مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (درویشتمه برخه/ وروستۍ برخه)

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] [شلمه برخه ] [یویشتمه برخه ] [دوویشتمه برخه ] [درویشتمه او وروستی برخه ] دلته وګورئ. . .

د پسرلني سباوون د گولېو باران

(څلور وېشتمه برخه)
صبورالله سـیاه سـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
ژباړه : رحمت آریا


مل کرښې
۱ ) د ۲۰۰۹ز کال د مارچ د مېاشتې په ۳۰ نېټه چې ددغې لړۍ د لیکنې د پای مهالیز وخت وو ، د کاناډآ د مونتریال له ښاره د محمد آصف صافي په نامه یوه افغان دوست وویل چې تر راتلونکي مېاشت پورې به د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژل کېدا د څرنگوالي په اړوند د " پسرلني سباوون د گولېو د باران" د لړۍ لپاره نوي او تاند مالومات وړاندې کړي .

محمد آصف صافي د خبرو په لړ کې له " جگتورن نور احمد تره خیل" څخه یادونه وکړه او زیاتوي چې خلکو د کټـور په نامه پیژانده . محمد آصف صافي د تره خیل په اړه داسې وايي :
" کټوري راته " د ۱۹۷۸ز کال د اله گولې او نښتو خبرې کولې ؛ هغه د خبرو په ترڅ کې ما ته وویل : " زه هم د بولندوی شهنواز تـڼـي په امر د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللی وم. وروسته له دې چې امام الدین ، سردار محمد داؤود ټپي کړ ما خپلو پينځلس تنو کوماندیانو ته د اور امر ورکړ. د هغه ټوله کورنۍ په ډزو کې له منځه ولاړه. کله چې ډاډه شوم چې نور هېڅ څوک ژوندي نه دي پاتې ، ولاړم او د داؤود خان سپینه تومانچه مې له ځان سره را واخیستله."

د محمد آصف صافي په وینا وروسته له دې چې تره خیلی نوراحمد کټور د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ په وژنې اعتراف وکړاحمد شاه مسعود د ۱۹۸۳ ز کال د نوامبر په مېاشت کې په خپل امر په پیشغور " پنجشیر " کې له غاړې وځړاوه او او زیندۍ یې کړ.
د محمد آصف صافي او شهنواز تڼي ترمنځ د ثبت شویو خبرو لیکنزه بڼه چې په هغې کې د جگتورن نور احمد تره خیلی د لیږلو او ارگ ته او د هغه د ونډې په اړه خبرې شوې دي زموږ پر دغو مل کرښو به یوه بله لړۍ ورزیاته کړي.

۲ ) د انجنیر خلیل الله رؤوفي د لیکنې " افشای حقایق بیشتر ....." ځینې برخې : هېڅ شک نشته چې حفیظ الله امین او اسدالله سروري دواړه د KGB جاسوسان ول خو د داؤود خان د هاغه وخت د واکمنۍ په پړاو کې چې د چا په گومان کې د کودتا د سمبالتیا او د رژیم د پرځېدا خبره لا نه گرځېدله بیا هم داؤود خان په کلکې سرټمبه گۍ او پریکنده ډول د هیواد د واکمنۍ واگې په یوازې او خپلواکه توگه په لاس کې درلودلې. هغه خپل هر مخالف په وچ زور ټکاوه او هر شکمن سړی ان که د هغه د ډاډ وړ سړی به هم وو ، هغه به یې له سیاسي او پوځي ډگر څخه لېرې کاوه.
د بېلگې په توگه په دغه وخت کې یې خپل ځوان کودتاچي ملگري لکه د مخابراتو وزیرعبدالحمید محتاط ، د سرحداتو وزیر پاچا گل وفادار ، د کورنیو چار وزیر فیض محمد ، د هوایي او هوايي مدافعی رﺌـیس ارکان ډگروال اکبرمقصودي چې ددوی په مرستې یې واکمني تر لاسه کړې وه له ځانه لیرې ، پر هغوی په قهر شو او له دندې یې گوښې کړل او یو شمیر نور کسان یې تر څار لاندې و نیول.

کیڼ لاسي لارښود پرته له دې چې د خپل کاري شپول ترگرد چاپيره چاپیریال یوه پوهه او هوښیاره ډله را ټوله کړي پر نورو ټولو کیڼ لاسو سیاسي بهیرونو او ډلو یې د غندنې پریړه کرښه را وکاږله. د داؤود خان دغه سیاست هغه مهال پلی کیږي چې له روسانو سره یې په بربنډه اړیکې پریک کړې وې او د هغوی تر ځمکې لاندې کورنۍ ځالگۍ د سر سپارلو کسانو له پلوه لکه د دفاع وزیر حیدر رسولي ، د لوی درستیز عزیزخان چې خلکو د " تور عزیز / عزیز سیاه " په نامه پیژانده ، او د د دفاع د وزارت د استخباراتو د رﺌـیس جان نثار خان تر کلک څار او نیونې لاندې راغې وې.

د روسانو له څارگرو ځالگیو سره د اسدالله سروري له اړیکو سره سره او پرته له دې چې نوموړي له روسانو څومره ژورې او څه ډول اړیکې درلودلې بیا هم د داؤودي ددغسې درانده سیاست تر سیوري لاندې هغوی هېڅ کاره ول او د داؤود د قهار رژیم پر وړاندې یې دومره زړه او جرﺌـت نه درلود چې په برالا ډول سر راپورته کړي ځکه د KGB له مرستې سره سره په هغوی کې دومره زړه او جرﺌـت نه وو چې کوم گواښ زیږوونکي چلند ته دې لاس واچوي.

که امین د خلق د ډلې په استازیتوب د پوځ په یوې کوشنې کړۍ کې د افسرانو د جلب او جذب دنده درلودله دا ددې مانا نه ښندي چې نوموړی دې په هیواد کې د یوه مطرح ځواک په توگه د ښاغلي لبیب په وینا د داؤود د لارې خنډ وگرځي او په دې دې بریالی شي چې د هغه مخه ور ډب کړي او نه سروري کومه پخه ونډه درلودلای شوای چې د یوه ورک نومي تورن په توگه یې په هوايي ځواک کې کار کاوه. خو د غوايي له کودتا وروسته دواړه د بې خرته واک او ځواک پر گدۍ ځای پر ځای کیږي او دواړه د دوه سرو ښامارانو په جامه کې د ټولنې پر زره ور ننوځي او په خپل هیواد کې د وژنې او د ستر خونړي ناتار په بنسټ ایښودونکو بدلیږي.

د هغې تر څنگ داؤود خان د هیواد په ملکي او پوځي چارو کې د شوروي سلاکارانو د آزادې لاسوهنې د لړۍ لمن کرار کرار ور لنډه کړه او د هغوی پر ځای یې کورني سلاکاران ځای پر ځای کړل او هغوی یې اړ کړل چې په خپلو کار پوهنیزو برخو کې له ژمنې او هوډ وروسته خپله پازوالي په غاړه واخلي ، ددفاع وزرات ته امر شوی وو چې د وسله وال ځواک په ټولو څانگو کې دې د سلاکارانو د اړتیا څرنگوالی و څیړي او د هغوی شمیره دې اړینې کچې ته را ټیټه کړي. د بېلگې په توگه د توغندیو په لیوا ( لیواې راکټ) کې چې د وسله وال ځواک تر ټولو عصري ځواک شمیرل کېده څوارلس سلاکاران ول چې په ځانگړو کارپوهنیزو برخو کې ښکیل ول ، خو له کورنیو انجنیرانو څخه د ژمنې له اخیستلو وروسته د نورموړو سلاکارانو شمیره دریو تنو ته راټیټه شوه او پاتې کسان بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. دغسې چاڼ د وسله وال ځواک په ټولو لیواگانو او کنډکونو کې ترلاس لاندې ونیول شول او پلي شول.

ښاغلی لبیب په خپل کتاب کې وايی چې د غوايي له کودتا مخکې د دفاع په وزارت کې په ځانگړې توگه د هوايي ځواکونو په اډانه کې د مهمو کادرونو مقرریدل او بدلیدل د روسانو له پلوه ترسره کېدل ، حال دا چې شوروي مستشاران نور هغه خپلسري واکمنان نه ول چې په هر کار کې دې په خلاص لاس ، لاسوهنه وکړي ، دا خو لا پریږده چې روسان دې دومره واک ولري چې ډگروال قادر خان دې د هوایي ځواک د درستیزوال په توگه و گوماري یا دې د بگرام له گارنیزیون څخه رحیم نورستاني لیرې کړې ، دا دومره آسانه نه وه اوهغسې نه وه لکه څنگه چې ښاغلي لبیب یې وايي. په پوځي چارو کې یوازینی پریکړه کوونکی او واکمن سړی په خپله ولسمشر وو او د یوه قهاره پاچا په څیر به یې امرونه لیږل. خو د هغه تیروتنه په دې کې وه چې ددغسې برخه لیک جوړونکي سیاست په لاره کې یې د کرملین غبرگون په هېڅ شمیرلی وو.
د KGB د لاسپوڅو یوه بله روزل شوې مرۍ ډگروال قادر خان وو چې د غوايي د کودتا په بریالیتوب کې یې پریکنده ونډه درلودله. ښاغلي لبیب باور لري چې د وسله وال ځواک په داسې یوه مهم دریځ کې د هغه مقررېدل له کودتا څخه یوه میاشت مخکې د KGB د ځالگیو په منځگړیتوب ترسره شوي ول. خو تر هغه ځایه چې روښانه ده د هوايي ځواک د درستیزوال په توگه د قادر خان گومارنه د غوايي له کودتا یوه مېاشت مخکې نه بلکه ډیره موده وړاندې د داؤود خان د ډیرو د ډاډ وړ او د کورنیو کړیو او ځالگیو له پلوه تر سره شوې وه.

د چنگاښ د کودتا د گډونوال په توگه قادر خان د څو استوي کرکتر په لرلو دا وړتیا او ورهڼه درلودله تر څو د داؤود خان ډاډ په هرې شونې بیې تر لاسه کړي چې د همدغې موخې د ترسره کېدا لپاره د دفاع د وزیر غلام حیدر رسولي د زوم او د آریانا د رﺌـیس انجینیر نجیب الله له لارې یې و کولای شول د " ملي غورځنگ " د ګوند غړیتوب تر لاسه کړي. او په همدې ترڅ کې یې د هوايي ځواک په کړیو کې د " ملي غورځنگ " د گوند د چارو سمبالتیا هم پر مخ بیوله.
قادرخان په چابکۍ او هوښیارۍ و کولای شول چې داؤود خان ته ځان له همدې لارې نیږدې کړي او د یوه افسر [ ظاهرأ د یوه پالیال او سر سپارلي افسر په جامه کې ] د داؤود خان ترمخ د پالیالۍ لوړه وکړي او د هوايي مدافعې د درستیزوال دریځ په خپلو منگولو کې راخپل کړي.

د داؤود خان په دولت کې نورستانیانو د پام وړ ځواک را خپل کړی وو او قادرخان د هغوی پر ضد د دفاع وزیر رسولي ته له اړو پیچه ډک " ضد ونقیض" راپورنه ور کول ، د هغه موخه داوه چې د بگرام د گارنیزیون هڅاند او منضبط بولندوی ډگروال رحیم نورستاني له خپلې لارې د یوه خنډ په توگه لیرې کړي ؛ ځکه د هغه په شتون کې په بگرام کې هېڅ پیلوټ نه شوای کولای په خپل سر الوتنه وکړي. قادرخان په خپلې موخې کې بریالی کیږي. له کودتا څو میاشتې مخکې یې د داؤود خان په لاس رحیم خان له دندې گوښه کړ او دغه دنده یې نرم چلند ډگروال غلام سخي ته ور کړه. دا هغه تیر وتنه وه چې په حقیقت کې داؤود خان په خپل لاس د خپل مرگ حکم لاسلېک کړ ځکه دا د بگرام او شینډنډ هوايي ځواکونه ول چې د یوه هیواد او دولت برخلیک یې د خلق د گوند د کودتا پر تندي و لیکه.

خپلې موخې ته د رسېدا په لاره کې قادر خان له ځانه پورته کسانو ته هېڅکله سر ټیټ نه کړ او تر لاس لاندې کسانو باندې یې هېڅ ډول خپلسري ونه سپموله. د کودتا د بریا په شنه سهار یې د هوايی او مدافعه هوايی ځواک بولندوی ډگر جنرال موسی خان چې د هیواد د وسله وال ځواک یو سپیڅلی او کارپوه افسر وو د هغه له یوه مرستیال تورنجنرال ستارخان سره یو ځای د کار په دفتر کې په کلاشنیکوف ووژل . له هغه وروسته په بیړه د بگرام د هوايي ډگر پر خوا والوت ، هلته یې د گارنیزیون بولندوی ډگروال سخي و نیو او بندي یې کړ ، د بولنې " قوماندې " د دریځ ولکه یې په خپل لاس کې واخیسته او خپل ژمن ملگري پیلوټان یې د کودتا لپاره چمتو کړل چې والوزي. یو ساعت وروسته یې د خواجه رواش د هوايي ډگر په اډه کې د بلې وژنې امر ورکړ. هغه خپل نیږدې او هم مسلکه ملگري لکه د څارگرې څانگې مدیر ډگروال قاسم خان ، د ښوونی او روزنې آمر ډگروال عنایت ، د هوايي ځواک سر انجنیر مرتضی قل د حرکاتو مدیر ډگروال سلطان پیلوټ او یو شمیر نور هیواد پال او په کار پوه افسران یې پرته له دلیل او گناه په خپل امر په تړلو لاسونو د هوايي ډگر پولیگونونو ته ولیږل او تر خاورو لاندې یې کړل. ددغو تأریخي او ځلاندو غوړه مالیو او چوپړونو له شامته نوموړی د دفاع د وزیر په توگه وټاکل شو او یو ځل بیا یې نوي رژیم ته د پالیالۍ لوړه وکړه. د غوايي د کودتا په همدغو شپو ورځو کې د هیواد په وسله والو ځواکونو کې نورستانیانو ډیر ځواک درلود او ددفاع وزیر حیدر رسولي له هغوی سره د یو شمیر سیاسي ټکرونو له امله ښه چلند نه درلود.

د څلورم زغره وال ځواک بولندوی سرور نورستاني چې د داؤود د چنگاښ د کودتا یو په ځان غره افسروو ، دفاع وزیر ته یې هېڅ پام نه درلود او نه یې هغه ته ارزښت ورکاوه ، له داؤود پرته یې په خپل سر بل سر نه پیژانده . د بگرام په گارنیزیون کې ډگروال رحیم نورستانی ، د گارنیزیون یو تر ټولو ځواکمن بولندوی وو. ډگروال دین محمد نورستاني د هوايي ځواک د بولندوي په توگه کار کاوه ، قدیر نورستانی د کورنیو چار وزیر وو ، دوی ټولو د داؤود خان د ولسمشرۍ د ځمکنیو او هوايي ځواکونو کلیدي جرړې جوړولې.
داؤود له یوې خوا ددغو ستونزو په تړاو په اندیښنه کې ډوب وو او له بله اړخه د څلورم زغره وال ځواک پرضد د حیدر رسولي پاروونکو راپورونو د داؤود شک لاپسې را وپاراوه ، داؤود له قدیر نورستاني پرته ، نور ټول د ځواک او واک له لوړې څوکې راکښته کړل ،ان د سرور نورستاني د جنرالۍ رتبه یې منظور نه کړه. له همدې امله وو چې د څلورم زغره وال ځواک د بولندوی خوا له داؤود خانه شنه شوه او د خپلې ماندینې د ناروغۍ په پلمه شوروي ته ولاړ.

داؤود خان د نورو کسانو په پرتله حیدر رسولي ته ډیر غوږ نیوه او پر هغه یې ډاډ کاوه ، د هغه خبره به یې منله ، د سرور نورستاني او د نورو پوځي کړکیچنو سکالو په اړوند یې د حیدر رسولي راپورنه حقیقت ته نیږدې بلل ، خو رښتیا دا ده چې دغه نورستاني کادرونه په ټولې سپیڅلتیا خپل مشر او لارښود داؤود خان ته خورا زیات پالیاله ول ، د هغوی شتون د داؤود د واکمنۍ ستنو ته ټینگښت ور بخښلی وو ، یو شمیر پوځي او سیاسي ناندرۍ د دولت په کورنیو او له دولته دباندې کړېو کې په کلکه د غوړیدا په درشل کې وې او په دغسې یوه چاپیریال کې داؤود خان له خپل ناوړه او لټ دفاع وزیر سره یو ځای ددغو ناندریو خطرناکو پایلو ته پام نه کاوه او په پای کې هر څه په بل مخ واوښتل چې د جمهوري رژیم د هغه له لارښود سره ځای د پوپنا کېدنې په ډنډ کې ډوب شو. /..../
د هغې تر څنگ د هیواد د پياوړي او ځواکمن ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وینو بیه بې ارزښته او ټېټه وبلل شوه ، داؤود خان د یوه مؤمن او گروهن افغان په توگه د افغانستان له پرمختگ او خپلواکۍ سره ډیره مېنه درلودله او د هغه لپاره یې هلې ځلې کولې خو لږ تر لږه ان د هغه غوښتنې ته چا غوږ ونه ونیو ، د کودتا دوه تنه پاخه گډونوال او سمبالوونکي قادر خان او اسلم وطنجار د هغه حضور ته ارگ ته ور نه غلل او د ( امام الدین په وینا ) یوازې د کوماندو د لومړي ټولي بولندوی شهنواز تڼي ته امر ورکړل شو چې د پوځي شوری پیغام داؤود خان ته ورسوي.

تورن شهنواز تڼی چې د نامتو کېدا ازانگی یې وروسته یې خپرې شوې د دغسې یوې مهمې دندې د سرته رسولو پازوالي چې هیواد د بدلون په درشل کې وو د خپل ټولی بریدمن امام الدین ته سپاري ، دغه ځوان بریدمن له خپلو دریو تنو سرتیرو سره په ارگ ورننوځي او هغه داؤود خان ته چې خروښ او قهر یې د تور ایندوکش " هندوکـش" له لوړ والي لا لوړ تللی وو وایي چې وسله دې پرځمکه واچوه او ځان تسلیم کړه.
دا هغه تأریخي سپکاوی وو چې د افغانستان ولسمشر سل ځله مرگ تر هغه غوره باله او په پای کې یې خپل ځان او خپله کورنۍ د نام و ننگ او پت قرباني و گرځاوه.

د امام الدین په ځوابونو کې د دغې ویروونکې تأریخي پیښې انځور په دومره بې ارزښته لیرلید کې غبرگون موندلی چې گڼې کودتا ، کودتا وي او په هغې کې وچ او لانده یوځاي سوځي ، د کودتا فرهنگ له رحم او روغې جوړې سره تل په ټکر کې وي او خپل مخالفین باید په هماغه شېبه کې دړې وړې کړي. له دې امله د هغه په انگیرنې ، د افغانستان د ولسمشر محمد داؤود له منځه وړل هم ددغه فورمولې له اډانې نه شي وتلای."

ددغې لېکنې د بشپړ متن د لوستلو لپاره کولای شـﺊ و گورﺉ :
www.farda.org/articles/08_updates/081100/article_kh_rauffi.htm
۳ ) انجنیر نجیب الله داوري د " فاکتهـای غیرقابل انکار دسـت روسـهـا در امر سقوط رژیم مـحـمـد داوود و پیروزی کـودتای ثور" تر سر لیک لاندې د ۲۰۰۸ زکال د اگست د مېاشتې د لیکنې په پای کې داسې لیکلي : ( د لیکوال له اجازې پرته دغه برخه لږ را لنډه شوې ده )

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ان د مرکزي کمیټي او سیاسي بیرو د غړو په منځ کې داسې کسان هم ول چې د شوروي پالنې په پرتله ، ولسپال ول. له هغې ډلې څخه کولای شو د میرمحمد اکبر خیبر او خلیل زمر نومونه را واخلو. خلیل زمر د غوايي له کودتا څو میاشتې مخکې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له مرکزي کمیټې سره پریکون وکړ او د داؤود خان له حکومت او دولت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. د غوايي له کودتا وروسته نوموړی د لسو کالو لپاره د همدغه جرم په کړس کې لس کاله د څرخي پله په زندان کې د محکمې له حکمه پرته تیر کړل.

خیبر ددې پلوی وو چې د پرچم ډله دې د ملي غورځنگ له گوند سره یو ځای شي تر څو له داؤود خان سره د بنسټیزو پروژو په سرته رسولو کې جوگه شي. خو د خیبر دغه لیر لید د مسکو له نړۍ واکۍ او هیلو سره سمون نه خوړ ، ځکه چې روسان په خپلو گټو پسې گرځېدل سره له دې چې د داؤود خان رغښتیزو پروژو له اقتصادي اړخونو په یوه بڼه له سوسیالیزم سره ډډه لگوله خو روسان هېڅکله د افغان ولس د سوکالۍ او د داؤود خان د ملي رغانیزو پروژو پروا نه کوله. په پای کې میر اکبر خیبر د سترگو په رپ کې د پرچم د ډلې له پوځي پازوالۍ څخه گوښه کړای شو او پر ځای یې نور احمد نور د پرچم د ډلې د پوځي څانگې پازوال و گومارل شو.
.
تر اوسه د خیبر د وژنې په اړوند بیلابیل لید لوري او انگیرنې وړاندې شوي دي او په دې وروستیو کې دا گنگوسې هم خپرې شوې چې گڼې گلب الدین حمکتیار د خیبر وژنه د خپلو پلویانو له کارونو څخه گڼلې ده.
هغه څه چې څرگند دي دا دي چې د افغانستان په وسله وال ځواک کې له خلقي او پرچمي افسرانو پرته یو شمیرو نورو خپلواکو افسرانو د شوروي له GRU یا د ( شوروي له پوځي څارگرې ادارې ) Glavnoje Razvedyvatel'noje Upravlenije (GRU) سره نیغ په نیغه اړیکې درلودلې او هره شېبه تیارسـﺊ ول چې د شوروي د ګټو پر بنسټ کار وکړي . په دې کې شک نشته چې د پرچم د پوځي څانگي د پازوال په توگه د خیبر او GRUتر منځ اړیکې له یوې خوا او د GRU او حفیظ الله امین ترمنځ په اړیکو کې له بل خوا چې په وسله وال ځواک کې د خلق د ډلې پازوال وو ، یو شمیر رمزونه او رازونه پټ ول. ښايي خیبر له GRU سره د ټولو اړیکو لرونکو افسرانو لیست درلود او د ټولو پرچمي او یو شمیر خلقي افسرانو په نومونو پوهیده چې د اور د بولنې واک یې په لاس کې درلود.
.
هر گوره ، مسکو پریکنده پریکړه کړې وه چې د داؤود خان واکمني را وپرځوي ، ان نور محمد تره کي په خپلې یوې مرکې کې ویلي ول چې غوښتل یې انقلاب د هماغه کال د زمري [جولای/اگست] په مېاشت کې پلی کړي تر څو د " زمري " د انقلاب په نامه و نومول شي!
د ملي غورځنگ له گوند سره د پرچم د ډلې د یو ځای کېدنې په تړاو د خیبر پریکړه او له داؤود خان څخه له څونې څار پرته د خیبر ملاتړ له یوې خوا او له بلې خوا د دیارلس سوه او اوه پینځوسم کال د زمري په مېاشت [ جولای/اگست ۱۹۷۸ز] کې د داؤود خان پروړاندې له کیدونې کودتاڅخه د خیبر خبرتیا ، شورویان په شک کې و غورځول او وېې انگیرل چې ښايي خیبر د هغو پرچمي او خلقي افسرانو نومونه به داؤود خان ته ورسوي چې د اور د ورکړې واک په لاس کې لري.
دلته ده چې د خیبر د ترور تابیا نیول کیږي. د دیارلس سوه او اوه پينځوسم لمریز کال د وري د مېاشتې په اته ویشتمه د دوه نۍ " دوشنبې " په ورځ [ ۱۹۷۸ز کال د اپریل ۱۷ ] د کابل په مکروریانو کې دولتي مطبعې ته نیږدې د یوه پوځي جیپ موټر له منځه په خیبر ډزې کیږي. په هماغو شیبو کې د شوروي د سفارت یو تن کاروکوونکي اوبلوف د سړک په هاغه بله غاړه کې لیدل کیږي.

دا چې د خیبر له وژل کېدا وروسته د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په خپلې څوارلس کلنۍ واکمنۍ کې له خیبر څخه هېڅ یادونه ونه کړه ، ان پلیو په لاره تلونکو کسانو د هغه پر انځور خټې او لوخړې و مښلې او د هغه د قبر لوحه له ځایه بې ځایه کړه ، د هغه د قبر په بیا جوړونه کې د گوندي ملگرو چوپيتا او بې پروايي ټول ددې مانا ښندي چې د خیبر د وژنې جرړې چیرې پرتې دي. څرگنده ده چې د خیبر په جنازه کې د غــَروو اوښکو تویول " د تمساح د اوښکو تویول " یوازې یوه درغلنه وه.
یو شمیر کسان وايي چې د کودتا د پلي کیدا د پلان تابیا حفیظ الله امین جوړه کړې وه چې د دیارلس سوه اوه پينځوسم لمریز کال [ ۲۶ اپریل ۱۹۷۸ز] د غوايي د مېاشتې د شپږمې / اومې په باراني شپه یې د سید محمد گلابزوی له لارې اړوندو افسرانو ته و رسوله ، ترڅو " سبا ته خپلو کنډکونو ته له رسیدا سره سم " دې کودتا پلې کړی ، ان تر دې کچې چې گڼ شمیر پرچمي افسران په لومړیو کې له کودتا خبر نه ول او دننه په ارگ کې یې له داؤود خانه په سرښندنې دفاع کوله.

دغه خبره دومره ساده نه ده. د ډگروال عبدالقادر تر مشرۍ لاندې د انقلابي افسرانو سازمان هم د هیواد په پوځي قطعاتو کې یو شمیر لارښوونې له GRUڅخه تر لاسه کړې وې تر څو د محمد داؤود په پلوي هر ډول خوځښت شنډ کړي.
د غوايي په کودتا کې د روسانو د لاس لرلو فاکټونه کولای شو داسې را وشمیرو:

لومړی ) په دې کې هېڅ شک نشته چې د GRU او حفیظ الله امین ترمنځ د کودتا د پلي کیدا په اړوند ژمنې او پټپټانی شتون درلود. دا چې حفیظ الله امین له کودتا وروسته په لوړ غږ ډیر غړومبیده څرگندوي چې د GRU پیاوړی لاس یې تر شا درلود.
په هغه وخت کې د گرځند ټیلفون ټکنالوژي په نړۍ کې د هر چا په لاس کې نه وه. د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې یوازې د ټلیفون څو کلاسیک مزي ول او امین دا امکان په لاس کې نه درلود چې له څو خنډونو په تیریدا دې ځان سانترال ته ورسوي او له نوموړو ټلیفونونو څخه دې له خلقي افسرانو سره خبرې وکړي او د انقلاب د پیلیدا امر دې ورکړي. په هغو شیبو کې چې محمد داؤود د دولت او وسله وال ځواک ، واک په خپل لاس کې درلود امین او د هغه کسانو نه شوای کولای د وسله وال ځواک د مخابراتو له لارې خپلو گوندي ملگرو ته د هیواد د ولایاتو په قطعاتو کې د وسله وال پاڅون خبر ورکړي. له بلې خوا خلقیانو دومره امکانات نه درلودل چې په څو لنډو ساعتونو کې دې ځانونه ولایتونو ته ورسوي او تر لاسه شوي امرونه دې خپلو اړوندو ملگرو ته ورسوي.
خو په دې کې شک نشته چې د افغانستان په بیلا بیلو قطعاتو کې له GRU سره په اړیکه کې افسرانو کوشني لاسي ټیلفونونه درلودل ، دغه ټکنالوژي یوازې شوروي او امریکا پوځیانو درلودله چې د هغې له لارې یې امرونه یې ترلاسه کول. ځکه د دیارلس سوه او اوه پينځوسم کال د غوايي په اوومې [ ۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] کله چې ددفاع د وزارت پر ودانې ماسپښین نیږدې د کودتا لومړی ډز کیږي د ننگرهار د یولسمې فرقی بولندوی جنرال محمد یونس ددفاع په وزارت کې وو ، نوموړی په چټکۍځان ننگرهار ته رسوي هلته په بیړه فرقه تیارسـﺊ کوي او زغره والو ، پلیو او د مخابرې قطعاتو ته د کابل پر لور د خوځېدا امر ورکوي.د قطعاتو چمتو کېدا یو یا دوه ساعته وخت نیو ، مخکې له دې چې قطعات د خوځښت لپاره چمتو شي له خپلو لوړ پوړو افسرانو سره یې غونډه ونیوله او غوښتل یې کابل ته د ورتگ او د کودتا د شنډلو د پلان په اړه خبرې وکړې.

په دغه شېبه کې د مخابرې یو تن افسر د غونډې خونې ته ور ننوځي او وایي چې له کابله یې یو محرم پيام تر لاسه کړی او غواړي هغه یوازې جنرال محمد یونس خان ته ووایي. جنرال یونس خان له نوموړي افسر څخه پوښتنه کوی : " څه خبره ده؟ " افسر وايي " راغلی پيام ډیر محرم دی او نه شم کولای هغه د ټولو تر مخ ووایم. که یو ځل کولای شـﺊ د باندې را ووځـﺊ."
کله چې جنرال محمد یونس خان دباندې وځي ، نوموړی افسر خپله تومانچه را اخلي او جنرال یونس خان ځای پر ځای وژني. له دغې پټې او مرموزې وژنې وروسته نور کسان دا جرﺌـت نه مومي چې د جنرال یونس خان پلان پر مخ بوزي. په پای کې د غوايي د کودتا په شنډولو کې د ننگرهار د یولسمې فرقې تابیا شنډیږي.

همدې ته ورته په کندهار کې هم پیښیږي. د کندهار د قول اردو بولندوی جنرال محمد عظیم وزیري په کابل کې د کودتا د قطعاتو د دړې وړې کولو په موخه د کندهار د قول اردو کنډکونه د قول اردو له فرقې دباندې را باسي او ټول د کابل � کندهار د لارې په اوږدو کې د دامان د ولسوالۍ د ودانۍ تر مخ د خوځښت په موخه درَوي. له هغه وروسته له خپلو افسرانو سره د پلان د جوړولو لپاره غونډه نیسي تر څو د لارې په اوږدو کې د نورو موټرانو تگ راتگ بند کړي او نیغ په نیغه ځانونه له سرخوږاوي پرته کابل ته ورسوي. هغوی د غزني ۱۴ فرقې ته خبر ورکړی وو چې د لویې لارې په اوږدو کې دې د موټرو تگ راتگ بند کړي ، دوی په همدغو خبرو بوخت ول چې ناڅاپه د څو مترو له واټن څخه پر جنرال عظیم وزیري او د هغه پر ملگرو د ماشینگڼي ډزې کیږي او ټول ځای پر ځای وژل کیږي.

دویم ) د ایران پا چا مخکې له مخکې داؤود خان ته په افغانستان کې د شوروي د پلویانو له خوا د کودتا د گواښ خبرداری ورکړی وو له همدې امله ول چې ایران ، د افغانستان د جمهوري ریاست په ارگ کې د ایران د شاهنشاهۍ د گارد د قطعاتو ځای د پر ځای کیدلو او د افغانستان مهمو اور لرونکو قطعاتو ته ، د ایران د لوړ پوړو افسرانو د لیږد وړاندیز کړی وو. داؤود خان د ایران د پاچا وړاندیز ونه مانه او ویل کیږي چې یو وخت یې خپلو ملگرو ته ویلي ول چې غواړي شوروي پوځي سلاکاران هم خپلو هیوادونو ته ولیږي.

د غوایي د اوومې په ماسپښین نعیم خان د داؤود له مخالفت سره سره د فرانسې سفارت ته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څیرمه پروت وو ورغی او د هغه ځای له مخابرو څخه په گټه اخیستنې یې د ایران له پاچا څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه. د ایران پاچا له نعیم خان څخه بخښنه و غوښتله او ویلي ول چې اوس وار له واره تیر دی.
د مخابرې له دغې اړیکې سره سم د فرانسې پر سفارت کلک هوايي بریدونه تر سره کیږي. د نوي ښار ( شهر نو) او وزیر اکبرخان اوسیدونکي ددغې پیښې شاهدان دي. که څه هم د سفارت پر ودانۍ بمب ونه مښت خو دا په خپله په زباد رسوي چې روسانو د پرمختللو وسایلو ټول اړخونه مخکې له مخکې په ډیر ځیر څارل.

دریم ) د کودتاچیانو او د ولسمشرۍ د ارگ د ساتونکي ځواک تر منځ جگړه د شپي له تیارې سره سم شېبه په شېبه پیاوړکېدله او هغه مهال یې زور واخیست چې هوایي بریدونه پای ته ورسیدل. ان د شپې د لسو او یولسو بجو په شا او خوا کې د ارگ ځواکونه د ارگ له انگړه دباندې را ووتل او د راډیو افغانستان په لور یې کودتا چیان پسې واخیستل. دغه پرمختگ د کودتا پلویان سخت وویرول. هغوی د کودتا مشران د راډیو افغانستان له ودانۍ د باندې و ایستل او هغوی یې د کابل د هوايي ډگر د چنار سیمې ته و لېږدول. په همدغه شېبه کې نا څاپه د کابل د تشیال په زړه کې څو جنگي الوتکې را څرگندې شوې او د شپې په تیاره کې یې د ولسمشرۍ ارگ د بمبارد تر اور لاندې ونیو. د دغو بمباریو کلکوالي د داؤود خان د پلويو ځواکونو د ټاکنیستانو پر روحیې چې کودتاچیان یې پسې اخیستي ول نا وړه اغیزه وکړه او هغوی اړ شول چې بیرته په شا شي.

که دا په پام کې ونیسو چې د هوا له تیاره کیدلو وروسته او د بگرام په هوايي ډگر کې د وسایلو د نشتوالي له امله چې هېڅ الوتکې نه شوای کولای له بگرامه و الوزي ، او وروسته له دې چې دولتي ځواکونو و کولای شول کودتا چیان د راډیو افغانستان پر لور په شا کړي ، دغه الوتکې په ناڅاپه له کومه ځایه راغلی او څنگه د ارگ بمبارد یې له سره را پيل کړ؟
ځواب څرگند دی : په پیښه کې حاضر روسان پوه شول چې د کودتا د ملا ستن مخ په ماتیدو ده. هغوی د کودتا د ماتې د مخنیوۍ لپاره له مرستندویو الوتکو څخه مرسته و غوښتله چې له ترمز یا تاشکنده را والوزي او د جمهوري ریاست ارگ تر اور لاندې ونیسي.

څلورم ) د محمد داؤود د دولت په پرځونه کې یو له اصلي مریو څخه ډگروال قادر د دیارلس سوه او دو پينځوسم لمریز کال د چنگاښ د شپږویشتمې [ ۱۹۷۳ د جولای ۱۷ ] له کودتا وروسته د هوایي او مدافعه هوایي ځواک د درستیزوال په توگه ټاکل کیږي. نوموړی د څو کالو لپاره د هوایي او مدافعه هوايي ځواک رﺌـیس ارکان په توگه کار کاوه او له هغه ځایه تبدیلیږي او د مسلخ د رﺌـیس په توگه په کار گومارل کیږي. که څه هم د مسلخ ریاست له پوځي اړخه یو پسیف پوست وو خو هماغه امتیازات یې درلودل چې د اوریز ځواک لرونکي بل افسر درلودل.
ویل کیږي چې ډگروال قادر د غوايي له کودتا څو میاشتې مخکې د وخت دفاع وزیر غلام حیدر رسولي ته د سرو زَرو یوه غټه شمیره د بډې په توگه ورکړې وه او له هغه وروسته یو ځل بیا د هوایي او مدافعه هوايي ځواک د درستیزوال په توگه راستون شو.

که تر کاسې لاندې بله نیم کاسه نه وي ، نو ډگروال قادر څه اړتیا درلودله چې د سرو زرو یوه غټه شمیره د بډې په توگه ورکړې او د هوايي ځواک د درستیزوال په توگه دې بیرته راستون شي. ددې تر څنگ ، که GRU ډگروال قادر ته سره زر نه وای ورکړي هغه به دغه سره زر له کومه کړي وای ، هغه خو ځان د افغانستان د بې وزلو او ربړگالو پرگنو په ډله کې شمیره نو دغه پانگه یې له کوم ځایه تر لاسه کړې وه؟
په دې اړوند د متن د لوستلو لپاره دلته ولاړ سـﺊ :
www.goftaman.com/daten/fa/articles/part11/article1763.htm
۴ ) " آیا شوروي د غوایي د اوومې د کودتا په تابیا او پلان جوړونې کې لاس درلود ؟ / آیا شـوروی در تهـیه و پلانگذاری کـودتای هفـت ثور دسـت داشـت ؟ " د ش. ن . حقشناس په څیر یو شمیر لیکوالان باور لري چې " روسي الوتکې له تاشکنده والوتلې او د شپې تر دریو بجو پورې یې د ولسمشرۍ ارگ په پرله پسې او کلک ډول د بمبارد تر اور لاندې ونیو."

دغه ادعا چورلټ غلطه ده ، ځکه د محمد داؤود جمهوري گارډ د شپې تر یوې بجې پورې له پښو و غورځېد او ددویم ځل بمبارد ته اړتیا نه لېدل کېدله. حقشناس په دې اړوند چې نوموړې الوتکې دې له تاشکنده الوتلې وې هېڅ ډول لاسوند نه وړاندې کوي ، هغه یوازې د انگیرنې پر اوږو سپور او په اورپکۍ او لنډ الواکې ژبه خبرې کوي.

فرهاد لبېب هغه افسر وو چې د خلقیانو د واکمنۍ پر مهال له کابله وتلی وو، نوموړی د میر محمد صدیق فرهنگ د کتاب ( افغانستان در پنچ قرن اخیر) د دویم ټوک د ۸۱ پاڼې له مخې لېکي : " د کودتا امر په کابل کې د شوروي په سفارت کې جوړ او د سرور منگل په نامه د یوه افسر له پلوه حفیظ الله امین ته و لیږدول شو. حفیظ الله امین نوموړی فرمان لاس په لاس گلابزوی ته ورکوي او گلابزوی تر لاسه شوی پيغام اړوندو افسرانو ته رسوي."
سرور منگل افسر نه وو ، هغه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم د ډلې له ملکي کادرونو څخه وو او له حفیظ الله امین سره یې هېڅ تړاو او اړیکه نه درلودله. له بل لوري لبیب هېڅ داسې لاسوند نه وړاندې کوي چې د شوروي په سفارت کې دې د کودتا د دستور د ورکړې څرنگوالی په زباد ورسوي .

د " تجاوز" د کتاب لیکوالان په (پینځلسمه پاڼه ) کې لیکي : " موږ په پای کې دې پایلې ته ورسیدو چې د [۱۹۷۸ز کال] د اپریل د ۲۸/۲۷ بدلون د شوروي دولت لپاره غیر منتظره وو او هغوی په دې اړوند هېڅ ډول پلان نه وو جوړ کړی. په کابل کې د شوروي سفیر پوزانوف وايي : " زه له کارمل ، تره کي او امین سره د غوايي له بدلون وروسته آشنا شوم" له انقلابه مخکې ، داؤود د افغانستان په وسله وال ځواک کې څه د باندې ۳۰۰ تنه روسي سلاکاران گومارلي ول. ښايي د شوروي دولت همدغو سلاکارانو ته دنده سپارلي وي تر څو د رژیم پر وړاندې مبارزه وکړي.

په دې اړوند موږ له ل.ن. گوریلو سره یوه مرکه لرو. د هغه په وینا ، د گوند له غړو او افسرانو سره یې هېڅ ډول اړیکه نه درلودله او نه یې شوای کولای دغسې اړیکه ولري. برعکس ، له داؤود خان سره زموږ اړیکې ډیرې ښې وې. هغه به ویل : " ان که د روسي سلاکارانو د سر یو ویښته کم شي ، زه به مجرم له منځه یوسم." په ۱۹۷۲ زکال کې کله چې روسي سلاکاران افغانستان ته راغلل هغوی به له ساتونکي او وسلې پرته په ښار کې گرځېدل او خلکو به ورسره په ورین تندي روغبړ کاوه. زموږ د سلاکار په وینا ، داؤود خان په روسي سلاکارانو او د هغوی په پوځي مرستو ډیره ډډه لگوله. "

سلیگ هریسن او ډیگو کورډویز دغې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا شورویانو په کودتا کې ونډه درلودله که نه ، آیا د کودتا پلان د هغوی له خوا جوړ شوی وو که نه ، د خپل کتاب " حقایق پشت پرده تهاجم شوروي به افغانستان " په ۴۷ ، ۵۲ او ۵۳ پاڼو کې داسې لېکلي دي : " د غوايي د کودتا د جزﺌـیاتو پلټنه څرگندوي چې د کودتا تابیا په خپل وروستني پړاو کې په خپله د افغانانو له پلوه و نیول شوه ، که د شوروي څارگرې څانگې په دې اړوند مرستې ته را دانگلي وي ښايي د عملیاتو له پيل وروسته یې دا کار کړی وي. په دې مانا چې شورویان په یوه تر سره شوي عمل کې راگیر پاتې شول.

د شته لاسوندونو پربنسټ په ټولیز ډول داسې بریښي چې شوروي دې یوې ناڅاپي پیښې ته لنډ گنډ ځواب ویلای وي. الکساندر موروزوف چې د KGB د مرستیال په توگه کار کاوه او د مأموریت پير یې د غوايي له کودتا څو میاشتې مخکې پای ته رسیدلې وو وايي چې مسکو پوهیده چې کودتا د پیښېدلو په درشل کې ده او موږ ته د مسکو چارواکو په کلکه لارښوونه کې وه چې ځان ورڅخه لیرې و ساتو. خو KGB په دې نه وه بریالۍ شوې چې د کودتا څرنگوالی په ځیر ومومي. کله چې د شوروي د پوځي څارگري یوه ځري " جاسوس " د امین له پلان څخه خپل څارگر سازمان ته خبر ورکړ هغه ویلي ول چې کودتا به د اپریل د مېاشتې په ۲۵ شپه د شپي نهه یا لس بجې پیل شي. KGB وروسته وموندله چې امین په خپل پیغام کې دا هم ور غبرگه کړې وه چې دغه خبره دې له روسانو څخه په کلکه پټه وساتل شي . آیا امین ویره درلوده چې موږ به پښه را وړاندې کړو؟ له دسیسه جوړونکو ( کودتاچیانو ) څخه یو تن چې د امین په پرتله د شوروي اتحاد دولت او د شوروي اتحاد کمونیست گوند ته ډیر پالیاله وو ، موږ ته ددغه راز له مخې پوړنی لیرې کړ. کیدای شوای چې چا په دې تړاو داؤود ته خبر ورکړای وای ، خو نه په کابل کې د شوروي په سفارت کې ، او نه په ماسکو کې داسې څوک لیدل کېدل چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته دې خیانت وکړي.
موزوروف ماته وویل : له نیمې شپې لږ وروسته ورته د KGB د مرکزي دفتر او د بهرنیو چارو د وزارت پيغانونه را ورسیدل. په هغو کې موږ ته لارښوونه شوې وه چې د دغې ماجرا په پارونه کې د امین مخه ونیسو. په کودتا کې د شوروي ونډه ، لنډه گنډه او ناڅاپي وه او دغه خبره هغه مهال را څرگنده شوه چې د نوي رژیم له رامنځته کیدلو وروسته د رژیم د غړو په منځ کې د واکمنۍ پر سره شخړې او ناندرۍ را پیل شوې."

له دې امله د غوايي د اوومې وسله وال پاڅون کولای شو یو افغان پاڅون او کودتا و شمیرو. د شوروي اتحاد د دفاع د وزارت ، د کورنیو چارو د وزارت ، دولتي امنیت او د بهرنیو چارو د وزارت له آرشیفونو څخه داسې لاسوندونه لا تر اوسه نه دي ترلاسه شوي او نه دي خپاره شوي چې د کودتا په هڅونه ، تابیا او پلان جوړونه کې دې د شورويانو لاس لرل په زباد ورسوي. له دې امله دغه پاڅون په خپله د افغانانو کار وو ، چې په غیر منتظره او ډراماټیک ډول رامنځته شو ، په دغه پاڅون کې د وسله وال ځواک د افسرانو د ځوانۍ د ځوښ او خروښ ظریفو احساساتو پریکنده ونډه درلودله. دغه پاڅون یو ماجرا زیږوونکی پاڅون وو چې له اړینو پوځي سنجونو او د سیاسي پایلو له ارزونې پرته د یوه خام پاڅون په توگه رامنځته شو. دغه پاڅون د داؤود د رژیم لوړ پوړ چارواکو د یوه کوشني بغاوت او شورش په توگه بللای وو. ( ستر جنرال محمد نبي عظیمي : " اردو و سیاست در سه دهه اخیر در افغانستان " ۱۴۳ ، ۱۴۴ او ۱۴۵ پاڼې )
۵ ) د عبدالصمد ازهر له لیکنې " حقیقت پوشیده مانده یک واقعیت " ځینې برخې : د دیارلس سوه دري څلویښتم لمریزکال د وږي د مېاشتې په شپږویشتمه نېټه [ ۱۹۶۴ ، د سپتامبر ۱۷ ] د کابل په دارالامان کې د یوه پټ سازمان بنسټ کښیښودل شو ، ددغه سازمان نوم " د وسله وال ځواک ډیموکراتیک انقلابي سازمان / سازمان دموکراتیک انقلابي اردو " ( ساډا) وو چې د یوې پرمختگپالې ډلې له پلوه یې بنسټ کښیښودل شو ، دغې ډلې ډیرې مودې را هیسې هڅه کوله چې د هیواد او ولس ربړو او کړېدنو ته د پای او ژغورنې لاره ومومي. په کړۍ کې دغه کسان ول : له هوايي ځواک څخه یو افسر محمد عالم وصال ، د ځمکني ځواک درې تنه افسران : ذبیح الله زیارمل ، عبداللطیف انصاف او عزیزالرحمن ، د پولیسو دوه تنه افسران : مهرالحق قطره او عبدالصمد ازهر.د همدغې تأریخي غونډې په لړ کې موږ پر ټولنیزو موخو ، تشکیلاتي اصولو موافقه وکړه چې د ټولو په رایه عبدالصمد ازهر د سازمان د رﺌـیس او ذبیح الله زیارمل د هغه د مرستیال په توگه و ټاکل شول او د لارښوونې له گواښه ډکه دنده دوی ته و سپارل شوه.

له نوموړو کسانو څخه هېڅ یوه یې په شوروي اتحاد کې زده کړې نه وې کړې خو د GRU او KGB له اغیزو څخه خورا برخمن ول. عبداللطیف انصاف او عزیزالرحمن درې کاله وروسته کله چې له پوځي ډگره را ووتل او ملکي ژوند یې غوره کړ ، د نوموړي سازمان د اسرارو د ساتلو په هوډ یې ، له سازمان سره پریکون وکړ. محمد عالم وصال چې د هوايي او مدافعه هوايي ځواک په لیکو کې یې بې شمیره ارزښتمن کارونه تر سره کړي ول په خواشینۍ چې د دیارلس سوه او اوه پينځوسم لمریز کال [ ۱۹۷۸ز] د جگړنۍ په رتبې او مهرالحق قطره چې ټول ژوند د هیواد د سوکالۍ په لاره کې کړیدلی وو د زړه د ناروغۍ له امله د سمونوال په رتبې په دیارلس سوه او دوه اویایم لمریز [ ۱۹۹۳ز ] کې له نړۍ سترگې پټې کړې. ډگروال عبدالقادر نه ددغه سازمان د مشرتابه او نه د هغه په کښتـنیو کړیو کې غړیتوب درلود او نه یې له هغه سره کومه اړیکه درلودله.
له یوې مودې وروسته د " ډیموکراټیک " کلمه ددغه سازمان له نامه څخه ځکه لیرې شوه چې سازمان یو پټ او پوځي سازمان وو او هم له نورو سازمانونو څخه د توپیره په موخه یوازې د " اردو د انقلابي سازمان " د نامه په غوره کېدا بسنه وشوه.

د دغه سازمان ټولیزې موخې د یوې خپلواکې ، پرمختللې ، بسیا ، ښیرازې ، ډیموکراټـیکې او د ټولنیز عدالت پر ستنې د ولاړې ټولنې د جوړولو په هیله په انقلابي تگلارو او افکارو د وسله وال ځواک د افسرانو د پوهاي او سبمالتیا پر چورلیځ را څرخېدلې. له دې چې دغه سازمان یوه پټه کړۍ وه د سازمان په لیکو کې ښکیلو کسانو نه یو بل پیژندل او نه ټولنه د هغوی پر شتون او تگلارې خبره وه. هر ډول څارگر شک کولای شوای زموږ د کړۍ د غړو ژوند واخلي او یا به کړۍ له بشپړۍ پو پنا کېدنې سره مخامخ کړي. د کړۍ غړو ته دا شونې وه چې د یوه تن پو پنا کېدنه ښايي د شخصي یا ټولیز ویاړ له تر لاسه کولو پرته په تأریخ او ټولنه کې پو پنا شي. هغوی نه شوای کولای په لاریونونو کې گډون وکړي ، هغوی نه شوای کولای په ټاکنو یا رسنیو کې گډون وکړي. له همدې امله ول چې زموږ نامتو شعار دا وو : " مخ پر وړاندې د پټې او اتلوالې مبارزې پر لور! " دغه شعار ددغې کړۍ د هرغړي لپاره د انقلابي زیار یوه نښرغانده بیلگه وه.

د وسلوال ځواک انقلابي سازمان ، وروسته د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د یوه څنگیز سازمان بڼه غوره کړه. له دې چې دغه سازمان په ډیرې جدي بڼې یوه پټه کړۍ وه ، له دې امله د گوند له مشرتابه سره د کړۍ د غړو اړیکه نا معقوله او له گواښه ډکه بریښېدله ، نو ځکه عبدالصمد ازهر چې د کړۍ مشر وو د پخوانیو پیژندنو او پياوړو ډاډونو او مخورتوب له امله له ملگرو ( ببرک کارمل او میر اکبر خیبر ) سره اړیکه در لودله. په ا وروستیو کلونو کې کله چې د ملگري کارمل پازوالۍ او کارونه ډیر شول یوازې یې له هغه سره په مهمو غونډو کې گډون کاوه او په نورو چارو کې ملگري خیبر د ملگري کارمل او سازمان ترمنځ اړیکې سمبالولې. له نوموړو دوه وو تنو سره د ملگري خیبر اړیکې د سازمان د مشرتابه له پلوه تر سره کېدلې.
که د " افغانستان د کمونیستانو د مورچل / جبهه کمونیسیتهای افغانستان " په نامه کوم سازمان رامنځته شوی وي نو د هغه د بنسټ نېټه بیرته د ۱۹۶۴ز کال د سپتامبر مېاشتې ته نه ور گرځي ښايي ددغه سازمان بنسټ څو کاله وروسته ایښودل شوی وي.

د داؤود خان د ۱۹۷۳ زکال په کودتا کې د گډون په تړاو په ټینگار باید ووایم سره له دې چې یو کال مخکې د " وسله وال ځواک انقلابي سازمان " د کودتا لپاره د جلب او حذب او سمبالتیا له چارو خبرو وو او د سازمان ډیري غړي په کودتا کې د مرستې لپاره ور بلل شوي ول ، خو نه مو کودتا ته اوږه ورکړه او نه مو خپلو غړو ته اجازه ورکړه چې په هغې کې گډون وکړي. د دوه وو لاملونو له امله :
لومړی ) داؤود خان یو هیوادپال ، پرمختگ غوښتونکی او بدلون پاله واکمن وو. له دې امله نه باید د هغه دلارې خنډ گرځېدلي وای او هغه ته مو باید لاره ورکړې وای.

دویم ) ددې په منلو چې داؤود خان د سلطنتي کورنۍ یو غړی وو او د هغه گټې د پاچاهۍ په گټو کې نغښتې وې دې ته په کتلو دا پوښتنه رامنځته کېدله : آیا [ س !! ] له څارگرو وسایلو پرته کولای شوای د کودتا د سمبالتیا له چارو څخه خبر شي ؟ آیا کیدای شوای چې ددولت څارگرې څانگې � ریاست ضبط احوالات - د کورنیو چارو د وزارت څارگرې څانگې ، د دفاع د وزارت څاگرې څانگې ، د سردار ولي ځانگړې څارگرې برخې او دوی ورته له دغو کړو وړو څخه بې خبره وي؟ دغو انگیرنو ددغه یون او خوڅښت د ټولېزو تگلارو پروړاندې شکونه او دوه زړي توبونه رامنځته کول.
کله چې ددغه سازمان غړو ته په کودتا کې د گډون لپاره بلنه ورکول کېدله د داؤود هیوادپالنې ته په درنښت او د هغه له دغې کړنې سره په ټکر کې زموږ غړو په بیلابیلو پلمو ځانونه لیرې ساتل. یوازې د فیض محمد په نامه ددغه سازمان یو تن غړي د خپل ورځني انقلابي ملگري تر اغیزې لاندې له هغوی سره غاړه غړۍ شوی وو او په فعاله ډول یې گډون کړی وو. له نوموړي څخه وروسته پوښتنې وشوې او حساب کتاب واخیستل شو ، هغه له منلو وروسته بخښنه وغوښتله.
د داؤود خان له کودتا وروسته ، ددغه سازمان غړو دنده درلودله چې له هغه سره همکاري وکړي. په کودتا کې گڼ شمیر گډنوالو افسرانو د خپل انقلابي خصلت له امله په لنډ مهال کې زموږ د سازمان کرښو ته لاره وموندله. ښايي همدغه دوه فکتورونه ( له کودتا وروسته له داؤود خان سره همکاري او سازمان ته د کودتاچي افسرانو جلب او جذب) ددې لامل شوی وي چې گڼې [س !!] په دې انگیرنه کې لویدلی وي چې موږ په کودتا کې فعاله ونډه درلودله."

ددغې لېکنې د بشپړ متن د لوستلو لپاره کولای شـﺊ دغه پټه وگورﺉ:

www.payamewatan.com/article-4/a.azhar051108.htm

[][]
ریجـاینا (کانادا)
د اپریل دریمه 2009
د تلفــونونو شمیرې: 1 (306) 5438950 و 1 (306) 5020882
نخښه : Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
نوربیا ...

Главное Разведывательное Управление
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery