بېنوا پرلیکه پښتو نړۍ یو انلائن پلاټ فورم دي چي دانټرنیټ په ډګر کي افغانانو ته د
دوئ په خپله ملي ژبه په وړیا ډول علمي ، کلتوري او تاریخي معلومات وړاندي کوي او
کارکونکي ئې هم ددې پاڼي سره پرته د مادي معاوضې په رضاکارانه ډول کار کوي . که
چیري تاسي هم ددې پاڼي سره دکار کولو لیوالتیا لرئ نو دا چاره ستاسي پر مخ تړل
سوې نده.
تاسي کولای سئ چي د لاندي شرایطو په نظر کي نیولو سره دبېنوا پرلیکه پښتو نړۍ
غړيتوب ترلاسه کړی او له دې لاري دخپل ولس او ژبي په وړاندي خپله وړتیا څرګنده کړئ
دبېنوا سره دکار شرایط
۱: له اره به پښتون وي او په پښتو لیک او لوست باندي به پوره واکمن وي .
۲ : په جنګي جنایاتو به ککړ نه وي او د کوم سیاسي ډلي پلوی به نه وي .
۳ : له ژبني ، سیمه یز او مذهبي تعصباتو څخه به پاک وي او ملي ارزښتونو ته پوره
درناوی لري .
۴ : ژورنالیستکي تجربه به لري یا لږ تر لږه به دژورنالیستکي اصولو سره د بلدتیا څخه
برخمن وي .
۵ : دکار ډول به ئې پرته دمادي معاوضې وي . ددې ترڅنګ د پاڼي د لګښتونو د پرې کولو
څخه به هم خلاص وي .
۶ : د خپل کارن نوم مسولیت به په غاړه اخلي . اودقانون په وړاندي به د خپلو خپاره
سوي موادو جواب په وخپله وائې .
۷ : که په مستعار نامه دکار غوښتونکي وي ، دبېنوا سره به ئې هویت پټ وي خو د قانوني
تعقیب په وخت کي به ئې په اړه معلومات یوازي د عدلي اورګانونو په واک کي ورکول کیږي
.
۸ : دکار دغوښتنلیک ورسته به ترنامعلومي مودې پوري د بېنوا سره خپل مواد داړیکو له
لاري شریکوي ترهغو چي کتونپلاوې ډله ئې تر ارزوني وروسته د کارن نوم د جوړولو پریکړ
ه کوي .
۹ : دکار دغوښتنلیک سره به مل خپل دهویت پاڼي کاپي ، داړیکو او ادرسونو ټول معلومات
د بېنوا ادارې ته په واک کي ورکوي .
۱۰ : دنوموړي دکارن نوم څخه د ټولوخپاره سوي مواد حقوقي ننګه ( کاپي رايټ ) به ئې
یوازي د بېنوا پاڼي وي .