مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (اووه لسمه برخه )


اووه لسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] دلته وګورئ. . .


"د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې اوومه توره ورځ -۲"
ولسمشر خونې ته را ننوت. موږ ټول له خپلو ځایونوڅخه د هغه د درنښت لپاره را پورته او په پښو ودریدلو. هغه په یوې آرام څوکۍ کې کښیناست. معنویات یې پیاوړي او ان څرگنده موسکا یې په څیره کې ځلیدله. ولسمشر سوکه سوکه خبرې پیل کړې او د خبرو په ترڅ کې یې ټوله پازوالي (مسؤولیت) په غاړه اخیستله او دداسې پیښې گومان یې نه کاوه.

موږ ټول چوپه خوله پاتې وو. په پای کې ما وویل : " موږ ټول ستاسو همکاران یو. هغه څه چې ستاسو پازوالي ده زموږ هم ده." نور د چا غږ پورته نه شو. څو شېبې وروسته ، ولسمشر وویل : " د گارد ځواک ډیر کوشنی دﺉ. ولیدل شي چې څه کیږي. " په همدغې شېبې کې د کوټې دروازه پرانیستل شوه او پیشخدمت پتـنوس په لاس چې ساندوویچ پکې ټول شوي ول خونې ته را ننوت. لومړی ولسمشر چې د ټولې ورځې په اوږدو کې یې څه ول خوړلي یو ساندوویج واخیست او نورو هم په خوړلو پیل وکړ.

هوا تیاره شوې وه. د ماشینگڼو غږونه نه اورېدل کېدل. راډیو افغانستان په خپرونو پیل کړی وو. د محمد اسلم وطنجار او عبدالقادر په نومونو دوه تنو افسرانو په دري او پښتو ژبو خبرتیا خپره کړه او په هغه کې یې د والاحضرت سردار محمد داؤود او د هغه د حکومت د پرځېدلو خبرې وکړې. د مالیې وزیر په ملنډو وویل : " ته دغه وطنجار ته و گوره !" ( د بي بي سي راډیو هم په افغانستان کې د کمونیستي کودتا خبر ورکړ او ویې ویل :" د ولسمشر برخلیک لا تر اوسه څرگند نه دﺉ." )

ولسمشر د گلخانې د ماڼۍ په لاندیني دالان کې ناست وو. ښاغلی محمد نعیم ، د کابینې غړي او د کورنۍ یو شمیر غړي تر هغه را تاو ول. وحید عبدالله ولسمشر ته ولاړوړاندیزوکړ :" تاسو باید کندهار ته ولاړشی" نوموړي ارواښاد د لارې په اوږدو کې د مهتاب قلعې ، مقر او کلات د ځواکونو یادَونه وکړه او ویې ویل: " دژوند تر وروستۍ شېبې به دغه ځای پریـنـږدم" عمرداؤود غږ وکړ :" بابا! زه هم همداسې فکر کوم." وحید عبدالله وویل: " د خدای په پار! د افغانستان برخلېک به څنگه شي؟ "

زه د ارواښاد نعیم تر څنگ ولاړ وم. هغه د خپل همیشني عادت له مخې چې د هغه یوه ځانگړتیا وه په نرمه ژبه وویل : نن موباید د پیښې له هماغه لومړۍ شیبې څخه په دې اړه فکر کړی وای." وروسته ، پرته له دې چې د کندهار پر لور د تگ کومه پریکړه شوي وي ، صاحبجان ته لارښوونه وشوه چې د کندهار په لور د تگ لپاره دې یو موټر چمتو کړي. گومان کوم دغه لارښوونه وحید عبدالله ورکړه.

لږ شېبه وروسته صاحبجان راغی او خبر یې ورکړ چې موټر چمتو دﺉ. ددغه خبر په اوریدلو وحید عبدالله زینو ته نیږدې ولاړ او په لوړ غږ یې وویل :" راشـﺊ!" د کورنۍ ټول غړي په ځغاستو ځغاستو له زینو راکښته شول. د ولسمشر ماندینه میرمن زینب داؤود چې تر ټولو مخکې ولاړه وه او کله چې کندهار ته د تگ په اړه خبره شوه ، ولسمشر ته یې وویل : " زه نه ځم. ته ولاړ شه چې مهمه ده." د میرمن زینب موخه دا وه چې د ولسمشر یوازې تگ به هغه ته آسانتیا رامنځته کړي. ددغو خبرو له څو ځلي تکراریدلو وروسته ، ارواښاد ولسمشر زړه نا زړه له خپله ځایه پاڅېد ؛ د بالاپوښ اغوستلو او خولۍ پرسرکولو په شېبه کې ډیرستړی او لالهاند ښکاریده.

ولسمشر له دروازې ووت او د هغه ترشا ټول ولاړ کسان هم وخوځېدل. له دې چې موټر د دروازې څنگ ته ولاړ یو شمیر له دروازې ور سره ووتل او نور په دالان کې ودریدل. زه د هغو کسانو په ډله کې وم چې د ولسمشر ترڅنگ ول.

د موټر دروازه لا نه وه خلاصه شوې چې د ارگ (د گلخانې ماڼۍ ته له مخامخ ودانۍ) د جومات له لوري د ونو له منځه لومړی د توپک یو ډز او له هغه وروسته بل ډز وشو او مردکي د گلخانې د ماڼۍ په کاڼو ومښتـل. ما واوریدل چې ارواښاد داؤود خان وویل : " اولا!" او په بیړه د ارگ د گلخانې د دروازې پر لور وخوځید. موږ هم ورپسې وخوځېدلو. د توپک پرله پسې ډزې خپرې شوې پاتې کسانو هم په تښتېدلو واښو واڼو په موږ پسې را وځغستل او د دالان ښي او کیڼ لوري ته یې د ځان د ساتنې او خوندیتوب لپاره ځای لټاوه.

د ماشینگڼو ډزې له هرې خوا خپرې شوې او دالان ته د راننوتلو لاره ، زینې او د زینو دیوالونه تر ټینگ اور لاندې ونیول شوې. په همدغې شېبې کې د دالان څراغ ټوټې ټوټې شو او ټوټې یې هرې خواته خپرې شوې. ساتونکې مې ولید چې پرځمکه پریوت ، ودانۍ تیاره شوه او سور قیامت بل شو. له هغه وروسته د ماشینگڼو ډزې بندې شوې، کراري شوه ، د آرامۍ یوه لنډه شېبه را ورسیدله. ټولو د یوه تاندې سا کښلو لپاره داسې یوې شېبې ته اړتیا درلودله .

له کړکیو څخه د پیکه روښنایۍ تر رڼا لاندې د ټپي شویوکسانو په لټه کې شوم. نظام الدین غازي زما ترڅنگ ولاړ وو ، هرې خواته یې په تر هورو سترگو کتل او هڅه یې کوله چې ټپیانو ته مرسته ورسوي. له هغه مې وپوښتل : " ښاغلی ولسمشر څنگه دﺉ ، چیرې دﺉ ؟" هغه وویل :" شکر ښه دﺉ او په شاتینۍ کوټه کې دﺉ."

په دې شېبه کې د میرمن زینب داؤود غږ مې واورید چې ویل یې : " راشی ، مرسته وکړﺉ!" نظام الدین غازي په بیړه له ځایه پورته شو او پیغله زرلښته داؤود یې چې په پښې ټپې شوې وه په غیږ کې ونیوله. د کورنیو چارو وزیر مې ولید چې خپله کوشنۍ ماشینگڼه یې د خونې د بخارې له پاسه په کوپه (تاقچه) کې کښیښودله او له لاسه یې وینې بهېدلې.

ټول په لالهانده سرگردانۍ کې ډوب ول او زه نه پوهیدم چې څه وکړم ، د چا خبر واخلم ، چیرې ولاړ سم او له چا سره مرسته مرسته وکړم. زه نه پوهیدم چې څنگه او ولې نه یم ټپي شوی او روغ رمټ پاتې شوی یم. توره تیاره وه ، کله به ودریدلم او کله به کښیناستم ، گرد چاپیره مې څه نه لیدل. نه پوهیدم چې څومره وخت همداسې تیر شو. د نهیلیو څپو مې پرمخ منگولې لگولې او گومان مې کاوه چې هرڅه له لاسه تللي دي.

په دغه شېبه کې زما سترگې په ارواښاد محمد نعیم ولگېدلې چې زما له مخه تیر شو او کړکۍ ته نیږدې په ډیرې خوارۍ او سختۍ پر څوکۍ کښیناست. په ډیرې کرارۍ د هغه څنگ ته ور نیږدې شوم او ومې پوښتل : " څه وکړو؟ آیا سپین بیرغونه پورته کړو؟" هغه په بشپړې نومیدۍ او ډیر ټیټ ټپي غږ وویل : " هر څه مو چې زړه غواړي ، ویې کړﺉ." څو شېبې وروسته پوه شوم چې هغه هم ټپی شوی وو.

د لالهاندو او ځپلو گومانونو زبیښونکو منگولو زبیښلم. د گارد بولندی صاحبجان مې چې لویه ورځ یې پوځي جامې په ځان کې وې ، په ملکي جامو کې ولاړ ولید. په بیړه د هغه څنگ ته ور نیږدې شوم او و مې پوښتل :" څه خبره ده؟" د هغه پرمخ چې ترخې موسکا په بیرحمۍ منگولې ښخې کړې وې وویل :" اوس چې د گارد له منځه خیانت را پیل شوی دﺉ ، زما له لاسه هېڅ نه کیږي." ( هغه چا چې ډزې کړې وې د عبدالمجید په نامه د گارد یو تن افسر وو او په دې خبره زه د څرخي پله په زندان کې پوه شوم) صاحبجان وویل : " ما دغه خبره ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کړه." صاحبجان هغې خونې ته د سرپه ښورولو پوه کړم چې ولسمشر هلته وو. له هغه وروسته یې ماته د خدای په امانۍ لاس راکړ او ولاړ.

صاحبجان یو ډیر ښه رښتونی او سپیڅلی سړی وو. هغه له خپل ځواک ، د ولسمشرۍ له گارد ، سره یو ځای د سهار له لومړیو بیا د هاغې تورې شپې تر وروستیو شېبو پورې د هیواد او ولس د دښمنانو پر وړاندې په میړانۍ او سرښندنې مقاومت وکړ. صاحبجان یوه شوبله په خپل لاس په توغندیو له منځه وړې وه ؛ د عزیز په نامه د جنرال عارف خان وراره غوښتل په همدغې شوبلې د ارگ دروازه والوزوي. د گارد دټپیانو شمیره هم لوړه وه.

کله چې د گارد بولندوې د دالان له دروازې ووت ، زه پورته په زینو وختلم او غوښتل مې د ولسمشر د کار له دفتر څخه له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسم چې د خپلو کوشنیانو خبر واخلم. د ښاري ټلفونونو ځالگۍ شنډه شوې وه. ما د ولسمشر د کار د دفتر ترشا د ټلفون یوه بله کوشنۍ ځالگۍ ځای پرځای کړې وه چې د ښاري ټلفونونو له ځالگۍ څخه یې جلا کار کاوه او ولسمشر کولای شوای له خپلو نیږدې همکارانو سره د دفتر او کور له لارې اړیکه ټینگه کړي. له دې کبله نوموړې تلفوني ځالگۍ کار کاوه.

کله چې دفتر ته ننوتلم ، میرمن زهره نعیم راته وویل : " د ودانۍ تر شا یو ځای اور اخیستای دﺉ." د ولسمشر د دفتر ترشا کوټې ته ولاړم. له هغه ځایه مې ولیدل چې د ارگ د کالیو او جامو یو زیرمتون د وسلو د اور په درَب کې اور اخیستای وو او سوځېده. خپل کورته مې ټلفون وکړ. لس کلنې لور مې ټلفون پورته کړ. له هغې مې وپوښتل :" څنگه یاست" هغې ځواب راکړ:" ښه یو تر ده به بد نور څه حال وﺉ؟" په یاد مې نه راځي چې له چا سره مې نورې خبرې کړې وي.

له دفتره راووتلم او له زینو کښته شوم. په دالان کې ، د غونډو په خونه او د هغه ترڅنگ خونې کې چې دروازې یې خلاصې وې ، څوک ولاړ او څوک ناست په سترگو کېدل. توره تیاره وه ، د چا مخ مې نه شوای لیدای. یوازې دومره پوه شوم چې ارواښاد محمد نعیم په خپل ځای کې ناست دﺉ. له ځان سره مې وویل: آیا ولسمشر وگورم؟ هغه به چیرته وي؟ که ورشم و نه ځوریږي؟ څه ورته ووایم؟

په همدغو سوچونو او اندیښنوکې ډوب د غونډو د خونې ترڅنگ کوټې ته ننوتلم. د کړکۍ له لارې د راغځېدلې پیکه رڼا په روښناییۍ کې مې کولای شوای مخونه و پیژنم. د کابینې څوتنه غړي هلته ناست ول.

څو شېبې ټول چوپه خوله ناست وو. وروسته د کانو او صنایعو له وزیر تواب آصفي سره له ودانۍ دباندې ووتلم. نه پوهیږم موږ پسې څو تنه نور را وخوځېدل. څو شېبې د ودانۍ گردچاپیره وگرځېدلو. د شپې لس بجې وې. له ساتونکو پرته د هېڅ چا څرک نه لگیده.

په یاد مې دي چې د تورې تیارې په چوپه چوپتیا کې سپوږمۍ ځلیدله ، نرمه هوا چلیدله او گونکې مرگونې چوپیتا په هر چا خوله لگوله. احساس مې کاوه چې دغه چوپتیا د یوې سترې او بدمرغې پیښې زیږنده ده. نهیلۍ ټول چاپیریال په خپلو منگولو کې داسې په ټینگه زبیښه ته به وایې چې دغه شپه پای نه لري. چاپیریال د لالهاندو سرگردانیو او فکري تمرکز په نشتوالي کې ډوب وو. د همدغې تورې شپې په زړه کې څوک د ودانۍ په لاندیني پوړ، څوک په پورتني او څوک هم له ودانۍ د باندې ناست ، پروت او یا د گام وهلو په حال کې وو او د راپیښېدونکې پیښې لپاره د ټولو سترگو لارې څارلې.

د سهار د روښناییۍ څرک راښکاره شو. د کلابندۍ کړۍ ماته شوې وه. کمونیستان ارگ ته دننه راننوتل ، په لومړي گام کې یې د کابینې وزیران ونیول. د مالیې او کورنیو چارو وزیران چې وسله وال ول له ولسمشر سره پاتې شول. په همدې شېبه کې د گلخانې او جومات ترمنځ سیمې کې پوځي قطعه را ورسیدله او په یوې قومانده د ښادۍ له ډزو وروسته ماڼۍ ته ننوتل.
څو شېبې وروسته ، د ویروونکو مرمیو گړزهار کټ مټ لکه دا چې د څو کلاشنیکوفونو شاژورونو په یوه ځل تش شي واوریدل شول او بیا مرگوني چوپتیا چې د هیواد د بدمرغۍ پیلامه وه خپره شوه. افغانستان له هماغو شېبو وروسته تر نن پورې د خپل تأریخ په ناپایو تیارو ورځو کې ډوب دﺉ .

په دې توگه د هیواد د تأریخ پرتندي د پلرني ټاټوبي د مینې په لاره کې ستره سرښندنه او قرباني د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې په اتمه [۱۹۷۸زکال ، د اپریل ۲۸] ولېکل شوه. دغه سرښندنه د افغانستان د تأریخ دوه تنو سترو نومیالیود خپلو گرانو کورنیو د غړیو په گډون د سر په وینو په لاس کې واخیستله. په دغې وینې بهونې کې د ارواښاد محمد داؤود په گډون د هغه د کورنۍ اتلس تنه غړي په شهادت ورسیدل. اروا دې ښاده او سپیڅلی جنت دې ورپه برخه وي!

په دغه اور کې سید عبدالله هم وژل شوی وو. د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر چې د پرون شپې په اور کې ټپي شوی وو ، د روغتون څلورسوه بستریزه روغتون ته ولیږل شو او هلته یې ځان حق ته وسپاره. عمر داؤود او خالد داؤود د پرون شپې په ډزو کې له ټپي کېدلو وروسته وژل شوي ول.

د لمر رڼا هر لور خپره وه خو ما گومان کاوه چې زما ټول چاپیریال په توره تیاره کې ډوب او ژوند خپله مانا له لاسه ورکړې ده. ماته یې اوس پروا نه کوله چې څه به را پیښیږي.

د ارگ د ټلفون په مرکز کې موږ تر څارنې لاندې ونیول شوو او په چوپه خوله مو یو بل کتل. ټول په نومیده او دړې وړې توگه د ړندې ترهگرۍ په لوموکې زبیښل کېدلو. وخت په وژونکي سوکه توب تیریده.

د سرحداتو وزیر عبدالقیوم مې و لید چې د یوه سرتیري په بدرگه کوټې ته راوستل شو او ویې ویل چې د گارد له بولندوی صاحبجان سره په حرمسرای کې دننه وو. له هغه وروسته یو پنډ او غښلی سړی خونې ته ننوت ، ټول یې له سترگو لاندې تیر کړل او له کوټې ووت. لږ شېبه وروسته هماغه سړی (څو موده وروسته څرگنده شوه چې د نوموړي سړي نوم اسدالله سروري وو او دی هماغه سړی وو چې د تره کي د ضبط احوالات د ادارې مشر چې [د افغانستان د گټو د ساتلو اداره] نومیده و ټاکل شو او په زرگونو زرگونو بې گناه کسان یې د وژلو لومو ته ولیږل) او یو بل افسر چې سرې سترگې یې گاټي وتلي وې ، کوټې ته راننوتل.

نوموړی افسر چې په کلاشنیکوف یې برچه هم سپره وه د کوټې په یوه گوټ کې و دَرید ، کلاشنیکوف یې زموږ پر خوا را تاو کړ او ویې ویل :" لاسونه مو پورته کړﺉ!" افسر چې ډیر توغمناک او قهرولي ښکاریده د کرهڼې له وزیر عزیزالله واصفي څخه و پوښتل :" باختري صاحب چې د هډې په فارم کې تاسو ته میلمستیا ( په هغه وخت کې چې واصفي د ننگرهار والي وو) درکړې وه ، ولې رانغلې ؟ واصفي وویل: " وروره ! د چا یې پرې څه؟ زړه مې ونه غوښتل ، وَرَنغلم."

د همدغو خبرو په ترڅ کې اسدالله سروري زموږ د هریوه پلټنه پیل کړه. سروري ډاکټرعبدالمجید خان ته وویل " د دربار وزیر صاحب !" ما د سروري خبره ور سمه کړه او مې ویل : " ددولت وزیر". سروري وویل :" پروا نه لري . له یو بل څخه کوم توپیر نه لري". سروري ددې په ویلو غوښتل څرگنده کړي چې د جمهوریت او شاهي رژیمونه له یو بل څخه توپیر نه لري. . تواب آصفي ته یې د " سردار صاحب" په ویلو ، وویل: " په یاد مو دي چې ستاسو د چورلکې پیلوټ وم؟ (ښایي کوم وخت یې آصفي د هیواد لویدیځو سیمو ته بیولی وو). کله چې ما ته را نیږدې شو و یې ویل: " تاسو ولې داؤود خان ته ونه ویل چې تسلیم شي؟ هغه به تل ویل چې ستاسو خبره مني " ( د سروري دغه خبره زما غوږته آشنا ښکاره شوه. کله چې عبدالقیوم د کانو او صنایعو وزیر وو ما ته یې ویلي ول چې [رهبر] ستاسو خبرې ا َوري. د سترگو په رپ کې دا خبره مې پخه په زړه را پریوتله چې قیوم له دوی سره اړیکه درلودله. کله چې د څرخي پله په زندان کې بندي وم خبر شوم چې عبدالقیوم له خلقیانو او ښځې یې میرمن معصومې وردک له نور محمد تره کي سره نیغې اړیکې درلودلې).

چوپه خوله پاتې شوم او څه مې ونه ویل. عبدالله عمر زما ترڅنگ ولاړ وو ، سروري ورته نیږدې شو او د بنز موټر کیلي یې ورڅخه واخیستله او ویې ویل : " اوس زموږ وار دﺉ چې د موټرانو سوارۍ وکړو". په همدې ترڅ کې مې ولیدل چې د کورنۍ روغ او ټپي غړي د دروازې له مخې تیریږي او د محمد عمر نور ماندینه میرمن سلطانه نور د نورو ترمخ روانه ده. د نظام الدین کوشنیان زهرا او داؤود مې ولیدل چې دواړه ټپیان شوي ول.

کله چې د میرمن سلطانې نور سترگې په ما ولگېدلې ، و دریدله او د لاس په اشاره یې را ته وویل : " ټوله گناه د دوی ده. هغوی چنواري کړﺉ!" د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه خور او د ولیعهد سردار احمد شاه خواښې گومان کاوه چې زه د چنگاښ د شپږویشتمې [۱۹۷۳زکال د جولای ۱۷] د پاڅون د لاملینونو له ډلې څخه یم.

زموږ له پلټلو وروسته اسدالله سروري له خپلو ساتونکو سره له خونې ووت. موږ تر ډیرې مودې پورې سترگې په لار کښینول شوو. سروري بیا له دوه تنو ساتونکو سره بیرته راغی او د دروازې څنگ ته دوه تنو ناستو کسانو ته یې د لاس په نغوته وویل : " تاسو او تاسو" او دواړه یې له ځان سره بوتلل.

سروري د هرو لسو یا پينځلسو دقیقو په ترڅ کې راته او یو یا دوه تنه به یې له ځان سره بوتلل. زما او د ډاکټر عبدالرحیم نوین وار را ورسید. موږ په موټر کې کښینول شولو او ددفاع وزارت ودانۍ ته یې بوتلو او نیغ په نیغه یې د ودانۍ ځمکلاندې برخې ته یوه ځای ته چې د دفتر په شان ښکاریده بوتلو. نور کسان هم هلته ول.

ماسپښین مهال چې وو سروري کوټې ته راغی او له ماسره یې خبرې پیل کړې. ما له سروري څخه و پوښتل : " د ولایتونو حالت څنگه دﺉ؟ " هغه وویل : " کابل مرکز دﺉ . مرکز چې تسلیم وي ، په ولایتونو کې ستونزه نه وي." بیا مې له هغه وپوښتل :" شهیدان کله خاورو ته سپارل کیږي؟" هغه وویل : " لومړی داؤود خان او نعیم خان غیابي محاکمه کیږي." هغه نظام الدین غازي نه پیژانده. کله مې چې هغه ور وپیژانده ویې ویل : " حیف د هغه د ځوانۍ!"

سروري وویل : " نعیم خان زموږ یو تن ملگری ټپي کړی دﺉ." او زیاته یې کړه : " د گارد له بولندوی صاحبجان څخه مې وپوښتل چې ولې مو مقاومت وکړ؟ هغه وویل : خبر نه وم (په بله مانا چې) کمونیستان په پیښه کې ښکېل دي."

هغه په دېري توندي او جدي ژبې وویل: " که نن نه وای تسلیم شوﺉ ، په پام کې نیول شوې وه چې یو پینځه سوه کیلویي بمب پر ارگ را وغورځول شي. پوهیږﺉ چې پینځه سوه کیلویي بمب څه کوي؟ ارگ به یې له خاورو او دوړو سره په هوا کړﺉ واي."
له هغې ورځې وروسته مو بیا سروري ونه لید. څو وخته وروسته له یوه تن سرتیري څخه چې د شهیدانو د ساتونکو له ډلې څخه وو خبر شوم چې د شهیدانو مړي یې د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته سپارلي دي. اروا دې ښاده وي.

د غوایي د اتمې د ماسپښین په یوه بجه [۱۹۸۷ د اپریل ۲۸] د ډوډۍ خوړلو لپاره یوې لویې خونې ته بوتلل شوو. په خونه کې ډیر لوړ پوړي چارواکي ، د پوځ او پولیس افسران لیدل کیدل. یوه په زړه پورې سړي چې زما پام یې ځانته را واړاوه جنرال محمد عظیم وو چې له تقاعد څخه له لاس په سرکېدلو وروسته د کندهار د قول اردو د بولندوی په توگه ټاکل شوی وو. ( د غوایي له میاشتې څو مېاشتې مخکې ما کندهار ته سفر کړی وو. د لښکرکوټ د ودانۍ د کتلو په ترڅ کې جنرال عظیم راته وویل :" زما سردې له [رهبره] ځار وي" او خپل لاس یې په ټینگه پر ټټر واهه خو اوس یې د کندهار د والي ایوب عزیز له ټینگار څخه په سترگو پټولو یوه بشپړه قول اردو د ولس او هېواد دښمنانو ته سپارلې وه.)

دورځې په اوږدو کې ابراهیم مجید سراج ، غوث الدین فایق چې په پکتیا کې ول ، وحید عبدالله چې تیره شپه له تیمورشاه آصفي او د باز محمد خان له زوی مجید یاور سره له ارگه وتلي ول هم زموږ په ډله کې را زیات شول. وحید عبدالله ماته وویل :" پرون شپه د فرید رشید کورته ولاړم او غوښتل مې پاکستان ته ولاړ شم خو راته ډیره خطرناکه وه ، ونه شوه."

دا ورځ هم په همدې ډول تیره شوه. د ماښام ډوډۍ د دفاع د وزارت د ډوډۍ خوړلو په خونه کې جوړه شوې وه. په خونه نور کسان هم چې د غوایي په اتمې نیول شوي ول لیدل کیدل. له هغې ډلې څخه محمد رحیم د پخواني پاچا ناظم چې د خوب په بالاپوښ کې لیدل کیده ، زما پام یې ځانته را واړاوه. ولي جان یوسف هم د خوب په جامو کې لیدل کېده.

د بیدیدلو لپاره یوې لویې خونې ته بوتلل شوو. ټولو بندیانو ته پوځي کمپلې ورکړل شوې. ټول پر ځمکه پریوتل چې بیده شي. سباسهار بیا د ډوډۍ خونې ته د سبا ناري لپاره ولاړو. له سباناري وروسته بیرته ترځمکلاندې خونو ته راغلو. پریمینځل او تشناب ته تگ خورا زیات ستونزمن وو ځکه د دفاع د وزارت د ودانۍ د اوبو ټانکۍ د شوبلې د مرمۍ له امله چې د ودانۍ کیڼې خواته لگیدلې وه زیانمنه شوې وه. د تشنابونو د پاکۍ حالت ډیر بد وو.

لومړۍ اونۍ په همدې ډول تیره شوه. د ورځې په اوږدو کې به تل خلقیان او پرچمیان زموږ خونې ته راتلل او کمونیستي ببولالې به یې ویلې. کله به چې د سباناري او د غرمې د ډوډۍ لپاره د ډوډۍ خونې ته تللو د ارگ خواته له پاسنیو کړکیو مو لیدل چې خلک ډله ډله ارگ ته ننوځي ځکه چې کمونیستانو د ارگ او دلکشا دروازې د خلکو پرمخ پرانیستلې وې.

د راډیو له لارې اوریدل کېدل چې د ارگ دننه خبریالان خلکوته وایي چې : " دا ظلم او خپل سرۍ ماڼۍ وه". هغوی د خلکو د تیرایستلو لپاره څو دانې ځنځیر او زولنې نندارې ته ایښودلې وې او زیاتول یې:" اوس دلته هېڅ بندي نشته" او ویل به یې:" تیره اونۍ په دغې ماڼۍ (دلکشا) کې د شپې بانډارونه او نڅاوې وې."

دغو خبریالانو چې تر پرون پورې یې د جمهوریت لپاره خپل ستوني څیرل نن له هماغه ستوني د هیواد او ولس د دښمنانو لپاره چیغې وهي.

جمعه محمد محمدي چې د کابینې غړی وو ، په خپله ژبه یې په بدو او سپکو ویلو پيل وکړ.( هغه له خلقیانو سره اړیکه درلودله). جنرال شاهپور احمد زی چې د ولسمشر د ډیر ډاډ وړ سړی وو او د حربي پوهنتون د بولندوی په توگه ټاکل شوی وو پښې یې د کمونیستانو له بړستنې را ووتلې. لنډه دا چې هر څه چې لیدل او اوریدل کېدل له ډیرې ژورې خواشینۍ سره په ککړتیا نغښتي ول.

د غوایي د مېاشتې په شپاړلسمه د پیلنۍ "شنبې" په ورځ [۱۹۷۸زکال د مې ۶] ډاکټر عبدالمجید ، ابراهیم سراج او محمد خان جلالر له زندانه خلاص شول. ډاکټر عبدالمجید څو وخته وروسته بیا بندي شو او تر یوې مودې پورې له موږ سره په څرخي پله کې وو. د لوړو او مسلکي زده کړو وزیر صدیق محبي په دویمه یا دریمه ورځ له بنده خلاص او کور ته ولیږل شو.

د غوایي د مېاشتې په نولسمه نیټه د منځنۍ "سه شنبې" په ورځ [۱۹۷۸ د مې ۹] د عسکري کلوپ آمر عبدالعلي چې نور محمد تره کي د کابل د امنیۍ د بولندوی په توگه ټاکلی وو زموږ کوټې ته راغی او له ځمکې او آسمانه یې په گز او پل او اوتو بوتو را پیل کړه او ویل یې چې ده ته دنده سپارل شوې وه چې ارگ ته د داؤود خان د نیولو لپاره ورشي ، خو په وروستنۍ شېبه کې تره کي د هغه د تگ مخه ونیوله او ویې ویل :" بل څوک اوستوم ، تاته به تاوان ورسیږي" هغه وویل :" نن د مازدیگر په څلورو بجو انقلابي شورا په صدارت کې غونډه لري او ستاسو د برخلیک په اړه پریکړه کیږي." ( نوموړی په لوگر کې د مجاهدینو له پلوه ووژل شو)

د شپې نهه بجې شا او خوا کله چې د ماښام د ډوډۍ له خوړولو وروسته بیرته راستانه شوي وو د خونې دروازه خلاصه شوه او د ډاکټر محمد حسن شرق یو ملگری خلیل د مرکزي کمیټې غړی او د مهتاب کلا د توپچي غـُـنـډ بولندوی را ښکاره شو. ( د تاج بیگ د غونډۍ ماڼۍ د غوایي د مېاشتې په اوومه [۱۹۷۸ د اپریل ۲۷] د توپچي ځواک تر اور لاندې راغلې وه). خلیل د عدلیې وزیر وفي الله سمیعي ته چې په کوټه کې گرځېده ، وویل : " ښاغلی وزیر! تاسو راځی او خپل بکس هم در سره واخلی." وحید عبدالله وویل: " خلیل جانه ، دا دﺉ د مخابراتو وزیر هم دلته دﺉ" د هغه موخه دا وه چې که د خلیل پام ماته نه وي شوی ، نو له ما سره دې روغبړ وکړي. وحید عبدالله له خوشحالۍ خندل او گومان یې کاوه چې اوس ټول بندیان خلاصیږي.

د وفي الله سمیعي له تللو لنډه موده تیره شوې وه چې خلیل بیا دروازه خلاصه کړه او دا ځل یې وحیدعبدالله ته لاس و ښورواوه او ویې ویل:" ښاغلی مرستیال! تاسو راځی او خپل بکس هم در سره را واخلی." وحید عبدالله په ډیره خوشحالۍ او خندا له ځایه پورته شو او له در وازې ووت. سبا ماښام د یوې راډیویي مرکې په ترڅ کې د نورمحمد تره کي له خولې مو واوریدل چې : " وحید عبدالله په ارگ کې د مقاومت په لړ کې وژل شوی دﺉ."

په دې توگه د بندیانو لومړۍ ډله و حید عبدالله ، وفي الله سمعیي ، جنرال عبدالله روکی ، جنرال عبدالقدیر خلیق ، محمد رحیم او یو شمیر نور د وژونو لومو ته ولیږل شول.

محمد موسی شفیق ، د دفاع وزیرغلام حیدر رسولي ، ستر درستیر جنرال عبدالعزیز ، د قوای کار بولندوی جنرال عبدالوهاب د کودتا په لومړۍ ورځ اعدام شوي ول. د ولسمشرۍ د گارد بولندوی صاحبجان د غوایي د مېاشتې په اتمه [ ۱۹۷۸ز کال د اپریل ۲۷] د ارگ د کلابندۍ له ماتیدلو وروسته اعدام شوی وو."

اخځ :
( د "قــيام و جــمـهـوريت بيسـت و شش سـرطان سـيزده پنجـاه و دو هــجــري شمـسـي" [۱۹۷۳ د جولای ۱۷] د کتاب له ۲۴ تر ۳۲ پاڼې پورې. لیکوال او ټولگه د : دیپلوم انجنیر کریم عطایي ، دویم چاپ ، ســنت گلن، سـويتزرلند، 2004)
[][]
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery