مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (اوومه برخه )


اوومه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] دلته وګورئ. . .

۱۲) امام الدین او د مورچل هملاري یې
الف. هارون په خپل کتاب [داؤود خان د کي جي بي په لوموکې] چې حامد ژباړلې، یادَونې او سَمـَونې یې ورزیاتې کړې او په پیښاور/ پاکستان کې د میوند خپرندویه ټولنې مرکزله خوا یې د ۱۹۹۷زکال په دیسامبر کې خپور کړې، په ۱۵۲،۱۵۳ او ۱۵۴ پاڼوکې راکاږي چې:

د[ دیارلس سوه او اووه پنځوسم ل کال] د غوایي د مېاشتې په اوومې د پنځنۍ 'پنجشنبې' په ورځ داؤود د لاریون په هکله د وزیرانوپه غونډه کې په خبرواترو بوخت وو. دغې غونډې پرته له وخت تیرَونې بله موخه نه درلودله. حال دا چې پوځي تیاری باید نیول شوی وای یا حکومت دې پوځي را اعلان شوی وای.
د پردیو په پارَونې او قوماندې د څلورم زغره وال ځواک د شوبلو کنډک د وطنجار ترمشرۍ لاندې د ارگ د ختیزې دروازې مخې ته مورچل ونیو. لومړی یې د ملي دفاع وزارت ودانۍ تر اور لاندې را ونیوله. ودانۍ یې ښه ور ولړزوله. د دفاع وزیر او ستر درستیز لا مخکې له ودانۍ څخه را وتلي ول. بیا یې د ارگ د برج ساعت تر اور لاندې را ونیو. بیا یې د خپلې شوبلې خول د ارگ لور ته ورتاو کړ او ارگ یې تر اور لاندې را ونیوه.

وروسته همدغه شوبله د غوایي د انقلاب د نښې په توگه د یوې ډبرینې پاڼې پرمخ د ارگ مخې ته ودرول شوه.
داؤود خان د پوځ د سراعلی قوماندان په توگه غوښتل د چارو لارښوونه او څار په لاس کې را واخلي. نو د مخابرې دستگاه ته چې د همدغسې شېبو لپاره د میز پرسریې وراېښودل شوې وه او له لښکرکوټونو سره به یې نیغ په نیغه اړیکه را نیوله وَرَغی خو ویې لېدل د مخابرې دستگاه له کاره ور لویدلې او چینل یې ور بدل شوی وو. په هماغه شېبه کې یې وویل: روسانو خپل کار وکړ." او وزیرانو ته یې اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
د کورنیو چارو او دفاع وزیران لا مخکې له ارگه وتلي ول. د خپلې کورنۍ غړي یې ترڅنگ راوغوښتل. داؤود نه تسلېمېده او نه یې له پیښې څخه د تیښتې هڅه وکړه. د فرانسې سفارت د ارگ له دیوال سره نښتای وو او کولای یې شواې له سیاسي ډگره لاس په سرشي خو په خپلې خاورې کې یې ویاړلی مرگ غوره وباله نو ځکه یې د خپلو پښو راټینگولو ته کلکه ملا را وتړله. ویې ویل چې نه غواړي د روسانو په لاس په ژوبڼ کې را بند کړای شي.

کودتاچیانوپه یوه ټانک د بندیانود ساتنې له خټو جوړ دیوالونه را ونړول او دننه ور ننوتل. کودچیانو خپل مشران له داؤودي زندانه د خوښیو په شور او زوږ کې را خوشې کړل. هغوی یې پرشوبلوباندې کښنیول او د کودتا زړه، د راډیو تالارته یې بوتلل.نویو مشرانو خپل لاسونه د شوبلو له منځه را ایستل او د کابل ښاریانو د څارونکو سترگو مخ ته یې ورښورول. د ارگ د پوځیانو روحیه ضعیفه وه، ستړي ستومانه او ناهیلي ښکارېدل. نورلښکرکوټونه یې ملاتړ ته را ونه رسیدل نوځکه د هغوی مقاومت هم له پښو را وغورځید. وروسته له هغې چې د هوایي ځواکونو عملیاتو زور واخیست او ارگ د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر اور لاندې را ونیول شو نو په ارگ کې د ولسمشریزۍ ماڼۍ د ساتندویه ځواک گارډ مقاومت هم کرار کرار را سوړشو.

د داؤود د کورنۍ غړې یوپه بل پسې ټپیانېدل سردار داؤود ټپي شو او د خپلو دواړو زامنو عمر او خالد مرگ یې په خپلوغبرگو سترگو ولید. د ژوند ډیرې سختې شېبې وې ، داؤود په ډگر کې یوازې راگیر پاتې وو. کمونیستان پرارگ ورننوتل هغوی له داؤود سره د لېدلو کتنو غوښتنه وکړه خو داؤود ورسره ونه منله.
درې تنه ټیټ پوړي کودتاچیان د تورن امام الدین ترمشرۍ لاندې د ولسمشر داؤود خان حضور ته ورغلل او له هغه یې وغوښتل چې ور تسلیم شي. داؤود خان پرته له دې چې له هغوی څخه د ځان او یا د خپلې کورنۍ د غړود ژغورنې غوښتنه وکړي، د خپلې تومانچې وروستـنۍ گولۍ یې پرامام الدین نیغ په نیغه ورتشه کړه. اما الدین ټپي شو خو مړ نه سو. د هغه نورو ملگرو ولسمشر تر اورلاندې را ونیو. داؤود چې د افغانستان تر ملي بیرغ لاندې ولاړ وو په شهادت ورسید. بیا یې نعیم خان او د داؤود خان د کورنۍ ټول نارینه غړي یو په بل پسې ووژل. د کورنۍ ښځینه غړي یې د څرخي پله په محبس کې واچولې. د څرخي پله زاندان هغه زاندن وو چې داؤود خان د خپل رژیم د مخالفینو لپاره د قدیرنورستاني په وړاندیز جوړکړی وو. او په دې توگه یې د دُرانیو د ټبر د پاچاهي ټغر را ټول کړ.

د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د غړو مړي چا ونه لېدل. یوازې د چمن او کویټې اڅکزیو د هغوی د فاتحې دعاگانې په خپلو جوماتونو کې واخیستلې او د هغوی د ارواگانو خوښۍ ته یې
دعا وې وکړۍ. ویل کیږي چې مړي یې د مرنجان دغونډۍ په لمنه کې خاوروته سپارل شوي دي.

[حفیظ الله] امین د راډیو افغانستان د څپو له لارې جگړن اسلم وطنجار چې د " تورپیکۍ" په نامه پیژاندل کېده او ډگروال قادر چې د " سپي قادر" په نامه پیژندل کېده، د ویاندو په توگه وگړو ته ور وپیژندل. وطنجار په پښتو او قادرپه دري ژبو د نوي پوځي حکومت را ټینگېدل یې اعلان کړل.

په داسې یوه اړوپیچ کې ولس نه پوهېده چې څه ور پیښ شویدي او څه به ور پیښ شي، د سلیمان لایق لاندینی شعر د داکټرصادق فطرت ناشناس په غږ او کمپوز په سندیزه توگه را خپور شو.

ســـتره تېاره تېره شـــوه ســتا پر ســردرو باندې
ښــه شـوله چه تيره شـوه سـتا خـوارو بچـو باندې
هــــره تېاره پای لـــري خـلکـــو، ولســــو باندې
لمـر د عـد الت وخوت سـتا پر جگـو غـرو باندې

خو په هېوادکې له هماغې ورځې را په دېخوا د وینو او اوښکو را بهېدا په را پیلېدلو شوه./.../ څرگنده وه چې یوه خوږلنه ، ناورین وهلې او یوه ویرلړلې راتلونکې د افغانستان د ولس د برخلیک په درشل کې په تېندکو او سترگې په لاره ده . د [سلیمان[ لایق شعر یوه ملي او ولسي شاعر داسې ور ځواب کړ.

لـمــر د آزادۍ پريوت ســـتا پر ســردرو باندې
توره تېاره راغــلله ســــتا خــوارو بچــو باندې

له [پاړسي څخه پښتو ته] د ژباړونکي لمنلیک
[ښاغلو لوستونکو!
لاندینې کرښې زما (رحمت آریا) نه دي. دا دهغه له پښتو څخه پاړسي ته د ژباړونکې لیکل شوې کرښې دي چې د دغې لېکنې له لېکوال سره یې مرسته کړې ده او د همدغې لېکنې په پای کې کولای شــﺊ د پاړسي لېنک هم وگورﺉ. دغه کرښې مې د لوستونکو د پوهاوي او د بل لېکوال د حق د خوندي ساتلو لپاره په ځای کې را غبرگې کړې]
د۱۹۹۷ زکال د پنځنۍ 'پبنجشنبې' په ورځ " [له پاړسي څخه پښتو ته] د داؤود خان د کې جي بي په لومو کې" د کتاب ژباړونکي حامد د همدغه کتاب په دریمه را ژباړل شوې پاڼه کې داسې را کښلي دي :" دا کتاب لېکوال ، د " الف هارون" په را پورول شوي "مستعار" نوم د پښتو په خوږې ژبې لیکلی چې د هېواد پالنې او مسلمانۍ د څپو په احساساتو کې یې د راټولونې د لړۍ له بشپړولو وروسته په دیارلس سوه او درې اویایم ل کال کې (۱۱۹۴۴زکال) په آسترلیا کې خپور کړی دی."

نوموړی د کتاب په دیارلسمه پاڼه کې زیاتوي: " گران لوستونکی دی د ژباړونکي پراوږود خپلې ښېگڼې په ايښودنې، د هغه پاملرنه دې د هغه تیروتنو ته راوگرځوي ، یا دې خپل اند اویا دې د [حامد] د ژباړنې په تړاو خپل څرگند وړاندیزونه او یادَونې راپه گوته کړي چې کولای شـﺊ د [کتاب] د ژباړونکي په پته یې راواستوﺉ: حامد، ډاگي پـُست ۱۱۶۴، مرکزي پـُسته خانه، صدر، پېښاور، پاکستان


حامد د " داؤود خان د کي جي بي په لومو کې" یا د ده په ژباړې " داؤود خان در چنگال ک.ج.ب" کتاب د ۱۵۳ او ۱۵۴ پاڼو په لمنلېک کې داسې راکاږي:
" وطنجار ته به له دې امله "تورپیکۍ " ویل کېدل چې د هر چا ملگری او وزیر کېده. وطنجار د روسانو له پلوه د یوې بلې کودتا لپاره په پام کې نیول شوی وو. ( د څارکښۍ د ځالې لاسوندي / اسناد لانه جاسوسي، ۱۰۹ پاڼه)، قادر نه خلقی وو او نه پرچمي او د پیسو لپاره یې هر کار ته ملا تړله. د ښوونځي له وخته راهیسې خلکو د "سپي" په نامه پیژانده. ان کله چې په پولند کې سفیر وو، د یو شمیر لوېدېځو هېوادونو له څارکښیزو کانالانو سره یې اړیکه ټینگه کړې وه. پ.۹۳)

د [څارکښیزې ځالگۍ د لاسوندونو/ اسناد لانه جاسوسي] لیکوال حامد او الف هارون ته په ډیر درنښت غواړم ووایم چې د محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر د [شخصي � ژ] ژوند په اړه لیکل شوي خبرې سمې نه دي. کاشکي هغوی پوهېدل چې اوس هغه ورځې تیرې شوی چې یو وخت به ځېنې کسان د سپي، غوایي، خره، گیدړ، کاږبل "کفتار" ، زمري، پړانگ اویا نارینه د نجونواوښځمنو په نومونو سپک بلل کېدل.
برسیره پر هغې، داسې بریښي چې د حامد اورېدل شوې خبرې له خپلې سرچینې څخه ور لوخړنې شوې وي، ځکه .....
[][]

تاسو به په راتلونکو څپرکېو کې لاندینې سکالو ولولـﺊ

۱) محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر
۲) له جنرال امام الدین سره ځانگړې مرکه
۳) د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال د غوایي د مېاشتې له اوومې مخکې د محمد داؤود د وژنې لپاره تابیاوې په پام کې نېول شوې وې. ددغې تابیا په تـَـل کې د کومو کسانو د پښو خاپ لیدل کیږي؟
۴) د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوندیو تن نامتو غړی چې ژوندی او اوس په افغانستان کې دی، د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ له وژل کېدلو لږ شیبه وروسته ارگ ته راغی، ټول یې له سترگو را تیر کړل او بیا له خونې ووت.

وایي چې همدغه سړی وو چې ویلي یې ول " ..... په پام کې نیول شوې وه چې پرارگ پینځه سوه کیلویي بمب را وچول شي. پوهیږﺉ چې پینځوسه کیلویي بمب به څه ورکړي ول؟ د ارگ دوړې به یې را په هوا کړې وې!"
"... د عمر له جیبه یې چې څنگ ته مې ولاړ وو، د بنز موټړ کیلي یې راوایستله او ویې ویل:' اوس زموږ وار دی چې په موټر کې وگرځو." په همدغه حال کې مې ولیدل چې د کورنۍ یو شمیر غړی څوک تپي څوک روغ رمټ له دروازې تیریږي او میرمن سلطانه نور/ د محمد عمر ماندینه تر ټولو مخکې روانه ده. د محمود غازي کوشنیان زهرا او داؤود مې ولېدل چې دواړه ټپیان شوي ول. کله چې د میرمن سلطانې نور سترگې پرما ولگېدلې، غلې شوله او دلاس په اشاره یې راته وویل :" ټوله گناه ددوی ده، دوی چنواري ' چارماري' کړي" هغه د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه خور او د ولیعهد سردار احمدشاه خواښې وه، هغې گومان کاوه چې زه هم د .... له پازوالو څخه یم.
[][]
نوربیا
د اَخـَـځ سرچېنه:
http://www.kabulnath.de/Salae_Charom/Shoumare_79/Praesidet%20Daoud-%20Siasang-7.html
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery