مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (درویشتمه برخه/ وروستۍ برخه)

ددې لیکني [لومړۍ برخه] - [دوهمه برخه ] - [دریمه برخه ] - [څلورمه برخه ] - [پنځمه برخه ] - [شپږمه برخه ] - [اوومه برخه ] - [اتمه برخه ] - [نهمه برخه ] - [لسمه برخه ] - [یولسمه برخه ] - [دولسمه برخه ] - [دیارلسمه برخه ] - [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] - [شپارسمه برخه ] - [اووه لسمه برخه ] - [اتلسمه برخه ] - [نولسمه برخه ] - [شلمه برخه ] - [یویشتمه برخه ] - [دوویشتمه برخه ] - [درویشتمه او وروستی برخه ] - [څلرویشتمه برخه -مل کرښي ] - [پنځه ویشتمه برخه -مل کرښي ] دلته وګورئ. . .

د پسرلني سباوون د گولېو باران
( شپږ وېشتمه برخه )
صبورالله سـیاه ســنگ
hajarulaswad@yahoo.com
ژباړه : رحمت آریا


مل کرښې

۱۶ ) د ۲۰۰۹ز کال د اپریل د مېاشتې په شپاړلسمه نېټه د " پسرلني سباوون د گولیو باران" د څیړنې پرله پسې برخو ته صالح محمد ابرار لاندنۍ کرښۍ را واستولې :
" جنرال امام الدین د افغانستان په وسلوال ځواک کې نامتو سړی دی. هغه ټیټه ونه لري ، هڅاند افسر دی ، امام الدین خلقی دی او د غوايي [۱۹۷۸ اپریل] په کودتا کې یې ونډه درلوده.
[ د افغانستان پخواني ولسمشر ] ډاکټر نجیب الله ما ته وویل : د ۱۹۷۸ز کال د پيښو په لړ کې وروسته له هغې چې د محمد داؤود د کار دفتر او استوگنځی او په کابل نور مهم ټکي و نیول شول [ د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] د مشرتابه او سیاسي بیرو غړو د نورو سکالو تر څنگ د محمد داؤود د برخلیک د څرنگوالي په اړه خبرې اترې کولې. هغوی پوهیدل ترڅو چې داؤود خان ژوندی وي ، دا گواښ او ویره شته چې د هغه ساتندویه او ملاتړ کوونکي ځواکونه به بیا په پښو ودریږي ، خو چا نه غوښتل چې د هغه د وژلو په اړه څه ووايي. خبرې اترې تر څو ساعتو و غځېدلې.

د غونډې د خونې دروازه ناڅاپه دروازه پرانیستل شوه. امام الدین وسله په لاس او په ټپي مټ وړاندې راغی او غوښتل یې څه ووايي. چا د هغه خبرو ته غوږ ونه نیو. د غونډې له منځه چا غږ پورته کړ او ورته ویې ویل : " څو شېبې وروسته راشه! " خو امام الدین د باندې ونه ووت.
کله چې د غونډې د برخوالو ترمنځ خبرې بیا تودې شوې ، امام الدین په یوه ډول ځان میز ته نیږدې کړ او ویې ویل : " ما هغه [ داؤود] وواژه". امام الدین په خپلې دې خبرې غونډه په چوپتیا کې ډوبه کړه. د غونډې گډونوالو ژوره سا و ایستله.
نه غواړم د امام الدین پر خبرو شننه وکړم او ټینگار وکړم چې د هغه خبرې تر کومې کچې رښتیا یا درواغ دي. پوښتنه دا ده چې آیا هغه په رښتیا ولسمشر وژلی وو؟ هغو کسانو چې [ د هغې ورځې ] پیښه یې له نیږدې لیدلې او شاهدان دي داسې وایي : داؤود خان لومړنی ډز پر امام الدین وکړ او امام الدین په ځواب کې د داؤود خان پر لور د اور خوله پرانیستله." "افغانسـتان: زمـا وروسـتی جگــره" د Makhmut Akhmetovich Gareev لیکنه : ژباړه : محمد طاهر کاڼی/ جرمني ۲۰۰۱ پپ : ۳۷۷ او ۳۷۸ "

ډاکټر مـحـمـود احـمـدویچ گارییف روسي تأریخپوه او د روسیې د پوځي پوهنو د اکاډیمۍ مشر دی. نوموړی د " پوځ تر ټولو پوه پوځي ستراتیژیست " بلل کیږي ، هغه له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۱ز کال پورې په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله سلاکار وو. جنرال گارییف په ۱۹۲۳ زکال کې سترگې پر نړۍ و غړولې او گڼ شمیر کتابونه یې پاړسي ، پښتو ، انگریزي او څو نورو ژبو ته ژباړل شوي دي.

۱۷ ) انجنیر شیر احد ساپي د ۲۰۰۹ز کال د اپریل په اتلسمه نېټه د " عقاب آریانا/ د آریانا د گوربت " د مجلې د چلوونکي محمد سرور رڼا لیکنه چې د (جرمني ) په مونشن کې خپریږي د دغې لیکنې پرله پسې لړۍ ته را ولیږله. د رڼا لیکنه د " کـتاب گـمشـده یا دزدیده شـده دکـتور عـبدالـرحـیم نوین؟/ د عبدالرحیم نوین کتاب ورک شوې یا غلا شوې؟ " تر سر لیک لاندې ده چې د ۲۰۰۹ز کال د اپریل په څلورمه نېټه خپره شوې ده. د دغو یادښتونو په یوه برخه کې داسې راغلي دي :
" د ډاکټر عبدالرحیم نوین د مړي د درنښت لپاره د جنازې په بدرگه کې د گډون په موخه چې د گلبدین حکمتیار په مرسته پاکستان ته لیږدول کیده د (جرمني ) فرانکفورټ ته تللی وم. هلته مې د ډاکټر نوین زوی ته په ټینگار سلا ورکړه چې د خپل پلار " یادښتونو او د هغه د سترگو د لیدلي حال لیکنو" ته کلکه پاملرنه وکړي. هغه ژمنه وکړه چې نوموړی به ډیر ژر چاپ دغه یادښتونه خپاره کړي ، خو کله چې له پاکستانه بیرته را ستون شو وېې ویل : " زما د پلار کتاب ورک شوی دی "

د [ پوهاند نوین � ژ ] دغه " یادښتونه او د سترگو لیدلی حال " څه د باندې د درې سوو پاڼو پرمخ لیکل شوی وو. ما ( رڼا ) دغه لیکنې له سهاره تر ماښامه ، تر هغې شېبې پورې چې ډاکټر نوین به بیرته کورته را ستنیده ، لوستلې./...../ یوه ورځ مې له خپل گران ، درانده ، او منلي استاد ښاغلي سید قاسم رشتیا سره خبرې وکړې. هغه وویل : " ډاکټر نوین خپل کتاب ماته هم رالیږلی وو. ښه لیکنه یې کړې ده. د هغه د سترگو لیدلی حال د پیښو له رښتونوالي او د پیښو د لړۍ له رښتونو اړخونو سره د ډاډ وړ دي."

د نوموړي کتاب ځېنې برخې په لاندې ډول دي:

" په هغو شېبو کې چې د کمونیستانو د جیټ جنگي الوتکو غړزَهار او د شوبلو د اورونو گړزَهار د کابل په تشیال په ځانگړې توگه د هغوی د پام وړ په سیمو کې ازانگې خپرولې موږ د لارښود [ محمد داؤود ] حضور او د هغه د ورور سردار محمد نعیم خان مخې ته ناست وو او د روانو پیښو په اړوند مو خبرې اترې کولې.

د کورنیو چارو وزیر قدیر ټینگار کاوه چې د کمونیستانو مشران دې د یوې دښتـنۍ پانسۍ په ترڅ کې په بیړه پانسي شي ځکه چې د اړو دوړ کچه تر گواښجنې کچې پورې لوړه شوې ده. که هغوی و ژغورل شي نو د نه منلو ناورینونه به رامنځته شي چې په هغه مهال کې به ژغورنه یې ناشوني وي.
ارواښاد سردار په ډیره ترخه ژبه وویل : " د دغسې یوې بیړنۍ او ناپازوالې پریکړې په کولو به موږ نه یوازې د افغانستان د ولسونو او پرگنو په سترگو کې بلکه د ټولې نړۍ پروړاندې د جنایتکار په توگه و پیژندل شو، له بله اړخه به د څو تنو هیواد پلورو او پردیو ته د چوپړیانو له نومونو څخه سترې سیاسي څیرې جوړې شي."

د کورنیو چارو وزیر له خونې دباندې ووت. زه هم څو دقیقې وروسته د اړتیا له مخې له خونې د باندې ووتم. گورم چې قدیر د دالان په یوه گوټ کې له چا سره د ټیلفون له لارې خبرې کوي. د قدیر له لوړه غږه داسې بریښیدل چې ډیر په خښم دی. هغه ویل : " په دغو شېبو کې له سردار څخه د امر اخیستل گران او ان ناشوني دي. زه د کورنیو چارو د وزیر په توگه امر کوم چې ټول پانسي کړي. تاسو کولاﺉ شـﺊ زما غږ د آمر په توگه ثبت کړﺉ. له درتگ سره سم به هم په لیکلې توگه لاسوند دروسپارم. " له څو شېبو وروسته ، نه پوهیږم چې د ټیلفون له بل لوري څخه یې څه واوریدل خو په ډیر تراخه او لوړ غږ یې چیغه کړه : " زه امر کوم." او ټیلفون یې په ډیر خښم بیرته کښیښود. بیا یې وویل : " ټول هیواد پلوري ، جنایتکار او خاین شوي دي."

قدیر ما ته و کتل او ویې ویل : " دوی په داسې شېبو کې د لارښود " رهبر" امر غواړي! د ولسمشر سترگې په هېله مندۍ د اوضاع ښه والي څاري ، هغه د دفاع د وزیر پر تشو خبرو ډاډ کوي چې مرستندویه ځواکونه به دده مرستې ته را ودانگي ، خو پام نه کوي چې د باندې څه روان دي ، څه پیښیږي او کوم لاسونه کار کوي."
ما [ نوین] له قدیر سره ټوکې درلودلې ، هغه ته مې وویل ! وه د پلار مړي زو! څوک وژنې! د لارښود ځواب به څه وایې ؟ " هغه له ځنډه پرته راته ووایل : " زه هغه ټول جنایتکاران وژنم. غواړم هېواد او ولس له هغه ناورین څخه وژغورم چې را روان دی. سردار دې له هغه وروسته ما پانسي کړي. "
بیا مو له سردار نعیم سره د دغو بدمرغیو او د هغو د لاملونو په اړه خبرې کولې. هغه وویل : " زموږ د دوستانو او همکارانو د لاس په لستوڼو کې مارانو ځالگۍ جوړې کړې وې او د هغوی له ډاډ څخه یې ناوړه گټه واخیستله. خو په دغو خبرو هغه مهال پوه شولو چې وار له واره تیر وو." په همدغه شېبه کې د کورنیو چارو وزیر په بیړه راغی او له سردار محمد نعیم خان څخه یې و پوښتل : " د فرانسې د سفیر د وړاندیز په اړه مو څه پریکړه کړې ده ؟"

زه له خبرې خبر نه وم او هغوی ته مې هک پک کتل. وروسته پوه شوم چې که دوی د فرانسې سفارت ته پناه یوسي ، نو ټول به خوندي وي. سردار نعیم وویل : " ورور مې [ محمد داؤود ] دغه وړاندیز ونه مانه او ویې ویل چې د یوه سر تیري په توگه ماته شرم دی چې د مرگ له منگولو د ځان د ژغورلو لپاره په خپل کور کې یوه بهرني سفارت ته پناه یوسم. زه په زر هاوو ځله مرگ غوره بولم. خو دا یې ومنله د هغه د کورنۍ په گډ‌ون دې نور ټول ولاړ شي . او لارښوونه یې وکړه چې ټول دې هلته ولاړ شي. د ولسمشر ماندینې هم سفارت ته د پناه غوښتل ونه منل او ویې ویل چې د خپل خاوند په ژوند او مرگ کې شریکه یم. په پای کې ټولو پریکړه وکړه چې په ارگ کې پاتې شي."
د توپکو ، تومانچو ، شوبلو او د الوتکو د بمبارد گړزهار ، د سوځیدلو کوکو او بغارو غږونه شېبه په شېبه زیاتیدل او اوریدل کیدل. سردار نعیم غوښتل هغې خونې ته ولاړ شي چې ټول پکې را ټول شوي ول. کله چې له ځایه پاڅید ، یوه مرمۍ یې پر لاس و موښتله. خپل لاس یې ټینگ ونیو او له خونې دباندې ووت.
زما په گډون ، د مخابراتو وزیر یو شمیر نور وزیران او یوشمیر جنرالان د ودانۍ لاندنۍ یا کښتــَنـۍ خونې ته ولاړو. موږ هڅه کوله چې ځانونه د نورو له سترگو او مرمیو څخه بچ کړو. مرگڅپاڼې چوپتیا هر چیرې داړې لگولې. یوازې د هغه چا د گامونو غږ راته چې ورو ورو یې پورته کول ، هغه کسان چې له یو بل سره بوڼېدل د هغو غږ هم راته .وروسته پوه شوو چې هغوی د همدغې ناورین ځپلې چوپتیا په ترڅ کې غوښتل د مړیو جنازې د باندې وباسي.

پورته راغلم او د سردار نعیم ماندینه مې و لیدله. ما گومان کاوه چې ټول ژوندي دي. چا وویل : " له دغې میرمنې او د هغې له لمسۍ پرته چې لاندنۍ خونې ته تللې وې ، نور ټول شهیدان شوي دي."
او موږ چې څرگند دښمنان وو ، له میرمن زهره نعیم سره یو ځای د څرخي پله زندان ته و سپارل شوو."
کمونیستانو غوښتل د ډاکټر نوین له خولې چې د وزیرانو د غونډې منشي هم وو ، د خلق او پرچم د مشرانو په اړه د سردار محمد داؤود خان وروستنۍ پریکړه واوري. د ښاغلي نوین په وینا ، په هاغه ورځ نوموړی د وزیرانو په غونډه کې نه وو ، خو کمونیستانو گومان کاوه چې نوموړی غواړی خبره پټه کړي او حقیقت نه وايي نو ځکه یې تر کلک دباو او ټینگو وهلو ټکولو لاندې ونیو.

" په همغې شېبې کې چې د [ افغانستان د گټو د ساتونکې ادارې] [ اگسا ] مشر اسدالله سروري زما د کیڼ لاس د پینځمې گوتې نوک ایسته ، او ما سوگند خوړ چې په هاغه ورځ د وزیرانو په غونډه کې نه وم ، و مې لیدل چې یو سرتیری ناڅاپه په خونې را ننوت او د درنه مار " جلاد " سروري په غوږ کې یې څه وویل. هغوی له خونې دباندې ووتل. سروري له څلورو یا پینځو دقیقو وروسته بیرته راغی او ویې یول : " ته په دې اړه تر سبا پورې ژور سوچ وکړه. د حقیقت له ویلو وروسته له تاسره نور څه نه لرو، پر ته له هغې به ستا لاسونه او پښې نوکان و نه لري. " خو له هماغې ورځې وروسته په دې اړه د پلټنو لړۍ چورلټ و شلېدله."

۱۸ ) " حفیظ الله خالد : د لیکوال د سترگو لیدلی حال : ۲۰۰۸ز کال د اپریل ۲۶ : د مهتر لام بابا په ښار کې د ارواښاد داؤود خان د وروستنې وینا یوه برخه چې د دیارلس سوه او شپږ پینځوسم لمریز کال د کب په مېاشتې کې [ ۱۹۷۸ز فبروري ] یې کړې وه :

لغمان ته د داؤود خان له سفره درې ورځې مخکې د لغمان والي محمد حسن گردیزي د مهترلام د جامع جومات ترڅنگ په یوې څلور څنډیزې ځمکې کې د یوې ودانۍ د جوړولو کار په بیړه پیل کړ او د کار د څارنې ټولې چارې یې په خپله غاړه واخیستلې.
پر نوموړې ځمکې د ودانولو پر چارو د والي ځانگړې پاملرنې د ښاریانو تلوسه را پارولې وه. معما هغه مهال حل شوه کله چې داؤود خان له لغمان څخه د لیدنې پر مهال ، خپله وروستۍ وینا واورَوله.
د هماغې ورځې پر سهار د داؤود خان د راتگ خبر په ټول ښار او ورڅیرمه سیمو کې خپور شو. خلک ټول په هغه ځای کې راټولیدل چې د سردار محمد داؤود د وینا لپاره ځانگړی شوی وو. ورهنگرو او هټیوالو هم خپلې هټۍ گانې و تړلې او د لغمان له څلورو گوټونو څخه مهترلام ته راغلل.
داسې ښکاریده چې د ولایت چارواکو او پازوالو د چارو د ښه سمبالښت لپاره اړېن چمتووالی نه درلود او ناڅاپه گیر شوي ول. دومره ډیر لودسپیکرونه نه ول چې خلک د داؤود خان غږ سم واوري ، له خلکو وغوښتل شول چې لږ نیږدې راشي او خبرې له نیږدې واوري. د دې خبرې په اوریدلو هر چا هڅه کوله چې ځان ستیژ ته نیږدې کړي. دې ته په پاملرنې چې گډونوال د ښار ورهڼگر او د کلیوالي ژوند کلیوال ول ، هغوی په دغسې غونډو کې د گډون د نظم او مقرراتو له دود سره آشنايي نه درلودله .

سره له دې چې د امنیتي چارو چارواکو د نظم لپاره هلې ځلې کولې خو بیا هم شور ماشور خپور وو او ویره وه چې داؤود خان به خپله وینا وا نه اورَوي.
لومړی محمد حسن خان مایکروفون را واخیست او ځان یې خلکو ته ور وپیژانده ، وروسته یې له گډونوالو وغوښتل چې هر څوک دې په خپل ځای کې کرار کښیني. له څو دقیقو وروسته چوپه چوپتیا خپره شوه او داؤود خان خپله وینا پیل کړه.

داؤود خان لغمان ته د سفر او د سیمې له وگړو سره د کتنې په اړه خپله خوښي څرگنده کړه او له هغو پرمختگونو څخه یې یادونه وکړه چې د جمهوریت د بنسټ ایښودلو په پینځو کلونو کې رامنځته شوي ول. داؤود خان د نوي جمهوریت پر وړاندې روانو مخالفتونو ته هم نغوته وکړه.
داؤود خان د وینا له اورولو وروسته د سراج د کلا ( قلعه سراج ) له بڼ او مهترلام څخه لیدنه وکړه او ماسپښین د ننگرهار د ولایت پر لور وخوځېد.
په سبا ورځ یې داؤود خان له خپلې مانیدنې سره په لنډ کروزر موټر کې چې ده په خپله چلاوه بیرته لغمان ته راغی ، د هغه پلار د مهترلام بابا د زیارت ترڅنگ ښخ دی ، د خپل پلار قبر ته ولاړ او له هغه وروسته یې د ولایت له نورو سیمو څخه لیدنه وکړه. "
د دغې لیکنې د بشپړې لوستنې لپاره لاندنۍ پته و گورﺉ :
www.tolafghan.com/home/detail/9784

۱۹ ) د ۲۰۰۵ ز کال د اپریل په ۲۴ او د ۲۰۰۶ ز کال د اپریل په ۲۶ نېټو باقي سمندر په رسنیو کې دوه یادښتونه خپاره کړل. سره له دې چې نوموړي د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژل کېدا د څرنگوالي سپړنه نه ده کړې ، خو د دغو وژنو شا لید ته یو شمیر نغوتې ور نیغې دي.


سمندر په خپلو یادښتونو کې له لاندنیو سرچینو څخه گټه اخیستې : " از موج تا توفان / له څپې تر توپانه " د جمعه نوع پرور لېکنه ، " رازها افشا میگردند " د داکټر شاه زمان وریځ ستانیزي لیکنه ، " سهل انگاري داؤود خان " داکټر شاه زمان وریځ ستانیزی ، " خاطرات یک افسر نظامي/ شبهای کابل " جنرال غني عمرزی، " نگاهی په تأریخ حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان " عبدالقدوس غوربندی ، " سقوط افغانستان " عبدالصمد غوث ، ژباړه : پوهندوی محمد یونس طغیان ساکاپي او " افغانستان پس از بازگشت سپاهیان شوروي " ژباړه : عزیز آریانفر

د دواړو لیکنو لپاره چې ښايي یو ځل بیا کتنې ، سمونې او خښم لږونې ته هم اړتیا ولري ، کولاﺉ شـﺊ لاندنۍ پتې و گورﺉ :

www.goftaman.com/daten/fa/articles/part2/article284.htm
www.goftaman.com/daten/fa/articles/part1/article44.htm

۲۰ ) یو شمیر لوستونکي " د پسرلني سباوون د گولېو د باران " له لیکبـڼـې سرټکونه کوي او ویلي یې دي چې په هر ځای کې مو " محمد داؤود " لیکلي او ښايي دا د افغانستان لومړني ولسمشر ته د سپکاوي یوه نښه وي. لوستونکي وايی چې اوس ان د هغه تراخه ژبي مخالفین هم په خپلو لېکنو کې هماغه منل شوي دودیز نومونه لکه سردار محمد داؤود ، شهید سردار داوود یا لږ تر لږه داؤود خان لیکي.


باید ور غبرگه کړم چې د افغانستان د لومړني ولسمشر نوم ، له هرډول مختاړي او وروستاړي پرته " محمد داؤود " دی. ټایپست ( سیاه سنگ ) په خپلو لیکنو او خبرو کې د " محمد داؤود " نوم په همدې ډول غوره بولي. خو د دغې پرله پسې لړۍ په هره برخه کې کله چې د نوروکسانو له لیکنو څخه اخځ اخیستل شوی هغه یې په ټول امانت په هماغې لیکل شوې بڼې لیکلی دی.

په قاموسونو کې ویل شوي چې د سردار نومیزه تړگړ " واژه " پـَهلوي ده چې بنسټ مشر ، د پوځ مشر ، یا د لښکر د یوې برخې یوځي مشر ته ویل کیږي. زه گومان نه کوم چې د یو شمیر قاموسونو دغه ادعا سمه وي. ځکه ویل کیږي چې په پهلوي لیکنو کې د " سردار" نوم - مختاړي هېڅکله نه دی کارَول شوی.

البته دا هم روښانه نه ده چې " سردار " یو گړی نومیزه تړگړ دی یا د " سر + دار/ لرونکي " گډوله ده په بله وینا " سرلرونکی " لکه : زمنیدار، سرمایه دار

یو شمیر تأریخي / فرهنگي لاسوندونه ښيي چې " سردار " ټولنیزه ریښه لري او د لارښود له مانا سره نیږدې والی لري او هم د دې مانا ښندي چې د دغه نوم لرونکی ، په یوه سمبال شوي لښکر یا ډله کې لوړ مخور توب ، دریځ او نوم لري.

دغه نومیزه تړگړ په هندي او مراټهي ژبو کې هم د پاړسي ژبې په څیر کارَول کیږي چې تر ډیرې کچې پوځي رنگ لري. په دې توگه ، " سردار " کیدای شي له " سر لښکر" یا " سپهسالار" سره نیږدې تړاو ولري.

( په هندوستان کې د " سردار" کیدلو له ځانگړتیا وو څخه یوه بیلگه د " جاگیر" د لرلو بېلگه وه. په بله وینا هر سردار " جا گیر دار" هم دی. جاگیر هغې ټوټې ځمکې ته ویل کیږي چې د یوه هیواد پاچا یا واکمن ، سردار ته ورکړې وي. د ځمکې دغه ټوټه کیدای شوای د سردار لپاره د گټو او پانگې سرچینه وای ، خو په دې توپیر چې د هغه له مرگه وروسته د شخصي ځمکو په څیر ځمکه د هغه پاتې وراثینو ته نه ورکول کیده ، داسې ځمکه باید بیرته دولت ته ورکړل شوې وای. )

د ۱۸۶۰ او ۱۹۴۰ ز کلونو په منځ یا د اتیاکالو په اوږدو کې بریتانیا د سرتیرو د راټولولو په موخه د اتراپردیش ، هیماچل پردیش ، هریاڼه او مهاراشترا پر سیکهـ میشتو سیمو ډیر زور او دباو راووړ ترڅو دغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

کله چې بریتانوي لښکر پر هند خپله بشپړه ولکه او سوبه خپره کړه د " سردار" نومیزه تړگړ د " س" له زَور څخه د " س " زیر ته راټیټ شو. ښايي دغه بدلون د غږپيژندنې له امله وي ځکه د دغه نوم نیمايي د انگریزي د "سـر = Sir" له نومتاړي سره چې د ( ښاغلي ) مانا ښندي نیږدې والی ولري او هم د "سـر = Sir" نومتاړی د " مشر اشراف " له مانا سره نیږدې والی لري.

په پخوا وختونو کې یوازې د سیکهانو مشران او لویان او مخـَورې کورنۍ " سردار" بلل کیدل. ورپسې د " جي " وروستاړی هم ور وتړل شو چې د ډیر درنښت څرگندویه ده ، نن ټول سیکهـ نارینه " سردار جي " بلل کیږي. د وخت په تیریدلو دغه نومیزه تړگړ ، گروهنیزې او ټولنـبـاورۍ کرښې ماتې کړې او نن سیکهانو ته د " سردار" پر ځای د ښاغلي یا د انگریزي Mister نومتاړي ورکړل شوی دی.

په پاکستان او د افغانستان � پاکستان په همکرښو سیمو کې د " سردار " نومیزه تړگړ ، د هغه د هندي لښکري ځلاندوالي برعکس ، د ژوندانه په ډیریو برخو کې غیر پوځي ، توکمیزه او ټبرنیزه کارَونه لري. په دغې جغرافیا کې سردار د " ستر ، لارښود ، مخکښ ، پیاوړي ، اغیزمن او مخور" په ماناوو د پټهانانو ( پښتنو ) ، بلوڅانو ، سندهیانو او براهویانو توکمیزو مشرانو ته ویل کیږي.

په افغانستان کې د ناڅرگندو لاملونو له امله بارکزیو او محمدزیو ته هم د " سردار" نومتاړی کارول کیږي. دغه هم په خپل وار د پوښتنې وړ ده چې د محمد داؤود ، محمد هاشم ، محمد نعیم او ..... نومونو د " سردار" مختاړي درلودل خو موږ ډیر لږ اوریدلي چې چا دې سردار محمد ظاهر شاه ویلي وي.

د " سردار " نومیزه گړتړ نورې بیلابیلې کارَونې هم لري ؛ د بېلگې په توگه په ایران کې د " سترتوب او لوړاوي " مانا ښندي خو په کردستان کې د " عادي" مانا ښندي. د کشمیر سدهناتي وگړي د دارني /سدوزي احمدشاه " بابا رحمـﺔ الله علیه � ژ" زوزات د " سردار په نامه یادوي او د هیمالیا د غرونو په لمنو کې " سردار" هغو کسانو ته وايي چې په غرونو کې سیلانیانو ته لارښونه کوي. په یو شمیر هیوادونو کې د بي بي فاطمې لمسیانو ته سید او سردار وايي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره لاندنۍ پته و گورﺉ :
http://en.wikipedia.org/wiki/Sardar

۲۱ ) " د [ دیارلس سوه او دو پینځوسم لمریز کال د چنگاښ په شپږویشتمه ( ۱۹۷۳ ز د جولای ۱۷)] د سهار په اوو بجو د راډیو افغانستان د خپرونو لوی چلنوال له ما وغوښتل چې د قران کریم له تلاوته وروسته څه ډول خپرونه خپره کړم. ما ورته وویل چې : " د اختر او جشن د ښادیو د ورځو په څیر د ملي اټن نغمې او د ښادۍ سندرې خپرې کړﺉ." راډیو خپرونې پيل کړې. ضیأ مجید په بیړه زما څنگ ته راغی او ویې ویل : " د سټډیوگانو امن ونیسـﺊ چې لارښود " رهبر " را روان دی او دلته را درومي." دا مې لومړي ځل وو چې د لارښود " رهبر" کلمه مې اوریدله ، دغه کلمه مې دومره په زړه ښه ونه لگېدله. دا ماته د یوه پور شوی بې ډیله نوم په توگه ښکارېده چې د دغه بوډا او سرخریلي سړي په نامه پسې چا تړلی وي. هرگوره ، هغه څه چې ضیأ وویل هماغسې مې وکړل.

شل باندې اووه بجې وې چې د پرون ورځې سردار او د نن ورځې لارښود " رهبر " چې په ځان کې یې پسرلنی خړ عسکري رنگه پتلون اوکمیس وو له حسن شرق ، ضیأ مجید ، حیدر رسولي او د کودتا له یو شمیر نورو مشرانو سره راډیو ته را ورسیدل ، هغه ته د راډیو په درشل کې زموږ پوځي قطعې سلام وړاندې کړ ، د سلام له منلو وروسته ستډیو ته ولاړ. د راډیو ویاند مهدي ظفر غوښتل ووايي چې دا دی اوس سردار محمد داؤود خپله وینا ا َورَوي ، خو هغه وویل : " وروڼو! زما په گډون نور هیڅ چا ته د سردار نوم مه ورکوﺉ. په افغانستان کې د سردارۍ ټغر د تل لپاره ټول شوی دی." مهمدي ظفر له یوه لنډ انانوسه وروسته د خبرو د پیل لړۍ محمد داؤود ته و سپارله." ( اردو وسیاست در سه دهه اخیر افغانستان ) لیکنه ستر جنرال محمد نبي عظیمي پ : ۹۰ "

[][]
ریجـاینا (کانادا)
نزدهـم اپریل 2009

د ټیلفونونو شمیرې: 1 (306) 5438950 و 1 (306) 5020882
ډاگ نښه : Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA

ژباړه : رحمت آریا
نوربیا ...
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery