مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٨))
ملي آرشيف

له څو لسيزو راهيسې زموږ په هېواد کې ځينو وزارتونو او موسسو د خپلو اسنادو د ساتنې لپاره خپل ارشيفونه لرل. په غالب ګمان په دې برخه کې به تر ټولو پخوانى آرشيف هماغه د بهرنيو چارو د وزارت آرشيف وي.
د وزارتونو او دولتي موسسو پر آرشيفونو سربېره په افغانستان کې تر ټولو مهم او د زيات ارزښت لرونکى آرشيف د افغانستان ملي آرشيف دى.
ويل کېږي چې د ملي آرشيف د جوړېدو مفکوره پر ١٣٥٢ل کال منځته راغله، د هغه ودانۍ د سردارمحمد داود خان د جمهوري رياست پر وخت بيا له سره جوړه او ښکلې شوه. د دې آرشيف اساس د اطلاعاتو او کلتور وزارت خطي کتابتون و. د محمد داودخان د جمهوري رياست پر وروستيو مياشتو نوموړې نسخې دې نوې ودانۍ ته انتقال شوې او په دې ډول د ملي آرشيف جوړښت پيل شو.
د ١٣٦٠ل کال د مني په شپو کې ملي آرشيف رسماً پرانيستل شو. خطي نسخې، تاريخي اسناد، د خطاطۍ ليکنې، زاړه چاپي کتابونه، تاريخي عکسونه، د زړو مطبوعاتو متفرق کلکسيونونه او ګڼې د آرشيف نور ډول ډول مواد دې موسسه کې ځاى پر ځاى شول.
دغه راز د غزني د عامه کتابتون او د اعليحضرت محمدظاهر شاه د کتابتون د خطي نسخو انتقال ملي آرشيف نور هم بډايه کړ. دغه راز يو لړ نور اثار په بيه واخيستل شول او آرشيف ته ورکړل شول. په پښتو، دري، عربي، ترکي، اويغوري، اردو، سنسکريت او هندي ژبو په زرګونه زرګونه خطي نسخې په ملي آرشيف کې راټولې شوې، چې د مسوولينو په وينا د هغو ټول شمېر تر لسو زرو زياتېږي. ددې نسخو ځينې د خط د هنر او ميناتورۍ له مخې ځانګړي او ډېر اوچت اثار ګڼل کېږي.
د اسنادو، عکسونو او نورو اثارو شمېر هم زرګونو ته رسېده. ملي آرشيف په شپېتمو کلونو کې د خپلو خطي نسخو دوه کتابونه، چې په هغو کې د آرشيف خطي نسخې معرفي شوې وې، چاپ کړل. همدارنګه پر دې وخت کې ملي آرشيف ته قانون جوړ شو. (٣١)
له نېکه مرغه بايد يادونه وکړو، چې د جګړې په دې تېرو کلونو کې د نورو فرهنګي مرکزونو په انډول ملي آرشيف ته ډېر دروند تاوان او زيان نه دى اړول شوى. (( سره له دې چې په دې موده کې د ملي آرشيف په اثارو د غلو څو حملې وشوې، خو داسې ويل کېږي ، چې د غلو لاس بر نه شو، خو د تخنيکي امکاناتو د نشتوالي او مشکلاتو او وسايلو د کمښت له کبله ځينو اثارو ته زيان اوښتى دى)). (٣٢)
د ١٣٧٦ کال د سرطان تر مياشتې پورې بيا هم د ملي آرشيف تخنيکي مشکلات حل شوي نه دي او نه د اثارو د ساتنې او پالنې لازم وسايل او امکانات برابر شوي، نو که دا وضعه همدا شان دوام ومومي، د ملي آرشيف هغه قيمتي اثار به چې لازمې ساتنې او پالنې ته اړتيا لري، په تدريجي ډول له منځه لاړ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery