مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:
اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
دیرشتمه برخه
پرلپسې (۸۵-۸۴)
«دا ستا دقوم دسپاهیانو لاشونه دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار ګرځیدلي چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیي او ....دکوموکومو ځاېو څخه دلته راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ایونا» په عایشې بدله شوه: (۸-۱)
د (۱۱۷۲) زیږدېز کال دویمه میاشت په تیریدو وه ، د (شوبک) کلا دمجاهدېنو په ولکه کې راغلې وه خو په ښار کې لا تر اوسه پورې بې نظمي او اړودوړ روان و. عیسایانو دخپلو کورنیو سره یوځاې دهغه ښاره د تیښتې هڅې کولې ، څه خو لا پخوا تښتیدلي و . هغوی ويریدل چې لکه څنګه چې هغوی د خپلې واکمنۍ په وخت کې د (شوبک) په اوسیدونکو مسلمانانو ظلم او تیرې کړې و نو په همدې توګه به اوس مسلمانان هم د هغوی د ژوند ساحه را تنګه کړي . هغوی د دې انتقامي عمل څخه دومره په ويره کې و چې کله چې هغوی خپل فوځونه د کلا نه په تیښته ، دصلاح الدېن ایوبې د غشې ويشتونکو په لاسو مړه او وسله غورځونکي کتل نو یواځې خپل کوچنیان به ئې له ځانو سره اخستل او دکورو څخه به وتل . خو مسلمانو سپاهیانو هغوی تللو ته نه پریښودل ، سالارانو او قومندانانو په خپله حکم کړې و چې د ښار اوسیدونکي بلې لورې تللو ته مه پریږدئ ، هماغه و چې سپاهیانو به تښتیدونکي عیسويان د شګلوړه لرې لرې لارو ، د غونډیو او نورو سیمو څخه نیول او بیرته به ئې ښار ته را وستل .
دا خلک په حقیقت کې د خپلو حکمرانانو د ګناه د سزا څخه په تیښته کې و، هغوی ددې ځاې اوسیدونکي مسلمانان د چېنجیو په څیر سپک او بې ارزښته ګڼل و او د « مسلمانانو پنډ غالې یا بیګار کیمپ » ددې ستر ثبوت و . سلطان ایوبي ته ددې پنډغالي په هکله مالومات و ، هغه (شوبک) ته د ورننوتلو سره سم همدې پنډ غالي ته ولاړ ، هلته نژدې دوه زره مسلمانان د قید اوبند په اذیتونو اخته پراته و . عیسایانو دغه دوه زره کسان ژوندي لاشونه ګڼلي و. دهغوی څخه به ئې د حیواناتو په څیر کار اخسته ، د دې بنديانو تر منځ داسې کسان هم و چې په ځوانۍ کې ئې راوړي و او همدلته ئې عمر تیرکړي و اواوس اذیتونو زړښت ته رسولي و . هغوی دا له یاده ويستلي و چې دوی ریښتیا هم انسانان دي ، په دې ځاې کې د پخوانیو جنګونو بنديان هم و ، خو د هغو بدنصیبو شمیره په کې زیاته و ه چې صلیبیانو د قافلو او یا د ښاره څخه نیولي او پنډغالي ته ئې را وړي و. که هغه به ستر تاجر و او یا به د ښکلو نجونو پلار ، هر څوک به ئې چې نیوه دهغه شتمني به ئې ترې اخسته او یا به ئې لوڼې ترې اخستې او هغوی به ئې همدې ځاې ته را رسول . په دوی کې دښار هغه مسلمانان هم و چې دهغوی پر خلاف دا الزام و چې هغوی د اسلامي سلطنت وفاداره او دصلیب دښمنان دي ، په ښار کې چې څومره مسلمانان اوسیدل هغوی به لمونځونه او دقران تلاوت په پټه په خپلو کورونو کې کاوه ، او هڅه به ئې کوله چې غږ ئې بیرون و نه وځي...... هغوی به یو مامولي شانته عیسائې ته هم ټیټیدل او سلام به ئې ورته کاوه ، هغوی به خپلې مسلمانې لوڼه په پردې کې ساتلې ، او نه به ئې پری ښولې چې بیرون را ووځي ځکه عیسایانو به د هغوی ښایسته کوچنیان تښتول .
کله چې سلطان ایوبي هغه دوه زره ژوندي لاشونه وکتل ، نو اوښکې ئې د سترګو روانې شوی او وئې ويل « زه ددې مظلومانو د ازادولو له پاره د ټول اسلامي سلطنت په خطر کې اچولو ته تیار وم ،» هغه د هغوی د غذائي او روغتیائي حالت د ښه کولو له پاره سمدلاسه احکامات ورکړل ، او وئې ويل چې اوس دوی په همدې ځاې کې وساتئ اوبسترې اونور اړوندې اسانتیاوي ورته برابرې کړئ ، دسلطان ایوبي سره په دې وخت کې د هغوی د زړه چاودو قصو د اوریدو وخت نه و ، هغه غوښتل تر هر څه لمړۍ د شاوخوا حالات سم کړي . بیرون لا تراوسه پورې جنګ روان و ، خو دا د ازاد او میداني جنګ په څیر جګړه نه وه . حال دا و چې د صلیبیانو هغه فوځ چې د سلطان ایوبي د فوځ د ځپلو له پاره د (شوبک) څخه وتلې و او د (کرک) په لورې او یا په لاره کې د سلطان ایوبي د فوځونو د محاصرې له پاره ئې سنګرونه نیولي و ، هغه خورر ور شوی و او شاتګ ته مجبور کړل شوې و ، مسلمانو چریکانو په هغوی باندې غلچکي عملیات کول او هغوی ئې د ډیر بد او خراب حالت سره مخ کړي و . سلطان ایوبي ته دا خبرونه را رسیدل ، چې په ځینو ځاېو کې دهغوی چریکان محاصره شوي او ډیر زیان ورته رسیدلې دې ، دا خطره هم وه چې هغه فوځيان چې د(کرک) په کلا کې شتون لري هغوی به په صحرا کې دخپلو نورو صلیبیانو د خلاصون له پاره مرسته ور ولیږي.
ددې حالاتو سره دمقابلې له پاره دسلطان ایوبي سره د فوځ کمښت و او هغه د مصر څخه هم نور کومک نه راغوښته ، ځکه چې هلته هغه سازشونه لا تر اوسه پورې په پوره توګه نه و ځپل شوي ، دګوښه شوي فاطمي خلافت ملاتړي په مختلفو سازشونو کې مصروف و ،همدا راز سوډاني حبشیانو هم خپلې لښکرې راټولې کړې وی ، صلیبیانو غوښتل د هغوی مرسته وکړي اوهغوی یو دبل سره دسلطان ایوبي پر خلاف را یوځاې کړي ، تر ټولو لويه خطره داوه چې هلته یو شمیر مسلمان سیاسي او فوځي مشران هم د سلطان ایوبي پر خلاف په سازشونوکې مصروف وول ، دا د ایمان پلورنکو ډله وه ، چې د واک د تر لاسه کولو له پاره ئې د اسلام د دښمنانو سره لاس یو کړې و او د پردېو سره یو ځاې په سازشونو کې را ګیرو ، هغوی د حشیشین د مسلکې قاتلینو مرسته هم تر لاسه کړ ې وه ،او دسلطان ایوبي د وژلو پلان ئې تر لاس لاندې نیولې و .
سلطان ایوبي څو ځله ويلي و ، چې دا د صلیبیانو څومره ستره بریا ده چې هغوی زما په لاسو زما خپل مسلمانان وژني ، پرته له شکه هغوی ، چې ما ورته د غدارۍ کولو په اساس د مرګ سزا ورکړې وه ، ایمان پلورنکي وو. خوبیا هم هغوی مسلمانان وو ، کلیمه ئې ويله ، څومره به ښه و چې دې خلکو خپل دښمن پیژندلې .
له یوه اړخه اوس د (شوبک) کلا دهغه تر پښو لاندې وه ، او هغه د کلا په دېوالونو دخپلو فوځي سلا کارانو سره ګرځیده ، ددې ښار مسلمانو اوسیدونکو په ډلو ډلو نڅاوی کولې او د[ الله اکبر] شعارونه ئې ورکول ،خود بله اړخه په اوښانو د شهیدانو لاشونه او زخمیان راوړل کیدل ، سلطان ایوبي په ژور فکر کې ډوب و ، د هغه دوست بهاؤالدېن شدّاد په خپلو لیکنو کې لیکي چې « دصلاح الدېن ایوبي په مخ او تندي د سوبې اوبریا څه نښې نه لیدل کیدې ، د (شوبک) د مسلمانانو یوه ډله چې دخوشحالۍ څخه په نڅاو کې و دهغه دېوال تر څنګ و دریدله ، چېرې چې مونږ ولاړ و ، نو صلاح الدېن ایوبي هغوی ته کتل ، د هغه په لیدلو سره د خلکو جذبه نوره هم زیاته شوه ، خو د ایوبي په شونډو باندې مسکا هم را پیدا نه شوه ، ان تر دې چې دهغې خلکو له پاره ئې لاس هم و نه خوراو چې ددې په خوشحالۍ کې هلته سره را ټول شوي و. هغه ورته یواځې کتل ، د ډلې څخه یوه په لوړ اواز وويل « صلاح الدېن دنجم الدېن ایوب ځويه ! ته د (شوبک) د مسلمانانو له پاره پیغمبر راغلې ئې .» دا دعربي نژاده و ، او عربو به یوبل د پلار په نوم پیژانده او غږ به ئې ورته کاوه، په دې خاطر ډیرو صلاح الدېن ایوبي ته بن ایوب یا بن نجم وایه ، پخپله سلطان ایوبي دکرد د نژاده و .....
«د نڅیدونکو څخه کوم یوه نعره پورته کړه ،-- دکرد ځويه ! مونږ ستا پیغمبرۍ ته سجده کوو ، صلاح الدېن ایوبي یو ټکان وخوړ ، په سخته لهجه ئې وويلې ، دوی ته ووایه چې ما نه ګنهګاروي ، زه دپیغمرانو غلام یم ، د سجدي کولو وړ یواځې یو الله ج دې .» ما د سلطان یو ساتونکي ته وويل ، ورمنډه کړه او هغه خلکو ته ووایه چې داسې نعرې دې نه وهي ، دمصر امیر پرې ناخوښه کیږي ، ساتونکې ورغې نو ایوبي هغه تم کړ او ورته ئې وويل چې « په کلاره ورته ووایه ، دهغوی زړونه مه خفه کوه ، پریږده چې نڅاوی وکړي او سندرې ووائي ، هغوی د جهنم څخه را وتلي دي . زما ژوند دهغې خلکو د خوشحالیو له پاره وقف دې ....
هغه نور څه نه شو ويلې ځکه د هغه اواز دژړا ډک و، دا د احساساتو غلبه وه ، مخ ئې واړاوه ، غوښتل ئې خپلې اوښکې له مونږه څخه پټې کړي ، لږ وروسته هغه زمونږ لورې ته وکتل ، او وئې ويل « مونږ اوس اوس د فلسطین دهلیز ته را رسیدلي یو، زمونږ منزل ډیر لرې دې ، مونږ ته دشمال په لورې تر هغه ځاېه تګ ته اړتیا ده چېرې چې د روم د بحیرې ساحل دلمرپریواته لورې ته ور ګرځي ، مونږ ته دعربو د ځمکو څخه د اخری صلیبي د ويستلو او د روم په بحیره کې د هغوی د ورډوبولو کار را په غاړه دې .
سلطان ایوبي هملته خپلو سلاکارانو ته حکم وکړ چې په ټول ښار کار کې اعلان وکړي چې هیڅ غیر مسلمان دې په دې خاطر د ښاره نه تښتي چې مسلمانان به ئې په تنګ کړي ، هر چاته چې دکوم مسلمان ښاري او یا عسکر څخه څه ستونزه ورسیږي نو هغوی دې دکلا د دروازې سره خپل شکایت درج کړي ، دهغې به پوښتنه و شي . هغه وويل چې مونږ دهیچا له پاره هم ستونزې او مصیبتونه له ځانه سره نه دي راوړي بلکه د محبت او مینې پیغام مو راوړې دې ، که چا هم د اسلامې حکومت پر خلاف خبره یا کوم خوزښت وکړ نو هغه ته به د اسلامي قانون په چوکاټ کې سخته سزا ورکړل شي ، په یاد ولرئ چې داسلامي قانون د سزا څخه که مسلمان وي او که غیر مسلمان ، یو هم خوندي نه شي پاته کیداې . ددې تر څنګ هغه حکم وکړ چې که په ښار کې کوم صلیبي جاسوس او یا عسکر پټ شوی وي او یا ورته چا په خپل کور کې پناه ورکړې وي نو هغه دې سمدستي خپل ځان د مسلمانانو فوځ ته تسلیم کړي .
دسلطان ایوبي فوځ د(شوبک) کلا ته د یوه دېوال په ماتولو سره ور ننوتې و. هغه حکم کړې و چې د کلا په هغه برخه باندې سمدستي ولکه وکړئ چېرې چې د صلیبیانو د څارکښۍ د شبکې مرکز و . ددې جاساسونو ددغې مرکز په هکله هغه ته ډیر مالومات ورکړل شوي و او لارښوونه ئې هم ورته کړې وه ، خو صلیبیان دومره ناپوهه نه و، هغوی د هر څه دمخه هغه مرکز خالي کړې و ، او ټول اسنادئې ترې له ځانه سره وړي و ، دهغوی د جاسوسې شبکې مشر (هرمن) او دهغوی نور چارواکي دهغه ځاېه تښتیدلي و ، هلته یواځې اته نجونې نیول شوې وې چې علي بن سفیان ته ورسپارل شوې وې، هغه د هغوی څخه مالومات تر لاسه کول ، هغو نجونو ويلي و چې لږ و ډیر شل نجونې له دې ځاېه څخه وتلي دي . هغوی ټولې په خپله تښتیدلې دي ، دهغوی سره کوم نارینه نه و ، نارینه جاسوسان هم وتلي و ، دهغو اتو نجونو څخه یوی دخپلې ملګرې نجلۍ لوزینا په اړوند وويل ، چې هغې یو مسلمان فوځي (حدېد) ته ددې کلا څخه د تیښتې لار برابره کړې وه او بیا ئې په زهرو ځان وواژه .
په (شوبک) کې د امن دټینګښت او نورواموراتو دښه کولو له پاره فعالیتونه ښه په ځوَګ سره روان و . صلیبیانو هم د (کرک) څخه په (شوبک) د یرغل او هغه د سلطان ایوبي څخه د بیرته اخستلو په پلانونو باندې غورکاوه او پلانونه ئې جوړول . خو صلیبیان دبلې حملې له پاره دومره ژر ، چې هغوی ئې هیله کوله ، نه شواې چمتو کیداې . دهغوی تر مخه لمړۍ پوښتنه داوه چې: په داسې حال کې چې هغه جاسوس عالم ډیر پوخ خبر راوړی و چې سلطان ایوبي پر (کرک) یرغل کوي ، دهغه فوځونه د(کرک) په لور را روان هم و ، د هغوی دقاهرې جاسوسانو هم همدا ډول خبر ورکړې و چې د سلطان ایوبي فوځ به په (کرک) یرغل کوي او قومنده به ئې هم دهمغه په غاړه وي ، خو په نیمائې لاره کې دهغه د فوځونو لوری ولې بدل شو؟ او داسې چال ئې و لوباوه ، چې هغه صلیبي فوځ چې دمسلمانانو دمخنیوي له پاره هلته مخته ورغلې و د غلچکي عملیاتو لاندې راغې او سلطان ا یوبي د (کرک) څخه ډیر لرې په (شوبک) باندې یرغل وکړ .
دا پوښتنه په یوه کانفرانس کې راپورته شوه ، چې په کې د صلیبیانو ستر چارواکي او حکمرانان شریک ول، دهغوی د څارکښۍ د شبکې مشر جرمن نژاده (هرمن) او جاسوس عالم چې سلطان ایوبي په قاهره کې دنیولو وروسته ازاد کړې و دملزمانو په څیر په دې کانفرنس کې ناست و، جاسوس عالم د (شوبک) د سوبې دمخه په تیښته بریالې شوی و، هغه ته دکانفرانس په خونه کې ځولنې اچول شوې وې، په هغه دا الزام و چې هغه د غلطې اطلا ع په ورکولو سره مسلمانانو ته ګټه ورسوله ، او دهغوی د سوبې او بریا سبب وګرځید. هغه عالم یوځل بیا بیان ورکړ او څرګنده ئې کړه چې هغه ته دا اطلاع څه ډول تر لاسه شوی وه چې سلطان ایوبي په (کرک) باندې یرغل کونکې دې ، هغه داهم وويل چې که چېرې دهغه په خبر کې کوم شک واې نو اړوندې ادارې باید پر هغې باندې عمل نه واې کړې . دهغه ددې بیان په بنسټ د (هرمن) څخه و پوښتل شول چې هغه د څارکښۍ د شبکې د ماهر په څیر څنګه دا و منله چې ددې جاسوس راوړې خبر بلکل سم دې .
« زه په دې هکله ډیر څه ويل غواړم » (هرمن) وويل « زه دا په ډاډ سره ويلاې شم چې زه د څارکښۍ د شبکې ماهر یم ، خو ډیر وختونه داسې راغلي دي چې په هغې کې زما مهارت او د څارکښۍ کولو محنت له نظره غورځول شوی دې ، دهغې پایلې دا شوی چې زما مهارت د فوځ دمرکزي قومندې یا د کوم پادشاه د حکم نه قرباني شوی دې ، په دې کانفرانس کې درې پادشاهان هم شتون لري ، او د هغوی د متحده قومندې اعلی قومندان هم شته ، او دا چې مونږ اوس دداسې سترې ماتې سره مخ شوی یو چې په کې د (شوبک) په څیر ډیره مهمه کلا زمونږ له لاسه ووتله ،او تر څنګ ئې په میلومیلو خپره سیمه هم مسلمانانو ولکه کړې ده ، دېوه کاله زیات لوژیستکی وسایل ددښمن په لاسو کې پریوتي دي ، اود (شوبک) ټوله ابادي دمسلمانانو غلاما ن ګرځیدلي دي ، زه غواړم ستاسو خامۍ او احمقانه حرکتونه ستاسې تر مخ کیږدم او زه تاسې ټولو ته په ډیر احترام او درنښت سره دا یادول غواړم چې مونږ په صلیب باندې لاس ایښودې او دا مو ويلي چې دصلیب وقار اوعزت څخه به ځان ځاروو ، نو که چېرې ستاسې د کوم یوه ذاتي وقار ته کوم زیان رسیږي نو هغه دې دخپل وقار اوعزت په ځاې دصلیب وقار او عزت تر مخ کیږدي.»
(هرمن) د ستر حیثیت خاوند ګڼل کیده ، او دومره ځواک ئې درلوده چې کونارډ ، ګې اف لوزینان ، او د شاه اګسټس په څیر خپل سرو پادشاهانو هم دهغې دخبرې د رد کولو جرأ ت نه شوکولې ، د څارکښۍ ټول نظام دهغه په لاسوکې و ، په هغوی کې وژونکي جاسوسان هم وو، (هرمن) ددې جرأت اوهمت درلود چې که وغواړي هر حکمران په پټه توګه له منځه یوسي نو وړاې شي. هغه ته اجازه ورکړل شوه چې هغه خپله شننه وړاندې کړي .
« زه په دې خبرې د پوهیدو توان نه لرم ، چې ددښمن دراز د مالومولو له پاره یواځې په نجونو باندې ولې دومره زیاته تکیه کیږي؟. » هغه وپوښتل .
« په دې خاطر چې ښځه د انسان تر ټولو ستره کمزوري ده .» یوه حکمران وويل ، « دانسان د کړچار دخرابولو ښه وسیله ښځه ده ، ایا ته ددې څخه انکار کولې شې چې دعربو زیات شمیر مسلمان امراء ، وزراء ... مونږ دهمدې ښخو په واسطه خپل غلامان ګرځولي دي ؟»
« خو تاسې دا فکر نه دې کړې چې په دې وخت کې د مسلمانانو حکومت د فوځ په لاسو کې دې ،» (هرمن) ورته وويلې ، دهغوی خلیفه خپل حکم نه شي پیاده کولاې ، په عسکري امورو کې دهغې هیڅ ډول مداخله نشته ، په مصر کې دسلطان ایوبي حیثیت د هغې ځاې د والي په څیر دې خو هغه د هغې ځاې خلیفه هم ګوښه کړ، هلته نورالدېن زنګي دې چې د یو سالار او وزیر رتبه لري خو په جنګې امورو کې هغه دبغداد دخلیفه څخه د اجازي اخستلو ته هیڅ اړتیا نه لري ، په دې اساس دا په نظر کې و ساتئ ، چې تاسې به یو څو امیران ، وزیران او د کلاو مسؤلین په خپلو لاسو کې اخستي و ي خو دهغوی حیثیت د یوڅو غدارانو په څیر دې هغوی تاسي ته دخپل هیواد یو انچ هم نه شي درکولاې ، د اسلامي حکومت اصل حکمرانان فوځيان دي . نورالدېن زنګي اوصلاح الدېن ایوبي دواړو خپلو فوځونو ته داسې روزنه ورکړې ده چې تاسې نه شئ کولاې د داسۍ نجونو په واسطه دهغوی دفوځ کړچار خراب کړئ ، او نه مو دا کار تر اوسه پورې کړې دې ، دهغې فوځ له پاره شراب څښل دروند جرم دې ، په اسلام کې دهر یوه له پاره شراب حرام دي ، ددې بنديز اغیز دادې چې مسلمان فوځي وي او که غیر فوځي هغوی تل په خپل هوش او فکر کې وي ، که چېرې صلاح الدېن ایوبي دشرابو عادي واې ، نو نن به مصر زمونږه و ، او صلاح الدېن ایوبي به د (شوبک) د کلا فاتح نه ګڼل کیده ، بلکه په دې کلا کې به زمونږ سره بندي واې .
« (هرمن) ! » یو قومندان ورته په سخته توګه وويلې « خپله خبره تر نجونو پورې وساته ، مونږ سره د مسلمانانو د صفتونو د اوریدلو له پاره وخت نه شته ،»
« زه همدا ويل غواړم » (هرمن) ورته وويل « چې د څارکښۍ له پاره د نجونو استعمال ناکامه شوي دي، په تیرو دوو کالو کې مونږ ډيرې ارزښتناکه نجونې مصر ته واستولې خو هغوی زیاتې د مسلمانو فوځيانو په لاسو ووژل شوی ، د نجونو په هکله دا هم یاد ساتئ ، چې ښځه ذات ډیره ژر احساساتي کیږي ، که تاسې نجونو ته هر څومره سخته روزنه ورکړئ بیا هم هغوی د نارینه و په څیر د تیږي په شان نه کلکیږي . مونږ هغوی په خطرو کې ورغورځوو ،خطره په هر حال خطره وي او په زړه او دماغ اغیز کوي. په ځینووختونو کې حالات ډیر زیات خرابیږي او په داسې حالاتو کې مسلمان فوځيان زمونږ نجونې د تفریح او ساعت تیریو په ځاې په خپله پناه کې اخلي او خپل جسم پرې حراموي ،نجونې د جذباتو څخه مغلوبیږي . همدا اوس اوس زمونږ یوي نجلۍ د صلاح الدېن ایوبي یوه قومندان د غلو څخه خوندي کړې وه ، او پخپله زخمي شوی و ، نجلۍ هغه له ځانه سره (شوبک) ته راوست خو مونږ هغه د مسلمانانو په پنډغالي کې واچاوه ، مګر نجلۍ هغه ته زمونږ د یوه افسر کالي ور واغوستل او دکلا څخه ئې وويست ، هغه ته ئې آس هم ورکړ ،ما هغه نجلۍ و نیوله ، خو هغې زهر وخوړل او ځان ئې وواژه، هغې د سزا د ويرې ځان نه و وژلې ، هغې محسوس کړې وه چې هغه ګناهګاره ده ، اوخپل جسم ئې د دوکې له پاره استعمال کړې دې ، دا احساس دومره سخت و چې هغه ئې زهرو خوړلو ته مجبوره کړه .
« دنجونو پر خلاف یو بل دلیل هم وړاندې کول غواړم ، زمونږ سره چې څومره جاسوسې نجونې دي دهغوی زیاته شمیره دهغو نجونو ده چې په کوچني والي کې د مسلمانانو د قافلو څخه او یا د مسلمانانو د کورونو څخه را تښتول شوي دي ، مونږ هغوی ته خپل مذهب ورکړ ، او روزنه مو ورکړه ، هغوی ځوانې شوی او خپل اصلیت ترې هیر شو ، هغوی ته دا یاد هم پاته نه شو چې هغوی د مسلمانانو لوڼي دي ، خو مونږ یواځې د هغوی نوم بدل کړ، دهغوی مذهب او کړچار مو بدل کړ ، خو دهغوی وينه مو بدله نه شوه کړاې ، زه په انساني نفسیاتو باندې پوهیږم ، او دا زما تجربه ده ، چې دمسلمانانو نفسیات د نورو مذهبونو د انسانانو څخه توپیر لري، دا نجونې چې کله هم د کوم مسلمان مخې ته ورځي نوداسې ورته مالومیږي چې هغوی ته یو ناڅاپه را په یادېږي چې دهغوی په رګونو کې هم دمسلمان پلار وينه ده ، د مسلمان د وينی څخه د هغه مذهب نه وځي .»
«ته غواړې ووائې چې پس له دې کومه نجلۍ د څارکښۍ له پاره مه لیږئ ،» یوه قومندان ورڅخه و پوښتل . « کومه داسې نجلۍ مه استوئ چې دکوم مسلمان په کور کې پیدا شوې وي.» (هرمن) ځواب ورکړ . « که چېرې تاسې نجونې زما د شبکې څخه وکاږئ نو دا به د صلیب له پاره غوره و ي، تاسې د مسلمانو امراو حرم سرایو ته نجونې استوئ ، تاسو هغوی په خپلو جالو کې را ګیرولې شئ ، هغوی په اسانۍ سره ستاسې په لاسو کې را تلاې شي ، ځکه چې هغوی د جنګ میدان نه دې لیدلې ، دهغوی توري زمونږ د تورو سره نه دي ټکر شوی ، دهغوی فوځ مونږ پیژني ، یواځي فوځ دې چې دښمن پیژندلې شي ، په دې خاطر هغوی زمونږ په جال کې نه را نښلي ،»
دصلیبیانو پادشاه اګسټس ډیر زیات شېطان فطرته انسان و ، هغه د اسلام سره دښمني عبادت ګاڼه ، هغه وويل « (هرمن) ! ستا آند ډیر را نغښتې دې ، ته یواځې صلاح الدېن ایوبي او نور الدېن زنګی ګورې ، خو مونږ اسلام وينو ، مونږ باید ددې مذهب بیخ را وکاږو ، دهغوی کړچار اوآندونو کې شکوک او شبهات راپیدا کړو، په مسلمانانو کې داسې تهذیب رواج کړئ چې په کې جذابیت وي ، دا اړینه نه ده چې مونږ خپلې ټولې موخې په خپل ژوند کې تر لاسه کړو ، مونږ به دا کار خپل راتلونکې نسل ته ور وسپارو ، څه بریا به هغوی تر لاسه کړي او دا کار به بیا دهغې وروسته نسلونو لاسو ته ور ولويږي ....
بیا به داسې یو وخت هم راشي چې د اسلام نوم او نښه به هم پاته نه وي ، که چېري اسلام ژوندې هم پاته وي نو بیا به دا مذهب بل کوم صلاح الدېن ایوبي او نورالدېن زنګي په څیر بچېان نه زیږوي ، زه په ډاډ سره ويلې شم چې مذهب به د مسلمانانو خپل وي خو دا مذهب به زمونږ په تهذیب کې رنګ شوې وې، (هرمن)! د نن څخه سل کاله وروسته په نظر کې و نیسه ، برې او ناکامي وختي پیښې دي ، مونږ به په (شوبک) دوباره ولکه کوو ، ته په مصر کې سازشونو ته دوام ور کړه ، د فاطمیانو او حبشي سوډانيانو تر منځ یووالې راوړه او هغوی ته مرسته ورکړه او د حشیشینو څخه کار واخله .
*****(۸۴)
غونډه روانه وه چې یو صلیبي افسر را ننوت ، ستړې ستومانه او په خاورو ککړ و ، داد هغه فوځ قومندان و چې دښتې ته دمقابلې له پاره استول شوی خو اوس سوکه سوکه د (کرک) په لور شاته را روان و ، هغه ډیر اندېښمند و ، هغه وويل « د فوځ حالت ښه نه دې زه ددې وړاندېز سره راغلې یم چې د(کرک) د فوځ سره څه نور فوځ ور یوځاې کړئ او په (شوبک) باندې یرغل یوسئ او مسلمانان مجبور کړئ چې مخامخ جنګ ته راشي . اوس د جګړې حال دادې چې زمونږ فوځي دلګي د مرکزي قومندې په مطابق د (کرک) په لورې په شا تګ کوي دمسلمانانو چریکې ډلې د لږشمیره وګړو په واسطه غلچکي شپیني بریدونه کوي اوبیا شاته ته تښتي ، او دورځې له اړخه دهغوی یو څو کسان غشي ويشتونکي یوڅو غشي را توغوي او بیرته ور ککیږي ، هغوی ډیر وخت اوښان او آسونه په نښه کوي ، او هر ځناور چې په غشي لګیږي نو هغه بیا د کنتروله وځي ، مونږ دلږ څه تم کیدو وروسته خپلې خورې ورې ډلې بیرته سره راټولې کړلې ، او د ځوابي یرغل هڅه مو وکړه خو مسلمانان مخامخ جګړه نه کوي ، زمونږ یو شمیر دلګي په دې خاطر له منځه ولاړ ل چې مسلمانانوهغوی دخپلې خوښې ډګر ته را ښکودل ،اوس په سپاهیانو کې د جګړي کولو جذبه مړژواندې شوی ده ، او ددې جذبي د بیرته را پیداکیدو له پاره دې ته اړتیا ده چې یوه قوي ځوابي حمله پیل کړل شي.
په همدې موضوع باندې بحث او څیړنه پیل شوه ، دصلیبیانو له پاره داستونزې پیدا شوې وې چې دهغوی د فوځ ډیره برخه ، چې هغوی ډیر ښه فوځ ګاڼه، د(کرک) څخه لرې په شګلوړه ځمکه کې خوره وره پرته وه. د سلطان ایوبي چال بریالې شوی و ، د هغه قومندانانو او عسکري ډلو دهغه دغه چال په ډیره ښه توګه پلي کړې و، هغوی به په اوبو باندې ولکه کوله ، لوړو ته به ئې ځانونه رسول او غونډیزو سیمو کې به ئې غلچکي بریدونه کول ، او د ورځي له اړخه به که هوا تیزه چلیده نو دهمغې تیزی هوا له څپو سره به ئې سمه حمله کوله، ددې څخه دا ګټه تر لاسه کیده ، چې دهوا اودآسونو دپښو څخه الوزول شوی شګې به د صلیبي عسکرو په سترګو کې ننوتلې او ړندول به ئې . دسلطان ایوبي سره زیات شمیر وګړي نه و .
تاریخپوهان لیکي چې که صلیبیانو یرغل کړې واې نو دسلطان ایوبي سره دومره وګړي نه و چې (شوبک) ئې ساتلاې واې ، هغه د جنګي فهم اوفراست څخه کار واخست ، اوپه صلیبیانو باندې ئې خپل رعب او دبدبه قایمه کړه ، د (شوبک) شمال شرق ته دصلیبیانو یو زیات شمیر فوځ هسې بیکاره پروت و ، هغه ئې له دې ويرې له هغه ځاېه نه شو را ويستلاې چې سلطان زنګي به سلطان ایوبي ته د هغې لارې مرسته ورسوي.
صلیبي قومندانان او حکمرانان هلته په (کرک) کې سره را ټول وو او دخپلې ماتې غم سره زړه خوړینې کړي و ، خو په (شوبک) کې ایوبي دې ستونزې غمژن کړې و چې که چېرې صلیبیان یرغل راوړي نو دهغې به څه ډول مقابله کوي ؟
هغه د عیسایانو په بڼه کې خپل جاسوسان (کرک) ته استولي و ، ترڅو د صلیبیانو د راتلونکو عزایمو او منصوبو څخه ورته اطلاعات را ورسوي، هغه داسې انتظام کړې و چې دهغې له مخې هغه ته د محاذ خبرونه ډیر ژر را رسیدل . هغه د (شوبک) او دهغې د چاپیره سیمو څخه په فوځ کې دخدمت له پاره دخلکو د را نیولو کار پیل کړ. او حکم ئې وکړ چې په فوځ کې د نوو را یوځاې شوو له پاره هملته په کلا کې روزنه ورکول پیل کړل شي . هغوی ته دصلیبیانو زیات شمیر اوښان او آسونه هم تر لاسه شوی و.
بیروني فوځونو ته هغه حکم وکړ چې ددښمن ځناور د وژلو په ځاې ژوندي و نیسئ ، او کلا ته ئې را ولیږئ ، د نوو عسکرو د روزلو په هکله هغه حکم وکړ چې هغوی ته دشپني غلچکي عملیاتو او خوځنده جنګ کولو روزنه ورکړئ ،
په (کرک) کې چې کومه غونډه روانه و ه په هغې کې د (هرمن) دا وړاندېز رد کړل شو چې د جاسوسۍ له پاره نجونې مه استعمالوئ ، خو عام جاسوسان ئې پریښول اوهغوی ته ئې دا حکم وکړ چې هغوی دې په مسلمانانو د نظریاتي یرغل له پاره وګړي را پیدا کړي . ددې وروسته ددې پوښتنه وشوه چې په (شوبک) کې څومره نجونې او نارینه جاسوسان پاته شوي ؟ اوایا هغه نجونې د هغه ځاېه څخه را ويستلاې شو ؟ (هرمن) هغوی ته وويل چې یو څو نجونې دمسلمانانو په قید کې ورغلي اوڅه نورې را وتلې دي او یو شمیر ورکې دي ، د نارینه جاسوسانو په هکله هغه وويل چې یو څوئې په قید کې دي ، څه را وتلي دي او څه درغل شوي.. هغو ته خبر ورکول شوی چې هملته اوسئ او د مسلمانانو سره ځان یو کړئ او خپل کار ته دوام ورکړئ ،... یو صلیبي حکمران وويل چې هغه نجونې چې هلته قید دي دهغوی را ويستل اسانه نه ښکاري خو دا هم شوني ده چې یو شمیر نجونو هلته د عیسایانو په کورونو کې پناه اخستي وي هغوی باید دهغه ځاېه څخه را وويستل شي.
د لږ څه بحث او څیړنې وروسته دا پریکړه وشوه چې داسې یوه ډله تیاره کړئ چې دسلطان ایوبي د غلچکي ډلې په څیر هر ډول لوبي ته تیار وي ، ددې ډلې هر یو کس باید ذهینه او هوښیار وي په عربي یا مصري ژبه و پوهیږي ، دا ډله دداسې مسلمانانوپه بڼه کې هلته (شوبک) ته ور واستوئ چې دهغې نه دا مالومه شي چې دوی د (کرک) دعیسایانو د ظلم او تیري له لاسه را تښتیدلي دي ، هغوی ته داکار وسپارئ چې دنجونو لټون وکړي او دهغې ځاېه ئې را وکاږي . ددې کار د تر سره کولو له پاره به هغه مجرم وګړي ډیر مناسب وي چې د هغوی دغوښتنې په اساس د زندانو څخه را ويستل شوی او په فوځ کې ور داخل کړل شوي دي ، په فوځ کې د همداسې روزل شوو مجرمینو لټون وکړئ او هغوی د څو ورځو روزنی د ترلاسه کولو وروسته بیا (شوبک) ته واستوئ ، خو دا خیال وکړئ چې په هغو کې هغه سپاهیان هم شتون ولري چې (شوبک) کې اوسیدلي وي او دهغې ځاې دکوڅو او لارو سره ښه بلدتیا و لري ،..... اوس دلته دا ستونزه را پیدا شوه چې مجرم وګړي ددې سیمي په ژبه نه پو هیږي ، ددې له پاره ئې دحل لاره دا را پیدا کړه چې ډیر داسې وګړي ور واستوئ چې دهغې ځاې په ژبه باندې پوهیږي .
زیات شمیر تاریخپوهانو د(شوبک) سوبې ته مختلف رنګونه ورکړي دي، په دوی کې سپین ګويه تاریخپوهان لکه د( ویليم اف ټآئر) په څیر عیسایانو هم ، په صلیبیانو باندې سختې نیوکې کړي دي ، هغوی لیکي چې دهغوی حکمرانانو د ښایسته نجونو په واسطه د مسلمانانو په سیمو کې دهغوی کړچار د خرابوالي ، تخریب کارۍ او څارکښۍ له پاره توجه کوله ، ددې څخه دهغوی دخپل کړچار لید تر سترګو کیږي چې دوی په خپله څه ډول خلک وو. دا سمه ده چې هغوی به دمسلمانانو څو کسه غیر فوځي چارواکې تر خپل اغیز لاندې را وستي وي خو دهغوی په دماغ کې دا نه راتلل چې دمسلمانانو یو قوم هم شته او یو فوځ هم ، د یوه قوم او دهغې د فوځ د عقیدې وژل دومره اسانه کار نه دې ،اوبیا په هغه وخت کې چې صلیبیانو دمسلمانانو قافلي لوټولې ، د هغوی کوچنیان ئې تښتول ، په نیول شوو سیمو کې ئې په پراخه پیمانه د خلکو ابرو او عزت واخست ، عامی وژنې ئې وکړې او مسلمانان ئې په بیګار پنډغالي کې ور واچول او دځناورو څخه ئې هم سپک سلوک ورسره وکړ.
دمسلمان قوم اوفوځ جذبه له منځه وړل نا شونې ده ، هغوی په خپل دې ناوړه کړچار سره د مسلمانانو په زړونوکې د بدلې اور را تازه کړ . د اسلام په لیکو کې د یو څو کسه غدارانو د پیدا کولو سره ددې مذهب عظمت له منځه نه شې وړل کیداې .
تاریخپوهانو لیکلي دي چې په هغه وخت کې چې په (شوبک) د یرغل اړتیا وه ، او صلاح الدېن ایوبي د جنګي اړخه کمزورې و نو صلیبیانو د(شوبک) څخه د یو څو جاسوسو نجونو د ويستلو په فکر کې ډوب و اوددې کار له پاره ئې دسرتیرو د ډلې د چمتوکولو حکم کړې و . هغوی لیکي چې دصلاح الدېن ایوبي د جنګي فراست ستاینه باید وکړل شي چې هغه په صلیبیانو باندې رعب او ويره اچولې وه ،د هغوی فوځ ئې سره خپور وور کړې و ،اوصلیبیانو هم د ا اغیز منلې و، هغوی هیڅ دې لورې ته توجه ونکړه ، چې د ایوبي خپل فوځ دلګي دلګي او ډله ډله خور وور پروت دې اودا هم ويل کیږي چې سلطان ایوبي ددې حال څخه غمګین هم و، دهغه خاص سلاکار ، شدّاد ، چې دهغه د اندېښنې کومه یادونه کړې نو هغه همدا کیداې شي چې دهغې فوځي دلګي د صلیبیانو د تعقب پسې خواره شوي و او دهغوی مرکزیت له منځه تللې و . دا هم سمه ده چې دهغې دلګي د قومي او ذاتي جذبو په اساس جنګیدل ،دا سې نمونې هم لیدل شوی دي چې یو شمیر مسلمان فوځي دلګي د صحرا په لارو کې بې لارې شوي ،د خوراک څښا ک څخه بې برخې شوي خو هغوی بیاهم په هر حال کې چې وو، جنګیدل .
دا دجذباتواو احساساتو جنګ و چې صلیبي سپاهیان ترې بې برخې و، کله به چې هغوی خپل قومندانان د شا تګ په حال کې کتل ،نو په هغوی کې به هم د جنګ جګړی روحیه له منځه تلله، که چېرې صلیبیانو لږ څه توجه دې لورې ته کړې واي نو د ایوبي خورورو لښکرو باندې ئې ولکه موندلې شوه ، خو هغوی په وړو وړو خبرو باندې دومره توجه کوله لکه څومره چې په مهمو جنګی امورو باندې کیږي .
دلته یوه بله یادوونه اړینه ده او هغه داچې د هغه وخت د صلیبي پیښو لیکونکو په حواله دوه درې غیرمسلمانه تاریخپوهانو دا ډول غلط بیاني هم کړيده ، چې سلطان صلاح الدېن ایوبي (شوبک) دوه کاله په پرلپسې توګه تر محاصرې لاندې نیولې و اوبیرته ناکامه را وګرځید ، هغوی ددې علت دا بیان کړې دې چې د صلاح الدېن ایوبي او نور الدېن زنګي تر منځ غلط فهمي را پیدا شوی وه ، زنګي ته دهغه سلاکارانو ويلي و چې صلاح الدېن ایوبي مصر په خپل ذاتي واک کې اخلي اوځان د فلسطین حکمران جوړوي ، هغه به دفلسطین د سوبی وروسته زنګي هم له کاره ګوښه کړي ، دامؤرخین لیکي چې نور الدېن زنګي په دې بهانه (شوبک) ته خپل فوځونه را و استول چې دا د سلطان ایوبي له پاره مرسته ده ، خو هغه خپلو قومندانانو ته لار ښوونه کړې وه چې هغوی دې د (شوبک) جنګی امور په خپل لاس کې واخلي ، همغه و چې کله چې دا فوځ راغې نو سلطان ایوبي ته چاوويل چې سلطان زنګي دا فوځ ددې له پاره نه دې را استولې چې له تاسره مرسته وکړي بلکه د مرکزي قومندې د تر لاسه کولوله پاره ئې را ستولې دې . ددې خبرې په اوریدلو سره سلطان ایوبي خفه شو او د(شوبک) محاصره ئې ختمه او بیرته ئې مصر ته کوچ وکړ.
عیسائې تاریخپوهانو د زنګي او ایوبي تر منځ دغه فرضي ټکر ډیر پورته پورته کړېدې خو په هغوی کې دهغو تاریخپوهانو شمیره ډیره ده چې دائې ثابته کړې ده چې سلطان ایوبي د یوي نیمې میاشتې محاصرې وروسته په (شوبک) کلا کې ور ننوتې و. خو دا مالومات هم تر لاسه شوي دي چې صلیبي تخریب کاراونو دنورالدېن زنګي او سلطان ایوبي تر منځ د اختلاف د پیداکولو هڅې کولې خو بریالي نه شول . ددې ثبو ت دادې چې دسلطان ایوبي پلار نجم الدېن ایوب تر ډېرې اوږدې او ستومانه کونکې لارې (شوبک) ته ورسید ، هغه ته دا شک پیدا شوی و چې هسې نه چې د هغه ځوي داسې بې عقلي و کړي اويا داسې څه پیښ نه شي چې تخریب کاران دهغه غوږونه د زنګي پرخلاف ډک کړي .
بهاؤالدېن شدّاد په خپلو لیکنو کې زیاتوي چې «صلاح الدېن ایوبي دخپل پلار په کتلو ډیر حیران شو دهغه لاسونه ئې ښکل کړل او داسې وپوهیده چې پلار ئې ورته ددې سترې سوبې د مبارکۍ په خاطر راغلې دې . خو هغه خپل ځوي ته لمړۍ خبرې داسې پیل کړې « ایا نور الدېن زنګي جاهل او ناپوهه دې چې زما د ورک او غریب د ځوی په څیر یو وګړې ئې د مصر حکمران کړ ؟ ایا زه به دا اورم چې ستا ځوی د ذاتي واکمنۍ په خاطر د اسلامي سلطنت د ساتونکي نورالدېن زنګي دښمن ګر ځیدلې دې ؟..... ولاړ شه او د نورالدېن زنګي څخه بښنه و غواړه ،....
کله چې خبره را برسیره شوه نو مالومه شوه چې د سلطان ایوبي ذهن پاک دې او هغه د سلطان نورالدېن زنګي څخه نوره مرسته را غواړي ، نجم الدېن ایوب ډاډمن شو او څرګنده ئې کړه چې دا دصلیبیانو تخریبکاري او شیطانت دې . سلطان ایوبي خپل باورې قاصد او سلاکار ( فقیه عیسی الهکاري) دخپل دروند پلار سره یو ځاې رخصت کړ، او الهکاري ته ئې د نور الدېن زنګي په نوم یو پیغام ور ولیږه ، او ورسره ئې د (شوبک) څه تحفي هم ور ولیږلې ، هغه ورته ولیکل « ترټولو ستره تحفه د(شوبک) کلا ده ، چې زه ئې ستا په قدمونو کې ږدم ، او ددې وروسته به د بارې ذات په مرسته د (کرک) کلا درته تحفه کړم .»
په دې پیغام کې سلطان ایوبي دا ډاګیزه کړې وه چې دصلیبیانو د تخریب کاریو څخه باید بیداره و اوسي ، او دا هم له یاده و نه باسي چې یو شمیر مسلمانان امراء هم په دې ډول تخریبیواو سازشونو کې د صلیبیانو لاس ورکلکوي . په دې پیغام کې سلطان ایوبي د هغه وخت د (شوبک) احوال اود خپل فوځ څرنګوالې لیکلې و،او تر څنګ ئې څه انقلابي وړاندېزونه هم کړي و . هغه زنګي ته لیکلي و چې په اوسنیو حالاتو کې دښمن زمونږ پر ځمکه کلابند دې او د جنګ په ډګر کې زمونږ پر خلاف پوره فعاله دې ،د ځمکې لاندې فعالیتونوکې هغوی زمونږ پر خلاف ډیرې غلطې انګیرنې پیداکوي ، زه دې نتیجې ته رسیدلې یم چې زمونږ غیر فوځي قیادت نه یواځي دا چې ناکامه دې بلکه پخپله د اسلامي سلطنت له پاره خطر ګرځیدلې دې . مونږ د کوره لرې په بې رحمه صحراو کې ددښمن پر خلاف جنګیږو ، زمونږ مجاهدېن جنګیږي او شهیدانیږي ، هغوی په لوږه او تنده جنګیږی ، او کفن هم ورته میسر نه وي ، د هغوی لاشونو د اسونو د قدمونو لاندې مښل کیږي د صحرايې ګیدړو او مرغانو دخوراک غوړه مړۍ ګرځي ، د اسلام عظمت او د قوم عزت او وقار له پاره چې څومره ځان ځارنی هغوی کوي هغومره بل هیڅوک نه شي کولاې ، خو زمونږ د غیر فوځي حکامو او مشرانو یو څاڅکی وينه هم نه توئېږي ، هغوی د جنګ د ډګر څخه ډیر لرې په خوندي ځاېو کې ناست دي همدا علت دې چې هغوی د عیش اوعشرت عادي ګرځیدلي دي ،او دښمنانو هغوی د ښکلو نجونو او اروپایي شرابو په واسطه خپل مریدان ګرځولي دي . مونږ د دېن او ایما ن د سر لوړۍ له پاره وژل کیږو ، او هغوی د ایمان ددښمنانو په لاسو کې پلورل کیږي او خپل عیش کوي او دهغوی لاسونه ورکلکوي .
سلطان ایوبي لیکلي و ، چې څرنګه چې اوس زه د فلسطین دهلیز ته رارسیدلې یم او ما عزم کړي چې دفلسطین د سوبي پرته به بیرته نه ستنیږم دا اړین ګڼم چې تاسې (نورالدېن زنګي ) د غیر فوځي قیادت څارنه وکړئ ، دعلماؤ امیر ته ووایاست چې هغوی دې په جوماتونو او ټولو ټولونیزو ځاېو کې اعلان وکړي چې اسلامي سلطنت یواځی او یواځی یو خلیفه لري اوهغه د بغدا خلافت دې ، د هغه واحد خلافت اطاعت پر هر مسلمان فرض دې ، خو په خطبې کې او په هیڅ جومات کې به دخلیفه نوم نه اخستل کیږي . ستر نوم یواځی د الله ج دې او دهغه درسول ص . دا حکم جاري کړئ چې په راتلونکې کې کله هم خلیفه یا کوم بل حاکم په کومي لورې یا د یو څه د کتلو له پاره را وځی نو دهغې د ساتونکو د ډلې نه پرته به بل جلوس ورسره مل نه وي ، او خلک مجبور نه کړي چې په لاره کې ورته ټیټ شي او هغه ته سلام وکړي . ....سلطان ایوبي تر ټولو مهمه خبره دا وکړه چې د شیعه او سني تفرقه ورځ په ورځ زیاتیږي ، دفاطمي خلافت د ګوښه کیدو څخه وروسته په دې اختلاف کې ډیرښت راغلې دې ، بې له شکه چې خلافت او حکومت د سنیانو سره دي خو هیڅ سني حاکم او یاکارکونکې ته دا حق نه شته چې شیعه خپل غلامان وګڼي ، په حکومت او فوځ کې شیعه ګانو ته پوره پوره ونډه ورکړئ .
په همدې تر تیب څه نور انقلابي وړاندېزونه هم وو، چې سلطان ایوبي نور الدېن زنګي ته واستول . تاریخپوهان په دې خبره کې سره یو دي چې نورالدېن زنګي پر دې وړاندېزونو باندې سمدستي عمل وکړ. سلطان ایوبي د خپله اړخه هم دشیعه سني تفرقه د میني او محبت ، پوهې او عقل له لارې له منځه یوړه .
پاته په یودیرشتمه برخه کې ولولئ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery