مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (دیارلسمه برخه )


دیارلسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] دلته وګورئ. . .


" تیرې توې شوې وینې په اوبو پرې وینځـﺊ "

سـياه ســنگ: کله چې له سردار محمد داؤود سره مخامخ شوﺉ ، څه مو وکړل او څه مو وویل؟

امــام الـدين: همدا چې له سردار محمد داؤود سره مخامخ شوم ، لومړی مې په ډیر درنښت پوځي دودیزسلام وکړ. وروسته مې وویل چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ او تاسو باید د پاڅون د پوځي شوری د پریکړې پربنسټ تسلیم شـﺊ.

سـياه ســنگ: محمد داؤود ستاسو د پیغام له اوریدلو وروسته څه وویل؟
امــام الـدين: داؤود خان د پوځي شوری د لیږل شوي پیغام له اوریدلو وروسته چې ما رسولای وو او ورته مې ووایه ، د یوې کلمې په اندازه  بل څه ونه ویل.

سـياه ســنگ: آیاکیدای شي داسې وانگیرو چې محمد داؤود څه ویلي وي خو تاسو نه وي اوریدلي؟

امــام الـدين:  نه. سردار محمد داؤود یو ټکی هم په ژبه را نه ووړ. هغه څه ونه ویل، او که ویلي یې وای ما به حتمأ اوریدلي وای او هغه به مې په ډیرامانت نن ویلي وای.

سـياه ســنگ: محمد داؤود مو چیری ولید؟ له هغه څخه د څو مترو په واټن لیرې واست؟

امــام الـدين: ما سردار داؤود د گلخانې د لومړي پوړ په دا لان کې ولید. د نوموړي دالان پسور او اوږدوالی ښایي شپږ په اتو مترو کې وي. په دې توگه ویلای شم چې زما او د داؤود خان ترمنځ واټن ښایي په شوني توگه شپږ متره وو.

سـياه ســنگ: د گلخانې د ماڼۍ دروازه مو څنگه خلاصه کړه؟

امــام الـدين: د گلخانې د ماڼۍ دروازه نه وه تاله شوې، هغه خلاصه وه.

ســـياه سنگ: د " افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان درقرن بیستم : ۱۹۶۹ � ۱۹۰۰" (د بي بي سي د خپرونو په ټولگه کې ، ظاهر طنین، ۲۰۰۵) د سردار محمد داؤود د وراره  ، محمد عزیز نعیم له خولې په ۲۲۴ او ۲۲۶ پاڼو کې داسې راغلي دي :

" مور مې د [دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې د اتمې / ۲۸ اپریل ۱۹۷۸] سهارنۍ پیښې په خپلو سترگو ولیدلې. دهغې پیښې لنډیز داسې دﺉ : په وروستیو شېبو کې [د کوماندو] یو افسرننوځي او سردار محمد داؤود ته وایي : باید تسلیم شـﺊ. محمد داؤود خان پوښتي : تاسو ته دغه امر چا درکړی دﺉ؟ هغه په ځواب کې وایي : د قادر له پلوه. محمد داؤود خان وایي : زه پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمیږم او د ژوند تر وروستۍ گولۍ پورې جگړې ته چمتو یم."
آیا محمد داؤود تاسو ته داسې نه ول ویلي؟

امــام الـدين: نه. د پوځي شوری له پلوه د لیږل شوي پیغام له اوریدلو وروسته چې ما هغه راوړی وو او ومې وایه ، سردار محمد یوه کلمه هم ونه ویله. دغه پوښتنې او ځوابونه چې پورته راوړل شوي ، له بیخ او بنسټه رښتیا نه دي. 
 
سـياه ســنگ: دغو لاندینوی ۷ یادښتونو ته پام وکړﺉ :

۱. ۹۷ پاڼه : " د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پاڅیدا او ډوبیدا / ظهـور و زوال حـزب دمــوکـراتيک خـلـق افـغـانسـتان د اکاډیمیسن دستگیر پنجشیري لیکنه :

" کله چې امام الدین دغه د لوگر د زیارگالو وگړو بچي او د کوماندو د یوه ټولي بولندوی د انقلاب فرمان سردار داؤود او د رژیم لوړ پوړو کسانو ته اعلان او هغوی ته یې د گوند امر ورساوه چې " تاسو د مرکزي کمیټي د فرمان پربنسټ محکوم یاست او ځان تسلیم کړﺉ " ، سردار محمد داؤود نه یوازې دا چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند او د تأریخ فرمان ته تسلیم نه شو ، بلکه په اشرافي بوږنوړي تاوتریخوالي یې قدیر نورستاني او خپل زوی ته امر وکړ چې د امام الدین او نورو سرتیرو او هم د خپلې کورنۍ پربې گناهو ښځمنو او ماشومانو ډزې وکړي او خپلې وروستې گولۍ ور تشي کړي. هغوی پرته له ځنډه د سردار محمد داؤود وروستنی فرمان تر سره کړ او د امام الدین او د کوماندو د سرتیرو پر مخ یې د اور خوله پرانیستله."

۲ -  " پر افغانستان  د روس د تیري په اړه څو ماتې کرښې / چـند ســطــر شــکـســته در باره تجـــاوز روس در افــغـانســـتان" [چاپ لیتو ، نوی ډیلی / هند ، ۱۹۸۱ز] د فرهاد لبیب
لیکنه پاڼې: ۶۹ - ۷۰ :

" ما [ امام الدین] په لوړ غږ وویل : د [افغانستان] د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د امر پربنسټ خپله وسله پر ځمکه کښیږدﺉ او تسلیم شـﺊ. داؤود په ځواب کې وویل : کمونیستانو او د هغو چوپړیانو ته نه تسلیمیږم."

۳-  " افغانستان په ورستیو پینځو پیړیو کې / افغانســتان در پنج قــرن اخير" ، د میر محمد صدیق فرهنگ لیکنه . لومړی چاپ ، د عرفان له خپرونو څخه ، تهران / ایران ، د دیارلس سوه او څلور اویایم لمریز کال د غبرگولي میاشت [ اپریل ۱۹۹۵ز ]د کتاب ۸۶۸ پاڼه:

" د هغې مرکې پربنسټ چې د تره کي د رژیم له لومړني دفاع وزیر عبدالقادر سره شوې او مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه نوموړی په دې تړاو داسې وایي : " د لود سپیکر له لارې مو له هغه (محمد داؤود) څخه د هغه د تسلیمۍ غوښتنه وکړه. په پای کې یې وویل چې په دې آړ (شرط) تسلیمیږم چې قادر او وطنجار په خپله د خبرو لپاره ماته راشي. زه او وطنجار د ماڼۍ پر لور وخوځېدلو ، خو ملگرو زموږ مخه ونیوله او دوه تنو نورو ته یې دنده وسپارله چې داؤود ته ورشي. "

۴ � " د افغانستان په ورستیو دریو لسیزو کې پوځ او سیاست / اردو و سیاست در سه دهه اخیر افغانستان " د ستر جنرال محمد نبي عظیمي لیکنه : پاڼې : ۱۴۱ او ۱۴۲ :

" د سردار محمد د نیولو امر د کوماندو د قطعې افسر لومړي بریدمن امام الدین ته ور کول کیږي. امام الدین د گارد د اپراسیون له آمر گل آقا سره یو ځای داؤود خان ته ورځي او هغه ته وایي : " د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د امر پربنسټ خپله وسله پر ځمکه کښیږدﺉ او تسلیم شـﺊ." داؤود ځواب ورکوي : " کمونیستانو ته نه تسلیمیږم :"

۵ � " له ستره امیره تر ستره لارښوده / از امیر کبیر تا رهبر کبیر" د عبدالحق مجددي او ډاکټر فضل الله مجددي لیکنه ، د کابل چاپ ، د میوند خپرندویه ټولنه ، کابل / افغانستان ، ۱۹۹۹ ، د کتاب پاڼه ۵۹۶ :

"امام الدین د کوماند په قطعې کې د لومړي بریدمن په رتبې په پوځ کې یو ټیټ پوړی افسروو چې وروسته د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ په وخت کې د پوځ گڼ شمیرلوړو رتبو ان د ډگر جنرالۍ رتبې ته لوړ شو.
جنرال امام الدین چې د خلق د ډیموکراتیک گوند له نړیدا وروسته د جنرال عبدالرشید دوستم په ځواکونو کې په مزار شریف کې د پوځي ښوونې او روزنې د رﺋـیس په توگه یې دنده تر سره کوله پرمحمد داؤود د برید او د هغه د وژنې په اړه داسې وایي :

" حفېظ الله امین چې د کودتا د بولندې پازوالې یې په غاړه درلودله ، د بولندې په مرکز د راډیو افغانستان په ودانۍ کې وو او د هوايي بمباران او د شوبلو د پیاوړي اور له شته والي او هم په ریشخورو کې د یو څه مقاومت له  شتون سره سره ،  د داؤود خان د مقاومت او د ارگ د نه تسلیمیدلو په اړه په ټینگې اندیښنې کې ډوب وو. [نوموړي] اکر وکر ته د ژورې کتنې او د وضعیت د محکمې (څیړلو) لپاره د شپې په نهو بجو د راډیو افغانستان په ودانۍ کې د کودتا د لویو پوځي قطعو د بولندویانو او مشرانو په گډون یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړه او ویې ویل : په ارگ او ریشخورو کې مقاومت دوام لري. که دغه مقاومت ژر پای ته ونه رسیږي ، ښایي یو شمیر قطعات چې لا تر اوسه د پیښې څارونکی او کتونکي دي او تر اوسه بې پرې پاتې دي د داؤود خان په گټه راپورته او را وبه خوځیږي. او یا هم د داؤود مرستې لپاره به  له نورو ولایتونو څخه نور قطعات را ورسیږي. له دې امله په لومړي گام کې دې ، د ارگ پر شخړې د پای ټکی کښیښودل شي.

په کودتا کې ښکېلو لوړ پوړو افسرانو وړاندیز وکړ چې دغې موخې ته د رسیدلو لپاره د هوایي بمبارد او د شوبلو د پیاوړي اور تر څنگ اړینه ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننوتلو لپاره، پليو سرتیرو دې ته لاره پرانیستل شي او د ارگ مقاومت به له منځه یووړل شي. له هغه وروسته حفیظ الله امین وویل : کومه قطعه چمتو ده چې په داوطلبه توگه د پلي برید دنده په غاړه واخلي.

زه [ امام الدین] چې په توده وینه کې یو لوگری ځوان ووم په پښو ودریدم او ومې ویل چې زه چمتو یم پلی برید تر سره کړم. موږ د داؤود خان خونې ته ننوتلو. په خونه کې  داؤود خان ، ورور یې نعیم خان ، یو یا دوه تنه وزیران ، د داؤود خان یوه لور او څو تنه نور ول. همدا چې د داؤود خونې ته ننوتم د پوځي درنښت او دودیز سلام مې تر سره کړه.
 
داؤود خان چې په لاس کې یې تومانچه درلودله ، وویل: څه خبره ده؟ و مې ویل: صاحب! خبره له خبرې تیره ده، تسلیم سـﺊ. داؤود خان په بوږنوړې ژبه وویل : چاته تسلیم شم؟ ما ورته وویل : انقلابي شوری او وسله وال ځواک ته تسلیم شـﺊ چې وسله وال ځواک ټول قطعات تصفیه کړي او یوازې تاسو یاست چې مقاومت کوﺉ. داؤود خان وویل: هېڅکله به تسلیم نه شم."

۶ � " په افغانستان کې د شلمې  پیړۍ د وروستۍ نیمایي پیښې " د محمد کبیر نذیر سراج لیکنه ( لومړی چاپ ، فرانکفورت ، ۱۹۹۷) د کتاب ۱۱۳ او ۱۱۴ پاڼې :

" زغره والې د گلخانې د ماڼۍ پوړیو ته نیږدې شوې او له هغو یو تن تورن او دری تنه بریدگي را ووتل او د گلخانې پر ماڼۍ یې برید ور ووړ. [ هغوی] په هک پک والي ولیدل چې داؤود خان لا تر اوسه ژوندی او په دوه وو پښو ولاړ دﺉ ، خو ټپیان د ځمکې پرمخ پراته ول.

تورن امام الدین پر محمد داؤود خان چیغه کړه : " مقاومت گټه نه لري. تسلیم شـﺊ." سردار محمد داؤود خان په ځواب کې وویل :" خپل سر مشر راولیږه چې له ما سره خبرې وکړي." تورن بیا وویل : موږ ټول سر مشران یو. هرڅه چې لرﺉ  له موږ سره یې ووایاست."

۷ -  " هغه راز چې فایق بربنډ نه کړ/ رازې که فایق افشاء نکرد" [ لیکوال : خان آقا سعید ، د عصر خپرندویه ټولنه، پیښاور / پاکستان ، منی ۲۰۰۰] : د کتاب پاڼې  : ۱۶۲ او ۱۶۳ :
 
" د غوایي د اوومې نیټې په شپه موږته له بالاحصاره ،  له داؤود خان سره د جگړې او د ارگ د نیولو لپاره دنده راکړل شوه. کله چې ارگ ته ورسیدلو ، د الوتکو د غږونو پرله پسې گړزهار او د هغوی یو په بل پسې بمبارۍ او د شوبلو نه دریدونکې ډزې هر لورته  خوَرې وَرې وې او اخ او ډب په ټینگه روان وو. نیمه شپه وه چې بریا زموږ په خوا شوه او موږ د ارگ پر انگړ ور ننوتلو.

په هغه وخت کې د قطعې بولندوی زما ټولي ته د داؤود خان د نیولو دنده وسپارله. زه او زما سرتیري د گلخانې د ماڼۍ پر لور وړاندې ولاړو او د ماڼۍ ټولې کړکۍ مو د ماشینگڼو او وسلو تر اور لاندې ونیولې او پر ودانۍ  ور ننوتلو.

چوپه چوپتیا خپره وه. خپلو بدرگه کسانو ته مې وویل چې مورچل ونیسي او همداسې ډزې کوﺉ. ما له ځان سره لود سپیکر راوړی وو او د هغه له لارې مې خپلو کسانو ته دنده ورکوله.

په کوټه کې مې د هماغه لوډ سپیکر له لارې خبرې وکړﺉ او ومې ویل سردار داؤوده ! تاسو د پوځي شوری په امر خپل ځان راتسلیم کړﺉ. په همدغه وخت کې د یوې فیلپایې له شا یې په خپل ویرونکي غږ وویل : " زما په قاموس کې تسلیمي نشته. پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمیږم."

کله چې تاسو وایاست چې " محمد داؤود د پوځي شوری د لیږل شوي پیغام له اوریدلو وروسته دیوې کلمې په اندازه څه ونه ویل " ، ستاسو له انده له پورتنیو ۷ یادښتونو څخه یو یې هم رښتیا نه دﺉ . آیا همداسې ده؟

امــام الـدين: زه یو ځل بیا هماغه ویل شوی ځواب په ټینگار تکراروم چې سردار محمد داؤود د پوځي شوری د پیغام له اوریدلو وروسته یو ټکی هم نه دﺉ ویلی.

لومړی - که تاسو پورتنیو لیکنو ته په ځیر پام وکړﺉ ، په رڼو درته ښکاري چې څومره له یو بل څخه توپیر لري او ان اړوپیچ (ضد ونقیض) دي. ددغو لیکنو گڼ شمیر هغو هنري داستانونو ته ورته والی لري چې نه رښتوني گزارش ته ورته دي او نه یوه تأریخې واقعیت ته.

دویم- کوم روغ رمټ عقل به دا ومني په یوې کوټه کې چې پینځه یا شپږ متره واټن ولري ما به گڼې له لودسپیکره کار اخیستای وي؟ او یا دا چې د بولندویانو په غونډه کې د حفیظ الله امین مخې ته دې اوسم او د ولسمشر پر ماڼۍ برید وکړم؟ حال دا چې ما په غونډه کې گډون نه درلود. د لیکونکي د لیکنې پربنسټ په هغې غونډه کې باید د قطعو انقلابي بولندویانو گډون درلودای نه د مخابرې یوه عادي افسر.

دریـَم - که زه له گل اقا سره یو ځای وای ، نوموړی له یوې خوا د لوړ سیاسي او پوځي دریځ څښتن وو او له بلې خوا زما استاد وو د هغه په شتون کې ما نه شوای کولای د پوځي شوری پیغام ووایم ځکه پیغام باید د هغه له پلوه ویل شوای وای.


څلورم -  زه له حقیقته سترگې نه پټوم. سره له دې چې داؤود خان په عملي ډول څرگنده کړه چې نه تسلیمیږي خو کاشکې هغه یوه کلمه هم ویلې وای چې هغه مې لوړ پوړو چارواکو ته رسولې وای او هغه به مې نن په ټولې گروهنې ، امانت او وجدان د تأریخ پر پاڼو لیکلې وای.

سـياه ســنگ: ستاسو د وینا پربنسټ چې د  غوایي د مېاشتې د اوومې او اتمې د سهار شپږ او اوو بجې وې ،  له داؤود خان سره ستاسو وروستنۍ کتنه د څومره وخت لپاره وه؟

امــام الـدين: له داؤود خان سره زما وروستۍ کتنه ښایي لږ تر لږه یوه یا دوې دقیقې وه. په ډاډ ویلای شم چې له دوه وو دقیقو قطعأ ډیره نه وه.
 
سـياه ســنگ: په هغو دوه وو دقیقو کې څه پیښ شول؟

امــام الـدين: کله چې د گلخانې ماڼۍ ته ننوتلو ، ومې لیدل چې داؤود خان له څو تنو وسله والو سره وسله په لاس ولاړ دﺉ. د کوټې تر ستنې لاندې یو شمیر نورې وسلې هم لیدل کېدلې. ما د پوځي درنښت او دودیزسلام له کولو وروسته د پوځي شوری پیغام ووایه. کله چې داؤود خان پیغام واورید ډیر سخت په قهر شو خپله وسله یې چې یوه تومانچه وه را پورته کړه او غوښتل یې موږ پر لور ډزې وکړي. په همدغې شېبې کې یوې ځوانې نجلې د هغه لاس ونیو چې د مخه یې ونیسي خو ډز وشو. د هغې نجلۍ لاس ټپي شو او نجلۍ پر ځمکه پریوتله. په همدې ترڅ کې د داؤود خان پاتې بدرگه وسله والو زموږ په لور ډزې وکړې چې دوه گولۍ زما د ښۍ اوږې پر مفصل ومښتلې او لاس مې له واکه ووت. له هغه وروسته دوی د یوه سرتیري پر لور چې ما سره یو ځای د گلخانې ماڼۍ ته ننوتلای وو ډزې وکړې. زما له لاسه وینو دارې وهلې او ډیر کلک درد یې کاوه د بې هوښې په حالت کې مې هلې ځلې کولې چې ځان د مرگ له لومو  و ژغورم او په بیړه له دروازې ووتم.

سـياه ســنگ: آیا مخکې له دې چې له دروازې ووځـﺊ ، د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ پر خوا مو ډزې وکړې؟

امــام الـدين: څنگه چې ما مخکې وویل ، بیا هم په صداقت وایم چې زه ارگ ته په تش لاس تللای وم. یو بې وسلې سړی چې ټینگ ټپي شوی هم وي او ښی لاس یې له کارَه لویدلی وي، څنگه کولای شي چې د چا پر خوا ډزې وکړي؟ ما نه وسله درلودله او نه مې د چا پر خوا ډزې کړي دي.

سـياه ســنگ: آیا له ټپي کیدلو وروسته وسله والو سرتیرو ته مو امر ورکړ چې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ پر خوا ډزې وکړي؟

امــام الـدين: نه . زما دنده د پوځي شوری د پیغام وړل او رسول ول نه د چا د وژلو فرمان. نه یوازې دا چې ما داسې امر نه دﺉ ورکړﺉ بلکه د هغه واک مې هم نه درلود. زه په هغه شېبه کې یوازې د ځان په سوچ کې وم.

سـياه ســنگ: هغه نجلۍ چې تاسو وایاست چې خپل لاس یې  وغځاوه او گڼې نه یې غوښتل چې محمد داؤود دې خپله تومانچه و کارَوي، څوک او څو کلنه وه؟
امــام الـدين: ما هغه نه پیژندله. ښايي د داؤود خان لور یا لمسۍ وه او گومان کوم اتلس کلنه وه.
سـياه ســنگ: محمد داؤود او کورنۍ یې څنگه و وژل شول؟

امــام الـدين: یو ځل بیا خپلې ویل شوې خبرې تکراروم : زه د لنډې مودې لپاره د داؤود خان مخې ته وم او هغه هم د پیغام له ویلو سره سم ټینگ ټپي او بیا بې هوښه شوم. په هغې شېبه کې ما د پریکړې وسه نه درلودله او په دې سوچ کې لویدلی وم چې څنگه ځان د مرگ له لومو وژغورم. له دې امله د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې د جزﺋـیاتو په اړه دقیقأ نه پوهیږم. زما او زما د یوه سرتیري له ټپي کیدلو او د داؤود خان د وسله وال اقدام له پورته کولو ، وروسته ښایي دوه اړخیزې ډزې شوې وي.

سـياه ســنگ: آیا محمد داؤود د گولیو د باران په هماغه لړۍ کې ووژل شو؟

امــام الـدين: په دې اړه ډیر نه پوهیږم. ما د ټپ له امله ډیر درد درلود او وینې مې بهیدلې ، د شوک په حالت کې د مرگ له لومو د ځان د ژغورنې په لټه کې وم. په هغه شېبه کې زه یوازې او یوازې د ځان په غم کې وم او نه مې شوای کولای د بل لورې د حالت په اړه فکر وکړم.

سـياه ســنگ: په بله وینا، تاسو وایاست چې تاسو د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ وژنه مو نه ده لیدلې. آیا همدا انگیرنه رښتیا ده؟

امــام الـدين: هو. چورلټ سمه ده. ما د داؤود خان او د هغه د کورنۍ وژنه په سترگو نه ده لیدلې.

سـياه ســنگ: تاسو وویل چې د گلخانې د ماڼۍ له دروازې ووتلی ، له هغه وروسته څه پیښ شول؟
امــام الـدين: کله چې د گلخانې د ماڼۍ له دروازې ووتلم ، شا ته مې وکتل، ومې لیدل چې زما بدرگه سرتیري له ما سره نسته او هماغلته پاتې شوي دي. د گلخانې له ماڼۍ د باندې د کوماندو دقطعې نور پرسونل چې د پيښو پایلو ته یې سترگې څارلې ، زه یې په ټپي او په وینو ککړ ولیدلم. ښایي ددغې پیښې کتنې د کوماندو د قطعې د پرسونل د ډله ییز برید د پارونې لپاره لاره پرانیستې وي چې د دواړو خواوو د ټپي کیدلو او په شهادت رسیدلو لامل شو. د گارد په ختیځې دروازې کې د څلورمې زغره والې لیوا د کنډک بولندوی جگړن فتح محمد ( چې اوس په اروپا کې ژوند کوي) زه یې د جیپ د موټر په مرسته د گارد له انگړه دباندې وایستلم.

سـياه ســنگ: آیا د گلخانې له ماڼۍ د باندې د کوماندو د قطعې د پرسونل شمیره مو په یاد ده؟

امــام الـدين: گومان کوم د هغوی شمیر له دوه سوو تنو څخه زیات وو.
سیاه سنگ: له جگړن فتح محمد سره چیری ولاړﺉ؟

امــام الـدين: مخکې له دې چې د پوځ د څلور سوه بستریز روغتون پر لور ولاړ شو، د راډیو افغانستان ودانۍ ته ولاړو او هلته ......

[][]
نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery