مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (شلمه برخه )


شلمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] دلته وګورئ. . .


عـبدالـرحـیم شـــادان
د ۲۰۰۷ ز کال د نوامبر د مېاشتې په یولسمه نېټه یو چا چې نه غواړي نوم یې دلته واخیستل شي وویل: "د دیارلس سوه او اوه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې په اوومه او اتمه نېټه عبدالرحیم شادان د محمد داؤود د ولسمشرۍ په ماڼۍ ارگ کې وو. غوره گڼم چې د نوموړي یادښتـلېکونه هم دلته راوړل شي."

له عبدالرحیم شادان څخه مننه چې پرته له زیادښت او کمښته دغه درې یادښتلیکونه یې را واستول:
"د عبدالحمید مبارز د خبرو پر وړاندې " لیک"/ د یوه بې ځایه تور غندنه/ ۱۹۹۹زکال د جنوري پینځلسمه" ، " (یوه لیکوال ته) لیک/۲۰۰۱ زکال د جولای ۲۷" او " (هماغه لیکوال ته) دویم لیک/ ۲۰۰۱ز کال د نوامبر ۱۲"

که څه هم د دویم لیک ډیرې برخې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژل کیدلو له څرنگوالي سره نیغ تړاو نه لري ، ښایي د لیک یو شمیرروښانوونکې برخې د ځینو لوستونکو لپاره په زړه پورې وي.

" د یوه بې ځایه تور غندنه"
تأریخ باید له توکمیزو ، ژبنیزو ، سیمه ییزو ، سیاسي او گروهنیزو تـنگ الواکیو "تعصب" پرته د واقعیتونو پربنسټ ولیکل شي نه د کوڅې او بازار د گنگوسو او ډنډورو پر بنسټ.

ما په وروستیو وختونو کې [د ۱۹۹۸ز کال په دسامبرکې] د عبدالحمید مبارز کتاب " تحلیل واقعات سیاسي افغانستان" ولوست. په خواشینۍ چې په کتاب کې دننه په ډیرو برخو کې له خیټې راوتلو کیسو ، ذهنیگریو، خیالي انځورگریو، سپکو بازاري روایتونو، درغلیو او تور لگونو سره مخامخ کیږو.

د دغه کتاب په تومنه کې له ډیرتضاد او اړوپیچ " تناقض" سره مخامخ کیږو چې ښاغلي لیکوال د ځان د غټاوي لپاره راوړي دي. ددغه کتاب شننه به شنونکو او کره کتونکو ته پریږدم ، دلته غواړم د یوه بې ځایه تور په اړه خبرې وکړم چې پر ما[ عبدالرحیم شادان] لگول شوی دﺉ:

ښاغلی مبارز د خپل کتاب په ۳۷۶ پاڼه کې د دیارلس سوه اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې د اوومې د ماښام په اړه د خپلو کیسو جوړولو په لړ کې وایي چي :

" د غوایي د اوومې ورځې په ماښام د [گارد بولندوی] صاحبجان سردار محمد داؤود خان ته وړاندیز کوي چې دی به د ارگ سویلي لارچې (کړکۍ) بلل کیدله پرانیزي او یو ولایت ته دې ولاړ شي. محمد داؤود چې خپله او د محمد نعیم کورنۍ یې په ارگ کې راټوله کړې وه ، دغه وړاندیز مني او کله چې غواړي په موټر کې سپور شي له یوه گوټ څخه ډزې کیږي او دا ډزې له ارگ څخه دننه دي. وروسته څرگنده شوه چې دغه سبوتاژ د شادان له پلوه ( چې وروسته پرچمی جنرال شو) تر سره شوی وو، ځکه د گارد په لوړ پوړو افسرانو کې نوموړی یوازینی ژوندی افسر دﺉ چې نورو پاتې افسرانو په سرښندنې ځانونه له لاسه ورکړي ول."

دغه کیسه د سړي په ذهن کې " په کورکې ناست له ټول بغداده خبر ړانده " کیسه را ژوندۍ کوي. عبدالحمید مبارز په ډیرې سپین سترگۍ درواغ وایي ځکه :

۱ ) موږ په کلکه له ارگ څخه ساتنه کوله. په هماغو لومړیو شېبو کې ، کله چې د زغره والې لیوا شوبلو د ددفاع د وزارت پر ودانۍ او د ارگ پر ختیځې دروازې برید وکړ ، په لومړي گام کې د لومړی کنډک د بولندوی شهید ډگرمن په بولنې مو د زغره وال ځواک څلور محاربوي ماشینونه د ارگ دروازې ته مخامخ ، د کانو او صنایعو د وزارت ودانۍ ته مخامخ ، ختیځې دروازې ته مخامخ او د سلامخانې دروازې ته مخامخ په سپکو توغندیو ویجاړ کړل. همدارنگه د ارگ د دفاع په لړ کې د زغره وال ځواک په لسگونو شوبلې له کاره و لویدلې او په نوموړو شوبلو کې څلور شپیته تنه مو ژوندي یرغمل و نیول او په ارگ کې مو بندیان کړل.

۲) هر پوه سړی کولای شي و انگیري چې د گارد ټول وسله وال ځواک له ارگ ، له ولسمشر او د هغه له کورنۍ څخه ساتنه کوي او له ارگه دباندې په لسگونو شوبلې او زغره وال گاډي دړې وړې کوي ؛ که په دغسې یوې شېبې کې په ارگ کې دننه یو یا څو تنه پر ولسمشر ډزې وکړي نو د گارد ځواکونه به پر ډزې کوونکي داسې د گولیو باران جوړ کړي چې د هغه یوه ټوټه به هم ونه موندل شي.

۳) کتاب د لنډ پوهنې او له ساده او رڼو حقایقو څخه د بې خبرۍ پربنسټ لیکل شوی دﺉ. ټول پوهیږي چې د پوځي کودتا بولنه پرچمیانو نه وه ورکړې.(ښاغلي لیکوال مبارز ته ښایي چې په دې تړاو لږ پلټنه وکړي). له همدې امله په گارد کې میشتو پرچمیانو گومان کاوه چې ښایي یو شمیر اور پکودغې دروهې ته لمن وهلي وي نو ځکه یې په پریکنده ډول جگړه او له ارگ څخه یې ساتنه کوله.

۴ ) زه عبدالرحیم شادان په هغه وخت کې د ولسمشرۍ د گارد د پیژند د مدیریت آمر وم. محمد داؤود زه پیژندلم. عربي هیوادونو ، یوگوسلاویا ، هند ، پاکستان او ایران ته یې زه د خپلو سفرونو په ترڅ کې د خپل امنیت د سرگروپ په توگه ټاکلی وم. ماته زما وجدان اجازه نه را کوله چې ددغسې یوه ډاډ په بدل کې هاغسې یو ناځوانه کړو وړو ته لاس واچوم چې مبارز له خپلې گیډې را ایستلي دي.

هغه څه چې ما په رڼو سترگو لیدلي دي لنډیز یې په لاندې ډول دﺉ :
د گارد بولندوی ارواښاد صاحبجان د [۱۹۷۸ز کال د اپریل په ۲۸] د شپې د دوه وو بجو په شا او خوا کې امر وکړ یوه لارۍ چې گرد چاپیره یې په سپکو توغندیو سمبال شوې وي چمتو شي. په لارۍ کې د یوه بنز موټر لپاره ځای پرځای کول هم په پام کې و نیول شول ؛ د ارگ شمالي دروازه د دلکشا ماڼۍ او لومړۍ ماڼۍ ته لاره ورکوي چې له هغه ځایه د فرانسې سفارت ته د تللو خوندي لاره ځي ؛ که سردار محمد داؤود خان منلې وای نو کولای یې شوای چې له همدې لارې د فرانسې سفارت اویا هرې خواته چې زړه یې غوښتل ولاړ شي.
د گارد بولندوی سردار محمد داؤود خان ته ورغی او د لارۍ له چمتووالي څخه یې ورته خبر ورکړ. ددغه خبر د ورکولو په ترڅ کې دغه کسان د ولسمشر مخ ته حاضر ول :
ډگرمن سیدجان د گارد د اوپراسیون مرستیال ( وروسته د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د وسله والو ځواکونو په اعلی قوماندانۍ کې تورنجنرال) ، عبدالحق علومي د جمهوري ریاست د گارد د کشف آمر (وروسته د تورنجنرال په رتبې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزې کمیټې د عدل او دفاع د کمیټې مشر) او جگتورن آقا محمد

سردار محمد داؤود د صاحبجان را پور واورید خو د هغه وړاندیز یې ونه مانه او په زغرده یې وویل :
" زه په ارگ کې پاتې کیږم"

مبارز وایي " د ارگ له یوه گوټ څخه ډزې کیږي ، او دغه ډزې له ارگ څخه دننه دي. وروسته څرگنده شوه چې دغه سبوتاژ د شادان له ...." زه له مبارز څخه پوښتنه کوم چې " زه خو د توغندیو او مرمیو د سره اور په باران کې له هغو کسانو سره یو ځای چې نومونه مې پورته یاد کړل د ولسمشر تر مخ ولاړ وم ، ته د ارگ په کوم گوټ کې پټ شوی وې او د ارگ له کوم گوټ څخه تا لیدلي ، اوریدلي یا پوه شوی یې چې ډزې د چا دي؟ "
درغلن لیکوال بیا لیکي چې : " د گارد له لوړپوړو افسرانو څخه یوازې شادان ژوندی وو او پاتې کسانو په سرښندنې ځانونه له لاس ورکړي ول."

مبارز یا په لوی لاس درواغ وایي او یا یې یوازې د سپینې ناپوهۍ په ټال کی سپینې پاڼې تورې کړې دي ؛ ځکه د گارد د افسرانو له ډلې څخه ځوان بریدمن چوپان (د هماغې ورځي د شپږو بجو په شا او خوا کې) او ډگرمن محمد سرور په شهادت ورسیدل ، دیرش تنه سرتیري ټپیان شول او نور ټول ژوندي پاتې دي. له هغې ډلې څخه تورنجنرال عبدالحق علومي په ۱۹۹۳ کال کې په کابل کې شهید شو او تورن سید جان ژوندی دي.

نوموړی لیکوال د هماغې شپې د پیښو په تړاو د سپـړلو په دوام وایي :" ډگروال صاحبجان د غوایي د اتمې [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۸] تر نیمې شپې پورې مقاومت ته دوام ورکوي چې وروسته د هوایي بمباریو په لړ کې په شهادت رسیږي"
بیا هم د مبارز بې خبري او د حقایقو تحریف! شهید صاحبجان په بمباریو کې و نه وژل شو، بلکه د ارگ له تسلیمۍ وروسته کود تاچیان نوموړی یرغمل نیسي او بیا یې د راډیو افغانستان۵۲ شمیرې سټدیو ته بیایي. (د راډیو څو تنو کارکوونکو او ویاندانو کیسه وکړه چې د [۱۹۷۸ز د اپریل په ۲۸] نېټه یې د ورځي په لومړیو ساعاتو کې صاحبجان د راډیو په ستډیو کې لیدلی وو. البته څرگنده ده چې کودتا چیانو له هغه وروسته نوموړی په شهادت و رساوو)

د پیښې د لړۍ دوام په دې ډول دﺉ : د غوایي په اتمې [۱۹۷۸ز د اپریل په ۲۸] د سهار د څلورو بجو په شا او خواکې سردار محمد داؤود خان صاحبجان ، سید جان او عبدالحق علومي را وغښتل ؛ ارگ ته د نورو قطعاتو د مرستې د نه رسیدنې او د مقاومت د بې ځای والي په پام کې نیولو یې داسې لارښوونه ورکړه :

" نه غواړم ځوانان له منځه ولاړ سي. ددې لپاره چې د ډیروځوانانو د وژل کیدلو مخه نیول شوي وي ، گارد تسلیم کړﺉ. زه نه تسلمیږم. ما د دفاع د وزارت ، صدارت او د ولسمشرۍ په پـ�ُستونو کې هیواد او ولس ته سپیڅلي خدمتونه کړي دﺉ. هېڅکله مې افغانستان او د افغانستان ولس ته خیانت نه دﺉ کړﺉ. که ما کومه پازوالي یا جرم درلود نو ما دې د افغانستان د ولس په نیاو کې محکمه کړي."
دا وې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داؤود خبرې چې د ولسمشر د گارد افسرانو ته یې وکړې. د همدغې لارښوونې پربنسټ د ارگ د ختیځې دروازې پرسر سپین بیرغ و ځړول شو او گارد تسلیم شو.

په څو ورستیو کلونو کې یوشمیر افغان لیکوالانو یو شمیررسالې ، یادښتلیکونه ، د سترگو لیدلي حالونه او تأریخي کتابونه خپاره کړي دي چې د افغانستان د شلمې پیړې د دویمې نیماییۍ د تأریخي واقعیتونو په روښانونو کې خورا مرسته کوي. په دې ډله کې یو شمیر " تش په نامه لیکوالانو" هم چې د تأریخ د لیکلو واک نه لري او ان د هغوی د لیکنې د لیکلاردود څرنگوالی ترپوښتنې لاندې دﺉ پاڼې تورې کړې دي او د پازوالۍ د پیټي له پورته کولو او د رښتیاموندنې له هڅو پرته یا غټ غټ درواغ وایي او یا تحریف شوي حقایق رامنځته کوي.

ددغو درغلنو له ډلې څخه یو یا دوه تنه چې د خلق او پرچم د واکمنۍ په کلونو کې یې " د غیرگوندي" ترنامه لاندې لوړ دولتي دریځونه درلودل نن ددغو تورونو او لیکنو له لارې پرته له دې چې د هغو کلنو په پیښو کې ېې "گډون کړی وی" غواړي تا او ما ته ووایي چې " خپلواک ، اتـل او مجاهد" وو.دغسې کسان هغو چوغکو ته پاتې کیږې چې ککره تر وزرونو لاندې ننباسي او د تیارو په ټال کې په سوچوهلو زانگي او څوک نه ویني. له همدغې ډلې څخه یو یې عبدالحمید مبارز دﺉ.

د " تحلیل واقعات سیاسي افغانستان" د کتاب په څلورم پوښ کې د هغه لیکل شوی ژوند لیک څرگندوي چې نوموړي د خپل ژوندانه لوړ ادارې دریځونه د خپلو لوڅو پوڅو او هلو ځلو له لارې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گونداو د پخواني شوروي اتحاد د سلاکارانود ډاډ له ترلاسه کولو وروسته د پرچمیانو په وخت کې د " ښوونې او روزنې د وزارت د مرسیتال" پر څوکۍ کښینول شوی وو.

په دغسې رسمي دریځ کې د یوه سړي د ټاکلو واک یوازې د سیاسي بیرو یا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د لوړ مقام په لاس کې وو. هېڅ پوه سړی نه شي کولای ومني چې یو " گوندي ضد" (په کتاب کې د مبارز بله څیره!) دې په ناڅاپه او د گوند د ډاډ له تر لاسه کولو وروسته پر دغسې یوه اداري دریځ ټکوهل شي.

مبارز په ناورهڼه توگه غواړي د لوستونکي په سترگو کې خاورې و شیندي. هغه د خپلو دندو د سپړنې په لړ کې وایي : " په ۱۹۸۰ز کال کې د سواد د زدکړې مرستیال او له هغه وروسته فرانسې ته کډوال شو" ، خو نه غواړي ووایي چې تر څو کلونو پورې په نوموړي ادارې کې دریځ پاتې شو. تر هغې شېبې پورې چې ډاډه وو چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي ، کلونه کلونه د " وزیر د مرستیال" په توگه پاتې شوی وو ، خو کله چې ورته څرگنده شوه چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي ، نود تیښتې او کډوال کیدلو په لټه کې کیږي او له خلقیانو او پرچمیانو سره د مخالفت د ډغرو وهلو لپاره ملاتړي!

د هیواد د سیاسي او پوځي حقایقو تل ته رسیدل ، پر هغو پوهیدل او له هغوڅخه کره کتنه کول ژورې څیړنې ، پلټنې ، شپه او ورځ خولې تویولو او بشپړ ناپییلتوب ته اړتیا لري. نه لیکل ډیرښه دي تر درواغ ویلو او تور تړلو. یو په بل پسې کتاب خپرول ، درواغ ، تور تړل او د ولس سترگو ته افسانې د حقیقت په توگه څرگندول ستره گناه ده او عبدالحمید مبارز پر دغه بې لارې شوې له گړنگونو ډک کږلیچ ، یوازینې یا لومړنی تللی سړی نه دﺉ.

پیړۍ پیړۍ مخکې مولانا جلاالدین بلخي له دغسې قلم په لاس لیکوالانو څخه داسې سر تـَکـَونه کړې ده :
"چـون قـلم در دسـت غـداری بود/ لاجـرم مـنصـور بر داری بود."� جـرمـنی، 15 جـنـوری 1999

لومړنی لیک
گرانه دوسته......،

د سلام له ډالۍ کولو وروسته هیله من یم چې له خپلې کورنۍ سره روغ او رمی اوسی. ستاسو د دیارلس سوه اتیایم لمریزکال د غوایي د میاشتې د لسمۍ [۲۰۰۱ز د اپریل د ۳۰ ] نېټې لیک مې تر لاسه کړ. دا دﺉ ستاسو پوښتنو ته په لاندې ډول ځواب وایم :

۱ ) له دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز [۱۹۷۸ز] کال مخکې ، ما د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم له ډلې سره اړیکه درلودله ، لامل یې دا وو چې د ولسمشرۍ د ارگ یو شمیر افسرانو د پرچم له ډلې سره اړیکه درلودله او ما د دندو د تر سره کولو په ترڅ کې له هغوی سره نیږدې اړیکې درلودلې.

د غوایي له کودتا وروسته د دواړو خلق او پرچم د ډلو له پلوه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړیتوب ته وبلل شوم. ماته د خلق یا پرچم په ډله کې ښکیلوالي ارزښت نه درلود ځکه د دیارلس سوه شپږپینځوسم لمریز کال د چنگاښ د دولسمې [۱۹۷۷ز د جولای ۳] نېټې له کنفرانس وروسته گوند د یوه یوموټي د [ا. خ.ډ.گ] په نامه یادیده. له دې امله پرکال دیارلس سوه او اووه پینځوسم [۱۹۷۸ز] د گارد په لومړني سازمان کې د ازمایښتي غړي او پرکال دیارلس سوه اته پینځوسم [۱۹۷۹ز] د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په اصلي غړیتوب ومنل شوم.

۲) د غوایي له کودتا مخکې د جمهوري په اردو کې د دواړو خواوو افسران ول. ولسشر ، ارواښاد صاحبجان او په څه ناڅه ډول د دفاع د وزارت مشرتابه د پرچم د ډلې کدرونه پیژندل.د گارد د کشف آمر عبدالحق علومي د خلق دډلې افسران اوما (عبدالرحیم شادان) چې په هغه وخت کې د گارد د پیژند مدیر وم پرچمي افسران پیژندل.

۳ ) له دیارلس سوه څلور پینځوسم [۱۹۷۴ز ] وروسته د ولسمشرۍ او د دفاع د وزارت د مشرتابه د لومړنی څپې ټکان د پرچم د ډلې پرافسرانو ورغلې. په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ د گارد بولندوی ښاغلی ضیا مجید په هند کې د پوځي اتشې په توگه وټاکل شو.

په دیارلس سوه او پینځه پینځوسم او دیارلس سوه شپږ پینځوسم [۱۹۷۶ او ۱۹۷۷] کې ، د پرچم د ډلې اتلس تنه افسران چې گڼ شمیر یې د گوند نامتو کدرونه ول او د خلق د ډلې لس تنه افسران له گارد څخه د (دفاع د وزارت) د مرکز او یا د ولایتونو قطعاتو ته تبدیل شول. البته ، له دې سره سره د دواړو ډلو افسران د غوایي د کودتا تر شپو ورځو پورې د ولسمشرۍ د گارد په جزوتامونو کې جذب او ځای پرځای شوي ول.

۴ ) دغوایي له کودتا وروسته د (پرچم) د ډلې له دوه ویشت تنو څخه چې گڼ شمیر یې د گوند کدرونه ول په لوړو گوندي او دولتي مقامونو وگومارل شول چې د یوشمیر نامتو کسانو نومونه یې په لاندې ډول دي:

- ښاغلی ضیا مجید د ولسمشرۍ د گارد بولندوی/ په هند کې پوځي اتشه/ د ملي دفاع د وزارت د نړیوالو اړیکو مدیر


- ارواښاد ډگرمن گل آقا خان د ولسمشرۍ د گارد د اوپراسیون آمر/ د غوایي له کودتا وروسته تر برید جنرالۍ ورسید/ د هرات د اوومې فرقې بولندوی، د ملي دفاع د وزارت د سیاسي چارو رﺋـیس او د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیکې جمهورۍ د انقلابي لوړې شوری مرستیال

- ډگرمن سید جان د گارد د اوپراسیون د آمریت مرستیال/ د غوایي له کودتا وروسته
د تورنجنرالۍ تر رتبې ورسید/ د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک جمهوریت د وسله وال ځواک د سرقوماندانۍ د پوځ د څانگې پازوال

- ارواښاد عبدالحق علومي د ولسمشرۍ د ماڼۍ د کشف آمر/ د غوايي له کودتا وروسته د تورنجنرالۍ تر رتبې ورسید/ په کندهار کې د دولتي امنیت (خاد) رﺋـیس ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزې کمیټې د عدل او دفاع مشر

- محمد عزیزحساس د ولسمشرۍ د گارد د تشریفاتو د ټولي بولندوی/ د غوايي له کودتا وروسته د تورنجنرالۍ تر رتبې ورسید/ د ولسمشرۍ د گارد بولندوی ، د حربي پوهنتون د قوماندانۍ مرستیال ، د دولتي امنیت (خاد) د لسمې ادارې رﺋـیس

- جگتورن سید حسن رشاد د گارد د دویم کنډک بولندوی/ د غوايي له کودتا وروسته د تورنجنرالۍ تر رتبې ورسید/ د ستردرستیز د امنیت آمر

- ډگرمن محمد نادر خان وردک د ولسمشرۍ د گارد د تشریفاتو د کنډک بولندوی

- جگړن دستگیرخان د ولسمشرۍ د مخابرې د آمریت مرستیال
- یو شمیر ټیټ پوړي افسران اوبریدگي چې د غوایي له کودتا وروسته یې په سرښندنې ارزښتناکې دندې تر سره کړې د مډالونو او دولتي نښانونو په ورکړې و ستایل شول

د خلق د ډلې د غړو شمیر لس تنه وو. هغوی هم د غوایي له کودتا وروسته د خلق په گارد او د وسله وال ځواک په قطعاتو کې په سرښندنې سترې دندې ترسره کړې

۵ ) د غوایي د مېاشتې په اوومه د پنځنۍ په ورځ [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] د دفاع د وزارت په لارښوونې د مرکز او ولایتونو په ټولو قطعاتو او گارنیزیونونو کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرتابه د نیول کیدلو او زندان ته د هغوی د لویدلو په خوشحالۍ د ښادي لمانځنې په لاره اچول شوې وې. د گارد د جزوتامونو په گډون ټول قطعات د سهار له نهو بجو وروسته د ښادۍ د لمانځنې په خوښیو بوخت ول. د ورځي د یولسو بجو په شااو خوا کې د دفاع وزارت ټولو قطعاتو په ځانگړې توگه د ولسمشرۍ گارد ته دنده ورکړه چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دفاع وکړي. ځکه د پینځلسم او څلورم زغره وال ځواک شوبلې او محاربوي ماشینونه له خپل وضع الجیشي حالته دباندې را وتلې او د ښار پر لور په خوځېدو وې.

ارواښاد صاحبجان د دفاع د وزارت د لارښوونې له ترلاسه کولو وروسته د اضطرار حالت اعلان او امر یې ورکړ چې د ولسمشرۍ د گارد ټول جزوتامونه دې له ارگ ، جمهوري ریاست او گارد څخه په ساتنه کې چمتو شي.

د گارد جزوتامونو ، له خپل پرسونل او په خپل جوړښت کې له ټاکلې وسلې سره چې لا مخکې په لومړۍ درجه احضاراتو کې راغلي ول په ډیر لنډ وخت کې (درې نېمې دقیقې) د ټول سـﺊ په ډگر کې راټول او له هغه ځایه یې خپلو دفاعي مورچلونو ته مخه کړه. هغوی له مورچل نیولو وروسته دفاع را پیل کړه.

په پیل کې [د گارد � ژ] ټولو خلقي او پرچمي افسران له سمبالو وسله والو جزوتامونو سره ټاکلې سیمې او مورچلونه ( چې مخکې یې په څو څو ځله د لومړي درجه احضاراتو په ترڅ کې د مورچلونو د نیولو تمرین کړی وو) و نیولې او له ارگ ، گارد او جمهوري ریاست څخه په دفاع کې ښکېل شول.

په هماغو لومړیو شیبو کې چې د پينځلسم زغره وال ځواک ۷۱۵ شمیرې شوبلې د دفاع د وزارت پرودانۍ او د ارگ پرختیځې دروازې ډزې وکړې ؛ د ولسمشرۍ د گارد د لومړي کنډک بولندوی ارواښاد محمد سرور خان (د گارد د ختیځ اړخ د دفاع او ساتنې پازوال) خپلو ترلاس لاندې سرتیرو او جزوتامونو ته داسې امر ورکړ: " د پینځلسم او څلورم زغره وال ځواک شوبلې او محاربوي ماشینونه چې گارد ، ارگ ، جمهوري ریاست اویا د ملي دفاع وزارت ته نیږدې کیږي او ډزې وکړي د سترگو په رپ کې د توغندیو تر اور لاندې ونیسـﺊ او دړې وړې یې کړﺉ."

د جزوتامونو بولندویانو او پرسونل (سرتیرو) په بیړه پر شوبلو او محاربوي ماشینونو په سپکو توغندیو هغه شوبلې چې د دفاع د وزارت پر ودانۍ او د ارگ پرختیځې دروازې یې ډزې کړې وې له کاره و غورځولې. هغوی د گارد د قراول مخته ، د ختیځې دروازې مخته او د سلامخانې دروازې مخته ( د څلورم زغره وال ځواک او د شهید عمر قطعه) راغلي محاربوي ماشینونه او په هغو کې ناست پرسونل دړې وړې کړل او وسوځېدل.

د غوایي د اوومې د پيښو په لړ کې شهید ډگرمن محمد سرورخان او یو شمیر په وسلو سمبال افسران د گارد او ارگ مخته پرسړک ننوتل او د یرغلگروشوبلو ۶۴ تنه پرسونل چې د گارد دپرله پسې توغندیو او نورو وسلو دډزو له امله له خوځښته پاتې شوي ول او یا د ارگ اوگارد پر لور د خوځښت زړه یې نه درلود پلي او ټول یې بندي او تر جدي څار لاندې یې ونیول. نیول شوي کسان د هماغې ورځې د سهار ترشپږو بجو پورې تر هغو شېبو چې گارد تسلیمیده ، هماغلته ول.

۶ ) له دې چې د پوځي کودتا لارښوونه او امر د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم د ډلې له پلوه نه ورکړل شوې ، د پرچم د ډلې افسران د ماښام تر اوو بجو پورې د اړیکې د نشتوالي له امله د پیښې له لامل څخه خبر نه ول ،ځکه چې د گارد او جمهوري ریاست د ټلفوني اړیکو ټولې اړیکې پریک شوې وې. هغوی د مخابرې د آمریت مرستیال دستگیرخان ته دنده ورکړه چې له گارد څخه دباندې ووځي او د بشپړو مالوماتو له تر لاسه کولو وروسته دې بیرته ارگ ته راشي.

د ستگیرخان د هر ډول گواښ په منلو د ارگ تر دیوال لاندې ویالې له لارې له ارگه دباندې ووت. نوموړی د مالوماتو له تر لاسه کولو وروسته د ماښام په اوو بجو بیرته راغی او د پرچم د ډلې افسرانو ته یې خبر ورکړ چې کودتا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د خلق ډلې پیل کړې ده.

له هغه وروسته د پرچم د ډلې افسرانو د گوند د پوځي څانگې د ملاتړ پیاوړتیا ته ملا وتړله. همدارنگه د جزوتامونو بولندویانو چې گڼ شمیریې د گوند د دواړو ډلو غړي ول له دفاع څخه لاس پر سر شول او د گوند په گټه یې هڅې پیل کړې.

۷ ) ارواښاد صاحبجان د گارد د بولندې (د قوماندې په قرارگاه) په ځای کې وو او کله نا کله به د گلخانې ماڼۍ ته د ولسمشر د لیدلو لپاره په تگ راتگ کې وو. د کنډکونو ، ټولیو او بلوکونو بولندویانو له خپلو مورچلونو څخه دفاع کوله.

د ماښام له شپږو بجو وروسته د جمهوري ریاست په هوايي چاپیریال کې د هوایي ځواک الوتکې راښکاره شوې او جزو تامونه په ځانگړې توگه د دلکشا د ساعت برج ته څیرمه د دافع هوا (سـتریلا 2M) ټولی او د ارگ د سویلي دیوال اړخونه یې تر اور لاندې ونیول. د ( دافع هوا د سـتریلا 2M) د ټولي بولندوي بریدمن چوپان د الوتکو د ماشینگڼو د ډزو له امله شهید شو.

د ماښام له اوو بجو وروسته بم غورځوونکو الوتکو د گارد ټولې سیمې ، ارگ او د دلکشا پر بڼ د بمبونو وَریا پیل کړه. د هغې په پای کې په ارگ کې دننه یو شمیر زیرمتونونو اور واخیست او د اور په لمبو کې ایرې شول.

د پینځلسم زغره وال ځواک شوبلو د آریانا له څلور لاندې ، پښتونستان واټ او د کابل هوټل له شا او خوا د گارد او ارگ پر ودانیو پرله پسې ډزې کولې. د همدغو ډزو له امله د گارد دروغتون د ودانۍ یوه څنډه " د افغانستان بانگ" ونړیدله.

د ماښام له اتو بجو وروسته د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د خلق ډلې په دې نامه چې یرغلگر ځواکونه د دلکشا بڼ ته ننوتلي او غواړي له هغې لارې گارد او ارگ ته ننوځي د گارد د لومړي کنډک سرغندویه او هڅاند بولندوی یوه گوټ ته بیایي او هلته یې په شهادت رسوي ( نوموړي له خپلو جزوتانونو سره یوځای د ارگ له ختیځ اړخ ، گارد او جمهوري ریاست څخه په سرښندنې اوسرسپارلې توگه دفاع کوله)

د شپې له لسو بجو وروسته د گوند د لارښوونې پر بنسټ اغیزمن تبلیغات ترلاس لاندې ونیول شول: " که جمهوري گارد تسلیم نه شي ، لارښوونه شوې چې پرگارد او جمهوري ریاست دې ۵۰۰ کیلویي بمونه و ورَول شي ترڅو ټول له خاورو سره یو شي."

د غوایي په اتمې نیټې د سهار په څلورو بجو [۱۹۷۸ د اپریل په ۲۸] سردار محمد داؤود ، د گارد بولندوی صاحبجان، د گارد د اوپراسیون مرستیال سیدجان او د گارد د کشف آمر عبدالحق علومي را غواړي او ارگ ته د نورو ځواکونو له پلوه د مرستې د نه رسیدلو او د مقاومت د بې ځای والي په پام کې نیولو داسې وویل :

" نه غواړم ځوانان له منځه ولاړ سي. د دې لپاره چې د ډیروځوانانو د وژل کیدلو مخه نیول شوي وي ، گارد تسلیم کړﺉ. زه نه تسلمیږم. ما د دفاع د وزارت ، صدارت او د ولسمشرۍ په پـ�ُستونو کې هیواد او ولس ته سپیڅلي خدمتونه کړي دﺉ. هېڅکله مې افغانستان او د افغانستان ولس ته خیانت نه دﺉ کړﺉ. که ما کومه پازوالي یا جرم درلود نو ما دې د افغانستان د ولس په نیاو کې محکمه کړي."

د ولسمشر له لارښوونې او د گارد د بولندوی د امر پربنسټ د سهار له څلورو بجو وروسته د ارگ د ساعت د برج (ختیځې دروازې) پرسر سپین بیرغ لوړ او د تسلیمیدلو تابیا تر لاس لاندې ونیول شوه.

۸ ) ماسردار محمد داؤود څو څو ځله د گلخانې په ماڼۍ کې ، او کله چې هغه د ودانولو له پروژو څخه لیدنه کوله او هم عربي هیوادونو ، یوگوسلاویا ، سویس ، ترکیې او هند ته د سفر پر مهال لیدلی دﺉ. چال چلند یې له سپیڅلۍ دوستۍ ډک وو او سړي ته یې زړورتیا وربخښله.

په هغه شیبه کې چې صاحبجان ولسمشر ته د گلخانې ماڼې ته مخامخ لارۍ برابره چې کړه چې که وغواړي د فرانسې سفارت (یا بل لوري) ته ولاړ شي د محمد داؤود روحیه ډیره لوړه وه. (هغه ونه منله چې له ارگ څخه ووځي). خو د هغه د هملارو ملگرو په ځانگړې توگه د کابینې د غړو روحیه چې په هماغه ورځ د وزیرانو په غونډه کې یې گډون کړی وو ، ډیره الوتې او ضعیفه وه.

سره له دې چې ما له کابل څخه خپل یادښت لیکونه نه دي راوړي که تاسو د ارگ ، گارد او جمهوري ریاست په اړوند نورې پوښتنې هم ولرﺉ مالومات به درکړم. والسلام. عبدالرحیم شادان ، جرمني ، د دیارلس سوه او اتیایم کال د چنگاښ شپږمه [۲۰۰۱ز کال د جون ۲۷]

دویم لیک
ښاغلی .....،
د سلام او درناوي له وړاندې کولو وروسته هیله من یم چې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره روغ او رمی اوسـﺊ. ستاسو د دیارلس سوه او اتیایم کال د لړم د مېاشتې د دیارلسمې [۲۰۰۱ د اکتوبر د ۲۹] نېټې لیک را ورسید. دا دﺉ هغه ټکي چې زما په یاد دي سپړنه یې په لاندې ډول تاسو ته وړاندې کوم :

۱ ) د ولسمشر سردار محمد داؤود او د جمهوري گارد د بولندوی د لارښوونې پربنسټ د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د حسابي او عایداتي شتمنیو د پلټلو لپاره یو څیړونکی پلاوی په لاندی ډول جوړ او وگومارل شو :

ښاغلی محمود لطیف د محمد ظاهر شاه شخصي مرستیال چې په هاغه وخت کې یې د لنډ مهال لپاره د جمهوري ریاست اداري چارې پرمخ بیولې : د پلاوي مشر/ عبدالرحیم شادان د جمهوري گارد د پیژند مدیر : د پلاوی مرستیال او غړی/ ښاغلی آقا محمد د گارد د مخابرې آمر: د پلاوي غړی/ ښاغلی ....(نوم یې زما په یاد نه دﺉ) د لوژستیک محاسب : د پلاوي غړی

پلاوي دنده درلودله چې د قلم مخصوص او شتمنیو ( کاریز میر او دره آجر) حسابي چارې له نیږدې و پلټي ، کنترول یې کړي او ویې څیړي.

۲ ) د پخواني پاچا د کورنۍ غړو د چنگاښ له کودتا مخکې [۱۹۷۳ د جولای ۱۷] په ډیر پرتم اودرناوي بهر ته سفرونه کول. له لوړ پوړو مامورینو او د هوایي ډگر د امینت له آمر پرته VIPخونې یا د الوتکې څنگ ته چا نه شوای کوای هغوی ته ور نیږدې شي. له کودتا وروسته کله چې د پاچا میرمنې او د کورنۍ نورو غړو غوښتل روم ته سفر وکړي ، د هغوی توکي او بکسونه د یوه ټیټ پوړي افسر له پلوه ضبط شول.

د هغه وخت د کورنیو چار د وزارت د ژاندارم او پولیسو د لوی بولندوی د لارښوونې پربنسټ د محمد ظاهرشاه د کورنۍ نقدي او جنسي توکي چې په یوه اوسپنیز صندوق کې ځای پرځای شوي ول د کابل د هوايي ډگر د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له پلوه ونیول شول.

دغه بکس د جمهوري ریاست د لارښووني پربنسټ له هوايي ډگر څخه " دافغانستان بانک" ته ولیږل شو چې هلته ساتل کیده. نوموړي توکي د ښاغلي محمود لطیف ، عبدالرحیم شادان ، ارواښاد صاحبجان ، ښاغلي محمد موسی عظیمي له پلوه چې په هاغه وخت کې "د افغانستان بانک" مرستیال وو لاسلیک ، مهر او په نښه شو.

۳) د پلټنو د لاسوند په څلورومې مادې کې راغلې : " څرمن لاسي نصواري بکس چې په تـَل کې یې سره زر او جواهر دي په سرتړلي توگه له پوښ سره یوځای د یوولسو کیلوگرامو په وزن د مخکیني پلاوي له پلوه وزن ، په نښه او لاسلیک شو."

۴ ) کله چې پلاوي بکس خلاص کړ ومې لیدل چې په بکس کې دننه یو شمیر سره زر لکه په غمیو پسولل شوي د غاړې د سرو زرو گرانبیه هارونه ، گوتې او والیگان د بکس په کښتنۍ برخه کې ځای پرځای شوي ول.

د څرمن بکس په تـَل کې یو شمیر ډالر (چې شمیره یې زما له یاده وتلې) هم چې د سرو زرو ترڅنگ په پاکټونو کې ایښودل شوي ول د کابل په هوایي ډگر کې د شاهي کورنۍ له لاسه واخیستل شول.

۵ ) د غه توکي او اسعار له یوه کال او څو میاشتو وروسته د نوموړېکورنۍ د غړو د نومونو له څرگندیدلو او د پلاوي له نښو او لاسلېک وروسته د هریوه په نامه او پتې په بیلا بیلو پاکټونو کې د(شاهي کورنۍ د استازي) محمد علي سلیمان له لارې چې په هغه وخت کې یې د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو په ریاست کې دنده تر سره کوله روم ته ولیږل شول. ( د اسعارو شمیره د هریوه په نامه : له ۵۰۰ او ۶۰۰ ډالرو تر ۸۲۰ او ۱۱۰۰ ډالرو پورې او تر ټولو غټه شمیره یې ۱۸۰۰ ډالره وه)

۶ ) د جمهوریت په لومړیو او دویمو کلونو کې [۱۹۷۳ او ۱۹۷۴] په صندوق کې دننه د سرو زرو په څرمن بکس کې له ځای پرځای شویو اسعارو پرته ، محمد ظاهر او کورنۍ ته یې نورې پیسې ونه لیږل شوې. د جمهوریت د دریم کال په پای او د څلورم کال په پیل [۱۹۷۵ او ۱۹۷۶] کې د محمدظاهر د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو د هغه د شتمنۍ او بانکي ونډې له گټې څخه په مېاشت کې دوه زره ډالر د شاهي کورنۍ د لگښت لپاره لیږل کېدل. همدا رنگه په دیارلس سوه او پینځه پينځوسم کال کې [۱۹۷۶ز] کې د پاچا د بانکي ونډې بیه د یوه چک له لارې هغه ته ولیږل شوه.

۷ ) د هغه ترڅنگ د پاچا د کار په دفتر کی یو ټوک په لاس لیکل شوی کتاب ، لرغونې خطي نسخې او ارزښتناک کتابونه د محمد ظاهر په کتابتون کې ول. دغه ټول د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت، ملي آرشیف ، د دفتر د ریاست او د جمهوري ریاست او گارد د یوه بشپړ او سمبال شوي پلاوي له لارې ملي آرشیف ته ولیږل شول.
۸ ) ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د غوایي د مېاشتې [۲۷ اپریل ۱۹۷۸ز] کودتا ناکامه یا شنډه کیدای شوای ،باید وویل شي :
سره له دې چې د جمهوري گارد سرتیرو او بولندویانو د غوایي د مېاشتې د اتمې [۲۸ آپریل ۱۹۷۸] د سهار تر څلورو بجو پورې په ټینگه او سرښندنې له گارد ، جمهوري ریاست او خپلو مورچلونو څخه دفاع وکړه له دې چې په گارد کې دننه د گوند ډیرغړي ول له دې امله د وسله ځواک پروړاندې مقاومت بې ځایه او د کودتا شنډول نا شوني ول.

په حقیقت کې د همدغې خبرې په پوهیدا سردار محمد داؤود لارښوونه ورکړه چې :" گارد تسلیم کړﺉ تر څو ځوانان ونه وژل شي..."

په وروستیو کلونو کې که د افغانستان په کورنیو چارو کې د سترو هیوادونو لکه امریکا او چین او د عربي هیوادونو، ایران او پاکستان لاسوهنې نه وې شوای او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند کورنۍ گونډیمارۍ او شخړې هوارې شوې وای ، د افغانستان وسله وال ځواک دومره پياوړی شوی وو چې په ۱۹۹۲ زکال کې یې دولت پرته له کوشني مقاومته نه تسلیماوه."

ستاسو د بریا په هېله. والسلام. عبدالرحیم شادن ، جرمني ، د دیارلس سوه او اتیایم لمریز کال د لړم یوویشتمه نېټه [۱۲ نوامبر ۲۰۰۱ زکال]

[][]
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery