څرک په کې و، داسې څرک چې پادشاهان ئې یو د بله سره دښمنان ګرځول ، هغه یوتوانمند ځوان او قومندان و ،اودهغو ټولو دلګیو قومندان و چې په پوله باندې ئې پهره کوله ، دهغه څخه دپوښتنې ګرويزنی هیڅوک نه و ، خوهغه داټولې طلاې سکې اوصلیب په کڅوړه کې ور واچول اوکڅوړه ئې د نجلۍ په لاسو کې ورکړ ه ،

«ولې ؟» نجلۍ ترې و پو ښتل « ایا د ا قیمت ډیر کم دې ؟»

« ډیر کم » احمد کمال ورته وويل « د ایمان قیمت د خدایه پرته بل څوک نه شي ورکولاې » نجلۍ غوښتل څه ووائې خو احمد کمال هغه خبرو ته پرې نښوده ، او ورته ئې وويل « زه خپل فرض او خپل ایمان نه شم پلورلاې، نن ټول مصر زما په ډاډ باندې په ډاډمن خوب ويده دې ، درې میاشتې وشوی چې سوډانيانو په مصر باندې د یرغل کولو هڅې کړې وی ، که چېرې زه دلته نه واې او یا ما دهغوی په لاسو خپل ایمان پلورلې واې نو دا لښکر به قاهرې ته ورننوتې و او ډیره تباهي به ئې کړې وه ، خو ته ماته د هغې لښکر څخه ډیره خطرناکه ښکارېږې ، ایا ته جاسوسه نه ئې ؟»

«نه هیڅکله !»

« ته همدومره ووایه چې ته دې توپان دکوم ظالم له لاسه خلاصه کړې ئې او یا ته د توپان څخه څنګه خوندي را وتلي ئې ؟» نجلۍ ډیر بې معنا غوندې ځواب ورکړ ،نو احمد کمال ورته وويل « ماته اوس ستا په هکله ددې مالوماتو کومه اړتیا هم نه شته چې ته څوک ئې او د کومه ځاېه راغلې ئې ، زه به سبا سهار تا د قاهرې په لور واستوم ، هلته زمونږ د جاسوسۍ یوه محکمه ده ، هغه پو هیږی او ته پوهیږې . ما به خپله دنده اداء کړي وي»

« که چېرې اجازه وي نو زه اوس ارام کولې شم »نجلۍ ورته وويل و « سهار چې ما د قاهرې په لور استوی نوشاید چې زه ستا د پوښتنو ځواب ووایم »

نجلۍ تیره ټوله شپه بیداره تیره کړې وه او د ورځې ئې هم داسې ويرونکې سفر کړې و چې د څملاستو سره سم بیده شوه . احمدکمال وکتل چې هغه په خوب کې بړ بړیږې او په نا ارامۍ سره خپل سر اخواد یخوا وهي ، داسې ترې را څرګندېده چې په خوب کې ژاړي .

احمد کمال خپلو ملګرو ته وويل چې یوه فرنګي نجلۍ مو نیولې او سبا سهار به ئې قاهرې ته استوم ، د هغه ملګري دهغه د کړچار سره بلد و. هیچا هم داسې کوم شک نه شو کولې چې هغه دا نجلۍ د بدنیتۍ په خاطر په خیمه کې له ځانه سره اچولې ده . کله چې هغه د نجلۍ آس وکوت نو حیران پاته شو چې آس ئې د اعلې نسل څخه دې ، اوکله ئې چې دهغه زین و کوت نو بیا خو شک له منځه ولاړ ، د زین لاندې د مصر د فوځ نښه وه .دا آس د احمد کمال د فوځ خپل آس مالومیده .

حبشیانو د توپان له کبله د نجونو تعاقب پرې ایښې و ، هغوی بیرته ژوندي ستانه شوي و، پروهټ هم پریکړه اعلان کړې وه چې نجونې په توپان کې له منځه تللې دي ، په دې خاطر دهغوی پسې څوک استول بیکاره دي ، وخت هم ډیر تیر شوی و خو په رجب باندې افت نازلیدونکې و. دهغه څخه حبشیانو همدا یوه پوښتنه بیا بیا کوله ، چې نجونې چېرې دي ؟ اوهغه به قسمونه خوړل چې هغه ته دهغوی په هکله هیڅ مالومات نه شته ، حبشیانو ورته اذیت ورکول پیل کړي و، د توري په څوکو ئې دهغه وجود زخمي کړې و اوخپلې پو ښتنې به ئې ترې بیا بیا تکرارولې ، حبشیانو دهغه ملګري هم د ونو د تنو پورې تړلي و او دهغوی سره ئې هم همداسې ظالمانه سلوک کاوه ، رجب ته خدای د خپل قوم ، خپل ولس اوخپل هیواد سره د غدارۍ سزا ورکوله ، هغوی ئې د شپې له مخې هم نه پرانستل .نور نو دهغوی جسمونه سره را وخوړیدل.

نجلۍ د احمد کمال په خیمه کې ويده شوی وه، هغه د لمر د را ختلو تر مخه یوځل راپورته شوی وه ، احمدکمال ورته خواړه ورکړل او دهغې وروسته بیرته په درانه خوب ويده شوه ، دهغې څخه دوه درې قدمه لرې احمد کمال ويده و. شپه تیریدله ، په خیمې کې ډیوه بلیده ، ناڅاپه نجلۍ چېغې کړې ، د احمد کمال سترګې و غوړیدې و ئې کتل چې نجلۍ ناسته ده او جسم ئې لړزیږي ، ويریدلې ده ، احمد کمال ور نژدې شو ، نجلۍ ډیر ژر د هغه سره ځان ور یو ځاې کړ اوپه ژړا کې ئې ورته وويلې « دهغوی څخه مې و ساته ، دوی غواړې ما سترو څمڅارو ته ور واچوي ، او زما سر له تنې پرې کړي .»

«څوک ؟»

« هغه و حشي حبشیان » نجلۍ په ويریدونکې لهجې سره وويل ، « هغوی دلته راغلي و »

احمدکمال ته د حبشیانو د قربانۍ په اړه مالومات و ، هغه ته شک را پیدا شو چې شونې وه چې دا نجلۍ ئې د قربانۍ له پاره هلته بوتلله ، هغه د نجلۍ څخه و پوښتل نو نجلۍ خپل لاس د احمد کمال په غاړه کې ور واچاوه ،او ورته ئې وويل « ما مه پوښته ، یو خوب مې کوت » خو احمد کمال ورته کتل چې هغه ډیره زیاته ويریدلې مالومیده ، هغه ورته تسلي ورکړه ،او ډاډ ئې ورکړ چې دلته به دهغې د وړلو له پاره هیڅوک نه راځي . نجلۍ ورته وويل « چې زه نه شوم ويده کیداې ، ته زما سره خبرې نه کوی ، زه یواځې ويښه نه شم کیناستې ، زه لیونۍ کیږم »

احمد کمال ورته وويل « زه به له تاسره ويښ پاته شم ،» هغه د نجلۍ په سر لاس را ښکود او ورته ئې وويل « تر هغې چې دلته له مونږ سره ئې نو تا ته به د ويریدو احساس هم ونه شي ،» هغه خپله دا خبره په عملي توګه هم ثابته کړه ، هغه د نجلۍ څخه د حبشیانو په اړه او یا په همدې را بطه هیڅ خبره و نه پو ښتله، هغې ته ئې د ترکیې او مصر قصې کولې ، نجلۍ د هغې تر څنک ناسته وه ،د احمد کمال لهجه ډیره خوږه وه ، هغه د نجلۍ ويره لرې کړه اونجلۍ یو ځل بیا ويده شوه .

کله چې د نجلۍ سترګې پرانستل شوی نوسهار راختلې و ، وئې کتل چې احمد په لمانځه ولاړ دې هغې هغه همداسې کوت ، کله چې احمد کمال د دعاو له پاره لاسونه پورته کړل او سترګې ئې و تړلې نو نجلۍ د هغې به مخ باندې سترګې و ر و نښلولې ، کله چې احمد کمال ددعا څخه فارغ شو نو نجلۍ ترې و پو ښتل « تا له خدایه څه و غوښتل ؟»

«د بدېو په مقابله کې همت او توان !»احمد کمال ځواب ورکړ .

«تا د خدای څخه کله هم سره زر او ښکلې ښځه هم غوښتې دي»

«دا دواړه شیان ماته خدای د غوښتو پرته را په برخه کړي دي .»احمد کمال ځواب ورکړ .« خو زما پر هغوی باندې هیڅ حق نه شته ، شاید چې خدای به زما څخه امتحان اخستل غوښتل .»

«ایا تا ته داډاډ در په برخه شوی چې خدای به تاته د بدۍ په مقابله کې همت او توان درکړي ؟»

« ایا تا و نه کتل ؟» احمدکمال ځواب ورکړ « ستا سرو زرو او ستا ښایست زه دخپلې لار ې څخه بې لارې نه کړای شوم، دا زما خپله هڅه او دخداې له خوا همت او توان دې چې ماته ئې راپه برخه کړ .»

« ایا خدای ګناهونه بښي ؟ » نجلۍ ترې و پوښتل .

هو ! زمونږ خدای ګناهونه بښي ،» احمد کمال ځواب ورکړ ، « خو شرط دادې چې بیا به ګنا ه نه کوي ،»

نجلۍ سر ټیټ کړ ، کله چې احمد کمال دهغې سلګۍ واوریدې نو دهغې مخ ئې را پورته کړ وئې کتل چې هغه ژاړي ، نجلۍ د احمد کمال لاس و نیوه ، او هغه ئې څو څو ځله ښکل کړ خو احمد کمال ترې خپل لاس را ښکود ، نجلۍ ورته وويلې ،«نن به مونږ جدا کیږو ، ته ما قاهرې ته لیږدوی ، زه به اوس ازادېږم نه ، زما زړه ما مجبوروي چې تاته ووایم چې زه څوک یم او له کومه ځاېه را لیږل شوی یم، بیا به زه تا ته ووایم چې اوس زه څوک یم . ؟»

« زمونږ د تللو وخت راغلې » احمد کمال ورته وويل « زه پخپله له تاسره هلته ځم . زه دومره نازکه او خطرناکه دنده بل چاته نه شم سپارلې »

« ایا نه غواړې چې واورې زه څوک یم او له کومه ځاېه راغلې یم ؟»

«پورته شه » احمد کمال ورته وويل « دا اوریدل زما کار نه دې » او هغه د خیمې څخه بیرون را ووت.

*****(۶۳)

لږه شیبه وروسته شپږ آسونه د قاهرې په لور روان شول ، په یوه احمد کمال سپور و او دهغې پسې په بل آس باندې نجلۍ سپره وه ، او دهغوی پسې د ساتونکو څلور اسونه یو د بل تر څنګ روان وو ددې ټولو تر شا په یوه اوښ باندې د دې شپږو کسانو خوراک څښاک او د سفر نور اړوند سامانونه بار کړل شوي و . تر قاهرې پورې لږو زیات شپږدېرش ساعته سفر و ، نجلۍ دوه ځلې هڅه وکړه چې خپل آس د هغه د اس سره یوځاې کړي ، خو دواړه ځلې احمد کمال ورته وويل چې خپل آس وروسته د ساتونکو د ډلې سره یو ځاې کړه . ددې سفر په دوران کې ددې پرته هغه د نجلۍ سره بله خبره هم و نه کړه . د لمر د لويدلو وروسته احمد کمال دپړاو له پاره قافله تم کړه .

احمد کمال د شپې یو ځل بیا نجلۍ ته په خپله خیمه کې ځاې ورکړ خو رڼا ئې روښانه پریښوده ، هغه په خواږه خوب ويده شوی و ، کله ئې چې سترګې خلاصې شوی نو چا ئې په تندې لاس را کشاوه ، هغه نجلۍ د خپل ځان تر خوا و کتله ، د نجلۍ لاس دهغه په تندې باندې و، احمد کمال په ډیره تیزۍ سره را پورته شو او کیناست ، وئې کتل چې د نجلۍ د سترګو څخه اوښکې را روانې دي ، هغه د احمد کمال لاس په خپلو دواړو لاسو کې و نیو او ښکل ئې کړ او د کوچنیانو په څیر په ډکه خوله په ژړا پیل وکړ . احمدکمال ورته کتل ، نجلۍخپلې اوښکې وچې کړې او وئې ويل « زه ستا دښمنه یم، ستاسې هیواد ته د څارکښۍ له پاره او ستاسې د لوړ پوړو حاکمانو په خپلو منځو کې د جنګولو او د صلاح الدېن ایوبي د وژلو دپلان سره د فلسطین نه دلته راغلې یم، خو اوس زما د زړه څخه دښمنی وتلې ده ،»

«دا ولې ؟» احمد کمال ترې و پوښتل « ته خو ډیره بې زړه نجلۍ و ختې ، ته دخپل قوم او ولس سره غداري کوي ،تاسو خو چې را ځوړند هم شئ وائې چې په صلیب باندې ځاریږو !»

«ددې علت واوره » هغې ورته وويلې « ته لمړۍ نارینه ئې چې زما ښایست او زما ځوانې دې د کرکې وړ شې و ګاڼه او هیسته ته دې پریښود..... او که نه څه خپل او څه پردي ، ټولو زه یوه د لوبو نانځکه ګڼلم ، او ما هم د ژوندان هدف همدا شیان ګڼل چې د نارینه و سره لوبې کول هغوی ته دوکه ورکول او خپل عیش کول ، زما روزنه هم دهمدې هدف له پاره چې تاسې ورته بې حیائې اوفحاشي وائې شوی وه . خود ا بې حیائې زما له پاره یو هنر دې ، یوه وسله ده ، زه په دې نه پوهیږم چې مذهب څه شې دې ، او یا داچې دخدای احکام څه دي؟ یواځې د صلیب په هکله ماته د کوچنیوالي څخه دا په ذهن کې کینول شوي و چې دا دخدای له اړخه ورکړل شوی نښه ده اودا چې دا د عیسایت د عظمت علامه ده ، او دا چې عیسایت په ټوله نړۍ د حکومت کولو حق لري ، او دا چې مسلمانان د صلیب دښمنان دي که چېرې ژوندي پاته کیدل وي نو دصلیب په قدمونوکې ژوند تیر کړئ ،..... ما دغه څو خبرې د مذهب بنسټیز اصول ګڼل ، ماته د مسلمانانو د جرړو او ریښو د پرې کولو روزنه راکړل شوی وه او هغه مې هم خپله مذهبي دنده ګڼله ،.....

«ایا ته خپل یو سالار (رجب) پیژنې ؟ » نجلۍ ترې و پوښتل ،

«هغه د خلیفه د ساتونکې ډلې سالار و » احمدکمال ورته وويل « هغه هم د سوډانيانو په برید او سازش کې شریک و ،»

«اوس چېرې دې ؟»

مالومه نه ده » احمد کمال ورته وويل « ماته یواځې دا حکم شوی دې چې رجب د فوځ تښتیدلې عسکر دې ، هر چېرې چې تر سترګو شي هغه و نیسئ او که و تښتی نو په غشو ئې وولئ او وئې وژنئ ،»

«زه به درته ووایم چې هغه چېرې دې ؟» نجلۍ ورته وويلې « هغه په سوډان کې د حبشیانو سره دې ، هلته یوه ډیره شیرازه ځمکه ده ، هلته حبشیان نجونې د دېوتاګانو تر مخه قرباني کوي ، رجب اوس هملته دې ، زه پوهیږم چې هغه د فوځ یو تښتیدلې افسر دې ، مونږ درې نجونې دهغه سره یوځاې دفلسطین څخه را غلي وو.»

«هغه پاته دوه چېرې دي ؟»

نجلۍ یو سوړ اسويلې وکړ او وئې ويل « هغوی مړې شوی دي ، د همغوي مړینې زه بدله کړې یم ،»

نجلۍ احمد کمال ته یوه اوږده قصه واوروله ، او دا ئې ورته وويل چې څه ډول د فلسطین څخه د رجب سره یوځاې راغلی وه ، څه ډول حبشیانو دهغوی څخه ددوه نجونو د داخستلو او هغوی د دېوتا تر مخه د قرباني کولو له پاره په زور اخستل غوښتل ، رجب هغوی و نه شوی ساتلاې ، بیا څه ډول دهغه ځاېه را وتښتیدې اوبیا په لار ه کې هغه دوه نورې څه ډول د توپان قرباني شوی اوبیا ئې ورته وويل « ما خپل ځان یو شهزادګۍ ګڼله ، ما دپادشاهانو په زړونو حکمراني کړې ده ، خو هیڅکله مې هم دا فکر نه و کړی چې خدای هم شته او مړینه هم . زه ئې په ګناهونو کې ډوبه کړې وم ، او زه هم همداسې په کې ور غرقیدم ، هغه ډوبیدل هم ډیر دخونده ډک و. خو ماته هغه سترې څمڅاری را و ښول شوی چې دهغوی تر مخه د حلالو کړل شوو نجونو جسمونه ور اچول کیدل ، دا سترې څمڅاری اوس د اوبو په څنډه ويدې پرتې وې ، دهغوی د ويرونکو جسمونو په کتلو زما وجود و لړزید . هغوی زما دغه جسم چې د پادشاهانو سرونه ئې ځانته ښکته کړي و، دهغې سترو څمڅارو د خوراک له پاره ورغورځاوه ، کله چې ما هغه تور ، بدشکله، حبشیان وکتل چې زما د جسم څخه زما د سر دپرې کولو له پاره راغلي و نو د مرګ د وزرونو پړکار زما تر غوږو کیده ، زما د وجود هر رګ را بیداریده ، زما له وجوده ماته وويل شوه ، د خپل ښایست او زړه وړونکې شکل اوصورت دا حال دې اوس ووينه ،... مونږ خپل سرونه په لاس کې نیولي و او دکوره وتلي و، مونږ ئې په دې خاطر د رجب سره یوځاې د فلسطین څخه هلته ور واستولو چې دا شخص به زمونږ ساتنه کوي خوهغه هم ما ته لاس واچاوه .....

« مونږ دهغه ځاېه را و تښتیدو ، په توپان کې اسونه خپلواکه شول ، او و تښتیدل ، مونږ په صحرا کې کوم پناه ځاې نه شو موندلاې ، مونږ د توپان او آسونو په رحم وکرم پورې تړلی و. لمړۍ یوه نجلۍ و غورزیده ، ما و کتله چې هغه د اس لاندې شوه ، بیا دویمه نجلۍ د آس څخه را پریوته خو په رکاب کې ئې د پښې د نښتولو په اساس ، آس نژدې دوه دوه نیم میلو پورې له ځانه سره کشوله ، دهغې چېغې زما زړه سره شکوي ، زه اوس هم د هغې چېغې اورم ، او تر هغې چې ژوندۍ اوسم دهغې چېغې به زما پر غوږو کې وي ، اوبیا هغه نجلۍ لاش و ګرځید. زما آس هم دهغې سره یوځاې را ځغلیده ، خو زما په واک کې نه و. خو د هغې نجلۍ لاش دهغې د اس سره یوځاې له مانه وروسته پاته شول ، زه اوس یواځې وم ، ماته خدای دهغه دوه نجونو د له منځه وړلو په واسطه و ښوول چې زما انجام به څه ډول وي ، هغوی زما څخه هم ډیرې ښایسته او چالاکه وي ، په هغوی کې د ښایست غرور هم و ، هغوی هم پادشاهان په خپلو ګوتو نڅول، خو په داسې ويریدونکې مرګ له منځه ولاړې چې څوک پرې خبر هم نه شول . اوس هغوی د شګو په نوم ورکي قبرونو کې ښخې شوی دي . زه ځانته پاته شوی یم د توپان غرار زما له پاره د مرګ خندا و ګرځیده ، ما دخپل سر د پاسه ، مخته ، شاته ، ښي او کیڼ لورې ته ، دبد روحو ، پیریانو او نورو بلاګانو خنداګانې اوریدې ، زه هسې بې عقله او ناپوهه نجلۍ نه یم ، زما دماغ روښانه دې خو زه پوه شوم چې خدای ماته زما د ګناهونو سزا راکوي ، داسې ويرونکی مرګ او داسې تباه کونکې توپان ، چې تاسې به هم لیدلې وي ، ماته خدای را په یاد شو ، ما خپل خدای په لوړ اواز را وباله ، اوپه ژړا ژړا مې ترې دخپلو ګناهونو بښنه و غوښته ، اوبیا زه بې هوشه شوم....

« اوکله چې بیداره شوم نو ومی کتل چې زه ستاسو په لاسو کې یم، ستا د تور رنګ په کتلو سره زه خوشحاله شوم او و مې وويل چې ته به اروپائې ئې او زه به په فلسطین کې یم ، دهمدې دوکې له مخې مې له تا څخه په خپله ژبه و پو ښتل ، چې ایا زه په فلسطین کې یم ؟ کله چې زه پوه شوم چې زه دمسلمانانو په ولکه کې یم ، نوزما زړه یو ځل بیا ډوب شو ځکه زه د توپان څخه خوندي شوم خو زه ددښمن په ولکه کې راغلې وم، ماته د مسلمانانو په هکله ويل شوي وچې هغوی د ښځو سره د وحشي څیرونکو په څیر سلوک کوي ، خو تا له ماسره هغه ډول سلوک وکړ چې ماته ئې هیڅ هیله نه وه ، تا زما طلا او زما ښایسته وجود دواړه ټکر کړل او هسې شیان دې وګڼل ، زه دومره ويریدلې وم چې ويل به مې چې هر څوک را ته تر لاسه شي ، خوماته پناه راکړي او ما د خپلې سینی سره و لګوي ، خو ستا په اړوند ما ته تر اوسه پورې دا ډاډ نه و تر لاسه شوی چې ستا کړچار پاک دې ، ما دا هیله درلوده چې ته به د شپې له اړخه ماته زیان را ورسوی ، ما په خوب کې هم دهغه سترو څمڅارو ، توپان او هغه حبشیانو دهشت او ويره کتله ، زه د ويرې راپورته شوم نو تا زه له سینې سره و لګولم، اود کوچنیانو په څیردې ماته قصې کول پیل کړې او زما ويره دې ورکه کړه ، او کله چې شپه تیره شوه نوما د را ويښیدو سره سم ته د خدای په وړاندې په سجدې کولو و کتې ، کله چې تا د دعا له پاره لاسونه پورته کړل او سترګې دې پټې کړې نو په هغه وخت کې ستا پر مخ باندې خوښي ، ارامي او رڼا وه ، زه شکمنه شوم چې ته انسان نه کومه فرښته ئې ، ځکه هیڅ انسان د طلاو او زما په څیر د ښایسته نجلۍ څخه ځان خوندي ساتلې نه شي ...

ما ستاپه مخ باندې سکون اوخوښي کتلې وه ، اودې سکون زه و ژړولم ،ما غوښتل له تا څخه و پوښتم چې تا ته دا سکون چا در کړې دې ، ستا وجود پر ما دومره اغیز و شینده ، چې ما ستا په څیر د یوه انسان دوکه کول ډیره ستر ګناه وګڼله ، ما غوښتل تا ته داووایم چې زه به تا ته په خپل اړوند هره خبره ډاګیزه کړم، خو دهغې په بدل کې ماته هغه کړچار اوسکون را کړه او زما د زړه څخه هغه دهشت لرې کړه چې ماته هر وخت اذیت راکوي خو تا زما خبره وانه وریده ،ځکه چې تاته خپله دنده تر سره کول تر هر څه ښه مالومیدل .»

هغې د احمد دواړه لاسونه و نیول اوورته ئې وويل « ته به اوس هم دا یو فریب او دوکه ګڼې ، خو زما د زړه خبره واوره ، زه به له تا څخه جدا نه شم ، ما پرون تاته د ګناه په لور بلنه درکړې وه او درته می ويلې و چې ما خپله وينځه و ګڼه ، خو اوس به زه ټول عمر ستا په قدمونو کې په ناسته تیروم .ما خپله وينځه و ګرځوه او دهغې په بدل کې هغه سکون ماته راکړه چې د لمانځه د اداء کولو په وخت ستا پر مخ باندې ما کتلې و.»

«زه به هیڅکله هم تا ته ونه وایم چې تا ماته دوکه راکوي » احمدکمال ورته وويل « زما مجبوري داده چې زه خپل قوم او ولس او خپل فوځ ته دوکه نشم ورکولاې ، ته زما سره دهغوی امانت ئې ، او زه په دې امانت کې خیانت نه شم کولاې ، هغه سلوک چې ما له تاسره کړې هغه زما په دندوکې شامل دې ، او دا دنده به هغه وخت پاې ته ورسیږي چې زه تا اړوندې محکمی ته وسپارم ، او هغوی ماته حکم وکړي چې احمدکماله ته بیرته دخپلې دندې د اجراء‌ له پاره ستون شه .»

هغه هغې ته دوکه نه ورکوله ، خو نجلۍ په ژړا کې ورته وويل « کله چې ستا سې حاکم ماته د مرګ سزا راکوي نو بیا ته زما لاس و نیسه ، اوس مې همدا یوه غوښتنه ده ، زه تاته داسې خبره نه کوم چې ما فلسطین ته یوسه ،زه ستا د دندې د اجرا په لار کې خنډ نه پیدا کوم ، خوماته همدومره ووایه، چې ما ستا مینه منلې ده . زه تا ته داهم نه وایم چې ما خپله ښځه کړه ، ځکه چې زه یوه ناپاکه نجلۍ یم ، زما روزونکو زه د تیږي په څیر کړې یم ، زه په دې هم پو هیدم چې انسان څخه تیږه نه شي جوړیداې اوهغه به یوه ورځ نه یوه ورځ مجبوریږي چې له چا څخه و پوښتي چې سمه لار کومه یوه ده »

شپه تیریدله اودوی دواړو خبرې کولې، احمد کمال ترې و پوښتل « دوی زمونږ هیوادته ستاسې په څیرد نجونو د رالیږلو څخه څه څه کارونه اخلي ؟»

«ډیر زیات کارونه ترې اخلي .» نجلۍ ځواب ورکړ ،« یو شمیر د مسلمانو امراؤ په حرم سرایو کې دمسلمانې په لباس کې ور ننه باسي اوهلته بیا هغوی دخپلې روزني په اساس په دې امراؤ او حکمرانانو باندې غلبه پیدا کوي ، په هغوی باندې د صلیبیانو دخوښې وګړي ټاکي ، هر هغه حاکم چې د صلیبیانو خلاف وي دهغوی پر خلاف عمل کوي ، مسلمانې نجونې دومره چالاکه نه وي ، هغوی په خپل ښایسته والي باندې مغروره وي ، هغوی د حرم سرایو له پاره ټاکل کیږي خو یو عیسایي یا یهودي نجلۍ هغه له کاره باسي او خپله غلامه ئې ګرځوي ، تر دې وخته پورې د اسلامي حکومت د امیرانو او وزیرانو او د کلاو دخاوندانو تر نیمائې زیاتې پریکړې زمونږ دقوم په حق کې کیږي ، .....د نجونويوه بله ډله هم شته ،دا نجونې په اسلامی نومونو دمسلمانانو سره ودونه کوي ، دهغوی کار دادې چې د شتمنو کورنیو د نجونو دماغ او کړچار ور خراب کړي ، دهغوی ځوانان په بدو لار سر کړي ، او دشریفو کورنیو د نجونو اوهلکانو تر منځه معاشقی پیدا کړي ، او زماپه څیر نجونې پټ په پټه ستا په څیر حاکمانو ته ورځي چې بیا هغوی زمونږ په لاسوکې لوبیږي ، هغو حاکمانو ته د طلائې سکّو په شکل کې بدله ور کول کیږي ، هغوی زمونږ په څیر د نجونو خوندي ساتنه په همدې توګه کوي تر څو هیڅ ډول شک پرې و نه کړل شي ، دا نجونې دلوړپوړو چارواکو تر منځ غلطې انګیرنې او رقابت را پیدا کوي اودصلاح الدېن ایوبي او نور الدېن زنګي پرخلاف تبلیغات کوي. زه ئې هم ددوه نورو نجونو سره یوځاې د رجب تر څنګ دهمدې کارونو له پاره را استولې وم»

هغې د صلیبیانو دپټو رازونو څخه پردې پورته کولې او دمسلمانانو د ایمان پلورلو قصې ئې ورته اورولې او احمدکمال ورته غوږ ایښې و.

پاته په څلوریشتمه برخه کې ولولئ....

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery