مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (یولسمه برخه )


یولسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] دلته وګورئ. . .

"څو ماتو کرښو ته ..." بیا کـتـنه

"په افغانستان کې د روس د تیریو په اړه د څوماتو کرښو/ چند سطر شکسته درباره ِ تجاوز روس در افغانستان" د کتاب لېکوال فرهاد لبېب ( د لیتو چاپ، نوی ډیلی/ هند ۱۹۸۱زکال) پر خپلوپخوانیو په لاس لېکل شویو یادښتونو د نویو یادښتونو د زیاتونې لارې غواړي له سره کتنه وکړي او نوموړی د خپلو مخکنیو خبرو په لړ کې زیاتوي چې :

دغوایي د کودتا پیلامې

کله چې روسان ډاډه شول چې نور له داؤود خانه په خپله گټه، نه شي کولای گټه پورته کړي، او پوه شول چې نوموړی د هغوی د گټو په وړاندې خنډ گرځېدلی نو د هغه او د هغه د دولت د را پرڅولولپاره لاس په کار کیږي.

له ټولو لومړی، روسانو د خلق او پرچم ډلو ته چې په چلیزه او تاکتیکي ډول یې په جلا توگه فعالیت درلود د " یو والي" فرمان ورکړ. دغه دستور د دیارلس سوه او شپږ پینځوسم کال د چنگاښ (۱۹۷۷زکال جولای) په مېاشت کې پلی شو او په پای کې دولتي ضد خوځوښتونه را و کټېدل.

په لومړي سر کې د کې جي بي د دوه وو کارَنده "فعالو" څارگرو، حفیظ الله امین او اسدالله سروري تر مشرۍ لاندې ، په روس پورې ټړلو کسانو غوښتل په پوځي او ملکي څانگو کې د خپلو له گواښه ډکو او ویروونکو کړو وړو له لارې د داؤود له غوږونو ور تیره کړي چې له راخپلې شوې کړنلارې څخه لاس په سر شي. د بیلگې په توگه کولای شو د پلان د وزیر علي احمد خـُرم له وژنې نوم واخلو چې په خپل کاري دفتر کې د جاپان له یوه سوداگریز پلاوي سره د یوه تړون د لاسلېک کولو پر مهال ووژل شو.

د خرم وژونکی مرجان د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] د پرچم د ډلې غړی وو او نوموړی له نیول کېدلو او منلو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د " اخواني" په نوم پيژندل کیږي.

مرجان له اخوان [المُسلمین] سره د اړیکو نه درلودل د څرخي پله د زندان د دویم بلاک د لومړي پوړ د " کوټه قفلیو" په برخه کې داسې رابربنډ کړل: " له اخوان سره زما له اړیکو پرته ، نور هر هغه څه مو چې د راډیوگانو له لارې اوریدلی او په ورځپاڼو کې مو لوستلي، سم دي".

غني خان مشرقیوال د کابل د دهمزنگ د زندان بولندوی او د پلټـنو د پلاوي غړي چې د څرخي پله په زندان کې زما (فرهاد لبیب) د خوني ترڅنگ بندي وو، د مرجان د پرچمي توب خبره ومنله. د هغه تر څنگ د دیارلس سوه او اته پینځوسم کال د مرغومي د مېاشتې د شپاړلسمې ( ۱۹۸۰ز د جنوري ۶) نېټې له " عمومي بخښنې" یوه اونۍ مخکې د مرجان ژوندی پاتې کېدل او د ببرک له پلوه له نورو پرچمیانو سره یو ځای د هغه خوشې کېدل په خپله د مرجان د سیاسي اړیکو درلودل په پرېکنده ډول روښانه کوي.

برسیره پرهغې، د زرگونو هڅاندو ، پوهو او هېواد پالو انسانانو وژنه چې نه یې کوم جرم کړی وو او نه ورڅخه ان یوه پاڼه پلټنه شوې وه ، یوازې د پلانۍ او پلانۍ سیاسي اړیکې په پلمې ووژل شول، او له ټولو بد تره د دیارلس سوه او اته پینځوسم کال د غبرگولي د مېاشتې پراتمې او یولسمې [۱۹۸۰ د مې دمېاشتې ۲۸ او ۳۱] د څرخي پله د زندان په انگړ کې دویم بلاک ته مخامخ د سیاسي بندیانو ډله ییزه وژنه چې یو شمیر یې د خپل ټاکلي بند موده تیره کړې وه لکه ښاغلی " فصیح" د بامیان له یکاولنگ څخه، نورې بیلگې دي.

باید ووایو چې د داؤود د پرځېدنې په لومړیو شپو ورځوکې روسانو د خپلو بومي چوپړمارو تالي څټو له لارې د اکر وکر" حالت" د بې ثباته کولو لپاره د ولس په منځ کې په ترهگرۍ ، سړي تښتونو او ویرې اچونې لاس پورې کړ او په دغه کار کې څه ناڅه بریالي ول.

په پوځ کې د پام وړ بدلونونه

د غوایي له کودتا [۱۹۷۸زکال اپریل] مخکې د پوځ په لوړو پوړیو کې بدلونونه رامنځته شول. دغه سکالو له یوې خوا د کودتا په ځیر ټاکل شوې تابیا او د طرحې څرگندونه کوي او له بلې خوا د پوځ په زړه کې د روسانو لاس لرلو ته بربنډه نغوته کوي.

د غواي له کودتا [۱۹۷۸ ز کال اپریل] پوره یوه مېاشت مخکې ډگروال عبدالقادر پیلوټ [وروسته د کودتا د رژیم د دفاع وزیر] چې د اوږدې مودې لپاره کورناستی وو، د پوځي مسلخ له آمریت څخه د هوایي او مدافعه هوايي ځواک د رﺋـیس ارکان په توگه وټاکل شو. له هغه وروسته د بگرام د گارنیزیون بولندوی ، خدای پاله او د داؤود پــَلــَوی ډگروال محمد رحیم نورستانی پیلوټ له کاره گوښه او پر ځای یې په روسانو پوری تړلی د مشرقي یو ډگروال غلام سخي وټاکل شو.

همدارنگه له کودتا لس ورځې مخکې ، د څلورم زغره وال ځواک بولندوی سرور نورستانی د هغه د ماندینې د درملنې لپاره روسیې ته ولیږل شو. (د ظاهر/ داؤود د دَور د مصوؤنیت ملي رﺋـیس جنرال اسماعیل خان) ، د دغو کرښو لیکوال (فرهاد لبیب) ته داسې وویل : "له دې چې د روس له څارگرې څانگې سره پر سرور نورستاني د اړیکو د لرلو شک راپارېدلی وو، نو ځکه نوموړی د دولت له پلوه د هغه د ماندینې د درملنې لپاره شوروي اتحاد ته ولیږل شو."

د پوځي ځواک له لوړ درېځ څخه د سرور نورستاني لیرې کول او د هغه په کالخوایي " کفالت" د پرچمي محمد رفیع ټاکنه هغه هم له کودتا څو ورځې مخکې، او مزار شریف ته د معمولي کارونو د تر سره کولو لپاره د اتمې فرقې د بولندوی جنرال شیر محمد خان لیږل ، په څرگنده د داؤود د رژیم د راپرځولو لپاره له مخکې ټاکل شویو تابیاوو او تیاریو ته نغوته کوي.

البته د کودتا د بریالي کېدلو لپاره د پوځ په اډانه کې نور خوځښتونه په پام کې نېول شوي ول. د بیلگې په توگه، د څرخي پله د تخنیکي خدماتو په څانگه کې د اردو د بیارغـَولو یا ترمیمخانې مشر، یو گڼ شمیر شوبلې او نقلیه وسایط په دې پلمې تر " رغښت / ترمیم" لاندې ونیولي چې گڼې هغوی بیا رغښت ته اړتیا لري او له کودتا څخه لږ موده مخکې یې ترمیمخانه د جنگي توکو په پیاوړي لښکرکوټ اړولې وه. دغه مرکز په کودتا کې د یوې کارَندې او فعالې قطعې په توگه خپله ونډه ولوبوله.

د غوایي له کودتا مخکې د بگرام په هوایي ډگر کې دوولس تنو روسي پیلوټانو د " الوتنو د ښوونکو په توگه " کار کاوه. داؤود په پام کې درلودل چې هغوی کرار کرار له پوځي قطعو څخه لیرې کړي. خو له کودتا څو ورځې مخکې نور دوولس تنه روسي پیلوټان " د نویو ښوونکو" تر نامه لاندې چې د پخوانیو " ښوونکو" پرځای ، ځای پرځای کېدل، له روسیې څخه د بگرام هوایي ډگر ته را ورسېدل. په دې توگه د کودتا په ورځ څلورویشت تنه روسي پیلوټان د چارو د تر سره کولو لپاره چمتو ول.

د هغو ناسمو گنگوسو برخلاف چې گڼې له تاشکنده روسي الوتکې را والوتلې او کودتا یې بریالۍ کړه، د [۱۹۷۸ د اپریل د ۲۸] د شپې له دوو بجوڅخه ترسهارني سباوون پورې چې کودتاچیان له ماتې سره مخامخ ول، په بگرام کې همدغو میشتو پیلوټانو ارگ او د قوای مرکز پوځي قطعې بمبارد کړې. په بله وینا، روسي پیلوټانو له افغانستانه دننه د محمد داؤود د حکومت اړونده الوتکې په کار واچولې او خپل تالي څټي یې د واکمنۍ پرگدۍ کښېنول.

د غوایي د کودتا پیل

داؤود خان د مالي وړتیا د ترلاسه کولو او د خپلو تابیاوو او نقشو د سرته رسولو لپاره له لویدیځو هېوادونو څخه په کتنې بوخت او د ولسي ملي شخصیتونو او د چارو د مشرانو له پلوه ورته تود هرکلی وویل شو. څو اونۍ وروسته د ناپییلو هېوادونو غونډه په کابل کې جوړېدله. دغې سکالو روسان خورا زیات لا لهانده کړل، ځکه که دغه غونډه په کابل کې جوړه شوې وای نو داؤود د ناپییلتوب د غورځنگ د مشر په توگه ټاکل کېده او له منځه وړل یې ناشوني کېدل.

څرنگه چې وویل شول ، روسانو د دولت پر هرې څانگې د خپلو اغیزو سیوري غوړولي ول او د هغوی تالي څټي هم د داؤود په سفرونو کې د اقتصادي سلاکاراو پوځي مرستیال ترنامه لاندې د داؤود بدرگه کېدل.

په دغو سفرونو کې د داؤود اقتصادي مستشار محمد خان جلالر [ د خلق او پرچم په حکومت کې د سوداگرۍ وزیر]، اود هغه پوځي مرستیال عبدالحق صمدي [ د کودتا د رژیم د پټو څارگریزو څانگو مشر] د داؤود بدرگه ول. دغو دواړو د داؤود څرگند او پټ تړونونه او ان د هېوادونو له مشرانو سره د هغه خبرې اترې څارلې.

کله چې داؤود بیرته هېواد ته راستنیږي، په هېواد کې دننه کورني سفرونو پیلوي او خپل سفر له ختیځو ولایتونو څخه راپیلوي. دوه وو پورتـنیو څارگرو د داؤود د سفرونو ټول گزارشونه په کابل کې د روس سفارت ته رسول.

روسانو چې مخکې له مخکې مټې را بډ وهلې وې ،د نوموړو راپورونو له رسیدا وروسته لاس په کار کیږي. د [افغانستان] د خلق له ډیموکراتیک گوند سره د شوروي د سفارت د اړیکو د ټینگولو مأمور، نور محمد تره کی ، حفیظ الله امین او ببرک کار مل ځانته رابولي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې په ډیر لنډ وخت کې به د داؤود د کابینې ځای دوی ته ورکړل شي او زیاتوي : سر له اوسه دې ژر تر ژره د داؤود پر وړاندې هڅو او مبارزې ته پونده ورکړل شي.

د بلې ورځ په سهار د نوموړي گوند مرکزي کمیټې په وزیر اکبر خان مېنې کې په یوه کور کې غونډه جوړوي. په همدې ترڅ کې حفیظ الله امین ته د شوروي د سفارت له پلوه داسې لارښوونه ورکول کیږي :" د غونډې له پایه وروسته دې میر اکبر خیبر له منځه ولاړ شي " ( د گنگوسو له مخې ، میر اکبر خیبر له کودتا او د افغانستان د خلق ډیموکرایتک گوند لاس ته د ځواک له پریوتلو سره مخالف وو.)

په هغو شپو ورځو کې میر اکبر خیبر د پرچم د ډلې د پوځي برخې او حفیظ الله امین (له ډاکټر کریم زرغون وروسته) د خلق د ډلې د پوځې څانگې مشري کوله.

د کودتا د پلي کولولو لپاره د امین په لاس د خیبر د ټغرورټولول کارنده او بنسټیزه ونډه درلودله . امین ، عارف عالمیار او اسدالله سروري ته د خیـبـر د ترور امر ورکوي. دغه کار د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د وُري د مېاشتې په اته ویشتمې د شپې د نهو بجو په شا او خوا کې تر سره کیږي. په گوند کې له دغو درو تنو پرته د پیښې په کره څرنگوالي نه پوهیږي.

د راډیو له لارې د فاتحې د اخیستلو د مراسمو خبر خپریږي او په کابل کې د شوروي د سفارت په لارښوونه د فاتحې اخیستونکې ، نور محمد تره کی ، ببرک کارمل او د گوند نور څو تنه لوړ پوړي گوندیان دي چې نومونه یې په خبرتیا کې اخیستل کیږي او له هغه وروسته د داؤود پر وړاندې څرگندې مبارزې ته لا اوږه ورکول کیږي.

یوه ورځ وروسته د گوند غړي او له هر څه بې خبره یوه ټولنیزه بدرگه ډله د میر اکبر خیبر مړی د هغه له کور مکروریانو څخه پر اوږه کوي او شهدای صاحلین ته یې رسوي. خاورو ته د مړي له سپارلو وروسته د گوند د مشرانو له پلوه د داؤود پر ضد ډیرې توندې او ترخې ویناوې ورکول کیږي او د خیـبر د ترور پړه پر داؤود اچوي. ( ولسمشر هر خوځښت په بشپړه توگه څاري او پوهیږي چې یو پیښه رامنځته کېدونکې ده)

د خیبر ماندینه پوهیږي چې خاوند یې د کومو کسانو له پلوه وژل شوې نو ځکه د هیواد عدلي چارواکو ته یو غوښتنلېک ورسپاري او په هغه کې نورمحمد تره کی او ببرک کارمل د میر اکبر خیبر وژونکي ور په گوته کوي.

د کودتا پر وړاندې د داؤود تیاری

داؤود خان د کودتا له پیښېدلو مخکې خبر وو نو له دې امله یې لارښوونه ورکړه چې په پوځي لښکر کوټونو کې دې اړین او بې ساری تیاری ونیول شي خو د (د احتېاط په ویلو باید ووایم چې) د لښکرکوټونو بیوړه توب او بې کفایتي په ځانگړې توگه د دفاع د وزیر حیدر رسولي بیوړه توب او د هغه شکمنو خوځښتونو ، نه یوازې د کودتا لړۍ ته لا اوږه ورکړه بلکه هغه یې د بریا تر پولو ورسوله.

داؤود مخکې د لښکرکوټونو د مشرۍ له څانگو څخه یو شمیر پوه او رمبک " انظباط لرونکي" بولندیان لیرې کړي ول او د هغو پر ځای یې پر داسې کسانو ډه ډه ولگوله چې فطرتأ بیواکه خلک ول.

د کابل د گارنیزیون په لښکرکوټونو کې د لمبر یو تیارسـﺊ چمتو والی نیول شوی وو. ان لوېدیځو هېوادونو ته د داؤود د سفرونو په لړ کې پالیال اوهوډمن بولندویان شپه او ورځ د دندو پر سر ولاړ او خپلو کورونو ته نه تلل.د لښکرکوټونو څارگرو څانگو او پوستو هر سړی تر سترگولاندې نیولی وو. په همدې ډول د هر پوځي افسر کور د ښار په هر گوټ کې د اړوند لښکرکوټ له پلوه په نخښه شوی وو.


[][]

په راتلونکو گڼو کې به تاسو لاندني ټکي ولولـﺊ:

۱) له جنرال امام الدین سره د کابل ناتـهـ ځانگړې مرکه
۲) د فرهاد لبیب د یادښتونو لړۍ
۳) د انجنیر نجیب الله داوري څو خبرې
۴) آیا د غوایي په کودتا کې شوروي اتحاد لاس درلود؟ (محمد نبي عظیمي)
۵) ددیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې له اوومې مخکې د محمد داؤود د وژنې لپاره تابیاوي او نقشې نیول شوې وې. ددغې نقشې په خاورو کې د کومو کسانو د لاس او پښو خاپ ښکاري؟

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery