مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

د دويم چاپ سريزه

دا اثر (د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه) د افغانستان پر کلتوري شتمنيو د راغلي ناتار يو دردونکى داستان دى. زه (يون) ددې اثر ليکوال، ددې غمجن داستان يو عيني ليدونکى او کتونکى يم، پر هېواد او کابل باندې د جګړې په ټول بهير کې زه د خپل هېواد په غېږه کې پاتې شوى يم، څه چې تېر شوي او څه چې ما ليدلي، ټول نه، خو هغه څه چې زما قلم يې د ليکلو وس درلود، هغه مې ليکلي دي، په تېره بيا زموږ پر کلتوري شتمنيو راغلى ناتار.
کېدى شي نورو خلکو هم دا ډول مسايل ليکلي وي او يا يې وليکي، خو هغه څه چې ما ليکلي د پېښو د يو عيني شاهد په توګه زما درد هم په کې منعکس شوى، نور به يې تر ما ډېر ښه تحليلي، هر اړخيز او بشپړ وليکي، خو کوم درد، چې له دې غملړلو پېښو ما اخيستى او کېدى شي قدرمن لوستونکي يې په دې اثر کې محسوس کړي، د نورو په دا ډول اثارو کې کېدى شي دا ډول درد احساس نه شي.
ما که همغه وخت په عملي صحنه کې دا يادښتونه نه واى ليکلي، نو کلونه وروسته، چې پر بدو پېښو نورې ناوړه پېښې زياتې شوې، خداى خبر چې بيا به مو ددې مجال پيدا کړى واى، چې داسې څه وليکم او يا هم هغه درد او سوز چې په عملي صحنه کې سړي ته رسي، هغه دې تر پېښو ډېره موده وروسته هم په همغه شان پاتې شي. دا اثر له نن څخه يوولس کاله دمخه پر (١٣٧٦)ل کال په پېښور کې د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنې (وفا) له خوا چاپ شو. تر هغه وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان فرهنګي شتمنيو ته نور زيانونه هم واړول شول، چې پر هغو باندې زما په نورو بېلابېلو ليکنو کې بحث شوى دى، لکه په باميانو کې د بودا تاريخي مجسمو نړول او نور. دا ډول زيانونه زما په يو بل اثر (کلتوري يون) کې کتلاى

شئ، خو په دې اثر کې اکثره هغو زيانونو ته ګوته نيول شوې، چې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه بيا تر ١٣٥٧ل کال پورې په بېلابېلو پړاونو کې زموږ فرهنګي شتمنيو ته اوښتي دي، نو ځکه مې په دې اثر کې کمونې او زياتونې ضرور ونه ګڼلې او د همغه وخت د يو تصوير په توګه مې همداسې پرېښود. زه نور پر دې غمجن داستان څه ويل نه غواړم، د لومړي چاپ په برخه کې د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنې (وفا) له مشر پروفيسور رسول امين او همدارنګه سرمحقق زلمي هېوادمل څخه ډېره مننه کوم، چې ددې کتاب د لومړي چاپ زمينه يې برابره کړه. دغه راز له ګران ورور ښه شاعر عبدالغني هاشمي او اسد دانش ساپي مننه کوم، چې لومړي دا اثر وژباړه او دويم چاپ کړ. د قدرمن مشر ورور جنرال صيب شېرمحمد کريمي هم ډېر قدردانى کوم، چې دا اثر يې انګليسي ته وژباړه، که څه هم ددې اثر انګليسي ژباړه لا تراوسه چاپ شوې نه ده، خو هيله من يم چې يو وخت چاپ شي. درانه لوستونکي ددې اثر لوستلو ته رابولم.
په فرهنګي مينه او درناوي
محمد اسمعيل يون
ارګ- د جمهوري رياست ودانۍ
١٣٨٧ل کال د کب ٢٧مه
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery