مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٦))
اخبارونه او مجلې

تر ١٣٧١ل کال پورې په ټول هېواد په تېره بيا په کابل او د هېواد په لويو ښارونو کې ګڼ شمېر مجلې، جريدې، ورځپاڼې او نورې مهالنۍ خپرونې چاپ او خپرېدلې. د ١٣٧١ل کال د ثور مياشتې پر شپږمه پر دې مطبوعاتو لوى تندر پرېووت، لومړى دا خپرونې بندې شوې او بيا يې د چاپ او خپرولو ټول وسايل او امکانات چور، چپاول او له منځه يوړل شول. ددې ټولو خپرونو د چاپ کلنى تيراژ او شمېر په لسګونو مليونو ګڼو ته رسېده.
دلته به موږ د دې ډول خپرونو نومونه او د ځينو د خپرېدو د کلني تيراژ يادونه وکړو:
نوم د خپرېدو وخت کلنى تيراژ
١- هېواد هره ورځ
٢- کابل ټايمز هره ورځ
٣- انيس هره ورځ
٤- پيام هره ورځ
٥-حقيقت سرباز په اوونۍ کې څلور ځله ١١٨٥٠٠٠
٦- پامير اوونيز ٥٢٠٠٠٠
٧- رسمي جريده ناټاکلى ٧٢٠٠٠
٨-درفش جوانان اوونيز ١٦٦٤٠٠٠
٩-سره مياشت مياشتنۍ ٢٤٠٠٠
١٠-رهنماى خانواده . .
١١-افغان اعلانات په اوونۍ کې درې ځله ١٢٤٨٠٠
١٢-مجله جوانان مياشتنۍ ١٢٠٠٠٠
١٣-کار . .
١٤-اردو . .
١٥-ارشاد اسلام پنځلس ورځينۍ ٢٤٠٠٠
١٦-سنګر . .
١٧-عدالت مياشتنۍ ٣٦٠٠٠٠
١٨- صداى وطن پنځلس ورځينۍ ١٢٠٠٠٠
١٩-پوهنتون . .
٢٠-ميهن مياشتنۍ ١٢٠٠٠٠
٢١- ملي جبهه اوونيزه ٢٦٠٠٠٠
٢٢-الاسلام مياشتنۍ .
٢٣-پلوشه پنځلس ورځينۍ ٢٤٠٠٠
٢٤-احسم مياشتنۍ .
٢٥-اخبار هفته اوونيز ٤٣٢٠٠٠
٢٦-ژوندون مياشتنۍ ٢٣٥٢٠
٢٧-اواز مياشتنۍ ٥٩٥٢٠
٢٨-هنر . .
٢٩-اريانا دوه مياشتنۍ ٦٤٠٠
٣٠روغتياطبي مجله مياشتنۍ ١٢٠٠٠
٣١- پيام حق دوه مياشتنۍ ١٢٠٠٠
٣٢- قضا مياشتنۍ ٢٤٠٠٠
٣٣-د کانو او صنايعو مجله . .
٣٤-څارندوى مياشتنۍ ١٩٢٠٠٠
٣٥-صلح و سوسياليزم مياشتنۍ .
٣٦- باستان شناسى . .
٣٧-تحقيقات کوشانى . .
٣٨- کتاب . .
٣٩- کابل دوه مياشتنۍ ١٢٠٠٠
٤٠-د افغانستان بانک . .
٤١- طفل و مادر . .
٤٢- افغانستان . .
٤٣- بررسيهاى مالى . .
٤٤- افغان طبي مجله درې مياشتنۍ ١٢٠٠٠
٤٥- قواى هوايى ومدافعه هوايي . .
٤٦- محصل امروز . .
٤٧- پيشاهنگ . ٨٤٠٠٠
٤٨- همبستگى . .
٤٩- هرات باستان . .
٥٠- دوستي . ١٨٠٠٠
٥١- مليتهاى برادر دوه مياشتنۍ ٣٦٠٠٠
٥٢- جرگه دوه مياشتنۍ ٣٠٠٠٠
٥٣- بولتن . .
٥٤- زنده گى حزبى . .
٥٥- سباوون مياشتنۍ ٤٨٠٠٠٠
٥٦- مېرمن دوه مياشتنۍ ٣٦٠٠٠
٥٧- صداى وطن پنځلس ورځينۍ ١٢٠٠٠٠
٥٨- پښتو څلور مياشتنۍ ٧١٢٠
٥٩- صداى صلح . .
٦٠- کودک . .
٦١- کرهڼه . .
٦٢- غرجستان دوه مياشتنۍ ٣٠٠٠٠
٦٣-خراسان دوه مياشتنۍ ٩٠٠٠
٦٤- سنا دوه مياشتنۍ ١٢٠٠٠
٦٥- فرهنگ مردم مياشتنۍ .
٦٦- دهقان . .
٦٧- باستان شناسى . .
٦٨- ورزش . .
٦٩- حقوق . .
٧٠- ودانۍ . .
٧١- عرفان . .
پر پورتنيو خپرونو سربېره د هېواد په ځينو ولايتونو کې هم يو شمېر مجلې او جريدې خپرېدلې، چې دلته به د خپرونو او د ولايت د نومونو يادونه وکړو:
د خپرونې نوم ولايت
١- اتفاق اسلام هرات
٢- طلوع افغان کندهار
٣- ننګرهار ننګرهار
٤- وړانګه پکتيا
٥- اتحاد بغلان
٦- سنايي غزني
٧- پروان پروان
٨- گوراش، جوزجان جوزجان
٩- فارياب فارياب
١٠- بدخشان بدخشان
١١- کندوز کندوز
١٢- هلمند هلمند
١٣- سيستان فراه
١٤- سمنګان سمنګان
١٥- تخارستان تخار
١٦- ارزګان ارزګان
١٧- باميان باميان
١٨- سوب نيمروز
١٩- يلدوز بلخ
٢٠- لغمان لغمان
٢١- کاپيسا کاپيسا
٢٢- کونړ کونړ

په تنظيمي جنجاليزې واکمنۍ کې نه يوازې دا مطبوعات اکثره له منځه يوړل شول، بلکې د چاپ او خپرونې کوم وسايل چې په مرکز او ولايتونو کې موجود وو، هغه هم تباه کړاى شول. د رباني د نيمواکې واکمنۍ پر وخت په کابل کې ځينې تنظيمي او ځينې دولتي خپرونې کېدلې، چې نه يې کميت او نه يې کيفيت د تېرو خپرونو په شان و. يو شمېر خپرونې چې اصلاً د دولت له بودجې او د جمعيت ګوند تر فکري مسير لاندې واقع وې د ازادو خپرونو نوم ورکړل شوى و، خو په حقيقت کې په ټول کابل کې هېڅ داسې کوم ياد وړ اخبار اوجريده نه دي چاپ شوې، چې په هغو دې څوک پوره حساب وکړي. يوازې د شاه زمان ورېځ ستانيزي په مديرت د ((پلوشه)) جريدې يو څو ګڼې چاپ شوې، چې هغه هم پر دې وخت له انتقاد او نورو هغو مطالبو څخه تشې وې، چې د رباني او مسعود پر ضد تمامېدل. د رباني د وخت د زياتو خپرونو ژبه فارسي وه او په ځينو کې داسې مسايلو ته لمن ووهل شوه، چې د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د تفرقې، ملي نفاق او د واحد افغانستان د جغرافيې او سياسي جوړښت پر ضد تمامېدل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery