مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٩))
ملي ګالري

د افغانستان ملي ګالري د ١٣٦٢ل کال د ثور پر مياشت افتتاح شوه. د ګالرۍ د پرانيستو په مراسمو کې د کندهار له ولايت، د کابل له موزيم او له سلطنتي قصر څخه ٢٠٠ هنري او تاريخي اثار راوړل شوي او نندارې لپاره ايښودل شوي وو.
دا موسسه په اسمايي واټ کې د غلام نبي خان څرخي په کور کې او وروسته بيا په اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې تړل شوې وه. سره له دې چې دا ودانۍ د ملي ګالرۍ د اثارو د ساتنې او نندارې لپاره مناسب ځاى هم نه و، خو بيا هم دا اثار په کې نندارې ته کېښوول شول.
د ملي ګالرۍ د ١٢ کلن فعاليت په لړ کې هر کال د پلان او بودجې له مخې د هېواد د معاصرو هنرمندانو اثار اخيستل کېدل. په دې لړ کې د نقاشۍ، ميناتورۍ، مجسمې او ظريفه اثارو ٥٩٦ اثار اخيستل شوي او ملي ګالرۍ ته تحويل شوي وو. ددغو اثارو زياته برخه د غلام محمد ميمنه ګي، عبدالغفور برېښنا، استاد عبدالعزيز، استاد غوث الدين، استاد يوسف کهزاد، استاد عطايي، استاد خيرمحمد ياري، استاد کريم، استاد قربانعلي عزيزي او داسې نورو اثار وو.
تر يوې لسيزې په زياته موده کې دې ګالرۍ هر کال لس زره ليدونکي درلودل.
کله چې ١٣٧١ل کال پيل شو او تنظيمونه کابل ته داخل شول، پر دې وخت ، نو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري، حقوقي او فرهنګي مسوولين په دې هيله وو، چې هر څه به خوندي پاتې شي، خو امنيتي چارواکي او غالباً وسله وال تنظيمي افراد د يو توند باد په شان راخواره شول او د ګالرۍ دېوالونه يې ولړزول. کله چې وسله والو افرادو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټول اداري قيمتي وسايل او وسايط، لکه غالۍ، فرشونه او موټر چور کړل، نو د ملي ګالرۍ د له منځه تلو وېره لا پسې ګړندۍ شوه.
د ١٣٧١ل کال د سنبلې پر ٢٣مه نېټه د وسله والو کسانو له خوا د استاد غوث الدين او نورو هنرمندانو څلور تابلوګانې غلا شوې. دولتي ادارو ته خبر ورکړ شو، چې د ګالرۍ پهره دارانو دا کار ترسره کړى دى او په راتلونکي کې هم دا وېره شته، خو هغوى بې تفاوته پاتې شول او د ګالرۍ د برخليک په باره کې يې هېڅ پرېکړه ونه کړه، ان دا چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغه وخت د اداري رئيس په دستور او د هغه وخت د کوپوني مغازې د مدير په واسطه د ١٣٧١ل کال د سنبلې پر٤مه نېټه تر ٣٠ موټرو زيات د ډبرو سکاره د ملي ګالرۍ په انګړ کې وغورځول شول. دې کار د دې مخه ونيوله چې د ګالرۍ اثار راټول او يو خوندي ځاى ته انتقال شي، ان تر دې چې د ګالرۍ ځينې ښکلي او ناب اثار د ډبرو سکرو په تور ګرد ککړ شول او د ګالرۍ تعمير او لوازم هم د ډبرو سکرو په شان تور واوښتل. دې کار د هېواد ټول فرهنګپال او فرهنګيان متاثر کړل او د يادو شويو کسانو عمل يې وغانده. ويل کېږي چې د نوموړو اشخاصو عمل قصدي و؛ د ګالرۍ اثار به يې د ((بتانو)) په نومونو يادول.
د ١٣٧٢ ل کال د ثور پر ٥مه نېټه په ګالرۍ کې د ځاى پر ځاى شويو وسله والو کسانو له خوا ٣ نور هنري اثار هم غلا شول، پر دې کار د وزارت امنيتي څانګو هم ځان غلى کړ او بيا يې هم د ګالرۍ د اثارو د ساتنې کوم مشخص تدبير ونه نيو.
د ١٣٧٣ل کال د ثور پر ١٣مه نېټه د ګالرۍ د امنيتي ساتونکو له خوا د هنر او نقاشۍ ٢٩ اثار غلا شول، دا ګالرۍ ته دومره لوى زيان و، چې نه جبرانېدونکى ګڼل کېږي. په دې ټولو پېښو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړو مقامونو او نورو اړوندو ادارو هېڅ پاملرنه ونه کړه. کله چې د ګالرۍ د بېخي له منځه تلو وېرې د ځينو زړونه ولړزول، نو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ځينو اشخاصو له هغې جملې د هغه وخت د هنر رئيس په ځاني هلو ځلو او د ځينو نورو مسوولينو په مرسته د ملي ګالرۍ ٦٩٢ تاريخي اثار له اصلي تعمير څخه د وزارت ودانۍ ته را انتقال شول.
بيا هم تر ډېره وخته پورې د ګالرۍ په ودانۍ کې وسله وال کسان پاتې شول او په هغو ځايونو کې چې پخوا به ظريفه اثار نندارې ته ايښودل کېدل، دوى پرې تشنابونه جوړ کړل.
هغه اثار چې له ملي ګالرۍ څخه د وزارت مقر ته راوړل شول بيا هم خوندي پاتې نه شول، ډېر ځله داسې ګونګسې وې، چې د وزارت د هغه وخت د ځينو چارواکو له خوا هم ځينې اثار غلا شوي او دې لړۍ کېدى شي نوره هم ادامه پيدا کړې وي. (٣٣) خو خداى(ج) دې داسې ورځ نه راولي، چې موږ د خپلې ګالرۍ يو اثر هم ونه لرو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery