مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (دولسمه برخه )


دولسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] دلته وګورئ. . .

" تیرې توې شوې وینې په اوبو پرې وینځـﺊ "

صـبورالله سـياه ســنگ [د اکتوبر شپاړلسم ، 2008 ز]: له تاسو منندوی یم چې د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې د اوومې او اتمې نیټو [۲۷ او ۲۸ د اپریل ۱۹۷۸ز کال] د پیښو د روښانولو لپاره چمتویاست څوپوښتنو ته ځواب وایاست.

جــنرال امــام الـدين: له تاسو مننه. هېله لرم زما خبرې هغسې چې ژمنه مو کړې ده پرته له کمښت او زیادښته درندو لوستونکو ته ورسوﺉ. زه د هرډول پوښتنې ځواب ته چمتو یم.

سـياه ســنگ: آیا کېدای شي په پیل کې د ځان په اړه لږ څه ووایاست؟

امــام الـدين: زما نوم امام الدین دﺉ ، کورنی نوم نه لرم او د لوگر په ولایت کې زیږېدلی یم. په دیارلس سوه و پینځوسم کال کې [۱۹۷۱ ز] له حربي پوهنتون څخه د مخابرې له څانگې فارغ شوم. د نجیب الله د واکمنۍ په پیل کې جنرال شوم او د هغه د حکومت تر پرځېدلو پورې مې د افغانستان په پوځي ځواک کې پوځي دنده تر سره کوله. پرکال ۱۹۹۸ز له هیواده دباندې ووتلم او له خپلې کورنۍ سره په اروپا کې د یوه سیاسي پناه اخیستونکي په توگه ژوند کوم. اوس په یوه لومړني ښوونځي کې د ماشومانو د ښوونکي په توگه دنده تر سره کوم.

سـياه ســنگ: د دیارلس سوه او اوه پینځوسم لمریز کال د غوایي د اومې بدلون په کوم نامه یادوﺉ : انقلاب ، کودتا ، پاڅون ، پیښه یا څه؟

امــام الـدين: زه هغه ستره تأریخي پیښه " تدافعي پاڅون" بولم ، خو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په پـَیر کې هر چیرې د " غوایي د انقلاب" په نامه یاد شوی دﺉ.

سـياه ســنگ: هغه څه چې تاسو " تدافعي پاڅون" بولـﺊ ، په څه ډول ، چیرې او کله خبر شوﺉ؟

امــام الـدين: پر کال دیارلس سوه او اوپینځوسم [۱۹۷۸ز] ما د تورن په رتبې په کابل کې د کوماندو د ۴۵۵ مخابرې قطعې د بلوک د بولندوی په توگه دنده تر سره کوله. د غوایي د میاشتې د اومې ورځې په لومړۍ نیمایۍ [۲۷ اپریل ۱۹۷۸] ، د خپلې دندې په ځای کې زما پام د کابل په ښار کې وسله والې نښتې ته را واوښت. په هماغه مهال ما خبر تر لاسه کړ چې وسله وال ځواک د سردار داؤود د جمهوري حکومت پر وړاندې پاڅون کړﺉ دﺉ. په هغه ورځ د پیښې پایله روښانه او څرگنده نه وه. یو شمیرځواکونه د حکومت په پلوۍ او یو شمیر یې د حکومت پرضد دریځونه راخپل کړي ول. په پای کې د پیښې پایله هغې خوا ته وخوځېدله چې د واکمن جمهوري حکومت د پرځېدنې لامل شوه.

سـياه ســنگ: آیا له هغې ورځې مخکې ، تاسو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی واست؟

امــام الـدين: هو. زه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک غړی وم.

سـياه ســنگ: په کومې ډلې پورې تړلي واست؟ خلق یاپرچم؟

امــام الـدين: زه د افغانستان د خلق په ډیموکراتیک گوند کې د ډلو ویشنه په خلق او پرچم سمه نه گڼم.
ســياه سـنگ: د گوند د جوړښتیز /له سازماني اړخه په کومه خوا کې واست: په هغه خوا کې که لارښوونه یې نور محمد تره کي ته رسیدله یا هغه خوا چې لار ښوونه یې د ببرک کارمل په غاړه وه؟
امــام الـدين: که څه هم ما مخکې وویل چې زه د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند د ډله ییزې ویشنې پلوی نه وم خو د خبرې د لا څرگندېدلو لپاره باید ووایم چې زه د خلق په ډلې پورې تړلې وم.

سـياه ســنگ: آیا دا رښتیا ده چې تاسو له حفیظ الله امین سره ډیرې نیږدې واست؟

امــام الـدين: نه، دا سمه نه ده. ما له حفیظ الله امین سره هېڅ ډول مخکینۍ پیژندگلوي نه درلودله. ددې له لپاره چې زما له خبرې د بلې مانا ښندنه ونه شي باید زیاته کړم چې ما د هغه نوم دداسې یو چا په توگه اوریدلای وو چې د گوند د مشرتابه په ډله کې دﺉ. خو که له " نیږدې والي " څخه ستاسو موخه له نیږدې پیژندگلوي او یا تشکلاتي اړیکو څخه وي نو دا رښتیا نه ده. یو ځل بیا ټینگار کوم چې ما له حفیظ الله امین سره نیږدې اړیکي نه درلودل.

سـياه ســنگ: د یوه پوځي افسر او همدا شان د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د یوه غړي په توگه ددیارلس سوه او اوه پینځوسم کال [۲۷ اپریل ۱۹۷۸ز] د غوایي د مېاشتې په اوومې تاسو ته گوند څه ډول پیغام په لاس کې درکړ؟

امــام الـدين: څنگه چې ما مخکې وویل ، زه د کوماندو د قطعې د مخابرې یو افسر وم. د مخابرې دنده د بولندوی د اړیکو ټینگول د هغه ترلاس لاندې او له هغه پورته پوړیو سره وي. په هماغه لومړۍ ورځ ، یعنې د غوایي په اوومې [۲۷ اپریل ۱۹۷۸] ماته د گوند له پلوه هېڅ ډول ځانگړی پیغام نه وو راکړل شوی. زه په خپلو ورځنیو چارو بوخت وم او د کوماندو د قطعې د ډلگیو اړیکې مې له اړوند بولندوی یعنی جگړن محمد هاشم سره ټینگې کړې وې.

سـياه ســنگ: د غوایي په اتمې [۲۸ اپریل ۱۹۷۸ز] ستاسو لوب ونډه له کوم ځایه او څنگه پیل شوه؟

امــام الـدين: د غوایي د مېاشتې د اوومې ورځې په لومړۍ نیمایۍ د جگړن محمد هاشم د بولندې پر بنسټ ماته د پاڅون په ضد د کابل په ښار کې دنده راکړل شوه. د هماغې ورځ په پای کې نوموړي جگړن د قطعې د مشرتابه [سوق او ادارې] دنده د لومړي ټولي بولندوی [شهنواز تڼي ته چې په هغو ورځ کې یې د " تڼي" کورنی نوم نه کاراوه] په داوطلبه توگه وسپارله او ماته یې دنده راکړه چې هغه ته ورشم او د ټولو ټولـیــو اړیکي له هغه سره ټینگ کړم او امرونه ته یې غاړه کښیږدم. د غوایي د میاشتې د اتمې ورځې د سهار په شپږو او اووه بجو د لومړي ټولي بولندوی چې اوس د ټولې قطعې بولندوی گـڼل کېده، ماته داسې امر راکړ:

" له دې چې د مخابرې دنده د اړیکو پر ټینگولو بر سیره د پوځي پیغامونو ورڼه او راوړنه هم ده نو له دې امله تاسو دنده لرﺉ چې د پاڅون د پوځي شوری پيغام ولسمشر ته ورسوﺉ او ورته ووایاست."
د پيام د متن لنډه بڼه داسې وه : " له دې چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ نو تاسو د پاڅون د پوځي شوری په امر، ځان وسپارﺉ."
شهنواز تڼي ټینگار وکړ: " کله چې ولسمشر ته نیږدې ورځی باید وسله له ځان سره ونه لرﺉ."
سـياه ســنگ: شهنواز تڼي دغه امر له چا تر لاسه کړی وو؟

امــام الـدين: دقیقأ نه پوهیږم. خو دومره پوهیږم چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه ډلې نوموړی تیره شپه د راډیو دفتر ته بللی وو.

سـياه ســنگ: له دې څرگندیږي چې تاسو د هغې لارښوونې پربنسټ چې له شهنواز تڼي مو تر لاسه کړې وه ، محمد داؤود ته ورغللـﺊ؟

امــام الـدين: هو. زه باید د هغې لارښوونې پر بنسټ چې د قوماندانۍ له مقام یا په بله وینا له خپل آمر څخه مې تر لاسه کړې وه باید ارگ ته ننوتی وای او د پاڅون د پوځي شوری پيغام مې سردار داؤود ته ویلای وای. ماته همداسې امر شوی وو.

سـياه ســنگ: کله، په څه ډول او له چاسره محمد داؤود ته ورغللـﺊ؟

امــام الـدين: د غوایي د مېاشتې د سهار شپږ او اووه بجې [۲۸ اپریل ۱۹۷۸ز ] وې ؛ له درې تنو سر تیرو سره هغه ځای ته ولاړم چې داؤود خان پکې وو. له ما سره وسله نه وه.

سـياه ســنگ: کولای شـﺊ ددغو دریو تنو سرتیرو نومونه واخلـﺊ؟

امــام الـدين: له دې چې له هغې پیښې څخه له دیرشو کالو زیاته موده تیریږي ، د ویل شویو سرتیرو نومونه مې په یاد نه دي.

سـياه ســنگ: هغه کسان چې تاسو وایاست چې له تاسو سره یوځای محمد داؤود ته ورغلل، افغانان ول؟

امــام الـدين: هو. دغه درې تنه سرتیري چې له ما سره یو ځای ولاړل، افغانانو ول.

سـياه ســنگ: ... او هم ېی وسله درلودله؟

امــام الـدين: هو. هغوی وسله درلودله.

سـياه ســنگ: آیا دغه خبرې چې نور یې ستاسو له خولې کوي رښتیا دي : " زما زغره واله د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ختیځې دروازې مخې ته د تیار سـﺊ په حالت کې ځای پرځای دریدلې وه. د غوایي د مېاشتې د اتمې نېټې [۲۸ اپریل ۱۹۷۸ز] په سهار د گارد قطعاتو د سپینو بیرغونو په پورته کولو خپله سلامي کېدنه (تسلیمي) اعلان کړه. په همدغه وخت کې ماته امر راکړل شو چې داؤود خان ونیسم. له هغه مخکې داؤود له موږ سره اړیکه نیولې وه او د کودتا له مشرانو سره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې وه. د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک] گوند مرکزي کمیټې د هغه غوښتنه منلې وه. هغوی پریکړه کړې وه چې قادر او اسلم وطنجار داؤود ته د لیدنې لپاره ولیږي. په همدې وخت کې یوځل بیا ما ته امر وشو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوځم او داؤود ونیسم. و مې لیدل چې د زغره والې هېڅ چلوونکی او افسر دې ته چمتو نه دﺉ چې ارگ ته را سره ننوځي. لنډه دا چې ما یو چلوونکي پیژانده اوهغه چمتو شو چې زما زغره واله د ارگ په لور وچلوي. څلورتنه نور پوځیان له ما سره یوځای شول."

امــام الـدين: دا زماخبرې نه دي. هر چا چې د هر لامل له امله لیکلي وي یوازې د خیالي خبرو د په زړه پورې کولولپاره یې کړي دي او په بر لاس یې خلکو ته درواغ ویلي دي. لومړی زه د مخابرې افسر وم، ما زغره واله نه درلودله او نه په زغره والې کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللی یم ، چلوونکې خو لاپریږده چې ما به له پخوا پیژانده او گڼې هغه به ارگ ته دننه بیولی وم. دریم دا چې گڼې له ماسره څلور تنه پوځیان ول، دا له اره رښتیا نه ده. ماته امر شوی وو چې د پاڅون د پوځي شوری پيغام داؤود ته ووایم. هلته نه د قادر او نه د اسلم وطنجار پښه گډه وه. دا هسې باد راوړې او منځتشې خبرې دي.

سـياه ســنگ: د هغو بدرگه کسانو د ډلې په منځ یا د هغوی ترخوا چې تاسو یې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته بدرگه کولـﺊ ، روسي سرتیري، افسران، پوځي کارکوونکي یا غیر پوځي روسان هم ول؟
امــام الـدين: نه. په هماغه ورځ هېڅ روسي تبعه له موږ سره نه وو.

سـياه ســنگ: په څو څو ځایونو کې داسې لیکل شوي دي : تاسو د گارد د آپراسیون آمر ډگرمن گل آقا هغې خونې ته بوتلـﺊ چې داؤود خان پکې وو، آیا دا سمه ده؟

امــام الـدين: نه ، دغه ادعا سمه نه ده. په هغه ورځ د گل آقا په نامه له موږ سره څوک نه ول.

سـياه ســنگ: که وویل شي چې د گل آقا رښتونی نوم " آقا محمد" دﺉ ، تاسو به څه ووایاست؟
امــام الـدين : ما د آقا محمد په نامه په گارد کې څوک نه پیژندل. او په دغه نامه له موږ سره څوک نه ول.

سـياه ســنگ: که داسې وویل شي چې ارگ ته ستاسو له ننوتلو مخکې گل آقا یا آقا محمد په ارگ کې وو او وروسته له دې چې تاسو ورسیدلی ، نوموړي محمد داؤود ته د پوځي سلام په کولو ویلي وي چې : کودتاچیان غواړي له تاسو سره وویني. آیا دا رښتیا ده؟

امــام الـدين: نه. دا ادعا هم نه شي کیدلای رښتیا وي. په هغه ورځ له اره د گل آقا یا آقا محمد په نامه څوک نه ول. تر هغه ځایه چې زما په یاد دي ، چا سردار داؤود ته ونه ویل چې د کودتا کسان غواړي له تاسو سره وگوري.

سـياه ســنگ: کله چې تاسو محمد داؤود ولید، باید د غوایي د مېاشتې د اتمې نېټې [۲۸ اپریل ۱۹۷۸ز] د سهارد ۶:۴۵ او ۷:۰۰ شېبې وي. آیا دغه انگیرنه سمه ده؟

امـام الـدين: دقیقأ نه شم کولای ووایم، خو گومان کوم د سهار شپږ ، اووه بجې وې.

سـياه ســنگ: آیا د محمد داؤود د نیولو لپاره تاسو په تش لاس تللي واست؟

امــام الـدين: زما دنده سردار داؤود ته د پاڅون د پوځي شوری د پیغام لیږل او هغې شوری ته د تسلیمیدلوخبر ورکول ول، د هغه د نیولو امر ماته نه وو راکړل شوای.

سـياه ســنگ: که محمد داؤود ستا خبره منلای وای ، تاسو څه کول؟
امــام الـدين: که داسې شوي وای، زما دنده پای ته رسیدله. د هغه د تسلیمۍ خبر مې د سترگو په رپ کې خپل بولندوی ته رساوه. د پوځي شوری لوړ پوړو کسانو د سردار محمد داؤود او د هغه د کورنۍ په تړاو یې پریکړه کوله.

سـياه ســنگ: آیا مخکې له دغې پیښې ، تاسو محمد داؤود لیدلی وو؟

امــام الـدين: هو. سردار محمد داؤود مې په پوځي پریډونو کې لیدلی وو. بر سیره پر هغې، تلویزیون او ځینو سینمایي فلمونو د هغه سفرونه هم ښوول او هم د هغه له څیرې سره بلد وم.

سـياه ســنگ: ستاسو له انده ، سردار محمد داؤود څه ډول شخصیت وو؟

امــام الـدين: سردار محمد داؤود د شاهي کورنۍ یو لوړ پوړی جنرال وو چې په لوړو پوځي او سیاسي پوړیو کې یې دنده ترسره کړې وه. هغه په خپل وخت کې یو مخور سر لښکر وو. ما له پوځیانو اوریدلي دي چې داؤود خان یو زړور، ټینگ هوډی، پریکنده او د دسپلین لرونکی یو شخصیت وو. د هغه په چال چلند کې دسپلین او پریکندوالی تر هر څه څرگند ول. ویل کیدل چې له خپلو همکارانو او تر لاس لاندې کسانو څخه یې کلکې غوښتنې درلودلې. دا مې هم اوریدلي ول چې د امرونو او د دندو په تر سره کولو کې یې پرغزلتیا (عصبانیت) او شاهي ښاڅمنتیا (غرور) پرته وه او پرغزلتیا د هغه د سياسي او پوځي ژوند یوه څرگنده بیلگه جوړوله چې د ژوند په وروستیو شېبو کې ور څخه څرگنده شوله. زما په اند د چال چلند یو شمیر بیلگو له پریکندتوب ، زړوروالي او دسپلین د سردار محمد داؤود پر پوځي کرکتر ناوړه اغیزې شیندلې وې.

سـياه ســنگ: تاسو په خپل اند، ځان په کومه هینداره کې وینـﺊ؟

امــام الـدين: نه پوهیږم د ځان په ستاینه کې څه ووایم. زه یوعادي او نورماله انسان یم او پوځي افسر وم، خپله دنده او کاري ورهڼه راباندې گرانه وه له خپلې دندې او کارې ورهڼې سره مې مینه درلودله. خپله دنده مې تل په سپیڅلتیا او رښتونگلوۍ تر سره کوله او تل مې هېله درلودله چې له ځان سره د خپلو مشرانو او د ترلاس لاندې کسانو خوښمني او ډاډیینه او د خپلو هملیکوکسانو زړه په لاس کې ولرم. زما د دندې د تر سره کولو د کلونو په اوږدو کې زما د بریالیتوب راز همدا وو.

سـياه ســنگ: یو شمیر تأریخ لیکونکي ، گزارش ورکوونکي ، پیښلېک لیکونکي او یادښت لیکونکي د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ وژنه ستاسو کار بولي. مخکې له دې چې دهمدغې خبرې د اړوندو ټکیو سپړنې ته راشـﺊ ، تاسو خپل ځان له همدغه اړخه د هیندارې په کوم گوټ کې وینـﺊ؟

امــام الـدين: د یادښت لیکونکو دغه تورونه رښتیا نه دي. ما د یوه پوځي خبر رسوونکي په توگه یوازې خپله دنده تر سره کړې ده او د پوځي شوری پیغام مې ولسمشر ته ورساوه او هغه ته مې ووایه. زما په اند د دندې ترسره کول کومه گناه نه ده. زه له وجداني اړخه ډیر آرام یم.
[][]
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery