مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : نهمه داودخان چا وواژه ؟ (اتمه برخه )


نهمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] دلته وګورئ. . .

نسیم خوشگوار ...
د " شهید ولسمشر څـېره او چال چلند /سیما و کردار رﺋـیس جمهور شهید" د کتاب په ۱۱۵ ، ۱۱۶ او ۱۱۷ پاڼو کې چې د (خان آقا سعید له پلوه راټول او سمبال شوې او د سعید په خپرندویه مرکز پېښاور /پاکستان کې په ۲۰۰۳زکال کې خپور شوی) داسې راغلي دي:

"مخکې مې د همدغې سکالو [ د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژنې څرنگوالي په اړه د افغانستان د اسلامي دولت د هنریالانو د ټولنې د لوی مشر ښاغلي محمد نسیم خوشگوار یادونه د " هغه راز چې فایق افشأ نه کړ/رازې که فایق افشأ نه کرد" په کتاب کې راوړي ول. پ. ۱۶۲ /.../ او دا دی هغه دلته گرانو لوستونکو ته ډالۍ کوم.

د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې د اوومې له کودتا وروسته د حمید روغ د وړاندیز پربنسټ د هېواد د ورځپاڼې د پروپاگند ضد په څانگه کې په دریم بست کې په کار بوخت وم. یوه ورځ چې هوا ښه توده وه او ډاډ لرم چې د غبرگولي مېاشت وه د شهرنو په پارک کې مې گام واهه چې والگا گړندي ناڅاپه برک وواهه. له دې چې په هغو ورځو کې نیول نیول زیات ول، و بیریدلم او د سړک گوښې ته ودرېدم. د موټر له منځه لومړي برېدمن انجنیر حفیظ الله میرکي را ته غږ وکړ، له دې چې نوموړی زما اشنای وو نو له ویرې خلاص شوم.

میرکي راڅخه وپوښتل: " څه کوﺉ؟" ورته مې وویل:" هېڅ همداسې چکر وهلو ته راغلی یم" هغه خپل موټرته دننه ور وبللم چې کښېنم. د وزیراکبرخان د روغتون په لور وخوځېدلو. له هغه ځایه تیر شوو او د پوځ د څلورسوه بستریز روغتون په لور مو و درومل. په دې ترڅ کې یې وویل : " تاسو خو خبریال یاست. راځـﺊ چې د یوه اتـل لېدلو ته ورسو. ښایي تاسو ته به په زړه پورې شیان ولري."

په روغتون کې یوې خونې ته ور ننوتلو. د چپرکټ پرسر د منځنۍ ونې لرونکی په گچ کې را تاو شوی لاس یې په غاړه یوځوان پروت وو. میرکي هغه ته ور وپیژندلم او هغه یې د داؤود خان د وژونکي په نوم راته را یاد کړ، که څه هم د هغه د کرغیړن مخ په لېدلو پښېمانه وم، خو بیا هم په سړې سېنې مې له هغه [امام الدین] د مالوماتو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل:
د غوایي د اوومې په شپي موږ د بالاحصار د نیولو او د محمد داؤود د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره د مخامخ جگړې لپاره په دنده و گومارل شولو. کله چې ارگ ته ورسیدلو، د الوتکو او د هغوی د پرله پسې بمباریو اود شوبلو د اور د مردکو د گړزا غږ هرې خوا ته خپور وو او اخ او ډب په ښه کړس روان وو. د شپې په نیماییو کې بریا زموږ په خوا شوه او د ولسمشرۍ پرماڼۍ ورننوتلو.
په هغه وخت کې زموږ د قطعې بولندوی زما ټولي ته د داؤود خان د نیولو دنده ور وسپارله. زه او زما سرتیري د گلخانې د ماڼې په لوري پرمخ ولاړو، د هغه ځای کړکۍ او پنجرې مو ترپرله پسې ټینگ اور لاندې ونیولې او ماڼۍ ته ور ننوتلو.
چوپه چوپتیا خپره وه. خپلو بدرگه سرتیرو ته مې وویل چې مورچل ونیسي او په پرله پسې ډول دې اور ته دوام ورکړي. ما له ځان سره یو لوډسپیکر راوړی وو او د هغه له لارې مې خپلو سرتیرو ته دنده ورکوله.
په خونې کې د لودسپیکر له لارې مې سرداؤود ته وینا ور وارَوله او ومې ویل چې سردار داؤوده ! ځان د پوځي سلاکارې ډلې په امر راوسپارﺉ. په همدغې شېبې کې د خونې د یوې ستنې "فیلپایې" له شا یې په خپل ویروونکي غږ کې راته وویل: " زما په قاموس کې د تسلیمېدلو توری ځای نه لري. پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمیږم." او د اور امر یې ورکړ.
په موږ له هر لوری ډزې وشوې. د ښځو په لاسونو کې هم توپک ول، هغوی هم ډزې کولې. زموږ شمیر زیات وو، زموږ د ډزو له امله یوه ښځه چې د نیږدې کړکۍ له اړخه یې ډزې کولې ، په ځمکه را پریوتله خو په داؤود خان یې هېڅ اغیزه نه کوله.
یو وخت زما پام شو چې د هغه په لاس کې یوه سپینه تومانچه ده او په هماغې تومانچۍ د ستنې له شا په ما ډزې کوي، زما اوږه یې لږ را ټپي کړه. توند اخ او ډب روان وو.
کله چې د څار په حالت کې وم ناڅاپه زما پام شو، ومې لېدل چې ککره یې د ستنې له شا راته ښکاره شوه. هغه ډزې وکړې، ما هم ډزې وکړې. زما د کلاشنیکوف ټول مردکي د هغه پر ککرې ومښتل، د ککرې کوپړۍ یې پورته په هوا والوتله او پر ځمکه را پریوت.

ما د بې مزې (بې سیم) له لارې ددغې بریا زیری خپل بولندوی ته ورکړ او بیا بې هوښه شوم. کله چې په هوښ راغلم، ومې لېدل چې دلته یم."

تر بیرغ لاندې وژل کېدل؟
الف: هارون د " داؤود خان د کي جي بي په لومو کې" ، د پاکستان په پېښاور کې د ۱۹۹۷زکال د دسامبرپه مېاشت کې د میوند د خپرندویه ټولنې د چاپ د کتاب په ۱۵۲، ۱۵۳ او ۱۵۴ پاڼو کې د حامد په ژباړې، سمونې او یادَونې داسې لېکي:

داؤود خان د [دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال] د غوایي د مېاشتې په اوومې د پنځنۍ "پنجشنبې" په ورځ د وزیرانو په غونډه کې د لاریون په تړاو په خبرو اترو بوخت وو. دغې غونډې د وخت له تیراوي پرته بله هېڅ گټه نه درلودله، باید پوځي چمتوالی نیول شوای وای او یا دې حکومت پوځي شوی وای.
د غرمې په مهال د پردیو په پارَونې او بولندې د وطنجار شوبلې او د هغه تر سر مشرۍ لاندې د څلورم زغره وال ځواک نورو بدرگه شوبلو د ولسمشرۍ د ماڼۍ لویدیزې دروازې ته مخامخ مورچل ونیو. په لومړي سر کې یې د ملي دفاع د وزارت ودانۍ تر اور لاندې را ونیوله. ماڼۍ و لړزېدله. وزیر او لوی درستیز یې لا مخکې له ماڼۍ وتلي ول. بیا یې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ساعت کلا تر اور لاندې ونیوله. بیا یې د خپلې شوبلې خــُول د ارگ لورې را تاو او ارگ یې تر اور لاندې ونیو.
وروسته همدغه شوبله د غوایي د انقلاب د نښې په توگه د یوې ډبرینې پاڼې پرمخ د ارگ مخې ته ودرول شوه.

داؤود خان د پوځ د سراعلی قوماندان په توگه غوښتل د چارو لارښوونه او څار په لاس کې را واخلي. نو د مخابرې دستگاه ته چې د همدغسې شېبو لپاره د میز پرسریې وراېښودل شوې وه او له لښکرکوټونو سره به یې نیغ په نیغه اړیکه نیوله وَرَغی خو ویې لېدل چې (کاتل) د مخابرې دستگاه له کاره لویدلې او کوډ اوچینل یې ور بدل شوی وو. په هماغه شېبه کې یې وویل: روسانو خپل کار وکړ." او وزیرانو ته یې اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
د کورنیو چارو او دفاع وزیران لا مخکې له ارگه وتلي ول. د خپلې کورنۍ غړي یې ترڅنگ راوغوښتل. داؤود نه تسلېمېده او نه یې له پیښې څخه د تیښتې هڅه وکړه. د فرانسې سفارت د ارگ له دیوال سره نښتای وو او کولای یې شواې له سیاسي ډگره لاس په سرشي خو په خپلې خاورې کې یې ویاړلی مرگ غوره وباله نو ځکه یې د خپلو پښو راټینگولو ته کلکه ملا وتړله. ویې ویل چې نه غواړي د روسانو په لاس په ژوبڼ کې را بند کړای شي.

کودتاچیانوپه یوه ټانک د بندیانود ساتنې له خټو جوړ دیوالونه را ونړول او دننه ور ننوتل. کودچیانو خپل مشران له داؤودي زندانه د خوښیو په شور او زوږ کې را خوشې کړل. هغوی یې پرشوبلوباندې کښنیول او د کودتا زړه، د راډیو تالارته یې بوتلل.نویو مشرانو خپل لاسونه د شوبلو له منځه را ایستل او د کابل ښاریانو د څارونکو سترگو مخ ته یې ښورول.
د ارگ د پوځیانو روحیه ضعیفه وه، ستړي ستومانه او ناهیلي ښکارېدل. نورلښکرکوټونه یې ملاتړ ته را ونه رسیدل نوځکه د هغوی مقاومت هم له پښو را وغورځید. وروسته له هغې چې د هوایي ځواکونو عملیاتو زور واخیست او ارگ د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر اور لاندې ونیول شو نو په ارگ کې د ولسمشریزۍ ماڼۍ د ساتندویه ځواک گارډ مقاومت هم کرار کرار را سوړشو.
د داؤود د کورنۍ غړې یوپه بل پسې ټپیانېدل سردار داؤود ټپي شو او د خپلو دواړو زامنو عمر او خالد مرگ یې په خپلوغبرگو سترگو ولید. د ژوند ډیرې سختې شېبې وې ، داؤود په ډگر کې یوازې راگیر پاتې وو. کمونیستان پرارگ ورننوتل هغوی له داؤود سره د لېدلو کتنو غوښتنه وکړه خو داؤود ورسره ونه منله.

درې تنه ټیټ پوړي کودتاچیان د تورن امام الدین ترمشرۍ لاندې د ولسمشر داؤود خان حضور ته ورغلل او له هغه یې وغوښتل چې ور تسلیم شي. داؤود خان پرته له دې چې له هغوی څخه د ځان او یا د خپلې کورنۍ د غړود ژغورنې غوښتنه وکړي، د خپلې تومانچې وروستـنۍ گولۍ یې پرامام الدین نیغ په نیغه ورتشه کړه. اما الدین ټپي شو خو مړ نه سو. د هغه نورو ملگرو ولسمشر تر اورلاندې را ونیو. داؤود چې د افغانستان تر ملي بیرغ لاندې ولاړ وو په شهادت ورسید.
بیا یې نعیم خان او د داؤود خان د کورنۍ ټول نارینه غړي یو په بل پسې ووژل. د کورنۍ ښځینه غړي یې د څرخي پله په محبس کې واچولې. د څرخي پله زاندان هغه زاندن وو چې داؤود خان د خپل رژیم د مخالفینو لپاره د قدیرنورستاني په وړاندیز جوړکړی وو. او په دې توگه یې د دُرانیو د ټبر د پاچاهي ټغر را ټول کړ.
د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د غړو مړي چا ونه لېدل. یوازې د چمن او کویټې اڅکزیو د هغوی د فاتحې دعاگانې په خپلو جوماتونو کې واخیستلې او د هغوی د ارواگانو خوښۍ ته یې
دعا وې وکړۍ. ویل کیږي چې مړي د مرنجان دغونډۍ په لمنه کې خاوروته سپارل شوي دي.
[حفیظ الله] امین د راډیو افغانستان د څپو له لارې جگړن اسلم وطنجار چې د " تورپیکۍ" په نامه پیژاندل کېده او ډگروال قادر چې د " سپي قادر" په نامه پیژندل کېده، د ویاندو په توگه وگړو ته ور وپیژندل. وطنجار په پښتو او قادرپه دري ژبو د نوي پوځي حکومت را ټینگېدل اعلان کړل.

په داسې یوه اړوپیچ کې ولس نه پوهېده چې څه ور پیښ شویدي او څه به ور پیښ شي، د سلیمان لایق لاندینی شعر د داکټرصادق فطرت ناشناس په غږ او کمپوزکې په سندیزه توگه را خپور شو.

ســـتره تېاره تېره شـــوه ســتا پر ســردرو باندې
ښــه شـوله چه تيره شـوه سـتا خـوارو بچـو باندې
هــــره تېاره پای لـــري خـلکـــو، ولســــو باندې
لمـر د عـد الت وخوت سـتا پر جگـو غـرو باندې

خو په هېوادکې له هماغې ورځې را په دېخوا د وینو او اوښکو بهېدا په را پیلېدلو شوه./.../ څرگنده وه چې یوه خوږلنه ، ناورین وهلې او یوه ویرلړلې راتلونکې د افغانستان د ولس د برخلیک په درشل کې په تېندکو او سترگې په لاره ده . د [سلیمان[ لایق شعر یوه ملي او ولسي شاعر داسې ور ځواب کړ.

لـمــر د آزادۍ پريوت ســـتا پر ســردرو باندې
توره تېاره راغــلله ســــتا خــوارو بچــو باندې

له [پاړسي څخه پښتو ته] د ژباړونکي لمنلیک

[ښاغلو لوستونکو!
لاندینۍ کرښې زما (رحمت آریا) نه دي. دا هغه له پښتو څخه پاړسي ته د ژباړونکې لیکل شوې کرښې دي چې د دغې لېکنې له لېکوال سره یې مرسته کړې دغه کرښې مې د لوستونکو د پوهاوي او د بل لېکوال د حق د خوندي ساتلو لپاره ځای په ځای را غبرگې کړې]


د۱۹۹۷ زکال د پنځنۍ 'پبنجشنبې' په ورځ " [له پاړسي څخه پښتو ته] د داؤود خان د کې جي بي په لومو کې" د کتاب ژباړونکي حامد د همدغه کتاب په دریمه را ژباړل شوې پاڼه کې داسې را کښلي دي :" دا کتاب، لېکوال " الف هارون" په را پورول شوي "مستعار" نوم د پښتو په خوږې ژبې لیکلی چې د هېواد پالنې او مسلمانۍ د څپو په احساساتو کې یې د راټولونې د لړۍ له بشپړولو وروسته په دیارلس سوه او درې اویایم ل کال کې (۱۱۹۴۴زکال) په آسترلیا کې خپور کړی دی."

نوموړی د کتاب په دیارلسمه پاڼه کې زیاتوي: " گران لوستونکي دې د ژباړونکي پراوږود خپلې ښېگڼې په ايښودنې خپله پاملرنه دې تیروتنو ته راوگرځوي ، یا دې خپل اند اویا دې د [حامد] د ژباړې په تړاو خپل څرگند وړاندیزونه او یادَونې په گوته کړي او کولای شـﺊ د [کتاب] د ژباړونکي په پته یې راواستوﺉ: حامد، ډاگي پـُست ۱۱۶۴، مرکزي پـُسته خانه، صدر، پېښاور، پاکستان.

حامد د " داؤود خان د کي جي بي په لومو کې" یا د ده په ژباړې " داؤود خان در چنگال ک.ج.ب" کتاب د ۱۵۳ او ۱۵۴ پاڼو په لمنلېک کې داسې راکاږي:

۱. " زور مټی ناتارگر مې وواژه" : ښاغلي لېکوال [الف هارون] د داؤود خان د وژنې پیښې ته یې د هغو کسانو په لاس چې په پیسمنۍ " مغروريت" یې " زما د ملگرو د نوم تعبیر پرې ور تپلي، فلمي او افسانوي رنگ ورکړی چې گڼې [ محمد داؤود] د افغانستان تر بیرغ لاندې ووژل شو. که هغه د افغانستان تر بیرغ لاندې وژل شوای وی، نود ملگرو په لارښوونه به یې هغه ته بدلون نه ورکاوه.
ښاغلي الف هارون غوښتي دي چې له کاوباﺋـي فیلمونو څخه په پیښـې یا تقلید کولو د داؤود خان د مړینې انځور ته هماغه بڼه ورکړي چې یو سپین پوټکی یعنی یو خونړی سور لاسی اروپایي د امریکا د سور پوټکو یعنې ددغې سیمې د کره اوسېدونکو له ټول وژنو او د هغوی د خاورې له نېولو وروسته دې د امریکا تر بیرغ لاندې مړ شي.
د تورن امام الدین په نامه د محمد داؤود خان یو ملگری، د ولسمشرۍ د ماڼۍ له یوه صاحبمنصب گل آقا او د شوروي د سفارت دوه تنه غړي له داؤود خان سره د مرکې په موخه خونې ته ورننوتل او له هغه یې وغوښتل چې ځان وروسپاري.
وروسته له هغې چې داؤود خان ته یې سپکې سپورې او ښکنځل وکړل، داؤود پر هغوی برید وکړ. د امام الدین مټ ټپي شو. د هغه په ځواب کې کودتاچیانو پر داؤود خان یرغل ور ووړ. په همدغې شېبې کې امام الدین له خونې را ووت او په چیغو چیغو یې وویل " زور مټی ناتارگر مې وواژه"
۲. محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر: د یحیی د کورنۍ د ټــَبـَر د راټولېدلو خبر " تورپیکۍ جانې" یعنی محمد اسلم وطنجار په پښتو او " دَیــدو" قادر په فارسي ژبه د راډیو افغانستان له لارې خپور کړ. دغه دوه تنه نن د طالبانو د پاچاهۍ په سرمشریزه ډلې کې دي. البته دا د دې لپاره نه دي چې لوی سردار بیرته د واک پر گدۍ را کښېنوي، بلکه ددې لپاره دي چې د هغه پر اوږو کښېني او مبارک ارگ بیرته د " خلکو پر کور" را واړوي.

" وطنجار ته یې له دې امله تورپیکۍ ویل چې د هرچا ملگری او وزیر به وو. وطنجار د روسانو له پلوه د بلې کودتا لپاره په پام کې نېول شوی وو. (د څارکښۍ د ځالې لاسوندي/ اسناد لانه جاسوسي، پ. ۱۰۹).
قادر نه خلقی وو او نه پرچمی خو د پیسو په بدل کې یې هر کار ته ملا را تړله. د ښوونځي له پیله به خلکو د " سپي" په نامه پیژانده. ان دا چې د پولند د لوی سفارت په پـَیر کې د لویدېزې نړۍ له یو شمیر څارکښیزو دالانونو سره یې اړیکه را ټینگه کړې وه. پ. ۹۳. )


له ښاغلي حامد او گران هارون او ..... سره څو خبرې
د [څارکښیزې ځالگۍ د لاسوندونو/ اسناد لانه جاسوسي] لیکوال حامد او الف هارون ته په ډیر درنښت غواړم ووایم چې د محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر د [شخصي � ژ] ژوند په اړه لیکل شوي خبرې سمې نه دي.
کاشکي هغوی پوهېدل چې اوس هغه وخت تیر شوی چې خلک به د سپي، غوایي، خره، گیدړ، کاږبل "کفتار"، زمري، پړانگ اویادا چې نارینه به د نجونواوښځمنو په نومونوسپک بلل کېدل.
برسیره پر هغې، داسې ښکاري چې د حامد اورېدل شوې خبرې له خپلې سرچینې څخه لوخړنې وي، ځکه:
محمد اسلم وطنجار ته یې د هغه د تنکۍ ځوانۍ په وخت کې د هغه پرتندي د راپریوتلو ښویو ویښتانو او نري ږغ له امله " تورپیکۍ" ویل. دغه له ټوکو ډکو نوم د هغه د " سیاسي ملگري له نوم او د هر چا له وزیرکېدلو" سره له اره کوشنی تړاو نه لري. که "تورپیکۍ" د وزارت لپاره معیار بلل کېدای نو (له پیغلوټو او ښځمنو څخه په زرهاوو ځله د بخښنې په غوښتنې) د افغانستان په مشرتابه کې یو شیمر د پردیو په لاس کښېنول شوي لوړپوړي چارواکي به هم چی نن او پرون وزیران او ملگري ول " تورپیکۍ " بلل کېدای.


وطنجار په ۱۹۴۴زکال کې د پکتیا د اندړو په زرملې کې سترگې په نړۍ را وغړولې او د ۲۰۰۰زکال د نوامبر په مېاشت کې د روسیې په اوکراﺋـین کې د سرطان د ناروغۍ له امله مړ سو.
عبدالقادر چې د " ډگروال قادر" په نامه پیژاندل کیږي د افغانستان یو له هغودریو تنو مشرانو څخه دی چې یوازې د درې ورځو لپاره یې واک په لاس کې وو (د دیارلس سوه اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي اوومه، اتمه او نهمه / د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د مېاشتې ۲۸، ۲۹ ، ۳۰). نوموړی په هرات کې زیږېدلی او اوس د روسیې /په مسکو کې ژوند کوي.
د قادر لنډکې نوم د دوه وو لاملونو له امله په یادونو کې را پاتې دی:
۱. د دیارلس سوه اووه پینځوسم لمریزکال د غوایي د مېاشتې په اوومې/ د ۱۹۷۸زکال د اپریل دمېاشتې په ۲۸ او د سبا ورځې تر نیمایۍ پورې لاندینۍ لېکنې په څو څو ځله دده له پلوه ولوستل شوې.
" د افغانستان په تأریخ کې د لومړي ځل لپاره د نادر د کورنۍ د ځواک او پاچاهۍ، ناتار او سورلاسۍ ته د پای ټکې کښېښودل شو او ټول دولتي ځواک ولس ته لیږدېدلی دی. همدا اوس دولتي ځواک د انقلابي پوځي ډلې په لاس کې دی."
" د افغاستان د وسله والو ځواکونو د پوځي شورا خبرتیا: د ناتارگر نادر د کورنۍ وروستنی غړی سردار محمد داؤود دغه بې ساری ولس - تأریخ غولوونکی او خاین د افغانستان د ولس په پَـتــېـنـۍ د تـل لپاره له منځه ولاړ. لدې وروسته ولسي ځواک تاسو د افغانستان پتمن ولس پورې اړه لري. د انقلاب له لاس ته راوړنو، ددغه ناتارگر او سورلاسي سردار د پلویانو له منځه وړل د افغانستان د هر روڼ اندي وگړي دنده ده."
۲. د راډیویې گزارشونو د پرله پسې لوستلو او خپرولو په کړس کې د " قادر، شاهپور، میر علي اکبر او ....." نیول د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د دولت په وړاندې د کودتا تور.

KGB او GRU
د عبدالقادر د لا پیژندلو لپاره د لاندینۍ لېکنې لوستنه به بې گټې نه وي:

۱. د افغانستان په وسله وال ځواک کې د خلق او پرچم د ډلو په افسرانو سربیره په شوروي کې یو شمیر روزل شوي افسران هم ول چې د محمد داؤود په وړاندې یې په کودتا کې په خپلواکه توگه گډون وکړ او له هغه وروسته کرار کرار له یو له دغو ډلو خلق یا پرچم سره یو ځای شول.

[له سیاسي اړخه �ژ] د یوې خپلواکې ډلې مشر جنرال عبدالقادر د هوایي ځواکونو د بولندې ډلې مشر وو چې وروسته د خلق د ډلې له پوځي څانگې سره یو ځای شو او د ۱۹۷۸زکال په کودتا کې یې بنسټیزه ونډه ولوبوله. ( افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم"، د بي بي سي د خپرونو ټولگه، ډاکټر ظاهر طنین، ۲۰۰۵ زکال)

۲. امریکایي افغانستان پیژندونکې سلېگ هریسن، گروهن دی چې د ۱۹۷۳زکال او د ۱۹۷۸ز کلونو په کودتا گانو کې ددغو ډلو شتون او ونډې د شوروي د دوه څارکښیزو څانگو یعنی د " جي آر یو" [ د پوځ اطلاعاتي څانگه] او د " کي جي بي" [ د شوروي د دولتي ټېکاو' امنیت' سازمان] له کړنو او سیالیو سره نیغ په نیغه اړیکه در لودله.

د ۱۹۷۸زکال په کودتا کې تر ټولو مهمه رامنځ ته شوې خبره چې ډیر لږ کسان ورڅخه خبر دي په افغانستان کې د کي جي بي د شوروي د جاسوسۍ د مرکزي سازمان او د جي آریو د شوروي د پوځ د استخباراتو د سازمان ترمنځ کورنۍ سیالۍ دي.

دا ډیره اړینه او مهمه سکالو وه، په ځانگړې توگه کله چې د شوروي د پوځ د استخباراتو د څانگې اړیکه د افغانستان له پوځ سره رابربنډه شوه، حال دا چې کي جي بي نه له پوځیانو سره بلکه د افغانستان په حکومت کې دننه او له غیر پوځي گوندیانو سره اړیکه درلودله. دغه اړوپیچ دداسې یوې سیالۍ لامل شو چې په پورتنیو ویل شویو مهمو پیښو کې یې بنسټیزه ونډه تر سره کړه:

یو یې د کودتا لامل شو او بل هغه شرایط ول چې په پای کې د افغانستان پر نیواک او په افغانستان کې د شوروي د پوځ په لاسوهنې را وا وښتل. په هغو شپو ورځو کې د شوروي د پوځ استخباراتي سازمان ، د افغانستان په پوځ کې یوازې د یوې ډلې ملا ورو تړله ، یعنی په پوځ کې د خلقي ډلې ملاتړ چې مشري یې حفیظ الله امین کوله او د کي جي بي له څار او خبر پرته یې غوټۍ په پټه مخ په غوړیدا وي.

په حقیقت کې په پوځ کې د کمونیستو افسرانو درې ډلې را منځته شولې. تر ټولو لویه ډله یې د حفیظ الله امین تر مشرۍ لاندې خلقي ډله وه او تر هغه وروسته د میر اکبر خیبر تر مشرۍ لاندې د پرچمیانو ډله وه چې د شوروي د پوځ له استخباراتي سازمان سره یې اړیکې درلودلې او جي آر یو په ځانگړې او بیلې توگې د پوځ له نورو افسرانو سره هم اړیکه ټینگه درلودله.

د هوایي ځواکونو د بولندې ډلې مشر جنرال عبدالقادر چې په کودتا کې یې بنسټیزه ونډه درلودله، له همدغو کسانو څخه یو افسر وو. ( افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم" د بي بي سي د خپرونو ټولگه ، ډاکټر ظاهر طنین، ۲۰۰۵)

۳. خو له هماغو لومړیو څخه پوښتنه دا وه چې کودتا چا وکړه؟ روسانو یا افغانانو؟ له دې خبرې په تیرېدنې چې آیا روسانو په کودتا کې نېغ په نیغه ونډه درلودله یا نه، خو هغه څه چې څرگند دي دا دي چې هغوی د کودتا له تابیا او نقشې څخه خبر ول.

د خلق د پوځي څانگی یو غړی محمد عزیز اکبري په دې اړه داسې وایي: " سید محمد گلابزوی د غوایي په کودتا کې د چا خبره یو له مهمو څېرو (فیگور) څخه وو او هغه څوک وو چې د چا خبره له امین څخه یې د غوایي د انقلاب امر او لارښوونه تر لاسه کړه او ټولو پوځي سازمانونو ته یې ورسوله، د [دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال] د غوایي د مېاشتې د اوومې پر سهار یې له شورویانو سره اړېکه ونېوله. یعنې د چا خبره هغه بولنده او لارښوونه یې چې له حفیظ الله امین یا د مرکزي کمیټې له مشر څخه تر لاسه کړې وه، د شورویانو له غوږونو ور تیره کړه.

خو د کودتا مشر جنرال قادر وایي چې د اپریل په پاڅون کې شورویانو هېڅ لاس نه درلود: " زه په زغرده اعلانوم او په زغرده وایم چې په دې کې شورویانو عملأ هېڅ ونډه نه درلودله. خو له دې څخه نه انکاریږو چې د زده کړو په مهال مو له شورویانو څخه یو څه زده کړي ول او لیدلې مو ول، خو موږ خپله پــَتـېـنه او واک درلود، د هېواد لپاره، د هغې هېلې لپاره چې زموږ په زړونو کې وه، زموږ هڅې د ښیرازۍ لپاره وې او له یو بل سره یو ځای شوي وو. دغې سکالو له شورویانو سره هېڅ ډول اړه نه درلودله. ( " افغانستان په شلمه پیړۍ کې/ افغانستان در قرن بیستم" د بي بي سي د خپرونو ټولگه ، ډاکټر ظاهر طنین، ۲۰۰۵)

۴. د شوروي د پوځي استخباراتو ډلې په داسې حال کې چې سترگې یې راتلونکې ته غړولې، د ۱۹۶۴زکال د سپتامبر په مېاشت کې روزل شوي افسران را وهڅول او د وسله والو ځواکونو پټ انقلابي سازمان یې را جوړ کړي." (پر افغانستان د شوروي د یرغل د پردې تر شا حقایق" سلیک هریسون، د عبدالجبار ثابت ژباړه/ د لاسوندي اخځ د " افغانستان د وسله والو ځواکونو تأریخ ۱۹۷۷-۱۹۴۷ روسي لیکنه له ۱۵۹ تر ۱۶۹ پاڼو پورې ،مسکو لویدیزې خپرونې ۱۹۸۵ز کال)

۵. د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند تر څنگ د (ډگروال عبدالقادر) تر مشرۍ لاندې د افغانستان د کمونیستانو د مورچل تر نامه لاندې یو پټ تر ځمکې لاندې سازمان رامنځ ته شو. دغه سازمان د پوځ له افسرانو سره په کار کولو کې بنسټیزه ونډه درلودله. د افغانستان د کمونیستانو د مورچل غړو د افغانستان د پاچا د واک په را نسکورولو کې هم پخه ونډه لوبولې وه." په افغانستان کۍ توپان / طوفان در افغانستان" الکساندر لیاخوفسکي ، د عزیز آریانفر ژباړه)

۶.د غوايي له پیښې وروسته مې یوه ورځ له عبدالقادر چې د قادرخان په نامه پیژندل کېده وپوښتل، ولې دې له موږڅخه مخ واړاوه؟ را ته یې وویل که رښتیا را باندې وایې د کودتا د مشر د ناپامۍ له امله. و مې ویل ، ته څه وایې؟ ویې ویل، رښتیا درته وایم. بیا یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل: څنگه چې خبر یې زه د ملگرو په دویمه کړۍ کې وم او وروسته له دې چې د هوایي ځواک د بولندوی په توگه وگومارل شوم نو د مشر[داؤود خان � ژ] لېدلو ته ورتلم او د هغه په اجازې مې په اونۍ کې یوځل د قوماندانۍ د چارو د پرمختلنگ اجازه ورڅخه اخیستله. پرته له دې چې پوه سم او یا دې څه را ته ووایي ، دورځې په تیریدا د هغه خبرې راسره په سړښت کمېدلې تر هغو چې یوه ورځ د امرضابط راغی او ویې ویل: ډگر جنرال موسی خان راغلی او غواړي له تاسو سره په یوازېتوب کې غونډه ولري. له دروازې د باندې د هغه هر کلي ته ورغلم او کله چې له هغه سره مخامخ او په یوازیتوب کې شوم د لارښود فرمان یې راته راکړ. په هغه فرمان کې پرته له دې چې څه ویل شوي وي لیکل شوي ول، " ډگر جنرال موسی خان مې د هوايي ځواکونو د بولندوی په توگه وټاکه." هغه ته مې د نوې دندې مبارکې وویله او د کار له خونې را ووتلم. زما دهیلې برخلاف گورم چې څو تنه نا پیژنده ضابطان د خونې د دروازې تر شا پهره کوي. آیا د پاچا پلویانو کودتا کړې او د موسې د گومارلو فرمان جعلي دی؟ ځکه چې موسی خان د پاچا پـَلـَوی وو. (" د لومړني جمهوریت بنسټ ایښوونه او نړونه / تأسیس و تخریب جمهوریت" ، ډاکټر محمد حسن شرق).

۷. له لویدیز سره د داؤود خان د لوبو برخلاف، د شوروي کمونیست گوند د هندوستان د کمونیست گوند او د پاکستان د نشنل پارټۍ له لارې هڅه کوله چې د داؤود خان د را نسکورولو لپاره د لومړني گام په توگه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ډلې له یو بل سره یو ځای کړي. ( " په افغانستان کې توپان"/ طوفان در افغانستان"الکساندر لیاخوفسکي، د عزیز آریانفر ژباړه)

۸. " ډگروال مدهوسمیران چې په هاغه وخت کې په کابل کې د هند د سفارت پوځي اشته وو او د پوځ له افسرانو سره یې پراخه اړیکې درلودلې ، ماته وویل چې قادر د شوروي د
استخباراتو سازمان د امین له پلانه خبر کړی وو، خو په کودتا کې د گډون لارښوونه یې نه وه تر لاسه کړې.

سمیران وایي : قادر اړ وو چې د شوروي سلاکارانو د موافقې ترلاسه کولو پورې په کودتا
کې خپل گډون یې شاته غورځولای وای. شوروي سلاکارانو باید له کودتا څخه مخکې په لنډ وخت کې پریکړه کړې وای. خو له ماسکوه یې په موقع لارښوونه تر لاسه کړه چې په کودتا کې مرسته وکړي." (پ.۵۱ " پرافغانستان دشوروي د یرغل د پردې تر شا حقایق،" سلیگ هرسیون، د عبدالجبار ثابت ژباړه)

۹. جگړن محمد رفیع د څلورم زغره وال ځواک رﺋـیس ارکان ( وروسته ستر جنرال، ددفاع وزیر او د ولسمشر مرستیال) چې د کودتا په لړ کې یې د گډونوالو ځواکونو مرکزي بولنده په غاړه درلودله په خپلو خپرو شویو یادښتونو کې یې د څلورم زغره وال ځواک د یوه شوروي ډگروال په اړه لیکلي چې نوموړي ډگروال وروسته له تلفوني اړېکې ما ته وویل: ما بولنده او لارښوونه تر لاسه کړې چې که پاڅون ماتې وخوړله نو یوځای به ووژل شو. "

کور ودانی
پورته په ۴، ۵ ، ۶ ، ۷ ، ۸ او ۹ شمیرو کې په نښه یوي پاراگرفونه د " فقیر محمد ودان" له لېکنې را اخیستل شوې د لېکنې نوم " په تأریخ کې رسوا شوي اوښ تښتوونکي د بې گټو هڅو په ترڅ کې غلچکی تیریږي/ شتردزد رسوای تأریخ با تلاش بیهوده خم خم رفتن" دی.
د " تاریخ کې رسوا شوي اوښ تښتوونکي...." بشپړه لېکنه په لاندې پته لوستلای شی.

www.payamewatan.com/Article-4/f.wadan030708.htm
په راتلونکو څپرکیو به تاسو لاندني ټکي ولولـﺊ:
۱. له امام الدین سره ځانگړې مرکه
۲. د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې له اوومې مخکې هم د محمد داؤود د وژنې تابیاوې نېول شوې وې. د کومو کسانو د پښو د پلو خاپ په دغې تابیا کې ښکاري.

ددغې لېکنې پاړسي بڼه د کابل ناتهـ له چلوونکي ښاغلي ایشورداس څخه په مننې لوستلای شـﺊ.

نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery