مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

سريزه

د ١٣٥٧ل کال د ثور پر ٧مه نېټه په افغانستان کې سياسي بې ثباتي پيل شوه. له سياسي کړکېچ سره يوځاى پوځي اړودوړ هم پيل شو او خبره خونړيو جګړو ته ووته. د ١٣٥٨ل کال د جدي پر ٦مه نېټه روسانو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان مستقيم يرغل وکړ. افغان ولس سم له لاسه د هغو پر ضد ملي او اسلامي پاڅونونه پيل کړل او ټول هېواد د اور او سکروټو په اور غورځوونکي غره واوښت. په نتيجه کې په سوونو مليونه ټنه چاودېدونکي مواد زموږ د هېواد پر غرو رغو، کليو او بانډو استعمال شول. دې جګړې عموماً د لويو ښارونو له منځ څخه لږ شان لرې په کليو او بانډو کې دوام وموند او د جګړې په ترڅ کې دا امکانات برابر شول، چې پردي يرغلګر په شعوري او کورني مخالفين په نا شعوري ډول د هېواد د ژوندانه بېلابېلو ډګرونو ته زيانونه واړوي. داسې پېښ شول هغه ناوړه نيتونه چې لرې او نږدې ګاونډيو دښمنانو زموږ د هېواد په باب لرل افغانانو هم د هغو په عملي کولو کې، په يوه نه يو ډول برخه واخيسته، دا چې څوک په دې برخه کې زيات مجرم وو او د چا په لاس دا غميزه دومره اوږده شوه، دا يو بېل بحث دى، خو په هر ډول او هره بڼه چې وو زموږ د ټولنې د ښېراز ژوند پاڼې يې ورژولې او هېواد يې له ستر ناورين سره مخامخ کړ. افغاني ټولنې ته چې کوم زيانونه اړول شوي، هر يو پر خپل ځاى د زيات درد او غمونو سبب شوي دي. په دې کې د افغاني ټولنې فرهنګي زيان هم د زياتې اندېښنې وړ دى. هغه وخت چې جګړه له ښارونو د باندې روانه وه، نو هغه فرهنګي شتمني چې په کليوالي سيمو او له لويو ښارونو څخه په لرې پرتو سيمو کې موجوده وه، هغه د جګړې د دواړو غاړو له خوا په شعوري او ناشعوري ډول له منځه يوړل شوه، خو کله چې د يوې بلې سنجول شوې توطيې له مخې د ١٣٧١ل کال د ثور پر ٨مه نېټه د کابل رژيم ظاهري بڼې ته بدلون ورکړاى شو، نو خبره تر بدو بدتره شوه. مختلفې وسله والې ډلې د هېواد بېلابېلو ښارونو ته وردننه او پر جګړو اخته شوې. هغه شتمني چې له تېرو جګړو څخه يوازې په ښارونو کې خوندي پاتې وه، اکثره برخه يې لوټ او تالان شوه. فرهنګي شتمني چې زياته برخه يې په ښارونو کې وه تر بېلابېلو دردوونکو ناتارونو لاندې راغله، اکثره برخه يې يا چور او يا هم د اور د لمبو په څپو کې وسوځول شوه. هر کله چې به په يوه فرهنګي مرکز کوم طاعون خورېده، نو زموږ د هېواد د فرهنګيانو له زړونو به لمبې جګېدلې، ان خبره تر دې هم راورسېده، چې د هېواد اکثره فرهنګي شتمني او مرکزونه يو په بل پسې له منځه يوړل شول. څرنګه چې زموږ هېواد له فرهنګي پلوه دومره غريب او بې شتو نه و، لکه څنګه چې په اقتصادي ډګر کې ساتل شوى دى. ددې اثر د ليکلو يوه اساسي وجه دا هم ده، چې لوستونکو ته، لکه چې څرګنده ده نوره هم څرګنده شي، چې زموږ هېواد له فرهنګي پلوه غريب نه و، خو لکه د اوس په شان هر وخت جګړې د دې سبب شوي، چې زموږ د هېواد فرهنګي شته لوټ شي. زه د فرهنګ يو مينوال او لېوال د هېواد پر فرهنګ باندې د ډول ډول راغليو اوسنيو ناتارونو شاهد وم او ددې رسالې ځينې بحثونه زما د خپلو سترګو ليدلي حال کيسې دي. د دې رسالې مقصد دا هم دى، چې د هېواد فرهنګي زيانونه په ګوته شي او په راتلونکي کې د هېواد ځيرک او با درده فرهنګيان او پر هېواد او کلتور مين واکمن د هغو د بيا رغونې په فکر کې شي. که په دې رسالې کې پورتني هدفونه تر يوه حده پوره شوي وي، نو دا به زما د زړه د تسکين لپاره يو درمل وي.

په ډېره مينه
پوهيالى محمد اسمعيل يون
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery