مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١))
ښوونځي

کله چې د افغانستان دا تېره ١٩ کلنه جګړه پيلېده، نو لومړى او اساسي ګوزار يې د ښوونې او روزنې پر موسسو و.
د روسانو يرغل او په هېواد کې د ګرمې سياسي، عقيده يي او ملي جګړې پيل د دې زمينه برابره کړه، چې پر ښوونځيو او نورو روزنيزو بنسټونو مستقيم او نا مستقيم ګوزارونه وشي.
د افغانستان د نورو ملي شتمنيو او ودانيو ترڅنګ ښوونځيو ته هم دومره زيانونه واړول شول، چې ان ويلاى شو له هېڅ بلې برخې سره د پرتلې وړ نه دي.
تر جګړې دمخه لومړنى ګوزار، چې ښوونځيو ته متوجه شو، هغه په تعليمي او تحصيلي نصاب کې منفي بدلون راوستل و. پر ١٣٥٧ل کال، چې د سردار محمد داود خان جمهوري نظام ړنګ کړاى شو، نو د ټولنې په نورو ډګرونو کې د ژورو بدلونونو ترڅنګ د زده کړې په نظام کې هم په فوري ډول لاسوهنه پيل شوه او په لکونو ټوکه نوي تعليمي، تحصيلي کتابونه په ډېر درانه لګښت له سره چاپ شول. سره له دې چې په نوموړي واټن کې هېواد ورځ پر ورځ له زياتو ستونزو او ډول ډول اقتصادي، سياسي او پوځي کړکېچونو سره مخامخېده، خو واکمنو تر خپل ټاکلي اند لاندې کوښښ کاوه، پر ښوونځيو، پوهنځيو او د زده کړې نورو اکثرو روزنځيو باندې خپل کنټرول او څارنه جاري وساتي. د ځينو ښوونځيو د ړنګېدو له پيل شوي بهير سره سره، د يو شمېر نويو ښوونځيو د جوړولو کارونه هم پيل شول، خو څرنګه چې د زده کړې مرکزونه د يو سياسي فکر تر کنټرول لاندې وو، نو د زده کوونکو او محصلينو د زده کړې ټاکلى او ياد وړ وخت د سياسي غونډو او مارشونو پر جوړولو تېرېده. (( ګوندي لومړني سازمانونه)) چې په هر ښوونځي، پوهنځي او روزنيز مرکز کې يې جلا جلا څانګې درلودې، د پوره واک او ځواک څښتنان وو، په روزنځيو او نورو پوهنيزو چارو او بهير کې يې له خپلې هيلې سره سم وقفه او بنديز راوستلاى شو. د همدې ډول وقفو په ترڅ کې په اټکليز ډول که لږ تر لږه هره ورځ د هر زده کوونکي له هرو شپږو درسي ساعتونو څخه يو ساعت وخت ضايع شوى وي، په ټوليز ډول به په ياد شوي واټن کې د ټولو زده کوونکو په ګډون د اټکل له مخې تر (١٦٦٥ سوه زره) درسي ساعتونو څخه زيات وخت ضايع شوى وي. (١)
د ١٣٥٨ل کال د مرغومي پر شپږمه نېټه روسانو د ټولو نړيوالو مدني او بشري قوانينو خلاف د افغانستان پر خاوره مستقيم يرغل وکړ او د ٨٥زره (٢) کسيز لښکر په زور يې خپل ګوډاګيان پر کابل مسلط کړل.
دغې ډلې د افغاني فرهنګ خلاف د نورو ګڼو هڅو ترڅنګ په تعليمي نصاب کې د بدلون هڅه وکړه، د زده کړې په سيستم کې يې نوي مضامين ځاى او په تدريج سره يې د هغو مضامينو د محتوياتو پر کمښت پيل وکړ، چې دوى ته يې ذهني او فزيکي خطر راولاړولاى شو. ځينو درسي کتابونو ته بدلون ورکړاى شو او ځينې نور يې په خپله خوښه ورزيات کړل. په ټولو فرهنګي مرکزونو کې د روسي مشاورينو شتون حتمي خبره وه.
په هر دولتي او روزنيز مرکز کې (( د شوروي دوستۍ خونه)) په نوم يو کلتوري مرکز جوړ شو. روسي ژبه په تعليمي او تحصيلي نصاب کې شامله او هڅه وشوه، چې د انګليسي ژبې ځاى ورکړاى شي. د روسانو د شتوالي پر وخت د تعليمي نصاب د بدلون په نتيجه کې يو ځل بيا د ملت پر اوږو دروند مالي لګښت پرېوت. کله چې د روسانو او د هغو د پلوي حکومت پر ضد په ټول هېواد کې ملي او اسلامي سراسري جګړه پيل شوه، نو هغه ښوونځي او فرهنګي مرکزونه چې د حکومت له واکه وتل بيا پر بل ډول ناتار اخته کېدل. تنظيميانو په دې پلمه، چې ښوونځي د دولت ملکيت کې حسابېږي او دوى د روسانو او حکومت پرضد جګړه کوي، د ښوونځيو په سېزنې او ړنګونې يې لاس پورې کړ. شايد ددې تر شا داسې ناوړه توطيه ګر لاسونه موجود وو، چې ښوونځي ټول ختم کړاى شي او ټولنه بېسواده شي او په دې ډول د جګړې لپاره خام مواد (بشري قوه) زياته شي. ځکه چې نالوستي کسان د عقيدې تر چتر لاندې هر ډول قربانۍ ته حاضرېږي. هر کله چې به يوه سيمه د تنظيمونو لاس ته ورغله، نو له ښوونځيو به لوګي پورته کړاى شول. په پايله کې به د جګړه ځپلو سيمو اکثره هغه ښوونځي چې له يوه لاس نه بل ته لوېدل، له منځه يوړل شول او دا کار د هېواد په اکثرو سيمو کې ترسره شو. د ښوونځيو د ړنګونې او سېزنې عملي او دروند بار د تنظيميانو پر اوږو پروت دى او دا مسووليت تر زياته حده د دوى پر غاړه دى، خو د پردې تر شا کېدى شي نور غرضونه او لاسونه موجود وو. پايله دا شوه، هغه ښوونځي چې په کليوالي او اطرافي سيمو کې موجود وو، د هغو ډېر زيات شمېر له منځه يوړل شو. (( پر ١٩٧٦م کال په افغانستان کې ١٩١٢ کليوالي، ١٥١٧ ابتدايي، ٥١٢ متوسطې، ١٩٧لېسې، ١٩ ديني مدرسې او ١٧ مسلکي ښوونځي موجود وو)). (٣)
د ښوونې او روزنې وزارت د يوې خپرونې له مخې پر ((١٣٦٩ل کال د عمومي زده کړو د ښوونځيو شمېر ١٤٠١ و، چې له هغې جملې څخه ٣٤٤ لېسې، ٤٨٠ منځني ښوونځي او ٥٧٧ يې لومړني ښوونځي وو. په هغوى کې ٩٠٩٨٧٠ تنو زده کوونکو لوست کاوه.)) (٤)
غالباً دا ښوونځي به په هغو سيمو په ځانګړې توګه په لويو ښارونو کې پاتې وو، چې تر دې وخته لا د تنظيمونو تر واک لاندې نه وو راغلي.
کله چې پر ١٣٧١ل کال د تنظيمونو يوه ډله له روسانو سره د پټ سازش او د حاکميت په دننه کې سمتي، قومي او سيمه ييز فکر ته د ځينو د متمايلو اشخاصو د ښکاره ائتلاف په نتيجه کې کابل ته رادننه کړاى شوه، هغه څه ترسره شول چې د کولو نه وو.
کله چې د هېواد په اکثرو ښارونو او له هغې جملې نه په کابل ښار کې ستر بشري ناورين پيل شو، په ښارونو کې له تېرو ناخوالو پاتې فرهنګي او ملي شتمنۍ د اور تر ستوني تېره شوه. د ټول هېواد په کچه ٣٥٠٠ (٥) ښوونځي ړنګ او وسېزل شول. که په هر ښوونځي کې ١٠٠٠ تنه زده کوونکي پر درس بوخت واى، نو مجموعي شمېر به يې (درې نيم مليونه تنه) شوى واى او که لږ تر لږه له هر ښوونځي څخه ٥٠ تنه فارغ شوي واى، نو د يو کال د فارغانو شمېر به (يو سل او پنځه اويا زره تنه) واى او که له هرو پنځو تنو څخه يو تن د لوړو زده کړو امکان پيدا کړى واى، نو پر يو کال به مو لږ تر لږه پنځه دېرش زره تنه د لوړو زده کړو محصلين درلودل او که دا بيا په تېرو ١٧ کلونو کې ضرب کړو ( نو له پنځه سوه او پنځه نوي زره) تنو سره مساوي کېږي. يانې تقريباً په هرو دېرشو تنو کې به يو تن د لوړو زده کړو خاوند واى. که يوازې د دولسمو ټولګيو د اټکليزو فارغانو شمېر په پام کې ونيسو، نو تر دوو مليونو تنو څخه زياتېږي، يانې که جګړه نه واى او يا دا اوسني لوستي کسان هم په پام کې ونيسو، نو په هرو شپږو او يا اوو تنو کې به يو تن د ليک او لوست خاوند واى. (٦) په داسې حال کې چې اوس موږ په سلو تنو کې پنځه تنه باسواده کسان هم نه لرو.
دا خو د ښوونځيو معنوي زيان و، دغه راز د يادو شويو ښوونځيو د ودانيو مالي لګښت هم تر سوونو مليونو ډالرو څخه زيات اټکلېداى شي.
کله چې د تنظيمونو او ملحدينو بېلابېلې ډلې په کابل ښار کې پر جګړه اخته شوې، نو يوازې په څو لومړنيو ورځو کې د کابل ښار ښوونځيو ته د اړتيا وړ لومړنيو موادو له درکه ١٥ مليونه امريکايي ډالره زيان واړول شو. (٧) د ټول زيان د اټکل کچه ډېره زياته ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery