مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (اتمه برخه )


اتمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] دلته وګورئ. . .

" پینځمه څپرکۍ :کمونیستي رژیم"

د محمد کبیرسراج د کتاب [په افغانستان کې د شلمې پیړۍ د دوېمې نیمایۍ پیښې / رویداد های نیمه اخیر سده بیست در افغانستان/ لومړی چاپ، فرانکفورت ۱۹۹۷ز کال، له ۱۰۶ تر۱۱۷ پاڼې پورې] داسې راغلي دي :

د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د ۲۷ په سهار د جگړن محمد اسلم وطنجار تر بولندې لاندې زغره وال ځواک له لښکرکوټه را ووت او د کابل په لور را وخوځېد. د څلورم زغره وال ځواک لوی بولندوی ډگروال محمد سرور نورستاني چې د جمهوري دولت یو ملگری وو او په ۱۹۷۷ زکال کې د جنرالۍ رتبې ته یې سترگې څارلې خو بریالی نه شو او یوې په پلمې یې ځان په ناروغۍ اچولای او ماسکو ته تللی وو، چې په دې توگه د تیریو اویرغلونو د انډوخر ډگر یې کمونیستانو ته تش ور پرې ایښی وو.

ویل شوي چې " د ځانغوښتونکو دیکتاتورو رژیمونو ړنگونه د پوځ له مرستې پرته یوازې د ولس د ولسي پاڅون له لارې ناشونې ده نو ښایي داسې شېبه به راسي چې پوځ د دیکتاتور له ملاتړه لاس په سرشي، ځکه چې پوځ نه یوازې د خپل ځان د ساتلو تر څنگ نه غواړي هېواد یې د ویشنې او کورنۍ جگړې له گواښ سره مخامخ شي او د دیکتاتور له لاسه په تنگ شوی ولس هغه مهال پاڅون کوي چې د پوځ له ملاتړه ډاډ تر لاسه کړي. " کورنیو کمونیستانو ځانونه له پوځیانو سره غاړه غړۍ او همغږي کړي ول.

په هغې شیبې کې څلورم زغره وال ځواک له څرخي پله څخه د کابل پرلور په گړندۍ راروان وو، د دفاع وزیر ډگر جنرال غلام حیدر رسولي له لوی درستیز ډگرجنرال عبدالعزیز او تورنجنرال روکی دریواړه ددفاع د وزیر په دفتر کې ناست او په خبرو بوخت ول چې ناڅاپه د تلفون زنگ راغی. ولسمشر وو او ویې پوښتل : " د دفاع وزیر صاحب ! څلورم زغره وال ځواک دې د چا په امر مرکز ته رابللی دی؟ " د دفاع وزیر د دغسې امر له ورکړې بې خبري څرگنده کړه او ویې ویل : " څلورم زغره وال ځواک ته په دې اړه کوم امر نه دی ورکړل شوی"

له دغو پوښتنو او ځوابونو وروسته د دفاع د وزرات په انگړ کې اندیښنې او خواشینۍ را خپرې شوې. د دفاع وزیر پرته له ځنډه د خوځښت یا حرکاتو رﺋـیس یحیی نوروز او د ښاري رَمبـَکۍ " انظباط " بولندوی جگړن خان محمد د ټیلیفون له لارې ځانته را وبلل.

ددغو دوه تنو له را غوښتلو وروسته، ددفاع وزیر له جنرال نو روز څخه وپوښتل : " ښار پلو ته د څلورم زغره وال ځواک د خوځښت بولنده تا سو ورکړې ده؟ " له دې چې جنرال نوروز هم له دغې بولندې څخه بې خبري څرگنده کړه نو د سترگو په رپ کې یې پینځلسم زغروه وال ځواک چې د څرخي پله په سیمې کې د څلورم زغره وال ځواک تر څنگ پروت وو، تلفون وکړ او ددغه ځواک بولندوی ډگرمن محمد یوسف ته یې امر ورکړ چې د څلورم زغره وال ځواک مخه دې ونیسي او دده له پلوه دې ورته ووایي چې ښار پلو ته یې د راتگ ته اړتیا نسته.

د تلفون له بلې غاړې د پینځلسم زغره وال ځواک بولندوی ځواب ورکړ: " زموږ ځواک د څلورم زغره وال ځواک له پلوه را چاپیره او محاصره شوی دی او زموږ له لاسه هېڅ څه نه کیږي چې ویې کړو." کله چې ددفاع وزیرله دغې خوا نا هیلی شو نو حربي پوهنتون ته یې زنگ وواهه او د حربي پوهنتون بولندوی تورنجنرال شاهپور ته یې وویل چې د څلورم زغره وال مخ ته دې را ووځي او د دفاع د وزیر امر دې د هغوی تر غوږونو ور ورسوي.

د حربي پوهنتون بولندوی داسې بخښنه وغوښتله : " څلورم زغره وال ځواک په بیړه له دغه ځایه تیر سو او زموږ له گوتو وتلای دی"

د دفاع وزیر د دغو گډو وډو اوبې سر اوپایه خبرو له لاسه منگ پاتې وو، او د وروستني چارې لپاره یې د ښاري رمبکۍ " انظباط " بولندوی خان محمد ته چې دده په دفتر کې وو امر ورکړ چې په خپله دې د څرخي پله پر لور وخوځیږي او څلورم زغروال ځواک ته دې چې هر چیرې رسیدلی وي، لارښوونه وکړي چې بیرته خپل لښکر کوټ ته ولاړ سي.

جگړن خان محمد له دغه ځواک سره د یکه توت په سیمه کې مخامخ شو. او د دفاع د وزیر امر یې ورته ورساوه. هغوی نوموړی د جیپ له موټره را کښته کړ لاس او پښې یې پرې وتړلې او له هغې ورځې تر ننه پورې ورک دی.

لږه شیبه نه وه تیره چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ساتندویه ځواک " ارگ " بولندوی ډگرمن صاحبجان په بیړه د دفاع د وزیر دفتر ته راغی او ویې غوښتل چې له روان اړوپیچه ځان خبر کړي. د دفاع وزیر نوموړي ته امر وکړ چې په خپلې دندې دې ودریږي او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ساتنې او دفاع سمبالتیا دې تر لاس لاندې ونیسي. هغه ډاډ ورکړ چې د دغه کار لپاره بشپړچمتوالی لري.

کابل ته له را رسیدلو ورسته څلورم زغره وال ځواک درې خواوو ته د یرغل مخه را تاو کړه: یو کتار د پوځي هوایي ډگر پر لور ورغې او هلته د هوایي ځواکونو د درستیزوال ډگروال عبدالقادر په مرسته په دې بریالي شو چې د هوايي ځواکونو بولندوی ډگر جنرال محمد موسی او د هغه مرستیال تورنجنرال عبدالستار ونیسي او ویې وژني. د هوايي ځواکونو بولنده ډگروال محمد قادر په خپله په لاس کې واخیستله. دویم کتار د بالا حصار پر خوا ورتاو شو او هلته یې د کوماندو ۴۴۴ قطعه را چاپیره او بې وسلې کړه. دریم کتار د جگړن محمد اسلم وطنجار تر بولندې لاندې د ښار د منځ په لور ور وخوځېد او ددفاع د وزارت مرکز یې تر برید لاندې ونیو.

د غرمې پوره ۱۲ بجې وې چې د دفاع د وزارت په ودانۍ لومړۍ مردکه ور ومښتله. د دفاع وزیر او لوی درستیز چې سپینې یې تښتېدلې وې "وارخطا" د بولندې له ځایه را ووتل او د ودانۍ د شا پلو دروازې له لارې یې غوښتل ځانونه د پوځ یوه لښکر کوټ ته ورسوي. په همدغې شیبې کې د دفاع د وزارت ټول کار کوونکي په بیړه له ودانۍ را ووتل او د ودانۍ تر شا را ټول شول. هرچا له یو بل څخه پوښتل چې : " څه خبره ده ؟ " هېڅ څوک نه پوهېدل چې څه ور پیښ شوي دي.

ددغه اخ او ډب په ترڅ کې د اردو د تشکیلاتو رﺋـیس برید جنرال محمد ذکریا ابوي د دفاع وزیر ته ورنیږدې شو او ویې ویل: " وزیر صاحب ! تاسو باید ژر ځان قوای مرکز ته ورسوﺉ." د دفاع وزیر او لوی درستیزځانونه جیپ موټر ته ورسول ، په جیپ کې سپاره شول او د دفاع د وزارت د ودانۍ د شا له لارې د اتمې فرقې په لور وخوځېدل. د لارې په اوږدو کې یې یو کوشنی ټکر هم وکړ خو په دې بریالي شول چې ځانونه اتمې فرقې ته ورسوي.

د ولسمشر د ماڼۍ ساتندویه ځواک په ټینگه مقاومت کاوه او د ارگ د ماڼۍ پر واټ یې د غځېدلي سړک په اوږدو کې یې د شوبلې ضد په توغندیو یو شمیر شوبلې له منځه یووړې او د پلی ځواک یرغل یې په میرانې په شا و تمباوه.

د سرغړواي یرغل گر ځواک په خوب کې هم نه راتلل چې گڼې هغوی به له دغسې یوې پياوړې مدافعې سره مخامخ سي نو له دې امله یې له هوایي ځواک څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ډگروال عبدالقادر چې د هوایي ځواک سر تر پایه بولنده یې په لاس کې اخیستې وه په بیړه په یوې چورلکې کې د بگرام د پوځي هوایي ډگر په لور ولاړ او هلته یې د هغه هوایي ډگر بولندوی ډگروال محمد رحیم بندي کړ او د هوایي ځواک د الوتنو بولنده یې په غاړه را واخیستله. هغه د هوایي ځواک کار کوونکو ته یوه لنډه وینا هم وکړه او څرگنده یې کړه چې د کودتا ځواک یې په لاره اچولی خو په دوه وو ځایونو کې مقاومت روان دی او دغه مقاومت دې د هوایي ځواکونو له لورې دړې وړې شي. ارگ او اتمه فرقه .

د ورځې پینځلس بجې (د ماسپښین درې بجې) د " میگ" الوتکې را والوتلې او د ارگ او اتمې فرقې سیمې یې تر ټینگو بمباریو او د توغندیو تر اور لاندې راوستلې چې د اتمې فرقې مقاومت یې په لنډ وخت کې ور دړې وړې کړ خو د ولسمشر د ماڼۍ ساتندویه ځواک چې تر شپږو بجو پورې یې مقاومت کاوه، ونه شو کولای تر هغه پورته نور مقاومت وکړي او غلي شول.

د ملي دفاع وزارت د قوای مرکز او مشرقي ځواکونو ته امر ورکړی وو چې د کابل په لور را وخوځیږي. د قوای مرکز له لوري اتمه فرقه د تورنجنرال نظیم گل خان تر بولندې لاندې له دوه وو خوا وو د کابل شا او خواته را رسیدلې وه چې د هوایي ځواکونو تر اور لاندې ونیول شوه او دړې وړې یې کړه.

د مشرقي یولسمه فرقه د تورنجنرال محمد یونس تر مشرۍ لاندې د جلال آباد له لښکرکوټه را ووتله او د کابل په لور را روانه وه او د دورنټې د اوبوبند ته لا نه وه رسیدلې چې ددغې فرقې کمونیستو افسرانو سرغړاونه او بغاوت وکړ او تورنجنرال محمد یونس او د ننگرهار د فرقې درستیزوال یې ووژل، د فرقې بولنده یې په لاس کې راونیوله او ځواک یې بیرته لښکرکوټ ته را وباله.

په دې توگه تر اتلسو بجو (د مازیگر شپږو) پورې نورداسې مقاومت پاتې نه شوچې د جمهوري دولت په گټه دې جگړه وکړي. خو د ارگ دروازې لا تر دغه دمه نه وې پرانسیتل شوې.

دا ځل د الوتکو پرځای ، چورلکو ارگ تر بمبارد لاندې ونیو او په توغندیو او ماشینگڼو یې پرارگ هوایي یرغل وکړ. د هوایي ځواک فعالیت او نښه ویشتنې ډیرې په ځیر او بریالې وې. له همدې امله یو شمیر لویدېزو کتونکو چې دغه پیښه یې له نیږدې په سترگو لېدله ویل چې چورلکې شوروي پیلوټانو چلولې. د هغوی دغه شک او شوپيان حقیقت نه لري. ټولې الوتکې او چورلکې افغانو پیلوټانو چلولې.

د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د مېاشتې د ۲۷ نېټې د پېښې په اړه د جټ د الوتکو د پیلوټ " محمد عثمان وَلید" په وینا چې د بگرام په هوایي ډگر کې یې دنده تر سره کوله، د روانو پیښو له لړې څخه په لاندې ډول کیسه کوي :

" د هوایي ځواکونو درستیزوال ډگروال عبدالقادر سره له دې چې د هوایي ځواکونو لوی بولندوی جنرال موسی خان نوموړی له هوايي ډگر څخه له هر ډول الوتنو څخه منع کړی وو، د ورځې په لس نیمو بجو په یوې چورلکې کې د بگرام هوایي ډگر ته ولاړ، د بگرام د هوايي ډگر بولندوی ډگرمن غلام سخي یې بندي کړ او بولنده یې په خپل لاس کې را واخیستله. نوموړي د هوایي ډگر کارکوونکو ته د کودتا له کېدلو خبر ورکړ او په قرغې کې میشتې پر اتمې فرقې ، اوومې فرقې او ارگ یې د یرغل نوي بولندې ورکړې چې نوموړې سیمې د کودتا په گټه وټکوي.

په همدغې ورځ د مېگ ۲۱ الوتکود الوتلو دوه تنه روسي ښوونکي او د سو ۷ الوتکو د الوتنو دوه تنه ښوونکي د بگرام په هوايي ډگر کې ول او روسي پیلوټ په هېڅ ډول د بگرام په هوايي ډگرکې نه ول. لاندینیو افغان پیلوټانو په الوتنو کې برخه اخیستلې وه :

د سو ۷ جټ الوتکې : حکیم، شیر محمد، گلیار او رحیم
د میګ ۲۱ له الوتکې : میر غوث الدین، سنت الله ، تیمور، عبدالرؤوف، شرف الدین، کافي خان ، مختارگل، دوران خان او وهاب

شوروي کارپوهانو او سلا کارانو چې د افغانستان په ځواکونو کې یې دنده تر سره کوله ددغه هیواد د نورو سلاکارانو په ډول اجازه نه درلودله چې په جگړه ییزو الوتکو یا عملیاتو کې دې برخه واخلي. دغه بندیزونه د شوروي د حکومت له پلوه د تر سره شویو تړونونو پربنسټ لگول شوي ول.

د دفاع وزیر او لوی درستیز چې په جیپ کې ناست ول او په گړندیتوب یې موټر چلاوه ، له یوې ترافیکي پیښې سره مخامخ شول خو له هغې سره سره یې ځانونه اتمې فرقې ته ورسول. هغوی د کابل په لور د خوځېدلو څو څو امرونه ورکړي ول خو څوک دې ته چمتو نه شول چې د هغوی بولنده ومني. یوازې د ډگرمن محمد علي تر مشرۍ لاندې توپچي غنډ د ښار په لور را وخوځېد او له دې چې د پلي او هوايي ځواک له مرستې پرته یې نه شوای کولای نو خواره واره شول.

بولندوي ډگرمن محمد علي د توپچي غنډ برخلېک د غنډ په غاړه ور پریښود، او په خپله د چمتلې د دښتې له لارې و تښتېد او کابل ته راغی او په خپل کور کې پټ شو. وروسته کمونیستانو هغه را وموند او سر یې په لاس ورته ورکړ.

په هغې ورځ د اتمې فرقې بولندوي جنرال محمد صدیق ( چې د تور صدیق په نامه پیژندل کېده) په مزارشریف د قطعې په تفتیش بوخت وو، د هغه په استازیتوب یو تن ډگروال د فرقې پازوالي په غاړه درلودله چې لا له مخکې له کمونیستانو سره غاړه غړۍ شوی وو. نوموړي ډگروال ددفاع وزیر او ستر درستیز ته خبر ورکړ چې د سترگو په رپ کې دې له دغې سیمې ځان ورک کړي که نه دواړه به ونیسي او وبه یې وژني.

د دفاع وزیر او لوی درستیز په نومیدۍ له اتمې فرقې را ووتل او له پټولارو یې د قوای مرکز په لور د تاج بیگ د ماڼۍ خواته مخه کړه. په دغه ځای کې د قوای مرکزدرستیزوال تورنجنرال عبدالعلي وردک د هغوی ښه راغلاست وکړ. [هغوی] غونډه وکړه او د ځواکونو د راتلونکي خوځښت او د اوومې فرقې د ملاتړ یا نه ملاتړ په اړه یې خبرې کولې. په همدغې شېبه کې ول چې ناڅاپه د تاج بیگ ماڼۍ هم د الوتکو تر هوایي بمبارد لاندې راغله.

له مهتاب قلعې څخه[ د جمهوري انقلاب د ملگري] ډگرمن خلیل الله بابکرخیل تر بولندې لاندې د توپچي ځواکونو اور پیل شو چې له امله یې د ماڼۍ پورتنۍ برخه را ونړېدله او په ماڼۍ کې اور بل شو. د دفاع وزیر، ستر درستیز او جنرال عبدالعلي له لښکرکوټه را ووتل او د چهار دهي په لور وخوځېدل. په ماڼۍ کې نورو پاتې افسرانو او سرتیرو هم پښې دوه کړې او د ماڼۍ تر شا رغیاڼې کې د توپچي د اور له ویرې یې ځانونه پټ کړل.

د دفاع وزیر له خپلو دوه تنو ملگرو سره د د لکشا د ماڼۍ د باغبانباشي عبدالمجید کورته چې د خپلوانو له ډلې څخه یې وو وَرَغی او ویې غوښتل یې شپه به همدلته تیره کړي او سبا سهار وختي به یوې خواته په تېښته وتښتي. خو له بده مرغه د باغبانباشي زوی دغه خبره کودتاچي ځواکونو ته ور ورسوله ، هغوی راغلل او درې واړه یې ونیول او د څرخي پله په پولیگون کې یې پرته له محکمې ووژل.

ارگ لا تر اوسه په خپل بې وسې مقاومت ته دوام ورکاوه. په ارگ د څلورم زغره وال له یرغل څخه وروسته محمد داؤود خان د خپلې کورنۍ ټول غړي ارگ ته را وغوښتل. هغوی د ارگ د بڼ له لارې د گلخانې په ماڼۍ کې راټول شوي ول.

هغه وزیران چې د گلخانې د ماڼۍ په غونډه کې را ټول شوي ول محمد داؤود خان ته سلا ورکړه چې له ارگه دې ووځي او د قوای مرکز یو لښکر کوټ ته دې ولاړ شي او ټوله بولنده دې په لاس کې ونیسي. محمد داؤود خان دغه سلا ومنله.

یو تور والگا موټر د ارگ د گلخانې ماڼۍ ته را نیږدې شو. ولسمشرله دروازې را ووت او غوښتل یې چې په موټر کې کښیني. زوی یې محمد عمر جان ورپسې ورغی. په دغې شېبې کې د گارد د قطعې له خوا د دوی پر لور ډزې وشوې او د هغوی پام یې ځانته را واړاوه. عمر جان ټپي شو او ولسمشر بیرته د گلخانې ماڼۍ ته ننوت. او ویې ویل : " نه! هر څه پای ته رسیدلي دي. ددغو ټولو بد مرغیو پازوالي زما په غاړه ده. هرڅوک چې نه غواړي و وژل شي نو د ماڼۍ شاتیني تالار ته دې ولاړ شي"

وروسته وویل شول چې پر داؤود خان او عمر جان د کلاشنیکوف ډزې د داؤود خان د ډیرو د ډاډ وړصاحبمنصبانو له ډلې څخه د یوه تن صاحب منصب له پلوه وشوې.

د هوا په را تیاره کېدلو د ارگ د مقاومت ستنه هم ورو ورو را نړېدله او د تسلېمېدلو نښې را څرگندېدلې. له یرغلگر ځواک سره له پوهاوي او جوړ جاړي وروسته د ارگ دروازه هم پرانیستل شوه او د کودتا شوبلې پر ارگ ور ننوتلې. لودسپیکرونو له سردار محمد داؤود خان او محمد نعیم خان څخه غوښتل چې پرته له آړ یا شرطه دې ځانونه دوی ته ور وسپاري. دا هغه شېبه ده چې پرته له سردار محمد داؤود خان، د هغه میرمنې او دوه درې تنه نور، د کورنۍ پاتې غړي د سردار محمد نعیم خان په گډون د ځمکنیو او هوايي ډزو له امله ټول ټپيان شوي او په وینو کې لمبېدل. دوه درې تنه ماشومان هم وژل شوي ول.

شوبلې د گلخانې د ماڼې پوړیو ته نیږدې شولې او د شوبلو له منځه یو تن تورن او در تنه بریدگي را ووتل او د گلخانې د ماڼۍ په لوریې یرغل وکړ. [هغوی] د داوود خان په لېدلو هک پک شول چې لا تر اوسه هم ژوندی او په دوه وو پښو ولاړ دی او ټپیان پر ځمکه پراته ول.

تورن امام الدین پر داؤود خان خوله را خلاصه کړه او چیغه یې وکړه: " مقاومت گټه نه لري، تسلیم سه. سردار محمد داؤود خان ورته وویل : " ستاسو سر لارښود را ته را ولیږه چې له ما سره خبرې وکړي. " تورن بیا وویل:" موږ ټول سرلار ښوونکي یو. هر څه چې لرې ما ته یې ووایه او یا تسلیم سه!"

محمد داؤود خان نور زغم له لاسه ورکړه او په لاس کې یې تومانچه وه او پر همدغې تومانچې یې پر تورن امام الدین ډزې وکړې. تورن له دغسې یوه سړي څخه چې هر څه یې له لاسه ورکړي ول د ډزو هېله یې نه درلودله نوپه خپل کلاشنیکوف یې په پټو سترگو راتاو او داسې یو ړوند اور پردوی ور بل کړ چې نیم ژوندي کسان یې هم ټول له یوې مخې ور ووژل.

په دغې ټولیزې ړندې وژنې کې دغو کسانو خپل ځانونه له لاسه ورکړل: ولسمشر سردار محمد داؤود خان ، د کورنیو چارو د وزارت کالخوای ' سر پرست' او د ولسمشر ځانگړی استازی سردار محمد نعیم خان ، شهزادگۍ زینب د محمد داؤود خان ماندینه او د محمد ظاهرشاه خور،شهزادگۍ بلقیس د تیمورشاه آصفي ماندینه او د محمد ظاهر شاه خور، محمد عمر د محمد داؤود خان مشر زوی، ویس د محمد داؤود خان زوی، خالد د محمد داؤود خان زوی، شینکۍ د محمد داؤود خان لور، زرلښته د محمد داؤود خان لور، شیما د ویس میرمن د محمد داؤود ننږور، هېله د عمر جان لور د محمد داؤود خان لمسۍ، غزال د عمر جان لور د محمد داؤود خان لمسۍ، حارث د ویس زوی، ایگل د ویس زوی، د محمد نعیم خان لور زرمینه اود عبدالعظیم غازي ماندینه، د داؤود خان خور عایشه، د شاه محمود خان غازي مشر زوی نظام الدین، د عبدالعظیم غازي لور صفورا، عبدالاله د ولسمشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیرنورستاني

هغه کسان چې ټپيان خو وروسته له درملنې ښه شول؛ دوی ول: د عمر جان میرمن گلالۍ د عبدالله خان ملکیار لور، د عبدالعظیم غازي لور خورشید، د نظام الدین غازي لور زهرا د نظام الدین غازي زوی داؤود، د تیمورشاه آصفي لور زهره، د تیمورشاه آصفي زوی توران او د عایشې پرستاره شیرین گل.

په هغې ورځ د گلخانې په ماڼۍ کې د وژل شویو او ټپیانو ورکړل شوې شمیره ټول ټال اووه ویشت تنه ښودل شویده. د سردار محمد نعیم خان میرمن زهره جانه ، تیمورشاه آصفي او یو شمیر وزیران د ارگ د ناتار په هغې ورځ وکولای شول ځانونه ژوندي وساتي.

د داؤود خان د کورنۍ دوه تنه نور غړي عبدالله روکی او صلاح الدین غازي له دغې پیښې وروسته د کمونیستانو له پلوه اعدام شول. احمد علي خان سلیمان د څرخي پله په زندان کې مړ سو. څو وخته وروسته سید وحید عبدالله چې ددفاع د وزارت تر ځمک لاندې خونو کې زنداني وو د څرخې پله پولیگون ته ولیږدول شو او هلته یې اعدام کړ. د یوه خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې نورمحمد تره کي داسې وویل: " سید وحید عبدالله چې مقاومت کړی وو، په مقاومت کې وژل شوی دی. " دا هغه ښکرور درواغ ول چې هېڅ چا ونه منل.

د شوبلو هغه کتار چې د هوايي ډگر پر لورې خوځېدلی وو سیمه یې را چاڼ کړه او بولنده یې ټوله ډگروال عبدالقادر ته ور و سپارله. بیا د کورنیو چارو د وزارت په لور کتار را تاو شو د ژاندارم او پولیس لوی مشر جنرال محمد طاهر خان یې وواژه او د کورنیو چارو وزارت یې چې وزیر یې ورک او پټ وو ، په خپله ولکه کې راووست. بیا یې د کابل ولایت د توقیف زندان را خلاص کړ او د خلق او پرچم مشران یې را آزاد کړل.

د کابل له توقیف څخه په را آزادیدلو ، حفیظ الله نیغ په نیغه راډیو افغانستان راغی اوله هغه ځایه یې د کودتا د څار او لارښوونې بولنده په لاس کې واخیستله. نور پاتې کمونیست مشران د کابل په هوایي ډگر کې د لنډ مهال لپاره میشت شول او سترگې په لاره ول چې د کار پایلې به چیرې ورسیږي [ځکه] لا تر اوسه زړونه یې ډاډه نه ول چې کودتا به بریالۍ شي که نه.

حفیظ الله امین د کابل راډیو په ودانۍ کې لنډمهاله پوځي سلاکاره ډله را جوړه کړې وه او له هغه ځایه یې د پلازمېنې او نورو ولایتونو د پوځ ټولو لښکر کوټونو، زغره والو او هوایي ځواکونو ته بولنده ورکوله. ډگروال عبدالقادر، جگړن محمد اسلم وطنجار او جنرال محمد رفیع له هغه سره له نیږدې همکاري کوله.

د ۱۹۷۸ د اپریل د مېاشتې د ۲۷ نېټې د ماښام پوره ۷ بجې وې چې د حفیظ الله امین غږ له راډیو را پورته شو. هغه محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر د راډیو له لارې معرفي کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د پوځي سلاکارې ډلې خبرتیا ولولي.

اسلم وطنجار نوموړې خبرتیا په پښتو او عبدالقادر په دري ژبې ولوستله. هغو د ټولو وگړو تر غوږونو ورسوله چې د ټبرني جمهوري رژیم ټغر ور ټول شوی او له ولسه یې وغوښتل چې په سړه سینه دې کښیني او په خپلو کارونو او ورځنیو چارو دې بوخت وي.

په سبا ورځ یې د ۱۹۷۸ زکال د اپریل د مېاشتې په ۲۸ نیټې د راډیو له لارې یوه بله خبرتیا خپره شوله او ولس ته یې خبر ورکړ چې داؤود خان ، محمد نعیم خان او عبدالاله د مقاومت له امله ووژل شول ، [هغوی] په همدې ترڅ کې د جمهوري رژیم ټولو جنرالانو او وزیرانو ته امر وکړ چې د دفاع د وزارت ودانۍ ته دې راشي اوگواښ یې وکړ چې که څوک را نه شي نوله سرغړاوي سره به انقلابي چال چلند وشي.

د همدغې بولندې پربنسټ ول چې وزیران او جنرالان د دفاع د وزارت ودانۍ ته راغلل او د دفاع د وزارت ترځمکې لاندې خونو کې تر یوې مودې پورې د " مېلمنو زندانیانو په توگه" تر څار او پلټنې لاندې ونیول شول. له هغې ډلې څخه اووه تنه خوشې او په خپلو کورونو کې تر څار لاندې ونیول شول. د ۱۹۷۸ز کال د مې د مېاشتې په دریمې شپږتنه یې پولیگون ته ولیږل شول او ځای پر ځای اعدام شول نور پاتې کسان د دفاع په وزارت کې تر څار لاندې ونیول شول او وروسته د څرخې پله زندان ته د زندانیانو په توگه واستول شول.

په راتلونکو څپرکېو کې به تاسو لاندې سکالو ولولـﺊ :

۱. محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر
۲. له جنرال امام الدین سره ځانگړې مرکه
۳. د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې له اوومې نېټې څخه مخکې د محمد داؤود د وژلو تابیا هم نېول شوې وه. د کومو کسانو د گوتو خاپ ددغې تابیا په انځور کې ښکاري؟ نوربیا
د اَخـَـځ سرچېنه:
http://www.kabulnath.de/Salae_Charom/Shoumare_79/Praesidet%20Daoud-%20Siasang-7.html
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery