مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٢))
د لوړو زده کړو مرکزونه

په افغانستان کې د لوړو زده کړو عملي پيل له ١٣١١ل کال راهيسې شوى، پر همدې کال په کابل کې د طب پوهنځى جوړ شو، چې د کابل پوهنتون زړى يې کېښود. (٨) سره له دې چې تر دې دمخه هم په افغانستان کې د عصري او لوړو زده کړو لپاره نظرونه او فکرونه موجود وو، خو د لوړو زده کړو په برخه کې د واکمنو هڅې او نظرونه برياليتوب ته نه وو رسېدلي.
تر ١٣١١ل کال راهيسې په هېواد کې د لوړو زده کړو بېلابېل مرکزونه جوړ شول. د کابل پوهنتون تر تاسيس وروسته پر ١٣٤٢ل کال په جلال اباد کې د طب پوهنځى جوړ شو، پر ١٩٦٧م کال په کابل کې د پوليتخنيک انستيتوټ جوړ شو، چې بېلابېل پوهنځي يې درلودل. (٩) دغه راز په حربي او عسکري برخه کې حربي او هوايي پوهنتونونه جوړ شول او هم د پوليسو او تخنيک اکاډمۍ تاسيس شوې.
د ١٩٧٥- ١٩٧٦م کال د يو رقم له مخې په ټول هېواد کې ١٠ دارالمعلمينونه او د لوړو زده کړو ١٤ موسسې موجودې وې. (١٠) تر دې وروسته بيا هم يو لړ نورې موسسې جوړې شوې. پر ١٩٧٧م کال يوازې د دارالمعلمينونو شمېر ١٥ ته رسېده. (١١) له ١٣٥٧ل کال څخه تر ١٣٧١ل کال پورې بيا هم د لوړو زده کړو لپاره ځينې پوهنځي او پوهنتونونه جوړشول، لکه د بلخ، هرات او کندهار پوهنتونونه، د اجتماعي علومو او پيداګوژۍ انستيتيوتونه او ځينې نور، خو له دې سره سره بيا هم په هېواد کې لوړو زده کړو هغسې چې لازمه وه، مناسبه وده ونه کړه. پر ١٣٥٧ل کال د هېواد د لوړو زده کړو پر موسسو باندې يو فکري سيورى او کنټرول خپور او حاکم شو. هغه چا چې د حاکم فکر مخالف حرکت ته لمن وهله په زغرده له منځه وړل کېدل، په همدې وجه د لوړو زده کړو د موسسو يو شمېر پوهان يا په زندانونو کې واچول شول، يا مهاجر شول او يا هم د ژوند له نعمت نه بې برخې شول. د لوړو زده کړو د موسسو پر علمي ساحې سياسي فضا خپره شوه، سياسي غونډې، ميټنګونه او مارشونه د درسي چارو د اخلال او تم کېدو اساسي وسيلې شوې. کله چې روسان او ګوډاګي يې راغلل، نو بيا هم دې لړۍ دوام وکړ او په ځينو ځايونو کې لا ګرمه شوه. د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو موسسو په نصابونو کې د بدلون هڅه وشوه او يو زيات شمېر نوي کتابونه چاپ او محصلينو ته د تدريس لپاره وړاندې شول. (١٢) د داسې فکر او ليدلوري د تبليغ لپاره هڅه وشوه، چې زموږ د ټولنې کلتور او فکر ورسره پوره مخالفت درلود.
د دوکتور نجيب الله د حاکميت پر وخت هڅه وشوه، چې په تدريجي ډول پوهنتونونه او د لوړو زده کړو نور روزنځايونه خپل اصلي مسير ته وروګرځول شي، خو دا داسې وخت و، چې د نړۍ د لوړو زده کړو له اکثرو موسسو سره د هېواد د لوړو زده کړو د مؤسسو هغه پخواني روابط شلېدلي وو او نه د دوکتور نجيب الله د حکومت بقا يقيني وه او نه هم د هغه د حکومت اقتصاد ددې جوګه و، چې د لوړو زده کړو مؤسسې دې بېرته خپل تېر کيفيت ترلاسه کړي.
خو بيا هم په ټوليز ډول له ١٣٥٧- ١٣٧١ل کال پورې د پوهنتونو او د لوړو زده کړو د نورو مؤسسو فزيکي جوړښت روغ و، يوازې د فکر او د درس د ميتود مساله پوره مطلوبه نه وه، خو کله چې پر ١٣٧١ل کال په کابل کې يو منفي بدلون راوستل شو، نو هر څه له کنټروله ووتل. ان ځينو هغو کسانو، چې د کابل د لوړو زده کړو په مؤسسو کې يې زده کړې کړې وې له هغو څخه مورچلې جوړې کړې او دومره توغندي، درنې او سپکې ګولۍ يې پرې وورولې، چې په نړۍ کې به يې سارى پيدا نه شي. په نتيجه کې نه يوازې په کابل ښار، بلکې په ټول هېواد کې د لوړو زده کړو کوم مرکزونه چې د تېرو جګړو له ناخوالو جوړ پاتې وو، يو په بل پسې ړنګ او وسېزل شول، وسايل او وسايط يې لوټ او تالان شول. دلته به موږ د کابل پوهنتون، د کابل طب دولتي انستيتيوت او د کابل پوليتخنيک انستيتيوت د بېلګې په توګه راوړو او په نورو به په مجموعي ډول خبرې وکړو:
١- کابل پوهنتون:
کابل پوهنتون په افغانستان کې د لوړو زده کړو تر ټولو لويه او ستره موسسه ده. د دې موسسې د بنسټ ډبره پر ١٣١١ل کال (١٩٣٢م) کال د (طب پوهنځي) په جوړلو سره کېښوول شوه. پر ١٣١٧ل کال د حقوقو پوهنځى جوړ شو، پر ١٣٢١ ل کال د علومو پوهنځى او پر ١٣٢٣ل کال د ادبياتو پوهنځى جوړ شو. پر ١٣٢٥ل کال د هغه وخت د دولت له خوا يو فرمان صادر شو او د هغه ترمخه کابل پوهنتون رسماً په همدې نامه ونومول شو او نوموړو څلورو پوهنځيو يو ځاى په کې پر تدريس پيل وکړ.
د پوهنتون په چوکاټ کې پر ١٣٣٠ل کال د شرعياتو، پر ١٣٣٥ل کال د انجنيري او زراعت، پر ١٣٣٦ل کال د اقتصاد، پر ١٣٣٨ل کال د فارميسي، پر ١٣٤٠ل کال د وترنري، پر ١٣٤١ل کال د تعليم او تربيې او نورو پوهنځي يو په بل پسې جوړ شول.
خو پر شپېتمو کلونو د پوهنتون په چوکاټ کې د ښکلو هنرونو، ژورناليزم، ځمکپوهنې او د اجتماعي علومو پوهنځي نوي جوړ شول، د شرعياتو پوهنځى چې د شپېتمو کلونو په وروستيو کې ترې د اسلامي څېړنو پوهنتون جوړ شوى و، پر ١٣٧٣ل کال بېرته د پوهنتون جز شو. کابل پوهنتون ١٤ پوهنځي او ٦٢ ډيپارټمنټونه لري. يو وخت کابل پوهنتون د کوبالت، د لمر انرژۍ څېړنو مرکز او د کرنې د څېړنو يو فارم درلود.
د کابل پوهنتون د پخواني رئيس پوهاند سيد اميرشاه حسن يار د څرګندونو له مخې د (( ١٣٧١ل کال په لومړيو کې په کابل پوهنتون کې ٥٢٥ تنه استادان پر تدريس بوخت وو)) او بيا دې شمېر د وخت په تېرېدو سره بدلون موندلى دى، ورځ پر ورځ د استادانو شمېر کم شوى دى.
د درې کلنو جګړو په اثر د زده کړې اتاقونو، لابراتوري تجهيزاتو مجهزې چاپخونې، سامان او فرنيچر، د ليلې سامان او وسايل، کفټريا او د څېړنو مواد او سامان يا په بشپړ ډول او يا نسبي توګه له منځه وړل شوي دي. د پوهنتون رئيس د يوې مرکې له مخې (( د دې زيانونو لومړنۍ ټاکل شوې خساره ٥٠ مليونه ډالره اټکل شوې ده. پر هره ورځ د هر محصل د پنځوسو درسي ساعتونو او په اوونۍ کې د دېرشو ساعتونو ضايع کېدل او په دوو اکاډميکو کلونو کې د اتلس مياشتني تلف شوي وخت پر اساس له لس زرو څخه د زياتو محصلينو تلف شوى وخت تر ٢١ مليونو درسي ساعتونو څخه زياتېږي)).
يانې کابل پوهنتون د يوويشتمې پېړۍ د تمدن له کاروان څخه ٢١ مليونه ساعتونه وروسته پاتې شوى دى. له دې پرته د پوهنتون مرکزي کتابتون، د ښکلو هنرونو د پوهنځي ګالري او د علومو پوهنځي موزيم له منځه وړل شوي دي. ددې فرهنګ لوټونې معنوي ارزښت په مادياتو اټکل کېدى نه شي. په حقيقت کې په ځينو برخو کې ددې ولس د فرهنګ د حال رابطه د هغې له وياړلي ماضي سره پرې شوې ده.
سره له دې چې د پوهنتون ټول پوهنځي يا په بشپړ او يا هم په نسبي ډول تخريب شوي، خو په دې کې بيا د فارميسي پوهنځي درې پوړيز تعمير تقريباً په بشپړ ډول تخريب شوى دى، د علومو او وترنرۍ پوهنځيو ودانۍ په سلو کې شپېته زيانمنې شوي، د مرکزي ليليې يو وينګ هم بشپړ تخريب شوى او ليليې ته نور هم زيات زيان اړول شوى دى. د کرنې پوهنځي د ودانۍ چت په سلو کې پنځوس تخريب شوى، په مجموعي ډول هېڅ داسې ودانۍ نه شته، چې زيان يې نه وي زغملى. دغه راز د اوبو او برېښنا سيستم او هم د ټلېفون شبکه تقريباً په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي. د نجونو ليليه چې پر ١٣٥٧-١٣٧١کلونو په ډېر عصري سيستم او له اوسني نرخ سره د مليونونو ډالرو په ارزښت او لګښت جوړه شوې وه، په بشپړ ډول سېزل شوې او تخريب شوې ده.
د پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ١٣٧١ل کال په لومړيو کې (يوسلو پنځوس زره عنوانه) بېلابېل او په بېلابېلو ژبو علمي، ادبي، سياسي، تاريخي، هنري او نور مهم کتابونه موجود وو. پنځه سوه عنوانه علمي ژورناله، اووه زره عنوانه مونوګرافونه، تحقيقي رسالې او کتابونه ( د افغانستان پېژندنې په برخه کې) د جرايدو او مجلو شپږ سوه کلکسينونه د (ميرعماد) د اووه قلمه او اته رنګه قرآن کريم په ګډون دوه زره پنځه سوه خطي نسخې، د بهزاد ميناتوري اثار او نور موجود وو.
تر جګړو وروسته د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې يوازې شل زره عنوانه کتابونه پاتې وو او نور ټول يا لوټ شوي او يا د اور تر کومي تېر شوي دي.
د پوهنتون مرکزي کتابتون نه يوازې د استادانو او محصلينو لپاره يو څېړنيز مرکز و، بلکې له بهر څخه هم ځينې څېړونکي دې کتابتون ته د څېړنې لپاره راتلل. کابل پوهنتون چې د نړيوال ارزښت او اتوريتې درلودونکى دى او د يونسکو د پوهنتونونو په زرغون کتاب کې يې نوم ثبت دى، يو وخت د اتومي انرژۍ د څېړنو مرکز، د لمر د انرژۍ، د دارالامان د څېړنيز مرکز او د کتابونو د چاپ لپاره د مجهزې چاپخونې درلودونکى و، يو وخت يې ١٤ عنوانه بېلابېلې مجلې چاپولې او تر ١٣٧١ل کال دمخه د استادانو تر ١٦٠ عنوانو څخه زيات علمي او مسلکي درسي کتابونه په همدې چاپخونه کې چاپ شوي دي. (١٣)
٢- د کابل طب انستيتيوت:
په کابل کې تر ١٣٧١ل کال وروسته د تنظيمي او خپلسرو جګړو په ترڅ کې د هېواد زيات شمېر فرهنګي، اقتصادي او ټولنيزې موسسې ړنګې شوې.
د کابل طب انستيتيوت هم د دې جګړو له امله درانه زيانونه زغملي دي. د مالي زيان ترڅنګ يې د علمي زيان خبره هم د زياتې اندېښنې وړ ده.
د جګړې په موده کې د محصلينو درسونه يا په نيمه او يا په بشړ ډول ودرول شوي وو. که د محصلينو د شمېر په تناسب د درسي ساعتونو شمېر په پام کې ونيسو، نو په مجموعي توګه به نوموړي انستيتيوت ته شاوخوا لس مليونه درسي ساعتونه زيان اوښتى وي.
د طب انستيتيوت د هغه وخت، جنسي مدير ښاغلي محمداصف وويل: (( سره له دې چې انستيتيوت ته د ټولو رسول شويو زيانونو دقيق شمېر خورا ګران کار دى، خو بيا هم په اټکليز ډول د زيانونو اندازه څه نا څه لګېدى شي. په انستيتيوت کې د پتالوژۍ، بيوشيمۍ، هستولوژۍ، فارمکولوژۍ، مکروبيالوژۍ، اناتومۍ، کيميا، فزيک ډيپارټمنټونه موجود دي. دې څانګو خپل خپل مجهز لابراتوارونه لرل، چې د طبي علومو په زياتو عصري وسايلو سمبال وو. دا لابراتوارونه له ټولو وسايطو او وسايلو سره له منځه وړل شوي دي. د انستيتيوت فزيکي ساختمان او نورو درسي خونو، وسايطو او وسايلو ته دروند زيان اوښتى دى. د ودانۍ په سلو کې ٣٠ برخې تخريب شوي دي، د اوبو او برېښنا سيستم يې هم ويجاړ شوى او د انستيتيوت شل عرادې بېلابېل موټر غلا شوي دي. د قرطاسيې ډيپوګانې چور شوي، ټول سمعي او بصري مواد، لکه د عکاسۍ کمرې، مايکونه، پروجکټورونه، لوډسپيکرونه، علمي سينمايي فلمونه، هنري سينمايي فلمونه، ټلويزيونونه، ترانسفرمرونه، ويډيوکيسټې او داسې نور غلا شوي دي. سربېره پر دې د انستيتيوت ډېره مجهزه چاپخونه (مطبعه) هم له منځه وړل شوې ده.))
د بيالوژۍ د څانګې يو سابقه لرونکي استاد وويل: (( يوازې زموږ د بيالوژۍ څانګې له لابراتوارو څخه يې په لسګونو ميکروسکوپونه، د تسليخ بکسونه، د ميکروسکوپ ګروپونه، مختلف تثبيت شوي سلايډونه، ٥٠٠٠ دانې ساده سلايډونه، ٢٠٠ دانې درجه لرونکې استوانې، يخچالونه او نور وسايل چور او له منځه وړي دي.))
د انستيتيوت يو تن مسوول وويل: (( کېدى شي د انستيتيوت د بيا رغونې لپاره په لکونو ډالر په کار شي، خو د ټول زيان د دقيقې شمېرې اټکل اوس ناشونى دى.))
بل دروند او نه جبرانېدونکى زيان، چې دې انستيتيوت ته اوښتى هغه د علمي او درسي کتابونو له منځه وړل دي. د کابل طب انستيتيوت يو ډېر مجهز کتابتون درلود. د نوموړي کتابتون د هغه وخت امر ښاغلي غلام علي وويل: (( په دې کتابتون کې پنځوس زره عنوانه بېلابېل علمي کتابونه موجود وو، چې اکثره يې په انګليسي ژبه وو، کله چې دلته د جګړې اور ولګېد، نو د کتابتون درې واړو منزلونو اور واخيست، زيات کتابونه په کې ايره شول، د طب انستيتيوت د ځينو کارکوونکو په هڅه او هاند يوازې ٦٠٠٠ عنوانه کتابونه له انستيتيوت څخه بهر يو خوندي ځاى ته انتقال شول او د حالاتو په ښه کېدو سره بېرته راوړل شول. د انستيتيوت په کتابتون کې د دې انستيتيوت د استادانو هغه ٥٠٠٠ عنوانه علمي کتابونه هم موجود وو، چې دوى پر بېلابېلو وختونو د خپلو علمي ترفيعاتو لپاره ليکلي وو او دلته يې يوه يوه خطي نسخه موجوده وه. دا اثار هم د جګړې د طاعون ښکار شول.
په اټکليز ډول ويلاى شو، چې يوازې د کتابونو د مالي زيان له امله نوموړي انستيتيوت ته په لکونو ډالره زيان اوښتى دى)). (١٤)
٣- د کابل پوليتخنيک انستيتيوت:
تر کابل پوهنتون وروسته د کابل طب انستيتيوت په شان د کابل پوليتخنيک هم د هېواد ستر علمي او روزنيز مرکز دى. تراوسه پورې دې انستيتوت په زرګونو کادرونه افغاني ټولنې ته وړاندې کړي دي. دا انستيتيوت د پخواني شوروي اتحاد په مالي لګښت جوړ شوى دى او تراوسه يې تحصيلي نصاب په همغه روسي سيستم روان دى.
د پوليتخنيک انستيتيوت څلور بېلابېل پوهنځي لري. د ليليې د ودانيو ترڅنګ يو لوى جمنازيوم او يو لوى خوړنځاى هم لري. د ودانيو او نورې ښکلا له پلوه د کابل پوليتخنيک تر کابل پوهنتون وروسته دويمه ستره اولويه تحصيلي موسسه ده.
کله چې جګړه پيل شوه، نو کابل پوليتخنيک هم ډېر زيات وخت د جګړې ډګر پاتې شو، په پوليتخنيک کې چې د نوموړي علمي مرکز څه شتمني وه، ټوله لوټ شوه، د انستيتوت پر ودانيو په زرګونو لويې او وړې مرمۍ راپرېوتې او د هرې ودانۍ سينې پرې سورۍ سورۍ شوې، د محصلينو د تطبيقاتو اکثره وسايل چې د ډېر زيات مالي ارزښت درلودونکي وو ټول يا چور او يا له منځه يوړل شول.
د پوليتخنيک مجهز کتابتون، چې په بېلابېلو ژبو، په ځانګړي ډول په روسي ژبه په کې په لسګونو زره عنوانه بېلابېل علمي، تخنيکي او نور ډول ډول کتابونه موجود وو اکثره له منځه يوړل شول. د جګړې په اکثرو (تقريباً درې نيم کلونو) کې کابل پوليتخنيک د محصلينو پر مخ تړلى پاتې شو. که د محصلينو د هرې ورځې درسي ساعتونه او د محصلينو شمېر په پام کې ونيسو، نو په اټکليز ډول کابل پوليتخنيک تر ١٢ مليونو درسي ساعتونو څخه زيات وخت ضايع کړى دى.
د کابل پوليتخنيک د ټول زيان معلومول هم څه ناڅه ناشونى ښکاري، خو څرنګه چې کابل پوهنتون ته رسېدلې خساره تر ٥٠ مليونو ډالرو زياته اټکل شوې وه، نو د کابل پوليتخنيک به هم ددې معادله او يا هم تر دې زياته اټکل شي، ځکه چې په کابل پوليتخنيک کې د محصلينو د زده کړې لپاره ډېر زيات تخنيکي او انجنيري امکانات برابر شوي وو. سره له دې چې د کابل پوهنتون او کابل پوليتخنيک د ودانيو د بيا جوړونې لپاره پر ١٣٧٥ل کال بيا کار پيل شو، خو بيا هم دا کار بشپړ نه شو او هغه وسايل او د زده کړې نور امکانات چې په دې مرکزونو کې وو د هغو بيا پوره کول ډېر وخت او غټ مالي امکان غواړي او ځينې برخې يې کېدى شي بيا هېڅ جوړې نه شي.
٤- د لوړو زده کړو نور مرکزونه:
پر کابل پوهنتون، کابل پوليتخنيک او کابل طب انستيتيوت سربېره په هېواد کې د لوړو زده کړو نورې ګڼ شمېر موسسې هم موجودې وې، چې د ١٣٧١ل کال له ثور څخه د ١٣٧٥ل کال تر ميزان پرله پسې جګړو يو په بل پسې ړنګې کړې، لکه څنګه چې دمخه مو يادونه وکړه د لوړو زده کړو د نورو موسسو ترڅنګ تر پنځلسو زياتو دارالمعلمينونو هم هېواد ته ښوونکي روزل.
په ملکي ساحه کې د لوړو زده کړو پر مرکزونو سربېره په عسکري ساحه کې هم هېواد داسې ستر مرکزونه درلودل، چې پر خپل وخت د ځينو ګاونډيو هېوادونو په ډله کې په لومړي کتار کې ودرېدل.
حربي پوهنتون د خپل ټول عمر په بهير کې په زرګونو صاحب منصبان ټولنې ته وړاندې کړي دي، خو کله چې په کابل کې څلور نيم کلنه جګړه پيل شوه، نو حربي پوهنتون داسې يوه ساحه وه، چې په دې ټوله موده کې د جګړې ډګر پاتې شو. په زرګونو زرګونو درنې او سپکې ګولۍ د حربي پوهنتون پر سينه ورتشې شوې. په نتيجه کې د پوهنتون ټولې ودانۍ يا بشپړې او يا په نسبي ډول ويجاړې شوې. د پوهنتون درسي خونې وسايل او وسايط ټول له يوې مخې تباه کړاى شول. حربي پوهنتون په تحصيلي موسسو کې هغه ستره موسسه ده، چې ډېر زيات زيان يې ګاللى دى، اوس د پوهنتون د بډايه کتابتون په ګډون هلته هېڅ شى پاتې نه دي. د حربي پوهنتون د درانه زيان د اندازې ټاکل خورا ګران کار دى، خو کله چې سړى د پوهنتون ودانيو، درسي خونو، د درس د نورو لوازمو او په مجموعي ډول د پوهنتون پخوانيو امکاناتو ته ګوري، نو تر سلو مليونو ډالرو زياته پانګه په کار ده، چې لږ تر لږه پوهنتون هغه پخواني حالت ته ورنږدې کړي.
د حربي پوهنتون ترڅنګ د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون هغه دويم ستر پوهنتون دى، چې د افغانستان د پوځ لپاره يې پيلوټان، تخنيکران او د هوايي مدافعې لپاره مسلکي پوځيان روزل. دا پوهنتون هم د امکاناتو، وسايلو او مسلکي کادرونو له پلوه په سيمه کې د خپل وخت يو نامتو پوهنتون و. پر ١٣٧١ل کال پر دې پوهنتون وبا خوره شوه. د پوهنتون د زده کړې وسايل او د تطبيقاتو ټول لوازم او امکانات له منځه يووړل شول، ان د پوهنتون د ځينو ودانيو کړکۍ هم پاتې نه شوې؛ څه د توغنديو اور وسېزلې او څه هم د چور او تالان منګولو تباه کړې. د پوهنتون مجهز کتابتون هم چور او تالا شو.
ويل کېږي،يو وخت هوايي پوهنتون هر کال ٥٠ تنه پيلوټان فارغول، د هوايي پوځ د نورو برخو مسلکي کادرونه خو لا پرېږده.
د حربي پوهنتون په شان ددې پوهنتون زيان هم خورا دروند دى. ځکه هغه وسايل او وسايط چې دغه پوهنتون د خپلو محصلينو د روزنې په مقصد د تطبيقاتو لپاره ايښي وو، هغو په خپله د مليونونو ډالرو ارزښت درلود.
که د پوهنتون د ودانيو، وسايلو، وسايطو، د محصلينو درسي لوازمو او د هغوى د تطبيقاتو درانه او سپک وسايل په پام کې ونيسو، نو د هغوى ټول مالي ارزښت تر دوه سوه مليونه ډالرو هم زياتېږي. ځينو کسانو ته کېدى شي دا اټکل زيات معلوم شي، خو که هغه ډول ډول الوتکې، توغندي او د هوايي پوځ نورې درنې وسلې چې محصلينو پرې تطبيقات کول او پر هغو باندې يې زده کړه کوله، په پام کې ونيسو نو يقيناً چې دا زيان به تر ياد شوي رقم هم لوړ شي.
د حربي پوهنتون تر څنګ د تخنيک اکاډمۍ موقعيت درلود، دې اکاډمۍ چې د تخنيک په بېلابېلو څانګو کې افسران او تخنيکران ټولنې ته وړاندې کول، هم د جګړې ګوزارونه وزغمل. پر دې ځاى د جګړې سيورى تقريباً په څلور نيم کلنه موده کې د زيات وخت لپاره پاتې شو. په نتيجه کې هر څه چې په دې اکاډمۍ کې موجود وو يا په جګړه کې له منځه يوړل شول او يا هم چور او غلا شول.
د تخنيک پر اکاډمۍ سربېره په پوځي چارو کې يوه بله اکاډمي هم موجوده وه،چې د پوليسو او بيا يو وخت (د څارندوى اکاډمۍ) په نامه يادېدله، دې اکاډمۍ د کورنيو چارو وزارت د مربوطو قطعاتو او نورو څانګو لپاره مسلکي صاحب منصبان او کادرونه روزل.
دې اکاډمۍ د کابل د خوشال مېنې په سيمه کې موقعيت درلود او دا هغه سيمه وه، چې د نورو سيمو په شان د جګړې دروند توپان پر همدې سيمه هم تېرېده راتېرېده. په نتيجه کې نه يوازې دا اکاډمي له خپلو زياتو امکاناتو سره ويجاړه کړاى شوه، بلکې په هغه سيمه کې چې نورې تحصيلي، تعليمي موسسې وې هغه هم له منځه لاړې.
د کابل ښار د خوشال مېنې په ساحه کې ( د ټولنيزو علومو انستيتيوت) موجود و. دا انستيتيوت د شپېتمو کلونو په بهير کې ((د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند)) له خوا د خاصو اهدافو لپاره جوړ شوى و. تر څو کلونو وروسته بيا د ګوند له خوا لغوه شو. ټول محصلين يې په کابل پوهنتون کې جذب شول. خو له دې انستيتيوت څخه ډېرې ښکلې ودانۍ پاتې شوې. يو وخت بيا داسې راغى، چې په همدې ځاى کې د ((وحدت حزب)) مرکز جوړ شو. بيا څو ځله دا سيمه لاس په لاس شوه او د انستيتيوت ودانۍ په کې زيانمنې شوې. خو بيا هم د هغې سيمې د نورو ودانيو په تناسب دا ودانۍ جوړې پاتې دي. د کابل په ده بوري سيمه کې ( د اسلامي څېړنو مرکز) موقعيت درلود. دې مرکز د خپلو ګڼ شمېر علمي څېړنو او غونډو د جوړولو ترڅنګ يو ډېر مجهز کتابتون هم درلود. کله چې د کابل په دې سيمه کې ګرمه جګړه پيل شوه، نو دا مرکز له خپلو ټولو امکاناتو سره له منځه لاړ. د مرکز ودانۍ اوس داسې ړنګه شوې ته به وايې دلته هېڅ ودانۍ نه وه.
همدې علمي مرکز ته مخامخ د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين واقع و، چې ګڼ شمېر محصلين يې درلودل. ددې روزنځي ودانۍ اوس پر سينه پرته ده او د يوې لويې غميزې انځورګري کوي. دې دارالمعلمين چې هر څه لرل، سره له خپلو ټولو څانګو، درسي موادو او نورو امکاناتو له منځه يوړل شول. د دې مرکز د ټولو ودانيو بيا جوړول مليونو ډالرو ته اړتيا لري.
تر سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين يو څو کيلو متره وړاندې د دارالامان تاريخي ودانۍ ته نږدې د کابل د پيداګوژۍ انستيتيوت جوړ شوى و. دې انستيتيوت د ښوونې او روزنې د وزارت په چوکاټ کې فعاليت کاوه. د انستيتيوت ودانۍ په خوار ښکلې او لوکسه بڼه نوې جوړه شوې وه. دې انستيتيوت ګڼ شمېر ښوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي. د پښتو، دري، تاريخ څانګو په ګډون يې يو شمېر نورې څانګې هم درلودلې. هرې څانګې ځانته يو ځانګړى کتابتون هم درلود. کله چې جګړه پيل شوه، نو ددې سيمې اکثره ودانۍ د درنو توغنديو تر ګوزارونو لاندې راغلې. اوس ددې سيمې اکثره ودانۍ پر سينه پرتې دي، يوازې ځينې سوي دېوالونه ولاړ ښکاري. څرنګه چې د پيداګوژۍ د انستيتيوت دېوالونه پاخه وو، د خامه کورونو په پرتله پرې د توغنديو زور ډېر نه دى رسېدلى، خو بيا هم ددې علمي مرکز درسي خونو، ودانيو او نورو امکاناتو ته دومره زيان رسېدلى، چې بيارغونه يې لکونو ډالرو ته اړتيا لري.
تر دې مرکز څو کيلومتره لرې د واصل اباد د غره په ډډه کې د کابل تخنيکم جوړ شوى و، چې ښکلو او زړه وړونکو ودانيو يې د هغې سيمې ښکلا ډېره زياته کړې وه. دې تخنيکم يو وخت په کابل کې خپل ښه دوران، شان او شوکت درلود دا تخنيکم چې د پخواني شوروي په مالي لګښت او مرسته جوړ شوى و، درسي سيستم يې د شوروي اتحاد تحصيلي سيستم تعقيباوه او زيات وخت يې درسي چارې د روسي مشاورينو او استادانو تر مستقيمې لارښوونې لاندې پرمخ وړل کېدلې. جګړې دا سيمه هم د کابل د غرب د نورو سيمو په شان ډېره زياته وځپله.
کابل تخنيکم تر څوارلسم ټولګي پورې محصلين روزل او تر هغه وروسته يې کابل پوهنتون او کابل پوليتخنيک ته د نورې زده کړې لپاره معرفي کول. کابل تخنيکم يو ډېر بډايه کتابتون او مجهزه ليليه درلودله. د جګړې په دوران کې د دې تخنيکم د درسي چارو ټول لوازم او وسايل له منځه يوړل شول. د تخنيکم ودانۍ په زرګونو درنو ګوليو وويشتل شوې او ټول تخنيکم پر کنډوالو بدل کړاى شو. د تخنيکم د بيا جوړونې لپاره ډېرو زياتو پيسو ته اړتيا ده، چې کېدى شي په اټکلي ډول تر لسګونو مليونو ډالرو واوړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery