کچيري تاسي دبېنوا پاڼي همکار یا خبریال یاست او مخکي د همدې پاڼي لخوا څخه درته
کارن نوم او دننوتلو شفر درکول سوی وي او اوس دپاڼي خپرنیزي برخي ته په ننوتلو کي
ستونزه لرئ نو لاندي ځیني اړیني چاري ته پوره پام وکړئ او وروسته یوځل بیا خپل نوم
او شیفر وکاروئ . که بیا هم ستونزه پرځای پاته وه نو دمشرتابه سره اړیکي ټنګه کړی
او یا د اړیکي له لاري موږ ته ولیکئ ترڅو د بېنوا پاڼي کاري ډله درسره مخامخ مرسته
وکړي .
اړیني چاري چي باید پام ورته وسي
ــ دخپل کمپیوټر د کیبورډ ژبه ته وګورئ که هغه پښتو وي نو ستاسي ننوتل ناشوني دي ځکه د بېنوا کارن نوم او شیفر موږ یوازي په انګلیسي (لاتیني ) تورو تاسو ته درجوړ کړی دی !
ــ دخپل کمپیوټر دکیبورډ ژبه که مو انګلیسي ده نو د تورو غټ والي او کوچني والو ته
متوجه اوسئ چي ( Caps Lock ) نه وي ځکه موږ د بېنوا کارن نوم او شیفر یوازي په وړو
یا کوچنیو لاتني تورو تاسي ته درجوړ کړی دي !
ــ دخپل کمپوټر نیټه ته ووګورئ باید چي دکمپوټر نیټه ( ورځ ، میاشت ، کال ) باید چي
دهغه ورځي سره سم وي ځکه دبېنوا سیسټم د ورځي د نیټې سره ټول کارکونکي په ننوتلو او
وتلو کي څاري او هم دهغوی دراتګ او تګ وخت او نیټه ځان سره ثبتوي !
ــ خپل بریښنالیک وګورئ . ښائې ستاسي کارن نوم د کوم امنیتي ملحظاتو او یا د
کتونپلاوي ډلي لخوا تړل سوي نوي په داسي صورت کي تاسي ته یو بریښنالیک په اتومات
ډول درلیږل کیږي !
ــ دبېنوا د مشرتابه سره اړیکه ټنګه کړی ترڅو د ستونزي په لیري کولو کي درسره مرسته
وکړي او په راتلونکي د دغسي ستونزي دنه پیښې دو علتونه در وپیژني .
ــ د انترنیټ کوکیز ( cookies ) ړنګي کړي او خپل دانټرنیټ اړیکه ووګورئ که چیري
تاسي په کوم دفتر کي کار کوي ښآئې چي دغسي برخي دهغوی په سرور کي قصدا تړل سوي وي ،
په داسي صورت کي زموږ سره اړیکي ټنګي کړی ترڅو دبېنوا څخه د خپرنیزي پاڼي یوه بله
پټه پته ترلاسه کړی .