بېنوا
خپرنیزه څانګه
د خبریال په توګه دځان ثبتول
بېنوا پرلیکه پښتو نړۍ یو انلائن پلاټ فورم دي چي دانټرنیټ په ډګر کي افغانانو ته د
دوئ په خپله ملي ژبه په وړیا ډول علمي ، کلتوري او تاریخي معلومات وړاندي کوي او
کارکونکي ئې هم ددې پاڼي سره پرته د مادي معاوضې په رضاکارانه ډول کار کوي .
بېنوا ستاسو ده او تاسي هم کولای سئ چي دبېنوا سره دخبریال ، لیکوال او څیړونکي په
صفت دنده اجراء کړئ . دا چاره ډيره اسانه ده . لومړئ دبېنوا سره دکار کولو شرایط
وویاست او بیا د بېنوا تګلاره له نظره تیره کړی که مو خوښه وي او منلو ته ئې غاړه
ایږدی نو لاندي مواد زموږ په پته راولیږئ
هغه څه چي رالیږل ئې اړین دي!
۱ : خپل یو قطعه پاسپورټ سایز عکس .
۲ : خپل دهویت پاڼي یوه کاپي .
۳ : خپل د تیلفون شمیرې .
۴ : خپل د بریښنالیک پتي .
۵ : خپل د کور یا کار ادرسونه .
۶ : پورته مواد په یو بریښنالیک کي مل د لاندي غوښتنلیک د ډکولو سره یوځای دمشرتابه
په پته راولیږئ .
زه ( ........................................ ) د (
................................) ولایت اوسیدونکئ غواړم چي دبېنوا پاڼي سره د
همکار یا خبریال په توګه دنده ترسره کړم او له دې لاري غواړم چي دخپلي ژبي او خلکو
لپاره د خدمت مصدر وګرځم . زه د بېنوا سره د کار کولو ټول شرایط په ځان منم او هم
دبېنوا تګلاري ته پوره درناوی لرم . لهذادبېنوا د مشرتابه څخه غوښتنه کوم ترڅو ما
هم په دې پاڼه کي د خپل همکار یا خبریال په توګه ومني .
نوټ : دیادلو وړ ده چي دبېنوا پاڼي سره د کار کولو لپاره دبېنوا شرایط په ځان منل
اړین دي او کله چي د بېنوا اداره کوم چاته کارن نوم په واک کي ورکوي ، ددې دا معنا
ده چي نوموړي دغه شرطونه منلي دي او دقانون په وړاندي به ددغه شرایطو لمخي دبېنوا د
ورکړه سوي کارن نوم او دهغه نامه څخه دخپاره سوي موادو مسؤلیت ور ترغاړي کیږي !