مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (اتلسمه برخه )


اتلسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] دلته وګورئ. . .


فـضـل الـرحـمـن تاجـیار
" د خلقي او پرچمي باغیانو پر وړاندې د افغانستان د جمهوري ارگ دفاع" ، د محمد داؤود د جمهوري ارگ د اپراسیون د آمرفضل الرحمن تاجیار د خبرو سرلیک دﺉ. دغه د لومړي لاس یادښت لېک په کلیفورنیا کې د " مجاهد ولس" د خپرونې له بنسټ ایښودونکي او چلوونکي محمد حسن ولسمل سره د یوې مرکې په ترڅ کې په [ ؟] گڼه /ورځ/ مېاشت/ ۱۹۹۴ز کال کې خپور شوی دﺉ.

موږ د ښاغلي تاجیار خبرې دلته د هغه له اجازې پرته لږ څه را لنډې کړې او غټ غټ ټکي مو ورڅخه اخیستي دي. ددغه یادښت بشپړه بڼه کولای شی: www.dawatfreemedia.org ولولـﺊ او موږ هم له همدغه ځایه په پورَونې را اخیستی دﺉ.



"د ارگ ساتنه "
کله چې د غوایي په اوومه [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] د شوروي اتحاد په نیغ ملاتړ په افغانستان کې د غوایي کودتا کیدله زه جگتورن فضل الرحمن تاجیار د شهید سردار محمد داؤود خان د جمهوري گارد رﺋـیس ارکان او د اپراسیون آمر وم. پر ارگ د کمونیستو کودتاچیانو د برید له پیله ما په خپله د ارگ په وسله واله مدافعه او د مدافعې په سمبالولو کې برخه اخیستې او د جمهوري ریاست د غمړلې پرځېدنې ترپای پورې ددغې ناورین ځپلې تأریخې پیښې شاهد وم.

د گارد افسران : ضیا مجید د جمهوري گارد بولندوی ، جگتورن عبدالحق علومي د کشف آمر، جگړن سید جان او تورن محمد عزیز حساس پیژندل شوي کمونیستان ول. یو شمیر نور افسران چې یا د خلق او پرچم په چوپړ کې ول اویا یې له مخورو کسانو سره نیږدې پیژندگلوي درلودله، د گارد د ساتونکو په ډله کې ول.

په خپله ولسمشر او د دفاع وزیر د دغو کسانو موخو ته په پاملرنې یو څه مودې مخکې د گارد په قطعه کې د هغوی پر شتون په شک کې لویدلي ول. له دې امله ضیا مجید یې له گارد څخه لیرې کړ او د هغه پر ځای یې صاحبجان چې له هېڅ اړخ سره یې تړاو نه درلود د گارد مشرپه توگه و ټاکه.

د گارد نوي بولندوی صاحبجان چې ظاهرأ غاړه ایښوونکی او پازپیژانده �دنده پیژندونکی� ښکاریده د (خلق د ډلې له یو لوړپوړي غړي) شیرجان مزدور یار سره یې نیږدې اړیکې درلودلې. ښایي دغه به شخصي اړیکې وې. هرگوره ، د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په نااغیزمن مقاومت کې ددغسې کسانو شتون بې اغیزې نه وو.

له دغې ډلې څخه یو شمیر کسانو لکه عبدالحق علومي او سید جان زما تر مخه دوه مخیزې ونډې لوبولې. یوه ورځ د گارد بولندوی له گارد څخه د عبدالحق علومي ، سید جان او عزیز حساس د شړلو په اړه زما د لید لوری غوښتنه وکړه. ما وویل : " دا په تاسو او د ښاغلي ولسمشر په پریکړې پورې اړه لري." وروسته څرگنده شوه چې ولسمشر د هغوی د بدلون پریکړه ځنډولې وه. پاتې دې نه وي چې د گارد د افسرانو په منځ کې یو شمیر ښي لاسي اورپکي افسران هم ول.

د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې د کودتا تر ورځې د جمهوري گارد د قطعې په جوړښت کې دوه پلي کنډکونه ، د دافع هوا ژغورونکی د ماشینگڼو ټولی او د مخابرې ټولی په لاندې ډول ول :

د سوق او ادارې ډله : د قطعې بولندوی : جگړن صاحبجان /د قطعې د بولندوی مرستیال او د اوپراسیون آمر: جگتورن فضل الرحمن تاجیار/ د اوپراسیون مرستیالان : جگړن سید جان ، تورن عزت الله ، تورن ظاهر او تورن حمیدالله د سپورت آمر/ د کشف آمر: جگتورن عبدالحق علومي / د کشف مرستیال : ..../ د مخابرې آمر: جگتورن آقا محمد / د مخابرې ټولی : د ټولي بولندوی : تورن عبدالفتاح / د انضباط بلوک : د بلوک بولندوی: جگتورن فضل احمد/ د اور وژنې بلوک : د بلوک بولندوی: تورن خواجه عبدالمجید/ داور وژنې د بلوک ضابط : بریدمن ببرک.

د اکمال ډله: د لوژستیک آمر : جگړن عبدالغفور/ د تخنیک آمر: جگړن ذاکر/ د روغتیا آمر جگتورن ډاکټر لالا جان/ د پیژند مدیر: جگړن عبدالرحیم شادان / د موزیک ټولی : جگتورن عبدالسمیع ابوي/ د نقلیې ټولی: تورن عبدالحفیظ

لومړی پلی کنډک : د کنډک بولندوی : ډگرمن محمد سرور/ لومړی پلی ټولی: د ټولي بولندوی: تورن عزیزحساس / دویم پلی ټولی: د ټولی بولندوی: تورن غلام رباني/ دریم پلی ټولی: د ټولی بولندوی: تورن محمد اکبر/ د درندو ماشینگڼو بلوک: د بلوک بولندوی: تورن ضیأ الدین

دویم پلی کنډک : د کنډک بولندوی: جگړن محمد عزیز/ لومړی پلی ټولی: د ټولي بولندوی: تورن محمد صدیق / دویم پلی ټولی: د ټولي بولندوی: جگتورن محمد ظاهر/ دریم پلی ټولی: د ټولي بولندوی: جگتورن محمد نادر/ د درندو ماشینگڼو بلوک: د بلوک بولندوی زلمی

مرستندویه جزوتام: د دافع هوا ماشینگڼي : د ټولي بولندوی : جگتورن دایان / د افسرانو ، بریدگیو او د جمهوري گارد د قطعې د سرتیرو ټوله شمیره: یو زرو او شپږ سوه تنه

د سترگو لیدلو پیښې
د غوایي د کودتا له پیښې څو ورځې مخکې میر اکبرخیبر د یو شمیر ناپیژندل شویو کسانو له پلوه وژل شوی وو. کمونیستانو د سمبال شویو لیکو په ترڅ کې چې شمیر یې زرگونو کسانو ته رسیده د جنازې لمانځنه تر سره کړه. دغه لیکې د " مړه دې وي پانگوالي" د شعار په ورکولو د امریکا د سفارت له مخې د جمهوري ارگ پرلور په خوځښت راغلې. کله چې د ارگ مخې ته را ورسیدلې، د جمهوري ارگ د اوپراسیون آمر سیدجان او د کشف آمر عبدالحق علومي دواړه له اجازې پرته د گارد ختیځې دروازې ته ولاړل او د پیښې د لړۍ ننداره یې کوله. د ارگ له مخې ددغو لیکو تیریدنه حکومت ته د یوه څرگند گواښ او اخطار په توگه وو.

د خیبر د مړي له ښخولو وروسته ، ما د گارد له بولندوی صاحبجان سره نوموړی خبره یاده کړه. هغه د ترلاسه شویو راپورونوپر بنسټ وویل: " ددغو لیکو گڼ شمیر کسان د چاردهي د ولسوال ( د داؤود خان د ناظر د باز محمد خان د مشر زوی) جاسوسان او یو شمیر یې د کورنیو چارو د وزارت ، د دفاع د وزارت او ملي مصؤونیت مخبران ول. څارگرو څانگو ددغې ډلې گڼ شمیر کسان د حکومت ور لیږل شوي کسان بلل او په دې توگه یې چارواکي غولول چې روان اکر وکر ته په کلکه او جدي توگه ونه گوري.

د وزیرانو د غونډې د پریکړې پربنسټ د نورمحمد تره کي ، ببرک کارمل او دهغوی د ډلې ټپلې د نیولو د امر له ورکړې وروسته ، د گارد بولندوی امر وکړ چې شپه په قطعه کې پاتې شم. د دفاع د وزیر ډگر جنرال غلام حیدر رسولي د امر پر بنسټ د غوایي اوومه [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] د تره کي او کارمل او د هغوی د پلویانو د نیولو په ښادۍ کې د خوشالۍ د ورځې په توگه اعلان شوې وه.

د هماغې ورځې د سهار د اتو بجو په شا او خوا کې مې د اور وژنې د موټرانو غږ واورید. د پخوا په شان مې د کابل د ولایت د اور وژنې له نوکریوال څخه مالومات تر لاسه کړل. هغه وویل : " د بالا حصار په غــُنــډ کې اور رامنځته شوی دﺉ" . بولندوی صاحبجان ته مې ټیلفون وکړ، هغه په دفتر کې نه وو. څو شېبې وروسته هغه په خپله ټیلفون وکړ او ویې ویل: " د ریشخورو په اوومه فرقه کې د فرقې پربولندوی جنرال نظیم خان باندې برید شوی خو نوموړی تښتیدلی دﺉ. د فرقې رﺋـیس ارکان ډگروال قاسم خان ټپي دﺉ او هغه یې روغتون ته لیږدولی دﺉ."

په همدې ترڅ کې دگارد له منځه د ډز غږ واوریدل شو. وویل شول چې : د تورن عزیز حساس د ټولي یوه سرتیري په تیر وتنې ډز کړی دﺉ " دغه په لوی لاس ډز ، ښايي په ارگ دننه کمونیستانو د قطعې د سربدالۍ او ویرولو لپاره کړی وي.

د نهو بجو په شا او خوا کې د داؤود خان مرستندوی " یاور" بریدمن مجید (د بازمحمد خان زوی) د گلخانې له ماڼۍ ټیلفون وکړ او ویې ویل: " د ملي دفاع وزیر صاحب ټیلفون کړی وو او ویې ویل چې صاحبجان ته ووایاست چې له څرخي پله څخه درې ځنځیره شوبلې را خوځېدلې او د کابل د ښار پر لور را روانې دي." مجید خان په پای کې وویل : " قوماندان صاحب مې ونه موند ، له دې امله دغه خبرتیا مې تاسو ته در ورسوله."

د گارد د بولندوی په لټه کې شوم چې د دفاع د وزیر امر ورته ور ورسوم. د قطعې د پلټلو لپاره د اپراسیون له دفتره لاندې راغلم. کله چې د کانو او صنایعو وزارت ته مخامخ د گارد دروازې ته ورسیدلم ، د گارد بولندوی مې ولید.

د څرخي له پله څخه را خوځېدلې شوبلې د محمودخان له پله څخه په را تیریدا نیغ په نیغه د ارگ پر لور راتللې او په ډیره بیړه د دفاع د وزارت د ودانۍ مخ ته را نیږدې کېدلې. له دغو شوبلو څخه یوې یې د دفاع د وزارت پر ودانۍ ډز وکړ. شوبلې د ملي دفاع د وزارت له مخې په تیریدا د گارد ختیځې دروازې او بیا د چنگاښ د شپږویشتمې د څلور لارې پر خوا په خوځښت راغلې.

د قوای مرکز د ځواک رﺋـیس ارکان تورن جنرال عبدالعلي گارد ته ټلفون وکړ او ویې ویل : " دگارد د مرستې لپاره د بالاحصار له غـُنـډه مرسته در رسیږي." د گارد بولندوی چې له ختیځې دروازې څخه یې پیښې په سترگو لیدلې د ملي دفاع د وزارت د استخبارتو رﺋـیس ته ټلفون وکړ او د دفاع د وزارت پر ودانۍ د شوبلو د اور په اړه یې ورڅخه د مالوماتو غوښتنه وکړه. نوموړي په ځواب کې وویل: " ما گومان کړی وو چې شوبلې تاسو را بللې دي."

وروسته څرگنده شوه چې دغه شوبلې په اسلم وطنجار پورې تړلې وې. ویل کیږي چې د دفاع د وزارت پر ودانۍ لومړی ډز په خپله وطنجار کړی وو. له هغه وروسته د محمود خان د پله له لورې درې ځنځیره شوبلې د ارگ مخې ته را ورسیدلې او بیا د پښتونستان واټ پر لور ولاړې.

د گارد بولندوی ما ته امر وکړ چې شوبلې و دَرَوم. دا ځکه چې د شوبلو سرتیرو ته ویل شوي ول چې تاسو ته د کابل ښار په منځ کې د لاریون د مخنیوي لپاره دنده درکړل شوی او هغوی له کودتا څخه خبر نه ول. له دې امله شوبلې زما د لاس په ښورولو ودَریدلې او زما امر یې ومانه په دې مانا چې سرتیري له ټانکه دباندې را ووتل. هغوی مې د پلټلو لپاره گارد ته دننه ولیږل خو د شوبلو چلوونکي چې بریدگي ول او له کودتا خبر ول له خپلو شوبلو سره و تښتیدل. هغوی د پلان د وزارت مخ ته مورچل و نیو او د شوبلې پرسر په ايښودل شوې ماشینگڼې یې زما پر خوا ډزې پیل کړې.

زه یوازې وم، د بانک ودانۍ ته نښتی یو زیارت وو او د زیارت ترمخ د ونو په منځ کې پټ شوم. د ماشینگڼو د ډزو د اور په ترڅ کې زیارت ته ننوتم له هغه وروسته له دیواله پورته وختلم او گارد ته ننوتم.

د گارد بولندوی امر ورکړ چې د پلټلو یوه ډله دې وټاکل شي او له سرتیرو څخه دې پلټنې پیل شي. له دې چې د اضطرار حالت وو ما د سرتیرو د حبس امر ورکړ. د گارد له بولندوی سره یو ځای د ختیځې دروازې پر لور ولاړم. د ارگ پر لورد چنگاښ د شپږویشمتې له څلورلارې څخه د محاربوي ماشینونو د راتگ غږ اوریدل کیده. وروسته څرگنده شوه چې نوموړي محاربوي ماشینونه د څلورم زغره وال ځواک محاربوي ماشینونه دي.

دگارد بولندوی ماته امر راکړ چې نوموړي محاربوي ماشینونه و دَرَوم. کله چې د گارد د لومړي کنډک له بولندوی ډگرمن محمد سرور سره یوځای د محاربوي ماشینونو د لیکې پر لور و خوځیدم، و مې لیدل چې د محاربوي ماشین نښه ویشتونکی د وسلې میل زموږ پر لور را وڅرخاوه او موږ یې تر نښې لاندې و نیولو. ما او محمد سرورځای پر ځای پروت وکړ ، د محاربوي ماشین توغندی د بالاحصار پریوه زغره وال گاډي چې د مرستې لپاره راغلی وو ومښت چې د ډگروال سردار غلام صدیق زوی د نظام قراول د بریدمن غلام عثمان تندی یې ټپي کړ.

د گارد بولندوی پیښه په خپلو سترگو ولیدله او امر یې وکړ چې شوبلې تر اور لاندې ونیسم. د هغه د امر پر بنسټ " اور" مې پیل کړ. د جمهوري گارد زړه ورو ، میړنیو او مسلمانو سر تیرو محاربوي ماشینونه تر اور لاندې ونیول او شوبلو اور واخیست. ددغو محاربوي ماشینونو په منځ کې د جنرال عارف وراره عمر هم وو. هغه له نورو لسو تنو سره د اور په منگولو کې وسوځېد. له هغه وروسته د محاربوي ماشینونو تر شا دَریدلو شوبلو د گارد پر لور خوځښت پیل کړ.

ماجزو تامونو ته امر کړی وو چې تر بل امر پورې د ارگ پر لورهره راتلونکې شوبله یا بل ډول جنگي گاډی دې دړې وړې کړي. په نوموړو نښتوکې د گارد قطعې د کودتاچیانو اته شوبلې د کانو او صنایعو د وزارت د ودانۍ تر مخ ، د" افغانستان بانک" د ودانۍ د گوټ تر څنگ زیارت " د ارگ ختیځې دروازې او د چنگاښ د شپږویشتمې په څلور لاره کې له منځه تللې وې. د نوموړوشوبلو دړې وړې ټوتې تر څو ورځو پورې هلته لیدل کېدلې.

د وطنجارد شوبلو کنډک د چنگاښ د شپږویشتمې له څلور لارې څخه بیرته د محمود خان د پله پر لور په شا شو. له پیښو وروسته راته څرگنده شوه چې هغوی د هوایي ځواک رﺋـیس ارکان قادر ته خبر ورکړی وو چې د جمهوري گارد ځواکونو شوبلې له منځه وړي او موږ نه شو کولای مقاومت وکړو له دې امله په شا کیږو. خو قادر د هغوی د په شا کیدنې مخه و نیوله او ژمنه یې و سپارله چې ډیر ژر به الوتکې د هغوی مرستې ته ور ولیږل شي.

د کودتا د ورځ په پيل کې د هوایي او مدافعه هوایي لوی بولندوی ډگرجنرال موسی خان د هغه له یاور سره یوځای د هوایي ځواک د کمونیستانو له پلوه وژل شوي ول.

د دفاع د وزیر موټر چلوونکی د گارد ختیځې دروازې ته راغی او ماته یې وویل : " د ملي دفاع وزیر د خپلې تومانچې جاغور د نښې په توگه د گارد بولندوی ته را لیږلی او ویلي یې دي چې هېڅ اندیښنه مه کوﺉ ، ما د هوایي ځواکونو بولندوی ته امر کړﺉ دﺉ چې الوتکې را والوزي او پاتې شوبلې له منځه یو سي!"

شاژور مې را واخیست چې دغه اړینه نښه د گارد بولندوی ته ورسوم. د مازدیگر د څلورو بجو په شا او خوا کې د ولسمشر د کور له دایمي ساتندویه ټولي څخه یو سرتیری چې مشري یې تورن غلام رباني کوله راغی او د مرستې غوښتنه یې وکړه. له هغه مې وپوښتل : " ستاسو افسران چیرې دي؟" هغه وویل : " ټول تښتیدلي دي." د لومړي کنډک له لومړي ټولي څخه د تورن رباني پرځای بریدمن معاذالله مې د داؤود خان کورته ولیږه ، خو هغه هم و تښتیده. غلام رباني او د هغه افسران د گارد د بولندوی او د لسمشر د ډاډ وړ کسان ول خو له ځانه یې د ورسپارل شویو دندو په پرمخ بیولو کې یې جدیت نه څرگنداوه.( د کودتا په ورځ ، غلام رباني خپل ټولی په یوه لیکه په مورچل چې ځای پر ځای کړی وو. له همدې امله د کمونیستانو هوایي بمباریو د هغه د ټولي گڼ شمیر کسان ور وژلي ول)

وروسته له دې چې د دفاع د وزیر شاژور د نښې په توگه زما لاس ته راغی ، د الوتکو را رسیدلو ته سترگې په لار وم. ماسپیښن مهال د الوتکو د گړزهار غږونه مې تر غوږو شول. الوتکو د مرستې پر ځای د جمهوري گارد پر جزوتامونو ډزې او د بمونو وَرَول را پیل کړل. یوې الوتکې د دلکشا پر ماڼۍ ډزې وکړې. د گارد د دافع هوا بلوک چې دویم بریدمن شاه محمود یې بولندویي کوله د الوتکو پر لور ځوابیه ډزې پیل کړې. د ځوابیه ډزو له امله یوه الوتکه د ریشخورو په سیمه کې را وغورځېدله. پاتې الوتکو د گلخانې پر ماڼۍ بمونه را وغورځول.

چوپه چوپتیا هرې خوا ته خپره شوه. په مدافعه کې د گارد سرتیرو لوړه روحیه درلودله او راتلونکې بولنې ته سترگه په لاره ول. یو ځل بیا د گارد د بولندوی په لټه کې شوم. په دې شېبه کې هغه په خپله د گارد ختیځې دروازې ته ټلفون وکړ او ماته یې امر راکړ چې دهغه دفتر ته ورشم او ویې ویل: " ښاغلي ولسمشر امر کړﺉ دﺉ چې په هرډول چې کیږي باید د راډیو ودانۍ او ستیشن بیرته ونیسو. له دې امله تاسو ( د هغه موخه زه : د اوپراسیون آمر وه) له هرټولي څخه یو یو توغندی ویشتونکی ، چې ټول اته تنه کیږي له ځان سره واخلی او داسې په پټه ولاړ شي چې څوک در باندې پوه نه شي."

د گارد بولندوی پوهیده چې په هر ټولي کې یو یو تن توغندی ویشتونکی شته او د کسانو په ټاکنه او د راډیو ستیشن ته د هغوي پر لیږنه گوندي افسران په آسانۍ خبریدل. په هغه شیبه کې چې نوموړي خپل امر ورکاوه ، د گارد د مخابرې آمر جگتورن آقا محمد هم وو.( آقا محمد د صاحبجان له ډیرو نیږدې خپلوانو او د هغه د ډاډ وړ سړی وو او له یو بل سره یې کورنی تگ راتگ درلود)

د کابل راډیو ودانۍ (د اسلم وطنجار تر مشرۍ لاندې) د څلورم زغره وال ځواک کنډک نیولې وه. شیرجان مزدوریار هم هلته وو. هغه هم له صاحبجان سره کورنی تگ راتگ درلود.

د غوایي د اوومې له کودتا څو مېاشتې مخکې ، یوه ورځ د گارد د بولندوی دفتر ته ولاړم. د بولندوی یاور راته وویل:" جگړن شیرجان مزدوریار د گارد له بولندوی سره یو ځای ناست دﺉ، خو تاسو کولای شی ولاړ شی." دفترته ننوتلم. له سلام او روغبړ وروسته مزدریار راته وویل:" آمرصاحب! زه کله ناکله د شپې له پلوه د صاحبجان خان لیدلو ته راځم. ستاسو سرتیري له ما " د شپې نوم" غواړي او دننه راتللو ته اجازه نه راکوي. ما په ځواب کې وویل." ښاغلیه ! تاسو په خپله یو د تجربې خاوند افسر یاست اوپه پوځي دود او قانون ښه پوهیږﺉ. دا به څنگه شوني وي چې څوک دې ارگ ته ننوځي او په دنده ولاړ کسان دې ورڅخه پوښتنه ونه کړي؟" مزدوریاد وویل :" ټول خلک ما پیژني چې زه د صاحبجان ملگری یم." ما ځواب ورکړ : " پوهیږم چې تاسو د ښاغلي بولندوی ملگری او ټولگیوال یاست. که ښاغلی بولندوی یو رسمي امر ورکړي چې ستاسو مخه دې څوک ونه نیسي ، زه به هغه ټولو اړوندو جزوتامونو ته ووایم اوتاسو به له دغې ربړې څخه خلاص شی." څرگنده ده چې د گارد بولندوی هېڅکله داسې امر نه شو ورکولای.

د راډیو د ودانۍ د نیولو په اړه ما د گارد بولندوی ته داسې وویل: " ښاغلی بولندوی! زه یو سرتیری یم. هرڅه چې تاسو امر وکړﺉ ، په سترگو! ترسره کوم یې. کله چې د راډیو د ودانۍ د نیولو لپاره ولاړ شم نو زما پرځای د گارد د سوق او ادارې لپاره بل څوک وټاکـﺊ." هغه د څو شېبو لپاره په سوچونو کې ډوب شو او بیا یې وویل:" نه! تاسو مه ځـﺊ. تاسو د گارد سوق او اداره په لاس کې واخلـﺊ. زه به په دې اړه لږ څه نور ژور سوچ وکړم."

کله چې له دفتره دباندې راوتلم ، هغه غږ وکړ او ویې ویل:" عبدالحق علومي بندي کړﺉ. ټول فساد د هغه تر پښو لاندې دﺉ." ( څرگنده ده چې د اضطرار په هغسې شېبو کې د هغه بندي کول نا شوني ول)

په دغه شېبه کې هغه شوبلې چې نن سهار د گارد د یوال تر مخ دَرَول شوې وې او سرتیري یې قطعې ته دننه د پلټنو لپاره لیږل شوي ول د شوبلو د هغو چلوونکو په مرسته چې له خپلو شوبلو سره تښتېدلي ول د پلان د وزارت له ودانۍ سره له جوخت ټکي څخه یې د گارد پر لور په ډزو پیل وکړ.

د گارد د مخابرې آمر آقا محمد د مخابرې له لومړي بریدمن سره د جمهوري گارد مخابرې په شنډولو کې ، د بې سیم د بطریو په لیرې کولو ، نیغه او اغیزمنه ونډه درلودله. وروسته څرگند شوه چې هغوی دواړه د سرسپارلو خلقیانو له ډلې څخه ول.

زه بیا قطعې ته راغلم او لیدل مې چې اکر وکر لا کړکچین اود خونړیتوب پر خوا درومي. ما باید خپل سرتیري د لاس او گریوان جگړې لپاره چمتو کړي وای. امر مې ورکړچې ټول سرتیري او افسران دې بمبونه په لاسونو کې واخلي. له هغې ډلې څخه جگتورن محمد نادر (د فقیر خوشدل زوی) ځای پر ځای زما امر پلی کړ ؛ هغه خپلې ټولې دندې په ډیرې رښتونلۍ ، گروهنې او سپیڅلتیا تر سره کړې.

د جزوتامونو د (ځانگړي شوي) وسلتون وسلې خلاصې شوې وې او وسلتون باید بیرته د ډیپو له غـُنـډ څخه ډک شوای وای. خو د گارد د وسله پالۍ آمر جگړن ذاکرد کار د نیمگړي کولو لپاره بې پروایي کوله او پلمې یې پلټلې ، هغه د غـُنـډ د ډیپو پرانیستل د گارد د بولندوی په امر پورې تړلی گاڼه. هغه نه غوښتل چې جزوتامونه ته وسله ورکړل شي. ما په خپله پازوالۍ یا مسؤولیت لیکلی امر ورکړ چې پرجزو تامونو دې د غـنډ له وسلتون څخه وسلې وویشل شي.

له هغه وروسته د گارد له بولندوی څخه د نورو لارښوونو د اخیستلو لپاره د گلخانې ماڼې ته ولاړم. و مې لیدل چې ښاغلی ولسمشرصاحب داؤود خان په خونه کې گرځي . پوځي سلام مې وکړ. ویې ویل :" څوک یې؟ ځان را وپیژنه." ما خپل نوم ، پوځي رتبه او دنده په پوځي غږ ورته وویله. ولسمشر راڅخه وپوښتل: " د یوه سرتیري په توگه د وضعیت په اړه څه گومان کوﺉ؟" د اکر وکر د انځور په راکښلو مې داسې ځواب ورکړ:

" ښاغلی ولسمشر صاحب! د زغره وال ځواک د قطعو اوجزوتامونو بریدونه د جمهوري گارد د جزوتامونو له پلوه په شا تمبول شوي دي ؛ د ختیځې دروازې ، د دلکشا د ماڼۍ دروازې ، د کابل سینما او د چنگاښ د شپږویشتمې څلور لارې مخته ټولې یرغلگرې شوبلې دړې وړې شوي دي. موږ پر اکروکر بر لاسي یو. یوازې د پلان د وزارت د ودانۍ له څنگه د هغوی درې شوبلې یو یو ډز کوي. ښايي هغوی ډیره وسله او مردکي ونه لري او ژر به چوپ شي. خو نه شو کولای د هوایي ځواک د بریدونو مخه ونیسو ځکه د هوا ضد وسلې نه لرو. که د کابل د گارنیزیون د لیواگانو له ډلې څخه یو څوک د راډیو د وانۍ نیولو ته وگومارل شي ، که لوی څښتن غوښتي وي نو بریا به زموږ په برخه شي."

ښاغلي ولسمشر وویل: " زویه! اندیښنه مه کوﺉ. ما په کندهار کې عظیم جان ته امر کړﺉ دﺉ چې د مرستې لپاره را ودانگي." ( د ولسمشر موخه ډگرجنرال عظیم خان د کندهار د قول اردو بولندوی وو. هغه باید الوتکو ته امر کړی وای چې د یرغلگرو شوبلو د ډړې وړې کولولپاره دې راشي. وروسته څرگنده شوه چې عظیم خان د خپل پرچمي یاور اکرم له پلوه تسلیمیدلو ته اړ شوی وو.)

یو ځل بیا مې پوځي سلام وړکړ او د گلخانې له ماڼۍ څخه را ووتلم. کابل راډیو د داؤود خان د وژل کیدلو او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د بریا خبرتیاوې خپرولې. د حرمسرا له پاسه ناڅاپه د الوتکو یو ډله تیره شوه. حرمسرا یې تر اور لاندې ونیوله. نه پوهیږم چې د گارد بولندوی له کوم ځایه ټلفون وکړ او ویې ویل چې د حرمسرا د تشولو لپاره باید لاس په کار شو.

الوتکو د گلخانې ماڼۍ تر اور لاندې نیولې وه. په دې شېبه کې د کنډک د بولندوی ډگرمن محمد سرور د ټپي کېدلو خبر راغی. د گارد د بولندوی موټر مې په بیړه چمتو کړ او دنده مې وسپارله چې نوموړی دې د پوځ څلور سوه بستریز روغتون ته ورسوي. روغتون ته له لیږلو مخکې سرور خان د ژوند په وروستۍ شېبې کې راته وویل :" د خپل ځان احتیاط وکړه، دا کمونیستان ما او تا نه پریږدي." او له خبرو پاتې شو. وروسته څرگنده شوه چې د لارې په اوږدو کې یې ځان حق ته سپارلی وو. هغه یو ډیر زړور ، میړنی او هیوادپال افسر وو. اروا دې ښاده وي!

له دې چې جزوتامونه په خپلو مورچلونو کې ول ، د قوای کار د ټولي په مرسته چې د ارگ د ودانیو د بیا رغاولو لپاره راغلی وو ، د گارد یو یا دوه بلوکه مې په کار و گومارل چې د قروانې او د سرتیرو د ډوډۍ خوړلو د لویو لوښو په کارَولو د حرمسرای اور مړ کړي او د هغه یو شمیر توکي مو دباندې را وایستل.

د حرمسرا له تشولو وروسته ، بیا مې د شپې تر نیماییو پورې د گارد بولندوی ونه لید. د نیمې شپې شا او خوا وه چې ما ته یې د ارگ په ختیځې دروازې کې زنگ وواهه او ویې ویل چې یوه لارۍ د گلخانې ماڼۍ ته ور ولیږم ځکه چې پام کې ده ښاغلی ولسمشر د گلخانې له ماڼۍ څخه د باندې ووځي.

په همدغې شېبې کې د محمد داؤود له زامنو څخه یو تن غوښتل د ماڼۍ له دروازې څخه را ووځي خو کمونیستانو په ارگ کې دننه وویشت. د دوازې دوه تنه ساتونکي یې هم وویشتل.

څو موده وړاندې عزیز حساس چې وروسته د ببرک د گارد د بولندوی په توگه وټاکل شو او د ډگر جنرالۍ رتبې ته رسول شوی وو راته داسې وویل: " کله چې د داؤود خان زوی عمرجان غوښتل د گلخانې له ماڼۍ څخه دباندې را ووځي ، د اور وژنې د بلوک ضابط ، بریدمن ببرک عمرجان وواژه. د گلخانې د ماڼۍ دوه تنه ساتونکي چې زما له ټولي (عزیزحساس) څخه ول ټپیان شول."

بریدمن ببرک د جمهوریت له پرځېدنې وروسته د نورمحمد تره کي د یاور په توگه ټاکل شوی وو. نوموړی د تره کي د ډلې له خلقیانو څخه وو چې د امین او تره کي ترمنځ په شخړه او اخ و ډب کې د امین د پلویانو له پلوه و نیول شو او بیا یې وواژه.

ما د ۲۰۰۸ز کال د سپتامبر په مېاشت کې د داؤود خان د جمهوري گارد د پخوانیو افسرانو د ټولي له یوه تن بولندوی او له دوه تنو نورو څخه چې په نورو دفترونو کې یې کار کاوه د همدغې خبرې په اړه پوښتنې وکړې. هغوی وویل: " د اور وژنې د بلوک بولندوی تورن عبدالمجید یوه ټولي ته ولاړ او غوښتنه یې وکړه چې یو ډلگی سرتیري دي د هغه د مرستې لپاره په خدمتي ډول ورکړل شي. د نوموړي ټولي بولندوی یو ډلگی سرتیري تورن عبدالمجید ور ولیږل چې مشري دې هم په خپله وکړي.

کله چې د هوایي ځواک بمبارۍ پیلیږي د ببرک په نامه د خواجه عبدالمجید یو ضابط د شپې له تورې تیارې څخه په گټه اخیستنې په غلا د جومات څنگ ته نیږدې د بوټو په منځ کې ځان پټوي. نوموړی خدمتي ډلگي ته چې له یل ټولي څخه د مرساتې لپاره ور لگیږل شوی وو د " اور" امر ورکوي او د هغه له امله د لومړي کنډک بولندوی ډگرمن سرور تپي کیږي ( د نوموړي ډلگي ، ډلگی مشرغلام رسول نومیده او د فراه له ولایت څخه وو. نوموړي د ټولي بولندوی ته ویلي ول : " پرون شپه وروسته له دې چې له خپل ډلگي سره د تورن عبدالمجید تر مشرۍ لاندې ولاړم ، زه یې د گلخانې ماڼۍ ته بوتلم. توره تیاره وه او ما ته یې د " اور" امر راکړ. ما هم امر پلی کړ او پوه نه شوم چې څوک وژل شوي او څوک ټپیان شوي دي."

له پورتنیو خبرو داسې ښکاري چې د اور وژنې د بلوک بولندوی تورن عبدالمجید او د هغه ضابط ببرک د داؤود خان د زوی عمراو ډگرمن سرور خان په شهادت او د گلخانې د ماڼۍ د دوه تنو ساتونکوپه ټپي کېدنه کې نیغ لاس درلود.

د ۲۰۰۸ز کال د سپتامبر په ۲۱ نېټه مې د گلخانې د ماڼۍ د ډزو په اړه د داؤود خان د جمهوري گارد د سپورت له پخواني آمر څخه پوښتنه وکړه. هغه وویل :" د اور وژنې د بلوک بولندوی تورن خواجه عبدالمجید او ضابط یې ببرک چې د هغه سړی وو ، د گلخانې پر ماڼۍ ډزې کړې وې." د سپورت آمر دغه پیښه د خواجه عبدالمجید له خولې راته داسې وویله: " خواجه ویل چې پر غلام سرور خان مې د شا له لوري داسې ډزې وکړې چې دوه قاته شو." (عبدالمجید دا هم ویلي ول : " ډیره هڅه مې وکړه چې د اوپراسیون آمر [تاجیار] هم له منځه یوسم خو هغه هرې خواته په ځغاسته کې وو او پر یوه ځای نه دریده.)

کله چې زه [تاجیار] د سیاسي بندیانو له عمومي بخښنې وروسته ...... د ببرک کارمل د رژیم په امر له بند څخه خلاص شوم د یوه خپلوان د مړي د ښخولو لپاره قول آبچکان ته تللی وم او هلته مې خواجه عبدالمجید ولید. له سلام وروسته ، د جگړنۍ د رتبې مبارکي مې ورته وویله. تورن حمیدالله چې په جمهوري گارد کې یې دنده درلودله هم راغلی وو. نوموړي د خبرو په ترڅ کې راته څرگنده کړه چې : " آمرصاحب! خواجه مجید تاسو ته نوی ژوند در کړی دﺉ." و مې پوښتل :" څنگه؟" په ځواب کې یې وویل :" خواجه مجید وایي چې د تشریفاتو د ټولي بولندوی عزیز حساس غوښتل تاسو د شا له لوري په ماشینگڼه وولي او له منځه مو یوسي، خو مجید د هغه مخه نیولې وه." ما مننه وکړه او ومې ویل:" البته زما اجل نه وو راغلی."

د ۲۰۰۸ز کال د سپتامبر په مېاشت کې مې دغه خبره له عزیز حساس څخه وپوښتله. هغه وویل: " اصله خبره خو دا ده چې خواجه مجید ستاسو د وژلو په لټه کې وو." دا چې څوک رښتیا وایي ، یوازې لوی څښتن پوهیږي. خو خواجه مجید چې یو غیرگوندي ، مرتجع او موقع پیژندونکی او ورځچاری (مرتجع) سړی وو یوازې یې د پیښو دروندوالي ته کتل چې پیښه د چا په گټه پای ته رسیږي نو له هغه وروسته یې ځان په هماغې ډلې پورې نښلاوه. له بلې خوا له دې چې د خواجه مجید ضابط ببرک یو سرسپارلی خلقی وو د کودتا په شپه یې خواجه مجید ته ویلي ول چې له هغه سره دې هم اندی (همفکر) اوسي. له نوموړو شننو ، کره کتنو او شواهدو څخه په څرگنده بربنډیږي چې د سردار داؤود خان د زوی عمر جان او د لومړي کنډک د بولندوی سرورخان په شهادت ، د گلخانې د ماڼۍ د دوه تنو ساتونکو په ټپي کیدلو او زما د له منځه وړلو په هڅه کې د خواجه مجید او ببرک نیغ په نیغه لاس لرل په زباد رسیږي.

له دغې پیښې وروسته د گارډ قطعه د شپې تر نیماییو پورې مرستې او لارښوونې ته سترگې په لار ناسته وه. د لوړو چار واکو له پلوه هېڅ ډول گام اوچت نه شو. د شپې د یوې بجې شا او خوا [۱۹۷۸ز کال د اپریل ۲۸] وه چې د گلخانې ماڼۍ ته د لارښوونې د اخیستلو لپاره ولاړم. د لارې په اوږدو کې عبدالحق علومي او سید جان هم له ما سره یو ځای شول. هغوی پر ما زور اچاوه او په ټینگار یې ویل : " د گارد بولندوی ورک شوی دﺉ او د بولندې واک ستاسو (د اوپراسیون آمر) په لاس کې ده. باید یوه لاره و پلټې ، مانا دا چې قطعه ور تسلیم کړﺉ."

د گلخانې ماڼۍ ته ننوتلم ، د گارد بولندوی نه ښکاریده. د جگتورن نادر په وینا هغه خپل ځان د کوټۍ د باغچې تر ځمکلاندې ځای کې پټ کړی وو. داؤود خان بیا هم د وضعیت مالومات وغوښتل. په ځواب کې مې وویل: " په وضعیت کې د پاملرنې وړ بدلون نه دﺉ راغلی او موږ ته مرسته هم نه ده را رسیدلې."

په همدغه وخت کې سید جان او عبدالحق علومي داؤود خان ته په دوه مخۍ او منافقت داسې اوتې بَوتې وویشتلې : " موږ د ځان د وینې تر وروستي څاڅکي پورې له تاسو دفاع کوو." دغه هوډ او ژمنه درواغ ول. رښتیا دا وه چې دواړه یې پرچمیان ول او د داؤود خان له شهادته وروسته تر جنرالۍ او لوړو څوکیو ورسیدل.

داؤود خان ته د راپور له سپارلو وروسته له سیدجان او عبدالحق علومي سره یو ځای د گلخانې له ماڼۍ را ووتلم. صاصبجان ټلفون وکړ او ویې ویل چې یو شمیر وسله د گلخانې ماڼۍ ته ور ولیږم. د انضباط بلوک ته مې په بیړه امر وکړ. وسله و سپارل شوه. په ماڼۍ کې دننه د کورنیو چارو وزیر قدیرنورستاني ، د مالیې وزیر سید عبدالالله ، د کانو او صنایعو وزیر تواب آصفي ، د عامې روغتیا وزیر عبدالله عمر، د کرهني وزیر عزیزالله واصفي ، د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال و حید عبدالله ، د عدلیې وزیر وفي الله سمیعي او د کابینې نور غړي ول.

د نیږدې سهار درې نیمې بجې وې. د پل خشتي له جوماته د آذان غږ راغی. د جگتورن نادرخان له لارې خبر شوم چې د گارد بولندوی د گلخانې ماڼۍ ته راغلی دﺉ. غوښتل مې د لارښوونو د اخیستلو لپاره هلته ورشم. ماڼۍ ته ننوتلم او داؤود خان مې ولید. د مالیې او کورنیو چارو وزیران دواړه راته نیږدې شول او مالومات یې وغوښتل. ما وویل :" وضعیت د پخوا په شان دﺉ." هغوی ، سید عبدالله او د کابینې نور غړي له داؤود خان سره په یوه خونه کې ول. داؤود خان را نیږدې شو او داسې یې را ته وویل:" زویه ! ځوان یې ، ولاړ سه ځان ور تسلیم کړه. ما خپله پریکړه کړې ده." صاحبجان هم راته وویل :" ښاغلي ولسمشر صاحب خپله پریکړه کړې ده. تاسو ولاړ سـﺊ ، قطعه را ټوله کړﺉ او امر ورکړﺉ چې خپلې وسلې دې وسلتونونو ته وسپاري."

د یوه مسلمان او افغان په توگه چې د ناموس ، اسلام د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو د ساتلو لپاره مې په خدای او قران سوگند او لوړه کړې وه د داسې یوه امر منل او هغه ته غاړه ایښوونه را ته خورا گرانه وه. صاحبجان د دویم ځل لپاره راته وویل :" دا د ښاغلي ولسمشر صاحب امر دﺉ. ولاړ سـﺊ او امر پلی کړﺉ." ما په درنښت سلام وکړ او را ووتم.

د غوایي د مېاشتې په اتمې [۱۹۷۸ز اپریل ۲۸] شا او خوا د سهار شپږ بجې وې چې د کابل په آسمان کې د کفر او کمونیزم د تیارې لمر په را ختلو شو او د ولسمشر او د گارد د بولندوی د امر پر بنسټ مې د گارد د قطعې ته د ټول سـﺊ امر ورکړ. وروسته له دې چې د گارد ټوله قطعه را ټوله شوه ، په داسې حال کې چې د هیواد مینه ، دین ، افغاني غیرت ، د افغانستان د مسلمانانو د ناموس او د هیوادپالنې احساس را ته اجازه نه راکوله او ستونې مې غم لړلي ناورین کښیکاږه ، د ولسمشر صاحب امر مې اعلان کړ. د گارد د قطعې سرتیرو نه منله او نه یې غوښتل خپله وسله پر ځمکه کښیږدي.

پورته مې وویل چې د کودتا د پیل په شېبو کې له بالاحصار څخه یو مرستندوی ټولی راغلی وو او ما د نوموړي ټولي افسران او سرتیري بې وسلې کړي ول او د مخابرې په ټولې کې مې بندیان کړي ول ، له همدغه ټولي څخه د لعل محمد او تورن رسول په نومونو دوه تنو پرچمیانو د گارد کنترول په لاس کې ونیو او موږ ته یې داسې امر وکړ:" لاسونه مو پر سرونو کښیږدﺉ او یو یو په یوه لیکه د گارد له دروازې څخه ووځـﺊ."

کله چې د پښتونستان واټ ته را ورسیدلو، زه چې د کتار لومړی سړی وم (له خپل پخواني ټولگیوال) جگړن نورالله سره مخامخ شوم. هغه وویل : " اوس که زر مرمۍ دې په دا خېټه کې در تشې کړم ، بیا هم لږ ده. همدا ته وې چې " عمرجان" دې شهید کړ، او شوبلو ته دې اور واچاوه." په ځواب کې مې وویل : " هرڅه چې کوﺉ ویې وکړه. په جگړه کې حلوا نه ویشل کیږي." ( نور الله خلقی وو ، وروسته د حربي پوهنتون مرستیال او د هوایي ځواکونو د بولندوی په توگه وټاکل شو. هغه د ..... کمونیستي رژیم له ړنگیدلو ورسته له افغانستانه و تښتید او اوس په ډنمارک کې د .... له پیسو په چړچو بوخت دﺉ.)

وروسته له دې چې افسران او سرتیري له گارد څخه راووتل د پښتونستان واټ د تندوبي " فواره" گرد چاپیره د " خیبر کافي" ته مخامخ د محلدینو او کمونیستانو .... تر څار لاندې ونیول شولو. له هغه ځایه یې د آریانا سینما ته بوتلو. عزیزحساس ، عبدالحق علومي او نور پرچمیان په هماغه ورځ خوشې شول. د مازدیگر څلور بجې وې د ملي بس په سرویسونو کې یې څلورم زغره وال ځواک ته بوتلو.


درې ورځې وروسته زما سترگې په هاغه جیپ موټر را وا وښتې چې صاحبجان په کې سپریده. اوس زما پخوانی ټولیگوال توفیق احمد عزیزي پکې سپریده. څرگنده شوه چې نوموړی د گارد د بولندوی په توگه ټاکل شوی دﺉ. کله چې سترگې یې په ما ولگېدلې ویې ویل :" اې هیواد پلوریه! اې د امریکا سي آی اې! وه خاﺋـینه! ولې دې د جمهوري گارد مخې ته شوبلو ته اور واچاوه؟ ولې دې زموږ کسان ووژل؟ " ناڅاپه یې په ما برید وکړ او کله څپیړه یې زما په مخ راکړه او امر یې وکړ چې په هېڅ ډول نه شم کولای نه کوټې دباندې ووځم او لس تنه ساتونکي یې زما د ساتلو لپاره و ټاکل.

د کمونیستي رژیم له منځته راتگ وروسته توفیق احمد عزیزي په ډیلي او مسکو کې د پوځي اتشې او د پوځ د مفتش په توگه و گومارل شو او د ډگر جنرالۍ تر رتبې ورسید. کله چې په هند کې یې دنده تر سره کوله ، د پوهنتون زده کوونکو او خلکو پر سفارت برید وکړ او نوموړی یې په ترڅ ښه و ډَبـَاوه. نوموړی په ۱۹۸۹ز کال کې له یوگوسلاویا څڅه امریکا ته ولاړ. ( دوه مېاشتې مخکې [ اکتوبر ۲۰۰۸] د نبیل مسکینیار په ټلویزیون کې د ښاغلي حسن امیري په پروگرام کې یوې میرمن ټلفون وکړ او ویې ویل: " توفیق احمد عزیزي ، د گارد پخوانی بولندوی ، صاحبجان یې د راډیو له ودانۍ بوت او په خپل لاس یې وواژه.")

څرنگه چې وویل شول ، ما د غوایي د مېاشتې په اتمې نېټه [۲۸ اپریل ۱۹۷۸زکال] د نیږدې سهارپه درې نیمو بجو شهید سردار محمد داؤود خان د گلخانې په ماڼۍ کې د گام وهلو په حال کې لیدلی دﺉ. هغه ماته د مقاومت د دَرَولو امر راکړ او دغه امر یې د گارد د بولندوی له خوا را ته دوه ځله تکرار شو چې هرو مرو دې پلی شي. ما نوموړی امر د سهار په شپږو بجو یعنې دوه نیم ساعته وروسته پلی کړ.

داسې انگیرل کیږي چې د مقاومت له پای ته رسیدلو او د گارد له سیمې زموږ له وتلو وروسته د سهار له شپږو بجو وروسته [ ۲۸ اپریل ۱۹۸۷] په بالاحصار کې میشتې د ۴۴۴ کوماندو قطعې بریدمن امام الدین او یو شمیر وسله وال کسان کلاشنیکوفونه په لاس ماڼۍ ته ننوتلي او په ډیرې سپین سترگۍ یې داؤود خان او جمهوري رژیم لوړ پوړو چارواکو ته ویلي :" د گوند د مرکزي کمیټې د امر پر بنسټ تاسو محکوم یاست او ځانونه تسلیم کړﺉ.!"

سردار داؤود د امام الدین او تش په نامه مرکزي کمیټې امر ته د غاړي په نه ایښودلو او نه پاملرنې په تومانچه ډز کوي او د امام الدین بدرگه کسان یو ځای په یوه وار پر سردار محمد داؤود او د کابینې پرنورو غړو ډزې کوي او د سردار محمد داؤود خان ، د هغه د ورور سردار محمد نعیم خان ، د کورنۍ او د کابینې د غړو په گډون نهه دیرش تنه په ډیرې شډلتیا او وحشت په شهادت رسوي.

[][]
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery